منډيګک
افغان تاريخ

په کوټه کښي د اوسنيو او ماقبل تاريخ د نومونو د مماثلت يو تاريخي څېړنه

ارباب محمدعثمان کاسی

0 94

که موږ د انساني ژوند و کړۀ وړۀ ته پام لرنه وکړو نو دا حقيقت به راڅرګند شي چي دا د انساني جبلت يوه غوره خاصه ده چي خپل جذبات، خيالات او احساسات تر نورو انسانانو پوري په ښه ډول ورسوي. او بيا ورپسې د څيزونو تړون د زمان او مکان سره په دا ډول وتړي چي د راتلونکو نسلونو د پاره د تهذيب او کلتور يوه بې بها او خوندوره اثاثه له يوه نسل څخه و دا بل نسل ته وسپاري.

که موږ د تاريخ و پاڼو ته ځير شو نو دا حقيقت به په ښه توګه راڅرګند شي چي زموږ په دې ناوه کښي چي پخوانی نوم يې ” شال ” ؤ او اوس موږ ورته ” کوټه ” وايو له زرګونو کلونو څخه انسانان اباد او استوګن دي. د دغه انسانانو د ارتقا٫ په دې اوږده سفر کښي د ډبرو تهذيب، د مسو تهذيب او د اوسپني تهذيب ډېري غزوني کړي دي.

دلته چي تر اوسه پوري څومره څېړني شوي دي، لرغون پوهان هغه ته د کلي ګل محمد کلچر نوم ورکړی دی. د لرغون پوهانو د تحقيق مطابق و کوټه ښار ته نزدې د پښين او چمن پر لويه لار باندي واقع دغه کلی د اثارقديمه دغه جرړي تر ږوب، لورالائي، ساروان، جهالاوان او په لوېديځ کښي ترمکران، بمبور او خاران پوري رسېدلي دي.

له دې حقيقت نه انکار ناممکن دی چي د کوټي پر دغه خاوره باندي په بېلوبېلو وختونو کښي بېلوبېلو خلګو حکمراني کړې ده. چي په هغه کښي دراوړ، اريا، ساکا، ايرانيان، يونانيان، خوارزمي، ګورګاني، ارغون، مغل، غلجيان او دراني ټول شامل دي.

له تاريخي څېړني څه معلومېږي چي له غزنه څه د بوري او ږوب پر ناوه باندي د ګوملي پروَت، ورپسې په ختيځه خوا او بيا د تاريخي بولان درې پر لار دغه حکمران قامونه سندهـ پر ناوه تېر شو تر هنده پوري ورسېدل.

دغه رنګه پخوانۍ کوټي پښين ضلعې د پښين نومي ځائ ذکر د زرتشت په اوېستا نومي کتاب کښي هم راغلی دی. او په دې سيمه کښي (رئيسه) نومي تاريخي غونډۍ ځانله يو بېل حيثيت لري. که څه هم په ظاهره د دغه لرغوني دور د غونډيانو او کارېزونو سوا د مځکي پر سر نور اثار نۀ ليدل کېږي چي دلته يې په صراحت سره ذکر وکړو. البته هغه لږ څه څېړني چي د کوټي، لورالائي او ږوب په غونډيانو کښي انګرېزانو کړي دي، او ورسره يې د ادوارو تعين هم کړی دی هغه زموږ د خبري اثبات کوي.

په دغه مناسبت سره يوه بله خبره هم زموږ د دې خبري په اثبات تمامېږي، هغه دا چي دلته په کوټه کښي کوم زاړه نومونه اورېدل کېږي يا يې اورو، هغه د دغه سيمي لرغونتوب په ګوته کوي. د مثال په توګه د (ميسوپوټاميه) (عراق) ذکر به وکړو.

اُړک و هنه:

د سمر (Sumer) قام وګړو تقريباً B C E څلور زره کاله پخوا د يوه ښار تاريخي تيږه ايښې وه. د هغه ښار نوم په (اُړک) سره شهرت وموند. اُړک د اکاد (Akkad) ژبي توری دی. په (3000) B C E کښي په دغه ښار کښي څلوېښت زرو خلګو ژوند کاوه. او د دغه ښار رقبه (۴۰۰) اېکړه وه. دغه ښار د ډېر پخواني دور د ايتهنز تر ښاره دوه واره غټ ؤ. او پر ښار باندي شپږ ميله دېوال راجار وتلی ؤ. او ورسره دغه ورڅرمه کلی هم په ګډ ؤ. د مزې خبره دا ده چي د هر کلي د اوبو خور ځانله نظام ؤ.

د دغه ځائ خلګو په (۳۶۰۰) B C E کښي د زګورت (Ziggurat) په نامه سره يو مندر هم جوړ کړی ؤ. هغه د دې پاره چي د خپل دور د دوو مهمو ديوتاګانو يعني د ” هينه ” (Eanna) او ” آنو ” (Anu) عبادت پکښي وکړل شي.

په هم دغه سوب باندي دغه ښار د عبادت د پاره د راتلونکو خلګو او د تجارت پيشه خلګو د پاره د يوه لوی مرکز حيثيت وموند. د مندر منتظمينو به له تجارانو څخه په باقاعده ډول ټيکس اخستلو. د محققينو په خيال دغه ښار د عراق د فرات سيندپر څنډه باندي اباد ؤ.

و دغه ښار ته نزدې په يوه لوري د ” اُر “(Ur) ښار او په دويمه لوري د بابل ښار اباد ؤ. دغه ښار تر ډېره پوري اباد ؤ. وروسته چي کله مسلمانانو دغه سيمه فتح کړه نو ورسره دغه ښار هم تيت و پرک شو.

دلته يوه خبره واضح کول غوړم هغه دا چي، زما په فکر له دا زاړه ” اُړک ” ښار ريښې که زۀ له هنه اُړک سره وتړم نو د هغه يو سوب دا به هم وي چي د بابل د زاړه ښار حکمرانان (کاسي) هم کېدای شي. ځکه چي د حتيانو (Hittites) تر تيت وپرک کېدو وروسته له 1530 B C Eيعني له 1200 کلونو پس چي دوی د بابل حکمرانۍ څخه لېري کړل نو دوی له زاغروس څخه کوټي ته راغلو. او دغه ځائ يې خپل مسکن وګرځاوه. دغه ذکر د ورلډ هسټري (World History) پر (۱۶۶)م مخ باندي (Clive Ponting) په صفا ټکو کښي کړی دی.

خو دا هم ممکنه ده چي دا نور قامونه وي چي پخوانۍ زمانه کښي يې د اُړک و هنه د علاقې ميسو پوټاميه (عراق) سره څه نا څه تعلق پاته شوی وي، ځکه چي د دغه ناوې شين ګښتي او ډېرو اوبو به دوی متاثره کړي وي او د خصوصياتو مماثلت په وجه به يې د هغه زاړه نوم انطباق پر دغه سيمه کړی وي خو زموږ دپاره د دلچپسۍ خبره دا ده چي د عراق د يوه تاريخي ښار د اُړک (Uruk) او د کوټي د ناوې د هنه اُړک په مابين کښي به دغه مماثلت يو اتفاقي پېښه وي او که به يې جرړي له پخواني تاريخ سره پېوستون لري. بايد ووايم چي هنه اُړک له کوټي ښار څخه ۲۳ کلو ميټره لېري د شمال او ختيځه خوا کښي يو ډېر خوندور او د سېل ځائ دی چي د سېبونو او نورو مېوو ښائسته باغونه او قدرتي د اوبو چشمې لري. د زرغون غرۀ په لمن کښي دغه ناوه په سپينو او رڼو چشمو باندي داسي اباده او د قدرتي ښائست يوه داسي لړۍ ده چي سړی يې په صفت نۀ مړېږي. کله چي انګرېزانو پر کوټه قبضه وکړه نو د اوبه خور دپاره يې و ښار ته هم دغه اوبه په پائيپو کښي راوستې، روسته د ډوکلۍ او څه نور وجوهاتو په وجه دا سلسله ځله وشلېدله.

د کوټي اوسنی مېزان چوک

هُده:

د کوټي ښار په لوېديځه خوا کښي له چمن پاټک څه نيولې تر جېل روډ، ريس کورس، منوجان روډ او دغه ته ورڅرمه علاقو ته د هدې نوم ورکړل شوی دی. د دغه علاقې يو خصوصيت دا دی چي کله انګريزانو کوټه ونيوله نو هغه وخت د کوټي ابادي د (مېري) قلعې په شاوخوا کښي مېشته وه. هغه وخت به د افغانستان، هندوستان او سندهـ څخه د قافلو راتګ و (هُده) بازار ته وو. هغوی به خپل مالونه په هُده بازار کښي خرڅول او دلته به يې نوی خريد هم کولو. دغه هُده د شال کوټ پخوانی بازار ګڼل کېدو. دا يوه ښکاره خبره ده چي د هر نامه سره څه روايات او افسانې تړلي وي، هم دغه روايات او افسانې له هُدې سره هم تړلې دي. خو د هُدې له نامه سره مماثلت په اړوند د يوې عبادت خانې ذکر کول غواړم.

د دغي عبادت خانې نوم هُده ؤ چي ذکر يې د هسټري اف سولائزيشن اف سنټرل ايشيا د دويم جلد پر (۳۴۷) م مخ باندي خوندي شوی دی. په ۱۹۹۶ کال کښي د (UNESCO) له خوا څخه په دغه موجوده هسټري کښي ليک دي چي د ګندهارا د بدهـ مت د يوه اهم مرکز نوم ” هده ” (Hadda) ؤ. دا د افغانستان د جلال اباد په سهېل کښي د اتۀ کلو ميټره په فاصله باندي پروت ؤ. و دغه مرکز ته د چين Hsuan او Fa Hsien په پنځمه او اوومه عيسوي کښي راغلي وو. د هغوی په قول دلته په زرګونو مجسمې پرتې وې.

په اصل کښي هده د سنسکرت ژبي توری دی کوم چي د پښتو له هډ توري نه اخستل شوی دی. هُده (Hudda) او هده (Hadda) يو او بل ته ورته والی لري.

ممکن دی دا دواړه يو ډول توري وي، کوم چي تجارانو، مبلغينو او ګرځېدونکو (سياح) په وجه يوې علاقې څه تر بلي علاقې پوري رسېدلی وي.

بهرحال د پخوانيو خلګو د ټولنيز ژوند او تاريخ سره تړون او د دتاريخ کړياني پرله پوري کول که څه هم ځانله ارزښت لري خو انساني معلومات بيا هم نيمګړتياوي لري. دغه زما دا څو کرښي ليکل بس زما يو ادنا کوشش دی.

سرچینې:

1, World History by Clive ponting

2, Hadda, Afghanistan – from wikipedia, the free encyclopedia

3, History of civilization of central asia Volume ii

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!