منډيګک
افغان تاريخ

افغان کرکټ؛ لنډه تاريخچه

0 1،692

د افغانستان د کرکټ که اوسنی پرمختګ حيرانونکی دئ، پيلېدل ئې هم تر دې کم نه دي.
څرنګه چي کرکټ يوه انګليسي لوبه وه، افغانستان کي خلګ هغه وخت ورباندي خبر سول چي انګرېزانو په لومړي ځل پر افغانانو يرغل وکړ [۱۸۳۹-۱۸۴۲ع] او دغه لوبه به ئې د کابل، جلال اباد او کندهار په خپلو انګرېزي کمپونو کي تر سره کوله، خو کله چي انګرېزان له افغانستان څخه ووتل، د کرکټ لوبه هم ورسره ختمه سوه. خو دې لوبي وروسته هغه وخت عامه بڼه واخیستل چي د اميرعبدالرحمن خان په وخت کي انګرېزي ماهرينو په بيلابيلو ادارو کي کار پيل کړ لکه ماشين خانه، روغتون او نور…
ډېر ژر دې لوبي د امير عبدالرحمن خان د شاهي کورنۍ زړه هم خپل کړ او د امير مشر زوی [حيب الله خان، وروسته امير حبيب الله خان] به هر مازيګر د ارګ د انګليسي ډاکټرانو سره د کرکټ لوبه کوله. کله چي امير حبيب الله خان امير سو؛ کرکټ د ارګ تر څنګ په باغ بالا [اوس د پل تخنيک انسټيټيوټ] د عامو ښاريانو او انګريزي ماهرينو په لوبو واووښت.

بريتانوي سرتيري د کرکيټ کولو پر مهال

د امير حبيب الله د دورې نامتو اخبار [سراج الاخبار] په يوه رپوټ کي ليکي:«یوې خواته یوه کړۍ وینو چي د [حبیبیې ښوونځي] زده کوونکي په خورا خوشحالۍ د [کرکټ] په لوبه بوخت دي. د ودانۍ پر مخامخ د ځانگړي ودانۍ لور ته ستر شهزادگان او ورسره ملگري چارواکي، او د ټولواک ځانگړي خدمتگاران د [ټېنېس] لوبه کوي».
د امير امان الله خان په دوره کي چي ملي او مذهبي ورځو لکه اختر، نوروز او جشن به ځانګړی خوند لاره او پکښي به کرکټ، واليبال، غېږ ايستل، بيليارډ، کراټه، بزکشي او نور تر سره کېده، خو کرار-کرار ددې لوبي ځای [هاکي] ونيو او کرکټ له منځه ولاړ او دولتونو هم هاکي ته ارزښت ورکړ، د هاکي په لوبه کي هم افغانان وځلېده او په وروسته کي د هاکي ښځينه ملي لوبډله هم جوړه سوه.
زما په اند ښايي د کرکټ لوبه له منځه نه وي تللې بلکي په نارسمي شکل په کراره-کراه په اوسنۍ توپ ډنډه اوښتې وي، ځکه چي په توپ ډنده کي هم توپ وهي او هم منډه لري، بل اړخ ئې سوځوي یا توپ په هوا کي نیسي او یا هم مقابل لوری په ولي.
له يوې خاموشي پېړۍ تېرېدو وروسته اټکل شل کاله د مخه په حيرانوکې توګه د پېښور د خاورين افغان پنډغالو څخه څو ځوانانو د کرکټ د ۲۰۰کالو پرمختګ په ۱۵-۲۰کالو کي تر سره کړ.

امير حبپيب الله خان د کرکيټ کولو پر مهال، ۱۹۱۰ع/سراج الاخبار

کله چي د افغانستان د اسلامي امارت [طالبانو] په وخت کي د کرکټ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ع کال کي رامنځته سو او پنځه کاله وروسته [۲۰۰۰ع] د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري د دریمي درجې هيواد غړیتوب ترلاسه کړ چي دغه کال د افغان کرکټ په تاریخ کي د ودي او پرمختګ پیلامه سوه چي سربېره پر دې د ډېرو هلو ځلو په پایله کي ورته د کرکټ اسیایي شورا له لوري د دوهمي درجې غړیتوب هم ورکړل سو.
د کرکټ لوبه که څه هم په هيواد کي د ۲۰۰۰ع کال تر نیمایي پوري دومره نه وه مشهوره، خو په ۲۰۰۶ع کال کي د هانګ کانګ له لوري افغانستان ته په نیمه پایلوبه کي د ماتي پر مهال د کرکټ اسیایي شورا جام د افغانستان کرکټ ملي ټیم سره د استعدادونو د راجذبولو او بریاوو په برخه کي ډېره ارزښتمنه مرسته وکړه.
وروسته چي ئې په ۲۰۰۷ع کال په کویټ کي د کرکټ اسیايي شورا له لوري غبرګ جامونه ترلاسه کړل، د ټولیزو رسنیو پام ئې هم ځانته راجلب کړ او په همدې سره هيوادوالو خپلو ملي لوبغاړو ته د اتلانو لقب ورکړ.

د افغان کرکيټ بورډ رسمي اداره


په ۲۰۰۹ع کال کي افغانستان د کرکټ بورډ په نامه يوه خپلواکه اداره په رسمي ډول رامنځ ته کړه چي د حساب ورکولو، مسوولیت منلو، روڼتیا او همپالنې پړاونه ووهي.
ښکاري چي کرکټ به د لرغونو مهالونو په اصطلاح توپ ډنډه او يا يو د گېند غورځولو او په يوې ډنډې ټېل وهلو څخه منځته راغلی وي. کرکټ د ۱۶پېړۍ په اوږدو کي د اروپا د انگلینډ سیمي څخه د ټيوډور له مهالونو څخه پېژندل سوی دئ. همدارنگه په ځينو لرغونو سندونو کي ښکاري چي د [گريگ] تر نوم لاندي يوه لوبه د برتانوي شهزاده [اېډورډ] او د هغه د زوی لخوا په نیونډن سیمه کي کېده، چي خلک ئې په اټکل د کريکټ لوبه گڼي، خو داسي جوت لاسوند په لاس کي نسته چي همدا د کرکټ لوبه وگڼل سي. څو نورو ټکو ته په اشارې سره ويل سوي چي د کريکټ توری په ۱۵۹۸ع کال کي د [کرکټ] د ويی څخه چي د برتانيې سوېل ختيځي انگرېزي ژبي گړدود څخه ئې گړنه يادېږي؛ رامنځ ته سوی دئ.

امير حبپيب الله خان د کرکيټ کولو پر مهال، ۱۹۱۰ع/سراج الاخبار
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!