منډيګک
افغان تاريخ

عبدالهادي داوی/پرېشان

0 156
يوه نيمه پېړۍ وړاندي کابل ښار په باغ عليمردان کي د ملا عبدالاحد کندهاري په نامه يو ملا اوسېده، د هغه په کور زوی وزېږېد، ځوان سو نوم ئې [عبدالهادي داوی] سو.
پلار ئې يو لوستى يوناني طبيب وو چي د امير عبدالرحمن خان په بلنه له كندهاره كابل ته ولاړ.
داوی په پښتو او دري شعرونه ويل، په عربي، انگليسي، اردو او تركي ژبو پوهېده او له يادو ژبو ئې پښتو او دري ته ژباړي كولې.
ښاغلی داوي د مشروطه غورځنګ یو پیاوړی غړی، نومیالی ژورنالیست، تکړه شاعر، لیکوال، سیاستوال او د مشرانو جرګې غړی وو چي بیا وروسته د سیاسي ژوند په ورستیو کښي د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس هم سو، د نوموړي ژوند له ډیرو لوړو ژورو څخه ډک وو.
په ۱۹۱۶ع کال داوی د افغانستان د هغه وخت د اخبار [سراج الاخبار] لوستونکی سو، يوه ورځ د اخبار دفتر ته ورغلی، هلته ئې له عبدالرحمن لودين او محمود طرزي سره شناخت سو.

فرهنګپال #احمدشاه_بابا (رح):
بابا موږ او د نړۍ خلک د امپراتور په توګه پېژني خو ډېر خلک په دې نه دي خبر چي د هغه شعر، دیني علوم، خط او کتابت هم زده وه، د بابا د شعرونو يو دېوان سته چي اصلي نسخه ئې د ازبکستان په تاشکند علومو اکاډمۍ په کتابتون کي پرته ده.
دغه دېوان ۸۰ کاله وړاندي کابل کي د پښتو ټولني لخوا د #علامه_حبیبي په زيار او بيا په ۱۹۶۳ع کال #پېښور_پښتو_اکېډمۍ لخوا چاپ سو.
ديوان دوه نیم زره (۲۵۰۰)بیتونه لري په اشعارو کي یې غزل، رباعي، قطعه، مخمس او مربع برخه لیدل کېږي.
ددې دېوان پر یوه کونج استاد #علامه_رشاد لاسلیک او یاداښت ليکلی چي د عبدالهادي خان څخه يې په پنځه افغانۍ واخیست. اوس ددې دېوان بیه لس زره افغانۍ ده.
شناخت پراخ سو او طرزي داوی د سراج الاخبار جرېدې محرر کړ، محمود طرزي د تکړه او ځیرکو زده کونکو په توګه د هغوی له پوهي څخه ګټي ترلاسه کولې، تردې چي طرزي به ویل: دا دوه ځوانان زما د الوتلو دوه وزرونه دی.
په ۱۹۲۰ع کال د طرزي په مشرۍد هند میسورې ته ولاړ، وروسته چي د برټانوي هند استازی “ډابس” کابل ته راغلی نو داوي د افغان اړخ له خبرو کوونکو غړو څخه وو.

د امير حبيب الله خان د زوکړي د کليزي په مراسمو کي چي کله په موټر کي د کابل شوربازار ته راورسېد، نو د مرحوم داوي يو ځوان او مشهور همکار عبدالرحمن خان لودين پر امير د توپک ډز وکړ چي ونه لګېد. په پایله کي مرحوم لودین سخت په زنځیرونو وتړل سو او په شېرپور کلا کي زنداني سو. بله ورځ داوی/پرېشان له هغه سره په زندان کي واچول سو، د بند دغه دردناکه دوره يې اووه مياشتي په زنځيرونو کي تيره کړه، ښاغلي پرشان د امير لپاره توند او انتقادي شعرونه وليکل، يو له هغه دا شعر وو:
يو کال وروسته د باندنیو چارو وزارت کښي د هند او اروپا په شعبه کښي د مدیر په توګه وګمارل سو او کاله وروسته د بهرنيو چارو وزارت مستشار سو، اروپا ته ولاړ او هلته ئې د افغانستان او اروپا پر اړيکو کار وکړ او په ۱۹۲۳ع کال ئې لندن ښار کي د افغانستان د لومړي مختار وزیر په توګه د افغانستان استازولي پرانیستل.
وروسته په کابينه کي د تجارت وزير سو خو د سقاوی په راتګ له شاه امان الله سره ملګری کندهار او وروسته تر بمبۍ پوري د هغه ملګری وو، اروپا ته د شاه د تګ مخالف وو خو هغه ورسره ونه منل، وروسته له دې چي امان الله خان اروپا ته ولاړ، نو داوي بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان د کړکېچن وضعیت د بیانولو او معرفي کولو لپاره مصر، جرمني او ترکې ته سفرونه وکړل او هلته یې د “افغانستان” په نامه د يوې مجلې خپرول ته کار ووايه.
که څه هم حبیب الله کلکاني هڅه وکړه چي عبدالهادي داوي اداري کار ته وګماري، خو ونه منل سوه.
د سقاوی وروسته نادرخان لندن ته ليک ور ولېږه چي هلته د پخوا په ځېر د افغانستان سفير يې خو له دندي لاس پر سر او کابل ته راغلی او دلته [ادبي انجمن]غړی سو.

لندن: (۶ مارچ ۱۹۳۳)
په برتانیا کي د افغانستان لومړی سفیر ښاغلی عبدالهادي داوي د سفارت له کارکوونکو سره یو لرغونی انځور
ښاغلې عبدالهادي داوي په دې انځور کي په منځنی څوکۍ ناست کس دی.
وای د افغانستان په معاصر تاريخ کي تر ټولو لنډ استعفی ليک د ارواښاد عبدالهادي داوي دئ چي په برلين کي ئې د مختار وزير له دندې استعفی وکړه او په کابل کي ئې واکمني ادارې (د نادر خان وخت) ته وليکل:
«مرا مستعفی بدانيد، عبدالهادي داوی.»
د محمد نادر خان د قتل له امله داوي او د هغه د کورنۍ ځیني غړي بنديان سول، روايت دئ چي یوه ورځ سید احمد خان کندهاري چي د صدراعظم هاشم خان د دفتر سلاکار وو، هاشم خان ته د عبدالهادي داوي په اړه چي کلونه کلونه په بند کي وو، وویل:
“که دې بې ضرره انسان ته د توپ او ټوپک سره منظم فرقه ورکړل سي، هغه د دې ځواک د کارولو توان نلري، نو ولي په زندان کي ساتل سوی؟”
هاشم خان په ځواب کي وویل: ته یې نه پیژنې، په دې ارامه او معصوم مخ کي د ده یوه خبره تر مرمۍ هم اغېزمنه ده…”.
ظاهر شاه او استاد عبدالهادي داوي په ۱۳۴۳ هـ ش کال د کابل په هوايي ډګر کي
بالکل همداسي وه، وای داوی ډېر حاضر جوابه هم وو، روايت دئ چي سل کاله وړاندي چي د افغانستان نامتو سیاسي، تاریخي، ملي او فرهنګي شخصیت #عبدالهادي_داوی په لندن کي د افغانستان سفیر وو، د سفارت دفتر ته یو انګلیسی ژورنالیست د مرکې په موخه ورغلی، د خبرو اترو په ترڅ کي ژورنالیست له داوي څخه وپوښتل چي تاسو افغانان د انګریزانو د ماتي په اړه څه ډول انګېری او په کوم نظر ورته ګوري؟
داوي صاحب په خورا سړه سینه ژورنالیست ته وویل؛ تاسي لطفًا له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سه؟ ژورنالیست سملاسي له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سو!
داوي صاحب ژورنالیست ته وویل:”
لکه زه چي ستا شاته ګورم او د وتلو په حال کي یاست؛ افغانانو هم همدا راز د انګریزانو شا ته کتل او له افغانستانه د وتلو ننداره ئې کوله!”.
ژورنالیست د داوي د تاریخي ځواب په اوریدلو سیده له دروازې ووت او بیا راستون نه سو.
عبدالهادي داوي د ۱۹۸۲ع کال کي د ۸۸ کلونو په عمر په کابل کي وفات سو او ښخ سو.
کابل: د عبدالهادي داوی مقبره
روح ئې ښاد
د داوي ليکلي آثار:
۱- زما پاك رسول: له اردو څخه يې ژباړلى چي عبدالحميد قرشي ليكلى په ۱۳۳۸هـ ق كال په لاهور كي د افغانستان جريدې د ادارې له خوا چاپ او خپور سوى دى.
۲-تجارت ما با س.س.ر: د دوو هيوادونو تر منځ د سوداگرۍ د چارو په اړه يې هغه وخت كښلى چي د سوداگرۍ چارو وزير و او په ۱۹۲۷ل كال په انيس مطبعه كي چاپ سوى.
۳-غياصه: د پښتو شعرونو ټولگه ده.
۴-لالى ريخته: د علامه اقبال د اردو شعرونو ژباړه.
۵-نغمات: د شعرونو ټولگه.
۶-گلخانه: د نورو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دى چي د خپلو شعرونو مالگه يې په كي گار كړې ده.
۷-رجال وطن: د هيواد د نومياليو ژوندليك.
۸-زيست نامه: خپل ژوند ليك يې دى.
۹-[ګلهای آب کشته] دمرحوم داوي هغه اثر دی چي د دېپلوماتیکو دندو پرمهال یې پر ځانګړو یادښتونو راټول او یوه برخه یې پرله پسې اوقاف مجله کي خپره سوې ده.
عبدالهادی داوی لندن کي د سفارت پر مهال
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!