منډيګک
افغان تاريخ

بهزاد د افغانستان نابغه انځورګر

استاد حبیب الله رفېع

0 269

بشر لا په مغارو کې ژوند کاوه، چې انځورګري یې پیل کړه او د خپلو مغارو پر دېوالونو یې د رسمونو جوړول پیل کړل. بشر لا خط زده کړی نه و چې انځورونه یې جوړول او حتی لومړی خط تصویري خط وو. په افغانستان کې هم په لسګونو زره کاله وړاندې غار مېشتو انسانانو انځورګري کړې او موږ ته یې نمونې راپاتې دي، بیا ورو ورو دې هنر وده کړې، مجمسې ترې زیږېدلي، خط ترې زېږدلی او د میناتورۍ ظریف انځورونه ترې رامنځ ته شوي دي.
تاریخ په بېلابېلو پوړیو کې وخت پر وخت په افغانستان کې ماهر رسامان او انځورګران پیدا شوي،په ودانیو، څلیو، لوښیو، او نوروابزارو او سامانونو کې یې لازم رسمونه او انځورونه جوړکړي او له دې لارې یې ښکلاوې خلق کړې او پنځولې دي.
زر کاله وړاندې چنګېزي تاړاک زموږ د هېواد د نورو ودانیو ترڅنګ زموږ د کلتور او فرهنګ ډېر څلي هم ونړول او له دې سره په افغانستان کې لیکل شوي په لسګونه زره کتابونه، خطاطۍ، میناتورونه او تصویرونه هم د اور او اوبو خوراک شول او له منځه لاړل.

No photo description available.
د خورنق ماڼۍ جوړولو په حال کي، د استاد کمال‌الدین بهزاد اثر…
No photo description available.
يوسف او زليخا…د استاد کمال‌الدین بهزاد اثر

د غیر مسلمان چنګېز مسلمان خلف ګوډ تېمور هم د ورانیو سلسله روانه وساتله؛ خو تر ده را وروسته په هرات کې دده قدرت ته رسېدلو اخلافو په افغانستان کې د ادب، هنر او فرهنګ نوي بنیادونه کېښودل. خط، انځورګري، میناتوري او نورو هنرونو بې ساري وده وکړه، د هنرهرې برخې ته نوي مکتبونه جوړشول او پاخه استادان رامنځ ته شول.
استاد کمال الدین بهزاد د انځورګرۍ د میناتورۍ د برخې یو مبتکر، مستعد، نابغه او اخلاق استاد وو، چې د میناتورۍ یو نوی سبک او مکتب یې رامنځ ته کړ او د میناتورۍ داسې شهکار اثاریې وپنځول چې اوس د نړۍ په موزیمونو د ډېر قیمتي اثارو په توګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ساتل کېږي.
د استاد بهزاد شهرت دده په ژوندانه هم یوازې په هرات کې پاتې نه شو، په ټول افغانستان،پارس، ماوراءالنهر او هندوستان کې یې د هنر اوازې خپرې شوې او د یوه پیاوړي استاد په توګه وپېژندل شو.
استاد بهزاد چې د نهمې هجري پېړۍ په نیمايي کې یې په هرات کې زېږدلی وو، د وخت د هنر پال پاچا سلطان حسین بایقرا تر ځانګړې پاملرنې لاندې په کار بوخت و او د کار او هنري ودې زمینه یې ورته برابره کړې وه.
استاد بهزاد د میناتورۍ په هنر کې انقلاب راووست، ده تش څېرې او ظاهري رنګونه، نه انځورول؛ بلکې په انځورونو کې یې د تصویراحساسات، اندېښنې او مکنونات انځورولای شوای او د یوه ماهر روانشناس په توګه یې خپلې جوړې کړې څېرې د هغو له ټولو ځانګړنو سره وړاندې کولې او د خپلو انځورونو خوځښتونه یې تصویرول، د عمر په وروستیو وختونو کې یې د څېرو په جوړولو کې خاص مهارت ترلاسه کړی وو. دڅېرې جزیات به یې انځورول او د معنوي اړخونو په ښودلو کې یې د رنګونو په استعمالولو کې ځانګړی مهارت ترلاسه کړی وو. ده د میناتورۍ مړه روحیه راژوندۍ کړه، رنګونه یې خوځنده کړل او د شرق په میناتورۍ کې یې یو نوی سبک او مکتب رامنځ ته کړ.
د استاد بهزاد په قلم جوړشوي انځورونه دومره مشهور شول، چې د وخت ډېر انځورګرانو هڅه وکړه، چې په خپلو تصویرونو دده نوم ولیکي او دده یې وبولي، خو هنر پېژندونکو دده تصویرونه له ورایه وپېژندل. همداسبب دی چې د نړۍ په موزیمونو کې دده د خپلو تصویرونو شمېره ډېره نه ده، خو دده په نامه جوړشوي تصویرونه زیات دي، اما هنر پېژندونکو اصل او جعل سره بېل کړي او د استاد بهزاد اصلي انځورونه د زیات ارزښت او درنښت وړګڼل کېږي او موزیمونه پرې ویاړي.

No photo description available.
هارون رشيد په حمام کي…د استاد کمال‌الدین بهزاد اثر

د استاد بهزاد میناتوري انځورونه د نړۍ په بېلابېلو موزیمونواو کتابتونونو کې شته، دخمسه نظامي دوې نسخې چې د برتانیې په موزیم کې دي، د استاد بهزاد په میناتورونو ښکلې شوې، چې دده په اصلي لاسلیک دي.بله د شیخ سعدي د بوستان نسخه ده، چې په ۸۹۸سپوږمیز کال لیکل شوې او دده په میناتورونوښکلې شوې، چې اوس د مصر په موزیم کې ده.
د ظفر نامې میناتوري هم دده کار دی او هم یې په ځینو نورو نسخو کې تلپاتې انځورونه راپاتې دي.
استاد بهزاد په خپلو میناتورونو کې د طبیعت ژوره مشاهده لري او په ډېر دقت یې ترسیموي او هر رنګ یې خپله مانا ښندي.
استاد په هرات کې وفات شوی او د مختار غره په لمنه کې خښ دی، چې ښکلی رنګین قبرلري او د پستو طبیعي ونې پرې ولاړې دي.
هو! استاد بهزاد سوونه کاله مخکې وفات شوی؛ خو د ده هنر ژوندی او تلپاتې دی او تر څو دنیاوي او د هنر نړۍ ودانه وي، استاد بهزاد به ژوندی وي او د افغانستان دا نابغه بچی به په ښه نامه یاد او د میناتورۍ د لوی استاد په توګه به پېژندل کېږي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!