منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان تاریخي لویې جرګې او پایلې یې

0 605

د افغانستان په معاصر تاریخ کې لویه جرګه له یوې دودیزې قبیلوي جرګې نه پر یوې دودیزې سیاسي هغې اوښتې ده.

لویه جرګه له دوو تورو “لویه” او “جرګه” جوړه شوې، چې دواړه پښتو توري دي، خو ځینې بیا “جرګه” ترکي بولي چې په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي برخو کې د بانفوذه کسانو د غونډېدو په معنا ده.

لکه څنګه چې د افغانستان په رسمي معاصر تاریخ کې راغلي، لومړنۍ لویه جرګه د ۱۷۴۷ کال په اکتوبر میاشت کې کندهار کې جوړه شوې او بیا په وروستۍ یوه سلیزه کې بېلابېلو موخو ته جوړې شوې دي. ځینو تاریخپوهانو په افغانستان کې د جرګو شمېر لسګونه ښودلی، چې تر ټولو مهمې یې په دې مطلب کې راخیستل شوې دي.

۱۱۲۶ هجري لمریز (اکتوبر ۱۷۴۷ز – کندهار، نادر اباد پوځي کلا)

د غړو شمېر: نا مالوم

پایله: د احمد شاه ابدالي د پاچاهۍ تایید

په مشهد کې د نادر افشار له وژل کېدو وروسته، احمد شاه درانی چې د نادر شاه جنګي قومندان و، له هنده مشهد ته پر لاره کندهار کې تم شو او هلته یې د سلطنت اعلان وکړ. دې ۹ ورځنۍ لویې جرګې د هغه واکمني تایید کړه چې د ځینو تاریخپوهانو په اند، له احمد شاه ابدالي سره “بیعت” وشو.

۱۲۲۰ هجري لمریز (۱۸۴۱ ز – (کابل، د عبدالله اڅکزي کور)

غړي: ۱۲ کسان

مشر: محمد زمان خان

پایله: د افغان – انګلیس لومړنۍ جګړه کې د خلکو راغوښتل

د امیر دوست محمد خان تر تسلیمېدو وروسته، د افغانستان پاچا د شاه شجاع د سلطنت تر اعلان وروسته، چې د انګریزانو د پوځ ملاتړ ورسره و، په دې جرګه کې خلک جګړې ته وبلل. په یاده جګړه کې د انګرېزانو تر ماتې او د شاه شجاع د سلطنت تر ړنګېدو وروسته، دوست محمد خان یوځل بیا هېواد ته ستون او دویم ځل واکمني یې پیل کړه.

۱۲۴۴ هجري لمریز، ۱۸۶۵ ز) – کابل)

غړي: ۲۰۰۰

مشر: امیر شیرعلي خان، د افغانستان د وخت پاچا

پایله: د امیر شیر علي خان د واکمنۍ ملاتړ

امیر شیر علي خان د خپلو وروڼو مقابل کې د خپلې واکمنۍ د ټینګولو په موخه لویه جرګه جوړه کړه
امیر شیر علي خان د خپلو وروڼو مقابل کې د خپلې واکمنۍ د ټینګولو په موخه لویه جرګه جوړه کړه

امیر شیر علي خان هغه وخت پراخ ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لرله.

دې جرګې له هغه سره د “بیعت” ترڅنګ د هغه ملاتړ وکړ او د هغه د اوه کلن زوی شهزاده عبدالله ولیعهدي یې هم تایید کړه.

۱۲۷۲ هجري لمریز -۱۸۹۳ز (کابل)

غړي: نا مالوم

مشر: امیر عبدالرحمن خان، د وخت پاچا

پایله: د افغانستان او بریتانیايي هند ترمنځ د ډیورنډ پولې په اړه د ډیورنډ تړون تایید

د دغه تړون له لاسلیکېدو وروسته د افغانستان او بریتانیايي هند ترمنځ پوله مشخصه شوه. وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله لانجې وې.

انګرېزانو د دغه تړون لاسلیکولو مقابل کې هر کال امیر ته یو میلیون او ۸۰۰ زره هندۍ روپۍ ورکولو ژمنه وکړه.

۱۲۹۴ هجري لمریز (۱۹۱۵ ) – کابل)

غړي: ۵۴۰ کسان

مشر: امیر حبیب الله خان، د وخت پاچا

پایله: په لومړۍ نړیواله جګړه کې د افغانستان د بې پرې والي اعلان

حبیب الله خان په لومړي ځل په لومړنۍ نړیواله جګړه کې د خپل بهرني سیاست لپاره له لویې جرګې ګټه واخیسته
حبیب الله خان په لومړي ځل په لومړنۍ نړیواله جګړه کې د خپل بهرني سیاست لپاره له لویې جرګې ګټه واخیسته

په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني او ترکیې ګډ پلاوي له افغان دولت وغوښتل چې د انګرېزانو پرضد جګړه کې داخل شي.

حبیب الله خان دا موضوع په جرګه کې د قبایلو له مشرانو سره مطرح کړه او جرګې د جرمني او ترکیې پلاوي غوښتنه رد کړه او په جګړه کې یې د افغانستان بې پرې والی تصویب کړ چې د انګرېزانو او روسیې د خوښۍ لامل شو.

۱۱ وږی ۱۳۲۰ هجري لمریز – سپتمبر ۱۹۴۱) – کابل

غړي: ۸۰۰ کسان

مشر: محمد هاشم، د وخت د پاچا محمد ظاهر شاه لومړی وزیر او تره

پایله: په دویمه نړیواله جګړه کې د افغانستان د بې پرېوالي اعلان او له هېواده د جرمني او ایټالیايي وګړو ایستل.

په دې جګړه کې او د ټلوالې (پخواني شوروي او بریتانیا) له خوا د ایران له نیواک وروسته، له جګړې نه د افغانانو لیرې پاتېدو اندېښنې ډېرې کړې. دې لویې جرګې دوه ورځې دوام وکړ، چې بالاخره په جګړه کې یې د افغانستان په اړه د بې طرفۍ اعلان وکړ.

د افغانستان دولت په دې جګړه کې د ‘ټلوالې’ په نامه هېوادونو غوښتنه د لویې جرګې په تایید سره له هېواده د ۱۸۰ جرمني سلاکارانو او کارپوهانو او ۸ ایټالیايانو د ایستلو پرېکړه وشوه.

۲۲ لړم ۱۳۲۸ هجري لمریز – نومبر ۱۴، ۱۳۴۹ ز – کابل

غړي: ۴۵۲ کسان

مشر: محمد ګل خان

پایله: د ‘پښتونستان’ په قضیه کې د افغانستان د دولت د سیاست تاییدول

په ۱۹۴۷ کال د هند او پاکستان تر خپلواکۍ اخیستو وروسته، د افغانستان دولت افغان پولې ته څېرمه پر قبایلي سیمو د پاکستان له خوا حاکمیت منل رد کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. افغان دولت ټینګار درلود چې ددغو سیمو پښتون مېشتي وګړي باید د خپل سیاسي برخلیک ټاکلو پرېکړه پخپله وکړي.

د افغانستان دولت دا سیمې د ‘پښتونستان’ په نامه یادې کړې او د قومي، مذهبي او ژبنیزو مشترکاتو له کبله یې د قبایلو ملاتړ کړی.

دې جرګې د دولت د دغه سیاست ملاتړ وکړ او د ډیورنډ تړون (۱۸۹۳)، د افغان-انګلیس ترمنځ تړون (۱۹۰۵)، د راولپنډۍ تړون (۱۹۱۹) او د افغان – انګلیس ترمنځ (۱۹۲۱) تړون یې بې باوره اعلان کړل.

ژمی، ۱۳۰۱هجري لمریز- ۱۹۲۳ز) – جلال آباد)

غړي: ۸۷۲ کسان

مشر: امان الله خان، د وخت پاچا

پایله: د لومړني اساسي قانون تصویبول

امان الله خان هڅه کوله د لویو جرګو له لارې د خپلو اصلاحاتو راوستلو لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي
امان الله خان هڅه کوله د لویو جرګو له لارې د خپلو اصلاحاتو راوستلو لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي

په دې جرګه کې د هېواد د ختیځو او سوېلي سیمو د قبایلو مشران او حکومتي چارواکي ګډونوال وو او پاچا د افغانستان لومړنی اساسي قانون جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې کړ. خو جرګې پرېکړه وکړه چې دا قانون به د هېواد د ټولو سیمو د استازو په یوه بله جرګه کې تصویب شي.

دغه قانون د “د افغانستان علیا دولت نظامنامه” په نامه یاد شوی، چې پر ملي یووالي، شخصي ازادۍ، د وګړو مساوي حقونو او له عاید سره د متناسبې مالیې پر ورکړې یې ټینګار درلود.

۱۳۰۳ هـ ۱۹۲۴ ز – پغمان، کابل

غړي: ۱۰۴۶ کسان

مشر: امان الله خان، د وخت پاچا

پایله: د اساسي قانون تعدیل

دې جرګې په لویه جرګه کې تصویب شوی اساسي قانون په جلال اباد ښار کې تعدیل کړ او د امان الله خان د واکمنۍ له خوا یې ځینې اصلاحات تایید کړل.

په دې جرګه کې د لومړي ځل لپاره له پټې رای اچونې ګټه واخیستل شوه. د جرګې غړو په جرګه کې د مطرح شویو مسلو په اړه سپینه رایه د موافقې رایې او توره رایه د مخالفې رایې په توګه وکارولې. هر غړي په یوه ځانګړي لوښي کې رایه اچوله.

وږی ۱۳۰۷هـ -۱۹۲۸میلادی) – پغمان، کابل)

غړي: ۱۱۰۰ کسان

مشر: امان الله خان، د وخت پاچا

پایله: له ۱۵۰ غړو د ملي شورا جوړېدل، د عسکري خدمت اجباري کېدل او د حجاب لیرې کول

د ۱۳۰۷ کال لویه جرګه کې د امان الله خان مېرمنې ثریا په دودیزه جرګه کې له حجاب پرته ګډون وکړي

اروپا، پخواني شوروي او ترکیې له سفره د امان الله خان تر ستنېدا وروسته، په هېواد کې د اصلاحاتو لپاره یو لړ پروګرامونه پیل کړل، چې د ځینو له کلک مخالفت سره هم مخامخ شو.

د جرګې غړي یې په لوېدیځو جامو اغوستلو مجبور کړل او ملکې ثریا د لومړۍ مېرمنې په توګه له بشپړ حجاب پرته د جرګې په ناسته کې ګډون وکړ. شاه نورې ښځې هم دې کار ته وبللې.

۱۳۰۹ هـ -۱۹۳۰ ز) – کابل)

غړي: ۳۰۱ کسان

مشر: محمد هاشم، د وخت د پاچا محمد نادر خان لومړی وزیر او ورور

پایله: د نادرخان د پاچاهۍ ملاتړ او د هېواد د دویم اساسي قانون چمتو کولو لپاره د پلاوي ټاکل

د امان الله خان د اصلاحاتو راوستلو له ناکامۍ ۹ میاشتې وروسته نادر خان بیا واک ته ورسېد او حبیب الله کلکاني یې د سوېل قبایلو ته وسپاره چې بالاخره ووژل شو.

نادر خان د خپل واک د ټینګولو لپاره د ټولنیز ملاتړ ترلاسه کولو په موخه لویه جرګه جوړه کړه چې ډېره مرسته یې هم ورسره وکړه

۱۸-۲۹ وږی۱۳۴۳ هـ۱۹۶۴ ز) – کابل)

غړي: ۴۵۲ کسان

مشر: محمد ظاهر شاه، د وخت پاچا، نائب رئیس ډاکټر عبدالظاهر

پایله : د ډیموکراټیک ګوند د اساسي قانون تصویب

شاه د اصلاحاتو په راوړلو سره ترونه او تره زامن عملاً له واکه لرې کړل، ځکه چې په هغه وخت کې مهم دولتي پوسټونه او رښتیني قدرت د هغوی په لاس کې و.

د اساسي قانو د مصوبې له مخې دغه لویه جرګه کې، په حکومتي ادارو او سیاسي برخو کې د شاهي کورنۍ قدرت منع او پر ځای د وزیرانو ټاکل پارلمان ته پرېښودل شول. د قواو بېلتون ، د رسنیو ازادي، د سیاسي ډلو او د حقونو برابري په دغه قانون کې ځای پر ځای شوي وو.

دغه قانون همدا راز د بن کنفرانس لخوا په ۱۳۸۰ کال کې د هېواد د اساسي قانون په صفت ومنل شو او د ۱۳۸۲ کال پورې د منلو وړ و.

۱۰-۲۵ سلواغه ۱۳۵۵هـ ۳۰جنوری-۱۴ فبروری ۱۹۷۷ز) – کابل)

غړي: ۳۴۹ کسان

مشر: ولسمشر محمد داود خان، مرستیال عزیزالله واصفي

پایله: د اساسي قانون تصویب او د ولسمشر په صفت د محمد داود خان ټاکل.

سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ د مشروعیت د پایې ټینګښت لویې جرګې ته وسپاره

د انځور حقوق.

Image captionسردار محمد داود خان د ولسمشرۍ د مشروعیت د پایې ټینګښت لویې جرګې ته وسپاره

په ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په ۲۶ د یوې کودتا په پایله کې سردار محمد دواد خان واک ته ورسېد او سلطنتي نظام او اساسي قانون یې لغوه کړ. په دغه جرګه کې د ۱۳۰ کسانو په اړه یې ویل کېدل په ځانګړي ډول د ولسمشر لخوا ټاکل شوي او دا جرګه تر ډېره فرمایشي یاده شوې وه. همدې جرګې سردار محمد داود خان د شپږو کلونو په موخه ولسمشر وټاکه.

۱۳۶۴ (۱۹۸۵) – کابل، د پل تخنیک پوهنتون)

غړي: ۱۷۹۶ کسان

مشر: عبدالرحیم هاتف، مرستیال رئیس عبدالواحد سرابي

پایله: د دولت له بهرني او کورني سیاست نه ملاتړ

وروسته له هغې چې د افغانستان د خلق ډموکراټیک ګوند واک ته ورسېد په ۱۳۵۷ کال د ثور په میاشت کې یوه لویه جرګه جوړه شوه چې هدف یې ټولنیزو او سیاسي مسایلو لپاره د حل لار وه.

ددې جرګې د ببرک کارمل د ولسمشرۍ پر مهال ترسره شوه چې تر ډېره یې هدف بهرنۍ سیاست او له مجاهدینو سره مصالحه وه.

۸-۹ لیندۍ ۱۳۶۶ -۲۹-۳۰ نومبر ۱۹۸۷ – کابل، د کابل پل تخنیک پوهنتون

غړي: معلوم نه دي

مشر: عبدالرحیم هاتف

پایله: د شپږم اساسي قانون تصویب او د ولسمشر په توګه د ډاکټر نجیب الله ټاکل.

نجیب الله او ترې وړاندې ببرک کارمل هم د کورنیو مسلو د حل په موخه لویو جرګو ته مراجعه کړې

وروسته له هغې چې ببرک کارمل له واکه ولوېد او ډاکټر نجیب الله واک ته ورسېد هغه په حزب کې د اصلاحاتو تصمیم ونیوه نجیب الله د دې کار لپاره ملي پخلاینه او په اساسي قانون کې د تغیراتو وویل چې دغه کار د جرګې لخوا تعدیل کړل شو.

په دې قانون کې اسلام د هېواد رسمي دین او حنفي او جعفري مذهبونه په رسمیت وپېژندل شول، له دې وړاندې یوازې حنفي مذهب په رسمیت پېژندل کېده، دغه قانون په ۱۳۶۹ کال کې یو وار بیا تعدیل کړای شو.

دې جرګې همدا راز ډاکټر نجیب الله د شپږو کلونو په موخه د ولسمشر په توګه غوره کړ.

۱۳۸۱ ،۲۴وری- ۱۱غبرګولی – کابل ـ اضطراري لویه جرګه

غړي: ۱۵۵۱ کسان

مشر: اسماعیل قاسمیار

پایله: د لنډمهالي دولت د مشر په توګه د حامد کررې ټاکل.

ظاهر شاه د افغانستان اضطراري لویه جرګه پرانیسته

دغه لویه جرګه د بن جلسو د تصمیم پر اساس د ۲۰۰۱ میلادي کال په سپټمر میاشت کې د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې تر سره شوه او پایله یې دا شوه چې په افغانستان کې موقت دولت رامنځ ته شو، لویه اضطراري جرګه د لومړي ځل لپاره د یوولس سلنه مېرمنو د ګډون شاهده هم وه چې رایه یې وکاروله.

ددې جرګې دنده د بن جلسو د مصوبو پر اساس د افغانستان د انتقالي حکومت لپاره د اتلسو میاشتو په موخه د ولسمشر ټاکل و، د جرګې غړو د څو تنو نوماندانو له کتاره حامد کرزی ددې مقام لپاره غوره کړ، په دې جرګه کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن هم د ولسمشرۍ لپاره نومانده وه چې چندان رایه یې خپل نه شوه کړای.

لیندۍ ۱۳۸۲- کابل – د اساسي قانون لویه جرګه

غړي: ۵۰۰ کسان

مشر: صبغت الله مجددي

پایله: د اتم اساسي قانون تصویب

د ۲۰۰۱ سپتمبر - د جرمني بن د مصوبې پربنسټ د افغانستان د اساسي قانون لویه جرګه
د ۲۰۰۱ سپتمبر – د جرمني بن د مصوبې پربنسټ د افغانستان د اساسي قانون لویه جرګه

دغه جرګه هم د بن جلسو د مصوبی له مخې د ۲۰۰۱ کال په سپټامبر میاشت کې تر شوه او د اساسي قانون مسوده جوړه شوه.دا قانون د افغانستان د ښو قانونو څخه شمېرل کېده،……. یو شمېر کسانو په دې قانون کې د جمهوري ریاستي نظام نا مناسب او د هغې د تعدیل غوښتونکي و او د جمهوري پارلماني نظام غوښتنه یې کوله.

غبرګولی ۱۳۸۹ هـ -جون ۲۰۱۰ ز- کابل د سولې مشورتي لویه جرګه

غړي: ۱۶۰۰

مشر: برهان الدین رباني

پایله: د حامد کرزي د حکومت د سولې د پروګرام تائید.

که څه هم یو شمېر منتقدینو د ښاغلي کرزي له لوري دغه جرګه فرمایشي او غیر قانوني یاده کړه، خو کرزي د هغوی وړاندیزونه ومنل او عملي یې کړل.

په دې جرګه کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا جوړه شوه
په دې جرګه کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا جوړه شوه

ښاغلي کرزي د دغو وړاندیزونو په لړ کې ګڼ طالب بندیان خوشي کړل او د برهان الدین رباني په مشرۍ یې د سولې عالي شورا جوړه کړه.

ښاغلی رباني د سولې عالي شورا د مشر په توګه یوه لیدنه کې ځانمرګي برید کوونکي وواژه.

۲۵ لړم، ۱۳۹۰ هـ (۲۰۱ز) – له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو په اړه مشورتي جرګه- کابل

غړي: تر ۲۰۰۰ ډېر

مشر: صبغت الله مجددي

پایله: دودیزې مشورتي لویې جرګې د ۷۶ مادو په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون ملاتړ وکړ.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې لویه جرګه له یوې دودیزې ناستې پر یوه سیاسي دود اوښتې
د افغانستان په معاصر تاریخ کې لویه جرګه له یوې دودیزې ناستې پر یوه سیاسي دود اوښتې
سرچينه د افغانستان تاریخي لویې جرګې او پایلې یې
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!