منډيګک
افغان تاريخ

د تاریخ بله ورکه

محمد قسیم ځیر

0 262

انسان چې کله ښي او کیڼ لاسونه وپېژندل ورسره سم یې د خپلو احساساتو د ښودنې په لټه کې شو. هماغه وه چې د خوشالۍ پر وخت یې لاسونه ښکته او پورته اچول پيل کړل چې مونږ ورته اوس نڅا وایو. د ګډا دمخينې په اړه دومره ویلای شو چې له تاریخه مشره ده. نڅاوې د فرهنګ له ډيرو مهمو برخو څخه دي. د ګډا ارزښت د کلتوري هویت او د ملتونو د روح په تاریخي څېړنه کې هم ډيره غټه ونډه لري. د سیمو او فرهنګونو رنګارنګوالي په رقص کې هم تنوع رامنځته کړه. په ځينو لرغونپالو او لرغونپاتو کلتورونو کې خو ان د غم پرمهال هم اوږې اچول کیږي چې شمال ختیځ نورستان او کلاشیان یې بېلګه یادولای شو.
افغاني ټولنه چې پر کولیکټویزم ولاړه ده نو هر څه مو له نورو سره ګډ او نورو پورې تړلي دي. اشر(پګړه) اتڼ، جرګه … ډلیز ټولنیز فعالیتونه دي خو دلته په یو بیخي ورک کرکټر باندې رڼا اچوو چې هم یوه کومیډي او هم یوه مستقله نڅا ده.
پيخړۍ یا پينخړۍ هغه لرغونی افغاني ناټکي( جوکر) دی چې د ودونو، سنتونو، کوژدنو او نورو شادیو کې به راوستل کیده. لوي کالي به یې اغوستي و چې د پرتوګ له پاسه به یو کشکي پتلون ته ورته شی هم پرځان کړی و. کله کله به یې له ملا کمربند هم تاړه. ډول او سورنی به چې وغږول شو نو وار به پيخړۍ ته ورغی. ټول خلک به ګرد چاپېره ولاړ وو او ده به نڅل. نڅا یې د جمناستیک لوبې ته ورته وه. ټوپونه به یې اچول، کله کله به یې د مټېق او چونګښې پېښې هم کولې. یو نیم ماشوم به یې په دا دویم کشکي پرتوګ کې اچوه چې دا یې سیالبینو ته ډير جالب و( البته چې دا ناوړه عمل دی).
د پيخړۍ ننداره د هغه وخت خلکو ته ډیره په زړه پورې وه. له لرې لرې سیمو څخه به ورته خلک راتلل. ځوانان، سپينږي او واړه به یې له خندا تک شنه اوړلي وو. څرنګه چې خندا او طنز په ایجاد کې نامعمولتیا غډه ونډه لري نو پيخړۍ د خپل عصر تر ټول بې مثاله ناټکي و. دځینو حیواناتو اوازونه به یې ویستل چې د کوچي او دېشیني سپي جګړه ډيره مشهوره ده. یوځل به یې د کوچياني سپي اواز کاوه او بیا به یې د دېشیني سپي پېښې کولې. دکوچیانو په ښادیو کې به کوچیاني سپي ګټله او د دیشینو په خوښیو کې به د هغوسپي بر وه. د سپیو د جګړې تمثیل او پر کوچي او ناکوچي د سپو ویشل د هغه وخت د طبقوي تضادونو ښه لاسوندی او لومړی درجه ماخذ هم ګڼلای شو. دې ټولنیز تقابل به پيخړۍ ته د ډيرو لوټونو د راټولېونې زمینه برابره وله.
کله کله به چې د ډيرو ملاقونو او ګډا ستړی شو نو بیا به یې ټوکو ته مخه کړه. هغو پيخړیو چې ښه اواز درلود مزاحي سندري به یې هم ویلې. ډيری وخت به داسندرې له ملا، ملک، حاکم(ولسوال) خان او سرخیل د ظلمونو پر وړاندې بغاوت و. د پيخړۍ ټوکې زیاتره نامناسبې او پوچې وې( جنسي اړخ یې درلود). کله کله به پرې کوم سپينږیري اواز وکړ چې پيخړۍ د ایوانانو خیال ساته، دستي به بل چا غبرګه کړه چې رښتیا وايي هلکه له چوکاټه مه وځه. زما د معلوماتو له مخې پيخړۍ د هیواد په ختیځه او سویل ختیځه سیمه کې ډير عام و. دوئ له دودیزو قومي ټوکمارانو او ناټکمارو سره څرګڼد توپير لاره. پښتانه د نړۍ په هنر خوښو ملتونو کې راځي خو شاید طاق خلک وي چې هنر مند ته په سپکه سترګه ګوري.
پيخړۍ د ټولنې کښته او اخره پوړې وه. ډيری وخت به دوئ مهاجر او یا بې قومه یتیمان وو، سره ددې چې خلک به یې ډير خندول مګر د ولس ترمنځ یې د ټيټ او غورځېدلي قشر حیثیت لاره. په ځينو لهجو کې اوس هم پيخړۍ د ناوړه صفت په توګه کارېږي. افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري ولې د کلتوري تاریخ په نامه او موضوغ یو پوهنغونډ یا حتی غني اثر هم و نه لیکلی شو. که چيرته څوک دا تیږه اړوي نو تمنا ده چې په دې اړه ساحوي څېړنه وشي او د لرغوني ملي هنر په پېژندنه او ثبتونه کې مو پيخړۍ له یاده ونه وځي.
اخذونه
د لیکوال د کوښښ باوجود هم په دې اړه هیڅ لیکلی سند تر لاسه نه شو چې دا په خپله د افغانستان د کلتوري، هنري او ټولنیز تاریخ تشه ښکاره کوي. هیره دې نه وي چې حبیبي صاحب په شلمه سدۍ کې د افغانستان د هنر په اړه کتاب لیکلي ولې په هغې کې هم د پيخړۍ ته اشاره نه ده شوې. په لیکنه کې ورکړل شوي معلومات دختیځ کابل او ننګرهار د سپینږیرو دي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!