منډيګک
افغان تاريخ

افغانستان او اسلام

صفيه حليم

د هرات جامع جومات چي بنسټ ایښودونکی يې سلطان غياث الدين غوري دی. دا مشهور واکمن په ۱۲۰۲ع کال کي ومړ او همدلته ښخ سو.
0 113

په افغانستان کې اسلامي تاريخ د ۶۳۹ م نه پېل کېږي کله چې احنف بن قيس د پارس باچا يزدګرد په تعاقب کې د طبسين د لارې خراسان ته راغی او هرات يې ونيو.
په ۷ ميلادي پېړۍ کې د افغانستان خاوره، خراسان، زابلستان، سيستان، کابلستان، باختر او ګندهارا په نومونو پيژندل کيده چې بې شميره عقيدې او قبيلې يې لرلې. په خراسان کې د زردشتي عقيدې خلک ډېر وو. په سيستان کې برهمني عبادت ځايونه وو، په غزني کې بوداي “مهاسنګيکا” فرقې او په کابل کې د “مهايانه” فرقې منونکي ډېر و. په شمال کې د زردشتي او بودايي منونکي وو. په کوچيانو کې ځانګړې عقيدې وې چې سپوږمۍ، لمر، ستوري، ونې او غرونه به يې نمانځل.
احنف بن قېس د هرات نه ترکمانستان د لارې تخارستان (د افغانستان شمال) ته لښکر يوړو نو د دې سيمو يو ګډ ځواک چې شميره يې ۳۰ زرو ته رسيده، د آمو سيند په ختيځه غاړه ورته مورچي ونيولې. يو سخت جنګ او درنې مرګ ژوبلې نه وروسته عربان برلاسي شول.
په ۶۴۲ م کې يو بل مسلمان جنرل، “عبد الله بن عامر د کرمان له خوا حضرت عمر فاروق (رض) په امر سيستان ته راغی او د ده اسلامي لښکر تر قندهار او سنده ورسيد. ” د سيستان قبايلو سره به کله جنګ او کله د خبرو د لارې معامله کيده. که هندوانو يا بودايانو باج ته غاړه ايښوده نو عبادت ځايونه به يې ورته نه ورانول. يوه بيلګه يې د زرنج لوی مندر و چې هغه وخت خوندي وساتل شو.
د حضرت عثمان (رض) د خلافت تر پای مسلمانان کابل ته ورسيدل خو د هغه ځای شاهانو يې مقابلې کوله. کله چې د حضرت علي(رض) او اميرمعاويه ترمنځ د خلافت شخړه پيدا شوه نو په سيستان او خراسان کې بغاوت وشو. د عبدالرحمن سمره په مشري يو لښکر دغه سيمې بيا په زوره ونيولې.
په ۶۴۸ م کې عمېر بن عثمان د خراسان حاکم شو او ربيع بن زياد سيستان ونيولو. په دغو سيمو کې بغاوت کوونکي به زيات وخت د خپلو ديني مرکزونو کې راټوليدل. هم هغه وه چې په ۶۵۰ م کې عبد الرحمن بن سمره د هلمند سيمې ونيولې او په زمينداور کې د “زون- زور” معبد ونړاو.
په ۶۵۳ م کې د زرنج حکم پرويز عربانو ته تسليم او مسلمان شو او عبد الرحمن بن سمره د سيستان والي شو. هغه وخت په زرنج کې مسجد ادينه محراب ده جوړ کړو. په ۶۵۶ م کې د څو مياشتو د محاصرې نه وروسته کابل شاه عبد الرحمن بن سمره ته خپل ښار بې له جنګ وسپارلو.
په ۶۶۱ م کې د اميه خلافت دور شروع شو نو کابل او ځينې نورې سيمې د عربانو لاس نه ووتلې. په ۶۶۳ کې دوی بيا په کابل حمله وکړه او په سخت جنګ کې د دواړو غاړو ځاني تاوان ووشو چې نامتو صحابي ابو رفاعه تميم هم پکې شهيد شو.
په اميه دور کې قيس بن هېشم سلمی د بادغيس د لارې بلخ ته ورسيدو او هلته د بودايانو سپېڅلې عبادت ځای، نوي ويهارا (نوبهار) راهبانوورته د باج پيشکش وکړو. دلته يو مشربوداي راهب اسلام ومنلو خو نورو د ” زمي” په توگه اوسيدل غوره وگڼل. يو چينايي زاير”اي-تسنگ” په ۶۸۰ م کې نوي وهارا ته لاړو او ليکي چې دا معبد ښه فعال او د “سرواستيواده” بوداي فرقې د تعليماتو مرکز و. د اتمې پېړۍ په پېل کې عربي ليکوال ” الکرماني” خپل نامتو” کتاب البلدان” کې د هغو ښارونو په اړه ليکي چې مسلمانانو نيولي وو. په دې کې د نوي وهارا په اړه وايي چې دا خانه کعبه په شان ښکاري. د معبد په منځ کې يوه څلورګوټيزه ودانۍ په ټوکر پوښلې ده، د دې مذهب پېروان ترې چاپېره ګرځي او سجده ورته کوي. د نوبهار سټوپا پخوا د زردشتيانو اورتون و چې عبادت کوونکي به ترې چاپېره تاويدل. هم دغسې يوه سټوپا په سمنګانو کې “تخت رستم” نومېږي.
په ۶۸۰ م کې د امام حسېن د پاڅون خبر سره ترک شاهانو د تبت په ملاتړ د باختر نه اميه ځواکونو د ايستلو يوه ناکامه هڅه وکړه. څو کاله وروسته ” نزاک يا نازک ترخان”، بريالې شو، هغه مسلمان شوي راهب نه يې سر قلم کړو او نوبهار بيا اباد شو.
په ۷۱۵ م کې مسلمان “جنرل قتېبه” بلخ بيا ونيولو او نوي وهارا يې ورانه کړه. بې شمېره بوداي راهبان هغه وخت، ختن او کشمير ته وتښتيدل. تبت ژرخپل سياسي دريزبدل کړو او عربانو ته يې د ملګرتيا لاس وغځوو. مسلمانانو د خپل ښه نيت څرګندولو لپاره نوي وهارا بيا جوړه کړه. ترهغې اسلامي لښکر کې د هر نژاد او نسل خلک موجود وو. د افغانستان خلکو هم اسلام ومنلو او ځوانان به د اسلامي لښکر سره مله وو.
چين، تبت او ترک قبايل د مرکزي اېشيا د کنټرول لپاره ډېره موده د مسلمانانو سره جنگيدل. په ۷۳۹ م کې ترک شاهانو کاپيسا بېرته واخيسته خو په شمالي باختر کې مسلمانانو حکومت کوو.
په ۷۵۰ م کې خلافت عباسي ټبر لاس ته ورغلو او دوی هم د پخوانيو عبادت ځايونو د ساتنې پاليسي په مخ بيوله. نوي وهارا اوس هم فعاله وه خوعبادت کوونکي يې لږ و. په ۷۵۳ م کې چيناي زاير ووکونگ، ليکي، بوديزم په کاروباري خلکو کې ورو ورو کم شوې خو د هندومذهب منونکي زيات شوي دي.
تر ۷۲۷ م په سيستان او زابلستان کې د عربو او رتبيلانو اخري جنګونه وشول او ډېرو خلکو اسلام ومنلو.
سرچينې:
۱.د افغانستان پېښليک– لومړی ټوک- له تاريخ د مخه بيا د ۱۳۴۱ ش تر پايه د کلونو په ترتيب. پوهاند عبد الحی حبيبی. د بېهقی کتاب خپرولو موسسه، کابل- د افغانستان جمهوريت، ۱۳۵۳ ش.۸ مخ
۲. افغانستان د تاريخ په رڼا کې– استاد احمد علي کهزاد(اورنګزيب ارشاد ژباړه)دانش خپرندويه ټولنه.مارچ ۲۰۰۱م- ۲۵۶ او ۳۲۱ مخ

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي