منډيګک
افغان تاريخ

د امیر حبیب الله خان په دوره کي د وسلو قاچاق

امير حبيب الله خان د لمانځه لپاره د فيل څخه کښته کيږي... دامير پرسر شاپو خولۍ ده.
0 431

 

د امیر حبیب الله خان په وخت کې د وسلو قاچاق دومره زور اخیستی و، چې حتی په کابل کې یې کاروانونه تېرېدل او مقاماتو هم څه نه ورته ویل. د خلکو لاسونو ته په دومره زیات شمېر د رنګارنګ وسلو لوېدلو د امیر قدرت او سلطې ته ځکه تاوان رساوه، چې هم په ازادو قبایلي سیمو کې د انګرېزانو پر ضد پرله پسې شورشونه روان وو او هم په داخل کې. د هېواد په تقریباً ټولو اطرافي علاقو کې ناکرارۍ روانې وې، دا هغه پدیده وه چې د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې یې چندانې تصور نه شو کېدلای. د همدغه کتاب د اووم ټوک په ۱۸۱م مخ کې د اګسټ د یوولسمې په رپوټ کې راغلي دي:

«د کندهار یوه خان فضل الله امیر عبدالرحمان خان ته شل روسي طلاکار ټوپکونه په سوغات کې راوړل. کله چې امیر پوښتنه ورڅخه وکړه چې دا ټوپکونه یې څرنګه لاسته ورغلي دي، هغه په ځواب کې ورته وویل چې په پیسو یې اخیستي دي. امیر پر هغه سړي باندې بد ګومانه شو او داسې ګومان یې وکړ چې هغه به د روسانو سره اړیکې لري. هغه یې رخصت کړ او ورته ویې ویل چې په چنداول کې به اوسېږي او کله چې هغه له درباره ووت، نو امیر کوټوال ته امر وکړ چې پټ یې بندي کړي. کوټوال هغه سړی د امیر د امر سره سم په هغه شپه بندي کړ».

امیر عبدالرحمن هېچا ته د ټوپک او توفنګچو ساتلو اجازه نه ورکوله او د هغه په وخت کې د وسلو قاچاق د ستونزې په حیث مطرح نه و. د وسلو قاچاق د امیر حبیب الله خان په وخت کې ځکه یو ډول زور واخیست، چې د افغانستان په هره سیمه، ازادو پښتني قبایلي سیمو او د آمو د سیند پر پورې غاړه یې ډېر زیات خریداران درلودل. دا وسلې د بلجیم د انټورپ (Antwerp) له ښار څخه په بېړیو کې د عُمان بندر ته وړل کېدلې او د عمان له بندر څخه د فارس د خلیج له لارې په دښتو او غرنیو سیمو کې د منظمو او ډېرو زیاتو وسله والو سړیو په بدرګه افغانستان، ازادو قبایلو، ترکمنستان، ازبکستان او نورو سیمو ته ورتللې. عُمان پخپله ۳۰ زره میله مربع ساحه وه او د دومره پراخې مستقلې سیمې، چې په خپلو چارو کې یې د چا مداخلې ته هم اجازه نه ورکوله، کنټرول اسانه کار نه و. د عُمان له بندر څخه تر افغانستانه پر بېلابېلو لارو باندې د لویو قومي او قبایلي مشرانو مستحکمې کلاوې وې چې په هره یوه کې یې خطرناک وسله وال سړي اوسېدل او د زیاتو پیسو په بدل کې یې د وسلو د قاچاقبرانو ساتنه کوله. که څه هم چې د دغو وسلو یوه برخه هم انګرېزانو او ایراني چارواکو را ګرځوله، خو ډېره زیاته برخه یې بیا هم افغانستان ته داخلېدله او کله چې به دا وسلې د افغانستان خاورې ته ننوتلې، بیا نو د قاچاقبرانو او د وسلو د کاروباریانو لپاره هرې سیمې ته رسول یې اسانه کار و. که څه هم چې د وسلو دغو کاروانونو د افغانستان وضع بې ثباته کوله، خو تر ټولو لویه ستونزه یې برېټانیا ته پېښه کړې وه. د برېټانوي هند مقامات په دې حقیقت پوهېدل چې په بشپړه توګه د وسلو د قاچاقبرانو او کاروانونو مخه نه شي نیولای، نو کوښښ یې کاوه چې تر څو یې وس رسېږي، په هغه اندازه یې کنټرول کړي. انګرېزانو ته یوه بله ستونزه د پښتنو شتمن کېدلو پېښه کړې وه، چې د هند په خاوره کې یې د تجارت او کاروبار له لارې ښې ډېري پیسې پیدا کړې وې او پخپله یې د وسلو کارو بار ته لاس اچولی و. نور دا هغه پښتانه نه وو چې د ډېرو لږو پيسو په بدل کې به یې ځانونه لویو خطرونو ته ورکول او یا به یې یوازې د انګرېزانو له چوڼیو څخه په تښتول شویو وسلو له هغوی سره جنګونه کول. اوس یې کله کله، د وسلو د دغه کاروبار او قاچاق له لارې، داسې عصري ټوپکونه او مهمات ترلاسه کول، چې له انګرېزي وسلو سره به یې بشپړه سیالي کوله. نیویل ص ۳۶۶-۶۷

د دغو وسلو یو لوی مرکز پخپله د کابل ښار و او د کابل د حکومت تر سترګو لاندې په کاروانسرایونو کې وسلې خرڅېدلې او تبادله کېدلې. په کابل کې د انګرېزانو د حکومت استازی، چې د دې مضمون تقریباً ټول رپوټونه د هغه په حواله دي، فقیر سید افتخارالدین د ۱۹۰۸ ز کال د سپټمبر پر شپاړسمه په خپل رپوټ کې لیکي، چې د اپریدیو او د تېرا د اوسېدونکو یوه بله دوه سوه څلوېښت کسیزه ډله کابل ته را ورسېده. د دوی ملکان نور خان، احمدعلي او یعقوب نومېږي. له دوی سره د نورالله په نوم یو ملا ملګری دی. له دې ډلې سره درې سوه ټوپک او مهمات دي. میرصاحب جان او ملګرو یې نور ټوپک هم واخیستل. د انګرېزانو استازی وروسته لیکي:

«حکومت د وسلو او مهماتو پر قاچاقبرانو باندې هېڅ ډول محدودیتونه نه وضع کوي. له دوی څخه نه د وسلو د واردولو او نه صادرولو په وخت کې مالیه اخیستله کېږي. د امیر رعیت، د هغه له غوښتنې سره سم، ښه په وسلو سمبال دی. کله چې خلک د وسلو او مهماتو په تجارت کې، د افغانستان د حکومت اسانتیاوې ویني، نو د افغانستان له هر لوري او سرحدي سیمو څخه د کابل خواته توجه کوي. د کابل په بازارونو کې دغه ګړی په زرهاوو ټوپک خرڅېږي او داسې ښکاري چې دوی غواړي د برېټانیې د حکومت د تېري او یا د برېټانیې پر حکومت باندې د یرغل په صورت کې کار ورڅخه واخلي. سړی دا هم ویلای شي چې بېلابېل قبایل له یوه بل سره دښمنۍ لري او غواړي چې د یوه بل پر ضد ځانونه په وسلو سمبال کړي. مګر اصلي هدف یې له انګرېزانو سره جګړه ده».

د انګرېزانو استازی د اګسټ د نهه ویشتمې په رپوټ کې لیکي، چې عبدالله خان شلګري له مسقط څخه اته لس سوه ټوپک را بار کړي وو. برېټانوۍ سمندري ګزمې نهه سوه ټوپک ورڅخه ونیول او باقي پاته نهه سوه یې کابل ته را ورسول.

د برېټانیې همدغه استازی د همدغه کال د نومبر په یوولسمه رپوټ ورکوي، چې جلال خان شپږ سوه ټوپک او دادشیر دوه سوه ټوپک کابل ته د خرڅلاو لپاره راوړي دي. د وسلو دا شمېر به کله کله دومره زیات شو، چې سړی نه پوهېږي د عُمان له بندر څخه تر کابل پورې، د انګرېزانو د پوځیانو او سمندري ګزمو له دومره زیاتو خنډونو سره سره، څرنګه تر کابل پورې رسېدلي دي. کله چې سړی د کابل تر بازارونو پورې د رسېدلو وسلو شمېر ته ګوري، نو د دغه خطرناک تجارت او قاچاق د اصلي حجم په باره کې سم اټکل کولای شي.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د ډسمبر د شپاړسمې په رپوټ کې لیکي: «دوه اوښان چې ۱۶۰ ټوپک ورباندې بار وو، تېره اونۍ د خرڅلاو لپاره را ورسېدل. مالکان یې وايي چې شپاړس پر وسلو بار اوښان یې د غزني حاکم را ګرځولي دي. دوی وايي چې له هغه سره دعوه به ژر فیصله شي او وسلې به د پسرلي په موسم کې کابل ته ورسېږي».

که پر هر اوښ باندې اتیا ټوپک بار وي، نو په دې توګه د شپاړسو اوښانو بار ۱۲۸۰ ټوپک کېږي او د استازي له خبرو او رپوټونو څخه ښکاري، چې دا تجارت همداسي روان و. د وسلو دغه تجارت او قاچاق د دویمي نړیوالې جګړې تر پایه پورې دوام وکړ او د انګرېزي استعمار او په وروسته کې د پنجاب د واکمن حکومت پر ضد مشهور مجاهد او مبارز، ایپي فقیر یوه اندازه وسلې له دې لارې تر لاسه کولې.

د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د اکټوبر د اوومې په رپوټ کې لیکي: «اته تنه زخه خېل نن د وسلو د رانیولو په حال کې ولیدل شول. له هغوی څخه د یوه نوم علاءالدین دی. د سپټمر پر نهه ویشتمه لوهاني سوداګرو پنځه سوه نور ټوپک، د خرڅلاو لپاره بازار ته راوړل. د وسلو ځینې خرڅوونکي وايي چې دوی به اوس دیره اسمعیل خان ته ځي او هلته به څو میاشتي پاتېږي. له هغه ځایه به سکر ته ځي او هلته به شالونه پلوري. دوی به د اپرېل په میاشت کې کراچۍ ته ورسېږي او له هغه ځایه به بېرته خپل هغه ځای ته، چې وسلې ورڅخه راوړي، روانېږي. دوی وايي چې دا ځل یې ځکه ډېر تاوان وکړ، چې د برېټانیې حکومت ډېرې زیاتې وسلې ورڅخه ونیولې».

په دې ترڅ کې به کله کله عجیب او غریب عملیات کېدل. پښتانه به په ځانونو خبر نه و او د انګرېزانو استازي به د ملګرو یا ترجمانانو په حیث ورسره روان شول. مخکې له هغه چې دوی په عملیاتو پیل وکړي، د نقشو رپوټونه به یې د انګرېزانو پوځ ته رسېدلي وو. د انګرېزانو استازی په همدغه رپوټ کې لیکي: «یوڅو تنو د خیبر اوسېدونکو، چې زما یو دوست هم ورسره ملګری و، له یوه ترکي انجنیر سره چې د باروتو په جوړولو کې ماهر دی او پوهېږي چې بم څرنګه جوړ کړي، وکتل. دوی له هغه څخه وغوښتل چې د بمونو د جوړولو طریقه ورته وښيي او د موادو پیسې به یې ورته تادیه کړي. تر هغه وخته پورې چې د خیبر دغه اوسېدونکي په کابل کې وو، دوه درې ځله یې له ترکې انجنیر سره وکتل. که دوی د بمونو په جوړولو کې بریالي شي، نو د دوی لومړی هدف به د (سرجورج) روس کېپل یا جلالتماب لارډ کیچنر وژل وي».

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!