منډيګک
افغان تاريخ

حى على الفلاح

0 405

د محمود طرزي عصر او له لويديځ سره د افغاني ټولنې د اړيكو پرابلم(ستونزه)

يو شمېر ټولنپوهانو د سراج الاخبار او علامه محمود طرزي تاريخي عصر د روښانتيا پړاو ګڼلى دى. ځكه په دې پړاو كې له عصري ښوونې اوروزنې رانيولې د (تمدن) د نورو نښو تر را رسېدلو پورې ځينې داسې عوامل رامنځ ته شول، چې د افغاني ټولنې په نړۍ ليد او طرز تفكر كې يې د روښانتيا او وروسته بيا ويښتيابه لومړنۍ وړانګې وغځولې.

خو دغه اجتماعي اوښتون په اسانۍ سره را ونه رسيد، بلكې دغه ټولنه او هيواد يې له سياسي پيچومو، فكري ګړنګونو او ټولنيزو لوړو ژورو سره مخامخ كړ. سياسي بدلونونو د فرهنګي بدلون لپاره لاره هواره نه كړه ځكه د ټولنې له طبيعي خصلت سره په هماهنګۍ كې نه وو جوړ شوي، دې ستونزې د هغه مهال له يوې نړيوالې حادثې څخه سرچينه اخيسته او هغه د ختيځ او لويديځ تمدونونو ټكر او مخامختيا وه، چې ګڼ ملتونه ورسره لاس او ګريوان وو.

د پرابلم(ستونزي) پېژندنه: د رنسانس تر دورې را وروسته په اروپا كې عقلي علومو، ساينس او تكنولوژۍ په چټكه وده وكړه او ډېر ژر يې په لويديځ كې له اقتصادي، سياسي او علمي پلوه ستر ځواكمن هيوادونه رامنځ ته كړل، ناڅاپه اسلامي ختيځ تمدن دې ته متوجه شو چې نور نو نه شي كولاى اروپا تر خپل مدني او پوځي سيوري لاندې راولي.

دا مهال عثماني امپراتورۍ هم له بهره تهديديده او هم له دننه مخ په ورانېدو وه، تر دې مخكې اسلامي تمدن دا مهال چې بشري تاريخ يې كاملاً بدل كړى و او د علومو اوفنونو زانګو ګڼل كېده اوس له نوي چلنج سره مخامخ شوې وه، لويديځ د عقلي علومو او سياسي بدلونونو په مرسته ورځ په ورځ چاغېده او د ختيځ مدنيت په وړاندې يې ځان پياوړى كاوه.

كه څه هم چې د اولسمې پېړۍ تر نيمايي پورې عثماني امپراتورۍ هڅه كوله ځان له پوځي پلوه پياوړى كړي خو ختيځ تمدن په ټوليزه توګه د لويديځ مدنيت په وړاندې د مخامخ كېدا كوم منظم پروګرام نه درلوده. له همدې امله غرب له خپل ټول كولتوري لښكر سره د ماشين او تكنالوژۍ په مرسته د ختيځ په خوا راوخوځېد. په ۱۸۸۱ كې فرانسې پر تونس يرغل وكړ او يو كال وروسته مصر د انګلستان له خوا ونيول شو حال دا چې د اولسمې پېړۍ له پيل څخه يې لاسونه د هند سترې وچې ته را رسولې وو او تر اتلسمې پېړۍ پورې يې ځان په دغه وچه كې له تجارتي انحصار څخه سياسي او پوځي واكدارۍ ته ورساوه. غرب چې خپل ماشيني ځواك او سياسي چال چلند مغرور كړى و نور هم وړاندې راغى او كله يې چې په خپل مقابل كې د ختيځوالو څو ډوله برخورد وليده لا زړور شو، د ختيځ تمدن مفكرين له يوې خوا د غرب د عقلي علومو پرمختګ ته حيران شول او له بلې خوا يې د خپلې مدني حوزې پراګنده ګۍ او مخالفتونو ته پام شو له همدې امله يې د يوه منظم فكري او ټولنيز پروګرام د طرحه كولو توان له لاسه وركړ. افغاني سيدجمال الدين دلته او هلته ګڼې هڅې وكړې او څرنګه چې د تمدنونو مخامختيا او ځانګړنو ته ځير و خپله مبارزه يې په دريو برخو متمركزه كړه: په هيوادونو كې د ملي يووالي ټينګښت په دوهم ګام كې د اسلامي ملتونو خپلمنځي يووالى چې وروسته بيا د (پان اسلاميزم) په نامه ونومول شو او په درېيم ګام كې د داسې قوانينو رامنځ ته كول چې د هغو له مخې د ټولواكو واكمنو واك و ځواك كنټرول شي.او عام خلك وكولاى شي په سياسي چارو كې برخه واخلي. د افغاني سيد جمال الدين عمر د همداسې يوې مبارزې په مقدماتي پړاو كې تېر شو او دې ته يې فرصت و نه مونده چې ختيځ ته يو منظم او معقول چوكاټ پېشنهاد كړي، څو د هغه له مخې د ټاكنې دا اختيار ولري چې څنګه هم خپل ملي، عقيدوي او كولتوري ارزښتونه وساتي او هم له غربي تمدن څخه عقلي علوم، ساينس او تكنالوژي را خپله كړي او په شعوري توګه وده وركړي، ويې كاروي او ځان پرې پياوړى كړي.

د تمدنونود ټكر په همدې بهير كې د ښكيلاك لاسونه افغانستان ته هم را اوږده شول او هڅه يې وكړه دغه ختيځه،سنتي او له عقلي علومو څخه لرې ساتل شوې ټولنه هم ښكېل كړي. خو دلته د پرګنو عقيدوي ارزښتونه هومره ځواكمن و چې له پرنګي سره د جهاد تر شعار لاندې درې ځله همدا ماشيني او پوځي ځواك په ګونډو شو كه خپل بحث يو څه را ځانګړى كړو نو و به ګورو چې دغه مطرح شوى پرابلم(ستونزه) په افغاني ټولنه كې څه ډول رامنځ ته شو.

د ۱۲۸۴ کال د میزان تلې په شپاړسمه نیټه د سراج الاخبار د لومړنۍ ګڼي په راوتلو سره د افغانستان په تاریخ او رسنیو کې یو مهم اساس کیښودل شو .
دغه جریده د امیر حبیب اله خان د واکمنۍ پر مهال په دوو مرحلو کې د کابل په سنګي مطبعه کې چاپ سوه . لومړنی ځل یې د سراج الاخبار افغانستان په نوم د مولوي عبدالروف کندهاري ، چې په خاکي مشهور وو، چاپ او وویشل سوه . دغه ګڼه په ۳۶ مخونو کې وه چې بیلا بیل موضوعات پکښي ځای سوي ول او بیه یې یوه عباسي وه .

د انګريزي ښكيلاك په وړاندې افغانان د بېلا بېلو روحيو او موخو په لرلو سره مخامخ شول، عام خلك د جهاد اوغزا په نيت او هدف را پاڅېدل ملي مبارزين او مشران د افغاني او اسلامي روحيې له مخې ميدان ته را ووتل خويو لږ شمېر واكمنانو د واك تر لاسه كولو يا ساتلو په خاطر له انګرېزانو سره د دوستۍ لاسونه هم وركړل ، يو شمېر نورو د پيسو او وعدو په ترلاسه كولو سره له خپل ملت سره جفا وكړه خو په دې ټولو كې د هغو مفكرينو او سياسي طراحانو شمېر ډېر لږ ښكارېده چې د يوه منظم فكري پلان او پروګرام له مخې په مبارزه لاس پورې كړي او د جګړې د تاوده ډګر تر څنګه فكري او سياسي مبارزه پيل كړي.

په دې هكله لا هم كوم تصور نه وو رامنځ ته شوى چې كوم بنسټونه كولاى شي افغان ملت له علمي، اقتصادي، ټولنيز او بالاخره سياسي پلوه پياوړى كړي، داسې پياوړى چې د عقيدوي احساساتو تر څنګ له نورو اړخونو هم وكولاى شي له خپل دښمن سره سيالي وكړي.

د همداسې تصور او تفكر لومړني څركونه له سراج الاخبار سره يو ځاى مطرح كيږي، هسې خو د لومړيو مشروطه غوښتونكو را غونډېدلو هم د همداسې يو فكري بهير لپاره لاره هواره كړه، خو علامه محمود طرزي او د هغه فكري ملګري هغه كسان وو، چې غوښتل يې په سړه سينه كار وكړي، لومړى د ملت د ويښتابه لپاره د روښانتيا دوره پيل كړي او وروسته ملت ګام پر ګام د بشپړې ويښتيا لورې ته ور نږدې كړي، د دې چارې لپاره ښوونې او روزنې، مطبوعاتو، تخنيكي وسايلو او له لويديځ سره سياسي او ديپلوماتيكو اړيكو ته اړتيا وه. او د دې ټولو تر څنګ بايد ملي ارزښتونه خپل عقيدوي بنسټونه او هيوادنى كولتور هم په كلكه پالل شوى واى. كار ډېر و او بايد له صفره پيل شوى واى خو ستونزه يوازې د كار په پيل كولو كې نه وه بلكې اصلي پرابلم(ستونزه) همدلته رامنځ ته كېده او هغه له غربي تمدن سره د اړيكو په هكله د افغانستان د خلكو اند دود يا طرز تفكر و.

روحانيونو ته غرب د ظلم، كفر، وحشيتوب او شيطاني طلسمونو قلمرو ښكارېده او هڅه يې كوله ځانونه له دغه شيطاني طلسم او كفري كوډو څخه لرې وساتي د همدې لپاره يې عصري ښوونه او روزنه، نه خوښوله. اخبار او مطبعې ته يې په كركه كتل، ماشين يې د شيطان ټكټكى باله او له لويديځ سره يې كولتوري راشه درشه نه منله.

محمود طرزی

دربار ته نږدې يو شمېر كسان وو چې له بهرنۍ نړۍ سره يې اړيكې درلودې له بلې خوا په كابل او نورو لويو ښارونو كې ځينې تجارت پېشه افغانان هم له مډرن ژوند سره څه نا څه اشنا شوي و او ګوته په شمار كسانو خو لا په اروپا ، هند او نورو تركي_عربي هيوادونو كې زده كړې، كړې وې چې علامه محمود طرزي په خپله له همدې ډلې كسانو څخه و، په دې ډله كې تر ټولو موثر كسان هغه وو، چې د عصري ښوونې او روزنې تر څنګ په اسلامي او ملي ارزښتونو هم پوهېدل او كولاى يې شول له خلكو سره د خلكو په ژبه وغږېږي.

استاد علامه عبدالحى حبيبي د (جنبش مشروطيت) په كتاب كې ليكي:

محمود طرزى همدا چې له خپلې كورنۍ سره له هيواده وويستل شو د لومړي ځل لپاره په هند كې د مدنيت له نښو لكه د وسپنې پټلۍ، برېښنا، اخبار او مطبعې سره اشنا شو…

استاد حبيبي وړاندې دا هم ليكي چې علامه محمود طرزي په استانبول كې د خپل پلار او استاد ملا محمد اكرم هوتك له خولې د سيد جمال الدين افغاني له افكارو او شخصيت سره اشنا شو پلار يې دا كافي ونه ګڼله او له سيد سره د علامه طرزي د لا ډېرې اشنايي په خاطر يې ځوان محمود د هغه حضور ته ور ولېږه او څو مياشتې يې په استانبول كې ورسره يو ځاى تېرې كړې. محمود طرزي په همدې مهال د سيد جمال الدين له نړيوالې مبارزې څخه خبر شو او ښايي له هغو طرحو څخه يې زده كړې وكړې، چې سيد د اسلامي ختيځ د راويښولو لپاره جوړې كړې وې ځكه خو يې هڅه وكړه ځان له غربي تمدن سره هم اشنا كړي څو وكړاى شي په افغانستان كې خپله روښانه مبارزه په موډرنو لارو چارو سمباله كړي.

د افغانستان د خپلواكۍ د بېرته ترلاسه كولو په كلونو كې د علامه طرزي ژبې، قلم او ديپلوماتيكو هڅو د استقلال په هنګامه كې پوره ونډه درلوده خو هغه مسئله ، چې موږ پرې خبرې كوو د استقلال تر ګټلو را وروسته تر سترګو كيږي، بايد ريفورمونه عملي شوي واى خو نه په بېړه، بايد له لويديځ تمدن څخه عقلي علوم ساينس او تكنولوژي را ليږدېدلې واى خو پرته له دې چې له اسلامي ارزښتونو، ملي دودونو او سنتي بنسټونو سره ټكر وكړي، بايد عصري ښوونه او روزنه عامه شوې واى خو په دې شرط چې د دوديالو (مروجو) علومو او ثقافتي زده كړو پاڼې هم نه واى هيرې شوي او بالاخره بايد له لويديځ سره ښې ديپلوماتيكې اړيكي رامنځ ته شوي واى پرته له دې چې د هغوى د ښكيلاك او زبېښاك زنځير او زغ مو پر غاړه واى، علامه محمود طرزي او ملګري يې دې هر څه ته متوجه وو، سراج الاخبار د همداسې محتاطو ګامونو شاهد دى، انتقاد شته خو پرته له دې چې دربار راوپاروي، خلك د استقلال تر لاسه كولو ته هڅول شوي خو انګريزي جاسوسان يې تړلو ته بهانه نه لري، د علامه طرزي او ملګرو په ليكنو كې عصري ښوونه او روزنه ستايل كيږي خو په شرعي برهان او اسلامي دليل، له همدې امله د غربي تمدن په وړاندې د عاقلانه دريځ د خپلولو د لومړيو ګامونو مطالعه له همدې عصر څخه را پيليږي.

ارواښاد پوهاند دكتور سيد بهاالدين مجروح په خپله يوه ليكنه كې د داسې دورې ځينې ځانګړنې په ګوته كړي چې په هغو كې يې د پوهو او لوستو وګړو وېش هم په خورا ظرافت سره ارائيه كړى دى، نوموړى پوه په داسې عصر كې پوهان، په دوو ډلو ويشي لومړى ډله هغه كسان دي چې ټولې زده كړې يې په غربي ښوونځيو او پوهنځيو كې ترسره كړي او په خورا بېړه د غربي كېدو په لوري ور درومي دوى دهرې ټولنيزې ناخوالې درمان په غربي كېدو كې لټوي او خپل ملي ارزښتونه او عقيدوي بنسټونه يې تقريباً هېر كړي دي، څرنګه چې لويديځ پلوى ذهنيت لري د غربي تمدن په وړاندې د انتقاد كولو وس او توان نه لري. دوهمه ډله هغه پوهان دي چې په پخوانيو دوديزو مدارسو كې يې زده كړې، تر يوه بريده يې نوي علمي اساسات هم زده كړي خو څرنګه چې په بشپړه توګه له غربي تمدن سره نه دي اشنا، نه شي كولاى د دغه تمدن په وړاندې علمي انتقادي روحيه ولري.

د دواړو ډلو تر منځ هغه شمېر پوهان كولاى شي په سمه او علمي توګه د ختيځ او لويديځ تر منځ دريځ ونيسي چې هم په عصري علومو پوهيږي او هم د خپلو ټولنو له دوديزو پوهنو څخه خبر وي.

علامه محمود طرزي او د هغه يو شمېر ملګري چې په روحاني او علمي كورنيو كې زېږېدلي وو د مروجه علومو تر څنګ يې هڅه كوله، د غربي تمدن له علمي لاس ته راوړنو څخه ځانونه خبر كړي.

محمود طرزي د خپل لارښود سيد جمال الدين افغاني په شان په عملي مبارزو بوخت شو او دې ته يې وخت ونه موند چې له غربي تمدن سره د اړيكو لپاره يوه فكري او ملي منظومه جوړه كړي څو د هغې له مخې وروستي نسلونه وكړاى شي د غرب په مقابل كې خپل ملي موقف وپېژني، چې له بده مرغه دا تشه تر نن پورې شته موږ لا هم نه پوهيږو، چې له غرب دا د تكنالوژۍ هيولا، د نوې ديموكراسۍ زانګو، د بشري حقونو د تامين مدعى او د عياشۍ او بې هويتۍ له مركز څخه څه را واخلو، څنګه يې را واخلو، څه ډول يې هضم كړو او څه ډول يې وكاروو، پرته له دې چې په كولتوري لحاظ يې غلامان شو، خپل ملي هويت، عقيدوي معنويت او سپېڅلى دوديز اصالت هم وساتو. موږ كه غواړو په متمدنه نړۍ كې ژوند وكړو بايد له برېښناييزې تكنولوژۍ او كمپيوټر څخه نيولې تر درنو صنعتونو پورې هر څه ولرو او خپل يې كړو نه دا چې موږ د هغوى شو.

له بده مرغه نن سبا په افغانستان كې د NGO اييزم آن د عصري ښوونې او روزنې لمنه هم د انګليسي ژبې او كمپيوټر د زده كړې تر بريده را محدوده كړې ده افغان زلمي غواړي د اكسفورد په سويه انګليسي ژبه زده كړي او د كمپيوتر پروګرامونه پوره كړي د دې لپاره چې په كومه بهرنۍ موسسه كې د دوه يا درې سوو ډالرو معاش خاوند شي.

خو لا هم نه پوهيږي چې غور د افغانستان په كومه څنډه كې پروت ولايت دى، كيميا څه شي ده او مثلاً محمود طرزى څوك وو او ولې يې بايد په احترام سره ياد كړو.

دا خو لا پرېږده چې ددې په هكله فكر وكړي چې د كمپيوټر د مور يعنې غربي مدنيت سره بايد څه ډول اړيكې ولري او څنګه ورسره مخامخ شي نن سبا چې افغانستان يو ځل بيا له سياسي او مدني اوښتونونو سره مخ دى بايد د يوې ملي منظومې د جوړلو لپاره هڅې پيل شي ښايي يو ځل بيا علامه محمود طرزي او د هغه روڼ اندو ملګرو ته اړتيا لرو، چې سر را پورته كړي او موږ ته د غربي تكنالوژي له ستوني څخه غږ وكړي:

سرچينې:

۱_ جنبش مشروطيت در افغانستان، علامه عبدالحى حبيبي، ۱۳۶۷ كابل چاپ

۲_ سيد جماالدين افغاني و برخورد شرق و غرب، ډاكټر سيد بهاالدين مجروح، تعاون مجله ۱۳۷۵ لمريز

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۳) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۱۶\ ۱۳۹۴

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!