منډيګک
افغان تاريخ

د کندهار بلوا

0 461

که څه هم چه وړ او مناسب یې نه بولم چه خپل په باره کی ډېر څه ووایم یا ولیکم، خو دا چه زما زېږېدل په ظاهرشاهی دور کی په کندهار کی د یوې ډېری مشهوری واقعې سره تړون لری، نو په همهغه نسبت غواړم لنډ توضیحات ورکړم.

زه د ۱۳۳۸ کال د جدي پر شپاړسمه چه د ۱۹۶۰ کال د جنوری د اوومی نېټې سره سمون خوری، د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کی د سرلېچانو په کوڅه کی پیدا سوئ یم. هههه!
دا کوڅه دي نو هرڅوک پخپله بیا پیدا کړی. یعني زه د کندهار د بلوا په کال یا په بل عبارت د بلوا پر پنځلسمه زېږېدلئ یم.
دکندهار بلوا چه په اصل کی عربی لغت دئ او د ښورښ معنی ورکوی، هغه پېښه وه چه په هغه کی د کندهار د عامو خلګو او دولت د امنیتی قواؤ ترمنځ د تظاهراتو په نتیجه کی نښته رامنځ ته سوه او د ښار په مختلفو برخو کی د درګیرو خواؤ ترمنځ جنګونه وسوله. د کندهار بلوا د ۱۳۳۸ شمسی کال د قوس پر ۲۹ نېټه هغه وخت شروع سوه چه د افغانستان دولت ، یعني د کندهار والي محمدصدیق خان وزیری د افغانستان د زمین دارانو یا د هغو د نماینده ګانو څخه وغوښتل چه خپل سالانه مالیات تحویل کړی. خو دوئ د دې پر ځائ چه مالیات تحویل کړی، د نورو تېرو کلو په شان په ډله ایزه توګه کوښښ وکړئ چه د خرقې شریفی په بست کی کښېنی.

د کجکی بند، د جنرېټر د خوني و مخ ته.
دوولسم صنف، د ثور د انقلاب ورځ (د ثور اوومه، ۱۳۵۷کال)،
– په عکس کی د چپې خوا څخه: زه (فرید)، محمدنبی (ملا)، سردار، عبدالاحد بړېڅ، محمدکریم (هوتک) او محمد عیسی(مومند).
[بست= د تحصن موندلو، یا په یو مذهبی ځائ کی ځان خوندي کولو ته وایئ] خو د سردارمحمد داؤد خان د صدارت وختي وې او دولت هم جدي ؤ چه د کال تر پایه خپل عواید سره را جمع کړی، نو یې څو واری د زمیندارانو څخه د مالیاتو د تادیاتو غوښتنه کړې وه، خو هغوئ په یوه او بله بهانه د دغو مالیاتو دورکولو څخه ډډه کوله. باید وویل سی چه زمیندارانو د سوو کلونو راهیسی پر جریب یوه افغانۍ مالیه ورکوله چه په دغه وختو کی دولت هغه هم لوړه کړې وه. نو د یوې خوا د دولت او مالیه ورکوونکو تر منځ مناسبات خراب وه، او له بلي خوا د همدغه کال د استقلال د جشن راهیسی دولت د ښځو مخ لڅۍ هم اعلان کړئ ؤ. هغه ؤ چه دولتي عسکرو بلوایان و خرقې شریفی ته د ننوتولو څخه منع کړه او خلګو په عمومی مظاهره لاس پوری کړئ او ځیني ملایانو او مذهبی مشرانو هم پر دولت باندي د مخ لڅی د موضوع په نسبت د کفر ټاپه ووهله، د ولایت او خرقې شریفی ترمنځ د عسکرو او خلګو سره جنګ سو. دوکاندارانو دوکانونه وتړل، دولتي مآمورین په خپلو شعبو کی بند پاته وه، او د مکتب شاګردان په مکتبو کی یا بند پاته وه یا یې ّځانونه په ځغاسته تر کورو ورسول چه د بلوایانو د لاسه و سړک ته نسوائ راوتلائ ځګه چه وهل یئ ورکول. د بلوایانو یوې ډلي ځانونه د کندهار و سینما ته ورسول او د هغه وتعمیر ته یې اور واچاوه،

کندهار سینما، چي په ۱۳۳۸ ش کال په کندهار کي دښځو د لڅ مخي او آزادۍ پر خلاف يوه بلوا او اغتشاش جوړ سو، په دې بلوا کي خلګو د کندهار سینما هم وسوځل. وداني اوس نسته او پرځای یې عمر جامع مسجد جوړ سوی.
۱۹۵۱زیږدیږکال.
و دفترو ته ورغله او بعضی فلمونه یې وسوځل او کارګران یې وډبول. د مظاهره کوونکو بله ډله چه اکثریت یې په ډانګو سمبال وه د زرغونې انا په لېسه ورننوتل او ځیني نجونو او معلمانو ته یې لتونه ورکړه. البته تر غرمې پوری په ښار کی ډېری خرابۍ وسوې او یوه عمومی بې نظمی روانه وه او د نیم ښار خلګو د خپلو کورو پر بامو د سینما د لمبو او مظاهره چیانو سیل کاوه چه په کوڅو او بازارو کی یوې خوا او بلي خوا ته آزادانه ګرځېدله. دې حالت تر غرمې پوری دوام وکړئ او داسی معلومېدله چه بلوایان په پېشرفت کی وه، خو تر غرمې وروسته د هغه وخت نایب الحکومه سردار محمد صدیق خان وزیری د فرقې عسکر او ټانکونه را وایستل او په یو څو ساعته کی یئ په ښار کی امن راوستئ او د بلوایانو ځیني مشران یې ونیوله او بندیان یې کړله.

کندهار سینما، چي په ۱۳۳۸ ش کال په کندهار کي دښځو د لڅ مخي او آزادۍ پر خلاف يوه بلوا او اغتشاش جوړ سو، په دې بلوا کي خلګو د کندهار سینما هم وسوځل. وداني اوس نسته او پرځای یې عمر جامع مسجد جوړ سوی.
۱۹۵۱زیږدیږکال.
یو څو ټانکونه د کرز د کلي وخوا ته هم ولاړه او تر لنډی محاصرې وروسته یې ټانکونه و کلي ته وردننه کړله او صالح محمدخان کرزئ چه د بلوایانو د مشرانو څخه ګڼل کېدئ، ونیول سو.
دفاع وزير خان محمد خان
په دې پېښو کی درې نفره مړه او ډير خلګ زخمیان سوله (Louis Dupree). د ښار ځیني مشهوره مشران بندیان کړل سوله (لکه عبدالقدوس خان بارکزئ، حاجی حبیب الله خان پوپلزئ، صالح محمدخان د کرز، او نور). او دا چه محمدصدیق خان وزیری ټانکونه را ایستلي وه، په هغه شپه د سردارمحمد داؤد خان لخوا د کار څخه بر طرفه سو او پر ځائ یئ د کندهار د هغه وخت فرقه مشر جنرال خان محمدخان (وروسته وزیر دفاع) سرپرست والي مقرره سو.
په هغه نجونو کی چه بلوایانو په عذاب کړی وې، یوه زما مشره د اکا لور هم وه. د هغې د قوله چه وایئ کله چه بلوایان په زوره د زرغونې انا لېسې ته راننوتل، نو موږ ټوله په صنفو کی پټی سولو، او دغه خلګ نو په مکتب کی ګرځېدله او خرابیو ته یې لاس اچولئ ؤ، خول کله چه دولتي عسکرو د زرغونې لېسې و مکتب ته ځانونه راورسول، بلوایان په ځغستا سوله. وایې چه یو نفر په داسی حال کی چه د ولې تر یوې مورۍ وتۍ ، موږ په څلورو پنځو نجونو تر پښو ټینګ کړئ. د دې پایلوچه زورونه دي چه تر مورۍ ووزی او نیمئ وتلئ دئ او نیمئ زموږ د مکتب خوا ته دئ، مګر وایئ چه موږ تر هغو پوري په ګردو ټینګ نیولئ ؤ چه یو څو عسکرو راوځغستل او دا پایلوچه یې بیرته د مکتب وخوا ته را کش کړئ او یو څو چپلاخی یې هم ورکړې او وې نیوئ.
مؤرخین لیکی چه د خرقې شریفی په بست کی د خلګو ناسته د مالیاتو څخه د انکار په وجه وه، خو دولت مصمم ؤ چه مالیات باید ټول سی. خو په دې کی هم شک نسته چه د مخ لڅۍ حساسه موضوع هم یو بل عمده دلیل سو چه د دولت او خلګو ترمنځ فاصله نوره هم زیاته سوه او تشنج او کړکېچن مناسبات په مسلحانه جنګ تبدیل سوه. دغه موضوع د افغانستان په امورو کی متخصص، باستان شناس، او مشهور مؤرخ لویئ ډوپری په خپل یو کتاب کی په مفصل ډول بیان کړې ده. او په دې کی هم شک نسته چه دولت ډېر بې ګناه کسان بندیان کړه.
یو موضوع چه ډېره مهمه ده، هغه دا ده چه هغه وخت چه په کابل او کندهار کی دولتي مامورین مجبور کړه سوه چه خپل خانماني و رسمی دعوتو ته بوزی، د افغانستان دولت د ملل متحد د مدنی حقوقو د انفاذ په نسبت ځیني موافقې امضا کړی وې چه دولت مجبوره ؤ چه هغه باید عملي کړی. عبدالحمید مبارز(مورځ) په خپل یو کتاب کی لیکی چه د ۱۹۵۹ د استقلال د جشن په وخت کی د کابل په سټیډیوم کی د سپورټی نمایشاتو په جریان کی چه اولینه ښځه ما لڅ مخ ولیدله، هغه د صدراعظم محمد داؤد خان خانمه وه. خلاصه و لڅ مخی ته که څوک د یو نوی اجتماعی تحول په سترګه وګوری او که بین المللی تعهدات وه او که د قرضو او امدادي پروژو پېشکی شرایط وه، خو دهغه وخت دولت او اراکینو داسی احساس کاوه او مصمم وه چه دا کار باید عملی سوئ وائ.
په پائ کی زما نظر دا دئ چه فقط لکه د ۱۹۱۳ کال د بلوا په شاني، د ۱۳۳۸ کال بلوا هم د احساساتو او غیرت موضوع وه. په نوموړې بلوا کی چه د کرز محمدزمان خان او ځیني ملګری یې په خرقه شریفه ننوتله او د کندهار والی سردارمحمدعثمان د هغه وخت قاضی ورولېږئ چه خبری ورسره وکړی او د هغو څخه غوښتنه وکړی چه را ووزی او خپلو کورو ته ننوزی، خو د خرقې شریفی د بست مظاهره کوونکو قاضی هلته مړ کړئ او یو لویه قصه پېښه سوله، او او امیرحبیب الله خان، دکندهار والي د خپل مقام څخه برطرفه کړئ او کابل ته یې وروغوښتئ او پر ځائ یې محمدیونس خان د والي په حیث مقرره کړئ.
په هغه وخت کی هم خلګو فکر کوئ چه د کابل دولت د کندهاریانو څخه ښځی غوښتي وې، په داسی حال کی چه کابل د کندهار والي ته ویلي وه چه د کندهار څخه یو څو دانې مسلیاني و کابل ته ورولېږی چه هلته په یو واده کی غزلي ووایئ. نو پر دغه موضوع یوه ملي کشآله جوړه سوه، او ناحقه خلګ مړه سوله.
او د مالیاتو پر سر جنګونه خو نو یو بسته کتاب خبری غواړی، خو دلته به فقط په دغه اکتفا وکړو چه زموږ خلګو ته دي نو هم خدائ انصاف ورکړی!
هغه خبری چه یې په ګټه وی، د هغو د منلو د پاره شرعی حیله جوړوی، او د دولت هغه پالیسیاني چه د دوئ په تاوان وی، د کفر ټاپه پر لګوی، ځکه نو موږ همېشه وایو چه :
تل دي وی افغانستان او ژوندئ دي وی د افغانستان ملت!
په دې اړه بله خاطره دلته
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!