منډيګک
افغان تاريخ

افغان محدثين/ابراهيم بن یعقوب الجوزجاني

مولوي محمد رسول پيروز

د اسلامي نړۍ د بغداد علمي مرکز
0 695

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

سریزه

الحمد لله و کفی، والصلاة والسلام علی عباده الذین الصطفی.

په عربي، اردو او فارسي ژبو کې مې د تاریخ، تاریخي او علمي شخصیتونو، علومو، فنونو، ان یوازي پر ځانګړو افرادو او حتا تر یوه هیواده او یا تر یوه فکره محدودو کسانو په اړه ډېر څه ولیدل، ولوستل او وکتل.

دې ګڼو کتابونو وهڅولم چې په پښتو ژبه کې به د افغان محدثینو په نوم یوه داسې وړه ټولګه لیکم چې پکې ځای پر ځای شوي اشخاص يې ټول د افغانستان د همدې اوسني جغرافیوي جوړښت سره تعلق ولري.

هدف مې دادئ چې په دې کتاب کې یوازي هغه افراد او حدیث پوهان راوړل شي چې زموږ د ګران هیواد په همدې اوسني جغرافیوي محدودیتونو کې دننه وي؛ خو امام نسائي له دې اصله بیل دی.

د اسلامي نړۍ د بغداد علمي مرکز

دادئ په دې اړه مې یوه وړه ټولګه چمتو کړې ده، دا چې په دې میدان کې به څومره بریالی یم؛ نو فیصله د لوستونکو پر غاړه ده.

تر وسه مې هڅه کړې ده چې مالومات کره او دقیق وي؛ سرچینې د هر محدث د ژوند لیک په پای کې ور کړل شوې دي؛ داسې مې نه دي کړي چې دهرې خبرې، مسلې او پراګراف حواله تر ختمېدا وروسته سمدستي ور کړم، بلکې د مضمون محتوا مې له ګڼو کتابونو راټوله کړې ده، د لوستونکو د اسانۍ په خاطر مې د لیکنې تسلسل نه دی خراب کړی او مراجع مې ټول په اخیر کې ذکر کړي دي.

یوه یادونه دا لازمي بولم چې دا ټول مراجع ما خپله نه دي کتلي، بلکې ځينې مراجع داسې دي چې په یوه کتاب کې د لټې مهال به مې یوه بل کتاب ته هم پام شول چې دغه کتاب به حواله ور کړې وه، نو ما دواړې حوالې راوړې دي چې د لوستونکو لاس رسی ورته اسانه شي؛ ځکه که لږ کتابونه د ماخذ په ډول استعمال شي ممکن هر ځای هر لوستونکی که وغواړي نو لاس رسی ورته ونه لري، له دې امله مې حوالې تر هغو کتابونو زیاتې ور کړې دي چې ما لوستي وو او له هغو کتابونو مې اقتباس کړی دی. د ۲۰۱۳ م مهال چې ما دا کتاب لیکه، زه د تحقیق له دې اصل څخه خبر نه وم چې یوازي هغه مرجع یادېدلای شي چې لیکوال یا ټولونکي هغه لیدلی وي او مخامخ يې اقتباس کړی وي، اما دا چې زما کتاب په هماغه پخوانۍ بڼه چاپ شوی دی او ممکن اوس بازار کې خلاص وي، نو مې اراده وکړه چې دا کتاب pdf خپور کړم څو خلک استفاده ځنې وکړي؛ اما په مراجعو کې مې لاس ځکه ونه واهه چې یوځل له همدې مراجعو سره نشر شوی دی، نو اوس يې هم کمول مناسب نه بولم.

کتاب کې د الفبا طریقه په پام کې نیول شوې ده، ځکه نو ځينې مشران علماء تر کشرانو وروسته راغلي دي، یا هم مشهور تر نامشهورو وروسته شوي دي.

په دې هیله چې کتاب زموږ د ټولنې یوه ډېره وړه تشه ډکه کړي او په دې لار کې لومړی پل شي.

محمدرسول پېروز

۲۰۱۹/نومبر/۳

 

لنډه پېژندنه:-

ښاغلی امام په جوزجان کې پيدا شوی او وروسته دمشق ته تللی ان تر مرګه همدلته اوسېدی، بصرې، رملې، مکې او نورو ته يې هم سفرونه کړي، پوهانو له باوري او حافظو راويانو څخه ګڼلی، د نسب لړۍ يې داسي ذکر شوې:

إبراهيم بن يعقوب بن إسحاق السعدى أبو إسحاق الجوزجاني.

زوکړه:-

د زوکړې دقيقه نېټه يې نه ده مالومه شوې.

زده کړه، استادان او شاګردان:-

د ماشومتوب پر مهال يې د خپلې سيمې پر پوهانو زده کړې وکړې، بيا يې د عالي تحصيلاتو لپاره د نړۍ نور علمي مرکزونه وکتل، د خپلو زده کړو پر مهال يې له دې کسانو پوهه لاس ته راوړې:

يزيد بن هارون، أبو عاصم النبيل، حسين بن علي الجعفي، حجاج بن محمد الأعور، عبد الصمد بن عبد الوارث، الحسن بن عطية، أبو عتاب سهل بن حماد، عبيد الله بن موسى العبسي، يونس بن محمد، عمرو بن عاصم، قبيصة، الحجاج بن نصير، عثمان بن عمر، مسلم بن إبراهيم، زيد بن الحباب، سليمان بن حرب، جعفر بن عون، شبابة بن سوار، عبيد بن عقيل، عبدان عبد الله بن عثمان المروزي، الجارود بن يزيد، أبو مسهر الغساني، عبد الله بن يوسف التنيي، عبد الوهاب بن نجدة، إبراهيم بن عبد الله بن العلاء بن زبر، محمد بن أسد الخشني الإسفرايني، يحيى بن صالح الوحاظي، سلامة بن بشر بن بديل، يحيى بن عبد الله بن الضحاك، هشام بن عمار، أبو صالح (د الليث کاتب)، سعيد بن أبي مريم.

د شاګردانو په کتار کې يې د دې اشخاصو نومونه یادولای شو:

إبراهيم بن دحيم، عمرو بن دحيم، أبو زرعة الدمشقي، أبو زرعة الرازي، أبو حاتم الرازي، إبراهيم بن عبد الرحمن بن مروان، أبو جعفر الطبري، زكريا بن يحيى السجزي، أبو الحارث أحمد بن سعيد، أبو الحسن بن جوصا، أبو العباس محمد بن جعفر بن محمد بن هشام بن ملاس، محمد بن أحمد بن راشد بن معدان، أبو الأصيد محمد بن عبد الله بن عبد الرحمن الأزدي، عبد الصمد بن عبد الله بن عبد الصمد، أبو بكر محمد بن أحمد بن الوليد بن أبي هشام القبيطي، أبو الميمون أيوب بن محمد القاضى، أبو بكر محمد بن أحمد بن المثنى، أحمد بن عبد الله بن نصر بن هلال السلمي، أبو بشر الدولابي.

په اړه يې د پوهانو ويناوې:-

قال النسائى: ثقة .

قال الدارقطنى : أقام بمكة مدة و بالبصرة مدة و بالرملة مدة و كان من الحفاظ المصنفين و المخرجين الثقات .

قال ابن حبان فى ” الثقات ” : كان حروزى المذهب ، و لم يكن بداعية ، و كان صلبا فى السنة حافظا للحديث.

قال السلمى عن الدارقطنى ـ بعد أن ذكر توثيقه ـ : لكن فيه انحراف عن على.

نسائي ویل: باوري دی.

دارقطني ويل: په مکه، بصره او رمله کې څه وخت اوسېدلی، دی د حدیثو له حافظانو، مصنفينو او باوري حدیث روايت کوونکو څخه وو.

ابن حبان په الثقات کې ويلي: دی د حريز بن عثمان پر تګلاره وو، خو بلنه يې ورته نه کوله، په سنتو کې ټېنګ او د حدیثو حافظ وو.

سلمي د دارقطني په حواله ويلي: (د توثیق تر بیان وروسته) خو په ده کې له علي د مخ اړولو عيب وو.

ابن حجر وايي چې ابو داؤد، ترمذي او نسائي ترې روايات کړي.

بل ځای وايي: ابن جرير الطبري هم په خپل تفسیر او تاريخ کې ترې څو ځایه روايات نقل کړي.

حافظ په تقريب کې همدا راز وايي: ثقة حافظ رمى بالنصب.

باوري، حافظ خو د نصبیت نسبت ورته شوی.

هدف يې دا دئ چې له علي سره يې جوړه نه وه، ناصبي هغه ته وايي چې په خبرو کې پر علي رض تشدد کوي.

ليکنې:-

امام زرکلي په الأعلام کې ده ته دوه کتابونه منسوب کړي يو يې « الجرح والتعديل » او بل يې « الضعفاء » دئ، دی وړاندي وايي:

وقال ابن كثير: له مصنفات منها (المترجم فيه علوم غزيرة وفوائد كثيرة) ابن کثير ويلي: دی يو شمېر ليکنې لري چې په هغو کې ډېری علوم او ګڼشمېر فوائد پېژندل شوي.

مړينه:-

دی په دمشق کې د (۲۵۶) پر مهال یا هم د (۲۵۹ هـ) پر مهال وفات شوی او دا د ذی القعدې مياشت وه.

مراجع:-

۱ ) تهذيب التهذيب ۱ / ۱۸۲

۲ ) الکامل (۱۳۲) لابن عدي

۳ ) تهذيب الكمال ۲/ ۲۶۸

۴ ) مشيخة النسائي «۹» استاذ

۵ ) الوافي بالوفيات ۶ / ۱۷۰

۶ ) الجرح والتعديل ۱ / قسم ۱ / ۱۴۸

۷ )  الولاة والقضاة: ۳۶۳

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!