منډيګک
افغان تاريخ

د تېمور شاه په وخت كې لښكر كښۍ

سر محقق علي محمد منګل

هرات، ۱۸۰۰ع
0 345

د تېمورشاه شخصيت:
تېمورشاه په طبيعي توګه يو سوله غوښتونكى او د جنګ نه بيزار انسان و، همدا وجه وه چې د حكومت د ښه انتظام سره سره د هغه نه د سلطنت او خاورې د سرحدونو او صوبو د اّزادۍ كوښښونه شروع شول د تېمورشاه په پوهه كې څه شك نشته.
فرېر وايي چې د تېمورشاه حكومت په افغانستان كې په عدل او انصاف مشهور دى، مګر له دې سره دى د پښتنو د ژوند په خلاف د نورو د فكر او معاشرت خوښووكى وو.
نور موْرخين وايي، چې تيمورشاه د پښتني كلچر په پرېښودو سره دومره افراط وكړ، چې ده او دده درباريانو پښتو ژبه هم هېره كړه او پر ځاى يې فارسي ژبه او كلچر د كابل په دربار كې لوړ ځاى ته ورسوله دا وجه وه چې د تيمورشاه له دورې څخه د پښتو ژبې زوال پيل شو په دې وخت كې د دوتر ژبه فارسي وه له دې عيبونو پرته تيمورشاه ډېر پوه او لايق پادشاه و.

اعليحضرت تيمور شاه د خپل سلطنت او حكومت په دوره كې په كورينو پېښو سر بېره پنځه واره هند لوري ته خپلې لښكرې د پلار د امپراتورۍ د سرحدونو د ساتلو د پاره ولېږلې او په ياغي شويو سيمو باندې يې كلك يرغلونه تر سره كړل دده دا حملې او يرغلونه په ترتيب او وار سره په 1774، 1779، 1780، 1785، او 1788 ميلادي كلونو كې پيښ او ترسره شول دى په دې كلونو او وخت كې د سېكهانو ځپلو او اېلولو ته متوجه وو، دا شان تيمورشاه د خپلې پادشاهۍ او حكومت په وخت كې درې واره د غرب په لور ، يو ځل د سند او شمال لورې ته خپلې لښكرې او فوځي بريدونه ترسره كړل(1) ددې د پاره ، چې دا اّهمه موضوع څه روښانه شوې وي ؛ نو په لنډه توګه داسې ورته ځير كېږو :
د لوى احمدشاه بابا د مرګ نه وروسته څه وخت ، چې سېكهان دتيمورشاه د سلطنت په لومړيو وختو كې دده له كورنيو ستونځو او د هغه د عيش او هوسا ژوند نه خبر شول ، له دې حال او وضعې نه يې دا هيله د ځان سره غوټه كړه ، چې د تيمورشاه د كورنيو شخړو نه به موږ اوس د فرصت او وخت په غنيمت سره د ځان د اّزادۍ په ګټه استفاده وكړو؛ نو يې دا وخت د بل هر وخت نه ډېر زيات ښه وګاڼه او ددې موقع نه په استفاده كولو سره يې پر ملتان بريدونه وكړل څه وخت ، چې درانى تيمورشاه د دوى له دې سرغړونې نه خبر شو په پوره او بشپړ ډول يې د كورني او داخلي اړودوړله مخې ونه شواى كولاى ، چې د بېګانه دښمن د دغه حركت او تيري مخه ونيسي خو سره له دې يې هم د دوى ټكولو ته ملاوتړله او هغې خوا ته دعسكري كلك فوځ سره ور روان شو د تيمورشاه فوځي پېښې، چې پورته مو ورته اشاره وكړه، دادى ، په لاندې توګه څيړل كيږي.
د تېمور شاه لښكرې د ملتان لورته :
د لوى احمد شاه بابا د مړينې نه وروسته سېكان سره وښورېدل ، غوښتل يې ، چې خپل ځان اّزاد كړي؛ نو د ملتان د ښار شاوخوا يې ونيوله څه وخت، چې تيمورشاه ددوى له دې نيت او دده په ضد خوځېدنې نه خبر شو د هغو د مخنيوي د پاره يې په ډيره ميړانه او توره ور و دانګل (1)

د ملتان نواب سرفراز خان سدوزى. د یو هندي انځورګر لخوا د ګواچي انځورګري. د ښه راغلاست ټولګه.
لږ تر لږه پنځوس کاله د سدوزو د کورنۍ تر ټولو با نفوذه او ځواکمن واکمن نواب

سېكان ، چې د تيمورشاه د كورنيو ستونځو، شخړو او اخته كېدونه خبر وو لا پسې زړور شول ؛ نو په پوره توګه سره راټول او شپېته (60) زره عسكر (1) يې برابر كړل له دې ترتيب او نظم نه وروسته د چناب او راوي دريابونو څخه را واوښتل اراده يې وكړه ، چې دېره اسماعيل خان ، ديره غازي خان او نورې ديرې يو په بل پسې ونيسې دوى په دې كې لاهو وو او هيله يې درلودله ، چې تر دغو ديرو وروسته به سيند هم ونيسې او په دغه خيال يې خپل نظم برابر وو.
تېمورشاه ، چې ددوى له دې اړودوړ نه خبر شو؛ نو په دې لنډ وخت كې يې لومړى د خبرو او اګاهۍ د پاره سردار حاجي على خان دوى ته د سفير په توګه ورولېږه، څو ، چې دى سېكان د تېمورشاه له امرونو نه خبر كړي څه وخت ، چې علي خان هلته ور ورسېد؛ نو د سېكانو له خوا سمدلاسه ووژل شو (2)
تېمورشاه ، چې د سېكانو له دې شوم نيت او بد عمل او حال نه خبر شو، د حد نه زياته سخته پرې تمامه شوه سمدستي يې خپل عسكر او منصبداران راوغوښتل او د ملتان لوري ته يې د سېكانو د ځپلو او حملې د پاره د تيارۍ امر وركړ ده په خپله سرې جامې او كالي ، چې د ونيو تويولو مثال او نښه وه، واغوستل او سېكانو ته يې د جنګ اعلان وكړ او د ملتان لوري ته په پوره زړورتيا ور روان شو(1)
كله ، چې تيمورشاه پيښور ته ورسېد؛ نو سمدلاسه يې اتلس (18) زره تورزن او زړور عسكر د زانګي خان (جارجي باشي) تر مشرۍ لاندې دير غل او حملې د پاره د سېكانو جګړې ته ولېږل او دى په خپله د نور لښكر سره يو ځاى ور پسې وروسته ور روان شو
زنګي خان ، چې ددغه ماموريت د سر ته رسېدو د پاره وګومارل شو؛ نو د تيمورشاه له حضور نه په ډېرې خوشالۍ سره رخصت شو، ده په ډېره بيړه د ملتان لور ته حركت وكړ له څو شپو او ورځو نه وروسته ملتان ته ورسېد او له سيكانو نه يې دوه كروه لرې خپل عسكر د صف او كتار تيارۍ او نورو جنګي تدبيرونو او مقابلې د پاره ودرول تردې نظم او ترتيب وروسته يې امر وكړ ، چې هـڅوك د خپلې خوانه د مخامخ لښكرو په لور ورتللى نشي او هيڅوك هغه لور ته مه پريږدئ، دا ددې د پاره ، چې غليم او دښمن زموږ نه بې خبره پاتې شي، د همدې شپې په سهار يې ناببره پر سېكانو بريد او يرغل وكړ، جنګ پيل شو، په دې جنګ كې د زنګي خان عسكرو په ډېره ميړانه دښمن ته مټ وركړ او سېكان يې ورو ورو تېښتې ته مجبور كړل، پښتانه عسكر پر مخ ولاړل سېكان يې ګړۍ په ګړۍ يو په بل پسې په شا واخيستل او په شمار يې دېرش زړه تنه له تېغه تېر كړل.

تیمور شاه

تيمورشاه هم په دې وخت كې هلته ور ورسېد او په پوره مېړانه او توريالۍ بڼه ملتان ته ننوت او په ډېره مېړنۍ حمله يې ښار د سېكانو نه ونيو، سېكانو ، چې ځانونه تنګ او وېره كې وليدل سولې او روغې ته راضي شول ، تيمورشاه د دوى روغه او سوله ومنله كله ، چې سېكان كرار او اّرام شول، تيمورشاه شجاع خان سدوزى ددغه ځاى حاكم مقرر كړ په په دې وخت كې ، چې تيمورشاه وضعه اّرامه وليدله؛ نو په پوره ډاډ سره بېرته ته پېښور ته ستون شو او په ډېره خوشحالۍ او خوښۍ سره پېښور ته راننوت (1)
د ملتان د پېښې او د هغې د قرارېدونه وروسته سينديان هم سره وښورېدل او د تېمورشاه په مقابل كې پورته شول تيمورشاه د سينديانو د ځپلو او كرارولو له پاره سردار مددخان هغوى ته ورولېږه كله ، چې سردار مددخان سند ته ورسېد په ډېره مېړانه سره يې د سينديانو اړودوړ او پاڅون كرار كړ، دده برياليتوب دا وو، چې په ډيره زياته بريالۍ بڼه يې د سنديانو مشران او ير غلګر اېل كړل (2)، مددخان د سيند سيمې د شكارپور حاكم ته وسپارلې او خپله بېرته پېښور ته ستون شو او د رسېدو سره سم د پادشاه حضور ته ورغى، تيمورشاه ، چې دلې وضعه بيخي اّرامه وليده؛ نو د پور ډاډ او اطمينان نه وروسته د پېښور له سيمې نه كابل ته ولاړ (3)
د ملتان لور ته د تيمورشاه دوهم ځل پاملرنه :
تيمورشاه څړمونى (پسرلى) او وسه (اوړى) په كابل كې تېر كړل، خو په همدې موده كې خبر شو، چې د ملتان ، بهاولپور او د سيند سېكانو او خلكو بيا دده په خلاف اړودوړ پيل كړى او دده د حكومت ړنګېدو ته يې ملاوې تړلې دي ، ددې پېښې او حركت اصلي محركين بهاول خان عباسي د بهاولپور والي او رئيس او حافظ الملك دار د پوتره د قام مشر او سرداران وو دوى د سيند او ملتان ډېره مځكه په واك كې لرله دغو ياغيانو د تيمورشاه د باج وركولو نه ډده وكړه او د هغه په خلاف يې ، چې زړه غوښتته شخړه جوړه او ځانونه يې خپلواك حكمرانان وګڼل په دې ډول دوى دواړو د پادشاه د حكم او حكومت نه سرونه وغړول (1)
تيمورشاه ، چې د دوى د ياغي كېدونه ښه خبر شو؛ نو د هغود ځپلو او ماتولو د پاره يې بيا له عسكري منصبدارانو او مشرانو سره وليدل سلا او مشوره يې ورسره وكړه او د پوره تدبير له نيولو نه وروسته له خپلو عسكرو سره ددغه اړودوړ د كرارولو په غرض ملتان ته په ډېره هسكه غاړه ور دننه شو تيمورشاه دغه وار ډېر په قار او غضب و، د افغانيت په مسته نېشه يې ددې پېښې د قرارولو له پاره سردار مددخان د عسكرو او پلتن سره مخكې د جګړې د پاره وليږه او دى هم پسې ترشاه په بېړه ورغى بهاول خان، چې د تيمورشاه د جنګ او مقابلې توان نه درلود سمدلاسه يې تېښتې ته ملا وتړله ، خپل كور او كهول سره د بهاولپور نه د باندې پنځه دېرش كروه لرې له ملتان نه ووت په هغه بې اوبو سولين او شګلين ميدان او ډګر كې ديره شو ، چې هلته يې د ځان د ساتنې د پاره كلا ودانه كړې وه ، په دې توګه سره ده هيله درلودله ، چې د تيمورشاه نه به ځان وساتم او د هغه له يرغل نه به دلې په امن كې پاتې شم او له ځان سره يې وويل : دې بې اوبو شګلين ډاګ ته به دده عسكر په ماپسې رانشي ؛ نو په ډېره بې غمۍ سره په دغه ځاى كې په خو شالۍ سره دېره شو.

د تېمور د وخت سيکه

د تيمورشاه د بهاولپور د جګړې او سخت لوټ كولو نه وروسته سردار مددخان اسحق زى ځان ته را وغوښت او هغه ته يې په كلكه د بهاول خان د نيولو او ټكولو وظيفه وركړه سردار مددخان د شلو زرو عسكرو سره د بهاول خان د نيولو د پاره هغې خواته په ماموريت روان شو او امر يې وكړ ، چې مخكې له مخكې بايد غله ، اوبه او واښه د ځان سره واخلي ، سردار مددخان د ټولو اړتياوو د پوره كېدو نه وروسته د سولين او ريګين ميدان (دښتې، بېديا) په لور روان شو څه وخت ، چې هلته ورنږدې شو؛ نو په ډېره بيړه يې د اوبو د اړتيا د منځه وړلو له پاره لوى او ژور كويان وكيندل، خپل عسكر او څاروي يې په اوبو ماړه كړل تر دې احتياج وروسته يې د بهاول خان د نيولو د پاره په لازمو تدبيرونو لاس پورې كړ.

د تېمورشاه په دوره کې دولتي جوړښت دلته

سردار مدد خان د بهاول خان كلا چارچاپېره محاصره اوونيوله په همدې وخت كې يې خپل لوى او درانده توپونه د هغه د كلا ولور ته مخ كړل او امر يې وكړ ، چې په كلا بريد خخ كړئ ، كه څه هم په لومړي سركې د توپونو مړدكيو په كلا باندې څه اثر ونه كړ ، خو په همدې شېبه كې بخت د مدد خان سره مرسته وكړه او د توپ يو مردكى د كلا سوري څخه ننوت اود داريو (باروتو) په خره او رېشه كې ولوېد ، د لګېدو او لوېدو سره سم و چاود ددې چاودنې په اثر د كلا دېوالونو كې درزونه پيدا او ځينې دېوالونه يې ولوېدل او هم د دوريو په خره كېد اور لمبې پورته شوې (1)
څه وخت ، چې د كلا دېوالونه راولوېدل او د دوريو د اور غوړانجې پورته شوې؛ نو سردار مدد خان په خورا زياته مېړانه كلاته ورننوت بهاول خان او د هغه زوى يې ونيول او د نيولو سره يې مټې پرې وتړلې او تېمورشاه حضور ته يې لاس تړلي راوستل ، څه وخت ، چې تيمورشاه پلار او زوى وليدل ددې ناوړه اقدام په باب يې ، چې دده د پاره يې كړى و خبرې ورسره وكړې ، پلار او زوى دده په مخكې په خپل ناوړه عمل اوكړو باندې اعتراف وكړ او ځانونه يې په ډېرې پښيمانۍ او ملامتيا سره پادشاه ته تسليم كړل تيمورشاه ، چې د نرم زړه څښتن و هغه يې وبخښل او د درناوي په مقابل كې يې د لاهور او بهاولپور حكومت ور وسپاره تيمورشاه د ملتان نه د بېرته را ګرزېدو په وخت كې علي محمد نامى خاګوانى ، چې څه موده پخوا يې د ملتان يوه سيمه نېولې وه او ددې صوبې صوبدار شجاع خان سدوزايي يې په ملتان كې بندي كړى و د ور رسېدو سره سم يې ونيو او بې له درنګه يې مړ كړ (1) ددې سيمې حاكمي او مشري يې بېرته نواب شجاع خان ته وسپارله تر دې وروسته تېمورشاه په بهاول خان باندې د ډاډ او اعتماد كولو نه وروسته په خورا دبدبه او بري سره د كابل په لور راوخوځېد او د ملتان اړودوړ يې په مېړانه سره پاى ته ورساوه
3 – د تېمورشاه د حكومت لور ته د بخارا د حكمران شامررادبيك لاس غزونه :
د تېمورشاه د سلطنت په وروستيو كې په 1204 هـ ق كال كې د بخارا حكمران شاه مرادبيك تيمورشاه ته د هغې ستونزې اواخته كېدونه ، چې په ملتان او د سيند په جنګونو او اړودوړ كې ورته پېښه وه او ددغو پېښو د كرارولو د پاره تېمورشاه هغې خواته خپلې شپې او ورځې اوږدې كړې ، نو د تيمورشاه له دې ستونزې اواخته كېدونه د بخارا حكمران استفاده وكړه او دا وخت يې د ځان د پاره د بل هر وخت نه ډېر مناسب وګاڼه او له دې كبله يې د اّمو درياب پر جنوبي برخو باندې خپل تېري او بريدونه پيل كړل (1)
شاه مرادبيك په ډېر اّرام زړه پر مخ راغى او د مروې سيمه يې ونيوله ددې ځاى نه يې دېرش زره او سېدونكي د بخارا په لور په خورا ظلم او زور سره وكوچول د دوى د لېږد او كوچ پر ځاى يې يوه ډله بخارايان د دوى ځايونو ته را وستل او په اّباديو يې په خوښۍ سره بنا وكړه تېمورشاه د ملتان د سفر او راګرزېدو نه وروسته څه وخت ، چې د شاه مرادبيك له تېريو او تجاوز نه خبر شو ، هغه ته يې ډېر نرم او د مهربانۍ نه ډك مكتوب او ليك هغې خواته ورولېږه ، په دې توګه يې هغه وپوهولو ، چې دى بايد د افغانانو او درانيو پر ملكونو د تېري او نيولو نه واوړي او ځان ور څخه په كلكه وساتي كله ، چې د تېمورشاه مكتوب هغه ته ور ورسېد؛ نو د بخارا حكمران د ده د مكتوب نه سر وغړولو او څه اعتنايې ونه كړه او هغه يې ونه مانه د تيمورشاه د مكتوب په مقابل كې يې دنه ځواب وركړ كله ، چې دراني تيمورشاه د مرادبيك له خوانه منفي ځواب وليد؛ نو په 1204هـ ق كال كې د يو لك (1) فوځ سره د هغه د ټكولو او ماتولو د پاره په ډېر خرښم (قهر) ور روان شو تيمورشاه د باميانو له ليارې بلخ ته ننووت او د هغه ځاى نه ورپسې اقچې ته وخوځېد په همدې وخت كې د مخامخ له خوا شاه مرادبيك د پنځو سو زرو عسكرو سره د تېمورشاه د مقابلې د پاره راغى په ورځو ورځو د دواړو دښمنو تر منځ خونړي جنګونه پېښ شول او جګړې دوام درلود د جنګ په وخت كې شاه مرادبيك د خپل پلان له مخې ، چې ترتيب كړى يې و عمر خوشبيګي يې د دېرشو زرو عسكرو سره د ناڅاپي يرغل د پاره د تيمورشاه لښكر ته ولېږه په همدى وخت كې يې علي وير دي نامى بل افسر په دې مامور كړى و ، چې دى به د درانيو د اّزوغ او خرڅ د لارې شنډولو په خاطر كلك اقدام كوي او د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې به د درانيو اّزوغ په دې لار نه پرېږدي د شاه مرادبيك له دې پلان او جنګي ترتيب نه تيمورشاه خبر و او د شاه مرادبيك له شوم نيت نه ، چې تيمور شاه ته به ماتې وركړي او برى به يې په نصيب شي هم ښه اګاه شوى و؛ نو ده هم د افغانيت او پښتونوالۍ او خاورې د ستاتنې په مسته نيشه خپل جنګي ترتيبات له پخوا نه ښه كلك كړي وو
تېمور شاه ، چې دده د حركت لاره څارله ؛ نو خپلو توپچيانو ته يې د ټاكلي سنګر په مخ كې ځاى وركړى وو دوى يې ددې د پاره درولي وو ، چې څه وخت د شاه مرادبيك لښكر را ورسيږي په هغوى به كلك بريد كوي ، چې د بري نيشه يې له سره وباسي او كلكه ماتې وركړي دا كار لكه څنګه ، چې د تيمورشاه هيله وه په ډېره بريالۍ بڼه ترسره شو : كله ، چې د شاه مرادبيك لښكر د تېمورشاه خوا ته راغى او ښه را وړاندې شو؛ نو د رارسېدو سره سم تېمورشاه خپلو توپچيانو ته د ويشتلو امر وكړ ، تورياليو او مېړانيو توپچيانو د تېمورشاه دامر سره سم سخت بريد پيل كړ، د دواړو خواو ترمنځ سخته نښته پيل شوه د دواړو خواوو ترمنځ جنګ ډېر سخت شو ، خو د توريالو افغانانو لښكر جنګ پر مخ بوت او ورو ورو يې اوزبكو ته په بېرته تلو ماتې وركړه او تېښتې ته اړ شول شاه مرادبيك له دې ماتې نه ډېر خواشينى او خپه شو پوه شو ، چې كه جګړې ته دوام وركړي نو به بيخي ورك او خوار شي؛ نو سمدلاسه سولې او روغې ته راضي شو(1) او داسې پريكړه يې له خپل ځان سره وكړه : مرادبيك څو تنه عالمان د بخارا نه را وغوښتل ، د ننواتې او عذر كولو په هيله يې د قراّن مجيد په ور،كولو سره د تېمورشاه حضور ته ورولېږل او هم يې دوى ته دا پيغام وركړى و :

” له دې وروسته به داسې كار له مانه چې د افغاني پادشاه د خواشينۍ سبب كيږي ونه وينئ(2)”

تېمورشاه ، چې ډېر نرم زړه خاوند سړى و دده ننواتې يې ومنله او د دواړو هېوادو ترمنځ يې سرحدي پوله او ټك د جيحون سيند وټاكه تيمورشاه تردې بري وروسته د كابل په لور راوخوځېد د راګرزېدو په وخت كې د تيمورشاه ډېر لښكر د سړو او يخ د لاسه په هندوكش كې مړ شو ، خو له دې سره سره تېمورشاه په ډېره دبدبه، بري او شان سره كابل ته په وياړ راغى.

 

د دې ليكنې د ماخذونو پېژندنه :

له كومو ماخذونو څخه ، چې په دغه رساله كې استفاده شوې ده د مطلب په بيان كې يو له بله سره توپير لري ، هر ماخذ موْلف د خپل وس په توان د افغانستان د تاريخي پيړۍ

د پېښو په لړ كې خپله ليكنه غوره بللې ده له دې سره سره د دوى تر منځ دموادو اقتباس او يو شان والى ډېر ځله ليدلى شو

سره له دې هم داسې اړيكې شته، چې هغه له يو بل څخه بيلولاى شي مونږ دلته د كتاب د چاپ ځاى ، كال د پېښو او مطلب لنډه څېړنه څرګند ول غواړو

الف : فارسي ماخذونه :

1- – سلطاني تاريخ

دا كتاب د سلطان محمد خان دراني پواسطه ليكل شوى او د افغانستان د تاريخ په تيره د درانيانو په باب يې ډېر خوندور معلومات په خوږه قلمى ژبه ټول كړي دي ، دا كتاب

د بمبي دمعموره بندر په محمدي نومي چاپخانه كې په كال 1298 طبع شوى دى ددې تاريخى كتاب متن ، چې سړى ګوري داسې غوره مطالب لر ي، چې لوستل يې سړي ته خوند وركوي

دا كتاب په دوه سوه يونوي مخونو كې ليكل شوى دى او ليكوال زيات زحمت پرى ګاللى دى د سلطاني تاريخ غوره او درانده مطالب د يوې سريزې په ګډون دادي :

د افغانستان وضع د اسلام د منځ ته راتلو سره ،

د افغانانو نسب، د لوديانو بيان، سوريان (شيرشاه سوري )،

د سورد افغانانو د حكومت پاى په هند كې ، د ابداليانو بيان

د غلزيو شرح او پاى، نادرشاه افشار، احمدشاه بابا ، تيمورشاه، شاه محمود، شاه زمان، شاشجاع الملك او شاهزاده كامران ، ختم

دغه اثر، چې په پخوانۍ انشاء ليكل شوى دى عبارات يې ډېر په عربى دي او د هغوى معنى كول ضروري كار دى ، سره له دې هم ددې كتاب د بيان لار ډېره خوږه ده او كټ مټ

د يوه داستان بڼه غوره كوي ، تشبيهات او ادبي رنګ په كې ډېر دى ، د متن په منځ كې يې په موضوع پورې تړلي شعرونه راوړي دي

ددې كتاب يو زيان دادى، چې پراګرافونه يې په يو بل كې ګډ دي او په موضوع باندې سړى ښه نه پوهېږي ، سر بيره پردې دغه قيمتى اثر د ډېرې استفادې وړ او د درانيو د سلطنت ياد يې په لومړي ټوك كې په ښه شان سره راوړى دى، داسې معلوميږي، چې له دې وروسته موْرخينو د خپلو تصنيفونو په ليكلو كې ور څخه ډېر مطالب اخيستى او اقتباس كړي دي

2- – سراج التوارخ :

دا كتاب د سراج الاخبار ليكوني ملا فيض محمد هزاره ليكلى او د كابل د دارالسلطنه په حروفي مطبعه كې په كال 1331ق طبع شوى

ددغه كتاب چاپ شوي ټوكونه دريو ته رسېږي او تر ډېرې پلټنې او تحقيق نه وروسته مې بيا موند د كتاب اصل په پنځو ټوكونو كې ليكل شوى ، چې د هغو له لړ نه درې لومړي ټوكونه يې چاپ او دوه نور يې ، چې قلمى دي د پوهنې وزارت په كتابخانه كې قيد (خوندى) دي

د سراج التواريخ د پاتى دوو ټوكونو نه چاپېدل يو تاريخي كيفيت لري، چې لاندې په لنډ ډول اشاره ورته كول غواړم

ملا فيض محمد خان څه وخت ، چې د سقاو ( حبيب الله خان ) له خوا د هزاره جات سيمې ته د هزاره ګانو د پلوي كېدو په غرض ولږه ، دغه وخت و، چې ملا فيض محمد د خپلې وظيفې په خلاف د هزاره جات د سيمې اوسيدونكي هزاره يې د غازي امان الله خان په پلوۍ او خوا را پاڅول دده له دې نيك حركت نه كله ، چې حبيب الله خان (سقاو) خبر شو، هغه يې ونيوو او ددې جرم په خاطر يې هغه وواژه او دده تصنيفونه يې وسوزول

له دې امله د سراج التواريخ ټولې كاپۍ په كابل كې له لسو او پنځلسو نه زياتيى نه پيدا كيږي ، نو ځكه دا كتاب ډېر لږ او نادر بلل كيږي

ددې كتاب دريم ټوك بيخى نه پيدا كيږي ، كه پيدا شي قيمت يې لوړ او تر 1500 پورې رسيږي ، حال دا، چې د لومړي او دوهم ټوك بيه يې تر 300 پورې ده

د كابل پوهنتون كتابتون په دې وروستيو وختو كې په دې بريالى شو، چې د دغه قيمتي كتاب دريم ټوك پيدا كړى فكر كوم ، چې ددې كتاب (اكسيشن) كتلاك او نورې مرحلى تر اوسه پورې د علاقه لرونكو د مطالعې له پاره اجرا شوې نه دي

ددغه كتاب د لومړي او دوهم ټوك غوره بيان د سدوزيو پېښې او د محمدزيو تاريخ تر امير عبدالرحمن خان پورې ګڼل كيږي، چې په 377 مخونو كې په لويه قطع او صحافت ليكل شوى دى

د سراج التواريخ د لومړى ټوك ډېر ځايونه د سلطاني تاريخ او ځينو نورو پخوانيو تاريخونو څخه اخيستل شوي

سره له دې هم ددې كتاب مطالب ، چې د نورو ژبو څخه

د افغانستان په باب ليكل شوى دي ، خورا غوره او نوي ګڼل كيږي

ددې كتاب دريم ټوك د امير عبدالرحمن خان سلطنت ، څلورم ټوك د امير حبيب الله خان دوره او پنځم يې د غازى امان الله خان پېښى څيړي، خو دا دوه وروستي ټوكونه يې تراوسه چاپ شوي نه دي

3- درانى تېمورشاه :

دا كتاب د عزيزالدين پوپلزي تاليف دى د تاريخ ټولنې د270 لمبر په لړ كې د كابل په عامه مطبعه كې چاپ شوى ،

د چاپ كال يې 1333 دى

دا كتاب په دويمه درجه كاغذ كې په يوه منځنۍ قطع او صحافت ليكل شوى او د تيمورشاه دوران په 254 مخونو كې څيړي او ددې دورې په باب يې ژوره څېړنه كړې ده ددې كتاب ماخذونه سراج التواريخ ، سلطاني تاريخ د پښنو تاريخ ، منشي احمد جان تاريخ او ځينې ځانګړي اسناد دي

دا كتاب زما له دې نوې ټولونې سره دا عمومي توپيرونه لري :

دا، چې زما ټولونه په پښتو ليكل شوې ده ، ددې ټولونې او درانى تيمورشاه كتاب ترمنځ مطالب له يو بل سره لږه اړه لري ددې ټولونې توپير ددې كتاب سره د بيان او مقاسيې په وخت ښه ښكاره كيږي ، چې لوستونكې په دواړو لږ درنګ وكړي

ددې كتاب غوره اهميت دادى ، چې د هغې زمانې ډېر مكتوبونه يې د متن سره د سند په توګه درج كړي دى

او لوستونكي د هغې زمانې فرمانونو او ليكنو ته اړ كولى شي

4 – عروج باركزايي ها :

دا كتاب ادوارد الاسنيس پيرس خارجي ليكى او ښاغلو عبدالرحمن پژواك او محمد عثمان صدقى ژباړلى دى

دا كتاب په كال 1333 هجري شمسي د كابل په عمومي مطبعه كې په 180 مخونو كې چاپ شوى دى ( دا كتاب د تاريخ ټولنې له خوا طبع شوى ) د تېمورشاه د زامنو اړودوړ او د احمدزيو د دورې سر او ابتدا يې په ډېر منظم او خواږه شان څيړلې ده

ددې كتاب غوره ښيګڼه داده، چې د هر مخ په پاى كې يې، دېرى تبصرې او پايليكونه ( فوټ نوټو) نه وركړي دي او سر بيره پردې يې ګڼ شمېر ماخذونه ښودلي دي

زما ددې ټولونې په برخه كې ددې كتاب نه اخستنه او مرسته لږه ده، خو تاريخ لوستونكو ته خورا د ګټې وړ دى دا كتاب ددې له پاره ډېر اهميت لري ، چې يوه تن خارجى په ډېر زيار سره د هغه ليكنې ته اقدام كړى او په ډېره بې طرفۍ يې د ماخذونو دښودلو سره سره دافغانستان ددغو مشكلو او جنجالمنو تيارو پېښو يې په تاريخي بڼه رڼا اچولې ده

5 – رجال ورويداد هاى تاريخي :

دا كتاب د ښاغلي احمد على خان كهزاد تاليف او د تاريخ ټولنې له خوا نشر شوى دى ، دا كتاب ، چې د 46 مقالو ټولونه ده په 146 مخونوكې په منځنۍ قطع او ښه صحافت خپور شوى دى

لكه ، چې د نوم نه يې څرګنډيږي ددې كتاب مطالب د افغانستان د غوره تاريخي شخصيتونو په هكله د احمدشاه بابا نه تر امير شيرعلى خان پورې ده، چې په كې شامل او راغلي دي لوستونكي كولاى شي، چې ددغو مقالو په لوستلو سره د افغانستان د اتلسمې او نولسمې پېړۍ دمهمو پېښو نه په ښه شان خبر شي څوك، چې تاريخ لولى د هغو له پاره ګتور دى

6 – احمدشاه :

دا كتاب، چې داّريانا دويمې جايزې ګټونكى دى، ښاغلي غلام محمد غبار ليكلى دى او په كال 1322هـ ش كې په 352 مخونو كې د كابل په عمومي مطبعه كې چاپ شوى

ددې كتاب غوره موضوع ګانى دادي :

د احمد شاه لقب نامه ، د احمد شاه درانى وجه تسميه ، تحصيلات ، صورت ، خوراك او څښاك، تفريح (سيل)، دربار، په تخت كيناستل ، افغانستان پخواله احمد شاه، اداري څپركى، تشكيلات ، پاى او جنګونه په كې راغلى دي

7 – بالاحصار و پيش اّمدهاى تاريخي :

دا كتاب د ښاغلي احمدعلي خان كهزاد تاليف او په دوو ټوكو كې ليكل شوى دى دا كتاب په خوږه ژبه او پخه انشاء تاليف شوى او د افغانستان د تاريخي اثارو په لړ كې يو ښه او غوره اثر ګڼل كيږي

8 – د ژوندون مجلى كلكسيون 1348 كال ، څخه يو څه استفاده هم شوې ده

پښتو ماخذونه :

د پښتنو تاريخ :

دا كتاب د ښاغلي قاضي عطاوالله خان دى د پښتنو په باب مطالب لري او په څلورو ټوكونو كې ليكل شوى دى ،

د لومړى ځل چاپ يې د پېښور په منظور عامه مطبعه كې په كال 1947ع كې تر سره شوې ددې كتاب لومړى ټوك، چې 308 مخونو كې دى د افغانستان تاريخ له 1422- 1838 پورې څيړي

دوهم ټوك يې له 1818 نه تر1842 ميلادى پورې د سدوزيو د سلطنت پاى تر امير دوست محمد خان پورې څرګندوي

د پښتنو تاريخ د سدوزيو د دورې په هكله پوره ليكل شوى او مطالب يې ډېر بنه دي ددې كتاب غوره صفت دادى ، چې پراګرافونه يې په ښه شان مراعات شوي دى او ځاى ځاى يې د پوره كره كتنې له پاره د انګريزي موْلفينو نظر يې كټ مټ په انګريزۍ د كتاب متن ته وردننه كړې دي دا كتاب خورا دروند د ښو معلومات نه ډك دى

2 – پښتانه د تاريخ په رڼا كې :

دا كتاب د سيد بهادر شاه ظفر كاكاخيل تاليف او 1399 مخونو كې په پنډ ټوك چاپ شوى دى ، دا اثر د پښتنو پېښې له 550 قبل الملاد څخه تر 1964ع پورې په لنډه توګه بيانوي

دا كتاب په پېښور كې چاپ شوى او د مطلب بيان په لنډ ډول سره كوي دا، چې د څو پيړيو د پېښو بيان په يوه كتاب كې راغلى دى؛ نو ځكه يې لنډ څيړلي دي

انګريزى ماخذونه :(1)

1 – د كابل د سلطنت او د هغو د توابعو شرح :

دا كتاب د انګريزي مشهور تاريخ ليكونكي الفنستن تاليف دى ، چې په دو ټوكونو كې يې ليكلى دى

دا كتاب د افغانستان د معاصر تاريخ په تيره د اتلسمى او نولسمى پېړۍ په هلكه له غوره كتابو څخه شمېرل كيږي ددى كتاب ارزښت د كورنيو تاليفونه ډېر دى، خو تراوسه نه دى ژباړل شوى

ددى كتاب په لومړى ټوك كې د يوې سريزې په لرلو سره د افغانستان جغرافيايي وضع، اجتماعى ، مذهبى او تاريخې خواوى څيړل شوي دي او د پښتنو د دو دونو او كږنو په هكله ګټور معلومات وړاندې كوي

دوهم ټوك كې د درانيو غلزيو د دغو دورو د تشكيلاتو په هكله ډېر معلومات ليكلي شوي دي او په پاى كې يې د سدوزيو د سلطنت شرح شوې ده

دا كتاب ډېر لږ پيدا كيږي ، ددې كتاب يوه كاپي د كابل پوهنتون په كتابتون كې شته ددې كتاب د ليكلو لار ډېره په زړه پورې ده او هر لوستونكى په يقيني ډول ځانته راكاږي

2 – افغانستان : ددې كتاب موْلف اّرنولد فليچر دى او د متحده اضلاعو د كارنلر ديونيورسټۍ له خپرونو څخه دى

ددې كتاب موضوعات دادي:

مځكه او وګړي، پخوانى افغانستان له 1842- 1880 پورې ، عبدالرحمن خان د امپرياليزم اوج ، د نړۍ د دوو جګړو ترمنځ د افغانستان حال ، له 1945 نه تر 1953 پورې ، افغانستان او سوړ جنګ ، نوى او راتلونكى افغانستان

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!