ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
کابل تاریخي او لرغونی ښار د شاهانو او امیرانو ټاټوبی بلل کېږي. دغه ښار پخوا کلا ته ورته و چې د ځینې دېوالونو اثار او نښې تراوسه هم پاتې دي. کابل ښار شپږ دروازې او هرې دروازې ځانګړی نوم درلود. په دهمزنګ کې د کندهاریانو دروازه، دسردار جهان خان دروازه، د سلام خانې په برخه کې سپینه دروازه، د عیدګاه جومات شاته د پیت دروازه ، د بالاحصار خواته د ګذرګاه او لاهورۍ دروازې لا هم ځینې سپین ږيرې په خپلو خاطرو کې یادونه کوي.
د امیر عبدالرحمن خان له واکمنۍ دمخه شاه د اوسېدومناسب ځای نه درلود. د پادشاه د حکمرانۍ مرکز په بالاحصار کې و، خو بالاحصار او د شېرپور ارګ د افغان –انګلیس په جګړو کې زیانمن شوي وو او ځینې برخې یې سوځېدلې وې. امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ کې واک ته له رسېدو وروسته د خپلې استوګنې او کاري دفتر لپاره مناسب ځای نه درلود. هغه د پادشاه د اوسېدو د مناسب ځای جوړولو لپاره د ارګ اوسنی موقعیت انتخاب او په ۱۲۹۹ ه-قمري کال یې د ارګ نقشه طرحه کړه. په ۱۳۰۰ ه-قمري کال د کابل ښار په مرکز کې پر دوه سوه جریبه ځمکه د ارګ د جوړولو چارې پېل شوې.
د ارګ د جوړولو چارې په ۳۰ کالو کې بشپړې شوې. کابو یوه نیمه پېړۍ کېږي چې د ارګ کلا په کابل کې جوړه شوې. په ارګ کې لومړنۍ جوړه شوې ودانۍ کوټي باغچه ده چې په ۱۳۰۴ هجري قمري کال یې د جوړولو چارې بشپړې شوې. د ارګ د بېلابېلو ودانیو د جوړولو لپاره ځیني توکي له بریتانوي هند څخه هم راوړل کېدل، خو تر ډېره له سیمه ییزو ودانیزو توکو استفاده کېده. دا ودانیز توکي خښتې، چونه، ګچ، صندل او ساروج وو، په ځینو ودانیو کې له شېدو، کوچو او د چرګانو له هګیو څخه هم استفاده شوې ده.
دغه راز د ارګ د جوړولو په چارو کې د کابل زیات شمېر خلکو په خپله خوښه برخه اخېسته. د اوسنې ارګ سیمه پخوا خاورینه دښته وه. په ځینو برخو کې یې کرنیزې ځمکې او باغونه وو. اوس ارګ د کابل ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري.
د حبیب الله کلکاني د حاکمیت لنډه موده او د کورنیو جګړو پرمهال ارګ ته زیات زیانونه واوښتل. د ارګ پر چور او تالان سربېره ځینې ودانې هم زیانمنې شوې؛ په مشخص ډول کولای شو د موزیم یادونه وکړو چې د اماني نهضت پر مهال په ارګ کې جوړ شوی و.
چهارچنار ماڼۍ:
دغه ماڼۍ د ارګ د کلا په جنوب لویدیځه برخه کې د کوټي باغچې او ارشیف د مخکېنۍ ودانۍ تر منځ، څلورو چنارونو ته مخامخ په درې پوړونو کې جوړه شوی ده. د چهار چنار ماڼۍ د جوړولو چارې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پیل او په ۲۰۱۰ م کې پایته ورسېدې. دغه ماڼۍ د چین د خلکو ولسي جمهوریت په مالي مرسته چینایي انجینرانوجوړه کړه.
چهارچنار ماڼۍ د کنفرانسونو او رسمي ناستو لپاره جوړه شوې. لومړی پوړ یې نسبتاً لوی دی چې د هر ډول کنفرانسونو او غونډو لپاره ترې استفاده کېږي. د بېلګې په ډول د کابینې غونډې په همدې تالار کې جوړېږي. دغه راز د جمهوررئیس مطبوعاتي کنفرانسونه، د ملي پروژو د قراردادونو د لاسلیک مراسم، له خلکو، مسوولینو او حکومتي کارکوونکو سره د جمهوررئیس کتنې،د ملي او مذهبي ورځو جشنونه او نور مراسم په همدې ماڼۍ کې ترسره کېږي. دا ماڼۍ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د هغه وخت جمهوررئیس او په افغانستان کې د چین د ولسي جمهوریت سفیر او د حکومت استازو پرانیسته.
د جمهوري ریاست د ارګ ارشیف د هېواد له خپلواکۍ راوروسته په بېلابېلو پړاونو کې د جمهوري ریاست د ارګ په داخل کې د مختلفو ادارو تر اثر لاندې خپل فعالیت کړی. په ارشیف کې د نورو اسنادو ترڅنګ د هېواد تر خپلواکۍ وړاندې ځیني اسناد هم شتون لري. تر ۱۳۷۱-۱۳۷۰ کلونو پورې د دې اسنادوسمه ساتنه نه کېده، خو د کورنیو جګړو پرمهال به کله په یوه او کله هم په بله ودانۍ کې غیرمنظم پراته وو .
د ارګ د جوړېدو سره هم مهال د ارګ جومات هم جوړ شو. په دغه جومات کې کارول شوي لرګي له پکتیا ولایت څخه راوړل شوي. دغه جومات همزمان ۲۵۰ تنه لمونځ کوونکي ځایوي. په دغه جومات کې د امیر عبدالرحمن خان له واکمنۍ څخه تراوسه افغان زمامداران او د ارګ ډېری کارکوونکي پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کوي.
د ارګ کلا څلور برجونه لري چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال جوړشوي دي. دغه برجونه په لومړیو کې د ارګ د ښکلا او دفاع لپاره جوړ شول. د ارګ برجونوکې د مدافعانو د خوندیتوب په موخه د هغه وخت د نظامي پوهې پر بنسټ کاږه او معوج تیرکشونه هم جوړ شوي. د ارګ ټول برجونه په همغه بڼه بیارغاول شوي او د دغو برجونو بامونه له اوسپنې جوړ شوي. د ارګ برجونه د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې یو څه په عصري بڼه ترمیم شول؛خو د تنظیمي جګړو په پایله کې راونړېدل او خراب شول چې د جمهوررئیس حامد کرزي په وخت کې بیا ورغاول شول.
دغه ماڼۍ د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د ارګ د بڼ په منځ کې جوړه او د پرانیستې پر مهال دلګشا ونومول شوه. ویل کېږي د دې ماڼۍ فلزي اډانه (اسکلیټ) له بریتانوي هند څخه پر فیلانوراوړل شوې، خو د جوړولو چارې یې د ۱۲۹۰ کال د وږي/سنبلې په میاشت کې پیل او د ۱۲۹۵ کال د وږي په میاشت کې چې د ۱۹۱۴ میلادي کال د اګست میاشتې سره سمون خوري، بشپړې او رسماپرانیستل شوه. د دې ماڼۍ د جوړولو په چارو کې انګلیسي، الماني او استرالیایي انجینرانو هم ونډه لرله. دا چې د هغه وخت د ښکلو او لیدلو وړ ماڼیو څخه وه، دلګشا ونومول شوه. د دلګشا د معمارۍ سبک، فني او تخنیکي مهارتونه، نجاري او حکاکي د هغه وخت د ماڼیو په پرتله بې ساري وو؛ د هغې په نجارۍ، رنګمالۍ او نورو کارونو کې کارول شوي توکي هغه مهال ناممکن برېښېدل. دلګشا ماڼۍ ۱۳ خونې او دوه د غونډو تالارونه (سالونونه) لري.
دستوري ماڼۍ د ارګ په لویدیزه څنډه کې ودانه شوې چې بیا وروسته دبهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه د ستوري ماڼۍ پخوا د ارګ اړوند وه، د دغې ماڼۍ په لاندینۍ برخه کې د کنفرانسونو یو لوی تالار جوړ شوی چې اوس هم په کې مهمې ملي او نړیوالې غونډې او کنفرانسونه کېږي او نورې کوټې او سالونونه او تحویلخانې لري چې له شپږ اتیا کالو راهیسې د باندنیو چارو وزارت یو شمېر څانګې په کې دي.
د سلام خانې ماڼۍ د ارګ د اوسنۍ کلا په شمال ختیځه برخه کې د کلاسیکې معمارۍ په سبک جوړه شوې. دغه یو پوړیزه ماڼۍ ۱۲۰ متره اوږدوالی، ۴۰ متره پلنوالی او ۲۰ متره لوړوالی لري. دا ماڼۍ د لوی برنډه لرونکي تالار په ډول جوړه شوې او په یوه وخت کې د ۱۰۰۰ تنو د ځایولو وړتیا لري. په دې ماڼۍ کې به جشنونه او د اخترونو مراسم ترسره کېدل او په ځانګړو ورځو کې به خلکو په همدې ماڼۍ کې پادشاه ته سلام کاوه، ځکه یې نو سلامخانه ماڼۍ بولي. حکومتي چارواکي او خلک به پادشاه ته د درناوي او اختر مبارکۍ په خاطر سلام خانې ماڼۍ ته راتلل. په ۱۳۰۰ کې د صامت په نوم لومړنی فلم کابل ته له راوړلو وروسته په سلام خانې ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شو. دغه راز په ۱۳۰۹ کې د افغانستان لومړنۍ ملي شورا ( پارلمان) هم په همدې ماڼۍ کې پرانېستل شوه او مرکز یې هم په همدې ماڼۍ کې و.
د ارګ کلا څلور برجونه لري چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پرمهال جوړشوي دي. دغه برجونه په لومړیو کې د ارګ د ښکلا او دفاع لپاره جوړ شول. د ارګ برجونه چې ارګ ته یې ښکلا ورکړی د هغه وخت د نظامي پوهې پر بنسټ په کې کاږه او معوج تیرکشونه هم جوړ شوي، تر څو د ارګ مدافعان په کې خوندي وي او د مقابل لوري مرمۍ ورته زیان ونه رسوي. د ارګ ټول برجونه د هغه د مخکینۍ نقشې پر اساس بیارغاول شوي او د دغو برجونو بامونه هم له اوسپنې جوړ شوي دي. د ارګ برجونه د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې یو څه په عصري بڼه ترمیم شول؛ خو دغه برجونه د تنظیمي جګړو په پایله کې راونړېدل او خراب شول چې د جمهوررئیس حامد کرزي په وخت کې د دغو برجونو د بیا رغاونې کار بېرته پیل شو.
دغه ماڼۍ د ارګ دکلا په منځ کې د ګلخاڼې ماڼۍ په ۲۵ مترۍ کې د ملي امنیت شورا د ودانۍ او د ارګ دشمال ختیځ برج تر منځ جوړه شوې. پخوا دغه ځای د دربار د اسونو کمند و، کله چې د اسونو کمند له دغه ځایه مرادخانۍ ته انتقال شو، نو د امیر د سلاکارانو او سکرترانو لپاره په کې خونې جوړې شوې، خووروسته بیا د څه وخت لپاره له دغو خونو د نظامي پرسونل لپاره کار اخيستل کېده او یو څه وخت هم شاهي پخلنځی و. د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د وسلو زېرمه هم همدلته وه، وروسته په دې ودانۍ کې نورې خونې هم جوړې شوې چې کارګران او خادمان په کې اوسېدل.
دغه ځای په بېلابېلو دورو کې د وخت اړتیاو ته په کتو د مختلفو موخو لپاره کارول شوی. د موقتې ادارې په لومړیو کې یې مخې ته کانتینري دفترونه جوړ شول چې د مطبوعاتو دفترونه، تشریفات او پروګرامونو او دغه راز د جمهوررئیس د ویاند دفتر او د جمهوررئیس د ځینو سلاکارانو دفترونه په کې وو. د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا چې هغه مهال په بین المللي چارو کې د جمهوررئیس سلاکار وو، کاري دفتر هم په همدې ځای کې وو.
دا ودانۍ په ۲۰۰۸ کال کې په ۱۸۵۵ متره ځمکه باندې په عصري ډول جوړه شوه. په تېر حکومت کې دجمهوررئیس د دفتر د رئیس دفتر او د هغه اړوند دفترونه لکه د پروګرامونو ریاست، خدمات، پالیسي او مطبوعات هم په همدې ودانۍ کې وو. له ۱۳۹۳ کال راهیسې تراوسه د جمهوري ریاست د عالي مقام عمومي رئیس دفتر، د جمهوررئیس د ویاند دفتر او د ځینو سلاکارانو دفترونه هم په دې ماڼۍ کې دي.
دغه ماڼۍ د ارګ دکلا په منځ کې د ګلخاڼې ماڼۍ په ۲۵ مترۍ کې د ملي امنیت شورا د ودانۍ او د ارګ دشمال ختیځ برج تر منځ جوړه شوې. پخوا دغه ځای د دربار د اسونو کمند و، کله چې د اسونو کمند له دغه ځایه مرادخانۍ ته انتقال شو، نو د امیر د سلاکارانو او سکرترانو لپاره په کې خونې جوړې شوې، خووروسته بیا د څه وخت لپاره له دغو خونو د نظامي پرسونل لپاره کار اخيستل کېده او یو څه وخت هم شاهي پخلنځی و. د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د وسلو زېرمه هم همدلته وه، وروسته په دې ودانۍ کې نورې خونې هم جوړې شوې چې کارګران او خادمان په کې اوسېدل.
دغه ځای په بېلابېلو دورو کې د وخت اړتیاو ته په کتو د مختلفو موخو لپاره کارول شوی. د موقتې ادارې په لومړیو کې یې مخې ته کانتینري دفترونه جوړ شول چې د مطبوعاتو دفترونه، تشریفات او پروګرامونو او دغه راز د جمهوررئیس د ویاند دفتر او د جمهوررئیس د ځینو سلاکارانو دفترونه په کې وو. د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا چې هغه مهال په بین المللي چارو کې د جمهوررئیس سلاکار وو، کاري دفتر هم په همدې ځای کې وو.
دا ودانۍ په ۲۰۰۸ کال کې په ۱۸۵۵ متره ځمکه باندې په عصري ډول جوړه شوه. په تېر حکومت کې دجمهوررئیس د دفتر د رئیس دفتر او د هغه اړوند دفترونه لکه د پروګرامونو ریاست، خدمات، پالیسي او مطبوعات هم په همدې ودانۍ کې وو. له ۱۳۹۳ کال راهیسې تراوسه د جمهوري ریاست د عالي مقام عمومي رئیس دفتر، د جمهوررئیس د ویاند دفتر او د ځینو سلاکارانو دفترونه هم په دې ماڼۍ کې دي.
کوټي باغچه د ارګ لومړنۍ داخلي ودانۍ ده چې په دوو پوړونو کې تقریباً په ۳۰۰ متر مربع ځمکه په دایروي شکل جوړه شوې. کوټي باغچه د تیموري دورې د معمارۍ په سبک جوړه شوې، د دې ودانۍ د تاقونو، کمانونو او رواقونو (رپکونو) د معمارۍ سبک د تیموري دورې د معمارۍ سبک سره ورته والی لري. امیرعبدالرحمن خان له کندهار څخه کابل ته انجینران او معماران راوبلل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د ارګ ودانۍ جوړې کړي. هغوی د کوټي باغچې ماڼۍ د تیموري دورې د معمارۍ له سبک څخه په اقتباس طراحي کړه. د کوټي باغچې د جوړولو چارې په ۱۳۰۰ ه-ق کې پېل او په ۱۳۰۴ ه-ق کې پای ته ورسېدې. د کوټي باغچې له یوې برخې څخه یو وخت د موزیم کار هم اخیستل شوی دی. په ۱۳۰۳ کال د کابل موزیم له باغ بالا څخه د شاهي ارګ کوټي باغچې ته راولېږدول شو او تر ۱۳۱۰ کال پورې په همدې ماڼۍ کې وو. د محمدنادر خان د واکمنۍ پرمهال، موزیم دارالامان ته ولېږدول شو او د محمدظاهرشاه د هدایت پر بنسټ شاهي کتابتون په کوټي باغچه کې جوړ شو.
دویم نمبر ماڼۍ:
دویم ماڼۍ هماغه مهال د ارګ د کلا په شمال لودیځه برخه کې د ببرک کارمل دکورنۍ لپاره جوړه شوه. پخوا په دغه ځای کې دوه پوړیزه زېړه ودانۍ وه چېڅه موده ورکې د دربار د وزارتونو دفترونه او د محمد دواوود خان په وخت کې د ارګ د چارو د تنظیم دفترونه هم وو. دغه ودانۍ چې په کلاسلیک سبک جوړ شوې وه د وخت په تېرېدو سره زړه او له کاره ولوېده او پر ځای یې په ۱۳۵۸ کال کې د دویم نمبر ماڼۍ د جوړولو چارې پېل شوې. دا ماڼۍ د جمهوررئیس کرزي په دوره کې د جمهوري ریاست د ساتنې او مراقبت سلاکارې مېرمن رامیکا احمد په هڅو بیاورغاول شوه او د بهرنیو مېلمنو د اوسېدو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېدو. کله به چې د بهرنیو هېوادونو لوړپوړو مېلمنو لکه د هند لومړي وزیر من موهن سنګ او مېرمن یې، د ایران جمهوررئیس احمدي نژاد، د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف، د انګلستان لومړي وزیر ډېوېډ کامرون، د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان د امریکا د جمهوررئیس مېرمن لورا بوش، د ایران جمهوررئیس خاتمي او مېرمن یې او نورو ټولو بهرنيو لوړپورو مېلمنو افغانستان ته سفر کاوه، په دې ماڼۍ کېبه اوسېدل. اوس په دې ماڼۍ کې د لومړۍ مېرمن د دفتر ځینې برخې شتون لري.