منډيګک
افغان تاريخ

خراسان هیڅکله د افغانستان پخوانی نوم نه وو

0 524

د روان کال د سپتمبر د میاشتی پر اوومه سیدمخدوم رهین د « صفحه بین المللی سیاست افغانستان» له چلوونکي محترم ضرابي سره یوه نسبتاً اوږده مرکه درلوده؛ چي لومړۍ او مهمه موضوع یې د احمدشاه مسعود د قهرمانۍ او وطنپالني ثابتول او دوهمه موضوع یې د خراسان پر کلمه باندي بحث وو چي د ده په قول د افغانستان پخوانی نوم او یوه پرافتخاره کلمه ده.

زه یې له لومړۍ موضوع سره، چي څه باندي دېرش کلونه بحثونه ورباندي سوي دي، چنداني غرض نه لرم خو له دوهمی موضوع سره، چي ښاغلي رهین ادعا کوله چي خراسان یوه سیمه وه چي له امو د هندوستان تر سرحده رسېدله او په دې پراخه سیمه کي چی هر چا پاچهي کړې ده پایتخت یې پخپله د خراسان مرکز او پایتخت وو. د مثال په توګه د صفاریانو په وخت کی سیستان د خراسان مرکز وو، د سامانیانو په وخت کي بخارا، د غزنویانو په وخت کي غزني، د تېموریانو په وخت کي هرات او….

لومړی خو که د ښاغلي رهین دا بېځایه ادعا، د یوې شېبې لپاره، ورسره ومنو؛ پخپله ثابتوي چي خراسان سیاسی قلمرو نه بلکه یوه جغرافیایی محدوده وه چي، په بېلو بېلو وختونو کي یې، لس پنځه لس پایتختونه لرلي دي. که څه هم چي دهغه دا ادعا په ذات کي پخپله د تأمل وړ ده. د مثال په توګه د صفاریانو په وخت کی د هغوی مرکز سیستان وو او خراسان یې، د یوه بېل قلمرو په حیث، هر وخت د توري په زور لاندي کاوه. د تاریخ سیستان دې متونو ته د رهین توجه را اړوم:

« … و یعقوب به سیستان باز ګشت سیزده روز مانده از جمادی الاولی سنه تسع و خمسین و مأتی و اندرین سال برف بسیار افتاد بسیستان چنانکه خرمابُنان خشک ګشت. پس یعقوب روزګاری بسیستان ببود باز قصد خراسان کرد. و حفص بن زونک را خلیفت خویش کرد بسیستان… » تاریخ سیستان ص ص ۲۱۸-۲۱۹

« چون بنشاپور قرار ګرفت سالوکان ( دزد و خونی و راهزن، حاشیه) خراسان جمع شدند و تدبیر کردند که این مردی صاحب قران خواهد بود و دولتی بزرګ دارد و مردی مردست و کسی برو برنیاید. ماراصواب آن باشد که بزینهار او رویم و بروزګار دولت او زندګانی همی کنیم…. و یعقوب ایشانرا بنواخت و خلعت داد و با خویشتن بسیستان آورد و فرمان داد تا سرعبدالرحیم که اورا کشته بودند خوارج، برګرفتند و بیاوردند…» هغه کتاب ص ص ۲۲۴-۲۲۵ « و خبر وفات او بسیستان روز یکشنبه دوازده روز مانده از شوال سنه خمس و ستین و مأتی رسید. و هفده سال و نه ماه امیری کرد و خراسان و سیستان و کابل و سند و هند و فارس و کرمان همه عمّال وی بودند …» هغه کتاب ص ۲۳۳

په تاریخ سیستان کي له دغه راز ډیرو زیاتو عباراتو سره مخامخ کیږو چي په څرګنده له سیستان څخه خراسان بېلوي او دواړی جلا جلا جغرافیایی سیمي بولي. په وروسته کي به موږ وښیو چي په خراسان کي کله کله ډیري پراخي سیمي او کله کله حتی هغه سیمي چي زیاتره وختونه د خراسان څخه نه بېلېدونکي مځکي او ښارونه ګڼل سوي دي، جلا دي.

د ښاغلي رهین دا ادعا د ژور تأمل وړ ده چي وايي سامانیان د خراسان پاچاهان ول او مر کز یې بخارا وه. د تاریخ بخارا له متونو څخه په څرګنده ښکاري چي ماوراءالنهر، چی سامانیانو سلطنت پکښي کاوه، او خراسان بېلي سیمي دي. د اسمعیل بن احمد ساماني، چي په ماورألنهر کی یې پاچهي کوله او د سلطنت مرکز یې بخاراوو، په باره کي لولو: « و میان امیراسمعیل و رافع بن هرثمه، که بدان تاریخ امیر خراسان بود، دوستی بود. امیر اسمعیل به وی نامه کرد و از وی یاری خواست… » نرشخی،تاریخ بخارا ص ۱۱۴

او کله چي اسمعیل ساماني عمرولیث ته وروستۍ ماته ورکوي او هغه  د عباسي خلیفه دربار ته لاس تړلی لېږي نو عباسي خلیفه المعتضد بالله، د اسمعیل ساماني د دې خدمت په بدل کي، هغه ته د خراسان د قلمرو منشور ورکوي: « و چون امیراسمعیل عمرولیث را نزدیک خلیفه فرستاد، خلیفه منشور خرسان به وی فرستاد و از عقیبه حلوان وولایت خراسان و ماورألنهر و ترکستان و سند و هند و ګرګان همه اورا شد. و بر هر شهری امیری نصب کرد و آثار عدل و سیرت خوب ظاهرکرد…» هغه کتاب ص ۱۲۷

په تاریخ بخارا کي چي هر ځل د خراسان یادونه سوې ده هغه د سامانیانو له  رسمي قلمرو ماورألنهر څخه، چي مرکز یې بخاراوو، جلا حیثیت لري او د ښاغلي رهین دا ادعا ردوي چي ګویا دا سیمه یو وخت ټول خراسان بلل کېدی او مرکزونه یې له یوه ځایه بل ته انتقالېدل.

نقشه خراسان

د هرات ښار، چي په تقریباً ټولو کلاسیکو متونو کي د خراسان مرکز او تر ټولو مهم ښار بلل سوی دی:

همچو بحراست این جهان در وی خراسان چون صدف

در میان آن صدف شهر هری چون ګوهری ( تاریخنامه هرات ص ۶)

مګر د رهین د ادعا په خلاف، چي وايی افغانستان د احمدشاه بابا له زمانې څخه د شاه زمان تر وخته پوري خراسان بلل کېدی، احمدشاه بابا هم خپل قلمرو او هم خراسان پېژندی او د هغه په دربار کي د تاریخ احمدشاهی لیکوال محمودالحسینی المنشي په خپل کتاب تاریخ احمدشاهي کي تر پنځوس ځله زیات د خراسان نوم اخلي او په څرګنده توګه ښيي چي مطلب یې افغانستان نه بلکه د ایران خاوره ده: « چون داعیه تسخیر خراسان و سفر دور ودراز ممالک ایران پیشنهاد خاطر الهام ماثر خدیو کیهان بود. شهزاده قمر طلعت خورشید شوکت فریدون مکنت جمشید لوا نواب کامیاب فلک جناب سپهر انتساب تیمور میر زا را به نیابت سلطنت تعیین و اختیار نصب و عزل سرداران و بیګلربیګیان و غیره را به کف اقتدار آن فرزند جوهر خردمندي تفویض نموده…» تاریخ احمدشاهی ص ۱۷۰

بل ځای لیکي: « چون انتظام کارګاه جهان وابسته به اراده و مشیت خالق انس و جان است مرقوم رقم چنان بود که مملکت خراسان روزی چند جولانګاه توسن اوباش بوده کارش از نظام افتد و باز به یمن توجه فرماندهی والاهمم و پادشاهی معدلت شیم به زیور حسن تعمیر آراسته و از خس و خاشاک اشرار مصفا ګشته به حالت آبادی ګراید…» هغه کتاب ص ۱۷۲

 او احمدشاه باباحتی هرات، چي په اکثرو جغرافیو کي د خراسان تر ټولو مهم ښار بلل سوی دی،  په خراسان کي شامل نه باله او هغه یې خپل ابایی ملک باله. که د احمدشاه بابا نور لیکونه موجود وي زه اطلاع نه لرم خو له هغه لیک څخه یې چي د عثمانی خلیفه سلطان مصطفی ثالث ۱۷۵۷-۱۷۷۴ په عنوان یې لېږلی او د خپلو فتوحاتو په باره کي یې معلومات ورکړي دي دا مطلب په څرګنده توګه معلوم دی. احمدشاه بابا د پنجاب، ملتان او کشمیر له فتح کولو او په هغو ځایونو او مرکزونو کي د خپل حکامو له مقررولو څخه وروسته د دارالقرار قندهار پر لور حرکت کوي او لیکي: « و ازآنجا باقتضای رای صواب نما تسخیر مملکت خراسان و تنبیه اشرار و مفسدان الکای فسحت نشان الی اقصای ممالک ایران پیشنهاد عزیمت ګردید» نامه احمدشاه ابدالي به عنوان خلیفه عثمانی مصطفی ثالث ص ۲۲

احمدشاه بابا د خراسان د فتح کولو په لاره کي لومړی د هرات ښار محاصره کوي او د هرات له فتح کولو څخه وروسته، چي محاصرې یې درې میاشتي دوام درلود، لیکي:

و توپخانه بسیار و دیګر اسباب حرب و پیکار بیرون از حصر و شمار بضبط امنای سرکار درآمد و آن مملکت موروث که پایتخت ریاست و حکومت والد ماجد و اعمام ګرام و برادران عالیمقام( انارالله برهانهم) بود بفضل و تایید پروردګار از تصرف اضداد و اغیار برآمد حق بمرکز قرار و دولت بجای خود استقرار ګرفت. هغه مأخذ ص ص ۲۶-۲۷

احمدشاه بابا پوهېدی چي کومی سیمي ته خراسان او کومي سیمي ته خپل قلمرو، چي مرکز یې دارالقرار قندهار وو، ووايي. کله چي احمدشاه بابا مشهد ونیوی او د نادرشاه افشار لسمی شاهرخ میرزایی، چي مخالفینو په سترګو ړوند کړی وو، بیرته د مشهد پر تخت کښېناوه او هغو کسانو ته یې عفو وکړه چي د مشهد د محاصرې په وخت کي د احمدشاه بابا له لښکرو سره جنګېدلی ول نو احمدشاه بابا خپل هیواد ته د ستنېدلو اراده وکړه. احمدشاه بابا لیکي:

« روسای اکابر ارض اقدس بلکه تمامی اهالی خراسان در ازای این عواطف نمایان زبان شکر و ثنا ګلریزان ساخته و حلقه اطاعت و انقیاد در ګوش جان انداخته مسرور و کامران آسوده در مهاد امن و امان نشستند. بعد از انفراغ این امور انتهاض ابویه منصور بدارالقرار قندهار شد» نامه احمدشاه ابدالي ص ص ۳۶-۳۷

له داسي کره سند او د احمدشاه بابا د خپل لیک له لیدلو او لوستلو څخه وروسته به سړی د رهین د دې ادعا په باب څه ووایی چي احمدشاه بابا خپل قلمرو خراسان باله او یا د خراسان پاچا وو او مرکز یې قندهار ټاکلی وو.

رهین ادعا کوي چي افغانستان یوازینی هیواد دی چي په تاریخ کي هغه خراسان بلل سوی دی او وروسته وايي چي د تیمورشاه او شاه زمان په وخت کي هم دا هیواد خرسان بلل کېدی او د شاه زمان د سلطنت د پای ته رسېدلو او د هغه د ړندېدلو څخه وروسته د خراسان نوم د انګرېزانو او قاجاریانو د دسیسو په اثر له منځه ولاړ!!

لومړی خو کله چي احمدشاه بابا خراسان پېژندی او هغه خاوره یې حتی له هرات څخه هاخواته سیمی بللې نو تیمورشاه، چي د احمدشاه بابا زوی وو، څرنګه یې خپل هیواد بیرته خراسان بللی دی؟ او له بلي خوا، که نور هیڅ نه وي، د جورج فورسټر George Forster په سفرنامه کي، چي د تیمورشاه په زمانه کي  له ۱۷۸۲ څخه تر ۱۷۸۴ پوری یې افغانستان او سیمی ته سفر کړیدی په څرګنده ښکاري چي د ا هیواد افغانستان بلل کېدی او په بهر کي، په تېره بیا ګاونډي هیواد هند کي، په دغه نامه پېژندل سوی وو. فورسټر لیکي: « پېښور، د یوه تجارتي ځنځیر په وسیله، ایران، افغانستان او هند سره وصلوي او ځکه یې د یوه مهم تجارتي مرکز حیثیت غوره کړی دی… » Forster, A Journey from Bengal to England Vol2 P 50

بل ځای لیکي: « کله چي د تیمور له وفات سره، د هغه ستره امپراطوري ډېر ژر ټوټې ټوتې سوه او په نتیجه کي په افغانستان کي د ترکانو د حکومت اثر پاته نه سو نو سړی ویلای سي چي دغه سیمه د بابر تر زمانې ۱۵۰۶ پوري د محلی مشرانو له خوا اداره کېدله…» Ibid P 76

 بل ځای لیکي: « بازارونه او عمومي دوکانونه یوازی د ایران او افغانستان په مهمو ښارونو کي لیدل کیږي. مسافر مجبور دي چي د کورونو د څښتنانو څخه خوراکي مواد وغواړی او هغوی هم زیاتره چنداني مرسته نه سي کولای…» Ibid P 142

سړی نه پوهیږي چي ښاغلي رهین ته بل کوم سند او دلیل وړاندي کړي چي د درانیانو په پاچهي کي نه یوازي افغانستان ته خراسان نه ویل کېدی او درانی پاچاهان پوهېدل چي کومه سیمه خراسان وبولي بلکه د افغانستان نوم په ګاونډیو هیوادونو او لا ښايی په لندن کي، چي فورسټر له هغه ځایه راغلی وو، عمومیت پیدا کړی وو.

که څه هم چي ما د خراسان د جغرافیایی مفهوم او په مختلفو وختونو کي د دغي تاریخي سیمي د سرحداتو، مناطقو او ښارونو د تغییر په باره کي، څو کاله مخکي مضمون لیکلی وو؛ خو اوس به د هغو لوستونکو د معلوماتو لپاره چي زما هغه مضمون یې ښايی نه وی لوستی یوه برخه بیرته تکرار کړم.

خراسان او آریانا:

مرحوم احمد علي کهزاد« افغانستان در شاهنامه» کتاب له خپل وطن افغانستان سره د ژوري میني په اساس لیکلی او په حقیقت کي ډېر ژور او د قدر وړ تحقیق دی؛ البته دا ادعا یې د تأمل وړ ده چي وايي زموږ مملکت، چي په معاصر تاریخ کي افغانستان نومیږي، په اسلامي دوره کي خراسان او د اسلام څخه مخکي قدیمو زمانو کي د آریانا په نوم یادېدی. په داسي حال کي چي آریانا او خراسان دواړه جغرافیایی نومونه  او مفهومونه دي او پر کوم سیاسي قلمرو باندي نه اطلاقیږي. آریانا یوې منطقې ته ویل کېدله چي کله کله به افغانستان پکښي شامل وو او خراسان هم یوه منطقه وه چي د اوسني افغانستان ډیري برخي پکښی شاملي وې.

د انټرنیټ د تعریف په اساس، آریانا د یوې سیمي د معرفي کولو لپاره یوه عمومي جغرافیايي اصطلاح وه چي ځینو پخوانیو یوناني او رومي لیکوالانو د یوې پراخي سیمي د پاره چي د مرکزي اسیا او اندوس د رود ترمنځ پرته وه استعمالوله. په دې کي د هخامنشیانو د عصر د امپراطوری ختیځ ایالتونه چي په هغه کي ټول اوسنی افغانستان او د ایران ختیځي سیمي د اندوس تر سیند او پاکستان پوري شامل وه آریانا بلل کېدله. مرحوم عبدالحی حبیبي یې، د ویدي سرودونو په حواله، آریاناویجه بولي چي وايی اویجه اوس هم په پښتو کي د سیمي او آرامګاه په معنی استعمالیږی. حبیبي د تاریخ پوهانو په حواله وايي چي آریاناویجه د پامیر یا د خوارزم د سیمي شاوخوا او د خزر د دریاب څنډي په برکي نیولې. حبیبي، تاریخ مختصر افغانستان ص ۸

پخپله مرحوم کهزاد هم د آریانا د حدودو په برخه کي وايي چي د ختیځ لوري سرحد یې اندوس، جنوبي حد یې د هند سمندر، شمالي خط یې د پاروپامیزوس د غرونو سلسله او یوه سلسله نور کوهستانونه وو چي د هند له شمال نه د خزر تر بندره پوري یې اوږدوالی درلود. د دې خاوري لمرپرېواته برخه په هغه خط سره ټاکله کېدله چي پارتیا یې له مدیانه او کرمان یې له فارس او پاره تاکنه نه جدا کاوه. کهزاد، د افغانستان پخوانی تاریخ لومړی جلد ص ۵۵

هندي مورخین  دا سیمه آریانا ورته بولي او وايي چي د پامیر له لمنو څخه نیولې، د هند تر شمالي سیمو او بیا د هند د دکن تر شاوخوا پوري سیمي ته ویل کېدله. آریاناویجه، آریاناورشه، اریاناورته یا اریانا چي په هر نامه واخلو د تاریخ په اوږدو کي یې تغییرات میندلي دي. د ټاکلي او مشخص هیواد په حیث نه بلکه د سیمي په حیث په یوه وخت کي پراخه سوې او په بل وخت کي وړه سوې ده. اریانا هیڅ وخت سیاسي قلمرو نه بلکه یوه پراخه جغرافیايي سیمه وه چي اوسنی افغانستان به یې کله کله یوه برخه ګڼله کېدله. پخپله افغانستان ته هیڅ وخت اریانا یا اریاناورته نه دی ویل سوی.

د غسي هم خراسان، چي په مطلع الشمس، آفتاب برآمد، او لمرخاته ترجمه سوی دی هیڅ وخت د افغانستان نوم نه وو بلکه د افغانستان ځیني سیمي یا ډیري سیمي هر وخت په خراسان کي شاملي وې.  طوس، هرات، نیشاپور او بادغیس هر وخت د خراسان مهم ښارونه ول او هرات هر وخت د خراسان تر ټولو مهم ستراتیژیک او حاصل خیزه ښاروو. مګر حدود یې هر وخت په تغییر کي وه. حدودالعالم وايی چي خراسان یوه ناحیه ده چي مشرق ته یې هندوستان دی جنوب ته یې د خراسان ځیني حدود دي مغرب ته یې د ګرګان علاقې او د غور حدود دي او شمال ته یې د آمو سیند دی. وروسته وايي چي د خراسان او ماوراءالنهر پاچهی پخوا بېلي وې مګر اوس یوه پاچهي ده او د خراسان پاچا په بخارا کي کښيني او د سامانیانو زال دی چي د بهرام چوبین له اولادې څخه دی. ص ۳۸۶

موږ ګورو چي خراسان هم، چي د افغانستان مهم ښار هرات یې یو مهم مرکز وو، کله لوی او کله وړوکی کېدی. کله به له بغداد، کله به له هرات، کله به له ماوراءالنهر، سیستان او غزني څخه اداره کېدی.

وروسته ګورو چي حدودالعالم د همدغه خراسان په ښارونو کي تر هر یوه مخکي غور یادوي ورپسې سیستان، فراه، بُست، زمین داور، غزني، کابل، پروان،  بدخشان د خراسان په ښارونو کي یادوي او د طوس، هرات، بادغیس، نیشاپور او مرو په څېر مهم ښارونه، چي هر وخت په خراسان کي شامل دي نه یادوي. ص ص ۳۹۲-۳۹۳

همدغه بُست، چي مخکي  د خراسان په ښارونو کي یادوي، وروسته يې په همدغه مخ کي د هندوستان په خاوره کي بولي او وايي چي د هیلمند د سیند پر غاړه پروت دی، محکمه قلا لري، ډېري ناحیې او کلي لري او د تاجرانو ځای دی. ص ۳۹۲

بل ځای لیکي« غزنین  او له هغه سره تړلي ښارونه د خلُخ په نوم ترکانو ځای دی او دغه خلخ نومي ترکان ډېر زیات پسونه لري او کوچیان دي او دغه د خلخ ترکان د بلخ، تخارستان  ، بُست او ګوزګانان په شاوخوا کي هم زیات دي مګر غزنین او له هغه سره تړلي ښارګوټي د زابلستان برخي ګڼلي کیږي. پروان له نعمتونو ډک ښار دی، تاجران لري او په هندوستان کي دی» ص ۳۹۳

په همدغه مخ کي د کابل په باب لیکي چي هغه یو ښارګوټی دی چي ډېره ټینګه قلا لري. مسلمانان او هندوان دواړه ژوند پکښی کوي. په دې ښار کي ډيري بتخانې دي او د قنوج راجا تر هغه وخته ځان پاچا نه بولي چي د دغه ښار د بتخانې زیارت یې نه وي کړی او د خپلي پاچهی بیرغ له همدغه ښار څخه پورته کوي. هغه ځای.

په احسن التقاسیم کي یې پوشنج، بادغیس، غرجستان، مرورود، تخارستان، بامیان، طوس، بلخ، غزنين، والشتان، مستونګ، شال، بست، هرات، جوزجان، مروشاه جهان، نیشاپور، بدخشان او ځیني نور ښارونه په خراسان کي یاد کړي دي، چي اکثر یې په اوسني افغانستان کي شامل دي  مقدسي ص ص ۴۳۰-۴۳۱

اصطخری په مسالک و ممالک نومي کتاب کي،  تقریبا همدغه سیمي د خراسان په حدودو کي راوړي او وايی چي د خراسان شرق ته سیستان او هندوستان پراته دي ځکه چي موږ غور، د خلج علاقه او د کابل شاوخوا ټول د هندوستان برخه وشمېرله. اصطخري ص ۲۰۲

په داسي حال کي چي د پخوانیو جغرافیو ډېر زیات کتابونه او آثار کابل د خراسان یو مهم ښار بولي؛ مګر ادریسي د چین، خراسان او سند سره د کابل د نیل، چي وايی کیفیت یې ډېر عالي او مشهور دی، او د پنبه څخه تولید سويو نخي ټوکرانو د صادراتو خبري کوي. ایلیټ اینډ ډاوسن لومړی ټوک ص ۹۲

اصطخري نور تقریبا ټول هغه ښارونه په خراسان کي یادوي چي په حدودالعالم او احسن التقاسیم کي راغلي دي، مګر دا څلور واړه یاد سوي کتابونه او د جغرافیې نور کلاسیک کتابونه خراسان د اقلیم په نامه یادوي. موږ په هیڅ توګه پر هغه باندي د افغانستان او د بېل هیواد نوم اطلاقولای نه سو، بلکه یوازي دونه ویلای سو چي دا سیمي اکثر په اوسني افغانستان کي شاملي وې نه  دا چي د افغانستان پخوانی نوم خراسان یا آریانا وو. له بلي خوا ټول هغه کتابونه چي موږ ته د خراسان په باب معلومات راکوي دونه مغشوش دي چي سړی نه پوهیږي کومه سیمه او کوم ښارونه د خراسان وبولي. ځکه چي که د ادریسي دا قول چي وايي کابل له چین، سیند او خراسان سره د نیل او پنبه اي ټوکرانو تجارت لري جدي ونیسو نو دا به څرنګه معلوموو چي خراسان د کابل کومي خواته او په څونه پراخوالي پروت دی. او که کابل په خراسان کي نه وي او له خراسان سره تجارت ولري نو افغانستان به څرنګه خراسان بولو.کابل خو دلته ځکه په خراسان کي نه راځي چي ادریسي وايي له خراسان سره تجارت کوي. او که د حدودالعالم په قول، بُست او پروان په هندوستان کي وبولو نو بیا به خراسان کوم ځای ته وایو.

په انسایکلوپیډیا آف اسلام کي هم د خُراسان معرفي په داسي توګه سوې ده چي خاصي سیمي ته اشاره نه کوي بلکه وايي چي د اسلام په لومړنیو پېړیو کي د کسپین د بحیرې له جنوبي څنډو څخه تر نیشاپور، مرو، د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا هیوادونه ان تر اندوس او سیند پوري سیمي شاملي وې. په دې توګه سړی په مشخصه توګه هیڅ هیواد د خراسان نامه ته نه سي منسوبولای؛ بلکه د افغانستان په شاوخوا کي ډېرو پرتو هیوادونو لږي او ډیري سیمي په خراسان کي، چي اوس د یوې پراخي سیمي په حیث وجود نه لري، او د ایران د یوه ولایت نوم دی، شاملي وې.

دغه راز، په اته لسمه پېړۍ کي د لوی احمدشاه بابا له خوا، د  افغانستان له تاسیسېدلو څخه مخکي د افغانستان نوم هم دغه ته ورته مغشوش حالت لري.حتی د لومړي ځل لپاره چي په تاریخ نامه هرات کي د افغانستان نوم یاد سوی دی، مطلب یې دغه اوسنی افغانستان نه بلکه بېخي بېله سیمه ده چي هغه اوس د پاکستان د خیبرپښتونخوا  په قلمرو کي شامله ده. د تاریخنامه هرات په نوم کتاب، چي سیف بن محمدبن یعقوب الهروي  له نن څخه تقریبا اته سوه کاله مخکي لیکلی دی، لومړنی اثر دی چي تر شل ځله زیات د افغانستان یادونه کوي. په دې کتاب کي د هرات د پاچا شمس الدین کرت، چي د غوریانو له نسله وو، او د افغانانو د قهرمانانو ملک المار، شعیب افغان او سندان تر منځ د جنګونو تاریخ راغلی دی. د المارافغان سره د ملک شمس الدین کرت د جنګ په باره کي راغلي دي چي دې جنګ نهه پنځوس ورځي دوام وکړ. شمس الدین کرت د تیري قلا په جنګ ونیوله او امر یې وکړ چي المار دوه ځایه کړي یعني عذاب کشه یې کړي. شمس الدین کرت د افغانانو د ځپلو او وژلو څخه وروسته له افغانستان څخه بریالی تکیناباد ته راغی او ملک عزالدین تولک او مبارزالدین محمدنهي یې له دریو زرو عسکرو سره په تکیناباد کي پرېښودل. هروي ص ۲۰۷

سیف هروي، څو څو ځله، په افغانستان کي د افغانانو او ملک شمس الدین کرت ترمنځ د جنګونو یادونه کوي. مګر که تکیناباد، چي پنجوايي یې یو مهم ښار ښودل سوی دی او مرحوم عبدالحی حبیبي یې کندهار یا د کندهار علاقه بولي، په افغانستان کي شامل نه وي او ملک شمس الدین له افغانستان څخه تکیناباد ته راځي نو دا افغانستان کوم ځای ته ویل کیږي؟ د سیف هروي افغانستان اوسنی افغانستان نه وو بلکه د افغانانو ټاټوبي ته، چي د ټولو مورخینو په اتفاق، د سلیمان د غرو لمني وې، افغانستان ویل کیدی. همدغه سیمه ده چي د « روه » په نوم یادیږي او له کابل او ننګرهار څخه، چي کله لا کندهار هم ورسره یاد سوی دی، تر اباسین پوري پروت دی. د اوسني افغانستان تیږه، د اته لسمي پېړۍ په نیمايی کي، لوی احمدشاه بابا کښېښودله، چي له مشهد او نیشاپور څخه تر کشمیر، ډهلي او سیند پوري پراخ وو، مګر افغانستان، د افغانانو د ټاټوبي په حیث، له هغه څخه څه باندي شپږ سوه کاله مخکي موجود وو او افغانانو د نن په څېر په زړه ورتوب او سرښندنو دفاع ورڅخه کوله.

دغه راز ضیاءالدین برني، د څوارلسمي پېړۍ په سر کي، په ملتان کي، د ډهلی د سلطان محمد تغلق په مقابل کي د شاهو افغان د ښورښ یادونه کوي او وايی چي سلطان محمد د شاهو افغان د ښورښ د کرارولو لپاره روان سو او ملتان ته نه وو رسېدلی چي شاهو هغه ته عریضه واستوله او ورته ویې لیکل چي له ښورښ څخه یې لاس اخیستی او د سلطان اطاعت یې منلی دی. شاهو ملتان پرېښود او له خپلو افغانانو سره افغانستان ته ولاړ. برني ص ۶۸۸

 البته برني هغه ټاکلې سیمه نه ښيي او یا یې نه سي ښودلای چي دی یې افغانستان بولي او شاهو افغان هغي سیمي ته تللی او خپلو افغانانو ته یې پناه وړې ده.

د احمدشاه بابا څخه څه باندي څلور سوه کاله مخکي، د مورخ ضیاءالدین برني په شهادت، افغانستان موجود دی خو حدود او ثغور یې معلوم نه دي. د افغانانو ټاتوبی معلوم دی او سیف هروي او برني دواړه په تقریبا یوه سیمه کي د افغانانو او افغانستان یادونه کوي مګر په هغه وخت کي د افغانستان سیاسي حدود معلوم نه وه.

افغانستان دغه اوسنی هیواد دی چي لوی احمدشاه بابا تاسیس کړی او یو وخت یې حدود له مشهد او نیشاپور څخه تر کشمیر او په جنوب کي د هند تر سمندر پوري رسېدل. وروسته یې د لمسیانو د بې کفایتیو، داخلي جنګونو او اېران، انګلیس او سیکهانو د دسیسو او یرغلونو له امله هغه سیمي هم له لاسه ورکړې چي له احمدشاه بابا څخه قرنونه مخکي د افغانستان په نوم یادېدلې او د افغانانو تاریخي ټاټوبی وو.

             ماءخذونه

۱: فردوسي، حکیم ابوالقاسم. شهنامه فردوسي. ۱۸۶۴ چاپ بمبیی

۲: حدودالعالم. مولف نامعلوم. چاپ کابل ۱۳۴۲

۳: اصطخري، ابواسحق ابراهیم. مسالک و ممالک. ۱۳۶۸ هجری چاپ سوم تهران.

۴: مقدسي، ابوعبدالله محمدبن احمد. احسن التقاسیم. ۱۳۶۱ چاپ اول تهران

۵- هروي، سیف بن محمدبن یعقوب الهروي. تاریخنامه هرات. چاپ افسیټ ګلشن. کلکته ۱۹۴۳

۶ـ برني، ضیاءالدین. تاریخ فیروز شاهي. (اُردو) مطبعه قیصر اکاډیمي حیدرآباد.

۷: کهزاد، احمدعلي. د افغانستان پخوانی تاریخ لومړی جلد. ۱۳۳۴ کال کابل.

۸: حبیبی، عبدالحی.  تاریخ مختصر افغانستان. ۱۳۶۸ نشرات سازمان مجاهدین مسلمان افغانستان.

۹: المنشی، محمودالحسینی. تاریخ احمدشاهی. د انش خپرندویه ټولنه. ۲۰۰۱.

۱۰: النرشخی، ابوبکر محمدبن جعفر. تاریخ بخارا. سال ۱۳۶۲، چاپ کابل.

۱۱: تاریخ سیستان. تهران ۱۳۶۶.

12: Forster, George. A Journey from Bengal to England. India 1997.

13: Elliot,S.M and Prof John Dowson. The History of India Vol 1 . 1990 Delhi.

14: Encyclopedia of Islam. 1986.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!