منډيګک
افغان تاريخ

عبدالله خان اڅکزی

0 1،429

 

غازي عبدالله خان د احمدشاهي دفتر د مشر [شېردلخان عرض بيګي] لمسی او د [ سربلند خان] زوی دئ چي دافغان انگرېز په لومړۍ جگړه (۱۸۳۸-۱۸۴۲ع) د ملي مبارزينو د پاڅون په هغه غونډه کي ئې مشرتوب کاوه چي ډېر تاريخپوهان ئې د کابل بېړنۍ لويه جرگه بولي. دغه جرګه د انگرېزانو او شاشجاع پر خلاف جوړه سوې وه او وروسته ئې د پاڅون شکل غوره کړ.
د غازي عبدالله خان اڅکزی په مشرتوب دا پاڅون هغه وخت زور ونيو چي افغانانو بالاحصار کلا کي ميشتو بهرني يرغلګرو سور اور بل کړی، په دې وخت کي د انګرېزي قواوو سپه سالار الفنسټن وو چي په کابل کي جنرال پالک، ميکناټن، جنرال ناټ، کپټن برنس، جنرال سيل او داسي نورو انګرېز قومندانانو هم ګډون پکښي درلود.

چي دافغان انگرېز په لومړۍ جگړه (۱۸۳۸-۱۸۴۲ع) د ملي مبارزينو د پاڅون په هغه غونډه کي ئې مشرتوب کاوه چي ډېر تاريخپوهان ئې د کابل بېړنۍ لويه جرگه بولي. دغه جرګه د انگرېزانو او شاشجاع پر خلاف جوړه سوې وه او وروسته ئې د پاڅون شکل غوره کړ.
د غازي عبدالله خان اڅکزی په مشرتوب دا پاڅون هغه وخت زور ونيو چي افغانانو بالاحصار کلا کي ميشتو بهرني يرغلګرو سور اور بل کړی، په دې وخت کي د انګرېزي قواوو سپه سالار الفنسټن وو چي په کابل کي جنرال پالک، ميکناټن، جنرال ناټ، کپټن برنس، جنرال سيل او داسي نورو انګرېز قومندانانو هم ګډون پکښي درلود.

له چمن څخه ۳۰ ميله لمر خاته خواته يو کارېز دئ چي دلسوره کارېز ئې بولي، ويل کېږي چي دا کارېز د زردښتي دين خلګو ډېر پخوا کښلئ دئ، عرض بیګي (د غازي عبدالله خان پلار) دا کارېز له کاکړو څخه په ډېره لوړه بيه رانيولی دئ، دا کارېز چي شل شواروزه وو؛ يو شواروز ئې په ۱۸۸۸ع کال کي د اورګاډي ادارې د خپلو کارکونکو د پاره په ۷۵۰۰ هندۍ روپيو رانيولی، ۹ شواروزه بیا حرمزو (د سيدانو يو پښه) رانيولي، دوه شواروزه غلام محي الدين خان (د پنجاب د بنکنګ کمپنۍ مشر؟) ګرو کړی او د اڅکزو په لاس کي دئ. اوس دا کارېز د تاج محمدخان د اولادې په واک کي دئ، د دې کارېز اڅکزۍ پر دولس کورنيو وېشل سوي، چي ويل کيږي ددې کارېز ماليه معاف وه.

 د کارېز تر اخسيتو وروسته غازي عبدالله خان پر دې ځاي يو غټه برجوره کلا جوړه کړه چي نوموتي انګرېز سيلاني چارلس مِيسن [1]په ۱۸۴۰ع کال کي ليدلې ده، دی په خپلو يادښتونو کي کاږي: “..دا کلا اتلس خوني، يو محرير، نهه پياده، يو خاکروب ( ځاي جاروکوونکی ) او شپږ سپاره لري. بازار د کلا په جنوب کي پروت دئ، ۵۹  دوکانونه لري، بازار يو چوهدري ( يو ډول د بازار استازي چي په خوا به دده په لاس د بازار ماليه ټولېده او دولت ته به ورکول کېده خو دی به له ماليې خلاص وو ) دوه دلالان لري، له افغان سامان څخه پر يوه روپي درې پايې ټيکس اخستل کېږي، اوبه له يو څاه څخه اخيستل کېږي چي يو هندو ( پنجايت/ملک؟ ) په۸۰۰ هندي روپيو کښلی، د بازار په سهېل کي د انګرېزانو يوه هديره سته چي شاوخوا دېوال او ۱۵ قبره لري، مخ پر سهېل د خښتو په يو چاردېوالي کي د سمايلزي ( اسماعيل ) سيدانو يو نيکه « برت نيکه » ښخ دئ ( برت د پښين د باکو کلی اوسېدونکي وو – پښتون زوی ) د زيارت پالوال د سيد محمد کلام په نامه وو چي د پېښور وو،  په دې زيارت کي دوه څهان، اته خوني، يو ماجت او د ډوډۍ ورکولو د پاره يوه لو برنډه سته. دلته هره ورځ دوه واره هر څو کسانو ته ډوډۍ ورکول کېږي، ځايي خلګ دې زيارت ته بسپنه ورکوي، دلته نژدې د « ښاري کاکړ » په نامه  بل زيارت هم سته.” ‎
ليډي سيل په خپلو یادښوتونو کي ليکي:

“..غازيانو په تېره بيا غازي عبدالله خان غوښتل زمان خان چي د اسد خان زوی او پايندخان لمسی وو د پاچهۍ پر تخت کښېنوي، خو د نومبر مياشتي پر دېرشمه نېټه غازي عبدالله خان زخمي او درې ورځي وروسته په کور کي وفات سو، د عبدالله خان مرګ او نسبتاً له انګرېز سره مناسبو اړيکو د زمان خان اکا .دوست محمد خان ته پاچهي ور په برخه کړه”.۱


بې فرهنګه انګرېز خپل جاسوس [عبدالعزيز] ته د يوولسو زرو هندي روپيو وعده په دې شرط ورکړې وه چي د غازي عبدالله خان سر به راوړي، عبدالعزيز لومړی خپل کارتوس په زهرو ولړل او ورورسته کله چي په يوه جګړه کي عبدالله خان زخمي سو او وروسته په شهادت ورسېدو؛ انګرېزانو عبدالعزيز ته نټه وکړل چي تا خو يې سر نه دئ راوړی او له دې امله ته بايد په هند کي محکمې ته شکايت وکړې
په دې ستره جګړه د غازي عبدالله خان دوه زامن [؟] او وروره [دلاور خان] هم شهیدان شول او دی پخپله ټپي او وروسته د ټپ له امله په شهادت ورسېد او د ریشخور په سره کلا کي خاورو ته وسپارل سو.

د يوه رسام عکس: په ۱۸۴۱ع کي د عبدالله خان په کور کي بېړنۍ لو جرګه چي امين الله خان لوګري، محمدشاه خان بابکرخېل، زمری خانګل خان تره خېل، عبدالسلام، سکندر خان او نورو اتلانو پکښي ګډون درلود.


عبدالله خان له اره د کوږک د ختيځي سيمي وو چي وروسته ئې هلته يوه برجوره کلا جوړه کړې ده، چي د چمن او کوټي په منځ کي پرته ده او اوس ئې هم سيمه د قلعه عبدالله ا په نامه يادېږي.
دده له شهادته وروسته ئې کشر زوی اسلم خان عرض بیګي د کام مشري پر غاړه درلوده، خو د انګرېز په لاسوهنو ناکام سو.
نوموتي انګرېز سيلاني چارلس مِيسن په ۱۸۴۰ع کال کي د عبدالله خان کلا ليدلې ده چي په اړه ئې ليکي”..دا کلا اتلس خوني، يو محرير، نهه پياده، يو جاروکښ او شپږ سپاره لري. بازار د کلا په جنوب کي پروت دئ ، ۵۹ دوکانونه لري، بازار يو چوهدري (يو ډول د بازار استازي چي په خوا به دده په لاس د بازار ماليه ټولېده او دولت ته به ورکول کېده خو دی به له ماليې خلاص وو) دوه دلالان لري، له افغان سامان څخه پر يوه روپي درې پايې ټيکس اخستل کېږي، اوبه له يو څاه څخه اخيستل کېږي چي يو هندو ( پنجايت ) په۸۰۰ هندي روپيو کښلی، د بازار په سهېل کي د انګرېزانو يوه هديره سته چي شاوخوا دېوال او ۱۵ قبره لري”.
عبدالله خان د اولي ښځي څخه دوه زامن درلودل چي مشر ئې اکرم خان او کشر ئې اسلم خان وو، اکرم خان د امير شېرعلي خان په وخت کي لومړی د کابل په لوېديځ ( هزاره جات ) کي؛ وروسته په قطغن کي حاکم تېر سوی دئ، د ژوند حال ئې نور نه دی روښانه خو په هرات کي د خواجه عبدالله انصاري په زيارت کي د امير دوست محمد خان سر ته دده له وصيت سره سم خاورو ته سپارل سوی دئ. مشر زوی ئې احمدجان وو چي د امان الله خان په وخت کي د هرات مستوفي وو، د احمد درې زامن وه چي محمدهاشم، محمدعسي خان او حسن خان نومېده، ددې کورني اخري کسان چي زه پېژنم عبدالحليم خان، عبدالرحيم خان او عبدالحکيم خان، زلمی، ګلالی او مهرالله خپلواک دي چي د کندهار په خاکرېز، توبې په دلسوره کارېز او عبدالله خان کلا ټېسن کلي کي اوسي.

لومړۍ کلا: ويل کېږي چی احمدجان د انګرېز له لاسه خپل وطن ( عبدالله خان کلا ) پرېښووه، نو د کندهار د ډنډ اولسوالۍ په معروف کارېز کي ئې دا کلا ودانه کړه، ددې کلي اوسېدونکي حميدزی اڅکزی دي.
دوهمه کلا: د خپلواکۍ تر جنګ يو کال د مخه د هاشم خان د خوا د خاکرېز اولسوالۍ، د سرخاني په کلي کي جوړه سوه.
د غازي هاشم خان زامن: محمد کريم خان او محمدقاسم خان

۱: [۱] د ليډي سيل يادښتونه؛ انګرېزي ويکپيډيا    

[1] چارلس مِسن :

اصلي نوم ئې جېمز لوييس دئ  په ۱۸۰۰ع کي د لندن په مډل سېکس کي زيږيدلی. دده پلار جورج لوييس د ستنو جوړولو په يوه کارخانه کي مامور وو .جېمز لوييس تر ښوونځئ وروسته په يوه شرکت کي ملازم سو خو د پلار سره په څه خبره خوابدی او په بنگال توپخانه کي ئې ماموريت وموند. دئ په ۱۸۲۱ع کي هند ته واستول سو او د انگرېزانو او د مرهټوو په جنگ کي شامل و خو کله چي ئې په بهرتپور کي په لوى شمېر مرگ ژوبله وليده نو زړه ئې له جنگه تور سو. په ۱۸۲۷ع کي له اگرې نه له خپل يوه پوځي ملگري سره وتښتيد، خپل نوم ئې په چارلس مِسن واړاوه او څه موده په لاهورکي د سيک مهاراجه رنجيت سينگ په دربار کي له يوه فرانسوي جنرال وېنچورا سره ملگرى سو. خو هلته دده د نيول کېدو خطر وو نو خپل سفر ئې روان وساته اوڅه موده د ډېره غازي خان، کوږک او اباسين په شاو خوا سيمه کي د يوه فقير په شان وگرځېدئ علامه رشاد بابا ليکلي چي دغه انګرېز په غلا ځيني كيندني كړي دي او لس زره د افغانستان سيكې ئي له ځانه سره لندن ته وړي دي .

د غازی عبدالله خان دزامنو اولمسیانو اړوند يوه قباله. دا ليکونه په ۱۳۰۲هـ ش/۱۴۳۶هـ ق کي د وخت د دولت له خوا د غازی عبدالله خان د زامنو او لمسيانو په نامه ثبت سوي دئ.
د غازي عبداالله خان مزار د کابل په ريشخور [ سره کلا] کي، دده د قبر ډبرليک پښتو ټولني جوړ کړ، خو مجاهدينو په خپلو منځي جګړو کي مات او غلا کړه. دغه ئې اوسنۍ بڼه ده.
د غازي عبداالله خان مزار د کابل په ريشخور [ سره کلا] کي، دده د قبر ډبرليک پښتو ټولني جوړ کړ، خو مجاهدينو په خپلو منځي جګړو کي مات او غلا کړه. دغه ئې اوسنۍ بڼه ده.
 
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!