منډيګک
افغان تاريخ

د کباړي دوکان

ليکنه: جاوېد چوهدري ژباړه: ظاهر عمار

د برتانوي هند پر مهال د رامپور رياست وداني چي د ۱۵ توپونو سلامي ورته وهل کېده.
0 1،058

رام پور په هندوستان کې د مسلمانانو لوی رياست و. د دې رياست بنياد روهيلا جنګيالي، نواب فيض الله خان په ۱۷۷۴ ميلادي کال ايښی و چې بيا تر ۱۹۳۰ ميلادي کاله پورې قايم و. رام پور د انګرېزانو تر رحم و کرم او څار لاندې و. دا سيمه د ګنيو او پنبې په وجه په ټول هندوستان کې مشهوره وه. نواب خپله علم‌دوسته سړی و، هغه په رام پور کې د هندوستان تر ټولو لوی کتابتون جوړ کړی و چې پکې تر دولس زرو ډېر د اردو، پارسي او ترکي ژبو کتابونه موجود وو. دا کتابونه په لاس ليکل شوي وو. ا

نګرېزان د لومړي نړۍ وال جنګ پر مهال د رام پور له نوابه خپه شول او په ۱۹۳۰ ميلادي کال يې رياست په خپله ولکه کې واخيست او په دې توګه هلته نوابي ختمه شوه. د رياست وروستی نواب رضا علي خان تر خپلې ماڼۍ محدود پاتې شو. ده د خپلو مشرانو ملغلرې، سره و سپين زر، تورې او د سرو زرو لوښي وپلورل او د خپلې ماڼۍ مصارف به يې پرې پوره کول. د رام پور نواب د خوراک څښاک معتاد و. د نواب دسترخوان په ټول هندوستان کې مشهور و، د هندوستان تر ټولو ښه مېوه، تر ټولو ښې غلې دانې، تر ټولو ښه ترکاري او تر ټولو ښه غوښه به تر زرګونو مېلو سفر طی کولو وروسته رام پور ته رارسېده. له نواب سره د آشپزانو پوره پوځ موجود و، دوی به ټوله ورځ خواري کوله چې نواب ته تر ټولو اعلی او نفيس خواړه برابر کړي. نواب به د رياست چارواکي او مشران راټولول او بيا به یې د شپې تر ناوخته له خوراکونو خوند اخيست. د رياست تر پای ته رسېدو وروسته نواب ته د دسترخوان ډک او غوړ ساتل ګران شول، خو هغه له خپل عادته لاس وانخيست. هغه خپلې ځمکې، جائيدادونه او ګاڼې خرڅې کړې او دسترخوان به يې ډک ساته. يوه شپه انګرېز والي ناڅاپه د رام پور د نواب رضا علي خان ماڼې ته ورغی، نواب له خپلو مشرانو سره خوراک نوش جان کاوه، ګورنر هم د خوراک مېز ته کېنول شو، هغه چې د دسترخوان شان و شوکت، د خوراکونو کيفيت، ذايقه او د آشپزانو پوځ وليد، اريان دريان پاتې شو، نواب نه يې وپوښتل “نواب صيب! تاسې نن هم دومره ښه خواړه خورئ؟” نواب په موسکا ځواب ورکړ “والي صيب! دا چې رياست مو لاسه ووت، اوس ښه خواړه هم ونه خورو؟” والي په دې خبره چوپ پاتې شو. د رام پور نواب د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ ښه خواړه خوړل، د سرو او سپينو زرو لوښي يې خرڅ کړل، حتا چې د ماڼۍ خښتې يې هم خرڅې کړې خو دسترخوان يې کوچني او سپور کېدو ته پرېنښود. نواب د خپل ژوند په وروستي ورځ هم سلو کسانو ته مېلمستيا کړې وه او په دې ورځ هم خواړه همغومره شاندار وو څومره چې به د رياست د بنياد ايښودونکي فيض الله خان په وخت کې وو. د نواب صيب ځمکې، جايدادونه او سره و سپين زر ختم شول خو لائف سټائل يعنې د ژوند تېرولو طرز يې بدل نه شو. هغه به نفيس ترين خواړه خوړل، شاندراه مېلمستياوې يې هم کولې، په شوق و ذوق به ښکار ته هم واته، خلکو ته به يې ډالۍ هم ورکولې، د طالب علمانو وظائف هم روان وو او د نواب له سورلۍ او لباس نه تر وروستۍ سلګۍ خوشبويي هم تله. هغه تر وروستۍ سلګۍ نواب پاتې شو، د نواب دې عادت ته انګليسي کې لائف سټائل وايي.


دنيا کې څلور ډوله لائف سټائلونه يعنې د ژوند تېرولو طرزونه دي، غريبانه، شريفانه، دروېشانه او شاهانه. دا څلور واړه لائف سټائلونه مستقل دي. دنيا کې يو پنځم ډول لائف سټائل هم شته چې احمقانه لائف سټائل يې بولي. دا عموماً د نوو مالداره شوو کسانو لائف سټائل دی. موږ انسانان چې ناڅاپه شتمن شو، احمق کيږو او دا حماقت په څو ورځو کې زموږ له پخواني لائف سټائله بيخي بدل وي. تاسې چې کله هم په کوم پنځه ستوريز هوټل کې يو کس وليد چې تر حده ډېرو خوړو فرمايش ورکوي يا کوم کس خپل قيمتي موټر ستاسې د دروازې مخې ته ودروي او بیا په زوره دروازه بندوي چې خلک ورته متوجه شي يا کوم معقول سړی ناڅاپه سګرټ څکول پيل کړي يا کوم کس نيم بوتل سپری پر ځان پاشلې وي او بهر راووځي يا کوم کس په محفل کې د پښو په ټکولو خلک خلک خپلو بوټانو ته متوجه کوي نو يوازې يوه پوښتنه ترې وکړئ “صيب! تاسې د پراپرټۍ کاروبار کوئ؟” باور وکړئ نهه نوي فيصده دا کسان به د “هو” ځواب درکړي. زه چې کله هم د پنځه دېرشو کالو کوم ځوان وينم چې ناروغ دی، پوه شم چې د لوړ فشار، کولسټرول، ذهني فشار او زړه د ناروغيو ګولۍ به خوري. زه له دوی هم پوښتنه کوم چې “تاسې د پراپرټۍ کاروبار کوئ؟” د هغوی ځواب همېشه “هو” وي. زما ملګري اکثراً ما نه پوښتنه کوي چې زه څنګه دا اندازه لګوم، زه ورته وايم “انسان په دېرش کلنۍ کې يوازې د پراپرټۍ په پيسو ناروغېدی شي.” زه اکثر دا هم وايم “زموږ لائف سټائل يوازې د پراپرټۍ په پيسو دومره احمقانه کېدای شي.”
اوس بېرته د څلور ډوله لائف سټائلونو خوا ته راګرځم. غريبانه لائف سټائل په غربت کې وروست شوی لائف سټائل وي. په دې لائف سټائل کې لاسونه ناولي، ويښتان ګډوډ، جامې پيوند، په ټوخي کې بلغم او پر بوټانو ګرد پروت وي. شريفانه لائف سټائل د مډل يا متوسط کلاس خلکو د ژوند تېرولو طرز دی. لوستي، مهذب، جامې پخوانۍ خو صاف سوتره، بوټان هم پخواني خو د هره ورځ پالش په وجه پړکېدونکي، کور وړوکی خو پاک او موټر ګوزاره حال خو بې‌داغه. په دروېشانه لائف سټائل کې يو مرموزيت او يوه بې‌پروايي ليدل کيږي. په هر څه کې نفاست او راښکون حاکم وي خو ورسره بې‌پروايي او لاتعلقي هم وي. که تاسې غواړئ په لائف سټائل پوه شئ نو د وارث شاه تاريخ ولولئ. شاه صيب به انتهايي شاندار لباس اغوست، بستره يې هم نرمه او آرام بښونکي خو هغه به د جومات په خامه حجره کې اوسېده. شيدې به يې د اعلی نسل مېښو څښلې خو پياله به يې خټينه وه. د داتا ګنج بخش لباس به هم همېشه پاک سوتره و خو هغه به هم د جومات په حجره کې اوسېده او له څو خاورينو لوښو پرته ورسره نور هيڅ هم نه وو.
پاتې شو شاهانه لائف سټائل، دا نو د بادشاهانو او نوابانو لائف سټائل دی. دا خلک تر هغې پرنجيږي هم نه چې لاس کې يې د ورېښمو دستمال نه وي. دوی خپل کفن هم له هغې پنبې جوړوي چې خپله يې تخم پر يوې پاک سوتره ځمکې کرلی وي. د اصلي بادشاه او اصلي نواب په اړه ويل کيږي چې دوی به دوزخ کې هم يخې اوبه غواړي. دا خلک مري خو شاهانه خويونه ترې نه ځي. انګرېزانو چې کله بهادر شاه ظفر د قيدي په توګه رنګون ته استاوه، سمندري بېړۍ ورته تياره ولاړه وه، بادشاه پکې خېژول کېده، د بادشاه پر بدن دا مهال هم تر شاهي لباس کم لباس نه و. يو هندی يې څنګ ته ورغی او بادشاه ته يې په سر ټيټولو سلام وکړ، د بادشاه غيرت هغه وخت هم دا ښه ونه ګڼله چې سلام کوونکی خالي لاس رخصت کړي. بادشاه جېب ته لاس کړ او خپلې له قيمتي غميو جوړې وروستۍ لاسي تسبېح يې راوويستې او سلام کوونکي ته يې ورکړې. بادشاه په رنګون کې خپلې جامې هم پر خپلو خادمانو وېشلې وې. هغه په آخر وخت کې په يوه عادي لباس کې وفات شو. د هندوستان پخواني نواب رياستونه به د انګرېزانو له لوري تر نيول کېدو وروسته کاڼه کېدل. هغوی به بيا د مړینې تر وخته د کوڼوالي اظهار کاوه، ولې؟ ځکه اړمن کس تش لاس استول د هغوی عادت نه و او کله که به يې د کوم کس حاجت پوره کول له وسې بهر وو نو بيا به يې ځان يا بيخي کوڼ کړ او يا به يې د رام پور د نواب په څېر د خپل دسترخوان د آباد ساتلو په خاطر خپلې ماڼۍ خښتې او دروازې هم خرڅولې. ما په وړوکتوب کې د نواب کورنيو ډېر خلک ليدلي، زموږ ښار کې يو حکيم اوسېده، دی د هندوستان د کوم رياست د شاهي کورنۍ غړی و. نوموړی هغه وخت ډېر سپين ږيری و، موږ هغه هيڅکله له چپن، سپين شلوار کميس، قره قل او امسا پرته نه و ليدلی. هغه به سترګې ښکته اچولې وې او ورو ورو به روان و، په نرم آواز به يې خبرې کولې، موږ به ورته خان صيب ويل، هغه به له يوه دوکانه سودا اخيسته، دوکاندار ورته يوه ورځ ويلي وو “تاسې سودا وړئ، د پيسو پروا مه کوئ.” دا معمولي خبره پر هغه ښه نه وه لګېدلې او بيا هيڅکله هغه دوکان ته ورنغی. هغه دومره حساس و چې يو ځل يې ورسره يوه ناروغ بداخلاقي وکړه، هغه پاڅېد، کور ته ولاړ، جامې يې بدلې کړې، خپل بکس يې پورته کړ، بس کې کېناست، ښار يې پرېښود او بيا هيڅکله بېرته رانغی. د خان کور وروسته د هغه يوه خپلوان خرڅ کړ. ما په لاهور کې داسې ډېر خلک ليدلي، دوی له هندوستان نه پاکستان ته راغلي وو، دوی په کوچنيو کورونو کې اوسېدل، معمولي دندې به يې ترسره کولې او په کمو پیسو به يې ګوزاره کوله، خو د دوی لباس، ناسته ولاړه او خبرو کې به د تېرو زمانو ذايقه پرته وه. دوی به سپي ته هم سپی نه ويل، جناب به يې ورته ويل. د لاهور په اُپرمال کې يو ښاغلی اوسېده، هغه د حيدر آباد د نظام بادشاه د کورنۍ و، خطاط و، په خطاطۍ به یې ځان ته روزي پيدا کوله، ما په خپل ژوند کې تر هغه ښه چای پخوونکی او څکوونکی نه و ليدلی. د هغه په چايو کې به يو عجيب قسم سرمستي ګډه وه، ما ورته يوه ورځ وويل “جناب! تاسې چايو کې څه ګډوئ، ما داسې ذايقه بل ځای کې نه ده موندلې؟” په موسکا يې وويل “زعفران.” ما وويل “مګر دا خو ډېر ګران دي؟!” ويې ويل “ګران به وي خو زه يې د خپل کورني روايت له مخې نه شم پرېښودی. که چای څښم نو يوازې د زعفرانو به څښم، که نه نو بيخي يې پرېږدم.” هغه يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:

“ګرمې اوبه د چايو د فطرت پرېکړه کوي او ستونزې د خلکو د حسب نسب، زموږ مشرانو به ويل، هغه نوابي هيڅ نوابي نه ده چې له غربته ماتې وخوري. سره زر بيا هم سره زر وي، که څه هم د کباړي په دوکان کې ايښودل شوي وي. “

ما تر ننه هغه او د هغه دا خبره هېره نه کړای شو

اصلي ليکنه دلته

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!