منډيګک
افغان تاريخ

پښتو ادبي انجمن د تاريخ په څپو کي

څېړندوى شېرشاه رشاد

0 247

مقدوني سکندر کله چي له يونانه څخه پر کوچنۍ آسيا، مصر او پارس باندي لښکري وبهولې او افغانستان ته پسي راواوښتى نو پسله څو جګړو څخه ئې يوه شپه کاغذ او قلم راواخيستى او خپلي مور ته ئې وليکله:

“… ما تر اوسه په ټولو جګړو کي داسي غښتلي او تر سر تېر جنګيالي نه ول ليدلي لکه د دې سيمي”.

                يقيناً دې ته ورته اعتراف د ډېرو پرديو او اجنبيو له خولې راوتلى دئ.

                خو کاش د دې همت او غيرت ،خلوص او ديانت پر څنګ مو له خپلي ژبي، خپل تاريخ او خپل فرهنګ سره هم څه مينه درلوداى، له تاريخ څخه مو زده کړي کړي واى او په سياست کي مو له تدبير او درايت څخه کار اخيستلاى.

                خو په هر تقدير، زموږ بحث د پښتو ادبي انجمن پر تاريخچه باندي دئ.

                پښتو ژبه د هندو اروپايي ژبو په ګروپ کي د څېړونکو او ختيځ پېژندونکو د ځانګړي پاملرني وړ ژبه ده. دا هغه ژبه ده چي د ځينو کليمو (مورفيمونو) او ږغو (فونيمونو) د موجوديت له اسيته د لرغونو ژبو په څېړنه کي زښته زياته مرسته کولاى سي.

                لاسته راغلي اسناد ښيي چي په دوهمه هجري پېړۍ کي د پښتو منظوم ادب وياړني يا حماسې د اوج پر کرسۍ ناستي وې، په درېيمه هجري پېړۍ کي له عربي څخه لومړۍ څرګنده منظومه ژباړه په لاس کي لرو، په پنځمه هجري پېړۍ کي تر ټولو پخوانۍ لاس ته راغلې قصيده د تاريخ سوري په حواله شيخ کټه متي زى راپېژني. د اوومي هجري پېړۍ په سر کي د سليمان ماکو سابزي ساده او روان پښتو نثر د منثور ادب قوت او سېک راښيي. د دې پېړۍ په دوهمه نيمايي کي د الهي جمال مظاهر او عرفاني افکار د لوى عارف شيخ متي په مناجات کي وينو.

                د اتمي هجري پېړۍ په دوهمه نيمايي کي د اکبر زينداوري د غزل او مثنوي پاړکي په لاس راځي، په نهمه پېړۍ کي د زرغون خان نورزي ساقي نامه او د لسمي پېړۍ د ارزاني خيشکي الفنامه دا ټول د پښتو ادب د تاداو هغه خښتي دي چي له انفراديته د ادبي ټولنو او انجمنو ښکلي ماڼۍ پر جوړي سوي دي.

                د دوولسمي هجري پېړۍ په لومړۍ نيمايي کي د نارنج ماڼۍ ادبي دربار د شاه حسين هوتک په شاهي دربار کي جوړ سو، او په دوهمه نيمايي کي د ستر ټولواک لوى احمدشاه بابا په عصر او هغه ته نژدې پيرمحمدکاکړ او شمس الدين کاکړ شعري دېوانونه درلودل، وکيل الدوله عبدالله خان او د هغه زوى محمدعلم خان ښه خوږه پښتو شاعري کړې ده. د ګل محمد مرغزي پښتو شاهنامه لرو.

                د ١٣مي هجري پېړۍ په دوهمه نيمايي کي د هندي سبک په پيروي د سردار مهردل خان مشرقي په کور کي د کندهار ادبستان ادبي ټولنه جوړه سوه، چي پر مشرقي سربېره، ميرزا حنان بارکزى، صديق اخوندزاده هوتک، سردار غلام محمد طرزي، محمداکرم هوتک د دغه سبک پلويان ول.

                د امير شېرعلي خان د دوهمي پاچهۍ پر مهال د ملي ژبپالني او خدمت په منظور عسکري القاب او بولۍ، د کابينې د غړو القاب په پښتو سول.

                د امير حبيب الله خان په عصر کي پښتو ژبه په تعليمي نصاب کي ورګډه سوه.

                د اعليحضرت امان الله شاه غازي د پاچهۍ په څلرم کال (مرکه د پښتو) جوړه سوه. خو سقاوي جهالت او بربريت زموږ هر څه له خاورو سره سم کړل.

                د نادرشاه شهيد عصر د بيا رغوني پر لور يوه بريالۍ هڅه وه، د خپل اولس او هيواد تجربو ورښوولې وه او په کراتو ئې دا خبره کوله، چي: “… د بېکاره سړي سر د شيطان کارخانه ده“. نو د حالاتو ژور درک او فهم و دې ته اړيوست چي “سره ټول ئې کړه کنټرول ئې کړه” تګلاره خپله کړي.

                سوداګران ئې وهڅول چي شرکتونه، فابريکې او بانکونه جوړ کړي.

                د روحانيونو او ديني علماوو د رضايت د جلبولو له پاره ئې د آزادو ديني مدرسو جوړولو ته اجازه ورکړه.

                ځيني روحاني شخصيتونه، ستر ملاکان، سوداګر ئې ملي شورا او مشرانو جرګې ته  دننه ايستل.

                شرعي محاکم ئې آزاد کړل.

                جمعيت العلماء ئې جوړ کئ.

                د ادباوو، ليکوالانو او شاعرانو د راټولېدو له پاره ئې په کابل، کندهار او هرات کي ادبي انجمنونه جوړ کړل، چي پښتو ادبي انجمن په کندهار کي د ١٣١١ل کال د لېندۍ پر نهمه د هغه مهال د تنظيمه رئيس خداى بخښلي وزير محمدګل خان مومند په هڅونه، زيار او تلاښ جوړ او مشر ئې ارواښاد محمدعثمان پښتون وټاکل سو. غړي ئې عبدالخالق واسعي، محمد اعظم ايازي، حاجي عطامحمد (د محمدابراهيم عطايي پلار)، ملا بهاء الدين ساکزى، حاجي عبدالغفور خروټى، مولوي قيام الدين خادم، محمدګل لګيا (نوري)، عبدالغفور شرر (افتخاري غړى)، محمدنسيم نوري او وروسته محمدنور علم سرکاتبان، ارسلان سليمي مايار وردګ تحويلدار.

د ادبي انجمن د لغت څانګه.
له ښي لوري: ګل باچا الفت، مولوي صالح محمد هوتک [د پښتو مرکې غړی] محمد عظم ايازي [مدير] عبدالخالق اخلاص، عبدالصمد کاتب

                دې انجمن د نائب الحکومه سردار غلام فاروق خان په مادي او معنوي ملاتړ  د (مجلس تاليف پښتو) په نامه يوه جرګه ګۍ جوړه کړې وه چي لوى استاد علامه حبيبي، محمديوسف ايازي، عبدالخالق واسعي، حاجي عبدالغفور خروټى، محمداعظم ايازي او قيام الدين خادم ئې غړي ول.

په ولاړو کسانو کي. د ښي خوا دوهم: حاجي عبدالحمید هوتک، دریم نفر شیخ حاجي عبدالغفور، عبدالباري آشنا [د کندهار د معارف پخوانی رییس] حاجي عبدالمجید هوتک، مولانا عبدالباري مخ ته کوچنی عبدالرشید هاوند.
لاندی د ښي خوا څخه: محمد نبی خان الکوزی [د معارف پخوانی رئيس] حاجي محمد نبي بارګزي او ليکوال او شاعر عبدالهادی ريشا
نېټه: ۱۳۳۸ سرچينه: د حاجي ظاهر څرک البوم

                د انجمن په قلمي همکارانو کي د محمدرفيق حبيبي، مولانا محمدشريف حبيبي، مولوي صالح محمد هوتک، حاجي ولي محمد مخلص، مولوي محمدويس کاکړ، ملا رحمت الله بابا، لالا غلام نبي هوتک، سيد حسين سيد نومان راغلي دي.

د انجمن دندې:

  • د يوې علمي، ادبي، اجتماعي او تاريخي مجلې خپرېده.
  • د پښتو لغاتو راټولونګ.
  • د پښتو مطبوع او نامطبوع ادبي کتابونو راټولونګ.
  • د ښوونځيو د درسي کتابونو تيارېده په خپله ملي ژبه.
  • د ګټورو علمي، فني او تاريخي کتابونو ترجمه او تاليف.
  • د ملي کتابتون جوړېده.
  • و خپلي ملي ژبي ته د ملت توجه اړول.

کړي کارونه:

  1. د ١٣١١ل کال د مرغومي پر ١٥ د پښتو ادبي انجمن د افکارو خپروونکې مجلې (پښتو) لومړۍ ګڼه خپره سوله، د ١٣١٤ل کال تر نيمايي پوري په کندهار او تر هغه وروسته تر ١٣١٦کاله پوري په کابل کي چاپېدله. عمر ئې پنځه کاله وو.
  2. د تاليف، تصنيف او ترجمې په برخه کي:
  • د تعليمي کتابو ليکنه او ژباړه. د رشيديې د لومړي او پنځمي ټولګۍ هندسه او حساب، د درېيمي او پنځمي ټولګۍ علم الاشياء، کليد الصرف، د عربي ادبياتو تاريخ، د افغانستان تاريخچه، دينيات، نبوي رساله، د اسلام تاريخ، د نړۍ لنډه جغرافيه، د انبياوو تاريخ، اخلاق او مدنيه معلومات.
  • د محکامو د اسنادو، وثايقو، مکاتبو او تذکرو پښتو کول.
  • د پښتو ژبي د زده کړي له پاره د خودآموز، لغت د پښتو، پښتو ښوونکي، معلم پښتو، پښتو خبري آثارو تاليف او خپرېده.
  • د علمي کتابو د پښتو کولو په برخه کي: د ترجمان القرآن د فاتحه سوره، د علامه شبلي نعماني الفاروق، حريت اسلام، اصحاب کرام، د پښتو ليک او مراسلات، د اسلام خوږې خبري، حصون حميده، د علامه فريد وجدي صفيرالاسلام الى ساير الانام، د سلطان محمود بزم ادب.
  •  
  1. د پښتو ادبي آثارو څرک ايستل او راټولونګ، په دې برخه کي د پښتنو اديبانو، ليکوالانو او
  2. شاعرانو پر ژوند او آثارو باندي په پښتو مجله کي لنډي ليکني، د شمس الدين کاکړ، ميرزا حنان بارکزي، او ملا جمعه بارکزي د دېوانو د قلمي نسخو موندنه.
  3. د نادرو لغتو او پښتو متلو راټولونګ.
  4. د نړۍ له نورو اخبارو او جرايدو سره اړېکى، په دې برخه کي (پښتو) مجله د يوې وسيلې په توګه د پېښور د پيغام سرحد جريدې، د لاهور داخبار سياست، اخبار تعليم او فانوس سره رابطه او د اروپا او امريکا د ځينو لويو علمي او ادبي ټولنو له خوا د پښتو مجلې غوښتنه او ګډون وو. په ١٣١٢ل کال کي د هند د لويي وچي لوى اسلامي مفکر او نوميالي شاعر علامه اقبال د پښتو ادبي انجمن له غړو سره په کندهار کي وليده.
  5. په کندهار کي ئې د مشاعرو د جوړېدو دود بيا راژوندى کئ.

د دې انجمن د خپرونکي (پښتو) مجلې د دوهمي کاليزي په وياړ د درېيم کال په لومړۍ ګڼه کي د انجمن مشر خداى بخښلي محمدعثمان پښتون و خپلي مورنۍ ژبي پښتو ته د پام اړولو له پاره په ډېر صراحت دربار ته هم خاشې وروړې، په يوه برخه کي کاږي:

                “… پاړسي ژبه په سبب د درباري آبدارۍ تل د ګټي او درباري عزت وسيله بلل سوې ده، ځکه نو زياتره خلک هڅه ورته کوي، خو د پښتو ژبي ژوند او خپرېده د اوسنۍ زمانې يو قومي احتياج دئ، چي هيڅوک ئې له ذمه دارۍ څخه ځان نه سي کښلاى او په دې باره کي موږ په وارو وارو خپل د بلني ږغ تر عمومو پښتنو پوري رسولى او خپلي غاړي مو خلاصي کړي دي، ولي دروند خوبى سړى تل په ځنډ ويښېږي…”.

محمد عثمان (پښتون) چي د پښتو تر څنګ يې په انګلیسی، اردو، هندي، ګجراتي او فارسي ژبو ترجمي کړي دي.
په۱۳۴۱ل کال د ۷۵کالو په عمر ومړ.


                دا هغه خاشې وې، چي د کابل د اداري انحصار ښامار ئې وښوراوه او بيا د ولايتو د تابعيت له پاره ئې پر هر څه خپل وزر خپور کئ او هر څه ئې په کابل کي منحصر کړل او د ١٣١٤ل کال د زمري پر اوله پښتو ادبي انجمن کابل ته وغوښته سو، پسله يوه کال او څو مياشتو د کابل له ادبي انجمن سره ګډ سو او د ١٣١٦ل کال د غوايي پر اوله پښتو ټولنه ځني جوړه سوه.                 راځئ! د دغسي نېکمرغو او نېکنامو ورځو د ياد غونډو پر څنګ د خپلو متقدمينو  پر پله پل کښېږدو او تر هر څه وړاندي د لوى کندهار د ادباوو، علماوو، ليکوالو او شاعرانو د مرکزيت له پاره يوه ګډه او لويه ادبي ټولنه جوړه کړو، چي له هر ډول سياسي تړاو څخه خوندي وي او يوازي د خپلي ژبي، خپل فرهنګ او خپلو اسلامي او ملي افتخاراتو د خونديتوب او پرمختګ له پاره ځان ستړى کي (انشاء الله تعالى).

 


پوهاند عبدالحی حبیبي (۱۲۸۹-۱۳۶۳ل.)

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!