منډيګک
افغان تاريخ

تر خپلو همزولو مشر

دروېش درانی

0 230

 

تر هر څه مخکې به زه د دې لیکنې په سر کې د یوه متل د راوړلو اجازه وغواړم، ورسره ورسره به  د دې  لپاره بخښنه  هم وغواړم، چې په  دغه متل کې یو  ټکی داسې هم شته، چې په ذهنونو ښايي ښه ونه لګېږي، خو وايي چې متلونه  د حکمت  خزانه وي او په مرسته یې ډېره پېچلې او ګرانه خبره اسانېږي،  ځکه نو ما هم د خپلې خبرې د اسانه کولو لپاره  یو متل پکار شو او چې پکار مې شو نو تردې بل زیات مناسب متل ذهن ته رانغی چې وايي” ګېدړه انګورو ته نه رسېده، ویل یې تروه دي

که څه هم  په دغه متل کې خبره د ګېدړې شوې، خو دا جوړ کړی او ژوندی ساتلی انسانانو دی؛ په دې کې د انسانانو یوه بیا بیا تکرارېدونکې تجربه نغښتې ده .  ډېر انسانان  داسې دي چې له هغو ښو او ښادیو څخه، چې لاس یې نه ور رسېږي، زړه  صبروي ، خو  د انسانانو په ګڼه ګوڼه کې دلته هلته یو  نیم داسې وګړی  هم  کله نا کله پیدا کېږي چې” نه لاس رسی” ورته انګور تروه کوي نه، بلکې لا یې ورته خوږوي او دې ته یې هڅوي، چې په هره توګه  وي دغه خواږه انګور به ترلاسه کوي .

دغه نارسايي پر ځای د دې چې لاس یې را لنډ کړي، داسې خلکو ته قوت وربخښي، بلکې د زینې کار ورکوي، چې د مقصد بام ته پرې وخیژي . عبدالصمد خان اڅکزی هم له دغسې خال خال وګړو ځینې یو دی، د هغه په وړوکوالي لا دا عادت و هر هغه کار ته به یې وردانګل چې خلکو به ګران باله . په کم عمرۍ کې چې ده  د فارسي  او عربي زده کړه په کور کې له استاذه کوله نو د پښتو لیک  لوست زده کولو ته په  دې چمتو نه و، چې پښتو هغه  مهال  یوازې  د ښځو د لوست  شی ګڼل کېده .

ده ته دا خبره چانه وه ښوولې چې دا د نرو لپاره هم کومه ګټه لري، خو کله چې ورته وویل شول  پښتو ډېره ګرانه ده، لیک  لوست یې هر څوک نه شي زده کولای نو ده ویل، چې دغه ګران کار خو به زه ارومرو کوم . له دې سره سم یې خپل استاذ اړ ویوست چې ده ته پښتو ووايي او  وروسته خو بیا دا هم ورته څرګنده شوه، چې دا کار دومره ګټور دی، چې که پښتانه په پوره ډول دغه ژبه خپله کړي نو اتیا په سلو کې کار به یې سم شي.(۱)

کوم ماشومان چې په  وړوکوالي کې له  خپلو ټولو همزولو نه  په  خوی بوی دغه رنګه بدل  وي، له هغو څخه په اصل کې قدرت په راتلونکو وختونو کې د دنیا د ځینو کږو چارو د سمولو کار اخستل غواړي . هغوی تر څه وخته داسې وي چې څه کولو ته یې زړه کېږي، خو پوهېږي نه چې څه وکړي، پای خپله  دنده  داسې وپېژني  لکه د هوسۍ یو کبلی چې چرته لرې په یوه غره کې وزیږي . داسې هېڅوک یې په خوا کې نه وي، چې د مور تي ته یې سم او د شودو په رودلو یې روږدی کړي. دا د هغه خپل جبلي شعور وي، چې د خپلو خوړو سرچینه په ده وپېژني او دی کار ترې اخستل پېل کړي. ستر وګړي هم همداسې  وي، چې په خپل ضمیر افښلې تلوسه یې ورو ورو د خپل مرام  خواته  مخه سموي  او په  دې یې  پوهوي، چې  دی خدای د څه لپاره پیدا کړی دی . خان عبدالصمد خان هم چې په کومه سیمه کې زوکړی او له ماشومتوبه بیا تر ځوانۍ پوري یې ژوند په کې کړی و، په هغې کې هغه مهال نه سیاست و، نه سیاسي ګوندونه وو. د نورو زدکړو په کې کوم خاص انتظام هم نه  و یوازې  یو  مډل سکول و،چې بیا وروسته ده په څلور کاله کې دننه پای ته ورساوه.  د ده اصلي زده کړه د فارسي او عربي دودیزه زده کړه وه، چې په خپل کور کې یې له ځینو استاذانو کړې وه له  دغو استاذانو چې کوم کتابونه ده  ویلي وو په  هغو کې نه د نوې نړۍ په اړه کومه  خبره  وه او نه  پخپله پر دغو استاذانو د نورو علومو باد لګېدلی و، یو نیم خو به لا داسې استاذ هم په کې پېښ شو،چې زده کړې ته د هڅولو پر ځای به یې ماشومان له هغې بېزاره کول.

پخپله عبدالصمد خان شهید د خپل دغسې یوه استاذ یادونه کوي او د هغه په اړه د ځینو نورو خبرو تر څنګ دا هم وايي چې هغه پخپله هم  درې میله لرې په  لاجور کلي کې له  یوه بل ملا نه  لوست کاوه.

موږ ته چې به یې سهار درس  ووایه  نو به یې کتاب  ته کښېنولو، سرونه  به موټېټ کړل او ده به په څټ کې د خاورې چونډۍ راواچوله او راته وبه یې ویل، چې زه لاجور ته ځم، تاسې به زما تر راتګه پوري همداسې کښېنئ که خوځېدلي واست او دغه خاوره ښورېدلې یا تویه شوې وه نو بیا به مو خیر نه وي .  ټول ماشومان  به درې څلور ساعته دغسې په ټېټ سر ناست وو(۲)  نو دغسې یو استاذ  شاګرد ته ګلستان او بوستان ویلای شي، خو په دغو کتابونو کې چې کومه پوهه او رڼا پرته ده، په هغه یې زړه او ذهن ور روښانه کولای نه شي، خو په دغه ډول  یوه غیر علمي او غېر سیاسي چاپېریال کې د دومره یوه لوی عالم او سیاستپوهه پیدا کېدل د هغې رڼا یا هغې تلوسې برکت دی چې دده په خټه کې  اخښلې وه.

هو، د عبدالصمد خان اڅکزي په خټه کې ، چې کومه تلوسه اخښلې وه، هغې به دده پام په سر کې بیا هغو خبرو ته اړاوه، چې د ده دنورو همزولو او  ان  د  مشرانو به هم  ورته پام نه و. دی داسې و لکه تر خپل وخت چې وړاندې زیږېدلی او تر خپلو همزولو ډېر مشر وي . تردې حده چې ډېر ژر یې د خپلې ټولنې ځینو ناخوالو او دربدریو ته پام شو او دا هم ورته څرګنده شوه، چې دا هر څه له دې کبله دي، چې دا خلک خپلواک نه دي، خاوره یې د بل تر لاس لاندې ده.

ځکه نو په دې فکر شو چې څنګه خپلو دغو خلکو ته څه ښه  ورسوي او ورو ورو یې ځینې  نور ملګري  هم په دغه فکر کړل، خو د دوی خاوره چې د چا تر لاس لاندې وه هغو په دغسې پردیو خاورو کې خپله پاچاهي دومره تر لرې لرې غزولې وه، چې هډو په کې لمر نه پرېووت او د ژغورلو لپاره یې دومره ویښ او تیار و،چې هغه د چا وینا چې په دغه دومره ویړه پاچهي کې یې یوه پاڼه هم داسې نه ښکارېده، چې خوځېدلې وای او دوی دې پرې خبر شوي نه وای نو په همدغه وجه  د عبدالصمد خان په لړ کې هم :

دا د فرعون وارثان ژر را غونډ شول
چې دا سړی کږې خبرې کوي
زموږ د واس سیسۍ به ښکار کړي یو وخت
دا د شاهین بچی وزرې کوي
نن که تنها دی خو سبا به ګورﺉ
چې اقتدا پسې لښکرې کوي(۳)

هغوی  په  دې فکر شول، چې د شاهین د دې بچي وزرې څنګه ورپرې کړي.

لومړی یې  په سمه او په کراره پوه کړ، چې هغه له خپله کاره لاس اخستلو ته تیار نه شو، نو یې  زندان ته  دننه کړ، خو لکه څنګه چې ویل کېږي له مخالفه طرفه چلېدونکي باد د شاهین  په الوت کې اړیکی نه شي اچولای، بلکې په لا بره تګ کې کومک ورسره کوي ، نو  زندان هم د عبدالصمد خان په ګټه تمام شو، دې ځای ته تر راتګ مخکې هغه د قام خدمت کول غوښتل، خو پوهه نه و، چې دغه کار څنګه وکړي . دلته یې فکر په چټکۍ سره پخپله و او د ژوند مقصد ورته په واضحېدو شو. د یوولس میاشتو جېل په وروستۍ شپه یې په سیاسي توګه د انګرېز پر ضد د ازادۍ جنګ ته د ملاتړ پرېکړه وکړه . له جېله تر راوتلو وروسته  (۱۹۳۱ز جولای) د ملګرو په سلا هند ته  لاړ او هلته یې له ګاندي جي سره هم ولیدل  او پنځلس شپې یې ورسره تېرې کړې ،  دی وايي : څومره زده کړه چې ما په دغو پنځلس شپو کې وکړه … هغه ما په بله توګه په پنځلس کاله کې هم نه شوه کولای … زما د قامي ژوند تېږه ( بنیاد) دلته کښېښوله شوه او داسې پخه کښېښوله شوه، چې بیا هېڅکله هم ونه ښورېده.(۴)

صوفیان وايي چې سالک لومړی د هوسۍ پلونه لټوي او د هغوی په مرسته ورپسې روان وي، خو وروسته چې یې د نانې خوشبويي ور باندې ولګېږي  بیا نو د هوسۍ د پل وهلو ته  اړتیا پاتې نه شي دغه خوشبويي یې پخپله  په  هغې پسې  روان  ساتي . (۵)  عبدالصمد خان هم  تردې  ځایه د ازادۍ د هوسۍ پر پلونو راغلی و، خو اوس ددغې هوسۍ د نافې خوشیويي ور باندې لګېدلې وه، ځکه نو نور پل وهلو ته اړ نه و. اوس هغه ته لوری او لاره څرګند شوي وو. بې د چا له لارښوونې یې د منزل په لور خپل مزل روان  ساتلای شو، خو دغه  مزل  ډېر له  ناورین او کړاوه  ډک مزل و. دغه مزل ته هر وګړي  زړه نه  شو ښه کولای. دغسې کار چې څومره کلک عزم غواړي او څومره  ټېنګه اراده ورته پکار ده، هغه له خال خال وګړو سره وي. د دغسې عزم او ارادې د زور د اندازې لګولو لپاره به یو ځل بیا د خان شهید ژوند لیک ته ور وګرځو. په  دغه کتاب کې ده د هغې شومیا حال هم لیکلی دی، چې ده   او د ده ملګرو په جېل کې نیولې وه او تر شپاړلس ورځو پورې یې څه نه وو خوړلي، په  دې اړه  لیکي چې په دغه ټول وخت کې  به  ما  ټول لمنځونه په ولاړې او پر وخت کول، تشو بولو ته په اسانه پورته کېدم او پر نلکه به لمبېدم . په هېڅ رنګه کمزورۍ نه یم پوه شوی.

ناپېښه خو لا داوه چې ومې ویل چې ښه دی ( شومیا) ماتوم، دستي مې لوږه چې پخوا مړه وه  داسې  په  زور ژوندۍ  شوه، چې تر څو دوی د جېل له لنګره پۍ راوړلې، لس پنځلس مینټه وخت به و، زه له لوږې دومره تنګ شوم چې په تېرو شپاړلسو ورځو کې نه وم تنګ شوی . (۶) اوس نو دغه شپاړس  ورځې هم لوږه  مړه نه  وه ده چې د نه خوړلو کوم ټېنګ عزم کړی و، تر هغه لاندې وه کله چې دغه دروند بار ترې لرې شو نو هغه را پورته او دی یې په پوره قوت سره را ټېنګ کړ. له دې څخه اندازه لګېدلی شي،چې ټېنګ او کلک عزم څومره لوی قوت دی ، دا چې له کومو خلکو سره وي هغوی د خپل ستر مقصد په لار کې پرتې ټولې ناخوالې او ستونزې تردې لاندې کولای او قابو کولای شي.

د سترو کارونو کولو ته خو د ډېرو خلکو زړه کېږي، خو په دغه لار کې بریالیتوب یا په کې پاتې راتلل د کلک عزم له شتون او نه شتون سره تړاو لري. په را روانو کرښو کې به د دغې خبرې د لا روښانه کولو په نیت د هغه وخت د ازادۍ د دود داسې مینانو بېلګې راوړو چې له یوه سره دغسې عزم و او له بل سره نه و.

په دغو دوو مینانو کې به لومړی  د هغه  هندوستاني ځوان یادونه وکړو، چې د ازادۍ  په لټون  جېل  ته راغلی و، خو د جېل سختیو په یوه اوونۍ کې پر خپل عمر باندې پېښمانه کړی و او باچا خان په داسې حال کې په جېل کې لیدلی و،چې خپلوانو ته یې زارۍ کولې چې زما ضمانت وکړﺉ او له دې بلا مې وباسئ. باچا خان لیکي چې : ” په دې کې داروغه پرې اواز وکړ،  چې یوازې په ضمانت نه کېږي، معافي به هم ورسره غواړي … هغه  وې وبه یې غواړم، نو ما پرې  اواز وکړ، چې پوزه به هم را کاږې، نو وې یې چې ښه ده هغه به هم را کاږم، نو بیا مې ورته ووې … دې سره به د اوښ پل هم جوړوې، وې یې هغه څنګه وي؟ ما ورته ووې چې داسې به خاورې را غونډې کړې نو بیا به داسې داسې کارونه نور هم وکړې، نو هغه غریب وې چې ښه ده دا به هم وکړم ” .(۷).

اوس نو د دغه ځوان  مقصد چې څومره  ستر و عزم  ورسره دغومره کلک نه و،  جېل په یوه اوونۍ کې دننه د اوښ پل جوړولو ته اړ ویوست. بل لور ته  په همدغه زمانه کې یوه بل د ازادۍ مین عبدالصمدخان نژدې اته ویشت کاله په بېلا بېلو مرحلو کې په جېل کې تېر کړل، خوچې دغسې عزم یې درلود نو پر تندي ېې کله ګونجه هم  رانغله، کله چې په وروستي ځل د ایوب خان مارشلایې حکومت هغه ته په ناحقه د څوارلسو کالو لپاره د جېل سزا واوروله، نو دی لیکي په دغه دوران کې چې مې د سرکاري ګواهانو او نوکرانو درواغ  واورېدل او په ځینو اخبارونو کې مې د سرکار سپک او سپور تبلیغات  ولوستل  نو خورا زیات خواشینی شوم، خو چې جېل ته ورسېدم او هلته د ماځیګر پر لمانځه ودرېدم نو سورة الفیل چې خلک یې  ” الم تر کی” بولي [  او د ابرهه د تباه کېدو حال په کې بیان شوی دی] مې خولې ته راغی نو د قران پاک ددغه سورة له لوستلو سره سم مې زړه بېغمه شو … او زه  د پرېشانۍ له  زاواله اوکړاوه بچ شوم او د بند او کړاو دا ژوند مې بېغمه تېرېږي .(۸)

د خان شهید له دغه بیانه څرګندېږي چې  د ده د کلک عزم شاته هغه ټینګ باور چې ده پر خدای  درلود هم ولاړ و او څوک چې پر لوی او قادر خدای داسې پوخ باور لري،  د هغه مخته چې د باطل هر څومره لوی طاقت راشي نو د ده ایمان  وي، چې زما خدای تردې زیات زورور دی او بیا ددغه زورور خدای په توکل د هغه ګرېوان ته لاس واچوي . هغه چې کله په دې پوه شي چې ددغه توکلي لاس نه په څاپېړه، نه په سوک او نه په جېل له خپله ګرېوانه ایستلای شي نو بیا د قبر انتظار ورته کړي، خو قبر هم داسې څوک زیر کولای نه شي.

دوی عبدالصمد خان  شهید کړ، خو ځان یې ترې بیا هم  خلاص نه شو کړای . ما په دغه اړه یو څو ټکي د یوې بلې لیکنې په پای کې راوړي وو، هغه دلته یو ځل بیا تکراروم او دا لیکنه  هم په  هماغو ټکو پای ته رسوم هغه ټکي دا وو، چې د دوی  په دغه وژنه عبدالصمد خان ” مړ نه و بلکې بیا زوکړی و” په دې دویمه زوکړه کې د  صمد خان پر ځای خان شهید نوم  ورباندې کښېښول شو او هغه اوس په  دغه  نامه لګیا دی په خلکو کې کار کوي.

اخځلیکونه :

۱ـ اڅکزی، عبدالصمد خان : زما ژوند او ژوندون، لومړی ټوک، کوېټه، ۱۳۸۳هـ ل، ۲۰۰۴ز ،۱۲۸مخ.

۲ـ همدا اثر.

۳ـ دروېش درانی: ستورې په لمن کې( څلورم چاپ) ، صحافت نشراتي موسسه، کوېټه، ۲۰۱۱ز، ۲۸مخ .

۴ـ اڅکزی، عبدالصمد خان، دویم ټوک، ۲۶۵مخ.

۵ـ وزیر اغا، دستک اُس دروازې پر ، اردو ساینس بورډ، لاهور، ۲۰۰۴ز، ۹۳مخ .

۶ـ اڅکزی، عبدالصمد خان، دویم ټوک، ۲۴۳مخ.

۷ـ خان عبدالفغار خان :  زما ژوند او جدوجهد ، دولتي مطبعه کابل، ۱۳۶۲هـ ل، ۱۹۸۳ز، ۲۷۲مخ .

۸ـ اڅکزی، عبدالصمد خان، لومړی ټوک، ۱۵۰مخ.

۹ـ دروېش درانی:خبرې کوونکی موټر،پښتونخواغږ( مجله)،لومړی کال،یوولسمه ګڼه،۲۰۱۱، فېبروري.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!