منډيګک
افغان تاريخ

د «اکبر» حماسه!

(د وزیر اکبر خان د ملي شخصیت پر ننګه د کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم سیستاني لس مقالې﴾ ژباړونکی: حُسن بارک شاغاسی.

4 755

د «اکبر» حماسه!

وزیر اکبر خان د ملي شخصیت پر ننګه د کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم سیستاني لس مقالې)

ژباړونکی:

حُسن بارک شاغاسی

 

ډالۍ

د افغانستان د معاصر تاریخ

نومیالي لیکوال او څېړونکي

کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم سیستاني

ته!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امتنان

د ښاغلي حُسن بارک شاغاسی په اړه ما د خپل سه مقالهٔ تحقیقی دربارهٔ سه خاندان تاریخئ قندهار د کتاب د دریمي مقالې په متن کښي، چي د کندهار د شاغاسیخېلو «شاغاسیانو» د تاریخي خاندان په اړه ده، هم په لنډه توګه معلومات وړاندي کړي دي؛ نوموړی د پښتو او دري ژبو د ادبیاتو یو تکړه لیکوال او څېړونکی دئ.

ویل کېږي، چي هر هغه څوک چي د یوې بلي ژبي سره بلد وي، نو د یوه مضاعف شخصیت درلودونکی دئ.

دا هم په تجربې سره اروېدل سوي او لیدل سوي دي، چي د نثر، نظم او ژباړني هغه لیکوالان چي د خپلي مورنۍ ژبي سربېره، پر نورو ژبو هم واقف وي؛ د خپلي موخي په بیانولو او خپلو تخیُلاتو په وړاندي کولو کښي د ځانګړي پیاوړتیا خاوندان وي، ځکه چي خپل په پنځونو کښي له دوو یا څو ژبو او فرهنګونو څخه ګټه پورته کوي.

ښاغلی شاغاسی حُسن بارک پر پښتو او دري ژبو پوره حاکمیت لري. انګلیسي ژبه ئې هم پوره زده ده، ځکه چي د لیسانس او تر دوو ماستریانو يوري لوړي زده‌کړي ئې په انګلیسي ژبه ترلاسه کړي دي، همدا اوس هم په انګلیسي ژبه د “نړیوالو اړیکو” په څانګه کښي د پوهنتون استادي کوي او د هندي او فرانسوي ژبو سره هم بلد دئ.

د ښاغلي شاغاسي دغو ځانګړتیاوو؛ د هغه د نظم، نثر او ژباړني ارزښت خوړا لوړ کړی دئ او زه پوره ډاډ لرم؛ چي زما د حماسهٔ «اکبر» کتاب ئې، پښتو ژبي ته د همدغو پیاوړتیاوو په روڼا کښي د د «اکبر» حماسه په نوم ژباړلی دئ.

د ښاغلي حُسن بارک شاغاسي د دغه فرهنګي خدمت د ترسره کولو په پار؛ خپل د امتنان مراتب څرګندوم.

کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم سیستانی

ګوتنبرګ ښار – سویډن

۱/۱۲/۲۰۲۳م 

﴿پای﴾

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تذکُر

دغه کتاب د «اکبر» حماسه چي د قدرمنو لوستونکو مخته پروت دئ، په دې پار یو ډېر په زړه پوري اثر دئ، چي د یوه داسي وتلي او منلي قلموال او لیکوال لکه؛ کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم سیستاني د هغو لسو مقالو ټولګه ده، چي د ملي اتل غازي وزیر اکبر خان پر ننګه ئې کښلي دي. ښاغلي سیستاني د خپل پیاوړي قلم پر مټ د تاریخ هغه توري تیارې روڼا کړي دي، چي ساری به ئې زموږ په عصر کښي یا نه وي، یا به ډېر کم وي او ښه بېلګه د دغه کتاب مشتملي لس مقالې دي، چي هره مقاله ئې د وزیر محمد اکبر خان په اړه د خورا لوړ تاریخي ارزښت درلودونکې ده.

دا په داسي حال کښي ده، چي دغه مقالې د یوه داسي هڅاند ځوان لیکوال او څېړونکي له خوا، له دري څخه پښتو ته ژباړل سوي دي، چي د خپل ژوند د ګټي و وټي ټول فرصتونه او مصروفیتونه او د خپلي دنګي ځوانۍ د هوا و هوس ګرده خواږه و ترخه ئې تر پښتو لاندي کړي دي او د «افغان» او «افغانستان» د روڼتیا او خدمت ملا ئې تړلې ده. دغه شاهزلمی، ښاغلی حُسن بارک شاغاسی دئ، چي د خپل وطن له پاره ئې د دغه اثر د «اکبر» حماسه ژباړل، چاپول او خپرول یو نه هېرېدونکی فرهنګي خدمت دئ. ښاغلی شاغاسی نه یوازي یو ډېر ښه ژباړونکی دئ، بلکي یو ښه لیکوال، څېرونکی، استاد  او د «ښې‌ځوانۍ و ځوانمردۍ» درلودونکی انسان هم دئ.

ما چي د ده سره د اړیکو په لړ کښي د هغه انګېزه او هیلي شنلي دي، نوموړی د خپل اولس په درد دردمن یو داسي افغان لوستی ځوان دئ، چي په بهر مېشتو لوستو ځوانانو کښي به ئې سیال په ډېري سختۍ سره وموندل سي. ای کاش، چي موږ د ښاغلي حُسن بارک شاغاسي په شان ډېری شاهزلمي لرلای. د ښاغلي شاغاسي قلم دي روان او راتلونکی دې نېکمرغه او روښانه وي.

 

عبدالاحد خان سرتیپ

د کابل څلرم مکروریان – افغانستان

د (۱۴۰۲ل) کال د لېندۍ (۳۰مه) نېټه

﴿پای﴾

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ژباړونکي سریزه

دا یوه جوَته خبره او د لمر په شان روښانه حقیقت دئ، چي افغانستان د افغانو پرګنو هیواد، د اتلانو خاوره او د غازیانو ټاټوبی دئ. خو د نونسمي پېړۍ په لومړنۍ نیمه کښي افغاني مور یو داسي بچی وزېږاوه، چي د توري شرنګ ئې د دښمن د غرور د ماتولو، د هغه د نړیوال پرستیژ د کمولو او په اوسترۍ توګه د هغه د پرزولو پر میدان داسي ازانګه رامنځته کړه؛ چي د هغه د خوږ وطن له پولو څخه په وتلو ئې حتیٰ پر نړیوالو اذهانو انعکاس وموند.

دا سړی د «افغان» او «افغانستان» په زړونو کښي دونه خوږ او دروند سو، چي نه یوازي هري افغاني مور غوښتل، چي خپل د زوی نوم د هغه پر ویاړلي «اکبر» نوم باندي ونوموي، بلکي پلار «لوی امیر» او ټول «افغان» اولس د هغه خپله مور د هغه د “وزیر” په ویاړلي لقب د «د وزیر مور» په نوم یادوله. سردار اکبر خان ته د وزیر لقب د هغه پلار، لوی امیر (دوست محمد خان) وروسته له هغه ورکړ، چي زوی (سردار اکبر خان) هغه، پر خپل مټ ګټلي سلطنت باندي بیرته کښېناوه. د وزیر لقب د همدغه مقام سربېره؛ هغه تاریخي لقب وو، چي په اعزازي لحاظ یوازي د ده توریالي، ننګیالي او جنګیالي اکا “د افغانستان پاچا جوړوونکي” «وزیر فتح خان بارکزي» خپل کړی وو.

که څه هم په افغانستان کښي د جمهوریت د مؤسس او پلار، سردار داؤد خان د دورې د نړېدلو څخه وروسته، د افغان او افغانستان سپیڅلي، رښتیني او تاریخي مقامونه، چي د رُتبو تر څنګ ئې اعزازي بڼي هم درلودلې؛ لکه: مارشال، لویناب، نائب سالار، سپه سالار، اتل، ملی اتل، غازي او داسي نورو القابو، خپل تاریخي، رښتینی او حقیقي ارزښت په تدریجي توګه له لاسه ورکړ، ځکه چي دغو اعزازي القابو ته د یوه رښتیني او حقیقي اولسي، ملي او تاریخي ارزښت پرځای، د یوه لاس‌جوړي او وړیا امتیاز په توګه وکتل سوه. نه یوازي دا، بلکي د توپکیانو په روکارېدو سره د افغانستان ملي آرشیف چور سو، د افغانستان ځانګړي ملي اسناد په عمدي توګه وسوځول سوه او  ملي شتمنۍ تالان سوې، تر هاغه چي د همدغو اوه ګونو جنګسالارو ګوندونو د مشرانو پر ژبو او لارښوونو، د افغان او افغانستان د دښمنانو په نوموو؛ مدح سرایاني وسوې. خو د هیواد اتلان، ملي اتلان او غازیان د افغان –  انګلیس په اوله، دوهمه او دریمه جګړه کښي؛ لکه: اوڅار ملي اتل وزیر اکبر خان، د میوند فاتح سردار ایوب خان او د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی غازي امان الله خان، لا تر اوسه هم د یوه ملي امانت په توګه د دغو اعزازي القابو د ورکړي رښتینې بڼه، تاریخي ارزښت او حقیقي بنسټ څرګندوي.

د اکبر خان غازي په توره

وطن آزاد سو دښمنان په تېښته دینه

هېره دي نه وي، چي د غازي وزیر اکبر خان سره په رزمي او حماسي لحاظ د هغه دوه مړني، جنګیالي او توریالي ملګري؛ سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان بابکرخېل د افغان –  انګلیس د اول جنګ او د غازي وزیر اکبر خان د لنډ، خو له ویاړه ډګ ژوند تر وروستۍ شېبې پوري مل او مګري ول. دا په داسي حال کښي وه، چي په اداري او درباري لحاظ د هغه وزیر دربار شېر محمد خان شاغاسی هم د غازي وزیر اکبر خان د پرتمین ژوند تر پایه پوري او له څخه وروسته د هغه د زوی سردار جلالدین خان سره مل او مګری وو. سردار سلطان احمد خان د اوڅار ملي اتل د اکا، سردار عظیم خان زوی وو، چي پلرنۍ شجره ئې په سردار پاینده خان بارکزي سره یوځای کېدله، محمد شاه خان بابکرخېل ئې خُسر وو او شاغاسی شېر محمد خان د شاغاسي میرداد خان بارکزي زوی ئې له دنګي ځوانۍ څخه هغه ملګری او عزیز وو چي پلرنۍ شجره ئې د بارکزو په «عمر خان نیکه» کښي ورسره یوځای کېدله.

د وزیر اکبر خان مور، خدیجه بېګُم د رحمت الله خان پوپلزي لور وه، چي د افغانستان د صنعت د پلار، نوښتګر او متجدُد پاچا، امیر شېر علي خان مور هم وه، خو په اولس کښي د دې اوڅار ملي اتل (وزیر اکبر خان) تجلا دونه زیاته وه، چي نه یوازي د هغه پلار «لوی امیر» بلکي ټول افغان اولس [هغه] د وزیر د مور په نوم پېژندل او یادوله. د وزیر اکبر خان د شهرت همدا پژواک، د هغه له لاسه؛ پر ملا غوټ پرې سوي دښمن ته، حتیٰ په نیرنګ د هغه د وژلو وروسته لا د منلو وړ نه وو. ځکه چي هغه، انګرېز استعمار نه یوازي په سیاسي لحاظ پر ملا غوټ پرې کړی وو، بلکي پر نړۍوال ستیج ئې د هغه استعمار د غرور جوړ کړی لاړ هم دانې وانې کړی او هاغه نړۍوال پرستیژ چي دغه لاړ ئې پر پېیلي وو، هم غوټ پرې کړی او پر مځکه غورځولی وو. له همدغه کبله انګرېزانو د خپل لاسپوڅو مؤرخینو پر مټ د بل پلوه تاریخ پر لمن د درواغو داسي تخمونه وکرل، چي کلونه وروسته ئې جرړي د ځینو نورو عقده ئي لیکوالانو له خوا په تکراري توګه سر پورته کوي.

خو له نېکه مرغه، د دښمن په دیکتې او د هغوی د لاسپوڅو او جاسوسانو په لاسونو لیکل سوي تواریخ او د ځینو عقده‌ئي لیکوالانو په وسیله د هغو تاریخونو انتقال سوې بڼه د یوویشتمي پېړۍ د ویښوو، وطندوسته او هیوادپاله افغان لیکوالانو پر مټ د افغان او افغانستان د تاریخ له پاڼو څخه د درواغو او بې بنسټه تورونو د کرلي تخمونو د جرړو په توګه د بېخ او ریښو څخه د راکښلو لړۍ روانه ده؛ چي د اوڅار ملي اتل (وزیر اکبر خان) په اړه د افغانستان د معاصر تاریخ، نومیالي څیړونکي او لیکوال، کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم سیستاني د مقالو دغه لړۍ ئې یوه بې ساري بېلګه ده.

پر ننګ مړ خو څه مړ نه دئ

د بې ننګه ژوند جفا ده

لاس به وانخلم له ننګه

که پر ننګ پاته دونیا ده

د اوڅار ملي اتل وزیر اکبر خان پر ننګه د لیکوال، استاد سیستاني د مقالو دغه لړۍ د سریزي سربېره په لسو مقالو باندي د سمبال کتاب په توگه د حماسهٔ «اکبر»  تر عنوان لادي په دري ژبه راټول سوی او په (۲۰۲۳ز) کال کښي د “پرند د انتشاراتو” له خوا په کابل کښي خپور سوی دئ، دا ئې د پښتو ژبي ژباړنه ده، چي د د «اکبر» حماسهتر سرلیک لاندي خپرېږي. د دغه اثر ټولي مقالې د وزیر اکبر خان او د هغه د صادقو او جانبازه یارانو (په ځانګړې توګه د سلطان احمد خان سرکار له پاره اوومه مقاله او محمدشاه خان غلجي له پاره اتمه مقاله) د سترو کارنامو د ستایني له پاره ځانګړي سوي دي او پکښې د هغو کسانو د پاروونکو ویناوو او تورونو پر وړاندي غبرګون څرګند سوی دئ، چي وزیر اکبر خان ئې تخریب او تخریش کړی دئ. د دغه کتاب په لسو مقالو کښي، لیکوال د هیواد ملي او تاریخي شخصیت، وزیر اکبر خان او د هغه د ملګرو پر ننګه د دښمنانو تورونو ته تر ډېره جواب وکړی دئ، ترڅو د هغو شخصیتونو حق د شخصي ګټو تر پښو لاندي نه سي، او په دې ډَول ئې د یوه ملي لیکوال او پاخه څېړونکي په توګه خپله ملي وجیبه سر ته رسولې ده.

 

حُسن بارک شاغاسی

د آسټرالیا پلازمېنه – کنبرا

د اګست پینځلسمه (۲۰۲۳ز) کال

﴿پای﴾

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ژباړونکي یاداښت

د غازي وزیر اکبر خان هغه توپنچه چي د (۱۸۴۱ز) کال د ډیسمبر د میاشتي پر (۲۳مه) ئې منګاټن ئې پر وواژه؛ د توپکیانو په روکارېدو سره او د کورنیو جګړو د اله‌ګوله په ترڅ کښي د یوه خورا ناځوانه برخلیک سره مخ سوه.

علامه عبدالشکور رشاد په خپل (۱۳۸۵ل) کال چاپ کتاب “ملي اتل غازي وزیر محمد اکبر خان” کښي لیکي: “د وزیر اکبر خان هغه توپنچه چي مکناټن یې په وژلی و، د افغانستان د پاچاهانو په کورنیو کښي د تبریک او ویاړ په توګه ساتله کېدله. هغه وخت چي د کابل ملي موزیم چور سو دغه توپنچه په موزیم کښي خوندي وه، په ۱۳۷۱ ه ش کال چي برهان الدین رباني د افغانستان رئیس جمهور سو، د پاکستان د استخباراتو رئیس حمید ګل یې د مبارکۍ له پاره کابل ته راغی، برهان الدین رباني دغه توپنچه تحفه ورکړه.”(*)

دا د اوڅار ملي اتل وزیر محمد اکبر خان یاده توپنچه

کاندید اکاډیمېسن په دې اړه ما (شاغاسي) ته کښلي دي: “شاغاسی عزیز! تفنگچه اکبر خان یک اثرتاریخی ونشانهٔ افتخار وپیروزئ افغانها درجنگ اول افغان وانگلیس بود وباید برای فرزندان افغانستان نگهداری میشد. مگر توسط برهان الدین ربانی فقط بخاطر نفرت از شهامت افغانی وزیر اکبر خان به صدراعظم پاکستان بخشیده شد. دورکردن این اثر گرانبهائ تاریخی از موزیم ملئ یک خیانت ملی بشمار میرود وباید این عمل ربانی را خوش خدمتی وچاپلوسی به غلامان انگلیس یعنی ‌پاکستان تعبیر کرد و آن را خیانت ملی شمرد و محکوم کرد”.(**)

 

حُسن بارک شاغاسی

د آسټرالیا پلازمېنه – کنبرا

د جولای لسمه( ۲۰۲۳ز) کال

(*) رشاد، علامه اکاډیمېسن پوهان عبدالشکور، ملي اتل وزیر اکبر خان (کندهار: علامه رشاد اکاډمي، ۱۳۸۵ل)، 1۹مخ.

(**) د کتاب د لیکوال (کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم سیستاني)  د تیلیفوني اړیکي پر مهال د کتاب ژباړونکي (حُسن بارک شاغاسي) ته دغه وینا د (۱۴۰۲ل) کال د چنګاښ (سرطان) میاشتي پر (۱۹مه) نېټه کړې ده او پر همدې ورځ ئې په کتبي توګه ورته کښلې هم ده (شاغاسی). 

﴿پای﴾

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿د لیکوال سریزه﴾

د «اکبر» حماسه

(د وزیر اکبر خان د ملي شخصیت څخه دفاع)

د ملي او تاریخي شخصیتونو څخه دفاع د ملي عناصرو وجداني دنده ده. د هیواد ملي شخصیتونه او د پوهي او هنر خاوندان، د هغه هیواد تاریخي ستني دي، که دا ستني ونړول سي، د هغه هیواد تاریخ له منځه ځي او هغه هیواد چي تاریخ ونه لري، ویاړ هم نه سي درلودلای. زموږ د تاریخ یو ستر ویاړلی انسان؛ وزیر اکبر خان، د افغان –  انګلیس د اول جنګ ملي اتل، د امیر دوست محمد خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزي لمَسی دئ.

وزیر اکبر خان زموږ د هیواد د مباروزو د تاریخ له هغو روښانو او ځلاندو مخونو څخه دئ، چي د انګرېزانو پر وړاندي د کابل د خلګو د پاڅون په مشري او بریالیتوب کښي ئې هیوادپاله او رغنده رول لوبولی وو. وزیر اکبر خان ډېر لنډ، خو له ویاړه ډک ژوند درلود. د وزیر اکبر خان سرګذشت له زړورتیا، مړاني، همت او د وطنپالني له پاک احساس څخه ډک دئ؛ انسان ته د مړاني او زړورتیا روحیه ورکوي. نو د دغه تألیف اصلي انګېزه؛ و هغه ستر ملي شخصیت ته د مؤلف ژور درناوی دئ، چي د دغو کرښو په لیکلو سره به د هغه د مړیني څخه (۱۷۷) کالو وروسته، د هغه یاد ته درنښت سوی وي. د وزیر اکبر خان زړورتیاوي، زورورتیاوي او بریاوي د هغه د اکا د زوی، سردار سلطان احمد خان او د هغه د خُسر، محمد شاه خان بابکرخېل د همدلۍ، همفکرۍ او شجاعانه همکاریو سره تړلي وې. ځکه ویلای سو چي دا درې ملي شخصیتونه په درو تنو کښي د یو روح په څېر ول.

د دغو درو ملي شخصیتونو آزادۍغوښتنه او د پردیو د سلطې پر وړاندي مبارزې او سیاسي فعالیتونه په هیواد کښي د دغو درو ملي شخصیتونو له شتون سره داسي ګنډل سوي دي، چي نه سو کولای وزیر اکبر خان د هغوی له حضور ماسیوه په سمه توګه ښکاره او څرګند ګړو. که وغواړو چي د وزیر اکبر خان یوه مجسمه جوړه کړو، زما په اند د هغې مجسمې دوې مټي باید سردار سلطان احمدخان او محمد شاه خان وي. ځکه چي هغه دوه صادق او سربازه یاران د وزیر اکبر خان د اندو او نظریو د پلي کولو لامل ول. سردار اکبر خان د هغوی دواړو له نظر ماسیوه هیڅ کار نه ترسره کاوه، ځکه نو هره بریا چي د سیاست په ډګر کښي د وزیر اکبر خان نصیب سوې ده، د هغوی درو سرو د مشورې، نظر او همکارۍ پایله وه.

ښايي، چي ځوانان او د هیواد ویاړلی نسل د خپل هیواد تاریخ یوه پلا بیا په غوَر ولولي، ترڅو سم پوه سي، چي زموږ ګران هیواد خپل پر لمن د تاریخ په اوږدو کښي، په ځانګړې توګه په معاصر تاریخ کښي داسي سترو سړیو ته وده ورکړې ده، چي د وطن مور د هغوی په نوم او کارنامو باندي ویاړ کوي.

خو له بده مرغه زموږ د هیواد د لوستي پوړ په منځ کښي، داسي کسان هم سته، چي د هغه د سرښندنو، مړانو او لوړ نوم د اروېدو له پاره غوږونه او لیدو له پاره سترګي نه لري او په پلا- پلا د هیواد دا زړور او جانبازه بچی د قلم په نوکه چیچي، ترڅو د هغه په درنښت کښي کمی راولي.

درانه او رښتیني افغانان هيڅکله چا ته اجازه نه ورکوي، چي د هغوی ملي او تاریخي شخصیتونه، چي په جانبازۍ او د خپلو وینو په بهولو ئې دا وطن ساتلی وو او موږ ته ئې ډالۍ کړی دئ؛ څوک دي هغوی ته سپکاوی وکړي او یا دي د هغوی خواته په سپک او ټیټ نظر وګوري.

له هغه وخته چي د پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد، ډاکټر جلال الدین صدیقي د کابل پوهنتون له خوا  په (۱۳۶۰ل) کال کښي د قبیله سالاری” کتاب خپور کړ او پکښې ئې د احمد شاه بابا څخه تر ظاهرشاه پوري، بې له کوم تفکیک څخه د “ستمیانو” په سبک او سیاق د افغانستان واکمنان سپک سپاند کړل او ورپسې په (۱۳۶۰ل) کال کښي د “خراسان” په مجله کښي د ډاکټر اسدالله حبیب پارونکې مقاله خپره سوه، چي د علومو د اکاډمۍ د ځینو غړو د خفګان او غوسې سبب سوې وه، زه د هغو آثارو له لوستلو څخه خورا خواشینی سوم او کله چي مي اکاډیمېسن رشاد او د علومو د اکاډمۍ د نشراتو رئیس، کاندید اکاډیمېسن صدیق روهي هم د هغو آثارو له لوستلو څخه خواشیني ولیدل، له هماغه مهال څخه مي ځان ژمن وګاڼه، چي د رسمي پروژو تر څنګ به خپل یوڅه وخت او انرژي د دښمنانو د بریدونو څخه د خپل ملي او تاریخي ویاړونو پر ننګه کاروم.

د تاریخي او علمي شخصیتونو او ملي ارزښتونو څخه ننګه؛ لکه: ملي استقلال، ملي بیرغ، ملي هویت او د هیواد نوم (افغانستان) د ملي ویاړونو د ساتني له پاره له واجباتو څخه دي. دا کار زما څخه دمخه با صلاحیته اشخاصو او پوهانو؛ لکه: علامه حبیبي د تاراج تاریخ په مقاله کښي، میر غلام محمد غبار د ایران د سفیر او د تاریخ سیاسی افغانستان د لیکوال سید مهدي فرخ د تورونو په غبرګون کښي او علامه رشاد او داسي ډېرو نورو د تاریخ محققینو او استادانو ترسره کړی دئ او اوس ئې هم داسي پوهان؛ لکه: ډاګټر زیار او پوهاند اسماعیل یون، استاد رفیع الله رفیع، استاد معصوم هوتک، استاد خالد رشید، استاد حُسن بارک شاغاسی، ډاکټر نور احمد خالدي، ډاکټر سید عبدالله کاظم او ډاکټر عبدالرحمان زماني د ملي هویت او مځکنۍ بشپړتیا او د هیواد د خپلواکۍ د ګټونکي، شاه غازي امان الله په دفاع کښي ترسره کوي. دا ځکه یو معقول کار هم دئ؛ چي د حقایقو په بیانولو سره ځوان نسل له ګمراهۍ څخه وژغوري.

زما د هڅو پایله د کابل پوهنتون د استاد، ډاکټر جلال الدین صدیقي له خوا څخه په (۱۳۶۰ل) کال کښي د قبیله سالاری” کتاب له خپرېدلو وروسته او په “خراسان” مجله کښي د ډاکټر اسدالله حبیب د مقالې خپرېدل، چي وزیر اکبر خان ئې پکښي موخه ګرځولی وو، دا سوه چي:

۱: خپل اول کتاب مي دو نابغۀ سیاسی ونظامئ افغانستان در نیمه قرن ۱۹” تألیف کړ، چي په (۱۹۹۹ز) کښي د ایران په مشهد کښي چاپ سو.

۲: خپل دوهم کتاب رستاخیز قندهار وانقراض سلسلۀ صفویه درایران” مي د میرویس نیکه د ژغورونکو مبارزاتو په اړه تألیف کړ، چي د دانش خپرندویي ټولني له خوا چاپ سو.

۳: خپل دریم کتاب احمدشاه ابدالی مؤسس افغانستان معاصر مي د پوهنیار کُهګدای په جواب کښي، چي د افغانستان د خلګو د بدبختیو پیل په (۱۷۴۷) کښي د افغانستان په نوم د هیواد د رامنځته کېدلو وروسته ګڼي، تألیف کړ.

۴: څلرم کتاب آیا افغانستان یک نام جعلی است” د هغو په جواب کښي دئ، چي د افغانستان د نوم د بدلولو په لټه کښي دي، په (۲۰۰۷ز) کال کښي دانش خپرندویي ټولني خپور کړی دئ.

۵: دفاع از شاه امان الله و استقلال، وجیبۀ ملئ ماست” د لطیف پدرام د ښکنځلو په جواب کښي، د دانش چاپ.

۶: دفاع از ارزشهای ملی، وظیفۀ عناصر ملی است” د افغانستان پر خپلواکۍ او پاچا امان الله خان باندي د ډاکټر زمان ستانیزي د سپکاوي کوونکو بریدونو په جواب کښي، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور.

۷: حبیب الله کی بود، عیاری از خراسان یا دزدی از کلکان؟” د خلیلي د “عیاری از خراسان” کتاب په جواب کښي، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.

۸: یک نگاه انتقادی برتاریخ غبار” د غبار د تاریخ په دوهم ټوک کښي پر علامه حبیبي باندي د حشمت غبار د نیوکو په جواب کښي، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.

۹: نقش تار یخئ وز یر فتح خان وخاندان او در دولت سدوزائئ افغانستان” هم د هغو کسانو پر وړاندي ولیکل سو، چي هغه ئې تخریب کړی وو او د دانش خپرندویه ټولني له خوا په کابل کښي خپور سو. دا کتاب د رحمت آریا او حاجی محمد نوزادي له خوا په پښتو وژباړل او خپور سو. وروسته خبر سوم، چي زر ټوکه ئې د یولک افغانیو په بدل کښي د کندهار د معروف د اوسېدونکي، عبدالاحد سرتیپ له خوا یوځای رانیول سوی او د جنوب لوېدیځ او جنوب ختیځ ټولو کتابتونو ته له کندهاره تر ننګرهار او کنړه پوري ویشل سوی دئ. د ښاغلي سرتیپ دا کړنه نه یوازي دا چي زما د خوښۍ سبب سوه، بلکي کولای سم ووایم: چي په وروستیو سلو کلونو کښي افغانانو د کوم چا له خوا د یوه کتاب د دونه ښه راغلاست بېلګه نه درلوده.

۱۰: وزیر اکبرخان قهرمان قیام ملی کابل د افغان –  انګلیس د اول جنګ د مبارزینو یادلیک دئ، چي په (۲۰۱۳ز) کال کښي د دانش خپرندویه ټولني له خوا خپور سو.

۱۱: زعمای بزرگ با کارهای سترگ در تار یخ افغانستان معاصر د عازم د انشاراتو چاپ، (۲۰۱۷ز) کال کابل.

 ۱۲: شاه امان الله، اصلاحات وضدیت روحانیت متنفذ با تحولات اجتماعی د ټولنیزو بدلونونو پر وړاندي د مجددي حضراتو د کورنۍ د رول د ښکاره کولو له پاره لیکل سوی دئ، په افغان جرمن آنلاین کښي خپور.

۱۳: تار یخ چیست ومورخ کیست؟” د افغانستان د تاریخي پېښو په اړه د «غبار» او «فرهنگ» د ځینو پاروونکو یادَونو په جواب کښي کښل سوی دئ، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.

۱۴: سلطنت پشتونها درهند” د “سنگ شکن” «استاد صباح» په جواب کښي، چي د پښتنو تاریخ ته ئې سپکاوی کړی وو، لیکل سوی دئ، د دانش چاپ (۲۰۱۳ز) کال.

۱۵: ملالی جو یا، اسطورۀ شجاعت زن افغان د اساسي قانون د تدوین په لویه جرګه کښي د جګړه‌مارانو د شتون په اړه د هغې د نیوکي په پار (۲۰۱۰ز) چاپ.

۱۶: سیمای زن افغان درحماسه وتار یخ” په (۲۰۱۵ز) کال کښي د دانش خپرندويي ټولني له خوا چاپ.

۱۷: بیست مقاله دربارهٔ شاه امان الله واستقلال د پاکستان څخه بیرته راګرځېدلي جهادي لیکوالانو په جواب کښي، د امیري انتشاراتو له خوا چاپ، کابل.

۱۸: جایګاه داودخان در تاریخ نوین افغانستان” د دانش خپرندویي ټولني چاپ، کابل (۲۰۱۵ز) کال.

۱۹: افغانستان یک نام جاویدان د افغانستان د نوم د بدلولو د هڅو په جواب کښي، پ افغان جرمن آنلاین خپور.

۲۰: “حماسۀ اکبر” د وزیر اکبر خان په اړه د «غبار» او «ډاکټر حبیب» پاروونکو یادَونو ته جواب، په افغان جرمن آنلاین کښي خپور [په (۲۰۲۳ز) کال کښي د “پرند د انتشاراتو” له خوا پر کابل خپور سو].

 علامه رشاد هم دوې رسالې، یوه د ظفرنامۀ اکبر ومولفش” په دري ژبه، او بله ملي اتل غازي وزیر محمد اکبر خان په پښتو ژبه لیکلي دي، چي لومړنۍ ئې په (۱۹۸۶ز) کال د علومو په اکاډمۍ کښي چاپ سوه او دوهمه ئې د هغه له مړیني څخه وروسته په (۲۰۰۷ز) کال کښي په کندهار کښي چاپ سوې ده.

دا اثر په لسو (۱۰) مقالو کښي وړاندي سوی دئ، چي ټولي مقالې ئې د وزیر اکبر خان او د هغه د صادقو او جانبازو یارانو (سلطان احمد خان سرکار او محمد شاه خان غلجي) د سترو کارنامو د ستایني له پاره ځانګړي سوي دي او پکښې د هغو کسانو د پاروونکو ویناوو او تورونو پر وړاندي غبرګون څرګند سوی دئ، چي وزیر اکبر خان ئې تخریب او تخریش کړی دئ. ما د هیواد د هغه ملي او تاریخي شخصیت د دښمنانو د تورونو جواب تر ډېره وکړی دئ، ترڅو د هغو شخصیتونو حق د شخصي ګټو تر پښو لاندي نه سي. دا دئ، د هغو درو ملي او تاریخي شخصیتونو پر ننګه او د هغوی درووسرو د هیوادپاله کړه‌وړه په ستاینه کښي لیکل سوي لیکني د حماسهٔ اکبر تر عنوان لاندي خپلو هیوادوالو او د هیواد د خلګو د هیوادنۍ او ملي مبارزې د تاریخ ساتونکو ته وړاندي کوم.

 

کاندید اکاډیمېسن سیستانی

ګوتنبرګ ښار – سویډن

۲۶/۰۷/۲۰۲۳

﴿پای﴾

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿اوله مقاله﴾ 

د وزیر اکبر خان د مړاني او ستر کړهوړه بېلګي

چا چي هري سنګهـ او مکناټن کولمې شلولي دي

چا چي پرنګیان او سِکان دواړه شرمولي دي

چا چي په زلزل کړله پنجاب، هند، انګلیستان

هغه بریالی غازي پښتون دئ اکبر خان

خانمیر خان هلالي

د کتاب اوله مقاله د وزیر اکبر خان شخصیت او کړه‌وړه ته ځانګړې سوې ده او پکښې د پادشاهان متأخر افغانستاند کتاب د لیکوال هغه نقل قول رااخیستل سوی دئ، چي د سردار اکبر خان په اړه لیکي:

“وزیر اکبر خان وړ، پوه او هوښیار سړی وو؛ په دنیوي چارو کښي د اولنو په لار روان وو او د کلک هوډ او عقل په شان ئې بله مور نه وه زېږېدلې.”(*)

(*) خافي، میرزا یعقوب علي، پادشاهان متأخر افغانستان (کابل: د افغانستان د تاریخ ټولنه، ۱۳۳۴ل)، ۲/ ۸مخ.  

د مقالې په دوام کښي د وزیر اکبر خان د شخصیت او کړه‌وړه سربېره، دا هم راغلي دي، چي د “سراج التواریخ” د لیکوال په وینا، د جلال‌آباد د سراج «باغ» د وزیر اکبر خان له عمراني یادګارونو څخه دئ.

سراج العمارة بڼ او ماڼۍ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿دوهمه مقاله﴾

د وزیر اکبر خان په اړه د یوه انګرېز بندي خاطرات

د بریټانوي بندیانو انځور د بریدمن ایر په لاس

د کتاب دوهمه مقاله د وزیر اکبر خان په اړه د «بریدمن وینسینټ اېر» و خاطراتو ته ځانګړې سوې ده، د دغو خاطراتو مهم ټکي شنل سوي دي او پکښې د نورو اقوالو سربېره، د بریدمن «اېر» هغه نقل قول هم رااخیستل سوی دئ، چي د وزیر اکبر خان په اړه ئې داسي کښلی دئ:

اکبر خان د هغه اخلاق او انسانیت څخه؛ چي ورڅخه لوَړه کچه ښکاره کېدلای نه سي د بندیانو پر وړاندي څرګندول. لکه څنګه چي بندیان او د هغوی ساتونکي د کابل له پر جوشه رود څخه تېرېدل، هغه ډېر اندېښمن وو، چي داسي نه چي کوم بندي ډوب سي، تر څو چي ټول په خوندي توګه له رود څخه تېر سول.(*)

 (*)  اېر، بریدمن وینسینټ  (ژبارن: سلیمي، نسیم)، په افغانستان کي د یوه بندي خاطرات (۲۰۰۷ز)، ۱۸۴مخ

د ښاغلي نسیم سلیمي له خوا د بریدمن وینسینټ اېر ژباړل سوی یاد کتاب.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿دریمه مقاله﴾

له وزیر اکبر خان سره د انګرېزانو دښمني او له دښمن سره د دوو مؤرخینو همنوائي

د وزیر اکبر خان په لاس د مګناټن د ویشتلو انځور

د کتاب دریمه مقاله د وزیر اکبر خان سره د انګرېزانو دښمنۍ او د دښمن سره د دوو مؤرخینو همنوائۍ ته ځانګړې سوې ده او پکښې د سردار اکبر خان د له منځه وړلو له پاره د انګرېزانو د هڅو سربېره، د عطا محمد شکارپوري د تورونو څخه د «غبار» د استقبال څخه پرده پورته سوې ده، چي ځوان نسل ئې د یوه تر ټولو مړني او تر ټولو سرښندونکي ملي عنصر (وزیر اکبر محمد اکبر خان غازي) له ویاړه محروم کړی دئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿څلرمه مقاله﴾

وزیر اکبر خان د ستایني وړ دئ؛ نه تخریب خو له بده مرغه «غبار» هغه تخریب کړی دئ

اوڅار ملي اتل د جنګ پر میدان!

د کتاب څلرمه مقاله د “افغانستان در مسیر تاریخ” د لیکوال «میر غلام محمد غبار» تخریب او تخریش ته د وزیر محمد اکبر خان پر وړاندي ځانګړې سوې ده او پکښې جوَته سوې ده چي آیا د هند وايسرا (لوی استازي) له امير دوست محمد خان څخه د هغه د آزادۍ په پار کومه غوښتنه کړې وه؟ نه. د کتاب د څلرمي مقالې د متن په پیل کښي، د کتاب لیکوال، کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم سیستاني دا یادوَنه هم کړې ده، چي:

باید د هغه [وزیر محمد اکبر خان] انځور په افغاني بانکنوټونو کښي درج سوی وای. د هیواد ستري سيمي او واټونه د هغه په نوم پېژندل سوي وای، تر څو ځوانو نسلونو هغه نور هم پېژندلی وای او د هغه له مړاني، زړورتیا او وطندوستۍ څخه ئې د هیواد پالني او مړاني د بېلګي په توګه الهام خپلولای، خو له درد او بدمرغیه، چي د هیواد د تاریخ داسي ستر سړی د «غبار» له خوا د ستایلو پر ځای تخریب سوی دئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿پینځمه مقاله﴾

زر تر سر جار او سر تر ناموس

د وزير محمد اکبرخان د جګړې وسائل

د کتاب په پینځمه مقاله کښي؛ وزیر اکبر خان ته د جنرال سېل هېښوونکی پیغام، له ملي مشرانو سره د وزیر اکبر خان مشوره، د برتانیې د بندیانو خلاصون، د جګړن پوټینجر لیک (۱۸۴۳ز سپټامبر ۱۶مه) بامیان او د انګرېزانو له اسارت څخه د امیر دوست محمد خان خلاصون په جلا – جلا عنواوینو کښي تر ژور بحث لاندي نیول سوي دي. د کتاب په پینځمه مقاله کښي د وزیر اکبر خان هغه وینا هم ځای پر ځای سوې ده، چي پلار ته په غبرګون کښي ئې داسي ویلي وه، چي:

“د مړاني مرګ مني، خو د نامردۍ له ژوند څخه کرکه لري.”

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿شپږمه مقاله﴾

د کاږه قلم پر کرښو؛ اوښکي موږ وبهولې!

د وزیر اکبر خان په اړه د ډاکټر اسدالله حبیب لیکني ته یوه کتنه

د وزير اکبرخان په لاس له آس څخه د هري سنګ نلوه د راپرځولو انځور

د کتاب شپږمه مقاله د کابل پوهنتون د رئيس او د خلق ډيموکراټيک ګوند د مرکزي کميټې غړي، ډاکټر اسد الله حبيب د جنبش جنگنامه سرائی در شعر دری قرن ۱۹ افغانستان تر سرلیک لاندي هغه مقالې ته ځانګړې سوې ده، چي د “خراسان” مجلې د [۱۳۶۰ل (۱۹۸۱ز)] کال په ګڼو کښي ئې خپرول او د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کښي د ځینو پښتنو فرهنګیانو د حیرانتیا او غوسې سبب ګرځېدلې وه. د کتاب لیکوال، کاندید اکاډیمېسن سیستاني د ډاکټر حبیب په مقاله کښي د هغه د سپکو الفاظو د کاروني موخه د دې پښتانه بچي [وزیر اکبر خان] ټولي سرښندني، چي د وطن د مور د ناموس د ژغورني له پاره څو ځله د مرګ تر پولي رسېدلی وو، خو د هغه څښتن هغه نه وو وژغلی، په هیڅ شمېرل ګڼي؛ تر څو د هیواد د تاریخ د دې ستر انسان محبوبیت ته تاوان او د هیواد د ملي افتخاراتو د دښمانو کړنو ته ګټه ورسوي. سیستانی د کتاب شپږمه مقاله داسي پای ته رسوي:

وزير اکبر خان هيڅکله د انګرېزانو پر وړاندي داسي کار نه دئ کړی، چي خپل افغاني درنښت او لوړوالي او د افغان اولس د ګټو پر وړاندي دي وي. هغه په اوسترۍ توګه وکولای سول، چي د خپل ځان او کورنۍ ناموس، په خوندي او سالم ډَول، بیرته وطن ته راستانه کړي او له خپل هیواد څخه يرغلګر دښمن هم وشړي. په قومي او ژبني تعصبونو ککړي نیوکي نه سي کولای، چي زموږ د تاریخ د هغه مړني سړي په محبوبیت کښي د یوې ستني د سپم کمښت رامنځته کړي.

هغه سند چي د ۱۸۴۲ کال د مارچ د میاشتې په (۱۱مـ) تاریخ د بریټانوي بندیانو له خوا لاسلیک سوی وو، چي په کابل کښي د افغان-انګرېز د لومړۍ جګړې په وخت نیول سوي ول. په سند کي راغلي: «باهو خان ​​چي سردار محمد اکبر خان پهٔ دې ځای کښي د کابل د ځواکونو د ښځمنو او نورو بندیانو مسؤل وټاکه (باهو خان) د (خپل) چلند سند موږ څخه وغوښت — موږ لاندې لاسلیک کوونکي دا په ډیري خوشحالۍ سره ليکو چي هغه په ​​​​ډیري مهربانۍ او پاملرني (زموږ سره) چلند کړی دئ (چي) هره هیله ئې څرګندوي چي زموږ حالت د امکان تر حده لږ ځوروونکی کړي.» د سند په لاندېنۍ برخه کښي د بندیانو (چي دېرئ ئې ښځي وې) لاسلیکونه دي چي شمار ئې تقریباً دېرشو ته رسېږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿اوومه مقاله﴾

سردار سلطان احمد خان سرکار

هغه سړی چي له وزیر اکبر خان سره ئې اوږه وهل

سردار سلطان احمد خان، چي په سلطان جان باندي پېژندل سوی وو؛ د سردار عظیم خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزي لمَسی وو.

د کتاب اوومه مقاله سردار سلطان احمد خان ته ځانکړې سوې ده او پکښې راغلي دي، چي سردار سلطان احمد خان د خپل کاکا د زوی، سردار اکبر خان سره نه یوازي د عمر او ځوانۍ له نظره، بلکي د خپلو هیلو او افکارو له اړخه هم ډېر ورته والی درلود او د زمانې پېښو هم دغه دوه زړور سرداران تر ډېره وخته سره یوځای ساتلي ول، ترڅو د خپل شخصي او ټولنیز ژوند خوږې او ترخې یوځای وڅَکي. په مقاله کښي د بریدمن «اېر» هغه خاطره هم راغلې ده، چي د دغه سردار په اړه ئې داسي کښلې ده:

سردار محمد اکبر خان او د هغه د اکا زوی، سلطان احمد خان، چي نږدې ملګري ئې سلطان جان بولي، د دې په پار موږ د لغمان د بدیع‌آباد تر کلا پوري بدرګه کړو، چي موږ ته د امکان تر حده آسانتیاوي برابري کړي. سلطان جان ډېر ښکلی او لوړ کس دئ. سلطان جان او سردار اکبر خان دواړه تمکینه او مهربانه خلک دي. (*)

(*)  اېر، بریدمن وینسینټ  (ژبارن: سلیمي، نسیم)، په افغانستان کي د یوه بندي خاطرات (۲۰۰۷ز)، ۱۸۵مخ.

په مقاله کښي د علامه رشاد د “منتخت التواریخ” ّپه حواله راغلي دي؛ چي سردار سلطان احمد خان د هغه د ښکلا په پار د «افتاب خاور (د ختیځ لمر)» په نوم یاد سوی دئ.(**) د مکناټن د په وژلو کښي د سردار سلطان احمد خان وړتیا او د هغه په خپله کیندلي څاه کښي د مکناټن د شوه کېدو په اړه هم د کتاب په همدې مقاله کښي بحث سوی دئ.

(**) رشاد، علامه اکاډیمېسن پوهان عبدالشکور، ملي اتل وزیر اکبر خان (کندهار: علامه رشاد اکاډمي، ۱۳۸۵ل)، ۳۵مخ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿اتمه مقاله﴾

د وزیر اکبر خان ملاتړی او خُسر محمد شاه خان بابکرخېل

او د وزیر اکبر خان په ملګرتیا د انگرېزانو پر وړاندي د هغه مبارزې

(۱۸۴۱ – ۱۸۴۲ز)

غازي محمد شاه خان بابکرخېل غلجی.
غازي محمد شاه خان بابکرخېل غلجی.

د کتاب اوومه مقاله محمد شاه خان غلجی بابکرخېل ته، چي د افغان –  انګلیس د اول جنګ پر مهال یو له سترو او نامتو ملي شخصیتونو څخه وو، ځانګړې سوې ده او پکښې ویل سوي دي، چي هغه د وزیر اکبر خان ډېر نږدې او خواخوږی ملګری وو او زړورتیاوي، زورورتیاوي او هوښیارۍ ئې باید د وزیر اکبر خان او سردار سلطان احمد خان د کارنامو سره یوځای جاج او وڅېړل سي؛ ځکه چي دا درې ملي شخصیتونه په درو تنو کښي د یوې روح په څېر ول. په مقاله کښي له مکناټن سره په خبرو کښي د محمد شاه خان ونډه، د «اېر» پر قلم د لغمان د بدیع‌آباد د کلا بیان او د امیر دوست محمد خان پر وړاندي د محمد شاه خان پاڅون هم په جلا – جلا سرلیکونو کښي ځای پر ځای او څېړل سوي دي. 

دا دملي اتل وزیر اکبر خان هغه انځور دئ چي ورسره ولاړ ملګري یې په اغلب ګومان محمد شاه خان بابکرخېل او سردار سلطان احمد جان دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿نهمه مقاله﴾

پر افغانستان د یرغلکوونکو څخه د افغانانو کرکه

او د کابل د پاڅون ملي اتل وزیر محمد اکبر خان

الېکسانډر برنز (Alexander Burnes)
[د ۱۸۰۵ ز کال د مې ۵، سکاټلېنډ – د ۱۸۴۱ ز کال د نوامبر ۲، کابل]
انگرېز ډيپلومات، د برتانوي پوځ تورن، سيلانی او څارگر وو، چي په “لويه لوبه” کښي ئې برخه درلوده او په “منځني ختیځ” کښي د لويي لوبې اصلي لامل ګڼل سوی دئ.
په انګلستان کښي ئې د “بُخارائي برنز” لقب درلود، د انګرېز سلطنت څخه ئې جایزه ترلاسه کړې او د “ګُل خار” نښان ګټلی وو.
ویل کېږي چي برنز د افغان-انګلیس د اولي جګړې پر مهال په افغانستان کښي وو، او د جګړې پر مهال د ۱۳۴۱ز) کال په شاوخوا کښي همدلته ووژل سو [د هغه وژنه په تصویر کښي انځور سوې ده] .

د کتاب نهمه مقاله د انګرېزانو پر وړاندي د افغانانو کرکي ته او د نونسمي (۱۹مي) میلادي پېړۍ په منځ او د (۱۸۳۹ – ۱۸۴۲) میلادي کلونو په اوږدو کښي، د انګرېزانو د تېري او سرغړوني پر وړاندي د کابل د خلګو ملي پاڅون او په دغه پاڅون کښي د ملي اتل وزیر اکبر خان قیادت او اتلولۍ ته ځانګړې سوې ده. د کتاب د نهمي مقالې پیل د لیکوال، اعظم سیستاني په دغو ټکو سوی دئ:

د یرغل‌کوونکو او تېری‌کوونکو پر وړاندي کرکه، بغاوت، خوځښت او پاڅون، که عربان وي، که عجم‌یان وي، که تُرکمنان وي، که مغولیان وي، که روسان او یا انگرېزان وي؛ د افغانانو د تاریخ جوهر دئ.

د انګرېز د پوځ یوازینی ژوندی پاته عسکر ډاکټر برایډن

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

﴿لسمه مقاله﴾

د وزیر اکبر خان د زوزات څرنګوالی

د اوڅار ملي اتل غازي وزیر اکبر خان یو تاریخي قاب سوی انځور

د کتاب لسمه مقاله د «اکبر» حماسه! د کتاب د وروستۍ مقالې په توګه د وزیر د زوزات (اولادې او پاته سوو) څرنګوالي ته ځانګړې سوې ده. د حُسن بارک شاغاسي له خوا په (۱۴۰۲ل) کال کښي دغه ژباړل سوی کتاب په (۱۷۳) پاڼو کښي د کابل د وزیر اکبر خان د روغتون پر دغه عکس تکمیل ته رسېدلی دئ:

د پلازمېني کابل د وزیر اکبر خان په سیمه کښي د وزیر محمد اکبر خان روغتون.

حُسن بارک شاغاسی

د نیوزیلاند پلازمېنه – ولینګټون

د مې څوارلسمه (۲۰۲۴ز) کال

﴿پای﴾

4 نظرونه
  1. ستوری امین وايي

    له تاسو نه نړي مننه چي حقيقی تاریخ اتل په هکله مو ليکلي اي کاش تاسو په شان زمونږ افغانان کوشش وکړي چي له تعصب او شخصي دښمني ډډه وکړي او نوی نسل ته واقعي اتلان وروپيژني که هاغه دي هر اړخ او هر قوم د افغانستان اوسي دا دی ريښتيني افغان پاکه وجداني مسووليت او وظيفه ده

    1. حُسن مبارک شاغاسی وايي

      ښاغلی ستوری! بالکل، ستاسو د یادي کړي همدې هیلي پر بیناد مو دا لړۍ پیل کړې ده. دا زموږ ټولو ملي ویاړني او تاریخي شتمنۍ دي؛ زه ستاسو موافق یم، چي باید په ګډه ئې ساتنه او پالنه وکړو. مننه او درناوی

  2. اباسین وايي

    اوڅار ملي اتل وزیر اکبر خان او د هغه تاریخ لکه لمر روښانه دې. هرڅوک چې یې مقابل کې ودرېږي نو تل به مختور وي أن شاء الله.

    1. حُسن مبارک شاغاسی وايي

      قدرمن اباسین صاحب! له کامنټ او د اوڅار ملي اتل په اړه مو له نظر څخه یوه نړۍ مننه. درناوی

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!