منډيګک
افغان تاريخ

ملا دین محمد مشهور په ملا مشک عالم اندړ

0 410

نامتو ملي اتل، دیني عالم، پر ازادۍ مین ستر مجاهد او په افغان ملت کې منلي او ویاړلي څېره ملا دین محمد اندړ، چې په ملا مشک عالم مشهور وو په کال ۱۱۶۹هـ ش یا ۱۷۹۰ م کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ګنډیر(ګنده هیر) په کلې کې نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړي په قومي لحاظ د اندړو سترقوم د لکڼخېلو څانګې پوري اړه لرله. یاد نومیالي خپلې لومړنۍ زده کړې، چې پکې فقه او عقاید شامل وو، له ملا محمد وزیر کاکړ څخه وکړې او بیا د دوو کلونو لپاره لغمان ته ولاړ، هلته د مشهور عالم ملا عبدالحکیم شاګرد شو، او څو ځلې پيښور ته ولاړ او هلته یې له عبدالمالک اخند زاده څخه د قرآن عظیم الشان حفظ شروع کړ. له دیني زده کړو څخه وروسته نوموړي یوه دیني مدرسه جوړه کړه، چې دهېواد بېلا بېلو ولا یتونو لکه لوګر، غزني، وردګو، زابل، قندهار، ننګرهار، او نورو شاو خوا سیمو څخه پکې زیاتو طالبانو دیني زده کړې کولې.

ملا دین محمد مشهور په ملا مشک عالم اندړ

هغه وخت چې کله د روسانو اړیکې د روسي هیئت په راتګ سره له امیر شېرعلي خان سره خرابې شوې، او بیا هغه مهال چې کله د انګریزانو هیئت کابل ته راغی او په یاد وخت کې امیر شېر علي خان د ولیعهد عبدالله د مړینې له کبله د غم په ټغر ناست وو او له هیئت سره یې ونشو کتلی، نو انګریزانو پر افغانستان د یرغل پرېکړه هغه وخت وکړه چې امیر شېر علي خان و انګریزانو د راليږل شوي لیک په هکله، چې د اخطاریې بڼه یې لرله او له ډيپلو ماټيکو ادابو سره په ټکر کې وه، ځوابیه لیک چې پکې امیر له انګزیزانو د غم په حالت کې د ډاډ پر ځاي اخطارونو د ورکړې ګیله کړي وه، چې دا لیک پر انګریزانو ډېر بد تمام شو او هغه وو، چې بل لیک یې امیر ته واستا وو او ورته یې وخت وټاکل، چې د خپل لیک په هکله رسمي بښنه وغواړي او په هېواد کې د انګلیس سفیر ومني، نو پدې تو ګه امیر له بد وضعیت سره مخ شو او دهېواد عسکرو ته یې امر وکړ چې د انګریزانو پر وړاندی مقاومت ونګړي او تر دوهم امر پوري منتظر پاته شي، هغه وو چې ده له مخورو او علماو سره مشوره وکړه، د مزار په لور روان شو او د هېواد چارې يې له زندان څخه د ازاد شوي زوی امیر محمد یعقوب خان ته په داسې حال کې پرېښودلې، چې هغه ډېر نا توانه شوی وو، او په رواني تکلیف اخته وو. امیر په مزار کې مړ شو او زوی یې محمد یعقوب خان چې د هېواد واګي په لاس کې لرلې نو د هند ویسرا ته یې لیک و استول، د خپل پلار د مړینې ترڅنګ یې د ځان د واکمنۍ خبر ورکړ او ورته یې لیکلي وو، چې د پلار د وخت ټولو تړنونو ته ژمن ده، پدې توګه انګریزانو هم خپل هیئت را ولیږل او یعقوب خان هغوی ته د زیان نه رسېدو په موخه مخې ته ورغی او د ګندمک په سیمه کې ورسره د ګندمک ننګینه هوکړه لا سلیک کړه، چې له مخې یې د خیبر، پشین، او کورمه انګریزانو ته ورکړل شوه، د انګریزانو یو نماینده چې کیوناري نومیدل په کابل کې ځای پر ځای شو او د هېواد په داخلي چارو کې يې خپله لاسوهنه پیل کړه. پدې توګه لومړی پاڅون د هغو عسکرو لخوا پیل شو، چې شپږمیاشتې یې معاش نه وو تر لاسه کړی، کیوناري ته ورغلو او د هغوی کسانو ورباندې ډزي وکړي په دې توګه یادو عسکرو هم ورباندي برید وکړ او کیوناري یې وواژه او انګریزانو هم خپل قوتونه د رابرتس تر قوماندې لاندې افغانستان ته را ولېږل، رابرتس په کال ۱۸۷۹م کې امیر هند ته تبعید کړ او په خپله یې د کیوناري د وژنې په تور ګڼ شمېر هېواد وال شیهدان کړل، پدې وخت کې ملامشک عالم په غزني کې لویه جرګه راوغوښتله او د انګریزانو پر وړاندي یې د جهاد اعلان وکړ، د غونډې ګډون والو ته یې وو ویل:

(عزیزانو له کابل څخه خبر را رسېدلي، چې امیر یعقوب خان د انګریزانو لخوا په هند کې نظر بند ده او د هغه ټول اختیارات د انګریزانو په لاس کې دي نو په دې حالت کې پر موږ جهادفرض ده چې د کفارو پر وړاندي یې وکړو، پدې لار کې موږ تنها نه یو بلکه د هېواد ټول اوسېدونکي را سره دي)

 هغه وو، چې ټولو زړه ورو او ځوانانو د الله اکبر په ویلو سره خپله تیاري و ښودله او پدې تو ګه د غزني خلک هم د ملامشک عالم تر مشري لا ندي د نورو مبارزینو سره، چې د غازي محمد جان خان وردک، غازي میر بچه خان، غازي محمد عثمان خان صافي او غازي غلام حیدر خان څرخي تر مشرۍ لا ندي وو يو ځای ملي پاڅون وکړ. د یاد پاڅون طرحه د ملا مشک عالم لخوا داسې وړاندي شوي وه، چې له څلورو خواو به په پر اشغالګرو انګریزانو حمله کوي چې نورو هم ورسره موافقه وکړه، او پدې توګه به د دوی د تېښتې لارې بندې وي او بیا به یې له منځه وړي، خو په نظام کې شامل لوړ رتبه افغان څار واکي لکه سردار ولی محمد خان لاټي، سردار یحی خان، سردار شېرعلي خان د مهر دل خان زوی، سردار محمد حسن خان او ورته نور هغه چار واکي وو، چې انګریزانو ته یې لیوالتیا ډېره وه او د ملي ګټو پرځای یې شخصي ګټې غوره ګڼلې، یادې ګټي یې ساتلې. دوی د مجاهدینو پر ځای د انګریزانو پلویان وو او آن تر دې چې سردار ولي محمد خان تر پایه له انګریزانو سره پاته شو. جګړه داسې پیل شوه چې یادو مبارزینو د کاریزمیر، قاضي کلا، افشارو کلا، چهار آسیا او نورو خواو څخه پرو دوښمن بریدونه وکړل او پدې توګه دوښمن ډېر زیانونه ولیدل آن تردې، چې نږدې وو جنرال رابرتس اسیر شې، ولي له شېرپور څخه ورته مرستندويه ځواکونه راورسېدل او د سردار ولي محمد لا ټي په مرسته یې وکولی شول، چې ځان وساتي او ورسره شېرپور کلا ته ولاړ، دا په داسي حال کې وه چې د مجاهدینو دوه ډلې چې د شمال او لویديځ څخه راتلې د شېرپور کلا پرځای چې باید ورباندي حمله کړي وای دوی د کابل له ډهمزنګ له لارې کابل ته را داخلي شوې او جنرال رابرتس دې کلا ته ځان ورسول او د دوی بشپړه ماتې او له منځه وړلو موقعه له لاسه وو وتله، خو مجاهدینو بیا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړ تردې چې په یاده کلا یې هم برید وکړ، خو ظالم دښمن له اور شیندونکیو توپونو څخه ګټنه وکړه تر دې چې ګڼ شمېر مجاهدین شهیدان شول، خو بیا هم پر شا نشو او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ تر څو چې اشغالګرو انګریزانوپه ۱۸۸۰م کال کې اعلامیه خپره کړه او پکې ویل شوي وو، چې د انګلیس دولت له افغانستان سره جنګ نه غواړي او ځواکونه یې بې له جنګه افغانستان پرېږ دي او هر څوک چې افغانان واکمن کوي دوی هغه په رسمیت پېژني. هغه وو چې ملا مشک عالم او دهغه په مشرۍ د مجاهدینو استازي، چې شمېريې ۱۸۹ تنو ته رسېدل په دې اتفاق و، چې سردار محمد یعقوب خان پاچا کړي، خو کله چې عبدالرحمن خان راغی نو مجاهدینو ورڅخه اطاعت وکړ، خو کله چې يې د عبدالرحمن خان نرمي د انګریزانو په وړاندي ولیده نو ورسره یې لیوالتیا کمه شوه، خو هغه وخت چې عبدالرحمن خان د مجاهدینو د مشرانو وژلو او بندي کولو ته مخه کړه نو ملا مشک عالم یې پر وړاندی مبارزه پیل کړه، که څه هم عبدالرحمن خان ملا صاحب او د غزني ولسي مشران دربار ته ور وغوښتل، خو نوموړي خپل استازی ورولېږل او خپله ور نرغی، وروسته یې د غلجیو قوم، منګلو، او لوګر ته استازي ولېږل چې د عبدلرحمن خان پر وړاندی پاڅون وکړي خو د قیام پیلېدو سره د نومیالي مشر او وتلي غازي هغه پخوانۍ دمه نوه، عمر یې ډېر وو، تر دې چې د ۹۴ کالو په عمر په کال ومړ.

نوموړی په کال ۱۸۸۶م کې وفات شو او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ګنډه هیر په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی په کال ۱۸۸۶م کې وفات شو او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ګنډه هیر په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
په ولسي حماسي ادب کې د غازي ملا مشک عالم د کړنو انځورونه
زموږ د شلګر په سیمه کې د ملا مشک عالم او د هغه د ملګرو په مدح او ستاینه کې ویل شوي
اندړو بیا لونګۍ کږې کړي
په لاره ځي په اوږو وړې لوی ټوپکونه
موږ په پورتنۍ لنډۍ کې د یوه داسې حالت تصویر وینو چې د غازي ملا دین محمد اندړ سره د ځوانانو یو لښکر د جګړې میدان ته د تللو له پاره تیار دی. دلته موږ ته جوته کیږي چې موخه او هدف معلوم دی. غازي ملا مشک عالم له انګریزانو سره د جهاد او مقابلې له پاره راوتلی دی. دا لښکر په خوشحالي له ده سره د رزم اومعرکې ډګر ته روان دی. د هغوئ د کږو لونګیو له تړلو جوتیږي چې په خوشحالي سره د ننګ ډګر ته روان دی. هرکله چې څوک لونګۍ کږه په سرتړي نو دا ډول لونګۍ تړنه او په اوږو د ټوپکونو ایښودنه د احساساتو د ښکاره کولو، د ټینګ عزم د ښودلو او په خوشحالي د روانیدو بیانونکي وي.
ملا يي تړلی مشک عالم ده
ورسره درومي د زلمیانو لښکرونه
په دې لنډۍ کې بیا سکالو خورا روښانه بیان شوي. دلته ښکاری چې مشر په خپله ملا تړلي ده. دا یومنل شوی اصل دي کله چې یو مشر، قوماندان، د لښکر سالار غواړې خپل جنګیالي د غلیم په وړاندې مقابلې ته ودروي نو بیا دی په خپله توره په لاس او دجګړي لباس به يي اغوستي وي. چې همداسې ول نو ځکه د لنډۍ ویونکي هماغه حالت بیان کړی.
د پرنګي ظالم له لاسه
ځوانان وتلي شپې په غروکې تیروینه
اوس نو پرنګیان هیواد ته د ننه شوي او هغوئ ته چې یو دَین او رسالت ورله غاړې دی. باید داسې لارې چارې وسنجوي چې هم د خاورې او دین دښمن ته ماته ورکړي او هم خپل ولس له زیانونو وژغوري. د افغان غلزیانو دا ستراتیژی چې غرونو ته خیژي. تنګې درې او لارې ورته نیسي. له دې امله هم ده چې غر یو مظبوط سنګردی هالته جګړه ولس له ډیرو زیانونو ژغوري.ځکه په غرونو کې د هوارو په پرتله په کم شمیر کې وګړي ژوند کوي. بله خبره دا هم را په ګوته کوي چې افغان خاوره غرني او د چریکې جګړو له پاره وړ او مناسبه ده.
مشک عالم بیا توره ترملا کړه
غزني ته درومي لښکرونه جوړینه
اوس نوغازي ملا مشک عالم د د ښمن په وړاندې د مقابلې له پاره دومره شوی چې له خپل ماحول نه را وتلي او خپل ملګري پسي زیاتوی. په پورتنیو لنډیو کې وینو چې کابو ډیر هغه څه په لنډو خو معنادارو تورو کې بیانیږی. که د تاریخونو پاڼې هم را اړوو موږ همداسې څه لولو. ملا مشک په غزني کې له نورو غازیانو لکه ملا عبدالغفورلنګري، عبدالقادر خان غزنوي او… سره اړیکې ټینګوي. دی غزني ته راځي نوي ملګري اوغازیان له ځان سره مل کوي. خو بیا هم لومړی هماغه کار کوي کوم چې د یوه قافله سالار سره ښايی. په خپله توره را اخلي او د غزا په نیت يي تر ملاتړي. په یاده لنډۍ کې دی خپل لښکر او ملګرو ته یوبل درس هم ورکوی. هغه دا( کوم څه چې دی خوښوي نو د نورو له پاره يي هم خوښوي) د خدای (ج) په لاره کې جهاد کول خو ستر عبادت او ډیر اجرونه لري. دی په یو ډول هغوئ ته ښيي چې که زه د دې اجرونو غوښتونکی یم نو تاسو ته مې هم درخوښ دي.
عالمه ارام وکړئ خوبونه
ملا مشک عالم په کوراو کلي پیره کړینه
د پورته لنډۍ منځپانګه دا په ګوته کوي چې غازي او لوي دیني عالم په خپله هم د هغوو سختو کارونو کولو ته له دې امله هم تن ورکاوه چې دی له یوه بل عادی غازي سره هم د یوه سپاهي په ډول د سختو او درنو کارونو په سرته رسولو کې برخه واخلي. بله خبره دا هم ترې را وتلای شي چې غازي مشک عالم ته دا روښانه ده چې د دین اوهیواد د دفاع او ننګې په لاره کې پیره کول څومره ثواب لري او په دې توګه هڅه کوي چې خپلې سترګې د دوزخ له اوره وژغوري. بیا هم خپلو ملګرو ته ور په یادوي چې بیا د داسې عبادتونو په کولو سره خپلې هڅې ګړندۍ کړئ.ځکه يي خو يي کوم ملګری وايي:
زه به مورچل وینو رنګ کړم
ما له مشکي سره دې کړي ډیرلوظونه
په دې لنډۍ کې د غازي ملا مشک عالم د تکړه ، متعهد او ژمن ملګري او نورو غازیانو د عزم، ټینګې ارادې اود مرګ تر ساعته پورې د مقابلې څرک او انځور لیدل کیږي. داسې ښکاري چې د ملا مشک عالم ملګري له ده سره یوازې او یوازې د احساساتو له مخې هم د جنګ او معرکې د غه تاوده مورچل ته نه دي راغلي. بلکې په اګاهانه اوعقیدوي وسله سمبال ول او په دې ډول يي د اسلام، هیواد او خپل ولس په ننګه مورچل ته رانګلې ول. د مرګ تر ساعته پورې په مورچل کې د پاته کیدو یا هم په وینو د رنګیدو ژمنه تازه کوي. په یوه بله لنډۍ کې هم لولو: چې د غازي ملا مشک عالم یاران او ملګري له ده سره د ژمنو سرتیرو په توګه مورچل او د جګړې ډګرد خپل کور په څیر یاودي. په دغه کور کې د تل اوسیدو داسې یادونه کوي:
مورچل مې کورغوندې را ګران ده
د کور ژوندون به تل په مینه تیرومه
په مورچل کې ژوند په مینه تیرول د دې ښودنه کوي چې د غازي ملګري د یوې اوږدې جګړې له پاره هم تیاری لري. که چیرته دا سپیڅلي جګړه اوږده هم شي نو دوئ به په ډاډ سره په کې ژوندون کوي. هغوئ ته به چې دغه کورته په سپکه سترګه وګوري نوبیا به يي سترګې وروباسي.
د پرنګي سترګې ور باسم
نن يي زموږه کورته په بد کتلي دینه
له کور او کهول سره مینه د افغانانو په خټه کې اخښل شوې. له کور او کهول څخه ننګه او د فاع يي یوه له سپیڅلو دندو څخه ګڼله کیږي. د همدې دندې د سرته رسولو په چاره کې بیا په هیچا رحم هم نه کوي. د تیري کوونکو سترګي ورباسي. د تورو اوغشو وارونه پرې کوي او ټینګې پښې په لړزیدو کوي
لکه په دې لنډۍ کې:
د پرنګیانو و پښې ریږدي
له شا لښکري د مشکي کوي وارونه
اوس نو انګریزانو ماته خوړلي. غواړې د جګړې له ډګرونو څخه و تیښتي په دغه حال کې له وارخطايي سره مخ دي. پیښې يي ریږدې. د ځان له پاره د یوې لارې لټون کوي. خو دا هم نه کیږي. د مشک عالم او دهغه د ملګرولښکرې ور پسي دي. پرله پسي وارونه پرې کوي د ترپ او خرپ جګړه پای ته رسیدلي. اوس نو په پرنګیانو پسي منډې وهل دي. او پرې د تورو ګذارونو کولو وخت.
او یا هم دا یوه محلي سندره چې مرحوم استاد نورمحمدخان د خپلو فلکلوریکو یاداښتونو په لړکې لکه د نوروسندرو په څیرخوندې کړي وه.
ګل محمد خانه ځوانه
له مشک عالم سره را ووزه
په پرنګیانو باندې بیا وکړئ وارونه
ګل محمد خانه ځوانه
له مشک عالم سره را ووزه
د دغې سندرې له محتوا داسې ښکاري چې په سیمه کې یو بل داسې څوک هم شته چې ورنه د لوړو کارونو د کولو تمه کیږی. هغه هم د غازي ملا مښک عالم هم مهالی دی. کله چې باوري تاریخي اسناد هم ګورو نو لیدل کیږي چې له ملا مشک عالم سره عبدالقادر خان غزنوي، ملا عبدالغفور لنګري او ګل محمدخان اندړ هم د مشرانو په توګه ملګري کوي. چې ترقومانده لاندې يي په زابل او غزني کې په زرګونو ځوانان لاس په ماشه ولاړ دي. اټکل دادی چې ګل محمد خان هم د یوه ښه ځوان، مخه ور او میړه په حیث یو څوک دی چې کولای شي د انګریزانو مخه ونیسي. خوپه دې شرط چې له غازي سره یو ځای شي له کوره را ووزي د کور ناستی پریږدي او بیا په انګریزانو وارونه وکړي.
اسدالله بلهار جلالزی
 
د ملا مشک عالم اندړ د مذهبي او قومي نفوذ جاج:
د ملا مشک عالم اندړ دغه محبوبیت او ولسي – مذهبي ملاتړپایله او اغېز هغه وخت د افغان وطن په لر او بر کې لکه د غرونو له ډبرین تل څخه چې د زرو او طلاوو خزانه رابهر کړې، دوست او دښمن ټولو ته څرګنده او په اثبات ورسېده، چې کله یې پر وطن د ننګ او د انګرېزانو په خلاف د ملي جهاد اعلان وکړل. د همدې ولسي نفوذ او مذهبي اغېزې د درک له امله وو چې د غلځیو د جبارخېلو قبیلې لوی خان عصمت الله خان چې د امیرشېرعلي خان حشمت الملک (لوی امین) وو، د ملا مشک عالم اندړ مخلص او مرید وو، هغه چې په کال کې یې ۲۰۰۰ افغانۍ د ملا مشک عالم اندړ علمي او مذهبي مقام ته د درناوي په پاره د نوموړي مدرسې ته ورکولې.
د ملامشک عالم اندړ له کتابه
‏‎ليکوال: نجیب الله جامع

 

علامه اقبال لاهوری غزني ته پخپل سفر کې چې د سنایی غزنوی او محمود غزنوی پر مزارونو درېږی او قصیدی لیکي نو د ملا مشک عالم اندړ په یاد کې وایی چې: که څه هم سلطان محمود غزنوی سومنات مات او هندو براعظمګي یې د اسلام پر نور روښانه کړل، ولي دا د ملا مشکین محمودی عظم وو چې د محمود خاوره یې د فرنګي او هندو سپاهیانو له تاړاکه آزاده او افغان وطن ته یې اسلامي ورورولي او عزت راوګرځول.

ویل کېږي چې امیر شیر علی خان د ملامشک عالم اندړ او د نوموړې د کورنۍ خورا قدر کاوو او د ملا مشک عالم اندړ قومي نفوذ او مذهبي تبحر ته یې خورا درناوی لرل. د کال په بېلابېلو مواقعو کې به یی خپل حضور ته ورغوښت، مشورې به یې ترې غوښتلي او د نوموړې د وطن په ګټه وړاندېزونو او سپارښتنو څخه به یې هرکلي کاوه.عصمت الله خان جبارخیل سره له دې چې لوی خان او د حکومت وزیر وو د ملا مشک عالم اندړ د لیدلو او زیارت کولو له پاره به د نوموړي کور ته په پلي توګه تلل او د ملا مشک عالم اندړ روحاني او دیني شخصیت یی د خپل بخت، برکت او بریالیتوب مهم عامل ګڼل.ویلی کیږی عصمت الله خان جبارخیل چې لوی خان او د امیر شرعلی خان د کابینی وزیر هم وو، ۸۰۰ نوکران یې لرل چې خپله به یی معاش ورکاوو، که به له مقره تر کابله څه پيښیدل نو په ده پورې یی اړه درلوده، د ده د عوایدو یا نقدی معاش کچه د دریو لکو په شاوخواه کې وه.په غلځیو افغانانو کې د ملا مشک عالم اندړ د نفوذ او اغېزي کچه دومره پراخه وه چې ملا مشکین به د انګریزانو تر یرغل وړاندې اونۍ او میاشتي شلګر کې نه وو او ډېر وخت به یې د قومونو او خیلونو ترمنځ پر جرګو او مرکو تېراوو.
د بېلګې په توګه:
یوځل د امیر شېرعلي خان په واکمنۍ کې د کلات د توخو او تره کو ترمنځ د یوه ګډ کارېز پر سر یوه عادې شخړه رامنځته شوه، او دا شخړه د سیمي د بدخواهانو لخوا د شخصي ګټو او د خانانو او ملکانو د ناسالمو سیالیو په ترڅ کې په کم وخت کې پر یوې لویې غوغا او داسې جګړې بدله شوه چې مړي پکې وشو، نو امیر شیرعلی خان د دې چارې د حل لپاره عصمت الله خان جبارخېل کلات ته ولیږل، ولي هغه ونشوای کولای چې د نازکو قومي حساسیتونو له امله د اوبو پر سر راپورته شوی نزاع چې اوس د شخړۍ دواړو لورو ته پر قومی حیثیت اوښتي وله حل کړې، نو کابل ته لاړ او هلته یې امیر شیرعلی خان ته وړاندېز وکړل چې ملا مشک عالم اندړ ته دې واک ورکړې چې د هغه درناوي او محبوبیت له امله چې دغه دوه پرګني يې نوموړې ته لري دا شخړه هرڅومره چې ژر کیږی حل او فصل کړې.د عصت الله خان جبارخیل له وړاندیز وروسته امیر شیرعلی خان ملا صیب ته یو لیک ولیکه چې په کلات کې د دوو وروڼو قومونو ترمنځ دغه نزاع حل کړه او پردې برخه کې مرکزی حکومت ستا د هرې پرېکړې تر څنګ ولاړ دی.ملا مشک عالم اندړ بیا کلات ته ځي او هلته د دواړوو وروڼو قومونو د خبرې مشران او خیر غوښتونکې راټولوي او د جمعې له لمانځه وروسته د کلونو خپګان، تربګنۍ او کینه په ډېره عادلانه او داسي بڼه چې د بلي شخړي او خصومت امکان هم نه وي حل کوي او له هغه وروسته دواړه وروڼه قومونه، د وطن د آزادۍ په ملي غزاکې بیا د ملا صاحب په بلنه او د ملا صاحب ترڅنګ اوږه پر اوږه برخه اخلي.
 
 
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!