منډيګک
افغان تاريخ

شاغاسیان څوک دي؟

[د شاغاسیانو خاندان په تاریخي او فولکلوریکو اشعارو کښي]

3 9،561

څه موده وړاندي مي د یوې پلټني په ترڅ کښي د دنیا ورځپاڼي د (۱۳۹۴ل) کال د څلورم کال د (۵۰۲ مي گڼي، پرله پسې ۹۹۹ مي کڼي) یوې مقالې ته پام سو، چي د شاغاسیانو په اړه لیکل سوې وه. دا مقاله ښاغلي ډاکټر لطیف یاد لیکلې ده او د دنیا ورځپاڼي په پورتنۍ کڼه کښي د (شاغاسیان څوک وو) تر عنوان لاندي خپره سوې ده. یاده مقاله، په همدغه عنوان د (منډیگک) او (لومړیتوب) په شمول، په ځینو ویب سایټو کښي هم خپره سوې ده. خو د دغي مقالې له لیکوال څخه ځیني تېروتني سوي دي؛ چي د تاریخي مأخذونو او شواهدو سره په ټکر کښي دي.

د ښاغلي یاد د مقالې د ځینو ښکاره تېروتنو یادوَنه په لاندي توگه کوم:
۱: د دغي مقالې عنوان (شاغاسیان څوک وو) دئ، حال داچي شاغاسیان یو ژوندی خاندان (کورنۍ) او ټبر [دئ]، چي د خپل اصلي او پلرني ټاټوبي (کندهار) په شمول، په پلازمېنه کابل او د مرکزي افغانستان په روزگان، غزني، لوگر او میدان وردگ ولایاتو کښي مېشت دي.
۲: په یاده مقاله کښي لیکل سوي دي، چي (ایشک یا ایشیک آقاسي چي موږ ئې په پښتو کې شاغاسي بولو یوه ترکي کلمه ده…)، خو لکه څنگه چي دروند لیکوال (محمد معصوم هوتک) په خپل کتاب (کندهاري وروڼه) کښي هم یادوَنه کړې ده، ایشک آقاسي یوه “مُرکٌبه” تُرکۍ کلمه ده، چي یوه برخه ئې (ایشک) یا (ایشیک) او بله ئې (آقاسي) ده. ایشیک د دروازې احاطې، درشل او چوکاټ ته ویل کېدای سي او (آقاسي) د سردار په معنا کارېږي (نور معلومات په متن کښي).
د ایشیک آقاسي منصب او دنده د عثماني تُرکانو، د ایراني قاجاریانو او صفویانو او د احمد شاه بابا په دربارونو کښي د یوه خورا مهم منصب او د اعتماد وړ دندي په توگه شتون درلود، خو کله چي دا منصب د کندهاري سردارانو (سردار شېردل خان) له خوا (میرداد خان بارکزي) ته د هغه د مېړاني په پار ورکول سو، نو په ورځنیو محاورو کښي په (شاغاسي) بدل سو او د شاغاسیانو پراخه کورنۍ په همدغه نامه یاده او مشهوره سوه (پوره معلومات په متن کښي).
۳: د دغه لیکوال (یاد) په مقاله کښي لیکل سوي دي، چي د لویناب شېردل خان شاغاسي زوی شاغاسي خوشدل خان د امیر امان الله خان نیکه او د سروري سلطاني بېگم پلار وو، دا خبره هم ناسمه (غلطه) ده، ځکه چي شاغاسي خوشدل خان د ملکې سروري سلطاني بېگم ورور او د امیر امان الله خان ماما وو. د امیر حبیب الله خان د ملکې (سروري سلطاني شاغاسۍ) او شاغاسي خوشدل خان پلار او د امیر امان الله خان نیکه لویناب( لوی نائب) شېردل خان شاغاسي وو.
۴: د ښاغلي یاد په مقاله کښي لیکل سوي دي، چي امیر عبدالرحمٰن خان شاغاسي د توپ په خولې کښي والوزاوه، دا څرگندوَنه هم غلطه ده، ځکه چي شاغاسي شېردل خان او یا کوم بل شاغاسي د امیر عبدالرحمٰن خان له خوا په توپ نه دئ الوزول سوی، بلکي د شاغاسي شېردل خان لمَسی (علي احمد خان شاغاسي) چي د شاغاسي خوشدل خان زوی وو، د حبیب الله کلکاني (د سقاو زوی) له خوا د سقاوي اړودوړ پر مهال په توپ والوزول سو (نور معلومات ئې په متن کښي ولولئ).
۵: همدغه راز، د لیکوال څخه د شاغاسي خاندان د قومي جوړښت په برخه کښي او د (شاغاسي کلا) د فولکلوریکي او تاریخي سندري په بیتونو کښي هم غلطي سوې ده( سم معلومات به ئې په متن کښي ولولئ).
پورتنیو ناسمو (غلطو) معلوماتو نه یوازي وهڅولم، بلکي مجبوره ئې کړم، چي د شاغاسیانو او شاغاسي خاندان په اړه سم، کره او په تاریخي شواهدو او مأخذو سمبال معلومات درنو لوستونکو ته وړاندي کړم.
نو؛ تر هغه دمخه چي د شاغاسیانو د خاندان د تاریخي او فولکلوریکو ادبیاتو یادوَنه وکړم، د شاغاسیانو د خاندان په اړه د لاندي تاریخي حقایقو څرگندوَنه اړینه کڼم:
۱: د شاغاسي لقب او نوم د (ایشیک آقاسي) څخه، چي یوه مُرکٌبه ترکۍ کلمه ده، جوړ سوی دئ.
۲: د ایشیک آقاسي (شاغاسي) د کلمې څخه د (سرمنشي حضور، وزیر تشریفات، وزیر دربار، کلک، مستحکم اصیل او وفادار) معناوي اخیستل کیدلای سي.
۳: کله چي میرداد خان بارکزي ته د هغه د مېړاني په پار د ایشیک آقاسي منصب ورکول سو، دا لقب په ورځنیو محاورو کښي د (شاغاسي) په نوم بدل سو او د شاغاسیانو پراخه کورنۍ (د شاغاسي میرداد خان بارکزي کورنۍ) په همدغه نامه مشهوره سوه.
۴: د شاغاسیانو کورنۍ ته د شاغاسي (شاغاسیانو) نوم او لقب د سردار شېردل خان له خوا په (۱۲۴۳س) کال کښي ورکول سوی دئ (د دې نوم او لقب د ورکولو څرنگوالی به وروسته په متن کښي «د شاغاسي کلا» تر عنوان لاندي ولولئ).
۵: شاغاسیان، ابدالي (دُراني) پښتانه دي؛ په دُرانو کښي بارکزي دي، په بارکزو کښي عمرخانزي دي او په عمرخانزو کښي شاغاسیان (شاغاسي/شاغاسیخېل) دي.
۶: شاغاسیان د کندهار ولایت د معروف د اولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي، چي د امیر دوست محمد خان په وخت کښي د کابل ولایت د (گذرگاه) سیمي او ورپسې د مرکزي افغانسان ولایاتو؛ لکه: روزگان، غزني، لوگر او میدان وردگ ته تللي دي.

تاریخي او فولکلوریک ادبیات:
فولکلور د انگلیسي ژبي یوه “مُرکٌبه” کلمه ده، چي د فوک (خلک) او لور (پوه) څخه جوړه سوې ده او د کلتور هغه څانگه ده، چي د انساني مشخصو ډلو عنعنوي دودونه، اعتقادونه، نکلونه او ارزښتونه پکښي شامل دي.
او د فولکلور په (شفاهي) برخه کښي متلونه، سندرې، معماوي، کیسې، محلي ویناوي، سیمه ایز نومونه او اولسي قوانین شامل گڼل کېږي. زموږ د سیمي ادبیات، په ځانگړي توگه د پښتو ادبیاتو د فولکلور برخه، سره له دې، چي د پښتو ادب یوه ستره برخه ده، تاریخ ئې هم په خپل بطن کښي خوندي ساتلی دئ. اوس به لومړی د شاغاسیانو د خاندان په اړه تاریخي او فولکلوریکو اشعار او ورپسې به ئې په اړه شفاهي فولکور وړاندي کړو.

د شاغاسیانو خاندان په تاریخي او فولکلوریکو اشعارو کښي:
کله چي د شاغاسیانو د خاندان په اړه د تاریخي او فولکرویکو اشعارو څېړنه او یادوَنه کوو، نو د لویناب شېردل خان شاغاسي په اړه لیکل سوې تاریخي سجعه لومړی ځای لري.
دا سجعي شعر د شاغاسي میرداد خان د زوی (لویناب شېردل خان شاغاسي) په اړه لیکل سوی او د تاریخ په پاڼو کښي په لاندي ډول ثبت سوی دئ:

امیر شیرعلی شیر علی علی شیر خداست
هرکه نائب شیران بود، شاغاسی شیردل است

لوی ناب شېردل خان شاغاسي، چي د امير شېر علي خان د پاچايۍ په وخت کښي لوی چارواکی او سيمه ايز سردار وو. هغه د امير امان الله خان مورنی نيکه دئ. په بله وينا هغه د امير حبيب الله خان خُسر، د امير حبيب الله خان د ملکې، عليا حضرت سرور سلطان بېگم پلار او د امير امان الله خان نيکه وو.

کاندید اکاډیمېسن اعظم سیستاني په خپل کتاب (سه مقالۀ تحقیقی در بارۀ سه خاندان تاریخي قندهار) کښي د دغه شعر په اړه لیکلي دي، چي شاغاسي شېردل خان د امیر شېر علي خان په نزد د داسي حُرمت او درنښت خاوند وو، چي د هغه نوم ئې د د خپل وخت (امیر شېر علي خان د وخت) پر سِکو باندي نقر کړی دئ.

د شاغاسيانو د کورنۍ په اړه دوهم تاریخي او فولکلویک شعر د (شاغاسي کلا) تر عنوان لاندي ثبت سوی دئ. دا شعر ژبه په ژبه او نسل په نسل را نقل سوی دئ او تر ننه پوري د یوې تاریخي او فولکلوریکي سندري په توگه په محفلونو او ودونو کښي ږغول کیږي.
د شاغاسي کلا شعر په تاریخي لحاظ د دونه زورور او لوړ مقام درلودونکی دئ، چي د شاغاسیانو د خاندان د پیل څخه ئې؛ د دې کورنۍ د څلورو نسلونو تاریخي ویاړني او افتخارات ثبت کړي او خوندي ساتلي دي.

د دې تاریخي او فولکلوریک شعر (سندرې) اصلي بڼه داسي ثبت سوې ده:

شاغاسي کلا*

شاهي رامانه** زوروره
د شاغاسي کلا دي ولي ورانوله
شاهي رامانه

شاهي رامانه زوروره
د شاغاسي کلا دي ولي ورانوله
شاهي رامانه

د شاغاسي د توري شرنگ دئ
شاهي رامانه

د شاغاسي د توري شرنگ دئ
شاهي رامانه

شاهي رامانه زوروره
چي سرداران د کندهار لوري ته ځینه (۱)
شاهي رامانه

شاه اودرامانه*** زوروه
د شاغاسي کلا دي ولي ورانوله
شاهي رامانه

د شاغاسي هیبتي ږغ سو
شاهي رامانه

د شاغاسي هیبتي ږغ سو
شاهي رامانه

شاهي رامانه زوروره
مرگی مي فخر بې ننگي نه قبلومه (۲)
شاهي رامانه

شاه اودرامانه زوروه
د شاغاسي کلا دي ولي ورانوله
شاهي رامانه

د شاغاسي تر غیرت جار سم
شاهي رامانه

د شاغاسي تر غیرت جار سم
شاهي رامانه

شاهي رامانه زوروره
لکه زمری په خندا توپ لوري ته ځینه (۳)
شاهي رمانه

شاه اودرامانه زوروه
د شاغاسي کلا دي ولي ورانوله
شاه اودرامانه

شاه اودرامانه زوروه
د شاغاسي کلا دي ولي ورانوله
شاه اودرامانه

شاه اودرامانه زوروه
د شاغاسي کلا دي ولي ورانوله
شاه اودرامانه

*     قلعه
**   رحمانه (امیر عبدالرحمٰن خان).
***  عبدالرحمانه (امیر عبدالرحمٰن خان).

د شاغاسي کلا فولکوريکه سندره

۱: د شاغاسي کلا د سندري لومړی بند د شاغاسیانو د خاندان د لوی پلار او مؤسس (شاغاسي میرداد خان بارکزي) په اړه دئ. کله چي شاه محمود سدوزی له خپل زوی شهزاده کامران سره په (۱۲۳۴س) کال له کندهار څخه یو لښکر د امیر دوست محمد خان د لیري کولو په هدف د کابل په لور وایست. د کندهار حکومت ئې نائب گل محمد خان پوپلزي ته سپارلی وو. کندهاري سردارانو؛ کهندل خان، شېردل خان او پردل خان دا موقع مناسبه وگڼله او پر کندهار ښار ئې برید وکړ او ښار ئې ونیو. د ښار د نیولو په وخت کښي لومړی سړی، چي کلا ته د لرگو پر زینه ورواوښت، د توري په شرنگ ئې د کلا درگاه ته ځان ورساوه او درگاه ئې د بارکزو د سپاه پر لور پرانیزل، میرداد خان بارکزی وو. سردار شېردل خان د میرداد خان بارکزي د دغه زړورتوب له امله ورته د ښار تر نیولو وروسته د (ایشیک آقاسي گرۍ) منصب ورکړ. نوموړی شاوخوا شل کاله د کندهاري وروڼو د بارکزو په سلطنت کښي ایشیک آقاسي (وزیر دربار) پاته سو او په دغه جریان کښي د (ایشیک آقاسی) منصب د میرداد خان بارکزي له پاره په (شاغاسي) لقب باندي بدل سو او د ده کورنۍ د شاغاسیانو د کورنۍ په نامه مشهوره سوه؛ چي د بارکزو د سلطنت د بنسټ ایښوونکي امیر دوست محمد خان (۱۸۵۳ څخه تر ۱۸۶۳ز) او د هغه د زوی، امیر شېر علي خان په دربارو او سلطنتو کښي ئې ښه پوره نفوذ درلود. [۱] دروند استاد، محمد معصوم هوتک په خپل کتاب (کندهاري وروڼه) کښي په دغه اړه هر اړخیز او پوره معلومات ورکړي دي.
د دې سندري د لومړي بند اوله مصرع د (شاغاسي میرداد خان) په اړه ده، او دوهمه مصرع ئې د کندهاري سردارانو (سردار شېردل خان) په اړه ده. داغه راز «د شاغاسي د توري د شرنگ» څخه مطلب (د میرداد خان شاغاسي) زړورتیا او «د کندهار پر لور د سردارانو د تگ» څخه مطلب (د سردار شېر دل خان) او نورو سردارانو له خوا د کندهار د ښار نیول دئ.

سردار شېردل خان بارکزی د سردار پاینده خان بارکزي زوی او د سردار حاجي جمال خان بارکزي لمَسی، چي د (۱۸۱۸ز – څخه تر – ۱۸۲۸ز) کلونو پوري د کندهار حاکم وو او ایشیک آقاسي (وزیر دربار) ئې میرداد خان بارکزی وو.

۲: د شاغاسي کلا د سندري دوهم بند د شاغاسي میرداد خان د زوی (لویناب شېردل خان شاغاسي) په اړه دئ. د امیر دوست محمد خان د دربار وزیر، د تُرکستان حاکم اعلیٰ، لویناب او لوی سیمه ایز سردار، شاغاسي شېردل خان تل د امیر شېر علي خان له پاره توري وهلي دي. [۲]
د پادشاهان متأخر افغانستان د کتاب مؤلف (یعقوب علي خافي) لیکي:

پس از تصرف کابل بدست سردار عبدالرحمن خان که امیر شیر علی خان قوائی برای تصاحب مجدد کابل از قندهار سوق نمود و سردار عبدالرحمن خان هم به مقابله با سپاه امیر از کابل بر عزنی حمله نمود، باری در جنگی که در حوالی غزنی در محل سرروضه، در سال (۱۸۶۸م)، میان قوای سردار عبدالرحمن خان بسرکردگی جنرال نصیر خان و قوای امیر شیر علی خان بسرکردگی سردار فتح محمد خان پسر وزیر اکبر خان رخداد و به شکست نیروهای سردار فتح محمد خان انجامید، د نزدیک بود سردار فتح محمد خان دستگیر شود، شاغاسي شیردل خان برای نجات جان سردار فتح محمد خان با سی تن از نیروهای فداکارش بر دشمن قوی تر از خود حمله برد و در صف دشمن رخنه نمود و سردار فتح محمد خان را نجات داد، مگر خودش در محاصره نیروهای دشمن قرار گرفت و هنگامی که دشمن بدور او حلقه زدند تا دستگیرش کنند، ناگاه بر همراهان دلیر خود فریاد برآورد و (۱۸) تن از جنگجویان او با شمشیر های آخته بر صف دشمن زدند و راه باز نمودند و چون پرنده از دام دشمن پریدند و بدر رفتند. [۳]

د دغه سندري د دوهم بند اوله مصرع د توریالي لویناب (شېردل خان شاغاسي) او دوهمه مصرع ئې د یادو (۱۸ تنو جنگیالیو) په اړه ده. داغه راز «د شاغاسي د هیبتي ږغ» څخه مطلب (د شاغاسي شېردل خان) هغه فریاد (هیبتي ږغ) دئ چي خپلو ملگرو ته ئې د سردار فتح محمد خان د نجات د جگړې پر مهال کړی دئ، او د «مرگی مي فخر بې ننگي نه قبلومه» څخه مطلب (د شاغاسي شېردل خان د هغو «۱۸» تنو جنگلیالیو ملگرو مېړانه ده، چي د سردار فتح محمد خان د خلاصون پر مهال ئې مرگ قبول وو، خو بې ننگي ئې نه قبلوله).
۳: د شاغاسي کلا د سندري دریم بند د شاغاسي خوشدل خان د زوی، د شاغاسي شېردل خان د لمَسي او د شاغاسي میرداد خان بارکزي د کړوَسي (علي احمد خان شاغاسي) په اړه دئ. د توري او قلم خاوند علي احمد خان شاغاسي، چي د غازي امان الله خان سره د اروپا په سفر کښي هم ملگری وو؛ د کابل والي، د غازي امان الله خان د کورنیو چارو وزیر او دوه ځله د بارکزو د سلطنت پر مهال د لنډ مهال له پاره امیر هم تېر سوی دئ. په (۱۹۲۹ز) کال کښي د سقاوي اړودوړ پر مهال د یوې ناځوانۍ په ترڅ کښي د سقاوي سپاهیانو له خوا پر کندهار په داسي حال کښي ونیول سو، چي په کندهار کښي ئې د سقاو د زوی څخه د کابل د بیرته نیولو له پاره لښکر جوړاوه. د نیولو سره سم کابل ته واستول سو او د سقاو زوی په توپ کښي والوازه. [۴]
ایراني تاریخپوه او سفیر، مهدي فرخ په خپل کتاب (تاریخ سیاسی افغانستان) کښي لیکي:

علي احمد خان ډېر بې انتها زړور سړی وو او خورا د لوړ ذهن خاوند هم وو. کله چي ئې په توپ الوزاوه نو سقاویانو ته ئې وویل؛ چي: ما مخامخ په توپ وولئ ځکه ما هیڅکله دښمن ته شا نه ده گرځولې. [۵]

د دې سندري د دریم بند اوله مصرع د (امیر علي احمد خان شاغاسي) په اړه ده، او دوهمه مصرع ئې د (د علي احمد خان د توپ د الوزولو) په اړه ده. داغه راز «د شاغاسي تر غیرت جار سم» څخه مطلب د شاغاسي علي احمد خان زړورتیا او غیرت، او «لکه زمری په خندا توپ لوري ته ځینه» څخه مطلب د امیر علي احمد خان شاغاسي په توپ الوزول دئ.

د غازي خوشدل خان شاغاسي د زوی، د لویناب شېردل خان شاغاسي د لمَسي او د شاغاسي میرداد خان بارکزي د کړوَسي: علي احمد خان شاغاسي عکس. د توري او قلم خاوند علي احمد خان شاغاسي، چي د غازي امان الله خان سره د اروپا په سفر کښي هم ملگری وو؛ د کابل والي، د غازي امان الله خان د کورنیو چارو وزیر او دوه ځله د بارکزو د سلطنت پر مهال د لنډ مهال له پاره امیر هم تېر سوی دئ.

د شاغاسيانو د کورنۍ د تاریخي کادرونو په اړه د لیکل سوو تاریخي شعرونو په لست کښي، د سردار امیر محمد خان شاغاسي تاریخي سجعه هم خورا لوړ تاریخي ارزښت لري. امیر محمد خان شاغاسي د سردار میرداد خان شاغاسي زوی، د لویناب شېردل خان شاغاسي ورور او د علیاحضرتي سرورسلطانه شاغاسۍ اکا وو، چي د امیر کبیر له وخته په کندهار کښي د هغه د زوی او د امیر شېر علي خان د ورور، سردار محمد امین خان د دربار وزیر (ایشیک آقاسی) وو. د سردار محمد امین خان د حکومت پر مهال، د کندهار د دارالحکومت په ثبت سوو احکامو کښي د امیر محمد خان شاغاسي نوم متواتر تر سترگو کېږي؛ د (۱۲۸۱س) کال په هغه وثیقه کښي، چي د شاغاسي محمد سرور خان (وروسته بابائ کرام، او د شاغاسي امیرمحمد خان وراره) له خوا تر عزیزالدین وکیلي پوپلزي پوري رسېدلې ده، د امیر محمد خان شاغاسي د مُهر سجعه داسي لیکل سوې ده:

المتوکل علی الله الصمد

خادم شرع نبي امیر محمد [۶]

پر کندهار باندي د سردار محمد امین خان د حکمرانۍ پر وخت د هغه له خوا د خرقې شریفي د متولیانو د وظیفې او هغوی ته د مځکو د ورکولو په اړه یوه حکمنامه د هغه د وزیر دربار په توگه د “عالیجاه” امیر محمد خان په نامه خپره سوې ده. دا حکمنامه، همدې امیرمحمد خان شاغاسي ته منسوبه ده. [۷]

هېره دي نه وي چي خرقې شریفي ته د شاغاسي امیر محمد خان وراره، غازي خوشدل خان، د لویناب صاحب زوی، هغه مهال چي د کندهار نائب الحکومه وو د نقرې دروازه ډالۍ کړې ده. د میوند د تاریخي جگړې مرستیال قومندان، کمکی ناب، د کابل او کندهار نائب الحکومه او سردار، د امیر کبیر زوم او د بارکزو په سلسله کښي د دوه ځلي لنډمهاله امیر، علي احمد خان پلار، غازي خوشدل خان شاغاسي د خرقې شریفي له پاره پر خپل ډالۍ کړې د نقرې دروازه باندي دا بیت نقش کړی دئ:

بضاعت نیاوردم الا امید

خدایا ز عفوم مکن نا امید [۸]

د افغانستان لومړنی دارالعدالت، د مرکزي افغانستان ناظم الامور العدلیه، ذ جنوب حاکم اعلیٰ، د غزني او روزگان حاکم کلان، د کندهار ولایت څخه وکیل او نائب سالار؛ دوست محمد خان شاغاسی.

د شاغاسیانو بل تاریخي شعر د نوموړي امیر محمد خان شاغاسي د زوی، نائب سالار ناظم الامور العدلیه دوست محمد خان شاغاسي او د هغه د اکا شاغاسي عطاء الله خان د زوی، سردار محمد اکبر خان په اړه لیکل سوی دئ. کله چي د سراج الخواتین سرور سلطاني شاغاسۍ په غوښتنه امیر حبیب الله خان سراج الملته الدین د دارالعدالت محکمه رامنځته کړه، دوست محمد خان ئې د هغي محکمې لومړنی ناظم (مشر) وټاکه، ځکه ئې د نامه سره د ژوند تر پایه پوري د ناظم الامور العدلیه د (ناظم) برخه پاته سوه. نوموړي دا ماموریت لومړی دوه کاله پر غاړه درلود، او دوه کاله وروسته د دوست محمد خان د اکا زوی، محمد اکبر خان پر دغه موقف مقرر سو او شپږ کاله د سردارۍ په رتبه کښي پر دې موقف پاته وو. په دې اړه جلال‌آبادي میرزا شېر احمد مستي‌خېل یوه قصیده لیکلې ده، چي‌ښايي ډېره اوږده قصیده وي، خو څو بیته ئې داسي ثبت سوي دي:

خاص تر بر مردمان خطهٔ افغان ستان

سجدهٔ شکرانه لازم تر بدرگاه خداست

کو عنایات خداوندی درین کابل زمین

این حد بونامور فرمانروای ملک ماست

در حضور خویش یک دارالعدالت طرح داد

کو برای رنج مظلومان عجب دارالشفاست

گر رود در غور مردم غفلتی از حاکمان

داد ایشان را درین دارالعدالت خوش دواست

از گروه چاکران شخص دیانت پیشه را

انکه مرد نیک خوی و عاقل و کار ازماست

قوم او دُرانی و اسمش محمد اکبر است

کاردان و هوشمند و عدل کیش و پارساست

کو جاگزین فرزند عمش دوست محمد ناظم

بر حکم سراج الملته والدین سرکار والاست [۹]

ناظم الامور العدلیه دوست محمد خان شاغاسي د سردار امیر محمد خان شاغاسي زوی، د شاغاسي میرداد خان بارکزي لمَسي وو. نوموړی د خپل سیاسي ژوندانه په پیل کښي د سردار نصرالله خان د دربار وزیر دربار وو، کله چي د نصرالله خان ورور، حبیب الله خان د امیر عبدالرحمن خان له خوا ولیعهد وټاکل سو، نو دوست محمد خان ئې هم د هغه د تجربې او رسوخ په پار د حبیب الله خان وزیر دربار وټاکه. دوست محمد خان د اعلیحضرت امان الله خان په فرمان د استقلال او خپلواکۍ د جگړې پر مهال د مشرقي سمت د نظامي او ملکي خدماتو له پاره مقرر سو، خو (د سراج التواریخ په حواله)، سپهسالار ناظم دوست محمد خان شاغاسي د امير حبیب الله خان د سلطنت پر مهال د جنوبي د سمت حاکم اعلیٰ او د ملکي او نظامي خدماتو سپه سالار او نائب سالار تېر سوی دئ. د شاغاسي دوست محمد خان ورور، خواجه محمد خان شاغاسي هم د خپل وخت جرنیل تیر سوی دئ. [۱۰]

د سپهسالار ناظم دوست محمد خان شاغاسي په اړه بله تاریخي او فولکلوریکه سندره د( نائب سالار) تر عنوان لاندي ثبت سوې ده:

نائب سالار

نائب سالار تېرېږي
زموږ پر لار تېرېږي
عسکر ئې لعل او مرجان
په هوا ژاړي مرغان
نائب سالار تېرېږي

ناظم صاب بیا راغلی
له گذرگا* راغلی
په هدایت د خود شاه امان الله راغلی (۱)
نائب سالار تېرېږي

دوست محمد خان شاغاسي
د خاندان شاغاسي
سپه سالار دئ زموږ ئې فخر نوم نشان شاغاسي (۲)
نائب سالار تېرېږي

نائب سالار تېرېږي
زموږ پر لار تېرېږي
عسکر ئې لعل او مرجان
په هوا ژاړي مرغان
نائب سالار تېرېږي

* گذرگاه (لکه څنگه چي مو مخکي هم یادوَنه وکړه، شاغاسیان د خپل اصلي ټاټوبي (کندهار) څخه لومړی د کابل د گذرگاه سیمي ته راغلي دي، چي اوس هم هورې مېشت دي او بیا د گذرگاه له سیمي څخه د مرکزي افغانستان ولایاتو ته تللي دي.

۱: لکه دمخه چي یادوَنه وسوه؛ دوست محمد خان د سردار نصرالله خان د دربار، وزیر دربار وو، چي د استقلال د جنگ پر مهال، د اعلیحضرت امان الله خان په فرمان د مشرقي د نظامي او ملکي خدماتو له پاره مقرر سو. خو د امیر حبیب الله خان د سلطنت پر مهال د جنوبي د سمت حاکم اعلیٰ او نائب سالار وو (ځکه په دې بند کښي د نائب سالار د بیا راتگ او د امان الله خان د هدایت یادوَنه سوې ده).
۲: داغه راز، نائب سالار دوست محمد خان شاغاسي د ملي شورا له څلرمي څخه تر اوومي او بیا په لسمو او یوولسمو درورو کښي د کندهار د بېلابېلو اولسوالیو، په شمول د کندهار د ارغستان (ارغسان) څخه منتخت وکیل تېر سوی دئ. [۱۱]

د وکالت څخه وروسته ئې د وزیر دربار (ایشیک آقاسي)، ناظم الامور العدلیه (وروسته وزیر عدلیه)، د مرکزي افغانستان (هرزاره جات) حاکم کلان، د جنوبي حاکم اعلیٰ، سپه سالار او نائب سالار په منصبونو کښي د (۱۳۲۲ل) کال څخه بیا د هیواد د خپلواکۍ او استقلال تر مهاله پوري د خپل هیواد (افغانستان) او هیوادوالو (افغانانو) خدمت کړی دئ.

د پارلمان پنځمه دوره، د عکس (۶) نمبر کس نائب سالار دوست محمد خان شاغاسی دئ

کله چي د شاغاسي خاندان د فولکلوریکو ادبیاتو یادوَنه کوو، نو د هغه تاریخي او فولکلوریک شعر یادوَنه باید هرو مرو وسي، چي د (غازي امان الله) تر عنوان لاندي ثبت سوی دئ.
دا شعر په څو ډوله لیکل سوی دئ، د دې شعر یوه بڼه داسي ثبت سوې ده:

غازي امان الله

تور قمیص* دي د بخمل
په ملا توره د طلا
وه! غازي امان الله
شاغاسي امان الله

داغه شعر( غازي امان الله) په بل ځای کښي داسي لیکل سوی دئ:

غازي امان الله

تور کورتی** دي د بخمل
پر ملا توره د طلا
وه! غازي امان الله
شاغاسي امان الله

خو دا شعر په یوه بله پاڼه کښي چي زما د شخصي کتابتون په آرشیف کښي راسره خوندي هم ده او د دې تاریخي (فولکلوريک) شعر اصلي بڼه ښکاري، داسي لیکل سوی دئ:

غازي امان الله

توره وباسه له تېکي***
کمربند تړه تر ملا
وَ غازي امان الله
شاغاسي امان الله (۱)

*    قمیص (د کمیس عربي بڼه چي د امان الله خان د چپني له پاره کارول سوی دئ).

**  کورتی د (کورتۍ د کلمې نارینه بڼه، چي د امان الله خان د توري چپني څخه به مطلب وي).

*** تېکی د پښتو ژبي ویی دئ، عربي معادل ئې (غلاف) دئ، چي د چړې یا توري پوښ ته ویل کیږي.

۱: دا جوَته خبره ده، چي امیر امان الله خان د امیر حبیب الله خان زوی او امیر عبدالرحمٰن خان لمَسی دئ، چي د بارکزو د محمدزیو په څانگه پوري تړاو لري.

خو دا هم یو تاریخي حقیقت دئ، چي د امیر امان الله خان مور سرورو سلطانه شاغاسۍ (علیا حضرته) د شاغاسي شېردل خان لور او د شاغاسي میرداد خان بارکزي لمَسۍ وه؛ چي د شاغاسیانو د کورنۍ مشران او هغه وگړي، چي اوس هم په پښتو ژبه خبري کوي د درنښت په پار ئې (شاغاسۍ انا) بولي.

نو غازي امان الله خان د شاغاسۍ انا (سرور سلطانې) زوی او د لویناب شېردل خان شاغاسي لمَسی هم دئ.
بل دا چي، لکه څنگه چي عزیز الدین وکیلي پوپلزي په خپل کتاب (سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان) کښي هم یادوَنه کړې ده، د شاغاسیانو کورنۍ د خپل لمَسي (غازي امان الله خان) په سلطنت ته رسولو کښي او د غازي امان الله خان د قدرت په استقرار کښي ډېره ستره ونډه درلوده. [۱۲]

ځکه نو مخکي له هغه چي سردار امان الله خان امیر او غازي سي؛ لکه څنگه چي د (عین الدولت) لقب ورته کارول سوی دئ، د پورتني تاریخي شعر کښي په استناد د غازي امان الله خان له پاره د (شاغاسي) لقب هم په افتخاري توگه کارول سوی وي. د غازي امان الله خان پلرنۍ او مورنۍ شجره د بارکزو په عمرخانزو کښي سره یوځای کېږي.

شاغاسي محمد سرور خان چي (سردار اعلیٰ) او مشهور په (بابائ کرام) وو، د شاغاسي عطاء الله خان زوی، د سردار ميرداد خان شاغاسي لمَسی او د غازي امان الله خان د مور، ملکې سروري سلطاني شاغاسۍ د اکا زوی او پلندر وو.

ځای لري، چي په دې ځای کښي د شاغاسۍ انا (د غازي امان الله خان د مور) ملکې سروري سلطاني د هغه تاریخي لیک یادوَنه وکړو، چي شاغاسۍ انا هغه مهال لیکلی وو، چي امیر امان الله خان د اوروپا په سفر تللی وو او هغې خپل زوی ته یو لیک استولی وو.

په دې لیک کښي، شایق جمال افندي د مور (شاغاسۍ انا سروري سلطاني) د زړه درد، د زوی (غازي امان الله خان) د بیلتون پر مهال او د هغې مورنۍ عاطفه په یوه نظم کښي بیان کړې ده، چي دروند لیکوال عزیز الدین وکیلي (پوپلزي) په خپل کتاب (سفرهای غازی امان الله شاه در دوازده کشور آسیا و اروپا 1306-1307) کښي هم راوړی دئ:

نور چشم رشید امان الله              باد عمرت مزید امان الله
ای گل بوستان مادر خود             ای عزیز دل برادر خود
ای بهار نشاط و فرحت من          ای گل گلشن سعادت من
ای قدت نخل آرزوی وطن            ای وجود تو آبروی وطن
ای وجود تو باعث راحت              ای حیات من و همه ملت
ای زهجر توعالمی بیتاب             ای بیاد تو دیده ها پر آب
ای بدل ازهمه توشیرین تر          ای فدای تو هستی مادر
مادرت از فراق بیتابست              بیخورو بیقرارو بیخوابست
روزم از دوری تو گشت سیاه       حال ما فراق کرده تباه
در گرفتم ز آتش دوری                مردم از درد و داغ مهجوری
تا تو رفتی بهه مُلکِ اروپا            رفته باتو توان و طاقت ما
نور چشم رشید امان الله              باد عمرت مزید امان الله
ای گل بوستان مادر خود             ای عزیز دل برادر خود
ای بهار نشاط و فرحت من          ای گل گلشن سعادت من
ای قدت نخل آرزوی وطن            ای وجود تو آبروی وطن
ای وجود تو باعث راحت              ای حیات من و همه ملت
عکسهای تو مینهم در پیش         چهره ات دیده میروم از خویش
نور چشمان چرا نمی آیی؟          تا بیاید به دیده بینایی
در فراق تو مردن آسانست          حیف یادت بدیده پنهانست
نه تو تنها عزیز پیش منی           شرف و آبروی این وطنی
ملت از دوریت بجان آمد            عالمی را بلب فغان آمد
ایخوش آندمکه در وطن باشی    زینت و زیب انجمن باشی
نیستی یکنفس فراموشم            به دعای سرتو می کوشم…
هر کجا اید در امان باشید           همگی عافیت نشان باشید [۱۳]

شاغاسۍ انا (علیا حضرته)!
علیا حضرته سرور سلطانه، چي د سراج الخواتین، دلچسپه زړور باز[۱] او شاغاسۍ انا په نومونو هم یادول سوې ده، د سراج الملت والدین امیر حبیب الله خان رسمي ملکه او د اعلیحضرت امیر امان الله خان مور وه[۲]. سرور سلطانه سراج الخواتین، لومړنۍ مېرمن وه، چي د معاصر افغانستان په سیاسي ډگر کښي وځلېده. سرور سلطان بېگمي، وطنپرستي، آزادي خواهي او سیاسي تفکر له خپل پلار لویناب شاغاسي شېردل خان او نیکه شاغاسي میرداد خان بارکزي څخه په میراث وړی وو او خپل زوی اعلیحضرت امیر امان الله خان ته ئې په هماغه وطنپرستۍ، آزادي خواهۍ او لوړ سیاسي تفکر وده ورکړه او سلطنت ته ئې ورساوه. د شاه امان الله خان د اوږد اروپایي سفر پر مهال، علیا حضرت بېگمي د اماني سلطنت د ستنو په ټینگولو کښي تر ټولو ښه او ستر رول ولوباوه[۳]. دا دلچسپه زړور باز د خپل خاندان سره یوځای، چي د شاغاسیانو په کورنۍ او خاندان باندي یادول کېږي او د (کندهار د معروف) اصلي اوسېدونکي دي او د یٰسین خان بارکزي (عمر خانزي) اولاده ده؛ د اماني دورې له پیل څخه تر پایه پوري یعني د ماشومتوب څخه نیولې بیا د اماني سلطنت تر پایه پوري ئې بې ساري خدمتگذارۍ او سرښندني کړي دي [۴].
لمن لیکونه:
[۱]: (Reform & Rebellion in Afghanistan۱۹۱۹-۱۹۲۹).
[۲]: هوتک، کندهاري وروڼه، پاڼه (۲۲۰).
[۳]: پوپلزی، سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان، پاڼه (۱۲۶).
[۴]: سیستانی، سهم خاندان علیا حضرت در پیروزی امان الله خان.

غازي امان الله خان اروپا ته تر روانېدو دمخه، یاور محمود خان شاغاسي د کابل د والي په توگه وټاکه، څوک چي تر دغه دمخه د افغانستان د لومړني اول معاون په توگه د غازي‌ امان الله خان له خوا د “یاور اول حضور” په توگه ټاکل سوی وو. کله چي پاچا له سفر څخه بیرته خپل وطن ته راستون سو، نو یاورو محمود خان د خپلي خطابې په پای کښي ورته د خپل ښه راغلاست مراتب په شعري ژبه داسي بیان کړي ول:

بنام ولایت کابل مراتب تبریک و احترام عقیدت مندانه را بحضور مبارک عرض و احساسات عموم را ترجمانی نموده میگویم:

همی آید مرا پی در پی از دل بر زبان تبریک

نمی دانم ز تشریف چسان سازم بیان تبریک

ورود مقدمت را از زمین تا آسمان تبریک

بذات عالیت ای پادشاه نو جوان تبریک

صفا آرودی ای شاهنشه افغانیان تبریک. [۱۴]

د افغانستان لومړنی اول معاون او د دارالامان د ماڼۍ د جوړولو د پروژې مشر، یاور محمود خان شاغاسي د غازي امان الله نږدې ملگری وو، د هغه پلار شاغاسي محمد شاه خان د امان الله خان د پلار امیر حبیب الله خان د شهزاده گي پر مهال د هغه وزیر دربار وو، او مور ئې، تاجور سلطانه شاغاسۍ، د امیر امان الله خان د مور، علیاحضرتي سرورسلطاني شاغاسۍ خور او د لویناب شېردل خان شاغاسي لور وه. د محمود خان نیکه سردار امیر محمد خان شاغاسي د امان الله خان د مور اکا وو، او د یاور محمود خان شاغاسي غوَر نیکه سردار شاغاسي میرداد خان بارکزی د غازي امان الله خان مورنی غوَر نیکه هم وو. د یاور محمود خان په اړه بشپړه مقاله دلته ولولئ: د افغانستان لومړنی اول معاون؛ یاور محمود خان شاغاسی – منډيګک (mundigak.com).

د یاور محمود خان شاغاسی د شعر له لوستلو او لیکلو سره جوړه وه او شاعرانه طبع ئې هم درلودله، هغه او وزیر محمد ابراهیم خان بارکزي د استقلال د استرداد پر مهال د اعلیحضرت غازي امان الله خان له خوا کونړي میر زمان خان ته د “مُلکي کرنېل” د رتبې د ورکړي فرمان او خپل تبریکیه مراتب په شعري ژبه داسي بیان کړي دي:

د عدلیې وزیر عالیجاه محمد ابراهیم خان او حضوري ایشیک آقاسي عالیجاه محمود خان خط

عالیجاهه د کونړ میر زمان خانه

مشر خان د تمامي افغانستانه

تل محفوظ دي وي د خدای په حفاظت

هم دي وي خاوند د عز و جلالت

دا دئ نقل د فرمان د شهریار

د غازي اعلیحضرت او خود مختار

چي ناظر عدلیه ابراهیم خان

او حضوري ایشک آغاسي محمود خان

په دې دواړو دي واضحه د خاطر وي

په فرمان زما د شاه دي مستحضر وي

چي خدمت د کونړي میر زمان خان

په کمال صداقت سه را عیان

په اکرام سره له حضوره سرفراز سه!

په منصب د کرنېل ملکي ممتاز سه!

هم په ورځ د دوشنبې علی الدوام

چي دئ کار د نظارت عدلیه تام. [۱۵]

وزیر محمد ابراهیم خان بارکزی د  بابا محمد سرور خان شاغاسي زوی، د شاغاسي عطاء الله خان لمَسی او د سردار ميرداد خان شاغاسي کړوَسی وو. نوموړی د سردار نصرالله خان “فراشباشي” وو، چي د امیر حبیب الله له خوا ورته د “سواران خاصه” مشرتوب ورکول سو او د امیر امان الله د سلطنت پر مهال د “عدلیې وزیر” وټاکل سو. وزیر محمد ابراهیم خان د هرات د “نائب الحکومه” په توگه خپل ورستۍ دنده ترسره کړې ده، چي د سقاوي اړودوړ پر مهال د سقاویانو له خوا هورې ووژل سو. د یاور محمود خان پلار، شاغاسي محمد شاه خان د وزیر محمد ابراهیم خان د کاکا زوی وو.

هېره دي نه وي، چي شاغاسیان په کاکړیو او لنډیو کښي هم یاد سوي دي او د مېرمن نغمې او فرهاد دریا په شمول ځینو افغانو سندرغاړو د دوی په اړه سندري کمپوز کړي هم دي.

کاکړۍ

ښایسته لکه غمی دئ
زوم د آره شاغاسی دئ

ټپې او لنډۍ

د شاغاسیانو پښتنه یم
هم ښایسته یم هم د لوړو کورو یمه

په ځان به ځنگه نه نازېږم
زه شاغاسۍ د کندهار راغلې یمه

د شاغاسي د توري شرنگ دئ

چي سرداران د کندهار لوري ته ځینه

د شاغاسي هیبتي ږغ سو
مرگ مي قبول دئ بې ننگي نه قبلومه

د شاغاسي تر غیرت جار سم
لکه زمری په خندا توپ لوري ته ځینه

دا وروستۍ اولسي او فولکلوریکه څلوريځه خو شاید، چي د لوی کندهار ډېرو اوسېدونکو په کورنیو محفلونو او ودونو کښي اروېدلې وي:

څلوریځه

ښایسته گل د انار دئ
په همزولو کښي سردار دئ

داسي زوم مو دروستلی
شاغاسي د کندهار دئ

ببر او ډانگ برېتونه:

که څه هم په نړیواله توگه؛ د اتلسمي، نونسمي او شلمي پېړیو شاهي، اشرافي او سیاسي وگړو، اشخاصو او خاندانو د خپلو ټولنیزو او سیاسي رتبو، منصبو او موقفو د څرگندوَلو او ښکاره کولو په پار ببر او اوږده برېتونه پرېښوول، خو په افغانستان کښي د بارکزو د سلطنت له پیل څخه د دغه سلطنت ځینو اشرافي کورنیو، په ځانگړي توگه د شاغاسیانو د خاندان ارکانو او کادرونو، په شمول د لویناب صاحب، عطاء الله خان شاغاسي، امیر محمد خان شاغاسي، غازي خوشدل خان، ناظم صاحب دوست محمد خان، معاذالله خان شاغاسي، ابو لالا، مکرمي لالا، بابا محمد سرور خان، وزیر عبدالعزیز خان، وزیر محمد ابراهیم خان او علي احمد خان شاغاسي گردو ببر او ډانگ برېتونه درلودل؛ چي هغوی ته په خانداني لحاظ له سردار میرداد خان شاغاسي څخه ورپاته ول او میرداد خان له خپل نیکه سردار یٰسین خان څخه په میراث وړي ول (په متن کښي دي د لویناب صاحب، ناظم صاحب، بابائ کرام او علي احمد خان عکسونو ته پاملرنه وسي). د یادو عکسو سربېره، د وزیر عبدالعزیز خان بارکزي عکس ته هم پاملرنه وکړئ، چي هغه هم ببر او ډانگ برېتونه درلودل:

عبدالعزیز خان د معاذالله خان زوی، د شاغاسي عطاءالله خان لمَسی او د شاغاسي میرداد خان بارکزي کړوَسی وو. د امیر امان الله خان د پاچاهۍ پر مهال د دربار د مهمو رجالو څخه گڼل سوی او د (دیوان حرب) غړی وو، د کندهار حاکم، وزیر داخله او وزیر حرب (دفاع وزیر) هم تېر سوی دئ. کله چي امیر امان الله خان د (۱۹۲۸ او ۱۹۲۹ز) کلونو په جریان کښي وغوښتل؛ چي د سقاوي اړودوړ لمن ورټوله او سلطنت د تاریخ د توري دورې څخه بیرته وژغوري، پر وزیر عبدالعزیز خان بارکزي باندي ئې د “صدراعظم” گوته ایښې وه. عبدالعزیز خان هم د خپل خانداني دود او دستور سره سم؛ ببر او ډانگ برېتونه درلودل.

د شاغاسیانو شان:

د لوی احمد شاه بابا ابدالي په لاس د معاصر افغانستان بنسټ اېښودلو سره سم او د هغه په دربار کښي د “ایشیک آقاسي” د منصب او رتبې د رامنځته کېدلو له وخته، د دربار وزیران په وظیفوي لحاظ دې ته اړ ارکان ول، چي د شان، شوکت او دبدبې خاوندان وي. په دې پار، چي د بارکزو د سلطنت له پیل څخه تر پایه پوري د وزیر دربار یاد منصب د سردار میرداد خان شاغاسي د کورنۍ په غړیو پوري په مورثي او خانداني لحاظ اړه درلوده، نو د وظیفوي مسؤلیتو په درلودلو سره، باید دوی په طبیعي لحاظ د لوړ شان، شوکت او دبدبې خاوندان وای؛ نو د شاغاسیانو د شان د “شان‌شاغاسي” شفاهي فولکلور له دغه ځایه سرچینه اخلي. د “شان‌شاغاسي” په اړه د شاغاسیانو د خاندان د تاریخي کادرونو هغه تاریخي او فولکلویک شعر، چي د (ناظم صاحب) تر عنوان لاندي ثبت سوی دئ، د دغه شان څرنگوالی بیانوي:

ناظم صاحب

چي شاغاسي ناظم صاب* رالی
د مډالونو ئې شرنگی سو
نو د آسانو ئې شیشنی سو
د سپاهیانو ئې هی، هی سو
پر غلیمانو ئې ترپی کړ
بیا ئې حیرانه هر سړی کړ**

 *  صاحب

** د دغي ټوټې دا وروستی بند پُخوا په بل ډَول اروېدل سوی او لیکل سوی وو، خو د شاغاسیانو یوه عمر خوړلي مخوَر، شاغا باقي خان ئې له گذرگاه څخه سمه بڼه د نظامي تعلیم او تربیې استاد، ډگروال عبدالمالک خان شاغاسي ته په پورتنۍ بڼه بیان کړي ده او ورته تشریح کړې ئې ده، چي که څه هم یاد بیتونه د نوموړي دوست محمد خان شاغاسي په اړه ویل سوي او لیکل سوي دي، خو په مجموعي لحاظ یاد تاریخي او فوریک بندونه د “شان‌شاغاسي” څرگندوَنه کوي.

دا تاریخي او فولکلوریکه ټوټه هغه وخت لیکل سوې ده، چي نائب سالار دوست محمد خان شاغاسي د ناظم الامورالعدلیه په توگه، مرکزي افغانستان (هزاره جات) ته د مُلکي تنظیماتو په موخه تللی وو.

د شاغاسیانو سترخان:

د افغانستان د معاصر تاریخ له پیل څخه د ابدالي؛ د دُرانیو او بارکزو د سلطنتو په جریان کښي د “ایشیک آقاسي” یا وزیر دبار رتبه، چي د شاغاسیانو د خاندان د نوم اساس جوړوي، د خورا درانه او غوَره ځای درلودونکې وه. وزیر دربار (ایشیک آقاسي) به امیر ته ډېر نږدې او منلی وو او د دربار ټول کارونه به ئې اجرا کول. پاچا به پر هر چا باندي د دربار د وزیر او د دغه وزارت د کارو اعتماد او باور نه سو کولای، ځکه نو د دربار د ټولو څانگو او مامورینو نظم او ترتیب د وزیر دربار څخه وو. وزیر دربار به د دربار د ټولو لگښتونو او خرڅونو حساب او کتاب په خپله سنجاوه او کله به چي د هغه له خوا مصرف وټاکل سو؛ نو بیا به د مؤظفو کسانو له خوا هماغه عام یا خاص مصرف ترسره او پوره کېدونکی وو. د وزیر دربار تر واک لاندي د دربار ټول مامورین او منشیان په شمول د “پیش خانه چي،” “چندال باشي” او “مهماندار باشي” ول. په دې توگه، مهماندار باشي، چي اوسنی معادل ئې د تشریفاتو مشر دئ په مستقیمه توگه وزیر دربار ته مسؤل وو، نو پاچا یا امیر به د خپل وزیر دربار څخه د ښو تشریفاتو او درباري سترخان پوښتنه کوله. په دې چي د بارکزو د سلطنت له پیل څخه نیولې، تر پایه او د جمهوریت تر شروع کېدو؛ د ایشیک آقاسی یا وزیر دربار با اعتماده، درنه او غوَره دنده او مسؤلیت د شاغاسیانو د خاندان د غړیو په لاس کښي وو، نو په طبیعي لحاظ سربېره په وظیفوي لحاظ هم باید د ښه او درباري سترخان درلودونکي سوي وای؛ چي د وخت په تېرېدو سره په “شاغاسي‌سترخان” باندي وپېژندل سو. [۱۶]

د کابل د قرغې له بند څخه ورتېر، د پغمان د اولسوالۍ په پیل کښي یوه لویه سیمه په دې لحاظ د “ډوډۍمست” په نوم مسمیٰ ده، چي هورې د میرداد خان شاغاسي لو کلا وه او وخت ناوخت به د امیر دوست محمد خان له وخته پکښي د “شاغاسي‌سترخان” هوارېدئ، ښې ډوډۍ‌گاني به تیارېدې او د ساز و سرود مست آواز به ورڅخه اروېدل کېدئ؛ ځکه ئې په (ډوډۍ‌مست) یادوي. هېره دي نه وي، چي یاده سیمه په دري کښي په ناسمه (غلطه) توگه په “دوده مست” یادېږي، دا ستونزه په دري ژبه کښي د (ډ) او (ۍ) د تورو او آوازونو د نه شتون له کبله رامنځته سوې ده. یاده شاغاسي‌کلا، چي له رویه ئې د پغمان د “ډوډۍمست” سیمه نومول سوې ده، د امیر شېر علي تر سلطنت پوري هم ولاړه وه، چي بیا امیر عبدالرحمٰن خان په توپونو وازول، ورانه او د خاورو سره ئې خاوري کړه (په دې اړه به په راتلونکي کښي د شاغاسي کلاگانو په مقاله کښي تفصیل وړاندي سي).

د شاه غازي امان الله خان مور، سرور سلطاني شاغاسۍ د “شاغاسي‌سترخان” په تنظیم، ترتیب او ترویج کښي خورا مهم رول لوبولی دئ، علیاحضرتي به د کابل په ارگ، شاهي حرمسرای، چنداول او د پغمان د زرگر په درې کښي تل په مناسبو او اړینو وختو کښي د “شاغاسي‌سترخان” په دې پار هواراوه؛ چي دربار، درباریانو او اشرافو ته ئې خپل اصل او نسب څرگند کړی وي او د خپل زوی (سردار امان الله خان) راتلونکي سلطنت ته ئې، چي هغې له پُخوا څخه ورته روزلی وو، لاره هواره کړې وي. ملکې سرور سلطاني شاغاسۍ به د استقلال د استرداد په پار؛ په کال کښي یوه پلا د په خپل لاس تیار کړي “شاغاسي‌سترخان” څخه یو لوی ډبرین دېگ او لوښی، د مالیدې څخه ډک کړ او په بې وزلو او مسکینانو به ئې د نذر په توگه د کابل په کارته سخي کښي ووېشئ، بیا به کندهار ته ولاړه او هورې به ئې هم د خرقې شریفي زیارت او خیراتونه وکړل. علیاحضرتي ملکې شاغاسۍ به په کندهار کښي د خپلو پلارخېلو (شاغاسیانو) او نورو درنو کورنیو او اشخاصو له پاره دعوت او ډوډۍ گاني کولې او “شاغاسي‌سترخان” به ئې ورته هواراوه. دا منښته (نذر) نوموړي مکلې په دې پار اخیستې وه، چي زوی ئې په خپل زعامت د هیواد هغه خپلواکي گټلې وه، چي هغې ورته له کوچنیوالي څخه روزلی وو. هېره دي نه وي، چي له بدخشان څخه کابل او بیا کندهار ته د خرقې شریفي په انتقال کښي د هغې مورني خاندان، د سردار عبدالله خان دیوان بیگي وکیل الدوله د (وکیلي) خاندان هم ستره ونډه درلوده. یاده منښته د وخت په تېرېدو سره په “دیگ سخي” باندي مشهوره سوه او تر اوسه پوري په کابل او مزار کښي لمانځل کېږي؛ د “دیگ سخي” پیل د “شاغاسي‌سترخان” څخه د علیاخضرتي سرور سلطاني شاغاسۍ په لاس سوی دئ. [۱۷]

 

لمنلیکونه:

[۱]: هوتک، محمد معصوم، کندهاري وروڼه (کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۷ل).

[۲]: سیستانی، محمد اعظم (کاندید اکاډیمېسن)، سه مقالۀ تحقیقی در بارۀ سه خاندان تاریخئ قندهار (کابل: انتشارات امیری، ۱۴۰۰ل).

[۳]: خافي، میرزا یعقوب علي، پادشاهان متأخر افغانستان (کابل: عمومي مطبعه، ۱۳۳۴ل).

[۴]: سیستاني، هماغه اثر.

[۵]: فرخ، سید مهدی، تاریخ سیاسی افغانستان (ایران: د مجلس مطبعه، ۱۳۱۴ل).

[۶]: پوپلزی، عزیزالدین وکیلي، دارالقضاء در افغانستان (کابل: دولتي مطبعه، ۱۳۶۹ل).

[۷]: پوپلزی، عزیزالدین وکیلي، تاریخ خرقه‌ شریفه قندهار (کابل: دولتي مطبعه، ۱۳۶۷ل).

[۸]: پوپلزی، تاریخ خرقه‌…، هماغه اثر.

[۹]: پوپلزی، دارالقضاء..، هماغه اثر.

[۱۰]: کاتب هزاره، فیض محمد، سراج التواریخ (کابل: ۱۳۳۱ هـ. ق).

[۱۱]: هروي، محمد محسن صابر، آئینه شوري (کابل: ریاست اطلاعات و ارتباط عامهٔ ولسي جرگه، ۱۳۸۶ل).

[۱۲]: پوپلزی، عزیزالدین وکیلي، سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان (کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۶۴ل).

[۱۳]: پوپلزی، عزیزالدین وکیلي، سفرهای غازی امان الله شاه در دوازده کشور آسیا و اروپا 1306-1307 (کابل: دولتي مطبعه، ۱۳۶۴ل).

[۱۴]: پوپلزی، سفرهای غازی امان الله…، هماغه اثر.

[۱۵]: اخلاص، عبدالخالق (سریزه او سمون: استاد حبیب الله رفیع)، د استقلال څلورمه جبهه (پېښور: د امان کتاب خپرولو موسسه، ۱۳۷۷ل).

[۱۶]: پوپلزی، عزیزالدین وکیلي، تیمور شاه دُرانی (کابل: د تاریخ ټولنه، ۱۳۴۶ل).

[۱۷]: پوپلزی، تاریخ خرقه‌…، هماغه اثر.

حُسن بارک شاغاسی

د (۱۳۹۹ل) کال د وږي (سنبلې) د میاشتي (۱۰مه) نېټه، د (۲۰۲۰ز) کال د اگسټ د میاشتي (۳۱مه) نېټه.

3 نظرونه
  1. […] ملکه سرورسلطانه شاغاسی بنام خداندان شاغاسی خیل (شاغاسیان) در تاریخ معاصر و سلسلهٔ سلطنت بارکزائی ثبت تاریخ […]

  2. […] دا شعر او د یاور محمود خان د خاندان (شاغاسیانو) د تاریخي او فولکلوریکو ادبیاتو په اړه د منډیګک پر دې مقاله کلک وکړئ:  شاغاسیان څوک دي؟ – منډيګک (mundigak.com) […]

  3. […] ادبیاتو کښي د (غازي امان الله) تر عنوان لاندي په (شاغاسیان څوک دي) مقاله کښي خپره سوې ده، خورا لوړ تاریخي ارزښت […]

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!