منډيګک
افغان تاريخ

کوږک تونل

کوږک تونل؛ نېټه: ۱۸۹۸ع | عکاس: ؟ | سرچينه: لندن نيوز
0 194

ليکوال: سردارولي پښتون زوی

د ميوند د شرمېدلي ماتي وروسته انګرېزي لښکرو، د ګواښونو په وړاندي د نورو کارونو تر څنګ يو کار دا وکړ چي د کوټي او کندهار تر منځ پراته غر [کوږک] تر زړه ئې د ټليګراف او اورګاډي اوسپني وکښلې او دا کار د هغه وخت شهکار هم ګڼل کېږي.
څلور کلوميټره اوږد کوږک [کوږ ووږ] تونل، انګرېزانو د دوی دلهجې سره سم په [خوجک ټنل] ياد کړی، ددې تونل کار په ۱۸۸۸ع کال کي پېل او په ۱۸۹۱ع کال کي د جنرال سر ټامسن په څارنه پوره، او د هند د سپه سالار له خوا په خورا جم وجوش پرانيستل سو چي په هغه وخت کي ئې لګښت ۶،۸۲ ميليونه هندۍ روپۍ وو.
ددې کار د ماموريت له پاره له انګلستان، هند او بنګال څخه ايماندار، خپلواک او پوه انجنيران ټول سول، چي په څنګ کي ئې نورو قومونو هم کار کاوه لکه په هند کي بېلابېل زندانيان، هزاره، مغول، فارسي ژبي، پنجابيان، سيکان، مکرانيان، بنګاليان او کم شمېر عربي ويونکي او نور. ويل کېږی چي په دې ستونزمن کار کي ۸۰۰ کاريګرو ژوند د لاسه ورکړ، ځايي سپين ږيري لا دا هم وايي چي انګرېزانو چی به کله مازيګر کاريګرو ته يوه-يوه انه مزدوري ورکړه، نو د شپې له خوا به ئې بيرته د يوې ډمي د رقص په بدله کی ځني اخيسته!.

کوږک تونل؛ نېټه: ۲۰۱۳ع | عکاس
Danial Shah | سرچينه: ډان نيوز

ددې کار د پاره له اوښانو، فيلانو ، غاترو او خرو څخه کار اخيستل کېده، او ويل کېږي چي ۲۵۰۰۰ پنځه ويشت زره خرو، فيلانو او اوښانو کار پکښي کړی دئ. وای دوی به د بابر کڅ څخه څو ميله ليري، د خټن په نامه ځاي څخه د ماشينونو له پاره تېل او نور سامانونه د اوښانو په وسيله راوړل، وروسته به ئې د اورګاډي په مټ تر تونل پوري رسول، کوږک تونل په هغه وخت کي د هند لومړي او د نړۍ څلورم لوی تونل وو، او اوس ( ۲۰۱۸ع ) د نړۍ اتم اوږد تونل دی، ورپسې [مخ پر لوېديځ] شپږ تونله نور واړه دي چي د هر تونل پر سر د بشپړېدو لوحې په اساسي ډول دننه په خښتو کي ليکل سوي دي. دا به ښايي ډېر ستونزمن کار وو چي انسان دي په بېلچه او ګولنګ په زرهاوو ګزه غر وه کيندي، خو په هغه وخت کي چي انګليس د (ګريټ ګېم) په نامه لوبه کول، دا شيان يو سوخ نسوار هم نه بلل، او غوښتل ئې چي د اورګاډي دغه پټلۍ تر کندهاره پوري ورسوي، ځکه انګرېزانو غوښتل له روسانو څخه مخکي سيمي ته په اقتصادي او ټولنیزو کړو وړو کي جدي بدلون ورکړي، خاص الخاص صنعتي انکشاف او هلته د کار مارکیټ ته، همدا د سنډېمن [د بلوڅستان والي] پلان وو چي د سيمي تر زړه ئې د اورګاډي پټلۍ او ټليګراف سيمونه وه ايستل، ان دا پروژه ئې د کندهار سټېټ رېلوې (د کندهار سرکاري اورگاډۍ) په نوم پېل کړې ده چي په لنډو به يې ورته « کې- سي- آر » ويل، او دوی د پراختيا غوښتني [فار ورډ پاليسي] له مخه کندهار هم تر تتۍ لاندي کاوه، خو په خپل دې کار کي ناکام سول، او په ۱۸۹۳ع کي د ډيورند تر لاسليک وروسته دوی دغه پټلۍ تر چمن نسوای تېرولای .

ويل کېږي چي ددې کار د پاره انجنير يو ټاکلی وخت غوښتی وو، خو کله چي له دواړو خواوو څخه پر ټاکلي وخت تونل سوری نه سو نو درې ورځي وروسته انجينر په توپک څانوژنه وکړل، انجنير فکر کاوه چي له دواړو خواوو څخه کيندونکي کاريګر سره چپه سوي او درې کاله خواري ئې برناحقه ولاړه، او د يوه لوی انجنير د پاره دوني لويه غلطي نه ښايي، خو نادره دا وه چي دده تر مرګ يوه ورځ وروسته تونل سری سو، ددې انجينر قبر د تونل پر سر تر هغه وخت پوري لا وو چي له سيمي څخه انګرېزان وتل، خو وروسته ئې د قبر څخه مړی راکښل سوی دئ، او اوس ئې د قبر نخښه نه ده پاته.
د تونل په منځ کي ډېري چينې سته چي پر لاري ئې د اوبو شورماشور مالومېږي ،کله چي تاسي رېل ګاډۍ کي ياست ددې درک نه درمالومېږي چي مخ پر شېوه ځو که مخ پورته، بله دا چي په تونل کي يو خورا ژور ځاي هم سته چي يوازي وه چلونکي کس ته مالومېږي ځکه چي په هغه وخت د ګاډۍ الايده خبرتيا (الارم) ولګېږي.
انګرېزانو د اولي نړيوالي جګړې پر مهال د غره پر څوکو په لسهاوو د پنډو دېوالو ګردۍ-ګردۍ مورچې جوړي کړې، چي شاوخوا درې فوټه پلن او اوسپنيز سيمټي دېوالونه ئې دي، ددې مورچو څخه شاوخوا شل میله افغانستان د ورا ځایه مالوميږي ،افغانستان ته د روسانو د راتګ ( ۱۹۷۹ -۱۹۸۹ع ) پر مهال پاکستاني فوځيانو څو مياشتي دا مورچي سنبال کړې، خو وروسته چي کله د غره په سر رادار او نوري تخنيکي الې ولګول سوې، نو مورچې هم له عسکرو څخه خالي کړل سوې، د کوږک غره څوکي د سمندر له کچي څخه (۹۰۰۰) فوټه لوړوالۍ لري.

 


دا تونل تر اوسه پوري لا د کار وړ دئ او هره ورځ دوه واره د چمن-کوټي اورګاډۍ پکښي تېريږي، په ۱۹۲۸ع کي امير امان الله خان له خپلي مېرمني سره يو ځای د همدې کوږک د لاري د هند، مصر او اروپا اووه مياشتنی سفر پېل کړ، او په ځانګړې اورګاډې کي چي انګرېزانو په چمن کي الايده تشريفاتي مراسم ورته جوړ کړي وه، سپور سو.

د بېلابيلو پاڼو څخه

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!