ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
احمدشاه بابا
۲۶۹ کاله پخوا وېشلو او پاشلو افغانانو د يوه مدبر پاچا احمدشاه ابا په مشري په تش جېب، پرته له زيانونو او تلفاتو د يوه داسي خپلواک هيواد بنسټ کښېښود چي وروسته له دې هيڅ پردی صوبه دار، والي او حاکم د افغانستان پر وګړو واکمن نسي او خپله د خپل برخليک واکمنان سو. مسلمانانو ځانګړي ډول شيخ الحديث شاه ولي الله دهلوي غوندي هستیو دعاوي ورته کولې، بخارايي مسلمانانو دې امپراتورۍ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم خرقه مبارکه ډالۍ کړه، تر اتيا زره زياتو بلوڅو، پښتنو، تاجکو او ازبکو ترې ککرۍ قربان کړې، مغلو، ايرانيانو او برتانویانو به یې پر لوري له ډار او تعظیم نه پښې نه راغځولې.
دې امپراتوري د اولس په منځ کي ځای ونيو او د اتلسمي پېړۍ داسي له برمه ډکه او د ملي ګرایۍ سمبول وه چي هيڅکله له ملته پناه او په دیوالونو کي ایسار پاته نسوه، ځکه خو کندهار کي د شاه په نوم ماڼۍ، حصار او کلا نسته…د افغانانو د مسکنت او غرني عاداتو سره سم دې پاچا هيڅکله ورېښمن پټکۍ تر سره نه کړ، د تخت پر ځای پر مځکه ناست او دربار کي هیچا ته د تعظیم او چاپلوسۍ اجازه نه وه.لنډه دا چي اتلسمه پېړۍ کي د افغانستان وروستۍ او اسلامي نړۍ دوهمه امپراتوري چي سیمه یې له مشهد څخه تر ډهلي او له امو څخه تر عربي سمندر پوري وه.ژمنۍ پلازمينه ئې پېښور او نور وخت کندهار ددې امپراتورۍ پلازميني وې.خو د امپرتور میراث خورو افغانانو دوه نیم سوه کاله وروسته هم نه د امپراتور فکر، نه یې طرز مدیریت او نه یې هم د ارزښتونو ساتنه زده کړه.
ژمنۍ پلازمينه ئې پېښور او نور وخت کندهار ددې امپراتورۍ پلازميني وې.
په دې احمدشاهي جغرافيه کي کندهار، پېښور، نيشاپور، کشمير، کابل، لاهور، مشهد، ښکارپور هغه سيمي وې چي پکښي افغانانو ادارې، لښکرکوټونه، لنګرونه او توپخانې لرلې او پکښي د مځکو د وېش دفترونه پرانيستل او وېش سيمي ته د انګرېزیانو تر راتګ پوري کارېدله.
اټکل کېږي چي د اولسي فوځ تر څنګ چي د آسيا په کچه دغه لوی دولت ئې ساته،۵۰ زره پلي فوځيان او همدومره سپاره فوځيآن لرله. په ۱۷۶۱ع کي ددې کي دولت د کاريګرو/فوځيانو معاش شپږ روپۍ او د مشرانو دولس روپۍ د مياشتي وې. فوځيانو ته د دريو مياشتو معاش د جنگ ډگر ته د تلو څخه وړاندي ورکول کېده.
هغه خپله کورنۍ او خپلوان په دولتي چارو کي له لاسوهني او ګډون څخه ليري ساتل، یوازي خپل ولیعهد تېمور یې د جهان خان پوپلزي تر لارښووني لاندي د هيواد په لوېدیځ او ختیځ څنډو کي د سیاسي او نظامي چارو سمبالګر ټاکلی وو. د هغه د کورنۍ دا تفاوت تر دې حده وو چي تاریخ او خلکو پرته له تېمور او سلیمان څخه د احمدشاه بابا اولادونه نه پېژني، په داسي حال کي چي هغه اته زامن لرله لکه سلیمان، تیمور، شهاب، سنجر، یزدان بخش، سکندر، داراب او پرویز.
د بده مرغه د احمد شاه بابا نازوليو لمسيانو کي ځيني نااهله اشخاص ول او د دربار چاپلوسانو د مشرانو په حیث په ميراثي غلط دود وټاکل، ځکه خو احمدشاهي جغرافيه مخ پرځوړ روان سول.
د احمدشاه بابا د واک پر مهال د ده د ټولواکمنۍ يو شمېر واليان او چارواکي دغه کسان ول:
– د پتيالې والي امير سنګ.
– د هرات والي دروېش علي خان هزاره.
– د مشهد والي شاهرخ ميرزا (د نادر قلي لمسی).
– د نیشاپور والي عباس قلي خان.
– د بلوچستان والي نصيرخان بلوڅ.
– د سند والي نور محمدخان (چي پلازمېنه کي کراچي وو).
– د ملتان، شجاع خان ابدالي.
– د پنجاب (لاهور) شهزاده تېمورشاه.
– د کندهار شهزاده سليمان.
– د کشمير والي خواجه عبدالله خان.
– زين خان مومند د سرهند
– موسی خان د ډيره اسماعيل خان
– او اشرف خان غلجي د کلات حاکمان ټاکل سوي وه.
اشرف البلاد کندهار….
د کندهار د احمدشاهي ښار ارګ، شاهي طويله، احمدشاه بابا مقبره، سيګنل ټاور او نوري ودانۍ…
کله چي احمدشاه بابا په نه څه د يو افغاني او پښتني دولت بنسټ کښېښود، نو د نورو ابادو ښارونو پر ځای ئې په ١۷۵۴ع کال کندهار کي د يوه ستر ښار بنسټ کښېښود چي رسمي نوم ئې [اشرف البلاد] وو خو په عوامو کي په احمدشاهي کندهار مشهور سو/دئ.
په لومړي ځل افغانانو رسمي، منظم او موډرن دفترونه پکښي جوړ کړله.
ښار دروازوې لرلې او هره دروازه د نړۍ سره د اړيکو پر بنسټ ونومول سوه چي اوس ځيني همدا نوم لري.
د پاني پت جګړې اثار:
داسي افغان خصوصأ پښتون به نه وی چي د [#پانی_پت] نوم یې نه وی اورېدلی، ځکه چي د پانی پت سره لږ او ډېر د هر افغان ماضی تړلې ده، کله چي په ۱۷۶۱ع کال د جنورۍ پر ۱۴ د اعلیحضرت #احمد_شاه_بابا او مرهیټه ایتلاف تر منځ د احمدشاهي دورې درېمه جګړه پېښه او افغانانو جګړه وګټله، نو بابا هلته د عسکریز نظام لپاره ځانګړی میدان وټاکه، چي خپلو نظامي عسکرو ته به یې قومانده ورکوله.په دغه میدان کي يوه ونه/درخته ولاړه وه چي احمدشاه بابا به تر دغه درخته لاندي خپلو عسکرو ته ږغېدئ.دغه وني ته هندوان د (ام توره ونه/Kala Amb) ویل چي بيا سخت دريځه هندانو هغه ونه وکښله خو وروسته نورو هندوانو/انګرېزانو د احمدشاه بابا د يادګار په توګه هلته څلی جوړ کړ او د څلي پر بله خوا یې د بابا د نظامي عسکرو عکس رسم کړ.د نړۍ په دې مشهوره جګړه [پاني پت جګړه] کي زموږ د پوځ ۳۰۰۰ نفره هم شهیدان سول.پانی پت د «کوروک شیترا» سیمي ته څرمه پروت دی چي د میلاد څخه تقریبأ دوه زره کاله پخوا د «مها بهارت» لرغونی لوی افسانوي جنګ همدلته پیښ سوی دئ.د پانی پت جګړې په هند کي د پښتنو برخلیک د تل لپاره بدل کړ، دوهمی جګړې د هندوانو تسلط د څلورو پیړیو لپاره بدل کړ، او باالاخره درېیمی جګړې هم په مجموع کي د ټول هندوستان برخلیک بدل کړ او هغه یې د ۱۵۰ کالو لپاره د برتانوی استعمار منګلو ته برابر کړ. د هند لومړنی صدراعظم جواهر لال نهرو لیکي چي: «د هندوستان برخلیک څو څو واره د پانی پت پر میدان فیصله او ټاکل سوی دی»یادونه:توره ونه ئې ځکه بلله چي احمدشاه بابا هغه پوځ ته چي هندوانو ته یې ماته ورکړې وه او هغه ډېر قوي پوځ و هلته وینا کوله، نو دوی هم په توره/بدبخته ونه ونمول.
د احمدشاه بابا مهرباني:
احمدشاه بابا دې ليک کي په ایران، بخارا، پنجاب او هند کي د خپلو فتوحاتو تفصیلي یادونه هم کړې ده او هم ئې د پاني پت ټول داستان له تاریخونو او ارقامو سره بیان کړی او هم ئې د خپلو جنګي وسایلو يادونه کړې چي د احمد شاهي اردو د (خمپاره) په نوم د جنګي وسلي ذکر هم پکښي سوی دئ چي ایراني تاریخ پوهانو دا یو ډول بم ګڼلی دئ او د اژدر نوم یې ورکړی چي بیا وروسته نورو ایراني تاریخ پوهانو لکه رشیدي، اژدرها او ستر مار بېلابېل تعبیرونه ورکړی دئ.
دې ليک کي د بابا فوق العاده سياسي بصیرت او پوهه وينو چي د کورنیو ستونزو تر څنګ بهرنیو خطرونو ته هم متوجه و.
دې ليک کي بابا له عثماني خليفه دا هم غوښتي چي #کعبه_شريفه بايد يو مسجد د هغه [#احمدشاه_بابا] په مصرف جوړ او د افغانانو د پاره به د حاجيانو ځای وي.
دغه ليک اوس د تورکې استنبول ميوزيم کي په ۱۴۵۷REنوم ساتل کېږي.
ښکاري چي بابا به عثماني #خلافت ته ګڼ نور ليکونه هم لېږلي وي، يو بل ليک زما سره سته چي يو وخت به خپور سي، هلته د عثماني خلافت په نوم د اعلیحضرت احمدشاه بابا هغه لیک دی چي د مشهد د محاصرې په اړه یې لیکلی او د خپل وزیر اعظم شاه ولي خان بامیزی ئې یاد کړی چي هلته یې نور ستر، ستر القاب هم ورته ذکر کړی دي.
احمدشاهي سيکې:د #احمد_شاه_بابا د امپراتورۍ [۱۷۵۱ع] سيکې د سرو او سپينو زرو وې چي افغانستان، هندوستان او ايران کي چلېدلې.اوسمهال همدا احمدشاهي روپۍ د لندن، کابل او هند په ملي موزيمونو کي ساتل کيږي.احمدشاهي دوره کي يې د پيسو ساتونکي ته [صندوق دارچي] (د خورځونو رئيس) وايه.احمدشاهي دوره کي خزانه د اعلى دېوان تر كتني او نظر لاندي اداره كېدله، ويل کېږي چي د بابا ټولي خزانې د ذخيرې په توګه ساتل كېدلې، چي د مامورينو، لښكرو او قومي مشرانو په تنخا او معاش به لګېدلې.د بابا په دوره کي لوى او عمومي خزانه دار او د هغه وخت په اصطلاح صندوق دارچي [التفات خان] وو چي احمدشاه بابا ته ډېر منلى او نازولى وو.بابا يادي سيکې د کندهار ښار په توپ خانه کي جوړولې چي جوړونکو ته به ئې د تشويق د پاره ځانګړي ډالۍ ورکولې.
زمبورک توپ/غالبوزه توپ:اتلسمه پېړۍ کي هغه څوک ډېر ځواکمن ګڼل کېده چي زمبورک توپ به يې جوړولای سوای. زمبورک چي اصلي املا يې [زنبورک] ده چي د پارسي د زنبور(غالبوزي) څخه اخیستل سوې ده.د احمدشاه بابا د دورې يوه له برياليو توپونو همدا وو چي پر اوښانو به ئې هند او ايران ته وړل، د پاني پت په درېم جنګ کي دغو توپو ډېر انسانان او څاروي ووژل او افغانان يې بريالي کړل.ويل کېږي چي توپ جوړونه د احمدشاهي پوځ لپاره دومره مهمه وه چې کندهار کی ئې توپ خانه جوړه کړې وه چي مشر عبد الرحمان بارکزی او کور ئې تر ډېره همدلته [کندهار] کي وو، افغانانو ددې غټ توپ تر څنګ اوه سوه واړه توپونه چي #زنبورک، #عندليب، #چهاريارى، #شترنال[پر اوښ وړونکي] او شاهين [پر اوږه وړونکې] ئې بلل، لرل.د پاني پت له برياليتوب وروسته په پښتنو کي دا ښېرا عامه سوه چي:“په زمبورک سوری سې!”.
د #احمدشاه_بابا او دراني واکمنانو په زړه پوري او نادر کتاب:د جنوبي اسيا د تاريخ څېړولو يوې نامتو څېړونکي Yaael Rice په دې ورستيو کي ادعا کړې چي د دراني سردارانو په اړه ئې د انځورونو او تاريخ داسي کتاب موندلی چي د تاريخ تر څنګ د افغان دربار تاريخ او هنر [Art and the History of Art] ستره او لومړنی بېلګه هم ښيي، د هغې له خولې چي پلان لري دغه کتاب د تاریخي او هنري تاریخي مقالو سره د متن یوه ترمیم سوې نسخه انلاين او وړيا خپره کړي.
هندوستان کي د احمدشاه بابا د لمانځه ځای او د هر چا کور:
د بي بي سي خبریال یما بارز د “ابدالي پلونو” په لړۍ کي وايي:“کله چي بابا مسجد ته ننوت، مخامخ مهراب ته ورغلی، له عالم ګير ثاني سره یې ولیدل. ورته وویل چي د ډیلي واکمني دي درته مبارکه وي او د ورور خطاب یې ورته وکړ. ددې جومات روحاني مقام اوس هم اغېز لري او دوې غاړي د ناستي لپاره اوس هم جومات ټاکي”.دغه ځای #مسجد_فتح_پوري يادېږي چي د زاړه ډيلي چاندني چوک کي دئ.فتحپوري جومات په ۱۶۵۰ع کال کي د شاه جهان میرمني فتحپوري بیګم لخوا جوړ د سرو شګو او ډبرو څخه جوړ سوی د مغولو د معمارۍ یوه ښکلې بېلګه ده.هندي مورخين وايي چي احمدشاه بابا او کورنۍ ئې دلته خلګو ته ۵۰ کاله ډوډۍ هم ورکړه او د هغه لمسي شاه زمان تر مرګه پوري دلته مسافرو ته ډوډۍ، جامې او شپه ورکول کېدله.