منډيګک
افغان تاريخ

د مالان تاريخي پول

د ت، یوسفزي ليکنه

د مالان پله اوسنۍ بڼه؛ دا او پښتون پُل دواړه د ګذرې په ولسوالۍ کي موقعیت لري.

0 139

“مالان پول” د هرات ولایت له تاريخي آبداتو  او د افغانستان يو له ښکلو پلونو څخه دی چي د مالان په سيمه کي پر هريرود جوړ سوی دئ.

پخوا وختونو کي (مخکي له دې چي”پښتون پول” جوړ سي)  هغه کاروانونه چي له هرات څخه د سيستان( اوسني فراه او نيمروز )، کندهار او هندوستان په لوري خوځېدل له دې پول څخه به تېرېدل خو دمګړی يوازي د ګذرې او انجيل ولسواليو د څو کليو خلک پري تګ راتګ کوي. د تاريخ په اوږدو کي دا پول د هرات په اقتصادي وضعيت کي ډېر مهم رول لوبولی او د همدې ټکي په پام کي نيولو سره څو ځلي  یې د بیا جوړولو چاري ترسره سوي دي.

په ډېرو تاريخي کتابونو کي چي د هرات نوم اخيستل سوی تر څنګ یې د دې زړه را کښونکي پول يادونه هم ورسره سوې ده.

دا پول په کال ۵۰۵  هجري قمري (۱۱۱۰ ميلادي) د سلطان سنجر سلجوقي  په دوره کي په همدې طرحي چي اوس ده په لږ توپير سره جوړ سو؛ خو د هغو داستانونو له مخي چي ددې پول په اړه ويل سوي او د هرات د جغرافيايي او تجارتي موقعیت ته په کتو داسي اټکل کېږي چي دا پول دي د هرات د جوړېدو د تاريخ سره سم جوړ سوی وي، او په ځينو روايتونو کي بیا ددې پول د جوړېدو تاريخ د اسلام له ظهور څخه مخکي ښيي.

“د چرګي هګۍ”؟

د پول مالان په اړه ځيني حکايتونه داسي روایت کوي چي د مالان پول په جوړښت کي د چرګي له  هګیو څخه کار اخيستل سوی دی.يو له دې حکايتونه څخه دا دی چي د سپېڅلي اسلام د ظهور نه مخکي دوې زرتُشتي مذهبه خوېندي د بي بي حور او بي بي نور په نوم چي د چرګانو روزنځايونه يې درلودل، د پول په جوړېدو کي یې له هګيو څخه کار واخیست؛ روایت زياتوي کله چي د پول جوړولو تابيا ونيوله سوه د هغه وخت په ساختماني مصالح کي یې هګۍ ګډي کړې څو پول د اوبو د څپو په مقابل کي مقاومت  وکړي.

مالان په هرات کي د هريرود تر څنګ د کوچني کلي نوم دی او د ځيني مؤرخينو په وينا تر اسلام مخکي په دې کلي کي اورتون (آتشکده) شتون درلود چي د هرات خلګو به پکښې عبادت کاوه.

د مالان  پول د جوړولو مفکوره

کله چي پر دې رود (هريرود) پول نه وو، خلګ به په سختيو  له يوې خوا څخه بلي ته اوښتل او ځانونه به یې اورتون ته رسول. روايت کي راغلي چي د اورتون(آتشکدې) يو مؤبد د “برزو” په نوم چي زوی یې نه درلود او تل به له دې امله زورېدئ، يوه ورځ  لاس پورته کړ ویل یې که د اولاد خاوند سوم ، په بدله کي به یې د هريرود پر سر پول جوړ کړم څو خلک و کولای سي په آسانۍ واوړي او اورتون ته د عبادت لپاره تم سي.

خدای برزو ته زوی ډالۍ کړ او هغه د فريدون نوم باندي کښېښود او پر خپلي کړي ژمني  چي پر هرېرود به پول جوړوي ؛ يې عمل و کړ.

د زهرې او فريدون مثنوي

روايتونه وايي يو شپه فريدون په خوب کي نجلۍ ويني او پر هغې مينيږي، شپې او ورځي تېریږي چي له نيشاپور څخه د هرات و مالان آتشکدې(اورتون) ته د عبادت په موخه د يو شتمن سوداګر کاروان چي ورسره لور “زهره”هم مله وه، راځي.

برزو او فريدون د سوداګرو او پېغلي زهرې د ښې  مېلمه پالني او استقبال لپاره د هغوی مخي ته د مالان پول ته راوځي.

کله چي د فريدون سترګي پر زهرې لګېږي، پوهېږي چي هغه ښکلمخې نجلۍ چي ده په خوب کي ليدلې وه همدا نيشاپورۍ پېغله ده.

د فريدون او زهرې د ميني داستان استاد فکري سلجوقي د “مثنوي فريدون و زهره” په نوم کتاب کي ليکلی دی او په هراتۍ لهجه مشهوره سندره چي د مالان پول په اړه د هرات خلګو او سندرغاړو په خولو کي زمزمه سوې او کېږي له همدې شعر څخه را اخيستل سوې ده :

سر پل مالان دختري ديدم

قشنګ و زيبا او را پسنديدم

قدش بلند بود

راست میګی؟

به ما به جنګ بود

راست میګی؟

چه کنم وفا نداره

نظری به ما نداره

نمی يا يه ، نمی يايه، نمی يايه

ای دختر خوب؛ خوبان هراته

ای دختر ماه تابان هراته

او …

ژباړه :

د مالان پول پر سر مي نجلۍ وليده

ښکلې او پيمخې وه، خوښه مي سوه

په قد کي جګه وه، رښتيا وایې

راسره په جنګ وه، رښتيا وایې

څه وکړم وفا نه لري، نظر هم پر ما نه لري

نه راځي، نه راځي او نه راځي

دغه د هرات ښکلې نجلۍ ده

دا د هرات ځلېدونکې سپوږمۍ ده

او…

دا عکس د رابرټ بایرون لخوا په کال ۱۹۳۴ م کي اخيستل سوی او ښيي چي پول د ۲۶ طاقونو درلودنکی وو.

د مالان پول جوړښت او نننی وضعيت  :

د ۱۳۴۰ل کال مخکي پول مالان يوازينی پول وو چي هرات يې له کندهار او کابل سره نښلوه، خو د پښتون پول له جوړېدو وروسته پر دې پول تګ راتګ يوازي تر کليو او باغونو پوري محدود سوی او يوازي د لسګونو کليو خلګ ترې ګټه پورته کوي.

پښتون پول چي د هرات ولایت د خلګو  په خولو کي  د “پُل پشتو”  نوم ځای نيولی د مالان پله سره نږدې د اوسني هرات- کندهار پر لويه لاره د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کي په کال ۱۳۴۰ ل کي جوړ سو او د طالبانو د پرځېدو سره سم  د پښتون پول ترڅنګ بل پول جوړ سو چې په دې سره دا پول “غبرګ پښتون پول” سو.

پښتون او مالان پلُونه چې د ښکلو باغونو او ځنګلونو په منځ کي احصار سوي  د هرات او د نورو ولایتونو د خلګو لپاره د ښو مېله ځايونو نوم ګټلی چي د جمعې او نورو رخصتيو په ورځ په دې سیمو کي خلګ د مېلو لپاره ورته راځي او خپل وخت ددې ښکلو ځايونو په ليدو تېروي.

مالان پول اوس هغه پخوانی تاريخي ارزښت نه لري  ځکه د تېرو لسيزو د جګړو لامله دا پول سخت زيانمن سوی او څو ځلي بیا(له سره) رغول سوی دی.

دا پول يو ځل د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوره کي ، وروسته په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۵ کلونو کي د ډاکار (Dacaar) مؤسسې لخوا، او په ۲۰۰۶م کي د UNOPS موسسې په همکارۍ د ۲۰۰ زرو ډالرو په لګښت ورغول سو.

اوسنی مالان پول ۲۳۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پراخوالی او ۲۲ طاقونه لري.

دا عکس(۱۹۹۰) د Afghanistan : the Mirage of Peace کتاب د ۱۳۶ مخ څخه را نقل سوی چي ليکوالان یې کريس جانسن او جوليون ليسلي دي

خو انګرېز سيلاني الکسانډر هميلټن چي د نولسمي پېړۍ په وروستیو کي یې له هرات څخه ليدنه کړې د پول مالان په اړه ليکلي دي چي دا پول ۱۷ طاقونه لري ؛ دی په خپله ليکني کي زياتوي چي د ډېرو  اوبو لامله د مالان سيمي ډېري لاري بندي سوې د نوموړي دا ليکنه په کال ۱۹۰۴ م کي په بريټانيا کي چاپ سوې ده؛ خو په دې کلونو کي داسي نه ده سوې چي د اوبو د ډېرښت لامله دي ان د پول د طاقونو څلرمي برخي ته ورسېږي.

همداسي جرمني سيلاني نیډر ماير په کال ۱۹۲۴ م کي له پول مالان څخه عکس اخيستی، دا ښيي چي د پول ډېری طاقونه نړېدلي یا وران سوي وي او له پول څخه د تګ راتګ ګټه نه سي پورته کېدای ؛ په دې عکس کي د الکسانډر د ليکني برعکس ليدل کېږي چي پول ۲۶ طاقونه لري، خو نننی پول  ۲۲ طاقونه لري.

 

 

 

 

سرچينه سرگذشت شگفت انگیز پل تاریخی مالان در هرات- اویس توخی (بي بي سي فارسي) Book:Afghanistan by Paul Clammer, page 140 جلوه‌های درخشان یک تاریخ؛ پل مالان، راوی قدمت یک سرزمین و سوژه ناب موسیقی محلی هرات

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي