منډيګک
افغان تاريخ

افغانستان او د ورېښمو تاريخي لار

0 92

لاري او سړکونه د بشري ټولنو او هيوادونو تر منځ دپيوستون هغه اړيکي دي چي نه يوازي د سوداګري لپاره يې موثريت څرګند دی بلکي د لرغونو زمانو را هيسي يې د تمدونونو ، کلتورنو او بيلا بيلو تهذيبو نو د پيژندلو او او وړلو راوړلو په چاروکي ټاکونکۍ او ګټور رول لوبولۍ دۍ . په دي هيله چي افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د پام وړ او په سيمه کي د پخوا په شان خپل ارزښتمن مقام تر لاسه کړي ، دادۍ د وريښمو تاريخي لاري څرک اخلو او ګام په ګام يې رباطونه او تم ځايونه را ياده و .
په لرغوني نړۍ کي د هيوادونو تر منځ د اړيکو تامينيدل او دهغو اړيکو پايښت په زياته پيمانه د سوداګرۍ او تجارتي لارو د پرانستلو او ودي ورکولوچارو تر اغيزو لاندي پاته شويدي ، په ځانګړي توګه هغه وخت چي د سوداګرۍ لپاره بحري لاري نه کارول کيدې او يا هم د ځمکنيو لارو په انډول ډاډمني نه وي ، هغه وخت د هيوادونو تر منځ وچو ځمکنيو لارو زيات ارزښت درلود . د همدي ارزښت او د همدي لارو د زياتي ګټي اخستني پر بنسټ و چي يوشمير لارو نړيوال نوم وګاټۍ او هم يې د لاري پر سر پراته هيوادونه د شهرت لوړو پوړيو ته ورسول ، چي د وريښمو لار يې يوه ستره بيلګه ده .
د وريښمولاري هغه وخت نړيوال ارزښت تر لاسه کړ چي مقدوني تاجر [تيتونياس ] د لومړي ځل لپاره د ختيځ او لويديځ ترمنځ د دې لاري څخه په ګه اخستلو بريالۍ شو ، نوموړي سوداګر د شام په حوزه کي د روم او چين تر منځ د د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په هيله په برايت، سيدون، تاير او انتيچ کي تجارتي مرکزونه پرانيستل او د همدي لاري څخه يې په ګټه اخستني سره وکړای شول چي د ختيځ او لويديځ تجارتي اړيکي تاميني کړي .

د ورېښمو لار نقشه

د وريښمو د لاري وده او پراختيا هغه وخت د ختيځ او لوديځ تر منځ نامتو او ډاډم شول چي د دي لاري پر سر پراته هيوادونه او د هغه وخت امپراتوريو د دي لاري د امنيت او ساتني چاروته پام وکړ . دا لاره چي دهند او چين څخه پيل کيدل او بيا د لرغوني افغا نستان د مهمو ستراتيژيکو او سياسي مرکزونو څخه تيريدل او تر روم پوري رسيدله ، د خپل وخت دري لويې امپراتورۍ په ختيځ کي د چيني هونانو امپراتوري په منځني اسياکي د کوشانيانو امپراتوري او په لويديځ کي د روم امپراتوري يو له بله سره پيوندکړي وې . د وريښمو تجارتي لار د وخت د امپراتورانو ترمنځ د ښو اړيکو زمينه هم برابره کړل چي د دي ډول اړيکو ښه بيلګه د روم ستر امپراتور (( تراجان : لومړۍ ميلادي پيړۍ ورستي کالونه .)) او افغان کوشاني امپراتور (( ويما کدفيسيس : دلومړۍ ميلادي پيړۍ ورستي کالونه )) تر منځ د دوستانه ليکونو ليږل او راليږل وه .
په ختيځ کي هندي ادويه جات او چيني وريښمين ټوکران د لويديځو هيوادونو لپاره د نورو تجارتي مالونو تر څنګ دزيات ارزښت او پاملرني وړ وه ، د سوداګرۍ دا دوه ستر توکي په هند او چين کي جوړيدل او لويديځو هيوادونو ته يې د ليږلو لار د منځنۍ اسيا او په ځانګړي توګه له لرغوني افغانستان څخه تيريدل . د وريښمو د لاري پر سر دپرتو هيوادونو تر ټولو ارزښتمن ټاټوبۍ لرغونۍ افغانستان و ، له يوي خوا د افغانستان له سهيل لوري هندوستان څخه هندي ادويه جات او له بلي خوا د افغانستان له ختيځ لوري د چين وريښمين توليدات ، چي ختيځ ته بايد رسيدلي وای له افغاني خاوري څخه تيريدل ، د همدي ارزښت له مخي د کوشاني امپراتورۍ په دوران کي د پوره امن او د لارو دساتني چاروته ځانګړې پاملرنه ، هغه څرګند لاميلونه دي چي هم د ختيځي امپراتورۍ واکمنانو او هم د لويديځي امپراتورۍ واکمنانو د کوشاني امپراتور پوره درناوۍ کاوه او له کوشاني امپراتورۍ سره يې دوستي ځان ته وياړ ګاڼه .
دلرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه د کوشاني امپراتورۍ پر مهال کابل ، کندهار او بلخ هغه دري ستر مرکزونه وه ، چي له هغو څخه به د وريښمو د لاري کاروانونه په پوره ډاډاو امن تيريدل . يوه هغه لار وه چي د هند څخه پيل کيده او د کابل څخه تر تيريدو وروسته بلخ ته رسيدله بله هغه لار چي له هند څخه پيل کيده او د کندهاره تر تيريدو وروسته به د ريښمو د لاري پر سرد کوشاني امپراتورۍ ورستۍ تمځاي خوارزم کي د وريښمو نړيوالي لاري سره يوځای کيدله . د بلخ څخه ختيځ لورته د وريښمو نړيواله لار تر پکن او حتی ختيځ چين او جاپان پوري رسيدله . دلاري په اوږدوکي نور تم ځايونه هم وه چي په تاريخي متونو کي د رباط په نوم ياد شويدي. په دي برخه کي دهغو رباطونو او يا تمځايونو يادونه کوم چي په تاريخي متونو کي ثبت او د تاريخي جغرافيه پوهانو له خوا پيژندل شوي او په ګوته شويدي .
١ _ د کابل لار: د وريښمو نړيوالي لاري يوه سهېلي لار د کابل لاري په نوم ياديږي ، دا لار چي د هند له مرکزي سيمو او په ځانګړي توګه د [ پوتالي پوترا] څخه پيل کيده د اوسني فيروز پور، لاهور، راولپنډۍ، تاکسيلا، او دلرغوني پوراشاپورا [ پيښور ] څخه تر تيريدو وروسته کابل ته رسيدل. کابل ته درسيدو بله لار هم په تاريخي متونو کي ياده شويده چي د تاکسيلا او پيښور څخه پيل شوې د چترال ، کنړ او لغمان څخه تر تيريدو وروسته کابل ته رسيدل او له هغه ځايه بيا د وريښمو کوتل ، بغلان او بيا بلخ ته رسيدل او هلته به د نړيوالي لاري سره يوځای کيدل .
٢ _ د کندهار لار: د غه لار چي کندهار او هند يې سره وصل کوۍ لږ تر لږه ٤٠٠ ميله واټن يې درلود .چي د پوتالي پوترا څخه پيل کيدل او د فيروز پور تر تمځای وروسته د سکر ، شکار پور ، لور لايې او کوټي تمځايونو تر تيريدو وروسته کندهار ته رسيدل او له هغه ځايه بيا د لارام او فراه تر پراخو دښتو تيريدل او لرغوني هرات ته په رسيدوسره به د وريښمو نړيوالي لاري سره يوخاي کيدل . د همدي ارزښت له مخي د هندي مغولي دربار مورخ ابوالفضل علامي په خپل تاريخ کي ليکلي چي : (( خرد پژوهان باستان کابل وکندهار را دو دروازه هندوستان برشمردند ، که ازيکي بر توران وديګري بر ايران ، جهانګردان را اين دو راه سزاوار ))
٣ _ د بلخ لار : دوريښمو د نړيوالي لاري يو ستر مرګز بلخ و . د بلخ څخه ختيځ لورته غزيدلې لار تر پکن پوري رسيدل ، او په لار کي پراته رباطونه هم په تاريخي متونو کي ثبت شويدي. د وريښمو لويه لار د بلخ څخه د ختيځ په لور لومړۍ رباط فيض اباد او تر هغه وروسته چيني تاشقرغان ، يارکند ، ختن ، روشان ، ترواز ، سيرانتروس او بيا پکن ته رسيدل . د دي تر څنګ يوه بله لار هم د امو سند شمال لوري ته د روشان له سيمي د شمال په لور بيله شوي اسمبريا ، دامنا ، اوشيا ، کاشغر ، خوقند ، خجند ، تاشکند ، ګورګنج ، هخشب ، مرو ، قصر احنف او بيا لرغوني هرات ته رسيدل . خو د بلخ څخه د لويديځ په لور د رباطونو زيات څرک نه دۍ څرګند شوۍ ، په دي لار کي يوازي د ميمنې او مرورود او بيا د هرات نومونه ياد شويدي .
ښايې دا پوښتنه را پيداشي چي لرغوني افغانستان يوازي د وريښمو نړيوالي لاري پر سر د تجارتي اموالو کاروانونه بدرګه کول او که په دي هيواد کي هم داسي تجارتي متاع او محصولات وه چي د هغو په وړاندي کولو سره يې د دي نړيوالي لاري څخه ګټه تر لاسه کول؟ دي پوښتني ته د جواب ويلو په نيت اړينه ده چي بيا هم تاريخي متونو ته پام وکړو . د دي لپاره چي د بحث داوږدوالي مخه ونيول شي دلته د بيلګو په توګه د ځينو تاريخي متونو يادونه کوم .مخکي له هر څه د دي ټکي يادول اړين ګڼم چي د ميلادي لومړيو پيړيو په درشل کي د د افغانستان پر اوسنۍ محدوده کوشاني ستره امپراتوري واکمنه وه چي له يوي خوا يې د نړيوالو لويو امپراتوريو سره ښي اړيکي درلودې او له بلي خوا يې په خپله واکمنۍ کي ډاډمن امنيت او مصونيت تامين کړۍ و چي دي چاري د وريښمو نړيوالي لاري د ودي او پراختيا لپاره پوره زمينه برابره کړي وه. د دي بنسټيز رکن سره يوځاي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي لاسي محصولات ، کرهڼيز توليدات ، ظريفه صنايع هم د وريښمو د لاري د ودي او پراختيا سره مرسته وکړه او باالمقابل د تجارتي نړيوالي لاري شتون هم په خپل وار په هيواد کي د دننه محصولاتو دزياتوني او هڅونۍ سبب وګرځيدل .
چيني زيارت کونکۍ هيونتسنګ چي په ٦٢٩ ميلادي کال د بودايې معابدو ليدلوپه نيت افغانستان ته سفر کړي دي، نوموړۍ د بلخ د پيداوارو په اړه ليکي: [د بهولو يا بلهيکا ( بلخ ) و ښارته کوچنۍ راجاګريها وايې ، دغه ښار سره ددې چي پوخ جوړ شويدۍ ، وګړي يې ډير لږ دي ، خو د ځمکي پيداوار يې زيات دي. يوازي د ګلانو د ډولونو شمير يې چي اوبيز او للمي کرل کيږي ډير ګران دۍ . )) نوموړۍ د کاپيسا په اړه ليکي (( د کيا پي شي هيواد مرکز چاپيره محيط لس ليه ( يو لې د دريو ميلو سره سمون خوري ) دۍ . په دي هيواد کي هر ډول غلې دانې کرل کيږي . او دلته يوډول داسي خوش بويه بوټۍ شته چي د ( يوکين ) په نوم يې يادوي . او دي هيواد ته د ډيرو هيوادونو څخه تجارتي شيان را ځي او نوروهيوادونو ته تجارتي شيان ځي )) او د ننګر هار په اړه ليکي (( د ناکي لوهو ( ننګرهار ) سيمه د غلو دانو له پلوه ډيره شتمنه ده او په زياته اندازه ميوي او ګلان پکي شته او کرل کيږي . ))
د لرغوني افغانستان څخه بهرنيو هيوادونو ته يوازي کرهڼيز محصولات نه ليږل کيده بلکي لاسي صنايع ، قيمتي کاڼي ، او دوايې بوټي او داسي نور سوداګريز توکي هم په زياته پيمانه د سوداګرانو په وسيله ليږل کيدل ، د بيلګي په توګه د لاجوردو کاڼي يادولای شو ، په دي اړه جاپاني لرغونپوه ماوريز يوتوزي په خپله څيړنيزه مقاله کي ليکي (( په مصر کي لرغونپوهانو داسي کاڼي د بيلابيلو فرغوني قبرونو څخه تر لاسه کړل چي له افغانستان څخه دري زره کاله پخوا تر ميلاد د تجارتي متاع په توګه وړل شوي وه . د دي کاڼو شمير د ١٠٩ قبرونو څخه تر ٥٠٠ زيات لاجوردي کاڼي او غمي تر لاسه شويدي . ))علامه حبيبي د ابن اثير په حواله ليکي چي د لرغوني مصر د تجارتي توکو له جملې څخه يو اساسي قلم د هرات منسوجات او ، او بدل شوي او توليد شوي ټوکران وه . د بلخ تاريخي جغرافيا ليکوال د نورو تجارتي شيانو تر څنګ د اسونو هغه تانګونه هم يادوي چي د بلخ په زندان کي د محبوسينو له خوا جوړيدل او بيا به د تجارتي متاع په توګه لويو بازارونو ته وړل کيده .و په دي ترتيب نور لاسي صنايع او کورني توليدات د نورو هيوادونو تاجرانو او سوداګرو لپاره د پام وړ توکي ګڼل کيده او دهغو د لاس ته راوړلو لپاره به يې د وريښمو نړيواله لاره په پرله پسې توګه کارول .
د افغاني لاجوردو بيلګي چي دلرغونو سوداګرو د پام وړ ګرځيدل
د يادشيو مطالبو څخه يوي بلي پوښتني ته هم لاره پيداکيږي چي اياداسي شواهد او اسناد شته چي په لرغونو زمانو کي دا تجارت او سوداګري د بيلا بيلو هيوادونو تر منځ تر سره شويده ؟ دي پوښتني ته هم لنډ جواب هو دۍ . د دي لپاره چي د دي هو ويلو اسناد وړاندي شي اړينه ده چي په لنډه توګه دلرغونپوهانو له خوا دهغو څيړنو يادونه وکړو چي د همدې هو ويلو د ثبوت سره مرسته کولای شي . د جاپان د تاداجي په موزيم کي د اوښ يوه مجسمه شته داسي بريښي چي د بودايې مذهب پيروان يې د سفر لپاره کاروي ، دا هغه مجسمه ګڼل شويده چي په پنځمه ميلادي پيړۍ کي جاپان ته رسيدلې ده . د دي مجسمي د جوړيدو ټاټوبۍ افغانستان ګڼل شوۍ چي لومړي له افغانستان څخه چين اوبيا جاپان ته رسيدلې ده . د دي تر څنګ د ساز وهلو يوه وسيله چي دوتاره (دنبوره) نوميږي هم د همدي مجسمې سره يوځای جاپان ته رسيدلې ده . او دلاجوردو کاڼي هم د ختيځ او هم د لويديځ په لوري د تجارتي متاع په توګه وړل شويدي ، چي وړاندي مو دهغو يادونه وکړل .
د پايلي په توګه د يادوني ده چي افغانستان د خپل جغرافيايې موقعيت پر بنسټ د منځني اسيا تر ټولو ارزښتمن ټاټوبۍ ګڼل شويدۍ . خو د دي مقعيت ارزښت هغه وخت لا زيات شوۍ چي د ميشتو اولسونو په مرسته ، د ځواکمن او پياوړۍ دولت تر واکمنۍ لاندي راغلۍ دی. د تاريخ پاڼي دا مطلب بيله شکه تائېده وي چي په افغانستان کي سياسي ثبات اوپياوړې اولسي واکمني د سيمي او نړۍ لپاره د سولي او ډاډمني ودي هميشنۍ پيغام لرلۍ دی.

سرچينه: د پانګه وال مجلې د ١٣٨٤ لمريز کال لومړۍ شمارې څخه

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!