منډيګک
افغان تاريخ

جمشيد پېژندنه

ډاکټر عبدالرازق پالوال

0 321

څه چي زء د جمشيد په اړوند و دغي ليکني ته هڅولئ يم، هغه د جمشيد ناپېژندنه ده. د جمشيد په باره کښي لسونو پوهانو او مؤرخانو ليکني کړي دي چي زء به ئې لومړى دروړاندي کم څو لوستونکي پوهېدلي وي چي دوى ئې څنګه پېژندنه کوي. دغه بېلابېل مؤرخان د پخوانيو او هم وروستنيو زمانو دي چي لوى استاد پوهاند حبيبي ئې څرګندوني غونډي کړي او د طبقات ناصري په لسم تعليق کښي ئې وړاندي کړي دي.

بله منبع چي د جمشيد په اړوند مفصل بيان لري هغه شاهنامه ده. دا چي د شاهنامې بيان له کم اخستيځ څخه اخستل سوئ دئ، ښوونه ئې سوې نه ده.

درېيم اخستيځ چي د شاهنامې غوندي پر جمشيد باندي څه مفصل بيان لري هغه د منهاج سراج جوزجاني طبقات ناصري دئ چي زء به ئې اړونده بيان درپښتو کم.

دغه وړاندنۍ يادوني مي د دې له پاره وکړې چي لوستونکي بايد له لويه سره څخه و دې ته ځير اوسي چي په دغه هر اخستيځ کښي څه څنګه بيان سوي دي؟ آيا داغه ئې واقعيت دئ که به ئې لا اصالت بل څه ؤ. دا به په وروستو کښي سره وګورو.

د جمشيد دربار

په انګليسي ژبه کښي يو وېل دئ چي وايي: “پر رغړنده ډبري باندي خاوري خځلي نه ورغونډيږي”. خو د دغه په برعکس، يوه اجتماعي پېښه يا ثقافتي پېښاوله (پديده) چي د پېړيو په اوږدو کښي ئې له يوې ټولني څخه و بلي ټولني ته، له يوې پوړۍ (نسله) څخه و بلي پوړۍ (نسل) ته انتقال او خپرښت موندلئ وي، خورا ډېري ښايېدوني او ناښايېدوني لکۍ او پنډکۍ به پوري موښلولي سوي وي. د دغسي واقعيت يوه نمونه او څرګندوءنه هم دغه جمشيد دئ چي زء به ئې تر ممکنه انده پوري په برء او پسارء سره دروړاندي کم. که په نورو دغسي پېښاولو پسي ګرځېدلاست، د موقع مساعدت ئې درڅخه غواړم.

دا چي رغړنده اجتماعي پېښاوله د ډېرو لکيانو او پنډکيانو مرکز ګرځېداى سي، نو له هغې سره به ډېري غلط فهمۍ هم ملګري وي. دغه ځکه او هاله داسي پېښېداى سي چي د يوې ټولني ثقافتي پېښي بيان  همزمانه په افقي توګه وړل سوئ وي، يا دا چي له يوې پېړۍ او پوړۍ څخه و بلي او نورو ته په عمودي توګه يا د زمانې په اوږدو کښي، نسل پر نسل باندي انتقال سوې وي، ځکه ئې نو په پردي ثقافت او ذهنيت کښي پېښي خپل اصلي مفهوم بايللئ وي، او د بلي ټولني وګړو له خپله ذهنيته سره سم بل راز فهمولې وي. بله ټولنه چي د اصلي ټولني په استعاراتو، کناياتو او اداوو په مفهوم سمه نه پوهېږي، ځکه ئې نو له خپله فهمه سره سمه توجيه کوي. نو پايلامه ئې خود هم غلط فهمي وي.

د يادو کړو اخستيځونو بيان زء د قضاوت له پاره و لوستونکو ته ورپرېږدم، څو دوى د وړاندنۍ لنډي مقدمې په روڼا کښي و موضوع ته په غور سره کتلي وي.

جمشيد په ځينو پخوانيو آثارو کښي

لوى استاد پوهاند صاحب حبيبي د جمشيد په اړوند دغه پسې معلومات غونډ کړي او هغه ئې د طبقات ناصري د دوهم ټوک په لسم تعليق کښي په پسې توګه وړاندي کړي دي:

     “نام همان شاه باستانى آريانى است، که در تاريخ باختر شهرت بسزاى دارد” … چي زء به ئې پښتو ترجمه درکم:

جمشيد د هغه پخواني شاه نوم دئ چي د باختر په تاريخ کښي ډېر شهرت لري هغه پخواني ترين اخستيځونه چي په هغيو کښي د “جم” نوم ياد سوئ دئ په رشتيا سره پخواني آرياني ديني کتابونه دي چي په اوستا کښي د ګاتونو په برخه کښي (يسنا ٣٢، پاړکى ٨) او د ونديداد په برخه کښي (٢ فرګرد) يمه Yima راغلئ دئ، او پلار ئې په (يسنا ٣٢ پاړکي ٨) کښي د ويوهونت Vivahwant په نامه بلل سوئ دئ. په اوستا کښي د “يمه” لغت د “ورپوري، او همزولي” په مانا دئ. په ريګويدا کښي هم د دغه نامه (ياما) يادوءنه سوې ده. د برهمنانو په مذهبي کتابونو کښي، دى د (يم) په نامه او خور ئې د (يمي) په نامه سره د آدم او حوا په شان دي.

خو د اوستا په ګاتها کښي “شيد” د دء د نامه برخه نه ده. ولي په نورو پاړکو کښي د خشت Xashaete په شکل سره د دء د نامه برخه ده، لکه “خورشيد” چي د درخشان په مانا سره دئ (ګاتها ٩٦ مخ، د پورداود ترجمه).

اسلامي مؤرخان هم د جمشيد د نامه په شرحه کښي تفصيلات لري. د دوى له ټل څخه ابوالفدا داسي کښلي دي: “جم” د سپوږمۍ په مانا دئ، او “شيد” د شعاع مانا لري. ځکه نو “جمشيد” د (سپوږمۍ وړانګي) مانا لري (ابوالفدا – ١٣٨ مخ، د طبري پلپاڼه). له اسلامي مؤرخانو څخه نور ابن اثير، ابن مسکويه، او د مجمل [التواريخ] خاوند ټول د دغه شاه د ښېګڼو يادوءنه کوي. په مجمل کښي ئې داسي پر کښلي دي: هغه ښېګڼي او روښنايي چي له دء څخه خپرېدله، و هغې ته ئې جمشيد ويل، او “شيد”، (روښنايي) ده (مجمل ٢٥ مخ)، او بل ځاى کاږي چي “شيد” د (خور) [نمر] په مانا ده (مجمل ٤١٧ مخ).

پس نو ښايي چي هغه اوستائي لغت “خشئيت” دي د زمانې په بهيد کښي “شيد” ګرځېدلئ وي. ځکه چي د اسلامي زمانې مؤرخانو کښلي دي چي پخوانۍ مانا ئې ثابته پاته سوې ده، خو د لغت ظاهري شکل نوې بڼه اخستې ده لکه د پلار نوم چي ئې ترمخه درکړء سو په اوستا کښي “ويوهونت”
راغلئ دئ چي په وروستو کښي – ويونګهوت، وجواتهان او ويوتګهان سوئ دئ څو
بالآخره ئې عربي شکل ويونجهان ګرځېدلئ دئ.

البيروني د جمشيد نسب داسي کښلئ دئ: جمشيد د ويجهان زوى، د اوشهنګ نمسى، د افراوک کړوسى، د سيامک کوسى، د ميشي کودى ؤ (آثارالباقيه ١٠٣). د تاريخ سيستان ليکوال د جمشيد پلار نونجهان بللئ دئ (تاريخ سيستان ٢ مخ). د مجمل
مؤلف دى ويجهان ياد کړئ دئ (مجمل ٢٤ مخ)، مسعودي دى انوجهان بللئ دئ
(مروج الذهب، لومړى ټوک ١٣٨
مخ).

جمشيد په اسطوره

په هره توګه دغه بېلابېل نومونه د اوستائي اصلي نامه تحريفات دي چي د زمانې په تېرېدنه کښي او د بېلابېلو ژبو په مروړنه کښي چي په بېلابېلو ټولنو پوري ئې اړه لرله، د دوى له فهم او ژبنۍ ادايني سره ئې بېلابېل شکلونه اخستي دي (د پوهاند حبيبي لسم تعليق، د طبقات ناصري، دوهم ټوک ١٣٤٣: ٣١١ – ٣١٢).

(١)

جمشيد په شاهنامه کښي

بدان را زبد دست کوته کنم
روان را سوى روشنى ره کنم

بفرکئى نرم کرد آهنا
چو خود وزره کرد و چو جوشنا
بدين اندرون سال پنجاه رنج
ببرد و از اين ساز بنهاد ګنج
زکتان و ابريشم و موى و قز
قصب کرد پرمايه ديبا و خز
چو شد بافته شستن و دوختن
ګرفتند ازو يکسر آموختن
زهرپيشه ور انجمن ګرد کرد
بدين اندرون سال پنجاه خورد
جدا کرد شان از ميان ګروه
پرستنده را جايګه کرد کوه
صفى بر دګر دست بنشاندند
همى نام نيساريان خواندند
کجا شير مردان جنګ آورند
فروزندۀ لشکر و کشورند
کزايشان بود تخت شاهى بپاى
وزايشان بود نام مردى بجاى
نسودى سديګر ګره را شناس
کجا نيست بر کس از ايشان سپاس
بکارند و ورزند و خود بدروند
بګاه خورش سرزنش نشنوند
زفرمان سر آزاده خود ژنده پوش
زآواز بيغاره آسوده ګوش
بر آسوده از داور و ګفتګوى
تن آزاد و آباد ګيتى بدوى
چه ګفت آن سخنګوى آزاده مرد
که آزاده را کاهلى بنده کرد

چهارم که خوانند اهنو خوشى
همان دست ورزان بر سرکشى
کجا کارشان همګنان پيشه بود
روانشان هميشه پرانديشه بود
بدين اندرون سال پنجاه نيز
بخورد و ببخشيد بسيار چيز
از اين هر يکى را يکى پايګاه
سزاوار بګزيد و بنمود راه
که تا هر کس اندازۀ خويش را
به بيند بداند کم و بيش را
از آن پس که اينها شد آراسته
شهنشاه با دانش و خواسته
بفرمود ديوان ناپاک را
بآب اندر آميختن خاک را
هر آنچه از ګل آمد چو بشناختند
سبک خشت را کالبد ساختند
بسنګ و بګچ ديو ديوار کرد
نخست از برش هندسى کار کرد
چو ګرمابه و کاخهاى بلند
چو ايوان که باشد پناه از ګزند
زخارا ګهر جست يکروزګار
همى کرد زو روشنى خواستار
بچنګ آمدش چند ګونه ګهر
چو ياقوت و بيجاده و سيم و زر
زخارا بافسون برون آوريد
شد آراسته بندها را کليد
دګر بويهاى خوش آورد باز
که دارند مردم ببويش نياز
چوبان و چو کافور و چون مشک ناب
چو عود و چو عنبر چو روشن ګلاب
پزشکى و درمان هر دردمند
در تندرستى و راه ګزند
همه رازها نيز کرد آشکار
جهان را نيامد چنو خواستار

ګذر کرد از آن پس بکشتى بر آب
زکشور بکشور بر آمد شتاب
نخست آلت جنګ را دست برد
در نام جستن بګردان سپرد
چو خفتان و چون درع و بر ګستوان
همه کرد پيدا بروشنروان
دګر پنجه انديشۀ جامه کرد
که پوشند هنګام جنګ و نبرد
بياموختشان رشتن و تافتن
بتار اندرون پود را بافتن
چو اين کرده شد ساز ديګر نهاد
زمانه بدو شاد و او نيز شاد
ګروهى که کاتوزيان خوانيش
برسم پرستندګان دانيش
بدان تا پرستش بود کارشان
نوان پيش روشن جهاندارشان
چنين سال پنجه بورزيد نيز
نديد از هنر بر خرد بسته چيز
چو آن کارهاى وى آمد بجاى
زجاى مهى برتر آورد پاى
که چون خواستى ديو برداشتى
زهامون بګردون برافراشتى
جهان انجمن شد بر تخت اوى
از آن بر شده فرۀ بخت اوى
سر سال نو هرمز فرودين
بر آسوده از رنج تن دل زکين
بزرګان بشادى بياراستند
مى ورود و رامشګران خواستند
چنين سال سيصد هميرفت کار
نديدند مرګ اندر آن روزګار
زرنج و زبدشان نبود آګهى
ميان بسته ديوان بسان رهى
نشستۀ بر آن تخت جمشيد کى
بچنګ اندرون خسروى جام مى

بر افراز تخت سپهبد زده
سراسر زمرغان همه صف زده
همان کردنيها چو آمد پديد
بګيتى جز از خويشتن را نديد
بفرکيانى يکى تخت ساخت
چه مايه بدو ګوهر اندر نساخت
چو خورشيد تابان ميان هوا
نشسته بر او شاه فرمانروا
بجمشيد بر ګوهر افشاندند
مرآن روز را روز نو خواندند
بنو روز نو شاه ګيتى فروز
بر آن تخت بنشست فيروز روز
چنين جشن فرخ از آنروزګار
بمانده از آن خسروان يادګار
نيارست کس کرد بيکارئى
نبد دردمندى و بيمارئى
يکى تخت پرمايه کرده بپاى
بر او بر نشسته جهان کدخداى
مر آن تخت را ديو برداشته
زهامون بابر اندر افراشته
بفرمانش مردم نهاده دو ګوش
زرامش جهان پر زآواى نوش
چنين تا بر آمد براين ساليان
همى تافت از شاه فرکيان

(٢)

برګشتن جمشيد از فرمان خدا و برګشتن روزګار از او

جهان بد بآرام از آن شاد کام
زيزدان بدو نو بنو بد پيام
جهان سر بسر ګشته او را رهى
نشسته جهاندار با فرهى
منى کرد آنشاه يزدان شناس
زيزدان به پيچيد و شد ناسپاس

چنين ګفت با سالخورده مهان
که جز خويشتن را ندانم جهان
جهان را بخوبى من آراستم
زروى زمين رنج من کاستم
بزرګى و ديهيم و شاهى مراست
که ګويد که جز من کسى پادشاست
جز از من که برداشت مرګ از کسى
و ګر بر زمين شاه باشد بسى
ګرايدونکه دانيد من کردم اين
مرا خواند بايد جهان آفرين
چو اين ګفته شد فريزدان از اوى
ګسست و جهان شد پر از ګفتګوى
منى چون به پيوست با کردګار
شکست اندر آورد و بر ګشت کار
بيزدان هر آنکس که شد ناسپاس
بدلش اندر آيد زهرسو هراس
ازو پاک يزدان چو شد خشمناک
بدانست و شد شاه با ترس و باک
همى راند جمشيد خون در کنار
همى کرد پوزش بر کردګار
چو چندى بر آمد برين روزګار
نديدند جز خوبى از شهريار
يکايک بتخت مهى بنګريد
بګيتى جز از خويشتن کس نديد
ګرانمايګانرا زلشکر بخواند
چه مايه سخن پيش ايشان براند
هنر در جهان از من آمد پديد
چو من تاجور تخت شاهى که ديد
خور و خواب و آرامتان از من است
همان پوشش و کامتان از من است
بدارو و درمان جهان ګشت راست
که پيمارى و مرګ کس رانکاست
شمارا ز من هوش و جان در تن است
بمن نګرود هر که اهريمن است

همه موبدان سرفکنده نګون
چرا کس نيارست ګفتن نه چون
سه و بيست سال از دربارګاه
پراکنده ګشتند يکسر سپاه
چه ګفت آن سخنګوى باترس و هوش
چو خسرو شدى بندګى را بګوش
بجمشيد برتيره ګون ګشت روز
همى کاست زو فرګيتى فروز
چو آزرده شد پاک يزدان از وى
بدان درد درمان نديدند روى
همى کاست زو فره ايزدى
برآورده بر وى شکوه بدى

(٣)

تباه شدن روزګار جمشيد بدست ضحاک

پديد آمد از هر سوئى خسروى
يکى نامجوئى زهرپهلوى
يکايک از ايران برآمد سپاه
سوى تازيان برګرفتند راه
سواران ايران همه شاه جوى
نهادند يکسر بضحاک روى
کى اژدهافش بيامد چو باد
بايران زمين تاج بر سر نهاد
سوى تخت جمشيد بنهاد روى
چو انګشترى کرد ګيتى بروى
برفت و بدو داد تخت و کلاه
بزرګى و ديهيم و ګنج و سپاه
چو صد سالش اندر جهان کس نديد
زچشم همه مردمان ناپديد
چو ضحاکش آورد ناګه بچنګ
يکايک ندادش زمانى درنګ
نهان بود چند از دم اژدها
بفرجام هم زد نيامد رها

ازاين پيش بر تخت شاهى که بود
از آن رنج بردن چه آمدش سود
چه بايد همى زندګانى دراز
که ګيتى نخواهد ګشادنت راز
يکايک چو ګوئى که ګسترد مهر
نخواهد نمودن ببد نيز چهر
سپه کرده و چنګ را ساخته
دل از مهر جمشيد پرداخته
شنيدند کانجا يکى مهتر است
پر از هول آن اژدها پيکر است
بشاهى بر او آفرين خواندند
و را شاه ايران زمين خواندند
از ايران و از تازيان لشکرى
ګزين کرد ګردان هر کشورى
چو جمشيد را بخت شد کند رو
به تنګ آوريدش جهاندار نو
نهان ګشت و ګيتى برو شد سياه
سپردش بضحاک تخت و کلاه
صدم سال روزى بدرياى چين
پديد آمد آنشاه ناپاک دين
باره مر او را بدو نيم کرد
جهانرا از او پاک و بى بيم کرد
شد آن تخت شاهى و آن دستګاه
ربودش زمانه چو بيجاده ګاه
ګذشته بر او ساليان هفتصد
پديد آوريدش بسى نيک و بد
همى پروراندت با شهد و نوش
جز آواز نرمت نيامد بګوش
همه شاد باشى و شادى بدوى
همه راز دل برګشائى بدوى
يکى نغز بازى برون آورد
بدلت اندر از درد خون آورد

جمشيد د منهاج سراج له ليدنوني څخه:

د جمشيد بادشاه بيان منهاج سراج جوزجاني په خپل کتاب طبقات ناصري کښي داسي کښلئ دئ:

جمشيد د ايتکمد زوى او د هوشنګ نمسى ؤ. جمشيد د حرمه زوى او د نکهان نمسى ؤ. دى خورا ښايسته ؤ. له طبري تاريخ څخه د مقدسي په روايت سره دى د طهمورث ورور ؤ. دء د اوو اقليمونو هيواد ونيوئ. دى د مهتر ادريس عليه السلام وليعهد ؤ. جهان ئې سمسور او ودان کړ. د بادشاهۍ او جنګ سامانونه ئې جوړ کړل. د څرګندوني په توګه ئې پرده پوښه بورجل، ډول او سارنګ، جنډۍ او ډمامه ئې تاسيس کړل، له اوسپني څخه ئې وسلې جوړي کړې، داسي لکه: توره، زغره، سپر، د آس زين، ملونه او د لښکر اوډنه ئې سره سمه کړه. ورېښم، سوڼ، او پمبه ئې وورېشل او وغښتل، او کاليګان ئې ځني واودل. د دء په فرمان سره و دوورونو ته د کيليو کولپان ورواچول سول. کاسه او سترخان ئې باب کړل. خلګ ئې پر څلورو ټلونو باندي ځله ووېشل: يو ټل ئې د جنګ لښکر کړ، بل ټل ئې کرهڼوال کړل، درېيم ټل ئې د تجارت له پاره پلورونکي او پېرودونکي کړل، او څلرم ټل ئې د علم، شريعت، او دين ساتني له پاره وګومارل. پيلان ئې تابع کړل، او د باروړني له پاره ئې ګاډۍ جوړه کړه. د دء په دوران کښي د ستورو پېژندنه (د نجوم علم) ډېر باب سوئ ؤ، چي افسون رواج موندلئ ؤ. دء پېرانان تابع او مسخر کړي ول. د دء په فرمان سره دېبانو له غرونو څخه سيماب وروايستل. ښيښه، مرغلري، پخې خښتي، ګچ، اهاک او حمامونه ددء په زمانه او دوران کښي ستوالئ وموند.

کله چي د دء د پادشاهۍ څلور سوه کاله تېر سوي ول، شيطان ئې لار ووهله، او دى کافر سو، او د خدايۍ دعوه ئې وکړه، خاوري دي ئې په خوله سي. پر دء باندي نور څلور سوه کاله په کفر کښي تېر سول. حق تعالى د دء بادشاهي ورړنګه کړه. له مشرق زمين څخه بيوراسپ کافر او ساحر پيدا سو. پر جمشيد باندي په خښم سو. جمشيد له دء څخه وتښتېدئ. دى سل کاله په تېښته کښي لالهانده ؤ، څو چي په پاى کښي ئې ونيولاى سواى او انډاري – انډاري ئې کړ (منهاج سراج، د طبقات ناصري لومړى ټوک، ١٣٤٢: ١٢٥).

د منهاج سراج بيوراسپ به خود “بهيراسپه” وي چي مفهوم ئې (د لسو زرو آس سپرو سپاهسالار) ده. دغه نو د پرثووانو (پخوانيو پښتنو) په بادشاهۍ کښي يو کس نه، بل لا اوز کسان ول. په شاهنامه کښي د بيوراسپ پر ځاى باندي ضحاک (ځهاک) ياد کړء سوئ دئ، چي خود دى به هم بهيراسپه ؤ. ځهاک د مېديا (مېسيا، مېزيا) بادشاه ؤ. تر دء دمخه دوه يا درې نور بادشاهان هم تېر سوي ول. لومړني ئې د پارسيانو په مرستي سره د اسوريانو خروړې بادشاهي ور ړنګه کړه.

کله چي يو شاه و شاهي ته د خلګو په مرستي سره ورسېږي او له شاهي څخه و بادشاهي ته ورسېږي نو تر څو چي ملت يا رعيت له دء څخه خوښ وي او د دء ملاتړ او حمايت کوي. دغسي بادشاه هم برياوي لري. خو کله چي ملت له دء څخه ناراضه سوئ وي. نو خود خداى هم له دء څخه ناراضه او ناخوښه وي. ځکه نو يو او بل ځاى ښورښونه ورته کيږي. او هم کله چي له دباندي څخه بريد پر وروړل سوئ وي نو رعيت حلګ او لښکر ئې هم هغسي ملاتړ نه کوي لکه پخوا چي ئې کاوء. ځکه نو خداى ځني ناخوښه وي او په دغه سره ئې د قدرت کمبله هم ورټوله سوې وي.

خلګ به د شاه يا بادشاه په ظلم سره ناراضه وي، په ډېره ججه يا ماليه اخستني سره به ناراضه وي، يا لا د دء په عياشۍ او فحشاوو سره به نژدې او ليري کسان ځني ناراضه سوي وي. يا به لا د دء له نااهلۍ او بې کفايتۍ له اسيته څخه داسي پېښه وي چي مامورينو به ئې په ټولنه کښي شکوءنه او ډېري نوري ناخوالي کوي، د ملت ناراضه کېدل هم د خداى ناراضه کېدل دي.

 

جمشيد ښوونه

دا چي د جمشيد نوم دوه سپوڼئ دئ – جم او شيد – او هم پخوانيو مؤرخانو دغسي تجزيه کړئ دئ، دغسي وېشنه ئې سمه او د منلو وړ ده. دا چي مجمل “شيد” د (روښنايي) په مانا سره اخستئ دئ، هم سمه او د منلو ده. خو دا چي بل چيري ئې د “خور” يا نمر په مانا سره بولي، سهوه ده. ځکه چي “خور” په خپله له “شيد” سره ترکيبي نوم “خورشيد” جوړوي چي مانا ئې (د نمر روښنايي) کيږي. له دغه “خورشيد” سره په معادله کښي سم دم “جمشيد” برابريږي. که به نه ګانه څوک له دغي معادلې څخه قياس وکړي نو “جم” به “خور” وي، نه (سپوږمۍ)، لکه ابوالفداء چي داسي بللې ده.

دا چي پخوانيو مؤرخانو چي د خپلي زمانې پوهان هم دوى ول. ولي داسي سهوه کړې ده، زء هم هېښ پېښ ورته پاته يم. دغه کار ئې دونده د هېښتيا وړ نه دئ لکه “جمشيد” چي ئې د شاه يا شخص نوم هم بللئ دئ. دا لا څه چي بادشاهي ئې کړې ده او لا تاريخي شهادت هم لري چي هغه ئې د بادشاهۍ بيان دئ. ځکه نو دغه تاريخ نه بل لا وګړپوهنه Folklore ده.

تر هغه ځايه پوري چي زء د سوهيلي لوېديځي اسيا له تاريخه سره څه پوه لرم، د جمشيد په نامه سره کم بادشاه يا بل سرغنه ستوالئ نه لري. چيري چي ئې لري، هغه د پرء ديانو غلط فهمي ده، ځکه چي جمشيد د شخص نوم کېدلاى نه سي.

ما به ښايي تر رادء دمخه ګاولي کښلي وي. ځکه چي نوم مي ئې توضيح کړئ نه دئ، خو توجيهات مي ئې وګړپوهنه وبلله.

د جمشيد نامه لومړنى لغت “جم” بېله هل ؤ ول څخه “جام” دئ، او “جام” و (هسک څلي) ته ويل کېدل. پر دغه هسک څلي باندي ئې د دوو موخو يا مقاصدو له پاره اور بلاوء. د دغه اورلګوني يوه موخه ئې دا وه چي په شپه کښي ئې و کاروانيانو ته لارښوونه کړې وي. څنګه چي په تودو سيمو کښي کاروانونه د ورځي له خوا څخه تلاى نه سواى، او د شپې له خوا څخه ئې لار وهله. ځکه ئې نو ډېر داسي کابو ؤ چي لار ئې ورکه کړې واى. په دښت کښي يا پر هواره مخ پر بله خوا تللئ واى، او داسي هم ښايېدله چي دغه چاره دي ئې د مخنيوي له پاره وه. نو پر جام يا جګ څلي به ئې اور د دې له پاره ورته بلاوء، څو کاروانونو لار ورکه کړې نه وي. داسي ايسي چي پړاو پر پړاو باندي به جام ؤ او پر سر باندي به ئې د شپې له خوا څخه اور بل ؤ، څو و لارويانو ته ئې د لاري څرک ورکړئ وي او د ورځي له خوا څخه ئې د کاروانونو او لارويانو له پاره د جام پر سر باندي د دود خوړسکه جوړوله. دا خود په ساړء موسم کښي چي کاروانونو او لارويانو به د ورځي له خوا څخه مزل کاوء.

د “جمشيد”  دوهمه او تر لومړنۍ هم مهمه دنده ئې مخابره وه. د اورنيو نخښو په وسيله سره ئې رسمي پيغامونه له شاهي سرښار څخه و ولاياتو ته استول او هم له ولاياتو څخه و سرښار ته لېږل کېدل. دغه اورنۍ مخابره آن دا چي په تورات کښي لا ويجاړه فهمول سوې ده. وروستنى بادشاه چي له اورنۍ مخابرې څخه ئې په پېخر کار اخستى ؤ هغه د غوري دولت بادشاه محمد غياث الدين ؤ چي جام جم ئې لا تر اوسه پوري په غور کښي جوړ روغ ولاړ دئ او هم ليکني پر سوي دي.

جام جهان نما هغه جګ څلئ ؤ چي د کلاوهلي ښار په منځ کښي به ولاړ ؤ او د هغه له سره څخه به ئې د محاصرې يا کلابندۍ په ترڅ کښي هره خوا څارله چي دښمن په څه شمېر سره چيري او څه راز اقدامات کوي. نو دغه کار د دې له پاره ؤ چي دوى ئې بايد څنګه مخنيوى کړئ وي.

له نېکه مرغه ئې په کندهار کښي هم نخښي او نښانې پاته دي چي پوهاند صاحب عبدالشکور رشاد ئې په اړوند داسي کښلي دي:

“د قيتول د غرء د آتشکدې يادوءنه مير معصوم په تاريخ سندهء کي کړېده. دغه آتشکده د لکي غره د قيتول پر سر ودانه وه او ميرمعصوم په (١٠٠٩هـ ق) کال وايي: “اوس لا هم دغه آتشکده ودانه پاته ده. دا آتشکده له خورا پلنو اومو خښتو څخه جوړه ده”.

ما (رشاد) چي دغه آتشکده درې شپېته کاله پخوا ليدلې ده، رشتيا هم يو دهلېز ئې په پلنو اومو خښتو و خو د آتشکدې څه آثار چي پاته وه په هغو کي پخې خښتي کار سوي وې. دغه آتشکده د کندهار په دولتي کورنۍ کي د زردشتي دين جريان ښيي” (پوهاند رشاد ١٣٨٤: ٥٣، کندهار د تاريخ په اوږدو کښي، د مقالو ټولګه، د مطيع الله روهيال په زيار ١٣٨٤ش، اطلاعات او کلتور)[1].

بله ئې دا چي اورغالئ يا آتشکده د اورنمانځني معبد ؤ چي نارينه وو او ښځمنو به د اور عبادت پکښي کاوء. نو دغسي نمنځغالئ بايد د ښار په دننه کښي واى. هلته لوړ څوک په يخ او ګرمۍ کښي نه ورختئ. نو بېله هل ؤ ول څخه دغه د غرء پر سر باندي اورغالئ د اورنۍ مخابرې له پاره ؤ. نو په ښار کښي دننه به هم د شاهي ماڼۍ له بام څخه و کوه طور (قيتول) ته پيغام وراستول کېدئ، او له کوه طور څخه به بيا و بل اورغالي ته مخ پر وړاندي دغه پيغام استول کېدئ، څو و خپلي مرجع ته رسېدلئ وي. هم دغسي به له نورو ځايونو څخه و قيتول ته پيغامونه ورکول کېدل چي کوه طور به په ښار کښي و شاهي ماڼۍ ته مخابره کول.

ډېر ښايي چي قيتول به کوه طور ؤ. دا چي په قرآن شريف کښي (طور سينين) ياد کړه سوئ دئ چي مراد ئې د سيناى دښت د طور غر دئ چيري چي و موسى عليه السلام ته پيغام رسول سوئ ؤ چي په تورات کښي ئې داسي يادوءنه سوې ده:

د سيناى غر په دود کښي ډوب ؤ. ځکه چي پر هغه باندي بادار په اور کښي ورکښته سوئ ؤ. (تورات، ايستنګ ١٩، ١٨).

“بادار له تاسو سره مخامخ له اوره څخه وږغېدئ (هغه مهال زء پر غرء باندي د بادار او ستاسو تر منځ ولاړ وم څو د بادار وينا مي و تاسو ته دررسولې وي، دا ځکه چي تاسي له اوره څخه بېرېدلاست، او ځکه نو و غرء ته نه راوختلاست). (تورات، دفترنامه، ٥، ٤).

له موسى عليه السلام سره بادار له اوره څخه ږغېدني ته د ديني روحانيت بڼه ورکړه سوې ده چي په واقعيت کښي اورنۍ مخابره وه، چي په وروسته کښي تحريف کړه سوې ده.

د تورات وړاندنۍ ياده کړې پېښاوله، د کندهار د قيتول (کوه طور) تر پېښاولې څه درې نيم زره کاله دمخه پېښه وه، چي لا هم هغه زمان تحريف کړه سوې وه چي غلط فهمي ئې لا تر اوسه پوري هم سته او چا سمه ښوولې او روښانه کړې نه ده.  په يوء امريکايي فلم کښي، چي لس احکام The Ten Commandments نومېږي. دغه له موسى سره د بادار له اوره څخه ږغېدنه ئې خورا هېښانده dramatic ښوولې ده.

د کندهار کوه طور چي تورکي کړء سوئ شکل ئې قيتول دئ او په خپله دغه هم د غلط فهمۍ پېښه ده. د لکي غرء اورغالئ به د طور سينين سره په شباهت او د هغه په پالني سره په “کوه طور” بلل سوئ ؤ. تورکان چي به ئې له دغه مناسبته څخه ناآګاه ول، نو ئې د خپلي ژبي له ادايني سره سم قيتول کړئ دئ، لکه ګل چي ئې قل کړئ دئ، لکه رحمان ګل – رحمان قل، يارګل – يارقل، عثمان ګل – عثمان قل او داسي نور.

دا چي په کندهار کښي بل ځاى چي زء ئې په باور سره د اورنۍ مخابرې اورغالئ بولم هغه د سپېروان پر شاګۍ، غرګوټي، باندي واقع دئ چي هورې هم ورسره په څنګ کښي د اوسېدني خونه وه او هم اورغالئ ؤ. هورې ئې په نژدو کښي يو ډبرليک هم سته. دغه آثار او نخښي اوس هم پېژندويه پاته دي.

بادشاه محمدغياث الدين به د پيروزکوه له هسک جام څخه خپل احکام او فرمانونه د خپل سلطنت و ليرو او نژدو ښارونو ته استول او هم به ئې د دغو اورنيو نخښو په وسيله سره له بېلابېلو ولاياتو څخه اطلاعات اخستل. دى چي به هر چيري ؤ، د هغه ښار د جام شيد يا اورغالي په وسيله سره به ئې د خپلي امپراطورۍ له اوضاع څخه ځان خبراوء، او هم به ئې لازمي اړونده اوامر او فرمانونه په اورنيو نخښو سره ورمخابره کول.

چيري چي غرونه نه ول، يا اورنۍ مخابره ځني کېدلاى نه سواى، نو له جامونو يا هسکو څلو څخه کار اخستل کېدئ. په پاى کښي به لا يوه پلا بيا هم وکاږم چي د “جمشيد” لومړنۍ برخه “جم” عبارت له “جام” (هسک څلي) څخه دئ. او “شيد” ئې دغه اورنۍ روښنايي وه. په عربي ژبه کښي د “جامشيد” معادل لغت “منارة” ده چي د اورغالي مانا لري. مانا د مناره پر سر باندي هم اور بلېدئ. د عربي هيوادونو لويه برخه هوار وسيع دښتونه ول او دي نو په دښت کي له کاروانونو او نورو لارويانو څخه لار ژر ورکه کېږي او بيا په سرې سره په شپه کښي. ځکه نو د دغه ضرورت له مخي څخه دښتي هيوادونو و کاروانيانو او مسافرانو ته د اورغالي يا منارة په وسيله سره لار ورښووله.

دغه جام يوازي په غور کښي نه ؤ. بل لا هر هغه ځاى چي اړتيا ئې وه. د احمدشاه بابا د دربار منشي ځان الجامي بللئ دئ – اى محمود الحسيني الجامي. له دغه جام څخه به خود د غور جام مراد نه ؤ. بل لا د هرات او مشهد سره هم يو ځاى او بل ځاى جام (جامونه) تر احمدشاهي زمانې پوري پاته ول.

هغه مملکتونه چي د درياب پر غاړه يا ئې له بحر سره ساحل لارء لکه انګلستان او آيرلينډ او د مديترانې د غاړو ممالکو اوسېدونکي ئې و دې ته اړ ول چي د شپې له خوا ئې د هغو بېړيو او کښتيو له پاره ئې پر هسکو څلو باندي اور بل کړى وي يا ئې د دود لوخړه يا خوړسکه ورته جوړه کړې وي څو دغو بحري وسايلو لار يا اړونده څرک ورک کړئ نه وي. و دغسي جمشيدونو ته په انګليسي ژبه کښي لايټ ټاور (روښنا څلئ) Light Tower ويل کيږي چي هم هغه د اورغالي يا جامشيد مفهوم ښووي.

د پېروزکوه د جام دباندنۍ خوا بيان کړء سوې ده (د ادبياتو پوهيځ، د ادب مجله) او په ډهلي کښي له قطب منار سره مقايسه کړء سوئ دئ، خو زء نه پوهېږم چي د جام دننه خوا هم چا مشاهده کړې او بيان کړې ده که نه؟ زء ګومان نه کوم چي په دننه کښي دي ئې زينې و سر ته ورخېژول سوي وي. ځکه چي په زينو کښي به ورختنګ خورا ګران کار ؤ. نو ښايي بادشاه محمد غياث الدين دي د پيروزکوه د جام په اړوند هم له هغسي طليسم يا ميکنيزم mechanism څخه کار اخستئ ؤ لکه د بوست و هسکي ماڼۍ ته چي ئې اوبه ورخېژولې. د بوست هسکه ماڼۍ چي هم دغه بادشاه ودانه کړې وه، اوز پوړونه ئې لرل. د دغو پوړونو په څنګ کښي يو نرى عمودي سوپ shaft ؤ چي له مځکي څخه تر سرني پوړ پوري رسېدئ. پر هر پوړ باندي ئې ورګوټئ لارء. په ډېري ښايېدني سره به اوبه په ژي zhay کښي خېژول کېدلې داسي ايسي چي د ودانۍ پر سرني پوړ باندي به دوې غرغړې وې. يوه به د نري ژور څاګي سوپ له پاسه وه چي اوبه ئې و هر پوړ ته ورخېژولې، او بله غرغړه به له ودانۍ څخه دباندي وتلې وه. له دغي غرغړې څخه واښ و مځکنۍ غرغړې ته رسېدئ. له مځکنۍ غرغړې څخه به واښ په غوايانو يا اوښانو پوري تړلئ ؤ. اوښ والا يا غوايي والا به ټاکلي حدود پېژندل چي غوايي ئې تر کومي کرښي پوري بېولي وي څو د اوبو ژى و هغه اړوند پوړ ته ورخېژول سوئ وي.

په کوم ميکنيزم mechanism سره چي ئې د بوست او کندهار و هسکي ماڼيو ته اوبه وروخېژولې په هم هغسي مېکنيزم سره به ئې د پيروزکوه د جام و سر ته “شيدوالا” يا هغه کس چي اورنۍ مخابره ئې کوله ورخېژاوء او هم به ئې خواړء او اړونده وسايل ورخېژول.

و چا ته به ښايي دا پوښتنه ورپيدا کېږي چي دغه اورنۍ نخښي ئې په څه سره ښوولې يا ادا کولې. دا خو هغسي لوړ په يوء يا دوو لرګيو سره کېدلاى نه سواى او هم ژر سوځېدل. ډېر ښايي چي لرګى به ئې په ګوګړو، زغيرو يا شړشمو سره لاړء. اى شړشم به ئې په لرګي پوري موښلول. ځکه نو شړشم سوځي او لرګى ئې ژر نه سوځل کيږي. که به پېښه داسي نه وه، نو خود به و دغي ته ورته بله داسي چاره وه.

هله اينې هو، اينې هله ده

هو، دغه لا نه، نه يوه لا بله ده

بله لانچه دا ده چي دغه اورنۍ مخابره په تورو (حروفو) سره کېدله، که په نخښو سره. که به په تورو سره کېدله، نو به په اورني قلم سره ک ن د هـ ا ر ج ن ګ د ى کښل کېدل يا به د ليکني غوندي پر “کندهار جنګ دى” کښل کېدل. يا دغسي پيغام به په نخښو Symbols سره مخابره کېدئ چي هري نخښي به و ځان ته بېله مانا يا مفهوم لاره. نخښي به ئې ښايي داسي وې، يوه ستوي.

او هم داسي نوري. دغه وروستنۍ غوندي نخښي به د دې له پاره کارول کېدلې څو نور کسان د پيغام په مفهوم پوهېدلي نه وي. دغسي کار په تورو سره هم کېدلاى سواى. که به يو راز وي يا بل راز اورنۍ مخابرې په ټوله سوهيلي لوېديځه اسيا کښي باب وې.

د پيغام استولو بله خپره وسيله کوتري وې چي ليکلى پيغام به ئې په پښې پوري ورتاړء. دغو کوترو هم لار پېژندله او هم ئې و خپل ښار ته ځان رساوء.

[1] ما د مير معصوم او علامه رشاد پر عبارت باندي څه ليکنه کړې وه، خو هم هغه راڅخه ورکه ده او هم مي ئې اخستيځ هم نور په ياد نه ؤ. زء له ښاغلي روهيال څخه مننه کوم چي اړونده اخستيځ ئې راوموند او راوسپارء. زما کتابونه وړل سوي دي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!