منډيګک
افغان تاريخ

د پوهاند حسن کاکړ د تاریخ‌ لیکنې ځانګړتیاوې

احمد بلال خلیل

پوهاند حسن کاکړ
0 97

په وروستۍ نیمه پېړۍ کې زموږ ویاړلې خاورې د تاریخ‌لیکنې په ډګر کې لوړې سټې زېږولي، چې هره سټه بیا د هېواد او په تېره بیا د سیمې په کچه پېژندل شوې نامتو او بې سارې ثقه مرجع ګڼل کېږي. دا لویې هستۍ علامه عبدالحی حبیبي، احمد علي کهزاد، میر غلام محمد غبار او پوهاند حسن کاکړ دي.

د دغو څلورو واړو مورخینو د تاریخ‌لیکنې سبک له یو بله د تاریخ‌لیکنې د ډګرونو او پېرونو له کبله توپیر لري. د بېلګې په توګه د لوی علامه حبیبي پاملرنه تر ډېره له اسلام څخه وروسته د افغانستان تاریخ ته ځانګړې شوې وه؛ احمد علي کهزاد د لرغوني افغانستان پسې خپل ذره بین راخیستی و او د تاریخ پېرونو او تمدنونو د معلومولو په موخه یې په بېلابېلو ځایونو کې په خپله هم کیندنې کړي؛ د میر غلام محمد غبار په تاریخ کې بیا خپلواکي‌پالنه او د خپلواکۍ‌غوښتنې احساس د هېواد د نورو تاریخي کتابونو په پرتله زیاته ده. خو د غبار د تاریخ‌لیکنې همدا ټکی دی، چې د خپلو یو شمېر نیمګړتیاو باوجود هم بې نظیر دی!

په بل اړخ کې پوهاند حسن کاکړ تاریخ‌لیکنې ته د اکاډمیکي او ساینسي څېړندودونو له لارې ګډ شو او د ځان لپاره یې د تخصص ډګر د افغانستان معاصر تاریخ غوره کړ. له همدې ځایه د خدای بښلي پوهاند کاکړ ډېری کتابونه د امیر عبدالرحمان خان له دورې پیلېږي.

د افغانستان د تاریخ‌لیکنې د دغو څلورو ستورو ترمنځ که پرتله وکړو، نو د دوو یعنې د حبیبي او کهزاد پاملرنه تر ډېره د لرغوني او منځني پړاو افغانستان ته وه (که څه هم د افغانستان پر معاصر تاریخ یې هم لیکنې کړي) او د پاتې دوو یعنې د غبار او حسن کاکړ ډېری پاملرنه بیا معاصر افغانستان ته وه (که څه هم غبار په لرغوني تاریخ کې هم ډېر څه لیکلي؛ خو ان د افغانستان در مسیر تاریخ ډېری برخه یې هم پر معاصر تاریخ وه). همدا لامل دی، چې په دغه لیکنه کې یوازې په معاصر تاریخ‌لیکنه کې د پوهاند کاکړ پر ځانګړنو بحث کوو؛ ځکه د لرغوني او منځني پړاو تاریخ‌لیکنې پرتلنه له معاصر تاریخ‌لیکنې سره کول ناسم او هم د غبار او حسن کاکړ پرتلنه تر ډېره سخته برېښي.

د پوهاند حسن کاکړ د تاریخ‌لیکنې لاره او ځانګړنې

که څه هم د افغانستان د معاصر تاریخ په تړاو ډېرو مقالې او کتابونه کښلي. یو شمېر اوس هم لګیا دي او غواړي، چې تر څه حده د معاصر تاریخ‌لیکنې علمي تشه ډکه کړي. خو بیا هم په دغو ټولو مورخینو کې د پوهاند حسن کاکړ نوم او ځای بېل او دی پکې د لېست لومړی مقام خپلوي. په معاصر تاریخ‌لیکنه کې د پوهاند حسن کاکړ دغه ځانګړی ځای د ده د تاریخ‌لیکنې د ځانګړنو، سبک او څېړندود له کبله دی، چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو:

  • لومړی مسلکي مورخ

    په افغانستان کې تقریباً ډېری خلک په دې باور دي، چې پوهاند حسن کاکړ د هېواد لومړنی مسلکي مورخ دی، ځکه نه دا چې د تاریخ‌پوهنې په ډګر کې يې د دکتورا تر کچې زده کړې کړي، بلکې معاصر افغان تاریخ یې پر اوسني علمي مېتود یا څېړنښود ولیکه؛ خو اوسني ډېر مورخین بیا داسې نه دي، د دوی ډېری خو یا د ادبیاتو او نورو ښوونځیو فارغ دي او یا هم په زړو مېتودونو لیکل کوي.

  • له بې ځایه تکراري لیکلو ډډه

    په څېړنه او تاریخ‌لیکنه کې تر ټولو مهم څېز له بې ځایه تکراري لیکنو ډډه کول دي. یو څېړونکی یا مورخ د دوو عواملو له کبله کولای شي، چې د تکراري لیکنو څخه ځان وژغوري: لومړی د نوي سندونو/ یا خامو موادو موندل او دویم بیا په دقت سره پخواني متنونه مطالعه کول او د پخوانیو لیکنو ځانګړنې، نیمګړتیاوې او د ضعف ټکي پیدا کول، بیا هڅه کول، چې دغه نیمګړتیا یا ضعف ټکی ختم شي او په پای کې په څېړنیز ډګر کې یو نوی څېز اضافه شي. په لویدیځ کې همدې وروستي ټکي ته بیا (لېټریچر ریویو) وايي. د دکتورا د رسالې لیکلو پرمهال هم همدغې برخې ته یا یو جلا باب اضافه کېږي او یا بیا دغه بحث د سریزې په فصل کې راپورته کېږي. پوهاند حسن کاکړ، د افغانستان د ډېری اوسني مورخینو په څېر خپل تاریخي کتابونه له احمد شاه بابا څخه نه دي شروع کړي او نه یې هم بیا له احمد شاه بابا نیولې تر اوسه د څېړنې او تاریخ‌لیکنې زماني دوره په یو کتاب کې څېړلې. له بده مرغه د افغانستان معاصر تاریخ ډېری کتابونه یو بل ته ډېر ورته دي او دا د همدې پورتنیو یادو شوو لاملونو له کبله وي. که چیرې بیا هم کوم تاریخ له بل سره توپير ولري، نو دا توپیر د نویو موادو له کبله نه وي، بلکې دا د همغو پخوانېو موادو بل/یا دویم تفسیر وي. د پوهاند حسن کاکړ هر کتاب نوې خبره لري، نوي معلومات پکې وي، چې په دغو کې یې هم له نویو سندونو کار اخیستی او هم یې پخواني تاریخي کتابونه په دقت لوستي او بیا یې په ورته موضوع کې د بل کتاب لیکلو اړتیا پيدا کړې. د امیر عبدالرحمان خان په ژوند د ده شاهکار کتاب د همدغه اسلوب ژوندۍ نمونه ده.

  • پر لومړي لاس مراجعو ټینګار

    لومړی مراجع یا ماخذونه د څېړونکو په تېره بیا د مؤرخینو خام مواد وي. په تاریخ‌لیکنه کې د لومړي لاس مراجع یا ماخذونه د یو اثر پر معیاريتوب او کره‌توب دلالت وايي (که چیرې له دغو لومړي لاس مراجعو څخه په لومړي ځل ګټه پورته شي). د پوهاند حسن کاکړ په ډېری کتابونو کې د لومړي لاس پر مراجعو ډېر ټینګار شوی. د پوهاند حسن کاکړ تاریخ‌لیکنه یوازې د کور تر مېز پورې محدوده نه وه، بلکې ده ډېر ځل هڅه کړې، چې د موادو د ترلاسه کولو په تړاو سفرونه هم وکړي. همدا لامل دی، چې د امیر عبدالرحمان خان او د افغانستان د ډيپلوماتیک تاریخ لیکلو پرمهال ده په هند، انګلستان او امریکا کې هغو موجودو آرشیفي کاغذونو ته مراجعه وکړه، چې د افغانستان په تړاو وو. دغه راز په یو شمېر نورو کتابونو کې يې بیا د پېښو له عاملینو سره مرکې کړي، یا یې د پوښتنپاڼو له لارې پوښتنې ورلېږلي او یا هم هغوی بیا ده ته مهم مواد ورسپارلي. د دغو خبرو څرک د پوهاند حسن کاکړ د سردار داوود خان د سرطان کودتا، د ثور کودتا او د افغان-شوروي جګړه کتابونو کې په اسانۍ موندلای کېږي.

  • د پېښو تحلیل

    د پاکستان د نومیالي مورخ دکتور مبارک علي په اند د مورخ دا کار نه دی، چې پېښې ثبت او یا هم په کرونلوژيکه بڼه بیان کړي، بلکې اصلي دنده یې دا ده، چې د پېښو/ یا تاریخ تحلیل کړي. دغه راز د پښتو معاصر کره‌کتونکی استاد غضنفر هم د افغانستان پر پخواني تاریخ‌لیکنې نقد کوي او وايي: «زموږ په دودیزه طریقه کې مورخ د یوې اورېدلې، لیدلې یا لیکل شوې پيښې کټ مټ رانقل کولو ته تاریخ‌لیکنه وايي؛ خو د نوي میتود مورخ د پيښې په رپورټ کې شک کوي، مختلف او متضاد اسناد رااخلي، د یو بل په څنګ کې یې ږدي او په دې ډول غواړي د زمانې په دوړو کې پټ حقیقت راوسپړي او د پاڼې بل مخ هم ولولي. پخوانی مورخ د پیښو په علتونو پسې چندان نه ګرځي او دې شي ته یې لږ پام کېږي چې پیښې له یو بل سره د علیت په تار وپېیي او رابطې یې ومومي». د پوهاند حسن کاکړ تاریخ‌لیکنه او کتابونه هم په ډېری توګه د پخواني تاریخ‌لیکنې د دغې نیمګړتیا پر له منځه وړلو دلالت کوي. استاد کاکړ، نه دا چې پيښې بیان کړي، بلکې د پيښو د پيښېدو عمق ته ښکته شوی او بیا یې د یو بې پرې مورخ په توګه بیان کړي.

  • د نورو مورخینو د کتابونو ارزیابي کول 

    د مورخ یوازینی کار تاریخ‌لیکنه نه ده، بلکې یو بل کړاوجن او ستونزمن کار هم ور ترغاړی دی او هغه د نورو مورخینو کارونه ارزیابي کول دي. د لیکونکي د معلوماتو تر حده پوهاند حسن کاکړ د محمد امین فرهنګ، میر غلام محمد غبار، احمد علي کهزاد لیکنې او علمي اثرونه نقد کړي دي.

  • بې پرې توب 

    بې‌پرې توب او ناپېیلتوب هغه ټکي دي، چې پای د یو مورخ پر کار او کتابونو د کره او معیار ټاپه وهي. زموږ په هېواد کې ګڼ شمېر مورخین داسې هم دي، چې تاریخ‌لیکنه یې تر ایډيالوژيکي لیدلوري لاندې وي، یا یې توکمپالنې پر ده باندې تاثیر کړی وي (په دواړو پښتنو او نورو قومونو کې شته دي)، یا هم بهرني او یا هم داخلي فکرونو پرې سیوری غوړلی وي. خو پوهاند کاکړ تر ډېره له دغو اغېزو پاک دی او همدا لامل دی، چې تاریخ‌لیکنه یې تر ډېره بې پرې ده. د بېلګې په توګه د افغان-شوروي جګړه کتاب کې دی مجاهدین د آزادۍ مجایدین ګڼي. د حزب اسلامي او احمد شاه مسعود په ستاینه او غندنه کې افراط او تفریط نه کوي، بلکې تر ډېره حقیقت وايي. همدغه راز د غازي امان الله په اړه په خپل کتاب کې هم، د لوی غازي په یو شمېر کړنو او غلطیو سترګې نه پټوي. همدا لامل دی، چې استاد غضنفر هم د پوهاند حسن کاکړ په تړاو وايي: «[پوهاند حسن کاکړ ته] حقیقت تر دې لوی ورښکارېده چې یوازې د لویدیځ له لوري ورته وګوري او یا د ګڼو وطني صاحبنظرو غوندې ټوله ملامتي په پردو واچوي.»

  • جرائت او د شته معلوماتو ننګول 

    یو د مورخینو له مهمو ځانګړنو دا هم ده، چې باید لوړ اخلاقي جرائت ولري. د جرائت خاصه بیا هغه څه ده، چې په مورخ کې دا ځواک پيدا کوي، چې د حاکم پاړکي د نظریاتو او ایډيالوژۍ برخلاف حقیقي انځور روښانه کړي. دغه راز همدا جرائت دی، چې په مورخ کې د دې وړتیا پيدا کوي ترڅو شته معلومات او تاریخي حقیقتونه وننګوي. په پوهاند کاکړ کې دغه ځانګړنه هم شته وه او د همدغه ځانګړنې له کبله وه، چې د کمونستانو په زندان کې يې د بندي کېدو ویاړ وګاټه او هم یې د جهاني صاحب په وینا د امیر عبدالرحمان پر ژوند د لیکلي کتاب له کبله په هېواد کې شته معلومات وننګول او خلکو ته یې اصلي حقیقت وروښود.

  • پر دواړو بهرنیو او داخلي مراجعو اتکا 

    په اوسنیو معاصرو تاریخ‌لیکنو کې د استاد کاکړ بله ځانګړنه دا ده، چې د هېواد د معاصر تاریخ‌لیکنې پرمهال یې دواړو بهرنیو او داخلي ماخذونو ته لومړیتوب ورکړی. په انګریزي ژبه پوهېدنه او ترې ګټه اخیستنه یې بل د قوت هغه ټکی و، چې دی یې په اوسنیو مورخینو کې دنګ کړ. زموږ پاتې نور مورخین پر نورو ژبو د نه پوهېدا له کبله تر ډېره پر داخلي ماخذونو او ترجمو تکیه کوي، چې دا بیا تر ډېره د یو غټ او کُلي انځور په ښودلو کې ناکامېږي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي