منډيګک
افغان تاريخ

مخ پر ورکېدو ارزښت، د افغانستان ځنګلونه

سردارولي پښتون زوی

د افغانستان او المان د پروژې پيل، ۱۹۵۸ع؟ سرچينه: د يوې الماني ډاکومينټري څخه.

مخ پر ورکېدو ارزښت، د افغانستان #ځنګلونه: د شلمي پېړۍ په پيل کي نړۍ ته ځنګلونه هغه وخت په سرو زرو واوښتل چي لرګيو، حيواناتو، مېوو او نورو صادراتو ئې خوار هيوادونه پر پښو جګ ودرول، افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه وو چي په سلو کي درې برخه مځکه ئې ځنگلونه وه چي په دې کي درې برخي په کونړ او نورستان کي راځي.په ميلادي پنځوسمه لسيزه کي افغانستان وتوانيد چي د المان سره د ځنګل وهني پروژه لاسليک او وروسته ددې پروژې ماډرن شکل تر پکتيا او کونړ پوري راورسېد چي بايد د هر وهل سوي لرګي په بدله کي يو نهال بيرته کښېږدي.د #محمد_داود_خان تر جمهوريت را وروسته نظامونو په خپل وار ځنګلونه له پامه وغورځول او وروسته اوږدمهالو كورنيو جګړو ناقانونه ځنګل وهني ته لاره هواره كړه، پايله دا سوه چي خلكو ځنګلونه خپل شخصي ملكيت وګڼل، او په سيمه ييزه قومي كچه ئې په خپلو منځو كي سره ووېشل او له دې سره ځنګل وهنه او د لرګيو سوداګري دومره پراخه سوه چي هر واكمن نظام ئې په مخنيوي كي پاته راغى او تر اوسه د پيل په غړکه روانه ده.يو وخت چي افغاني ټولنه لا تجزيه سوې نه وه، په دې سيمو کي قومي تړونونه او نرخونه موجود وه، چي د ځينو داسي كارونو چي عام ولس ته ئې زيان رسېږي په ګډه د مشرانو له خوا بنديز لګېدی او د تړون په ماتولو سره به ماتوونكي كس ته د قومونو له خوا ټاكل سوې سزا وركول كېدل، خو د لسيزو جګړو دغه قومي جوړښتونه كمزوري او ان له منځه يوړل.اټکل کېږي چي يوازي په نويمه لسيزه کي [۱۹۹۰ع] کي د افغانستان نيم ځنگلونه وهل سوي دي. د نړۍ د وحشي چاپېريال د ساتنې ادارې [#WWF] په ۱۹۹۷ع راپور خپور کړی چي په افغانستان کي هر کال شا وخوا شل زره هکټاره مځکي څخه بوټي وهل کيږي خو په هغه اندازه څوک نوي بوټي نه لگوي.اوس اټکل داسي دئ چي دا مهال د پكتيا ۲۰٪ پاته ځنګلي وني نه يوازي دا چي وهل كېږي بلكي په برېښنايي ارو له بيخه ايستل كېږي. که څه هم ځنګلونه پرې کول جرم دئ خو له بده مرغه د تېرو جګړو او ناخوالو په پایله کي هغه خلک چي په غرونو کي اوسېږي، بدیل معیشت نه لري، او له بده مرغه اوس خو خلک ځنګلونه شخصي پانګونه بولي او خلکو وېشلي دي چې ددې موضوع حل کول هم څه اسانه کار نه دئ.نيمه پېړۍ وړاندي يوازي په کونړ کي شاو خوا ۳۳۲۵۰۰جريبه مځکه په ځنگلونو پټه وه. د ۲۹ ميليونه مربع ميټر صنعتي لرگيو څخه ۲۵ ميليونه يوازي په کونړ کي وه چي د قانوني تجارت له مخه ۸۶ زره مکعب ميټر لرگي کېدل.ـــــــــــــــ‏اول دي مات کړ، بيا دي ورک کړ، بیا دي بل ته ورکړ‏باقره خلک دومره ظلم په خپل زړه نه کوي. #ويډيو: د افغانستان او المان د پروژې پيل، ۱۹۵۸ع؟ #سرچينه: د يوې الماني ډاکومينټري څخه.شېر ئې کړي که د قاچاقبرانو ډبرين زړه ته ئې لار وکړه.

Geplaatst door ‎سردارولي پښتون زوی‎ op Zaterdag 4 augustus 2018
0 63

د شلمي پېړۍ په پيل کي نړۍ ته ځنګلونه هغه وخت په سرو زرو واوښتل چي لرګيو، حيواناتو، مېوو او نورو صادراتو ئې خوار هيوادونه پر پښو جګ ودرول، افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه وو چي په سلو کي درې برخه مځکه ئې ځنگلونه وه چي په دې کي درې برخي په کونړ او نورستان کي راځي.
په ميلادي پنځوسمه لسيزه کي افغانستان وتوانيد چي د المان سره د ځنګل وهني پروژه لاسليک او وروسته ددې پروژې ماډرن شکل تر پکتيا او کونړ پوري راورسېد چي بايد د هر وهل سوي لرګي په بدله کي يو نهال بيرته کښېږدي.
د محمدداودخان تر جمهوريت را وروسته نظامونو په خپل وار ځنګلونه له پامه وغورځول او وروسته اوږدمهالو كورنيو جګړو ناقانونه ځنګل وهني ته لاره هواره كړه، پايله دا سوه چي خلكو ځنګلونه خپل شخصي ملكيت وګڼل، او په سيمه ييزه قومي كچه ئې په خپلو منځو كي سره ووېشل او له دې سره ځنګل وهنه او د لرګيو سوداګري دومره پراخه سوه چي هر واكمن نظام ئې په مخنيوي كي پاته راغى او تر اوسه د پيل په غړکه روانه ده.
يو وخت چي افغاني ټولنه لا تجزيه سوې نه وه، په دې سيمو کي قومي تړونونه او نرخونه موجود وه، چي د ځينو داسي كارونو چي عام ولس ته ئې زيان رسېږي په ګډه د مشرانو له خوا بنديز لګېدی او د تړون په ماتولو سره به ماتوونكي كس ته د قومونو له خوا ټاكل سوې سزا وركول كېدل، خو د لسيزو جګړو دغه قومي جوړښتونه كمزوري او ان له منځه يوړل.
اټکل کېږي چي يوازي په نويمه لسيزه کي [۱۹۹۰ع] کي د افغانستان نيم ځنگلونه وهل سوي دي. د نړۍ د وحشي چاپېريال د ساتنې ادارې [WWF] په ۱۹۹۷ع راپور خپور کړی چي په افغانستان کي هر کال شا وخوا شل زره هکټاره مځکي څخه بوټي وهل کيږي خو په هغه اندازه څوک نوي بوټي نه لگوي.
اوس اټکل داسي دئ چي دا مهال د پكتيا ۲۰٪ پاته ځنګلي وني نه يوازي دا چي وهل كېږي بلكي په برېښنايي ارو له بيخه ايستل كېږي.
که څه هم ځنګلونه پرې کول جرم دئ خو له بده مرغه د تېرو جګړو او ناخوالو په پایله کي هغه خلک چي په غرونو کي اوسېږي، بدیل معیشت نه لري، او له بده مرغه اوس خو خلک ځنګلونه شخصي پانګونه بولي او خلکو وېشلي دي چې ددې موضوع حل کول هم څه اسانه کار نه دئ.
نيمه پېړۍ وړاندي يوازي په کونړ کي شاو خوا ۳۳۲۵۰۰جريبه مځکه په ځنگلونو پټه وه. د ۲۹ ميليونه مربع ميټر صنعتي لرگيو څخه ۲۵ ميليونه يوازي په کونړ کي وه چي د قانوني تجارت له مخه ۸۶ زره مکعب ميټر لرگي کېدل.
ـــــــــــــــ
‏اول دي مات کړ، بيا دي ورک کړ، بیا دي بل ته ورکړ
‏باقره خلک دومره ظلم په خپل زړه نه کوي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي