منډيګک
افغان تاريخ

پښتانه د ویدا او اوستا په تاریخي آثارو کې

سرمحقق ډاکټر محمد شریف ځدراڼ

0 455

د ویدا سرودونه د آریایي پوهانو او ریشیانو د مذهبي، تاریخي، جغرافیوي او فرهنګي نظریاتو مجموعه ده او د میلاد څخه کابو ۳۰۰۰ کاله وړاندې را پیل او د پښتون قوم او د هغوي د هېواد د زرګونو کلونو تاریخ او پېژندلیک وړاندې کوي.(۱) آریایي قبایلو دغه سرودونه له زرګونو کلونو راهیسې په خپلو کورونو کې ویلي او له یادول وروسته یې سینه پر سينه یوبل ته تر هغه پورې لېږدولي، څو چې قلم ولیکل، ثبت شول او د کتاب بڼه یې غوره کړه.(۲)

د ویدا په سرودونو سره د آریايي خلکو تاریخي دوره پيلیږي او له همدې منبع څخه موږ د دوی مفکورې، عقیدې، د ژوند ډول، د تاریخي افغانستان له خاورې نه د دوی مهاجرتونه او نور ډیر تاریخي مسایل استنباط او درک کوو. دغه سرودونه د ریګوید، سام وید، اتهرواوید او یجوروید پر څلورو برخو ویشل شوي، چې تر ټولو پخوانی یې ریګوید دی. د ریګوید په دویم ټوک کې څو ځلې د پکتها (پښتون) قبیلې او د هغوی د شاهانو ذکر راغلی دی، چې یو د پکتها له شاهانو څخه توروایانا دی. (۳)

دریګویدا د دویم ټوک د اول سرود په اتم جز، د اوولسم سرود په اووم جز، د اتلسم سرود په اوولسم او اتلسم مخ او شپږم او اووم فرد، د دوه ویشتم سرود په اتم جز، د اوولسم سرود په اووم جز، د اتلسم سرود په اوولسم او اتلسم مخ شپږم او اووم فرد، د دوه ویشتم سرود په اتم جز، د یویشتم سرود په لسم جز کې پښتانه د پکتیان او د هغوی واکمنان د پکته او توروایانا په نامه نومول شوي دي. دغه راز د راوي سیند پر غاړه د لسو فبیلو په جګړه کې د پکتیان د قبیلې ګډون تایید شوی دی او د پښتنو پاچا توروایانا په دغه جګړه کې پر ( دی- ووداسا) پاچا باندې بریالی شوی دی.(۴)

دغه راز په ریګویدا کې دپکتیانو ( پښتنو) د نورو مشهورو قبیلو- پني، بریسا(بړیڅو) او د اپارتیانو ( اپریدیو) ذکر هم راغلی دی.(۵) ریګویدا نه یوازې د پښتنو او د هغوی د قبیلو ذکر کړی دی، بلکې د دوی جغرافیه یې هم بیان کړې ده. هغه معلومات چې د پښتنو د ټاټوبی او جغرافیې په اړه د ویدا سرودونو له متن څخه په لاس راغلي، خورا ګټور دي، ځکه دغه سرودونه د پښتنو نیکونو د هندوکش په دواړو خواوو کې ویلي او دوی پخپله کله په بلهیکا، بخدي، د کوبها (کابل) سیند، ګوماتی (ګومل) سیند ، د کرومو ( کرمې) سیند، د راسا (کنړ) سیند، د سوتی (سوات) سیند، د سندهو( سند) سیند او د سراسواتی ( ارغنداب) سیند په حوزه او درو کې اوسیدل. د ګندهارا دره نه یوازې د سندونو لار وه، بلکې د پښتنو د آریایي ټبر د اوسیدو یو غوره دره وه، چې له کابله تر پېښوره پراخې درې او سیمې جوړوي او ګندهارا د ویدي له نومونو څخه شمېرل کیږي.(۶)

باید ووایم، چې د ویدا له خوا ذکر شوي سیندونه اوس هم د پښتنو په سیمو او جغرافیه کې بهیږي او د دوی په ژوندانه او برخلیک کې د تل په څېر د اغیزې وړ دي. د ګندهارا کلمه د اوسني کندهار په نامه کې تر ډيره حده انځوریږي. دغه راز نور ډير داسې نومونه په ریګویدا کې راغلي، چې تراوسه په پښتو کې په ډیر کم توپير سره موجود دي، د بېلګې په توګه په ریګویدا کې د سندهو، آرین، آریه، ورشه، ریشي او برهمن کلمې د پښتو له سیند، اره، ورشو، رشه، او برمن سره ډېر ورته والی لري. دا او یو شمیر نور دلایل د ویدا، سانسګریت او پښتو ژبې ترمنځ نژدې او تاریخي اړیکې بیانوي.(۷) حتی د خوست ولایت د تڼیو په قوم کې اوس هم د آرین په نامه یو خېل شته.

غربي او هندي وید پېژندونکي، هر یو هلبرانت، برون هوفر او شاندرا داس لیکي، چې د ویدا لومړۍ مبدا هند او پنجاب نه دی، بلکې د هغوی جغرافیوي څنډې د کابل پرځمکو شاملې دي او تر اراکوزیا او بکتریان پورې هم پراختیا لري.(۸)

د ویدا د لرغوني او تاریخي اثر د مطالعې په نتیجه کې ویلای شو، چې پکتیان، پکت او پښت د پښتون قوم نومونه دي او په خټه آریایان دي. دغه قوم له بخدي او بلهیکا څخه د آریایي مهاجرت په لړ کې د کابل، غور او هرات څخه تر سنده مېشت شو او لا تر اوسه په دغه پراخه سمه کې اوسیږي.

کهزاد لیکي کله چې ویدې آریایان د هندوکش له شمال او بخدي څخه د کوبها (کابل)، کروم (کرمې)، ګوماتي (ګومل) د طبیعي درو له لارې تر سندهو (سند) پورې ولاړل او وروسته له دې سینده (چې زموږ د هېواد او هندوستان ترمنځ طبیعي او تاریخي سرحد جوړوي) ور تېر شول او د پنجاب بومي اوسیدونکي یې د (داسیو) Dasyous په نامه یاد کړل او دغه نوم په ویدي سرودونو کې په کراتو ذکر شوی او د موضوع د لا روښانتیا په خاطر د ویدا دغه لاندې سرود ته مراجعه کوو:

”اندرا د نیاز او خواهش له امله پر دې سیمو سخت یرغل وکړ او هغه یې د یوې وژونکې ضربې په وسیله له خارو سره خاورې کړ). د ویدا په نورو سرودونو کې هم دغه موضوع روښانه شوې ده او نېغ په نېغه ور څخه څرګندیږي، چې اندرا په جګړه کې له پکتهاوو (پښتنو) یا پارتیانو یعني (پختنو) څخه چې یو له ویدي آریایي قومونو څخه و ملاتړ کړی دی. پښتنو له (داسیو) سره په جګړه کې ستره برخه درلوده او لکه چې د اندوس پر غاړه د (لسو ملکانو) په جګړه کې پښتنې قبایل شریک وو‟.(۹)

ویدا تایید وي، د چې پښتنو واکمن – توروایانا د لسو قبیلو په جګړه کې پر ( دی ووداسا) پاچا باندې بریالی شو. دغه بری د پښتنو پر سیاسي اقتدار او ځواکمنۍ باندې دلالت کاوه او دا یو بې ساری او تاریخي بری و.

د ویدا تاریخي اثر نه یوازې پښتانه په خټه آریایان ګڼي، بلکې د پښتنو په اړه هغه وروستۍ نظریې چې پښتانه له یهودو، اسرائیلو او یا له نورو نژادونو سره نښلوي په بشپړه توګه باطلوي.

د افغانستان دویم لرغوني او تاریخي اثر د (اوېستا) کتاب دی، چې د بخدي لرغونی حکیم او نومیالی لارښود – زردشت ته د (۱۲۰۰ ق.م) په شاوخوا کې منسوب دی او اوېستا د ده د مذهبي احکامو، اصولو او مناسکو مجموعه وه. د زردشت د زیږيدو او خاپوړو لومړنۍ سیمه د لرغوني باختر یا د بلخ خاوره ده او د اوېستا د مقدس کتاب ژبه هم په لرغوني باختر پورې اړه لري. د ایران ستر زردشتي محقق هاشم رضی پخپل اثر (فرهنگ اعلام اوېستا) او (گنجینه اوېستا) کې څو ځایه همدغه حقیقت تاییدوي.(۱۰)

په اوېستا کې د کابل نوم د واکرت (Veakereta) په بڼه راغلی دی، نننی کابل د افغانستان په لویدیځه سیمه کې موقعیت لري او په لرغوني زمانه کې په پېښور ( ګندهارا) کې هم شامل و. په څوارلسمه میلادي پېړۍ کې د ابن بطوط په قول، دغه ښار په یوه کلي اوښتی و او یوه آریایي قبیله، چې د افغان په نامه یې شهرت درلود، دلته اوسېدله. (۱۱)

د اوېستا په وندیداد برخه کې اتم هېواد، چې مزداهست کړی، هغه اوروا (Urva) دی او یوشین هېواد دی، چې د آریانا په ختیځ کې موقعیت لري.(۱۲) د اوېستا لرمړی باب، درېیمه برخه یعني (وندیداد) ټول جغرفیوي بحث دی او د ځمکې د (۱۶) برخو په باب بحث کوي. د اوېستایې ځمکې اتمه برخه (اروه) ده، چې شنه او اوسېدونکي یې غرور لري، د اوروا یا د روه اوروه سیمه د (روه) څخه عبارت ده.(۱۳) عبدالله پخپل اثر (داودي تاریخ) کې د (روه) تعریف په دې ‌ډول کړئ :

(د روه د سیمې پلن والی او اوږدوالی د باجوړ او سوات څخه نیولې تر سېوۍ پورې، چې د بهکر له توابعونه دي او د حسن ابدال نه ترکابل او کندهار پورې دي او هر څومره سیمې چې په دغه منځ کې موقعیت لري هغه د (روه) په نامه یادیږي.(۱۴) انګریزي لیکوال بیلیو پښتونخوا د حدودو له مخې د (روه) او پکتیا سره یو شان ګڼي او د سلیمان او سپین غره ټولې اړوندې سیمې له سنده نیولې تر کابل، لوګر او هلمند پورې ور کې شاملې ګڼي.(۱۵)

د دې نه ډير وړاندې د مها بهار ته د لرغونې کتاب (۱۲۰۰ ق.م) په ۲۶ سبها کې د (روه) ذکر په لوها او روهي سره راغلی دی. د سانسکریت د ګرامر لیکوال پاڼي ڼي چې د (۳۵۰ ق.م) په شاوخوا کې د آباسین د غاړې اوسیدونکی و، د (روه) له کلمې سره اشنا و او هندوکش یې د (روه) غر ګاڼه. (۱۶) دغه راز د خوشال خټک یو لقب روهي و. اشرف خان هجري او کاظم خان شیدا پخپلو شعرونو کې ډیر ځلې د (روهه) او (روه) یادونه کړې ده. په هند کې د پښتنو د اوسیدو سیمې هم په همدې نامه یادې شوې دي او ډیر ښه مثال یې په هند کې د روهلکنډ پښتانه یادولی شو.

د اوېستا په قول لسم هېواد چې مزداهست کړی، هغه هرهويتي (Harahavaiti) دی چې د معمول سره سم ډېر پاک او ښکلی دی. دا هغه هېواد دی چې په یوناني کې یې آراخوزیا (Harachosia) ورته ویل. د هخا منشیانو په ډبر لیکونو کې د هراووتي (Harauvati) په بڼه راغلی او په نوي پاریسي کې ار – رخج او په لنډه بڼه رخج شوی دی.(۱۷) کهزاد لیکي، چې اراکوتی په ښکاره ډول د ارغنداب نوم دی، چې د ویدا په سرودونو کې ( سراسوتي) په اوېستا کې ( هاراوی تي ) په پخوانۍ پارسي کې (هراووتي) او په یونانی کې (ارکوزیا) او عربو (الرخج) کړی دی. باید ووایم، چې الکوزیان اوس هم د ارغنداب پر غاړه اوسیږي او ممکن پخواني نومونه د نوموړي نامه په لومړۍ برخه کې شامل وي.(۱۸)

د اراکوزیا اوسیدونکي د سکندر د یرغل پر مهال آریایان وو او ځانونه یې پښتانه ګڼل.(۱۹) هیرودوت د سکندر له یرغل څخه ډير پخوا هغوي د پکتویس او پختویس په نامه پېژندل.(۲۰)

اوېستا دغه راز د پښتنو د یوې بلې لرغونې سیمې په اړه لیکي چې مزدا یوولسم هېواد د هئتومنت (Haetument) په نامه هست کړ، چې آباد او ښکلی و. د اوېستا هئیومنت اوسنی هلمند دی. د سانسکریت په ژباړه کې هتمند (Hetomand) راغلی دی. دوندیدا د فرګرد په لومړي بند کې له هئیومنت څخه مرام هماغه د هیرمند دره ده یا په بل عبارت د هیرمند سیند شاوخوا ځمکې دي. په پهلوي کې سکستان یا سیستان شوی او د سکستان د سیمې وجه دا ده، چې پر دغه ځمکه ساک ( سهاک او ساکزي) اوسېدل، په همدې دلیل د سکستان او سیستان په نامه یادیږي. د زرنګ معرب زرنج دی او د سکستان معرب د کاف تبدیل په جیم سره، سجستان شوی دی.(۲۱)

ګوتشمید لیکي، چې د ۱۲۳ ق.م.) په شاوخوا کې د زرنج او سیستان سکزیانو له اشکاني پاچا سره څو ځلې جګړې کړي دي.(۲۲) دغه راز په ۶۲۵ هجري قمری کې امیر تاج الدین د سیسان په ارګ کې د مغول اوکتای په وړاندې (۱۹) میاشتې مقاومت وکړ، څو په سفید کوه کې ووژل شو، د ده په عسکرو کې غوري، تولکي، ترکي او سکزي شامل وو.(۲۳)

انګریزي مورخ کارو لیکي، چې ساک هغه څوک دي چې خپلو تربرونو پارتیانو له ایران څخه وشړل او له اوږدو لوړو ژورو څخه د ق. م. لومړۍ پېړۍ په پیل کې ګندهارا ته ورسیدل او هلته یې نږدې یوه پېړۍ تر پنځم میلادي کال پورې حکومت وکړ او د واکمنو سکې یې هم موندل شوې دي. ساکانو (سهاکو) د هخامنشیانو پر مهال د دارنګیانا او اراکوزیا ایالتونه ونیول او د درانګیانا نوم یې په ساکستان (sakastan) باندې واړوه.(۲۴)

د اویستا د زمانې ساک او سهاک پښتانه اوس هم په همدغه نامه د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې اوسیږي او په پښتو ژبه ګړیږي، ځانونه پښتانه ګڼي. حتی یوزیات شمیر پښتني قومونه ځانونه په سهاکو ګډوي.(۲۵)

دغه راز په اویستا کې د وردګ کلمه د (وردهکا) په بڼه راغلې او د اوېستا په یوه فقره کې وایي : (ویشتاسپ پاچا له قربانیو وروسته له خدایه وغوښتل، چې ما ته دومره قوت راکړه چې د شیطانانو عبادت کوونکي ووژنم او د (وردهکا) قومونه د (حیواناتو) له اطاعت څخه خلاص کړم او دوی په سوونو او لکونو مړه کړم).(۲۶) د اوېستا له بیان څخه په ډاګه ښکاري، چې ویشتاسپ د آریایي قومونو ( وردهکا) د آزادۍ له پاره له خدایه قوت غوښتی دی، څو د دوی سره مرسته وکړي.

نتیجه :

د ویدا او اوېستا په تاریخي آثارو کې نه یوازې د پښتنو او د هغوي د قومونو ذکر راغلی، بلکې د دوی ټاټوبی او جغرافیه هم بیان شوې ده. دغه دواړه تاریخي آثار د پښتو تاریخي مخینه تر پنځه زرو کلونو پورې رسوي او پر دې واقعیت ټینګار کوي، چې پښتانه په خټه آریایان دي او په بل هیڅ نژاد پورې اړه نه لري.

ماخذونه او منابع :

۱- احمد علي کهزاد، د افغانستان پخوانی تاریخ، لومړی ټوک، کابل، د تاریخ ټولنه، ۱۳۳۴، ۶۲،۸۱ مخونه.

۲- احمد علی کهزاد، افغانستان د تاریخ په رڼا کې، د اورنګزیب ارشاد ژباړه، پېښور، ۱۳۷۹، ۷-۱۰ مخونه.

۳- عبدالحی حبیبي، تاریخ مختصر افغانستان، لومړی ټوک، لومړی چاپ، کابل، تاریخ ټولنه، ۱۳۳۴، ۱۱۴-۱۱۸ مخونه.

۴- احمد علی کهزاد، د افغانستان پخوانی تاریخ، لومړی ټوک، کابل، ۱۳۳۴، ۱۱۴-۱۱۹ مخونه.

۵- دوست شینواری، پښتانه څوک دي ؟، پيښور، دانش کتاب پلورنځی، ۱۳۷۷، ۳۸مخ.

۶- احمد علی کهزاد، د افغانستان پخوانی تاریخ، لومړی ټوک، کابل، ۱۳۳۴، ۸۵-۹۶ مخونه.

۷- عبدالحی حبیبي، تاریخ مختصر افغانستان، کابل، ۱۳۳۴، ۸-۹ مخونه.

۸- احمد علي کهزاد، د افغانستان پخوانی تاریخ، لومړی ټوک، کابل، ۱۳۳۴، ۹۵مخ.

۹- احمد علي کهزاد، ، آریانا، دویم چاپ، کابل، جوی شیر، مرکز کتاب فروشی، ۱۳۸۶، ۱۰-۱۲مخونه.

۱۰- دوست شینواری، افغانستان په اوېستا کې، کې کابل، ۱۳۶۹، ۱-۲مخونه.

۱۱- هاشمي رضی،فرهنګ نامهای اوېستا، دویم ټوک، سازمان انتشارات فروهر، ۸۰۷-۸۰۹ مخونه.

۱۲- هماغه اثر، ۸۰۹-۸۱۰ مخونه.

۱۳- احمد علی کهزاد، آریانا، دویم چاپ، کابل، ۱۳۸۶، ۳۱-۳۳ مخونه.

۱۴- عبدالله، داوری تاریخ، دویم چاپ، د طالبي ژباړه، پيښور، ۱۳۸۵، ۱۷۷مخ.

۱۵- هانری والټر بیلیو، د افغانستان د اتنوګرافۍ په باب پلټنه، د محمد انور نومیالي ژباړه، د علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار، ۱۳۹۰، ۴۶۱ مخ.

۱۶- عبدالحی حبیبي، جغرافیه تاریخي افغانستان، دویم چاپ، پېښور، ۱۳۷۸، ۳۲۹-۳۳۴ مخونه.

۱۷- هاشم رضي، فرهنګ نامهای اوستا، دویم ټوک، د فروهر خپرونو سازمان، ۸۱۱ مخ.

۱۸- احمد علی کهزاد، آریانا دویم چاپ، کابل، ۱۳۸۶، ۷۱-۷۲ مخونه.

۱۹- نجیب توروایانا، آریانا یا افغانستان، دویم چاپ پيښور، ۱۳۷۹، ۵۷ مخ.

۲۰- هیرودوت، تواریخ، انتشارات افراسیاب، دع. وحید مارندرانی ژباړه، دویم چاپ، پیک ایران، ۱۳۸، ۲۲۴، ۲۲۶، ۳۸۶، مخونه.

۲۱- هاشمی رضی، فرهنګ نامهای اوستا، دویم ټوک، سازمان انتشارات، فروهر، ۸۱۲-۸۱۴ مخونه.

۲۲ـ ګوتشمید آلفرد، تاریخ ایران، ممالک همجوار آن زمان، سکندر تا انقراض اشکانیان، فقنوس، ۱۳۱۹، ‍۱۳۸ مخ.

۲۳- میر حسین شاه، ( اوستای و ایالت جنوب غرب افغانستان) آریانا مجله، ۷ګڼه، کابل، د تاریخ ټولنه، ۱۳۳۶، ۵۶-۵۷ مخونه.

۲۴- سراولف کارو، پښتانه، د الحاج شیرمحمد کریمي ژباړه، دانش کتابتون، پېښور، ۱۳۷۸، ۱۱۷-۱۱۸ مخونه.

۲۵- دوست شینواری، افغانستان په اوېستا کې، کابل، ۱۳۶۹، مخ.

۲۶- صدیق الله رښتین، ( په پخوانیو آثارو کې د پښتنو د قبیلو نومونه)، کابل مجله، ۵ ګڼه، ۱۳۳۳.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!