منډيګک
افغان تاريخ

امام ابو داود سيستاني، ژوند او اثار

د ابو داود د يوه حديث اصلي شکل
0 429

د سنن ابي داود د مؤلف کنيت ابوداود دئ او نوم يې سليمان بن الأشعث بن إسحاق بن بشير بن شداد بن عمرو بن عمران الأزدي السجستاني رحمة الله علیه دئ.

د ابوداود رحمة الله علیه لوړ نيکه عمران د علي بن ابي طالب رضي الله عنه سره د صفين په جنگ کي وژل سوئ دئ ابوداود په خټه عرب او د يمن د ازد د قبيلې څخه دئ . ابوداود رحمة الله علیه په ٢٠٢ هجري کال په سجستان کي زېږېدلى دئ او په ٢٧٥ هجري سنه کي د شوال پر ١٥ نېټه د جمعې په ورځ په بصره کي وفات سوئ دئ او هم هلته ښخ کړل سوئ دئ . سجستان چي د ابوداود رحمة الله علیه نسبت ورته کيږي يعني سجستاني ورته ويل کيږي دهرات جنوبي خوا ته وطن دئ او خطيب محب الدين د موارد ظمآن په مقدمه کي وايي: أن سجستان هي بلاد الأفغان الآن وهي في الحقيقة القسم الجنوبي من بلاد الأفغان.
ژباړه : سجستان د اوسني افغان د ښارونو څخه دئ او په حقيقت کي د افغان د جنوبي قسمت په ښارونو کي راځي .

هغه ښارونه چي ابوداود رحمة الله علیه زيات پکښي اوسېدلى دئ يو يې خپل ښار سجستان دئ او همدا راز په خراسان، رى ، هرات ، كوفه ، طرطوس ، دمشق ، مصر او بصره کي هم ډېر اوسېدلى دئ . ابوداود رحمة الله علیه د اسلام د سترو هغو حافظانو څخه دئ چي بې شميره نبوي احاديث يې ياد وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احاديثو علم يې په ډېره پراخه کچه درلودئ او همدا راز د حديثو د عللو ، متونو ، رجالو او د فقهي علومو ستر څښتن وو. د

د سنن ابي داود مؤلف امام ابو داؤد سلیمان بن اشعث بن اسحاق بن بشر بن شداد بن عمر الأزدي سجستاني، په ۲۰۲ هق کال په سستان کي زیږیدلی دی،د سجستان د جغرافیایې موقعیت په تعین او حدودو کي د علماوو اختلاف دی، ابن خلکان وایې چي سجستان یا سجستانه په بصره کي یوه محله ده،سمعاني ویلي چي سجستان د کابل د مربوطو ښارونو څخه دی،تاج الدین سبکي په د ې اند دی چي سجستان د هندوکش د هیوادنو په حدودو کي دی او شاه عبدالعزیز محدث دهلوي رحمه الله فرمایې چي :د سجستان نسبت وسستان ته کیږي او سستان د سند او هرات ترمنځ کندهار ته نژدې واقع دی،چي فعلا د هلمند او نیمروز په حدودو کي شمیرل کیږي.

ابوداود رحمة الله علیه د علميت مقام د دې څخه څرگنديږي چي امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه هم د ده څخه د يو حديث روايت کړئ دئ او ابوداود به پدې ډېر فخر کاوه او بل داچي وايي : سهل بن عبدالله تستري و أبو داود رحمة الله علیه ته راغئ او ورته و يې ويل : اې ابوداوده ! زه سهل ستا د زيارت د پاره راغلى يم او زما ستا سره څه کار دئ .
ابوداود رحمة الله علیه ورته وويل : څه کار دي دئ ؟

د ابوداود په مذهب کي اختلاف دئ څوک وايي حنبلي دئ او څوک وايي شافعي دئ . ابوداود رحمة الله علیه څو ځلي بغداد ته هم تللى دئ او په بصره کي اوسېدلى دئ او بيا په بصره کي د جمعې په ورځ د شوال د مياشتي پر ١٥ نېټه په ٢٧٥ هجري سنه کي وفات سو او د سفيان الثوري د قبر څنگ ته ښخ کړل سوئ دئ . ابوداود د امام بخاري او امام مسلم رحمة الله علیهم د مشايخو څخه هم حديثونه اورېدلي دي لکه احمد بن حنبل ، عثمان بن ابي شيبة ، قتيبة بن سعيد رحمة الله علیهم او همداسي نورو امامانو څخه يې حديث اورېدلي دي . د ابوداود رحمة الله علیه څخه د ده خپل زوئ عبدالله ، أبو عيسى محمد بن عيسى الترمذي ، أبو عبد الرحمن النسائي ، أبو علي اللؤلؤي او نورو ډېرو کسانو حديث اورېدلي دي . [

تعليم الاسلام ويبپاڼه]

د امام ابو داود سجستاني ژوند او اثار

امام ابو داود رحمه الله په سستان کي د مبارکو احادیثو تحصیل پیل کړ او داحادیثو له حفظ سره یې شوق پیداشو، وروسته یې د احادیثو په علم کي د تحقیق په موخه عراق، حجاز،مصر، شام او خراسان ته سفرونه وکړل،په یادو شوو ښارونو کي یې له لاندي ذکر شوومشهورو علماء کرامو څخه د احادیثو سماع وکړه.

1ـ امام احمد بن حنبل

2 ـ یحیی بن معین

3 ـ قتیبه بن سعید

4 ـ عثمان بن ابی شیبه

5 ـ عبد الله بن رجاء

6 ـ ابوالولید طیالسی

7 ـ مسلم بن ابراهیم

8 ـ ابراهیم بن بشار

9 ـ اسحاق بن راهویه

10 ـ عبد الله بن مسلمه قعنبی

11 ـ سلیمان بن حرب.

امام ابو داود د احادیثو په راټولو کي ډیر زحمتونه وګالل او په سختو شرایطو کي یې اسلامي نړۍ ته خورا جامع او

منلي اثار پریښوول، د نوموړي له مشهورو اثارو څخه یو هم سنن ابو داؤد دی.

د ابو داود د يوه حديث اصلي شکل

اثار یې:

1ـ “کتاب السنن.

2- المسائل التی خالف علیها الإمام أحمد بن حنبل  .

3 – إجابته علی سؤالات أبی عبید محمد بن علی بن عثمان الآجری .

4 – رسالة فی وصف السنن.

5 – کتاب الزهد .

6 – تسمیة اخوة الذین روی عنهم الحدیث .

7 – کتاب المراسیل .

8 – کتاب فی الرجال .

9 – کتاب القدر

سنن ابو داود:

سلیمان ابو داود په لس کاله کي سنن ابو داود تالیف کړ، د ځینو علماوو په نظر لومړنی کس ابو داود دی چي السنن یې جمع اوترتیب کړ، سنن داحادیثو د علم په اصطلاح کي هغه کتاب ته ویل کیږي چي دفقهي کتابونو د بابونو په څیر (مثلا، طهارت، لمونځ، زکوة او…..)مرتب شوي وي.

امام ابو داود رحمه الله وایې چي د ۵۰۰ سوه زره احادیثو څخه یې ۴۸۰۰احادیث منتخب کړي او په سنن کي یې جمع کړي دي،نوموړی وایې چي په د ې کتاب کي یې صحیح او هغه احادیث چي شباهت اونژدیکت یې له صحیح احادیثو سره درلود(حسن حدیث) راوړي دي. او وروسته  ذکر کوي چي: « هغه احادیث مي په سنن کي نه دي راوړي چي علماوو یې پر ترک اجماع کړې، د هغو احادیثو سره مي چي څه ضعف پکي وي یادونه کړي او دکومو احادیثو په اړه مي چي څه نه دي ویلي هماغه صالح دي».

ابو داود وایې چي:  په سنن کي د را جمع کړو احادیثو له جملې که په څلورو لاندي ذکر شوو احادیثو یې عمل وشي د یو انسان د دین لپاره کفایت کوي:

۱- انماالاعمال بالنيات

۲- من حسن اسلام المرء، ترکه ما لا يعنيه،

۳- الحلال بين والحرام بين و بين ذلک امور مشتبهات؛

۴- لا يکون المؤمن مؤمناً حتي يرضي لاخيه ما يرضي لنفسه

شاه عبدالعزیز دهلوي رحمه الله وایې چي: د کوم انسان ددین لپآره چي د ابو داود په ویناهمدغه څلور احادیث کفایت کوي په د ې معنی چي د شریعت د کلي قواعدو دزده کړي او عمل څخه وروسته په ذکر شوو څلورو احادیثو عمل کفایت کوي.

امام ابو داود سنن ابو داود پر کتابونو او کتابونه یې پر بابونو تقسیم کړي دي،سنن ابو داود په  ۳۵کتابونو او ۱۸۷۱بابونو مشتمل دی.

علماوو سنن ابو داود ډير ستایلی او د امام ابو داود رحمه الله  ددې ستر خدمت قدرداني یې کړې ده،امام غزالي په حجت الله البالغه کي فرمایې چي سنن ابي داود د یو مجتهد لپاره کافي دی،اما خطابي وایې چي د سنن ابو داود په څیر کتاب په علم دین کي نه دی تالیف شوی.

د صحیح مسلم شارح شیخ الاسلام محی الدین ابو زکریاء یحی بن شرف النووي ویلي چي: کوم  څوک چي د فقهي او مسایلو سره علاقه لري باید د ابو داود له سنن سره تعلق او ښه شناخت پیداکړي، ځکه په کومو احادیثو چي استدلال کیږي هغه په سنن کي په ښه انداز اوډل شوي دي او همدا رنګه په ښه اسانه ډول اخذ او استفاده تر ې کیدای شي.

علامه شیخ زکریا کاندهلوي فرمایې چي:داحادیثو دعلم  طالب ته ضرور ده چي لومړی د مذاهبو تحقیق او داحادیثو انواع وپیژني، بیا د هغوی دلایل، د استنباط طریقې،د روایتونو جمع او ضعیف احادیث.په همدې ملحوظ د احادیثو طالب لومړی باید جامع ترمذي او بیاابو داود ولولي او وروسته  بیا کولای شي چي بخاري، مسلم، نسائي او ابن ماجه و وایې،ځکه امام ترمذي په خپل جامع کي مذاهب او داحادیثو انواع بیان کړي،امام ابو داود په سنن کي د أیمه د لایل را جمع کړي، امام بخاري د استنباط طرق په اهتمام سره ذکر کړی، امام مسلم د روایتونو په را جمع کولو ډیر ترکیز کړی، امام نسائي د احادیثو علل بیان کړي او امام ابن ماجه صحیح او ضعیف احادیث راټول کړي دي، نو لهذا د احادیثو د علم طالب اول په ترمذي او دوهم په ابو داود بایدمنګولي ښخي کړي.

همداراز علامه زکریا رحمه الله د خپل تالیف (لامع الدراري) په مقدمه کي فرمایې چي د جمهورو علماوو په نزد د صحیح کتابونو په جمله کي بخاري شریف لومړی او صحیح مسلم دوهم مقام لري او زما په نظر دریم ځای د سنن ابو داود دی،د مفتاح السعادة او نیل الاماني مصنفینو هم د علامه زکریا رحمه الله نظر تائید کړی دی.

پر سنن ابو داود ډيري شرحي لیکل شوي دي د ځینو مشهورو شرحونومونه یې دي:

معالم السنن لأبي سليمان حمد بن محمد بن إبراهيم الخطابي

مرقاة الصعود إلى سنن أبي داود للحافظ جلال الدين السيوطي

فتح الودود على سنن أبي داود تأليف أبي الحسن نور الدين بن عبد الهادي السندى

عون المعبود في شرح سنن أبي داود لمحمد شمس الحق عظيم آبادى.

غاية المقصود في حل سنن أبي داود لمحمد شمس الحق عظيم آبادى

معالم السنن دابو سلیمان احمد بن ابراهیم خطابي تالیف،

بذل المجهود في حل ابي داود تالیف مولانا خلیل احمد سهارنپوري.

اومختصر وتهذیب سنن ابو داود ددې کتاب اختصار امام عبدالعظیم المنذي کړی او شرح وتهذیب یې امام ابن قیوم ترسره کړی دی.

د احادیثو دعلم لوی عالم او بزرګ حافظ ابن موسی ابراهیم د ابو داود په اړه وایې چي:ابو داود په دنیا کي د احادیثو دخدمت لپاره او په اخرت کي د جنت لپاره پیدا شوی دی.

امام ذهبي رحمه الله فرمایې چي د ابو داود لپاره دومره ویاړ کافي دی چي امام ترمذي او نسائي یې شاګردان دي او همدارنګه خپل شیخ (امام احمد بن حنبل) احادیث ترې نقل کړي اود نوموړي دزیار قدرداني یې کړې ده.

شاگردان یې:

1 ـ ابو عیسی ترمذی

2 ـ ابو عبد الرحمن نسایی

3 ـ ابوبکرعبد الله بن ابی داود (پسرش)

4 ـ ابو عوانه یعقوب اسفرائینی

5 ـ ابو علی محمد بن علی لولوئی

6 ـ محمد بن ابی بکر بن داسه

7 ـ محمد بن علی بن عثمان آجری

8 ـ  ابوبکر ابن ابی الدنیا

9 ـ ابو سعید بن الأعرابی

10 ـ احمد بن علی بن حسن بصری

11 ـ محمد بن جعفر فریابی.

ستر محدث،حافظ، لوی فقهي او دالسنن ابو داود مؤلف سلیمان ابو داود سجستاني رحمه الله  په ۲۷۵هق کال د ۷۳ کلونو په عمر په بصره کي له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او د سفیان ثوري رحمه الله د قبر تر څنګ دفن کړل شو. انا لله وانا الیه راجعون

ماخذونه: ویکیبیدیا الموسوعه الحره، درمسیر نیکبختي، المذهب، واه اسلاماه اوبیداری اسلامي [سید سعید ]

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!