منډيګک
افغان تاريخ

ستر پښتون خوشحال خان خټک

ډاکټرخوشال روهی

خوشال خان خټک
0 821
خوشال خان خټک (1122 هـ – 1100 ه)

پښتون او پښتو دوه ډېر لرغونی مفاهیم دی ، چې درېګویدا له سندرو ، دهېرودوتس ، بطلیموس ، او هېوان تسونګ له یادداښتونو او له ځینو لاسته راغلو ډبر لیکونو څخه یې دکابو پنځه زره کلن تاریخ څرک لګېږی . نوسره له دومره لرغونوالی ولې خوشحال خان خټک ، چې درې نیمې پېړۍ دمخه یې ژوند کاوه ، دپښتو پلار بلل کیږی ؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې چې همدغه پوښتنې ته ځواب وویل شی :
خوشحال خان خټک د 1022 هـ ق کال په ربیع الثانی ( مې ـ جون 1613 ع ) کې دنوښار په اکوړه کې زېږېدلی
دی . پلار یې شهباز خان ، زوی د یحیی خان ، زوی د ملک اکوړ و . اکوړ خان دهند دمغولی امپراتور جلال الدین اکبر هم مهالی او د خپلې قبیلې سردار و ، چې له مغولی امپراتورۍ څخه یې منصب او جاګیر ترلاسه کړی وو او دجاګیر دارۍ هم دا سلسله وه چې په میراثی توګه خوشحال خان ته هم ورسېده . خوشحال په داسې چاپېریال کې لوی شو ، چې له یوې خوا یې ټول پښتنی کړه وړه زده کړل او له بلې خوا یې د خانۍ په غېږه کې په ښه شان ښوونه او روزنه وشوه . هم یې دخپل مهال ټول مروج علوم ولوستل او هم یې دښکار او جګړې رزمی مهارتونه ترلاسه کړل . لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی په دې اړه داسې لیکی : � خوشحال خان خټک په کوچنیواله د خپلې زمانې مروج علوم ټوله ویلی وو . د ده له کلامه ښه ښکاره کیږی چې ده اسلامی علوم لکه فقه ، حدیث ، تفسیر او نور عقلی علوم لکه منطق ، حکمت او ادبی علمونه او د فصاحت اوبلاغت اصول لکه معانی ، بیان ، عروض ، قافیه او نور ټوله علوم ویلی او عالم و.
خوشحال خان دشهباز خان زوی دیحیی خان لمسی، د ملک اکوړې کړوسی د جینجوخان کودی – اکوړ خان دهند دمغولی امپراتور جلال الدین اکبر هم مهالی او د خپلې قبیلې سردار و ، چې له مغولی امپراتورۍ څخه یې منصب او جاګیر ترلاسه کړی وو
خوشحال خان خټک په داسې مهال نړۍ ته سترګې وغړولې ، چې پښتانه بیخی خواره واره وو او عمدتاً د دوو لویو امپراتوریو ( مغولی هند او صفوی فارس ) داغېز په سیمو وېشل شوی وو . پدې وخت کې پښتانه د یو واحد ملت یا قوم په توګه نه ، بلکې د جلا جلا قبیلو په بڼه ( لکه غلجی ، ابدالی ، خټک ، اپریدی ، یوسفزی � ) مطرح وو . که څه هم تر دې دمخه دپښتنو ځینی قبیلې ( لکه غوری ، لودی او سوری ) پدې بریالۍ شوی وې چې خپل سلطنتونه جوړ کړی ، مګر دوی لا د ټولو پښتنو د واحد سلطنت او مملکت مفکورې ته نه وو رسېدلی او په دې ونه توانېدل ، چې پښتانه په یوه واحده اداره او خاوره کې سره یو موټی کړی . همدا دلیل و، چې د قبایلی سلطنتونو په توګه ډېر ژر په جلا وطنۍ کې له پښو وغورځېدل . همداراز په دې وخت کې دپښتنو یو مهم پاڅون یعنې روښانی غورځنګ خپلې وروستۍ سلګۍ وهلې . روښانی غورځنګ که څه هم اکثره پیروان یې پښتانه وو ، مګر بنسټ یې مذهبی او تصوفی و او مغولو هم دوی دکفر او الحاد په نامه وټکول او نېست یې کړل . نو خوشحال خټک په همدغسې یوه خلا او دپښتنو د بشپړ انتشار په حالت کې نړۍ ته راغلو . خوشحال بابا دغه ټکی ته پخپله اشاره کوی او وایی :
په یوه ژبه ویل سره پښتـــــــــو کړو ولې هېڅ نه شو له یو بله خـــــبردار
او همداسې مهال و ، چې څښتن تعالی پر پښتنو رحم وکړ او خوشحال بابا یې د پښتنو دویښولو او پوهولو لپاره د ملی شعور ، علم اوهنر د لوی لارښود او روښانه مشال په څېر هست کړ :
مګر زه یې چې ګویا په شاعرۍ کړم پښـــــتانه یې پوهـــــول اېـــزد تعـــال
خوشحال بابا درې نیمې پېړۍ وړاندې په شعوری توګه دهمت ملا وتړله ، چې پښتانه راویښ کړی ، د فکر او عمل په ډګر کې یې سره یو موټی کړی او واحد او خپلواکه ملت ورځنی جوړ کړی او په همدې منظوریې قلم او توره دواړه راواخېستل او تر پایه یې د خپلې سپېڅلې موخې لپاره په نه ستړی کېدونکې توګه وچلول :
دافغـــان په ننـــــــګ مـــې وتــــړله توره ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

خوشال خان خټک، د ناصر ريشا د هنري ګوتو کمال

خوشحال بابا د پښتنو په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره هڅه وکړه ، چې د واحد ملیت او واحدې ژبې پر بنسټ دپښتنو له خورو ورو قبیلو څخه یوواحد ملت جوړ کړی . دملت مفکوره نه یوازې دا چې په پښتنو کې نوې وه ، بلکې دنړۍ په تاریخ کې یوه نادره او تازه خبره وه او لکه ډاکتر راج ولی شاه خټک چې وایی : � دنشنلزم مفکوره په اروپا کې یوازې دفرانسې له انقلاب وروسته راپیدا شوه … خوشحال خټک هغه وړومبی عالم دی چا چې په وړومبی ځل دپښتون نشنلزم تصور وړاندې کړ � . خوشحال بابا دملت جوړونې داساسی شرط په توګه دملی ژبې په اهمیت پوه و ، نو ځکه سره له دې چې ده کولی شول دهغه وخت په مسلطو او مقبولو ژبو قلم ازمایی وکړی او ځان شهرت ته ورسوی ، خو بیا هم ده مټې راونغاړلې ، چې پښتانه به ددوی پخپله ژبه راویښوی او خپل پیغام به په پښتو ژبه ورته رسوی . دخوشال بابا ماغزه دعلومو ګنج او زړه یې داحساساتو چینه وواو ده غوښتل داهر څه په ډېر سخاوت خپلو خلکو ته ورسوی . خو له بده مرغه پښتو لا ددې جوګه نه وه ، چې دده هر اړخیز پیغام په ځان کې ونغاړی ، نو ځکه تر هر څه دمخه یې هوډ وکړ چې پښتو ژبه دومره غنی کړی چې له ګاونډیو ژبو سره د سیالۍ په مقام کې ودریږی :
که تازی ژبــــه هــــرګـــــــوره ښه ده فارسی هم ډېره په خوند خوږه ده
چایې پلـــو دجمـــــال وانه خېست پښتــــــــو لا هسې بکـــــره پرته ده
کوم کار ته چې خوشحال بابا ملا وتړله د عادی انسان له وسه پورته و . تر دې دمه پښتو ژبې درسمی ژبې په توګه هېڅ دربار ته لار نه وه موندلې او پښتو لیکلی آثار تقریباً په نشت شمېر وو . که څه هم پښتنو اوپښتو ډېر لرغونی تاریخ درلود خو دهمدغه لرغونی تاریخ په اوږدو کې دغلیمانو له بې شمېره یرغلونو او چپاوونو سره مخامخ شوی او پښتنو د خپل خصلت له مخې له هریوه سره تر ورستی وسه ډغرې وهلی وې او ډېر ځله یې په دغه لار کې خپلې هستۍ دنېستۍ باد ته سپارلی وې . نو په دې توګه ، که په پښتو کې کوم آثار موجود هم وو ، نو دهمدغو چپاوونو په ترڅ کې به اکثره له منځه تللی وی . لکه څنګه چې تر اسلام دمخه دفارس له ډېر لوی مدنیت سره سره بیا هم له ډبر لیکونو پرته دفارسی ژبې کوم یاد اثر نه دی پاتې ،همدا حال د پښتو ژبې هم دی . دامیر کروړ سوری ( 139 هـ ) له حماسی شعره داسې ښکاری ، چې پښتو ژبې باید تر دې دمخه دودې ډېر پړاوونه وهلی وی ، خو په دې لړ کې کوم اثر لاس ته نه دی راغلی . له خوشحال بابا نه یوه پېړۍ دمخه روښانی غورځنګ هم له ځان سره یو شمېر باارزښته آثار زېږولی وو ، خو دغه آثار له یوې خوا اکثراً پر یوې واحدې موضوع ( دین او تصوف ) چورلېدل او له بلې خوا د غورځنګ له ځپل کېدو سره دآثارو یو زیات شمېر د ملایانو دفتوی له مخې په اوبو کې ډوب او یا په اور کې وسوځول شول . نو ځکه وایو ، چې په دغه وخت کې پښتو لیکلی آثار په نشت شمېر وو او دپښتو شعر او نثر دواړه په ډېره خواره ورځ کې وو . مګر خوشحال بابا پښتو ژبې ته دومره ډېر کار وکړ ، چې ښایی د نړۍهېڅ عالم ، مفکر او ژبپوه خپلې ژبې ته نه وی کړی . خوشال بابا پخپله وایی :
که د نظــــم که د نثــــر که د خـــــــط دی په پښتو ژبـــه مې حـــق دی بې حسابه
نه پخوا پکې کتاب و نه یې خــــــط و دادی ما پکې تصنیف کړل څو کتابه
او ډکتر راج ولی شاه خټک پدې هکله داسې لیکی : � هغه ( خوشحال بابا ) دخپل مثالی علمیت او قابلیت په وجه په ډېرو سنګینو او نا اوزګارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړل او داسې یې تصنیف کړل چې پښتو یې په یو دم دتکمیل بام ته وخېژوله که څه هم خوشحال بابا له ډېرې ځوانۍ څخه قلمی مبارزه پیل کړې وه ، خو د پښتنو د خپلواکۍ لپاره یې هغه وخت تورې ته لاس کړ ، چې د مغولی حکومت له جېل څخه راخلاص شو او ځینی خلک همدغه خبرې ته ګوته نیسی او وایی چې دخوشحال مبارزه یوازې د انتقام پر بنسټ ولاړه وه ، مګر دا نیوکه سمه نه ده . دخوشحال بابا کورنۍ له پلارپلاره دمغولو جاګیرداره او منصبداره وه . خوشحال خان داوه ویشتو کلو و ، چې پلار یې په یوه جګړه کې زخمی او مړ شو . دقوم سر داری او دمغولو جاګیر داری ده ته پاتې شوه . مغولی حکومت د خوشحال په نوم سند جاری کړ او داټک په لار د راهدارۍ او محصول اختیار یې هم ده ته ورکړ . خوشحال خان ته دشاه جهان په دربار کې دوهزاری منصب ورکړ شو او دشاه جهان د توجه او عنایت وړ وګرځېد . له مغولو سره د خوشحال خان دوستانه اړیکی د کورنۍ قبیلې او د هغه وخت د غوښتنو له مخې ډېرې طبیعی وې . په هغه وخت کې پښتنو دخپل ریاست او ملی خپلواکۍ مفکوره نه درلوده . دپښتونخوا زیاته برخه د مغولی هند یوه برخه ګڼل کېده ، یوازې کندهار به د مغولی هند او صفوی فارس تر منځ لاس په لاس کېده . د مغولی دربار مخالفت ته د اولوالامر پر ضد د بغاوت په سترګه کتل کېدل . ځینی پښتنی قبیلو ، چې کومې جګړې کولې دهغوی موخې هم زیاتره اقتصادی او قبیلوی ګټې وې .
په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى کله چې اورنګزېب بادشاه د واک پر ګدۍ کښېناست ، نوده د پلار ډېر دوستان او خواخوږی یا ووژل او یا یې بندیان کړل . پدې لړ کې یې خوشحال بابا هم د یو پنځوس کلو په عمر د رنتبهور په جېل کې بندی کړ . له درې کلن جېل نه وروسته یو کال نور هم ده ته د بېرته ستنېدو اجازه ورنکړل شوه او په همدغه وخت کې ده د ډهلی دربار ښه جاج واخېست . دغو څلورو کلونو د خوشحال بابا په فکر کې ډېر ژور بدلون راوست . لکه د ځینو ډېرو لویو مفکرینو په ژوند کې چې ځینو وړو انګېزو لوی رول لوبولی ، د رنتبهور جېل د خوشحال بابا لپاره همداسې لویه انګېزه شوه :
دفساد که یو بڅــــــــری و مــــــــــــا اور کړ اور ما پورې داورنګ بادشاه په کور کړ
دی مغولو ته په خپلو کړو خدمتونو سخت پښېمان و او د راتلونکی لپاره یې د پښتنو د خپلواکۍ په لیاره کې د مبارزې کلک هوډ وکړ :
ومغل ته به هسې کـــــار ورښکاره کــــړم چې راضی راڅخـــه روح دفرید خان شی
په جهان د ننګیـــــالی دی دا دوه کــــــاره یا به وخوری ککرۍ یا به کامـــــران شی
که څه هم مغولی دربار تر دې وروسته ډېرې هڅې وکړې ، چې خوشحال بابا پخلا او له ځان سره ملګری کړی ، خو د ده په فکرکې داسې ژور بدلون راغلی و ، چې بیا یې هېڅکله نه غوښتل تېرې خطاوې تکرار کړی :
چې پښتون شوم په دا هسې سپینه ږیــــــره نور مې خدای مه کړه مغل ، وایم په ځیره
دا پوهېــــــــږم چې مغـــــــل لره کـــه ورشــــم تر اولـــــــه به زه لا په چـــــار بهـــــتر شـــــــــم په ورتله به بیا خــــــدمت راڅخــــه غواړی پښتانه چې ســــره وژنو ، دېو پرې ویاړی پدې توګه خوشحال بابا د قلم تر څنګه تورې ته هم لاس اچوی او نور پښتانه دمغولو پر ضد پاڅون ته را بولی :
پښتانه چې نور څه فکـر کا ناپوه دی بې د تورې خلاصۍ نشته په بل کار
بله هېڅ لیــــدله نه شی په دامنــځ کې یا مغل دمنځــه ورک یا پښتون خوار
او په دغه لار کې شپه او ورځ سره یو کوی ، هره خوا سفرونه کوی او پښتانه یووالی او پاڅون ته هڅوی . که څه هم خوشحال بابا ځینی بریالیتوبونه ترلاسه کړل ، ځینی قبیلې یې له ځان سره ملګری کړې او داېمل خان او دریا خان په څېر کلک هوډیالی ملګری یې بیاموندل ، په څو جګړو کې یې سوبې هم راوړې ، خو سره له دې پښتانه له خپل قبیلوی طرز تفکرڅخه لا نه وو راوتلی او ملی یووالی ته لاهم ډېره لار پرته وه . اورنګزېب هم د پښتنو دنفاق لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخېست ، تر دې چې ان د خوشحال خان خپل زوی بهرام خان یې هم دده پر ضد استعمال کړ او پدې توګه ظاهراً د خوشحال ملی غورځنګ بریالی نه شو . نو ځکه په ډېرې ناهیلۍ سره وایی :
زه یې چا لره وهم قــدر یې چازده په اور وسېزه داتـــورې قلمــــونه
او هم په ډېر حسرت سره ارمان کوی چې :
هره چـــــــار د پښتانــــه تر مغـــــل ښه ده اتفـــــاق ورســــــره نشته ډېـــر ارمــــــــان
که توفیـــــــق داتحاد پښتانــــــــه مومی زوړخوشحال به دوباره شی په دا ځوان
د خوشحال بابا ملی غورځنګ دملی مفکورې پر بنسټ لومړنی غورځنګ و ، چې په پښتنو کې پیل شو . که څه هم دغه غورځنګ د ده په ژوند بریالی نه شو ، مګر دا د پښتنو دملی خپلواکۍ پیلامه وه ، چې وروسته یې د میرویس نیکه او احمد شاه بابا په وجود کې دعمل جامه واغوسته . که د خوشحال توره په خپل وخت کې بریالۍ نه شوه ، مګر د خوشحال قلم چې کوم څه پښتنو او پښتو ته وکړل تر اوسه یې ساری نه دی لیدل شوی . پروفیسر محمد نواز طائر پدې هکله داسې لیکی : � د خوشحال خان حیثیت دیو پښتون ملی مشر ، مفکر ، د تورې او قلم د خاوند په حیث منل شوی دی . که په حقیقت کې اوکتی شی نو که په پښتونخوا کې چرې هم څوک نابغه زېږېدلی وی نو هغه هم دغه خان علیین مکان ذات دی . � خوشحال بابا غوښتل له یوې خوا پښتانه راویښ کړی ، سره یو یې کړی او دخپلواکۍ لپاره یې پاڅوی او له بلې خوا یې غوښتل پښتانه باسواده شی ، علم ته مخه کړی او جهل ته شا . ده غوښتل ټولې هغه وړتیاوې چې دیوه قوی ملت د جوړولو لپاره ضروری دی په پښتنو کې وروزی . د ده په اند تر ټولو مهمه وسیله داوه ، چې پښتانه پخپله مورنۍ ژبه ددین او دنیا علوم زده کړی او په دغه منظور یې شعر او نثر دواړو ته لاس واچاوه او هره هغه مفکوره چې د ده ذهن ته ورتله هغه یې پکې بیان کړه او ښه په خوند او رنګ یې بیان کړه . انګریزی لیکوال مسټر راورټی لیکی : � دمغرب د شاعرانو په رنګ داسې هېڅ مضمون نشتته چې د ده دپاره نابلد وی . � خوشحال بابا یو رسالتمند شاعر او لیکوال و . ده توره او قلم دواړه د پښتنو لپاره چلول او داسې ښکاری چې شعر هم ده دوسیلې په توګه استعمالوه :
زه دشعر په کار هېڅ نه یم خوشحال ولې خدای مې کړو په غاړه دا مقاله ده غوښتل په پښتو کې داسې یو ادب وزېږوی ، چې دپښتنو دهویت هر اړخ پکې خوندی شی . ده په پښتنی ادب کې په فکری او هنری لحاظ یو انقلاب راوست . په شعر کې یې له عربی او فارسی څخه د فورم له مخې غزل ، قصیده ، رباعی ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند او نور راواخېستل او دشعری صنایعو له مخې یې تجنیس ، حسن تعلیل ، طباق الاضداد ، ایهام ، ترجیع ، تنسیق الصفات او لف ونشر په پښتو شعر کې داخل کړل . مګر ده هر څه ته پښتنی رنګ ورکړ او هر څه یې په پښتنی کالبوت کې واچول .
په وزن په مضمون په نزاکت په تشبیه کې پښتو ویل مې عین تر پارسی دی رسولی
اویا :
په پښتو ژبــــــــــه چې ما علــــم بلند کــړو دخبــرو ملک مې فتــــــــح په سمنـــد کړو
همدارنګه :
ما خوشحال چې په پښتو شعر بیان کـړو د پښتو ژبــه بــــه اوس پــه آب وتاب شی
د ده کلیات چې کابو څلوېښت زره بیته لری د مفکورو ، فورمونو ، ، شعری صنایعو او لغاتو بډای مخزن دی . د ده په اشعارو کې د عربی ، فارسی ، هندی او ترکی لغاتو او هم د پښتو د بېلا بېلو لهجو د لغتونو غنی زېرمه لیدل کیږی . مګر دا لغات یې داسې استعمال کړی ، چې د ده شعر ته یې ښایست وربښلی خو ثقلت نه .
درست دیوان مې لکه باغ دعلم ګنج دی پکې هـــــر رنګــــــه ګلــــــونه هـــــر نهـــــال

په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى

دخوشحال بابا په نوم مشهوره کتابخانه
علامه عبدالحی حبیبی د ده د شاعرۍ په هکله داسې لیکی : � د ده اشعار تقریباً څلوېښت زره بیت ته رسیږی . هغه انقلاب چې ده د پښتوژبې شعر ته ورکړی دی ، نو دی هرکله په حیث د مؤسس او پلار د پښتو ژبې منل کیږی . تر ده وروسته چې ټوله ادبا راغلی په فکر او ډول کې یې دی مقتدر دی . � دشعر تر څنګه خوشحال بابا په نثر کې هم د مضمون او شکل دواړو له مخې یو ژور بدلون راوست . د شکل له مخې یې نثر داوسنی مهال له ضرورتونو سره سم کړو ، پدې مفهوم چې هغه یې دسجع او قافیې له تکلفاتو څخه راویوست او د علمی او ټولنیزو مسایلو د بیان لپاره یې په عام فهمه ، ساده او روان ډول واړولو . د نن ورځې ژبپوهاند هم دا خبره تصدیقوی ، چې یوه ژبه هغه وخت ښه وده او پرمختګ کولی شی چې د لیکنۍ او ګړنۍ بڼې تر منځ توپیر لږ وی . تر خوشحال دمخه ، چې کوم آثار موجود وو د شکل له مخې یې اکثره مسجع او دمضمون له مخې یوازې د دینی او تصوفی موضوعاتو بیان ته وقف شوی وو . که څه هم دوه درې تنو لیکوالو لکه ارزانی روښانی ، علی محمد مخلص او مشر اخوند هم د غیر مسجع نثر د لیکنې هڅې کړی وې ، خو د دوی هڅو د یوه مکتب څیثیت نه و غوره کړی . کله چې خوشحال بابا د عادی نثر په لیکلو پیل وکړ ، نو په حقیقت کې یې د دې مکتب بنسټ کېښود ، چې بیا وروسته نورو لیکوالو او په سرکې د ده خپلې کورنۍ دا مکتب ژوندی وساته او پښتو ژبې ته یې د قدر وړ خدمتونه وکړل:( پښتو هدایه ) ، ( بیاض ) او ( دستار نامه ) د خوشحال بابا منثور اثار دی . که په پښتو هدایه کې یې دینی موضوعات بیان کړی نو په بیاض اودستارنامه کې یې تاریخی پېښې ، د کورنۍ حالات ، خپل لیدلی کتلی ، سفری ګزارشونه ، اخلاق ، سیاست او دښوونې روزنې فلسفه په روان نثری عباراتو کې بیان کړی دی . د بیاض اصلی متن له بده مرغه ورک دی ، مګر د خوشحال بابا لمسی افضل خان خټک پخپل کتاب (تاریخ مرصع ) کې ځای پر ځای له بیاض څخه نقلونه اخېستی دی او ارواښاد عقاب خټک د دغو اقتباساتو شمېر شپږشله ( 120 ) بولی . پیاوړی لیکوال استاد حبیب اله رفیع له همدغو اقتباساتو څخه د ( هندکوه نامه ) په نوم د افغانستان له شمال څخه دخوشحال بابا یو سفری ګزارش هم استخراج کړی دی . په بیاض کې د اشرف خان هجری په نامه د خوشحال بابا یوه وصیت نامه ، چې د رنتبهور په جېل کې یې لیکلې وه هم خوندی ده . برسېره پر دې په بیاض کې تاریخی پېښې ، کورنی حالات او نور لیدلی کتلی هم راغلی دی . انګرېز لیکوال مونټ سټېوارت الفنسټن چې د خوشحال بابا کوم تاریخ یادوی ښایی همدا بیاض وی . د بیاض د نثر په هکله فاضل استاد ارواښاد دوست محمد کامل مومند داسې لیکی : � د خان وړې وړې فقرې په عبارت کې بې اندازې خوند پیدا کوی او بیخی د خبرو اترو رنګ ورکوی . داسې ښکاری چې خان په هوجره کې ناست دی ، له چاسره خبرې کوی ، هغه ترې نه پوښتنې کوی او دی لنډ لنډ ځوابونه ورکوی � . البته د دستارنامې نثر بیا زیات علمی دی او ارواښاد استاد روهی دا اثر د ښوونې او روزنې نورماتیف فلسفه بولی . اوس به راشو د خوشحال بابا آثار او افکارو ته . مسټر راورټی د خوشحال بابا آثار تر دوه سوو زیات بولی ، مګر کوم آثار چې لاس ته راغلی دادی : دیوان ، بازنامه ، صحت البدن ( طب نامه ) ، اخلاقنامه ، هدایه ، فضل نامه ، سواتنامه ، دستارنامه ، فرخنامه ، فراقنامه ، آئینه ، بیاض او زنځیرۍ دافکارو په لحاظ لکه څنګه چې دخوشحال بابا شخصیت ګن اړخیز یعنې : � حکیم ، فیلسوف ، منجم ، طبیب ، عالم ، سپاهی ، جرنېل ، میر ښکار ، نقاد ، شاعر ، ادیب ، صوفی ، رند او مؤرخ دی � (6) همداسې : � دخوشحال بابا په آثارو کې هر ډول مضامین پیدا کیږی : عشقی ، اجتماعی ، سیاسی ، فلسفی ، عرفانی ، روزنیز ، انتقادی ، تاریخی ، انتروپولوجیک ، مذهبی ، طبی ، جغرافیوی ، ډیالیکتیکی ( په کلاسیکه مانا یعنې د سقراط په پیروۍ ) نجومی ، هزلیات او نور … د خوشحال دیوان ( چې دکلیاتو په نوم مشهور دی ) د هرډول مضامینو خزانه ده خو داجتماعی ایډیال موضوع د ټولو مضمونونو په رأس کې واقع ده . � ( 7 )له کلیاتو سربېره خوشحال بابا د ځانګړو موضوعاتو په اړه جلا آثار هم لیکلی دی . مثلا ً( فراقنامه ) چې خوشحال بابا د رنتبهور په جېل کې دجلا وطنۍ په حالت کې لیکلې ده ، د وطن په مینه لیکل شوې او دایټالوی شاعر او لیکوال مازینی د آثارو په څېر د وطنپالنې ډېرې ښکلی بېلګې لری . ( بازنامه ) یې د بازانو د روزنې په هکله یو غنیمت اثر دی . په هدایه ، فضل نامه او آئینه کې یې دینی مسایل او دفقهې مسایل بیان کړی او پدې ډګر کې یې هم خپل تبحر ښودلی دی . په فرخنامه کې چې د تورې او قلم مناظره ده ، خوشحال د خپل قوی منطق او استدلال مظاهره کړې ده . زنځیرۍ د لنډ لیکنې یا سټینو ګرافی یو ډول دی چې خوشحال بابا ایجاد کړی دی . لنډ لیکنه اصلاً د کپېټالېزم په مهال کې د اړتیا له مخې منځته راغله ، خو خوشحال بابا تر وخت ډېر دمخه دا ابتکار هم کړی و . په طب نامه کې یې دهغه مهال ځینی طبی مسایل ، ناروغۍ او دواګانې ښودلی چې ډېرې یې د نن ورځې له طب سره هم اړخ لګوی . په دغه کتاب کې خوشحال بابا د جنسی پوهنې یا سېکسولوجی په اړه هم ځینی نادر ې خبرې لری . دی درې نیمې پېړۍ وړاندې په ډېر جرئت سره لکه دشلمې پېړۍ د یو آزاد فکره انسان په توګه حتی پدې هکله بحث کوی چې جنسی مینه باید څنګه ترسره شی او کومو مسایلو ته توجه پکې وشی . کوم اصول چې ده په ګوته کړی د نن ورځې سېکسولوجی یې کاملاً تائیدوی . نن که په اروپا کې د جنسی مسایلو په هکله په آزادۍ سره خبرې کیږی او جنسی پوهه د سالم کورنی ژوند لپاره ضروری بولی ، مګر په بښتنی ټولنه کې یې تر اوسه هم څوک د خوشحال بابا په څېر په ډاګه نه شی ویلی .سواتنامه د خوشحال بابا بل مهم اثر دی چې سوات ته یې د یوه سفر په نتیجه کې لیکلی دی . خوشحال بابا غوښتل په دغه سفر کې د مغولو پر ضد د یوسفزیو ملاتړ تر لاسه کړی . دا چې دی په خپل سفر کې څومره بریالی شوی دابله خبره ده ، مګر دده سفر یوه مهمه ثمره درلوده چې همدا ( سواتنامه ) ده . سواتنامه نه یوازې یو ادبی اثر دی ، بلکې سفرنامه ، جغرافیه او کلتوری بشر پېژندنه هم ده او لکه استاد روهی چې وایی د ټولنیزو اصلاحاتو هېنداره هم ده . پدې اثر کې پښتون بابا لومړی دسوات جغرافیا ، اربعه حدود ، جیولوجیک جوړښت او د یوه پوځی په توګه توپو ګرافیک خصوصیات تشریح کوی ، ورپسې د سوات جیو پولیټیک ارزښت ، دسوات حاصلات ، د خرڅلاو لارې ، دتجارت بڼه ، د خلک راکړه ورکړه بیانوی . خوشحال پدې خبره کلکه نیوکه کوی چې ولې سواتیان ( یوسفزی ) تجارت ، د غلې صادرات ، مېوه دارۍ او باغدارۍ ته پاملرنه نه کوی ، حال داچې سوات د مېوو لپاره ډېره مناسبه ځمکه لری :
هسې ملک ، هسې هوا ، هسې جویونه نــه ځـــایونه ، نــه باغـــونـه ، نــه بویـــونه
د اقتصادی سېستم په لړ کې ، د (شیخ ملی ) دوېش پر بنسټ به هر پنځه کاله او کله کله اوه یا لس کاله وروسته ځمکه له سره د سړی پر سر وېش کېدله او دوېش همدا سېستم و ، چې د ډېرې ابادۍ مخه یې نیوله . خوشحال بابا پر دغه سېستم انتقاد کوی او هغه د ځان تباهی ګڼی :
کال په کال د ملک په هېسک کاندی باختونه بې لښکـــــرو په خپـــــل ځــان کــــاندی تاختونه
له دې څخه وروسته په سواتنامه کې د خلکو کړه وړه ، دودونه او رواجونه ، د خلکو عقیدې ، ذهنیتونه او اجتماعی مؤسسې تشریح شوی . خوشحال بابا په ډېر جرئت سره هر ناوړه دود ته ګوته نیسی او داصلاح لارې یې هم په نښه کوی او ځکه خو لوی مفکر اوشاعر علامه اقبال د ده په هکله داسې وایی :
آن حکیـــــم ملــــــت افغــــانیـــــان آن طبیــــب علـــــت افغـــــانیــــان
راز قومی دید و بې باکانه ګفت حرف حـق با شوخی رندانه ګفت

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!