منډيګک
افغان تاريخ

باسواد ګروندګر؛ ډاکټر عبدالوکيل خان

سردارولي پښتون زوی

0 153

 

ډاکټر عبدالوکيل په ۱۲۹۸ ل کال په کابل/نرخ کي وزېږېد، لومړنۍ او منځنۍ زده کړېليکوال ئې د کابل د غازي په عالي لیسه کي سرته ورسولې او د لوړو زده کړو لپاره په یو دولتي سکالرشیپ کي هندوستان ته ولاړ. هلته ئې د ليسانس تر کچي پوري زده کړی د هند د لالپورې پوهنتون د کرهڼي او بڼوالۍ په برخه کي سرته ورسولې او وروسته د ماسټرۍ لپاره د برتانیې شاهي هیواد او د دوکتورا لپاره امريکا ته ولاړ.
ارواښاد د موسی شفيق په کابينه کي د کرهڼي وزير وو، چي په زيار او څېړنه ئې د خاوري پروژه، د څړځايونو د اصلاح او ډېريدا پروژه، د شنه ځواک پروژه، د نباتاتو او قرنطينو د ساتني پروژه، د مصنوعي القاح پروژه، د چرګانو پروژه، د ورېښمو چينچيو پروژه، د خړوبولو کوچنۍ پروژه، د کوچنيو بندونو پروژې، د پروان دخړوبولو او يو شمېر نوري پروژې د ډېرې يادوني او درنښت وړ دي. ده د خپل وزارت په مهال کي د مېوو باغونو ته هم زياته پاملرنه وکړه، په همدغه وخت کي ئې غزني، فراه، لوګر، ميدان وردګ، سمنګان او کابل کي ۱۶ ټوټې باغونه د بېلګي او څېړني لپاره جوړ کړل. چي ډېري ښي پايلي ئې درلودې. ده کوښښ کاوه چي څنګه وکولای سي د ونو او بوټو په ژوندي ساتلو او سمسورتيا کي خپله هڅه وښيي.
ډاکټر عبدالوکیل څه وخت د هلمند وادي د پروژې د تخنيکي مرستيال په توګه وټاکل سو چي وروسته بیا د همدې پروژې رئيس سو، چي دهغه وخت په ډېرو لږو او ابتدايي امکانانو ئې دغه پروژه بریالۍ او دغي دښتي ته ئې د بغرا په نوم لویه ویاله تېره او د هلمند خړي دښتي ئې خړوبي او زرغوني کړې، دا چي نوموړي د هلمنديانو زړه وګاټه، هلمنديانو يو ځل ملي شورا ته د هلمند د لوري استازی وټاکه.
ارواښاد د غوايي د کودتا وروسته پېښور ته کډوال سو او هلته ئې له نړيوالو مرستندويه ادارو سره کار پيل کړ.
وايي؛ دومره د کر شوقي وو چي يو ځل خاوري صاحب ځان ورمعرفي کاوه؛ چي خاورې يم. سکرتر ئې پر را ږغ کړه چي داسي مه وايه. اوس به وزير صاحب نيالګى درپکښي وټومبي.
بل دا چي کله به نوی اصلاح سوی تختم یا نیالکی د نړۍ په کوم کونج کي پیدا سو؛ ده به هرو مرو خپل هيواد ته راوړی چي ښې بیلګي ئې له جاپان، امریکا، لبنان، او د منځنۍ اسيا له یو شمیر هېوادونو څخه دمڼو، بادامو، انګورو، شفتالو، ګيلاسو، ناکو او نورو ډول-ډول نيالګيو راوړل او تکثيرول دي.
همدارنګه نوموړي دکرهڼي په اړه په سلګونو مسلکي اوڅېړنيزي مقالې ليکلي چي دده دمقالو یوه ټولګه [افغانستان کي دباغونو پرمختګ] په نوم چاپ سوي خو ګڼ شمېر اثار ئې لا هم ناچاپ پاته دي.
جالبه داده چي دې دومره لوی سړی نادر ساده ژوند لاره، له هر بزګر او بڼوال سره به پوله په پوله نیالګي په نیا لګي ګرځېده، د ناروغیو په تشخیص کي به ئې ورسره مرستي کولې؛ که څه هم د کرهڼي د علم پروفیسور وو او آن نړۍ د سترو پوهانو په کتار کي ولاړ وو خو بیا به ئې هم ویل چي ‘زه یو باسواده دهقان یم’!
وای ارواښاد عبدالوکیل خان به چي نیالګی کښېښود، ورته ځیر به سو، څانګي به ئې ورسمي کړې، تم به سو، چي د نیالګي شاوخوا خاوري به اوبه وزغملې، نو ده به ژوره ساه راکښله، خپلو ملګرو ته به ئې وویل: “داسي سیاست مو وکړ، چې له ګټي پرته ئې تاوان هیچا ته نه رسیږي( له تاوان پرته یې ګټه ټولو ته ورسیږي)”
بالاخره دې ستري هستۍپه ۱۳۷۹ ل کال کي د ویني د سرطان له امله د پښتونخوا په پېښور ښار کي له نړۍ سره مخه ښه وکړله او جنازه ئې د میدان ښار د نرخ اولسوالۍ د عمرخیلو د کلي په پلرنۍ هدیره کي خاوره ته وسپارل سوه.
تمه ده دغسي خلګو باندي مناسب مونوګرافونه وليکل سي، او که ممکن وي نصاب ته ننوزي.

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!