منډيګک
افغان تاريخ

د ارواښاد رشاد یو تاریخي لیک

لطيف بهاند

د روس دريم زار
0 366

افغان ـ روس اړیکي په خپلو یادښتونو کې مې د خپل استاد پوهاند عبدالشکور رشاد دا لیکنه ولیدله:

له احمدشاه بابا نه د تزاري روسيې غوښتنه

د پوهاند عبدالشکور رشاد ليکنه احمد شاه بابا خپله په دې تکل کې و چې د چين پر ضد د ايغورانو،قزاقانو،ازبکانو او د ماورالنهر د تاجيکانو پر ننګه ودرېږي. ددې بحث موضوع د کاشغر شخړه ده چې د چين دولت بريد بر وکړ او دکاشغرستان مسلمانان يې تر خپل لاس لاندې کړل.

دچين او افغانستان په لانجه کې د پترزبورګ د دربار دلچسپي

لوی احمدشاه بابا چې پاچا کېده په دغه وخت کې پترزبورګ د پترزبورګ پر تخت اليزاوته پتروفنا ناسته وه،چې دلوی پتر( ۱۱۳۴-۱۱۳۸)لور کېدله.دپاني پت د لويې غزا او سترې سوبې په وخت کې د روسيې پاچا درېيم پتر (فيدروويچ) و.  تر يو کال پادشاهۍ وروسته هغه خپلې ماندينې دوهمې ايکاترينا الکسيونا، دروسیې دپاچاهۍ واک تر خپل کړ او څلور ديرش کاله يې پاچاهي وکړه.دوهمې ايکاترينې د ملکونو دنيولو هوس درلود . ددې په پاچاهۍ کې روسي لښکر په آذربايجان باکو،شروان او ګنجې ته ورسېدل،له عثماني ترکانو څخه يې کريميا ونيوله ،له پولند څخه يې د اوکراين او سپينې روسيې ځينې سيمې ونيولې.په تاريخ مختصر اروپا کې و آسيا (۴۵۴مخ)کې ليکلي دي: د دوهمې ايکاترينې دپاچاهۍ په څلورديرش کلنه موده کې ،تقريبآ  اووه ميليونه خلک د روسيې پر هغو خلکو زيات شول چې د دوهمې ايکاترينې تر پاچاهۍ دمخه يې په روسي امپراتورۍ کې ژوند کاوه

پوهاند عبدالشکور رشاد

. دوهمې ايکاترينې د لوی پتر د پرمختګ او ملک نيولو سياست (Forward  Policy) پالسي غوره کړه او ددغه سياست پيروي دغه امپراتوره دې ته اړويسته چې د لوی احمد شاه بابا له دربار سره اړيکي ټينګ کړي.هغه ددې لپاره چې ګوندې دافغان قهرمان دلوی احمد شاه بابا او زيار دخپل شرقي رقيب څپانګ لونګ د کمزوره کولو او ځپلو لپاره په کار واچوي. روسي منابع وايي: د دوهمې ايکاترينې دپاچاهۍ په لومړی کال د پترزبورګ دربار په دې خبر شو چې افغان قهرمان د چيني امپراتور څپانګ لونګ سره د جنګ تياري نيسي .په دغه وخت کې څپانګ لونګ د منځني قزاقستان حاکم اويلاوي خان چې پخوا د پترزبورګ دربار ته مايل و ، چينې دولت تابع کړی و او په سايبريا کې د پترزبورګ د پاچاهۍ مضبوضاتو ته يې سترګې  وراړولې وې. دپترزبورګ پاچاههې د خپلو سرحدي مقبوضاتو د ساتنې په فکر کې وه،دچين له دولته سره د لوی احمد شاه بابا د شخړې خبر د پترزبورګ د دربار لپاره لوی زيری و.د ۱۷۶۳ع کال د نوامبر په شپاړسمه(د ۱۱۷۷هه-ق دجمادی الثاني ۱۰)د روسيې دبهرنيو چارو وزارت  هيئت فيصله وکړه چې يو سلطنتي مامور بايد افغانستان ته لاړ شي چې دچين داستعمار طلبۍ په باب احمد شاه درانی نيت او اراده معلومه کړي .ددغې فيصلې له مخې ډېر ژر د کندهار دربار ته د روسيې د دولت ايلچي وټاکل شو.دا ايلچي يو روسي افسر و چې بګدان اسلانوف نوميده،ډېر کالونه يې په ايران کې تير کړي و،په سيمه او لارو بلد و او غالبآ چې فارسي ژبه به يې هم زده وه. روسيې دبهرنيو چارو وزارت ريئسه هيئت خپل ايلچي ته وظيفه ورکړه: ۱- که دلوی احمدشاه  او دچين دشهنشاه څيانګ لونګ ترمنځ جنګ پېښ شي ،احمدشاه بايد ډاډ ولري چې روسي لښکرې دده ملاتړ ته چمتو دي. روسي دولت به دشرقي ترکستان په سيمه کې د احمد شاهي لښکرو له مرستې ځان ونه سپموي. ۲- که دچين او افغانستلن ترمنځ جنګ ونښلي،افغاني منصبداران بايد دروسيي د سرحدي لښکروله مشرانو سره مفاهمه ولری. ۳-بګدان اسلانوف بايد افغاني دولت دې ته وهڅوي چې خپل ايلچي دپترزبورګ دربار ته ولېږي. ۴- بګدان اسلانوف بايد زيار وباسي چې د روسيې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ اړيکی ټيګ ګړي.

د روس دريم زار

د لوی احمدشاه بابا دربار ته د رسيدلو په نيامت بګدان اسلانوف د ۱۷۶۴ ع کال د مارچ په وروستې هفته (د ۱۱۷۷هه-ق) کې له پترزبورګ څخه مخ پر ګندهار وخوځېد. ده ديوه سوداګر په جامه کې شپږ مياشتې سفر وکړ،پس له ډېرو ستونزو او کړاوو څخه د ۱۷۶۴ ع کال د سپتمبر په دوه ويشتمه (د ۱۱۷۸ هه-ق د لومړې خور په پنحه ويشتمه(هرات ته ورسيد،کندهار ځکه پسې ورتير نه شو چې لوی احمد شاه بابا له افغاني لښکر سره د سکهانو دځپلو لپاره هندوستان ته روان و. بګدان اسلانوف،له هراته بېرته روسيې ته راستون شو.احمد شاه بابا يې ونه ليد ،خو دافغانستان په باب يې ډېر ياد دښتونه له ځانسره خپل وطن ته يوړل،دغه يادښتونه  اوس هم هلته خوندي دي. دلته دا خبره هم دياولو وړ ده چې  دروسيې داخله وزارت د ۱۷۶۴ ع کال د اګست پر شپږويشتمه(۲۷ صفر ۱۱۷۸ هه ق) د اورنبرګ او سايبريا واليانو ته رسمي خبر داري ورکړه چې خپلو سرحدی ټاڼو ته خبر ورکړي ،چې که د افغانستان د استازيو ډله د پترزبورګ د دربار په نيامت ،سرحدونو ته راورسېږي،بايد مخه يې ونه نيوله شي. ددې مکتبونو له استولو څخه داسې معلومېږي چې د روسيې دولت د افغاني استازو ورتګ ته سترګې په لاره وو او غوښته يې چې منتظر افغاني سفارت په واسطه د افغاني قهرمان لوی احمد شاه بابا د چين د استعمارګر شهنشاه څپانک لونګ سره هم جنګ ته وهڅوي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!