ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
د قیام علتونه:
انګلیسانو په افغانستان باندې له یرغل «۱۸۳۹» وروسته شاشجاع د کابل پر تخت کښیناوه او نظام الدوله چې د پردیو د مقاصدو پلي کوونکی و، د هغه د وزیر په توګه وګوماره، نوموړي د تش په نوم شاه او د انګلیس استازي تر منځ د شخصي موخو او ګټو په خاطر داسې کړنې تر سره کولې چې ملت ورسره خوار او قوم ذلیله کیده، چې هېواد یې ورسره د نیستۍ خواته سوق کاوه.
د خلکو د نیولو« دستیګرولو» او هندوستان ته د اقوامو د رئیسانو د تبعیدولو د نقشې طرحه کول، بې بازخواستي، زور ویل، د شیر پور او بالای حصار په نظامي مرکزونو او د ښار په شاوخوا کې د انګلیسي نظامیانو د تازي سپیو او اسونو ګرځیدل را کرځيدل او دیته ورته هغه نور ډیر لویدلي کارونه د نظام الدوله له خوا په لاره اچول کیدل چې د پردیو په نظر یې هره ورځ افغانان سپکول او ذلیله کول. په کاریګرو، غریبو او لاس لاندې بزګرو خلکو باندې د دربار یانو او انګلیسي نظامیانو د مصارفو د پوره کولو لپاره د مالیاتو ډيرول، د هغه غلجي خانانو د دایمي معاشاتو قطعه کول، چې د کابل ـ هند د لارې ساتنه یې کوله، د خلکو په ناموسونو باندې د انګلیسي افسرانو له خوا بې احترامي کول او په هیواد کې د پردیو له خوا په لسهاو نور جنایتونه او بد چلندونه هغه عوامل و، چې خلک یې د پردیو او د شاشجاع په شلیدلي حکومت کې د مفسده چارواکو څخه د اغچ اخیستنې په فکر کې اچول او د اقوامو د مشرانو تر منځ یې واټنونه له منځه وړل او لایې پسې یو بل ته نږدې کول، تر څو د ذلالت او بې عزتۍ څخه د ولس د خلاصون په موخه یوه لاره چاره ولټوي.
د مکناټن او شاشجاع د حکومتي دستګاه فساد د ۱۸۴۱ کال د سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې په خلکو دومره فشار راوړ چې د کابل ځینو سر خندونکو او فدایانو لکه : عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان لوګری، ملا مومن غلزي، شمس الدین خان بارکزی، ګل محمد خان، عبدالعزیز خان جبارخیل، محمد شاه خان بابکر خیل، سکندر خان بامیزی، عبدالسلام خان پوپلزی، نواب محمد زمان خان، سردار محمد خان او د ښار ځینو نورو پیژندل شویو څیرو لکه فضل خان عرض بیګي او محمد حسن خان جوان شیر په بالای حصار کې د شاشجاع خواته ولاړل او هغه یې خپل ملي، وطني او افغاني دندې ته متوجه کړ، له بده مرغه چې شاه خپله مطلقه بې واکي ( عدم صلاحیت) د بهانې په توګه وړاندې کړه او د خانانو په ځواب کې یې وویل: « هغه یوازې د پادشاه لقب لري؛ نه د بادشاهۍ قدرت، نو فلهذا هیڅ یې له لاسه نه دي پوره». موهن لال وایي، چې د پاد شاه ددې جملې معنی دا وه چې ګواکې تاسو یو بې جرئته قوم یاست، د خپلو ویاړونو او ملي حیثیت د ساتنې لپاره ستاسو له لاسه هیڅ نه دي پوره، په فارسي کې د شاشجاع عینې کلمات دا دي« از روی شما هیچی نمیشود که نام قوم را بلند کنید!»(۱)
د کابل مشرانو ولیدل چې د بې واکه بادشاه له لاسه هیڅ نه دي پوره، ځکه نو په خپله د عملي اقدام او لارې چارې په لټه کې شول.
په همدې وخت کې د عبدالله خان اڅکزي، محمد عطا خان د سمندر خان بامیزي زوی، غلام احمد خان د مختارالدوله شیرزمان زوی او عبدالمنان د امین الدوله محمد اکرم زوی( د شاه محمود وزیر) ته د کابل څخه د شړلو او یا تبعید پاڼه د نظام الدوله له خوا ابلاغ شوې وه او په همدې وخت کې د نظام الدوله له خوا نائب امین الله خان لوګری هم ګواښل « تهدید» شوی و. (۲) د اکبر نامې په استناد، سردار محمد اکبر خان، سردار محمد زمان خان او سردار محمد عثمان خان د امیر دوست محمد خان وریرونو هم باید د شاشجاع په امر هندوستان ته د سفر لپاره تیار شوی وی.(۳)
د هیواد څخه د پيژندل شیو اشخاصو د شړلو او یا تبعیدولو د تهدید سره سره د با اعتباره شخصیتونو سپکاوی او تحقیر هم د انګلیسانو د مهمو سیاستونو څخه شمیرل کیده. د موهن لال په قول« په کابل کې د بهکار شکاپوري په نوم یو صراف ادعا لرله چې عبدالله خان اڅکزی د هغه پور وړی دی او په همدې خاطر یې برنس ته شکایت وکړ، تر څو د خپل زور د ښودلو لپاره د عبدالله خان اڅکزي کور ته خپل دوه کسه حاضر باشان ولیږي او خپلې پیسې ترې وغواړي.
دغه دوه حاضر باشان د عبدالله خان اڅکزي کور ته ولاړل او بیرته یې د عبدالله خان اڅکزي له خوا معقول عذر له ځان سره راوړ.
عبدالله خان ورته ویلي و، چې تر اوسه یې خپل حقوق یا معاش نه دی تر لاسه کړی او د لاس لاندې کسانو معاش یې هم لږ شوی دی، څو ورځې وروسته به یې پور پرې کړي، مګر بهکار بیا کوښښ وکړ تر څو حاضر باشان په عبدالله خان اڅکزي باندې فشار راوړي، چې خپل اسونه وپلوري او د صراف پور ورکړي او داسې فکر دې نه کوي چې هغه کوم لوی شخصیت او یا لوی سړی دی. حاضر باشان د برنس په امر بیا د عبدالله خان خواته ولاړل او له هغه سره یې په ډيره بده لهجه بد چلند وکړ او عبدالله خان د دغه بد چلند څخه ډير اغیزمن شو او هیڅکله دیته حاضر نشو چې د برنس لیدلو ته ولاړ شي، تر هغې چې هغه کس توګه چې لومړی یې په برنس حمله وکړه همدا عبدالله خان اڅکزی و(۴)
دا ده چې عبدالله خان اڅکزی یو څه مخته قدم اخلي او د نائب امین الله خان لوګري خواته ځي او له هغه سره د انګلیسانو پر وړاندې خپل د ملي قیام فکر شریکوي او وروسته هغه دواړه خپل افکار د محمد زمانخان سره چې د امیر دوست محمد خان وراره، باشخصیته او د ښه نوم خاوند و شریکوي او له هغه څخه د خپل تصمیم د پلي کولو لپاره کومک غواړي.
نواب محمد زمان خان هم خپله ملګرتیا او همفکري له هغوی سره بیانوي او تصمیم نیول کیږي، چې د قیام د ښه سازماندهي لپاره موضوع د نورو اقوامو د مشرانو سره شریکه کړي.
د اکبر نامې په حواله، چې بله جلسه د محمد زمان خان په کور کې د هغه وخت مشهورو کابل میشتو مشرانو څخه جوړه شوه، چې په کې محمد شاه خان بابکرخیل، عبدالعزیز خان او د کابل د ختیځې سیمې د غلزو قومونو مشرانو په کې ګډون کړی و او د قرآن پاک په مخکې یې یو له بل سره عهد یا ژمنه وکړه، چې تر څو یې انګلیسان له هیواد څخه نه وي ویستلي، په خپل ځای به نه کښیني، مجلس د جګړې د تمرکز، ادارې او رهبري لپاره د ټولو په خوښه نواب محمد زمان خان بارکزی د مجاهدینو د رهبر او امیر په توګه او د هغه به نیابت کې امین الله خان لوګړی و ټاکل. (۵) همدا رنګه د قیام د پیل د ورځې په جلسه کې د اشخاصو وظایف او په دښمن باندې د حملې اساسي نقطې یا ځایونه مشخص شول.
مجلس فیصله وکړه چې د کابل ښار د اوسیدونکو د احساساتو د پارلو او مرستې ته د جلبولو لپاره د سلطنت په تائید سره د مکناټن له خوا هندوستان ته د ځینو قومي مشرانو د اجباري تبعید په اړه ځينې مکتوبونه ولیکل شي او بیا د شب نامې په توګه د ټاکل شویو اشخاصو کورونو ته وغورځول شي، همدا رنګه شاشجاع ته اخطار ورکړل شي، چې که د دښمن په ماتولو او شړلو کې د خپل ملت، دین او وطن سره یو ځای نشي نو هغه به هم د وطن د یو دښمن په توګه ووژل شي.
مجلس فیصله وکړه چې د ۱۸۴۱ کال د نومبر د میاشتې په ۲ تاریخ چې ۱۲۵۷کال هجري کال د روژې د میاشتې د ۱۷ نیټې سره سمون خوري، چې د مسلمانانو یوه مبارکه مذهبي ورځ ده، خلک په قیام لاس پورې کړي، لومړی به ستر روحاني میر حاجي د پل خشتي په جومات کې او نور ملایان به د ښار په نورو جوماتونو کې د انګلیسانو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړي.
(۶) په کابل کې د برنس جاسوس موهن لال کشمیري لیکي:« نائب شریف او تاج محمد خان ددغې توطئې په اړه سر الکزاندر برنس ته خبر ورکړ او میرزا خان محمد جوان شیر( چې په خپله یې قیام په جلسه کې ګډون کړی و) په هماغه شپه دغه راپور د برنس په کور کې ماته راکړ، او ویې ویل چې سباته حمله شروع کیږي. ما چې څه اوریدلي و، برنس ته مې وویل، هغه راته په ځواب کې وویل، افغانانو ته د ویرې ښودل غلط کار دی باید قشلې ته ولاړ شو، وګورو چې څه ترتیبات نیولی شو، په همدې خبرې سره مو د قشلې په طرف حرکت وکړ، په لاره کې یو بل خط چې فارسي لیکل شوی و او هماغه خبر په کې لیکل شوی و ورسیده، په دغه خط کې لیکل شوي و:« ددغه هیواد و پریښودلو وخت رسیدلی دی، باید دا هیواد پریږدئ!» (۷) دا چې ددغه قیام د مخنیوي لپاره ولې هیڅ کار تر سره نه شو، دلیل یې په کابل کې د انګلیسي مشرانو د غرور او کبر پرته بل هیڅ نشي ثابتولی.
د ۱۸۴۱ کال د نومبر په دویمه ( ۱۲۵۷ هـ کال د روژې ۱۷ نیټه) میرحاجي په پل خشتي او نورو ملایانو په نورو جوماتونو کې د جهاد اعلان وکړ، په ټول کابل کې دوکانونه وتړل شول او پلیو او سپرو په تورو، چاقو ګانو، لرګیو، ټوپکو او بیلابیلو وسلو سمبالو مبارزینو څپې د خرابات په سیمه کې د برنس د اوسیدو ځای ته متوجه شول. برنس لا خپل د کور په حمام کې په ځان مینځلو اخته و، چې کور یې محاصره شو.
عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان لوګری، سکندر خان او عبدالسلام خان پوپلزی د ټولو مبارزینو څخه مخکې روان و. ډير وخت نه و وتلی چې شمشیر په لاس د خلکو د خود جوشه څپو له خوا د برنس کور په کامله توګه محاصره شو.
برنس په افغاني جامو کې:
نظام الدوله وغوښتل چې د خپلو شپیتو وسله والو ملګرو پر مټ برنس وژغوري او بالاحصار ته یې یوسي، خو د خلکو د ټوپکو د ډزو او تیږو په ګزارونو سره یوازې د بالاحصار خواته وتښتیده، برنس له ډار سره سره د خپل کور بام ته وخته، کله یې چې سترګې په عبدالله خان اڅکزي، سکندر خان، خضر خان کوټوال او د اقوامو په نورو مشرانو ولګیدې، چې له پخوا څخه یې د هغوی سره پیژندګلوي لرله، فورآ یې خپل استازی د هغوی سره د خبرو لپاره ولیږه، تر څو ددوی د طغیان په علت باندې پوه شي او وعده ورکړي چې که هر علت ووسي د هغوی په قناعت او له منځه وړلو به لاس پورې کړي، مګر تر هغې مخکې چې د هغه نماینده په خبرو پیل وکړي، سکندر خان په خپل شمشیر سره تر خبرو مخکې د هغه سر له تنې جدا کړ، تر څو د تل لپاره د هغه څخه خبره وا نه وریدل شي.
له دې وروسته د ملي مشرانو له خوا د برنس په کور باندې د حملې امر ورکړل شو او خلکو د نږدې کورونو له بامونو او هر ځای څخه د برنس کور د خپلو ټوپکو تر حملې لاندې راوست، برنس د خپل کور دروازه وتړله او د کړکۍ له لارې یې مجاهدینو ته د ډيرو پیسو ورکولو د وعدې سره ارامتیا ته و هڅول، مګر دغې وسلې یې هم کار ونه کړ، په همدې وخت کې کاپیټان «برادفت» د مبارزینو د مرمۍ تر هدف لاندې راغی او له پښو څخه ولیده.
مبارزینو برنس ته د لاسرسئ په خاطر د هغه کور ته اور ورته کړ، برنس چې د ځان د ژوندي پاتې کیدلو هیله یې په کامل ډول له لاسه ورکړه، له خپل کور څخه ووته، دا چې د خپل قتل صحنه په خپلو سترګو ونه ویني فورا یې د خپلې غاړې دستمال واخیست او خپلې سترګې یې پرې وتړلې.
یو قدم مخته هم نه و تللی چې د مبارزینو د تورو او چاقو ګانو د برید لاندې راغی او تکه تکه شو. دا چې خضر خان کوټوال او د عبدالله خان اڅکزي وریرونه د پیښې ځای ته نږدې و او د برنس له خوا ډير توهین شوي و، د برنس په قتل کې یې ډيره برخه واخیسته او له هغه څخه وروسته یې د کور خزانه چې اویازره پونډه او یو لک کلدارې په کې وې د غازیانو لاسته ولویدل. د کپیټان جانس او نورو انګلیسي صاحب منصبانو کورونه هم چور او تالان شول او هغوی په خپله په قتل ورسیدل. د خلکو قهر او غضب لاپسې ډير شو او د بالاحصار خواته متوجه شول. (۱۷)
په همدې وخت کې د بالاحصار څخه د جنرال کمپبل په مشرۍ ۷ سوه کسیز کنډک ولیږل شو. دغه پوځ له تنګو کوڅو او بازار څخه د تیریدو په حال کې و، چې د کورونو څخه پرې
د کابل د نارینه و، ښځینه و او نجونو له خوا د ایشل شویو « جوشو» اوبو، خښتو او د تیږو په وسیله ګزارونه پیل شول او دیوالونه پرې ونړول شول، په داسې تنګ ځای کې د سختو جنګیالیو سره د تیریدونکي پوځ مخامخیدو، ددوی ناریه جنګي الات هم له کاره وغورځول او د مبارزینو کوتکونه او لاسي وسلې یې پر وړاندې وځلیدې. په دغه مخامخ یو په یو جګړه کې ډير وخت نه و تیر شوی چې د انګلیسې ۷۰۰ کسیز لښکر د پسونو په څیر له تیغ څخه ووتل او ټول له منځه ولاړل. جنرال کمپبل اسیر او د کلمې په لوستلو سره له مرګ څخه معاف شو. د انګلیسانو جاسوس موهن لال غوښتل چې د یو دیوال د یو سوري له لارې وتښتي، مګر د سردار شجاع الدوله له خوا ونیول شو او په مرګ محکوم شو، مګر هغه هم د اسلام د کلیمې په ویلو سره له مرګ څخه وژغول شو، چې وروسته بیا نواب زمان خان هغه د شیرین خان قزلباش کور ته ولیږه تر څو د بندي په توګه وساتل شي.(۹)
برګیډیر شلتون چې د خپلو لښکرو سره یو ځای د سیاسنګ په قشله کې یې قرار درلود، د یو شمیر لښکرو سره د بالا حصار او یو شمیر نور لښکر یې د بي بي مهرو غونډۍ خواته وتښتیدل. په خورد کابل کې میشت انګلیسي ځواکونو چې کله د کابل د قیام څخه واوریدل، ډير ژر یې د بي بي مهرو قشلې ته پناه یوړه. په بي بي مهرو کې د انګلیسې ځواکونو د ټولو جنګي قلعه ګانو دروازې او انګلیسې ذخایر وتړل شول او جنګي تجهیزاتو دفاعي حالت غوره کړ. د بالاحصار انګلیسانو د شاه په نوم فورآ یوه اعلامیه صادره کړه او په هغه کې یې وویل چې که تر سبا پورې قیام پای ونه مومي، نو د کابل ټول ښار به په اتشي توپونو سره دړې وړې کړي. خلکو د بالاحصار د دغه اخطار په مقابل کې بالاحصار تر اور لاندې ونیوه او د هغوی کومکي لښکرې یې د شوربازار په خوله کې تس نس کړل او توپخانه یې هم ورته تصرف کړه.
په داسې حال کې چې د نومبر د ۲ نیټې لمر د اسمایي او شیر دروازې غرونو تر شا غروب کاوه، ملي ځواکونو د کابل ځلیدونکې سیمې تر خپل ولکې لاندې راوستې او په دې سره یې د بالاحصار او شیر پور نظامي قشلې د سخت تشویش سره مخامخ کړې. د شپې په اوږدو کې د مجاهدینو انداختونه کله په شیر پور او کله په بالاحصار باندې دوام و موند(۱۰)
د نومبر دریم تاریخ( د قیام دویمه ورځ) د ملي لښکرو پام د انګلیسي ځواکونو د جنګي قلعه ګانو، خوراکي او نظامي ذخایرو او جبهه خانو ته واوخت. په چهار باغ کې قلعه وزیر او د اندرابیو په سیمه کې قلعه نشان د مجاهدینو د حملې سره سم سقوط وکړ، نظامیان او ساتونکي یې له تیغه تیر شول، مګر افسرانو یې د خپلو بچو سره یو ځای مخکې له مخکې عمومي قشلې ته پناه وړې وه. په داسې حال کې چې له وقفې پرته د دښمن د توپخانو له خوا ګولۍ وریدلې، د مجاهدینو بل ګروپ د شنو بیرغونو سره د بالاحصار شاتني دروازه کې په جګړې مصروف شول. په همدې وخت کې د کوهدامن، کوهستان، وردګو، لوګر او پغمان مجاهدین کابل ته داخل شول.
د نومبر په ۴ تاریخ د محمود خان قلعه چې د انګلیسانو د غلو دانو ګدام و، چې تقریبا زر خرواره وربشې او څلور سوه زره کلدارې په کې موجودې وې، تر حملې لاندې راغی، او تصرف شو. د همدې جګړې په لړ کې کپټان میکنزی د تیښتې په حالت کې د داسې ښځې سره مخامخ شو، چې خپل ماشوم یې په غیږ کې و، دا چې دښمن یې ولیده خپل ماشوم یې په ځمکه کیښوده او د دښمن لاره یې بنده کړه، میکنزی خپل شمشیر پورته کړ، تر څو د افغانې ښځې سر ورباندې پرې کړي، مګر د شمشیر له ښکته کیدو مخکې د یو افغان د مرمۍ ښکار شو او په ځمکه ولویده.
د شهزاده علیقلي په وینا، چې د سردار سطان احمد خان له قوله روایت کوي، د روژې د میاشتې په ۲۱ تاریخ مجاهدینو د شاه باغ ونیوه او د محمد شریف قلعه یې هم تصرف کړه او په هغوی باندې یې ساتونکي وګمارل. ـ (۱۱)
د نومبر تر ۷ نیټې پورې انګلیسي ځواکونه یوازې د بالاحصار او بي بي مهرو په عمومي قشله کې محصور شول، ځکه چې د ریکا خانې او ذولفقار خان قلعه پرته نورې ټولې قلعه ګانې د مجاهدینو لاسته لویدلې وې.
په هر حال، د « ایرEyre» ورځینو یادښتونو پر بنسټ چې د انګلیسي ځواکونو له پاتې شونو و، عبدالله خان د نومبر په ۲۳ تاریخ ټپي شو او ملي ځواکونه د ټپي عبدالله خان سره یو بیرته کابل ته ولاړل. دښمن په ښار کې اوازه ګډه کړه، چې عبدالله خان وژل شوی دی، د کابل ښاریان د دغسې شخصیت د ضایعه کیدو په خاطر په سختو اندیښنو کې ډوب شول، مګر عبدالله خان د دې لپاره چې دغه شایعه بې اعتباره کړي، د زخمي بدن او په داسې حال کې چې د بدن څخه یې وینې څڅیدلې په آس «اسپ» سپور شو او د کابل په بازارونو کې یې په قدم وهلو لاس پورې کړ، مګر دغه کرځیدل د هغه د ټپونو د وینو د ډيرو توییدو سبب شو او عبدالله خان اڅکزی د دغه د قیام بنسټ ایښودونکی او پیلوونکی د۱۸۴۱ ز کال د نومبر د میاشتې په ۲۹ ( ۱۲۵۷د شوال د میاشتې ۱۴) تاریخ له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او د وطن په لاره کې شهید شو. (۲۳)
قاتل یعنې عبدالعزیر د خپل دغه کار په بدل کې د موهن لال څخه لس زره روپۍ تر لاسه کړې مګر ډير ژر دستګیر او ددغه خیانت په جرم اعدام شو.(۲۴)
د اکبرنامې په استناد د عبدالله خان اڅکزي تصویر:
امام حمید کشمیري په خپله اکبر نامه کې وايي، چې د عبدالله خان د ټپي کیدو څخه یوه ورځ مخکې، سردار تاج محمد خان، د سردار شمس الدین خان ورور، د امیر دوست محمد خان وریرونه، د بي بي مهرو په جګړه کې خپل سر قربان کړ او ورور یې له دښمن څخه د هغه غچ واخیست، همدارنګه عارف خان کشمیري او د کابل نورو زړورو په دغه جګړه کې خپله میړانه ثابته کړه او دښمن ته یې ډير تلفات واړول. د هغوی د همدې جګړې څخه وروسته ده، چې د عبدالله خان اڅکزي د رزمي قربانیو وخت رسیږي او هغه د انګلیسانو پر وړاندې د مجاهدینو د لښکرو په مخکې صف کې قرار نیسي او په بې مثاله زړورتیا او جسارت سره د دښمن په توپونو او ټوپکو باندې حمله کوي.
د حمید کشمیري په قول:
زجــمــع اچــکــزائــیــان دلــــیـر هـــمـان خـان عبدالله نـره شیـر
روان بود ازجمله لشکربه پیش پسش پهلوانان هم قوم خویش
چو اندرصف رزم دشمن رسیـد ز ابـر میان بـرق روشن کشید
اچــکــزی جــوانان پـولاد پــوش به دنـبال آن سـرور تـیز هوش
به تـنــدی چــو شـیـرژیان آمدند به فــوج عـــدو در مـیان آمدند
به دنبالشان جمــله لشکر رسید شـد از جنگ شورقـیامت پدید
به شمشیرگـردان در آن کـارزار بمــردند پنجاه کـم، شش هزار
هــمان خان عبــدالله رزم جوی زخون دلیران روان کرد جوی
بساکس شل ولنگ وبیدست کرد بساکس بروی زمین پست کرد
یکی راچنان زد تبرزیـن به سر که افـتاد ازپـا، چـونخـل از تبر
به پشت دگرانــدران رسـتخـیز بــزد نیزۀ مـــثـل الــماس، تـیز
چـنـان دوخــتـه مهــرۀ پشـت او که ترشد به خون عدو پشت او
یکی را بزددست کش کرده برد برآورد وزد تا شده خورد خورد
بدانسان بسی هم نبردان فگــنـد زمـردان بسی تند گـردان فگند
درآن تاخـتـن گــولـۀ نـاگــهــان بخـورد از قضا برقـفا داد جان
به مهــانی خـوان غـفـران دوید طفـیلـش سه صد شیرمردشهید
ازآن جمــله بودند انـدر شــمار زیکخانه اش سی ویک نـامدار
دلــیران غـازی بـه مرگ کسی نـدیـدنـد وکـردنـد کـوشش بسی
فرنگی سـپاهـان پــرخاشجـوی زبــالا بـه پائـیــن نهـادنـد روی
به دنبال شــان غــازیان دلــیــر زدنــدی به شـمشیر مانـند شیـر
به این ده بـزن اندران تـرک تاز
به قلعه رساندند وگشتند باز(۲۵)
په دې توګه عبدالله خان اڅکزی، د دښمن د توپخانو او ټوپکو څخه د کوم ډار پرته، دغه د افغان زړور بچي د بریالیتوب تر وروستۍ کچې مخته ولاړ او په میړانې سره یې مرګ قبول کړ.
د ښه چانس له مخې د نومبر په ۲۵ ورځ سردار اکبر خان د امیر دوست محمد خان زړور زوی چې ۲۴ کاله عمر یې درلود او تازه د بخارا د شاه له زندان څخه ژوندی وتلی و، کابل ته داخل شو، چې د کابل د خلکو د ټوپکو او ډزو په بدرګه کولو سره ورته د ښه راغلاست بدرګه وشوه، چې د ملي مجاهدینو روح ورسره تازه شو، چې په دې سره وروستي بریالیتوبونه تر لاسه شول.
د عبدالله خان اڅکزي شخصیت:
له شک پرته چې عبدالله خان اڅکزی د افغانستان د ازادۍ د علم بردارانو څخه دی، چې د پردیو د شړلو لپاره یې په میړانې سره ملا وتړله او په دغه لاره کې تر پایه ښه په زړوتیا سره و جنګیده، عبد الله خان اڅکزی یو له هغه نومیالیو مجاهدینو څخه دی، چې د ۱۸۴۲ز کال د نومبر د میاشتې په ۲ تاریخ د اصلي محرکینو څخه شمیرل کیږي.
هغه و، چې د انګلیسي مخبرانو د نیولو او جعلي شاه تر سیوري لاندې د هر ډول خطرونو په قبلولو سره یې قیام ته رنګ ورکړ او د ملي عزم د ټینګښت لپاره ودریده.
عبدالله خان اڅکزي د مکناټن په زړه کې داسې ډار یا ویره رامنځته کړی وه، چې کله قیام پیل شو او خان شیرین چنداولي مکناټن ته پیغام یوړ او ورته یې وویل: امر وکړئ د انګلیسانو د امنیت لپاره څه خدمت تر سره کړم؟ مکناټن ځواب ورکړ:« که دې عبدالله خان اڅکزی دستګیر او یا له منځه یونه وړ نو زه به دې خپل دښمن وګڼم!»(۲۶)
عبدالله خان اڅکزی یو زړور انسان و، چې له انګلیسانو څخه یې هیڅ ډار نه درلود، د یو زړور قوماندان او مخکښ مجاهد په توګه یې د غازیانو سره یو ځای په مخکې صف کې د شیرپور او بي بي مهرو تپې سیمه کې د انګریزانو په توپونو او ټوپکو باندې حمله وکړه، تر څو په عین حمله کې د عبدالعزیز په نوم د خپل یو خاین وطنوال له خوا د ټوپک هدف وګرځيده او ټپي شو، د یو بل نقل قول له مخې څلور ورځي او په بل روایت شپږ ورځې وروسته یې د شهادت جام نوش کړ او د تل لپاره یې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
البته د سراج التواریخ په حواله مرحوم غبار ددغه زړور مبارز انسان مرګ د ۱۸۴۱ کال د نومبر د میاشتې ۲۹ (۱۲۵۷هـ کال د شوال ۱۴) تاریخ لیکلی دی، مګر مرحوم کهزاد د میرمن سیل له قوله د هغه د مړینې ورځ د همدې کال د نومبر ۳۰ تاریخ ( ۱۲۵۷ هـ کال د شوال ۱۵ ) ثبت کړی دی ( ۲۷)
په هر صورت، عبدالله خان اڅکزی د هیواد د ژغورنې، د پردیو د تجاوز او تعرض څخه د ملي نوامیسو او ملي شرف د ساتنې لپاره په خپل شهادت سره د افغان بچیانو لپاره د ځان تیریدنې، ایثار او د ازادۍ ستر درس ورکړ. روح یې ښاد او یادونه یې تل پاتې.
ددغه ستر غازي او شهید مزار د ریشخورو د قلعه سرخ په تپه کې چې کابل جنوب په ۱۵ کیلو مترۍ کې واقع دی او د مزار په لوح یې د شاعر د غمجن طبیعت څخه لاندې بیتونه حک شوي دي:
دریغ وآه زبی داد چــرخ دون پــرور فـغـان زگــردش افـلاک وکینه اخـتـر
نبود بر رخ آنـان که رهگـذار غبـار ببین که عاقبتش فرش خاک شدبستر
امـیر لشکر و ســالار قــوم عــبدالله خجسته منـظـرو والا تبار ونیک سیر
قدم نهاد چو درعرصه جهـاد فـرنگ دریـد پـــرده نـامـوس کــفررا یکـسر
به روزمعـرکه در کارزار رستم بود فــراسیاب شکوه، آن یل فـریدون فـر
از این ســراچـه فـانی و دار بی بنیاد چــو آن مجـاهـد دین مبین بست کـمر
زداغ ماتم اوصبح زد گـریـبان چاک نمـود شــام لــباس ســیه زغصه بـبر
همین بسست که درراه دین احمدشد شـهـیـد اکـبـر و مـقـبـول خـالـق اکـبر
زعقـل سال وفاتش بجست محزون گفت سـرجــهــاد بیـفزاد به اسم پیغمبر(۲۸)
ماخذونه:
۱- کهزاد، بالاحصار کابل وپیش آمدهای تاریخی، ج۲،ص ٢٢٧، ٢٧٩،تاریخ وقایع وسوانح افغانستان،تالیف علیقلی میرزا (ابن فتح علیخان قاجار)،طبع ۱۳۷۶ تهران، ص ۹۴، نوای معارک
۲- سیدقاسم رشتیا، افغانستان درقرن ١٩، ص٩٩، اکبرنامه، چاپ ١٣٣٠کابل،ص ١٣٨
۳- حمیدکشمیری، اکبرنامه، ۱۳۳۰، ص ۱۳۸
۴- موهن لال، زندگی امیر دوست محمدخان،ترجمه داکترهاشمیان، چاپ امریکا،جنوری ٢٠٠٦، ج ٢ ص٣٠۵،
۵- حمید کشمیری،اکبرنامه، ص١٣٩
۶- غبار، افغانستان درمسیر تاریخ، ص۵۵٠
۷- موهن لال،زندگی امیر دوست محمدخان، ج٢، ص٣١٠،مقایسه شود با افغانستان درقرن نزده،از رشتیا، ص٩٩
۸- رشتیا، افغانستان در قرن ۱۹، ص۱۰۰،غبار، ص۵۵۰، کهزاد،همان، ص۲۸۰، سراج التواریخ،ج۱،ص ۱۶۳، نوای معارک، ص ۱۵۰.
۹- غبار، ص ۵۵۰، اکبرنامه،ص ۱۴۸
۱۰-غبار،ص ۵۵۱
۱۱- شهزاده علیقی ،تاریخ وقایع وسوانح افغانستان، ص ۹۵
۱۲-غبار، ص ۵۵۱- ۵۵۲
۱۳- کهزاد،بالاحصار کابل وپیش آمدهای تاریخی، ج۲، ص ۲۸۳
۱۴- غبار، ص ۵۵۲،سراج التواریخ، ج۱،ص،۱۶۴ ، دونابغه سیاسی- نظامی افغانستان در نیمه قرن ۱۹، از این قلم، ص ۲۵۹
۱۵- موهن لال، همان اثر، ج۲، ص ۳۲۳
۱۶- غبار، ج۱، ص ۵۴۳، نیز رجوع شود به مقاله یادی از مبارزات میرمسجدی خان کوهستانی، از این قلم درپورتال افغان- جرمن
۱۷- بریدمن “ایر” افسر انگلیسی که درمسیر راه کابل – جلال اباد درجنوری ۱۸۴۲ زخمی شد ودرجمله اسیران انگلیس درظل حمایت سرداراکبرخان قرارگرفته بود، حوادث قیام ملی سال ۱۸۴۱ را از ۲نومبر۱۸۴۱ تا ۲۲ سپتمبر ۱۸۴۲بطور روز مره یاد داشت کرده واین یاد داشتها در همان سال در انگلستان به نشر رسیده و آن خاطرات درسال ۲۰۰۷از طرف آقای محمدنسیم سلیمی به زبان پشتو ترجمه وزیرنام “په افغانستان کی دیوه بندی خاطرات “، به چاپ رسیده است.
۱۸- په افغانستان کی دیوه بندی خاطرات ، لیکونکی وینسینت ایر، ص ۶۴
۲۰- نفتولاخالفین،انتقام در جگدلگ،ترجمه علم دانشور، مسکو۱۹۸۶،ص۳۸۹- ۳۹۱،۳۹۷مقایسه شود با خاطرات بریدمن ایرتحت عنوان (په افغانستان کی دیوه زندانی خاطرات،نوشته بریدمن ایر، ترجمه نسیم سلیمی، صص۸۸-۹۲)
۲۱- بریدمن ایر،په افغانستان کی دیوه زندانی خاطرات،ص ۹۸،مقایسه شود با غبار،ص ۵۵۴
۲۲- غبار، ص۵۵۳،سراج التواریخ،ج۱، ص۱۶۴
۲۳- غبار، ص ۵۵۴،سراج التواریخ،ج۱، ص۱۶۱
۲۴- نفتولاخالفین،انتقام در جگدلگ،ص ۳۸۲
۲۵- حمید کشمیری،اکبرنامه،ص ۱۵۶- ۱۶۵ و۱۶۶
۲۶- موهن لال، همان اثر،ج۲، ص۳۱۹
۲۷- غبار، ص۵۵۴ ،سراج التواریخ، ج۱، ص ۱۶۶، کهزاد، بالاحصار کابل و… ج۲، صص ۳۰۰- ۳۰۱
۲۸-کهزاد، همان اثر،ص ۲۹۵- ۲۹۹،سیدقاسم رشتیا، همان اثر، ص ۱۰۳
آفرين غښتلی اوسې ، ريښتیا هم ښاغلي اميد اڅکزي پر تحقيقي بڼه ولاړ تاريخي ليک کړی دی ، غازي عبدالله خان اڅکزی نه هېرېدونکی ملي مبارز دی ،