منډيګک
افغان تاريخ

د تاریخي افغانستان د ولسونو په اړه، د استاد داوي درسونه

عبدالهادي داوی په لندن کي د سفارت پر مهال
0 680

څېړندوی عبدالغفور لېوال

(سرحد و افغانستان) د ارواښاد استاد عبدالهادي داوي هغه په بڼه وړه، خو په مانا ستره رساله ده، چې د خپلواکۍ د جګړې په بهیر کي د ډیورند د کرغیړني کرښي ورهاخوا ولسونو د مېړاني او سرښندنو یو دقیق او مستند پېښلید ئې ګڼلای شو، دا رساله یوازې د استقلال په درېګونو محاذونو کي د کوزو افغانانو د ګډون انځور نه، بلکي له اوسمهالي افغانستان سره د هغوی د حقوقي، سیاسي، فرهنګي او قومي ګډون یو په زړه پوري تحلیل هم وړاندي کوي. زه غواړم په دې لیکنه کي د دې رسالې پر درېیو ځانګړنو خبري وکړم:

لومړۍ: راځئ وګورو، چي استاد داوی له حقوقي – سیاسي پلوه د دغو ولسونو د برخلیک په اړه څه نظر لري؟

دوهمه:  دا رساله غواړي وښيي، چي په لویو او برخلیک ټاکونکیو پېښو کي د کرښي دواړه غاړې ولسونه د خپل ګډ برخلیک په اړه له خپلو دودیزو ارزښتونو څخه کار اخلي او دا هغه توپاني اوبه دي چي د ښکېلاک په هیڅ ډانګ نه شي بېلېدلای.

درېیمه  او تر ټولو مهمه خبره د نن ده، موږ نن هم د خپلې تاریخي جغرافیې پر سینه پروت د ناسور له دې ټپه ځورېږو، استاد داوی په خپله دې رساله کي د نن او سبا لپاره هم داسي درسونه لري، چي پر دې ملي داعیې ولاړ افغان نسلونه ئې د مشال په توګه تر خپلي مخي نیولی شي.  خو تر دې مخکي د رسالې لنډه پېژندنه:

سرحد و افغانستان  د خپروونکي (ښاغلي عبدالغفار داوي)  په یوه یادښت  پيلېږي، تر هغه وروسته د ارواښاد استاد داوي لنډه سریزه راځي، چي خپله رساله راپیژني او یادونه کوي، چې دا رساله د خپلواکۍ  د جګړې (۱۲۹۷ – ۱۲۹۸ کلونو ) پېښې رانغاړي، چي د ارواښاد داوي خپل مشاهدات، د افغان لوریو رسمي یادښتونه او د انګریزانو خپلي لیکني او د بریتانیا حکومت ته د هغوی راپورونه  يې د سرچینو په توګه کارولي دي. دا رساله یوپنځوس مخه لري، چي د استقلال په درېګونو جبهو کي تر جبري کرښي ورهاخوا قومونو او قبایلو د حماسو او د افغاني جبهې د ملاتړیو جګړې پکښې څېړل شوي دي.  رساله د ۱۳۹۱ لمریز کال په مني کي د عبدالغفار داوي په اهتمام او لګښت په پینځه سوه ټوکه کي خپره شوې ده. که څه هم د رسالې مهتمم یادونه نه ده کړې، چې د رسالې متن ئې څنګه چاپ ته چمتو کړی   دئ، خو ښکاري چي دا لیکنه د یوې منظمې رسالې په توګه د لیکوال له خوا بشپړه شوې وي، مانا دا چي خواره واره یادښتونه نه دي، چي  په متن کي پخپله ارواښاد استاد داوي خپلي دې لیکنې ته د مقالې نوم ورکړی دئ.  په رساله کي په جبهو پوري اړوند تاریخي عکسونه هم شته چي د لیکوال له یادښتونو سره یو ځای د رسالې استنادي ارزښت زیاتوي. د خواشینۍ یوه خبره پکښې دا ده چې د رسالې پروفي ایډیت په دقت نه دئ تر سره شوی او له قلمي یا اصل نسخې سره سمه نه ده پرتله شوې، د یو شمېر  
ځایونو، اشخاصو او قومونو په نومونو
کي ګڼي تېروتني تر سترګو کېږي، چي هیله ده په بل چاپ کي دې نیمګړتیا ته پام
وساتل شي.

خو اوس د استاد درې درسونه: 

د استاد داوي لومړی درس:

استاد داوی د پاکستان له رامنځته کېدو سره د ډیورند د کرښي موجودیت او رسمیت پای ته رسېدلی بولي او د تاریخي افغانستان د جغرافیا اوسیدونکي عملاً سره یو ځای ګڼي، دی پخپله سریزه کي لیکي:  “… ولی افغانان سرحد سایه های روی ګرداننده نبوده اند، بلکه با مصداق یک روح در دو بدن میباشند و به روزهای مشکل با ما شریک و همکار موثر بوده اند، غرض ما از این مقاله نیز در خصوص همین اشتراک  عمل و همراهي های بی نظیر آنها (مجملاً) حرف زدن است و برادری های عملی آنها را در اثبات کردن. شک نیست که بعد از برامدن افواج فرنګی از حدود افغان نشین و به میدان آمدن (پاکستان) احوال و شرایط عمومیه تفاوت نهایت زیاد پیدا کرده و مستقبل رانمی توان بر ماضی قیاس کرد …)  ر: ۲ م.

استاد په ټوله رساله کي هر ځل له ډیورند سره د خط اجباري قید خامخا لیکلی دئ، کله ئې هغه منحوسه کرښه ګڼلې ده، په ټوله رساله کي ئې د تاریخي افغانستان اوسېدونکو قومونو او قبایلو  ته د افغانانو په نامه یادولو سره ښوولې ده چي له هویتي او حقوقي پلوه افغان ستر ملت په داسي استعماري او جبري کرښو نه شي سره بېلېدلای. استاد داوی هغه مهال چي د صوبه سرحد یادونه کوي لیکي، چي انګریزانو هغه مهال دې سیمې ته Administered Line     یا Administrated Boundary     ویل، دا ښيي چي ان انګریزانو پخپله هم دې ته د منل شوي سرحد په سترګه نه کتل بلکي دې ته ئې اداري کرښه یا اداري برید ویل.  په حقوقي ادبیاتو کي رسمي سرحد او اداري کرښه د زمکې او اسمان توپیر لري او دا هغو اوسمهالیو سیاسي حقوقي غلطیو ته مستند ځواب دئ، چي ډیورند د رسمي پولي په نامه یادوي.

د استاد داوي دوهم درس:

د تاریخي افغانستان له بدنه د ډیورند په چاړه بېل شوي افغانان له خپلو ملي لښکرو او افغاني حکومت سره یو ځای د انګریزانو په وړاندي جګړې ته راووتل، دوی د هندوستان د ازادۍ له پاره نه جنګېدل، د پاکستان په نامه د کوم هېواد تخیل هم نه وو موجود، دوی ډېر ځوانان له لاسه ورکړل، کلي او کورونه يې وسیځل شول، انګریزانو ئې پر بانډو تالان ګډ کړ، په ډېره بېرحمۍ ئې بمباران کړل، په  (بلند خېلو) کي ئې نه یوازي دا چي د کلي ټول اوسېدونکي په بمبار کي ووژل بلکي هغه زړې ښځي چي له ویري په کاریزونو کي پټي شوي وې هم یوه یوه وموندله او وئې وژلې، استاد داوی غواړي دا ځواکمن منطق زموږ مخي ته کښېږدي، چي دا ټول ولي پېښ شول؟ یوازي د انګریزانو په وړاندي د استقلال په جګړه کي ګډون نه، بلکي دغو اولسونو په ډېره تنده غوښتل چي د ډیورند پر منحوسه کرښه د خپلو وینو د رود په بهولو سره هغه د خپل ملي تاریخ له تندي څخه وتوږي او د یوه لوی، واحد او تاریخي افغانستان  په سره یو ځای کولو سره د قربانۍ تر ټولو لویه مظاهره وکړي. استاد داوی پر دې ټینګار کوي، چي د تاریخي افغانستان د بیا یو کولو په دې مظاهره کي (د هغه وخت په اصطلاح یوازي د یاغیستان) یعنې قبایلو یا ټرایبل بېلټ اوسیدونکي افغانان نه، بلکي د انګریزانو په ژبه د صوبه سرحد، بلوچستان او ان هندوستان میشتي افغانان د خپل
ملي حکومت (یعني  اعلیحضرت امان الله شاه غازي) او افغاني سپه سالارانو
تر شا ودرېدل او انګریزانو ته ئې مرګوني ګوزارونه ورکړل. راځئ په دې اړه د ارواښاد استاد داوي یو مستند مثال ټکي په ټکي راواخلو:

“… خان یارمحمدخان غازي … که ریاست ارثی تمام ملک دین خېلها، بلکه از کل افریدي ها را خاندان او داشت مکتوبی به نام پولیتیکل افسر (مامور سیاسی) انګریزى، که دران روزها صاحب زاده عبدالقیوم (غفرالله تعالی) بود، نوشت و در آن بصراحت ذکر کرده بود که؛ چون انګریزها در این جنګ حق بجانب نیستند و هم چون من مسلمان و افغانم خطاب (خان بهادر) را که حکومت انګریز ی به من داده است پس رد میکنم و اګر انګریزها مطالبات  استقلال افغانستان را تسلیم نکنند به غزا اشتراک کرده و مواصلات انګریزها را در
دره خیبر محو و نابود می نمایم و چون توهم مسلمان و افغان هستی باید باقیام
ملیه همدردی و بدرجۀ آخرین همراهي کرده وظیفه ایمانی و وجداني خود را ایفا
نمايي …”.

د استاد داوي درېیم درس:

د تاریخي افغانستان د یو کېدو ملي غوښتنه کوم شعار یا سلیقوي تمایل او  تخیل نه دئ،  ان کومه دولتي پرېکړه هم نه ده، بلکي په سیمه کي د یوه ستر اولس تاریخي برخلیک دئ، چي په وړ شرایطو کي به ئې په خپله ګډه ملي اراده او ویښ عمل سره راخپلوي. دا په تېره بیا د نن ورځي هغو سیاسي سربدالو او پرېشانه پرتو ته ځواب دئ، چي ګومان کوي، د ډیورند جبري او کرکجني کرښي ته د رسمیت په وربښلو به ئې اوسمهالي ستونزي له منځه ولاړي شي او په دې توګه به د یوه لوی اولس تاریخي برخلیک تر خځلو لاندي ورک کړي، راځئ وګورو په دې اړه پخپله استاد داوي د خپلي یادي رسالي د سریزي په پیل کي څه  لیکلي:

“…   امروز موضوع افغانان سرحد ورد زبان و درد دل کل افراد ما، و ګرمى هرحلقه و هر اجتماع است ولی بعضی ها دل زنی میکنند که بعضی افغان های سرحد الۀ دست اجانب ګردیده یا صرف به سایق های نفاستی حرکت میکنند. پس سعی ما برای آزادى و آبادانى آنها در آخر بی ثمر و بېهوده  خواهد شد، آنها (وحدت ملیه) رانمی شناسند و ضرورت و احتیاج ګردهم جمع شدن و کلمۀ واحده  داشتن و انتباه عصری پیدا کردن را حس نکرده اند.

اګر چه سراینده ګان این نوحه انګشت شمارند ولی یک نفر هم که دریک محیط خلاف سیاست عمومیۀ ملت حرف بزند لکۀ بدنمایی است. البته این اشخاص تحت تاثیر مرجفین بیګانه و مخالف آمده اند، یا خود در طرز تفکر پر غرابت شان نقصانی موجود است. اګر به فرض محال افغانهای مذکور قدر آن را هم نمی دانند ما باید وظیفۀ خود را نسبت به آنها بدانیم و سعی خود را دریغ نکنیم، چه علاوه بر آنکه به خون و خاک و دین و زبان و ثقافت و مقدرات شریک ما هستند، دایماً برای افغانستان فداکاری ها کرده و تا امروز کرده می روند. بیشتر از صد سال است که بین ما و قوای متجاوزۀ که بی لفافه روش خود تعمیلیه (پر مخ ځو) یعنى فارورد پالیسي نامیده بودند سینه سپر ساخته و جب به جب، قدم به قدم حیات خود مدافع وطن و ملت افغانستان را دایمى وظیفۀ یګانه
خود قرار داده بودند، پس بر ما حق دارند که برای خیرخواهى آنها برادروار کمر
بسته کنیم و اګر آنها خود جمع شده نمى توانند ما در جمع شدن آنها دور همدیګر سعی نماییم.

دلزنی بعضی افراد متردد، که خوشبختانه اهمیت اجتماعی باموقعیت معتبری ندارند تا یک اندازه بطور اساس الحزم سوء الظن در نظر کسانی اهمیت پیدا میکند که از حقیقت حالات بیخبر باشند …”.

هو دا ده د استاد داوي تاریخي وړاندوینه چي د ډیورند د رسمیت د ډنډورې او په دې اړه له حقیقته ناخبره ګونګوسو
په اړه ئې په ښکاره ټکیو کي لیکلې ده، که موږ په ملي او افغاني روحیه رښتیا
هم د استاد داوي، د هغه د همزولیو
ملي مبارزینو او خپلو فرهنګي – سیاسي مشرانو درناوی کوو، نو نه ښايي د
هغوی له داسي ملي غوښتنو او لویو
ارادو څخه سترګي پټي کړو یا ئې پر خلاف ودرېږو. زما په نظر د مشرانو او ملي
مبارزینو یادول او لمانځل به ښه کار وي، خو د هغوی ارمانونو او غوښتنو ته ځان
رسول زموږ د نسلونو ملي فریضه او لوی مکلفیت دئ. 

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!