منډيګک
افغان تاريخ

بالا حصار، شېر پور کلا او ارګ: په کابل کې د ځواک ودانۍ

ليکوال: ژباړه: مخفي عزیزی

د کابل د بالاحصار دروازه چي انګرېزانو په توپ والوزول سوه. . کابل، کال۱۸۷۹میلادی. عکاس: جان بورک
0 5

د کابل د واک څوکۍ، د پېړیو په اوږدو کې تل د یوې غښتلې کلا د دیوالونو تر شا وه. مهمه نده چې دا ځل به ټاکنې څوک وګټي، خو د کلا دا ارزښت به همداسې دوام وکړي او راتلونکی جمهور رییس به هم په ارګ کې اوسي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې  همکار لیکوال بیل ووډ بورن په دې اړه لیکه کړې ده. ووډ بورن تقاعد شوی نظامي انجنیر او د لویو او ټینګو ودانیو ماهر دی. ده په کابل کې یو شمېر هغو لویو کلاګانو ته کتنه کړې چې له پېړیو راهیسې پکې  واکمن اوسي. ووډ بورن همدا شان دېته کتنه کوي چې څرنګه بېلا بېلو پاچایانو د کلاګانو په معمارۍ کې بدلون راوستی دی.

کله چې د دراني لړۍ دویم واکمن تیمور شاه په ۱۷۷۵ کې د افغانستان پلازمېنه کابل ته ولېږدوله، نو پخوانۍ کلا یعنی بالاحصار یې ځانته غوره کړه. بالا حصار د شېر دروازې په اوږدو کې د کابل زاړه ښار سره پر پوله پروت دی. دا کلا په پوره جګه غونډۍ جوړه شوې چې ټول ښار ترې لکه ورغوی برېښي او دومره ټیټه هم ده چې څاه ګانې یې پکې کیندلې وې. کیدای شی دا کلا له شپږمې پیړۍ راهیسې پر دغه غونډۍ هسکه وي. بالاحصار د مغولو په پېر کې (۱۵۰۵-۱۷۳۸) جوړ شویدی.

د مغولو لومړی امپراتور بابر، په ۱۵۰۵ کې له مرکزي آسیا څخه افغانستان ته راغی او کابل یې ونیو. مخکې له دې چې بابر د هند د نیولو په هوډ وخوځېږي، په کابل کې یې تر شلو ډېر کلونه تېر کړل. د بابر ځای ناستيپه دې تکل وچې په کابل کې یو غښتلې حضور هم ولری ځکه چې افغانستان د هند او مرکزي آسیا ترمنځ یوه مهمه ټرانزیټي لار وه او بل داچې دوی غوښتل بېرته ټاټوبې ته ستانه او خپل یې کړي. دوی ته دا لار په ځانګړيډول د ټرانزیټ مهمه لار وه، ځکه غوښتل یې له دغې لارې خپل آسونه هم ولېږدوي.

بابر په کابل کې د بالاحصار ماڼۍ جوړه کړه، خو په اړه یې معلومات ډېر کم دي. دومره پوهیږو چې دی پخپله هم کله په خپل یوه او کله په بل بڼ کې ګرځېده. دده ځای ناستو بیا دا کلا نوره هم وغځوله او د غونډۍ لاندې برخې یې هم پکې را ښکېل کړې. ځای ناستو یې د غونډۍ له لاندې برخو دیوالونه چاپېر کړل، برجونه یې پکې جګ کړل او د مغولو په دود یې پکې لویې لویې دروازې کېښودې. د ماڼۍ وروستۍ بڼه څو اړخیزه وه. د ختیځ- لویدیځ لوري ته ۸۰۰ متره او د شمال – سوېل خوا ته ۶۰۰ متره غځېدلې وه. که څه هم درنه وسله د مغولو په ټوله دوره کې کارېده، خو دوی په خپلو ټینګو ودانیو کې معاصره وسله چې اروپاییانو کاروله، په کار وا نه چوله. د دوی وسله لا هم په منځنیو پېړیو پورې محدوده پاتې شوه او یوازې د لویو او پیاوړو دیوالونو څخه یې استفاده کوله. ریښتیا هم پدغه غرنۍ سیمه کې چې د درنو وسلو ګرځول په کې ډیر ستونزمن و، توپخانې د ځان د دفاع لپاره ډېری ګټورې وې.

بابر په کابل کې ډېر بڼونه جوړ کړی وو چې یو یې هم د دغې ماڼۍ په لاندینۍ برخه کې و.  دا د مغولو د څلور لارې ځانګړی بڼ و چې هره خوا یې ۱۵۰ متره اوږده وه. دا بڼ څلورو خواوو ته ویشل شوی او د ګرځېدو پر لارو یې دیوالونه جګ شوي وو. دغه بڼ ته اوبه د کابل سین له برنۍ خوا نه راتېرې شوېوې چې بهیر یې کلاته په وړ بڼه خوندي وي. د بڼ شمال لوري ته د نندارې لپاره یو سر خلاصی ځاید باغچې په ډول جوړ شوی و چې مخه یې د کلا انګړ ته وتلې وه. د همدې شمال لوري لرې پرتې برخې ته شاهي ماڼۍ جوړه شوی وه. دغه شاهي ماڼۍ د دویم ځل لپاره د تیمور شاه لخوا په ۱۷۷۵ کال او بیا د هغه د مړینې پرمهال په ۱۷۹۳ کې له سره ورغول شوه. دغې ماڼې کې سمې ودانۍ جوړې شوې وې او مستطیل شکله دربار هم پکې ودان و. د ماڼۍ په پورتنۍ برخه کې د واکمن د هوسا ګرځېدو او د آزادې هوا د راتلو لپاره سرخلاصی ځای جوړ شوی و. له دغه ځایه پرواورو پوښلي غرونه هم ښکارېدل. په کلا کې بریالياو پیاوړيواکمن اوسېدل، خو دغه ځای سمونه ساتل شو. کله چې په ۱۸۳۹ کې د افغان – انګلیس په لومړۍجګړه کې انګریزانو له شاه شجاع الملک سره د واک په بیاځلي نیولو کې مرسته وکړه، شاه شجاع هغو زیانونو حیران کړ چې دده د نشتوالي په دېرشو کلو کې ور اوښتي وو. شاه شجاع د انګریزانو په مرسته له دېرش کلن تبعید وروسته بېرته له امیر دوست محمد خان نه واک تر لاسه کړ.

خو بالا حصار یوازې د حاکمانو د کورنۍ استوګنځی نه و، بلکې د کلا په پورتنۍ برخه کې د وسلو لویه زېرمه او دولتي زندان هم وو. د کلا په لاندېنۍ برخه کې د توپونودرېد ځایونه او مېشت ځایونه جوړ شوي وو. د کلا د دیوالونوهاخواشاوخوا ۵۰۰۰ تنه اوسیدل. د واکمن له کورنۍ پرته، په دغه سیمه کې علمي شخصیتونو، د دربار کارکوونکو، نوکرانو، د آسونو روزونکو او توپچیانوته هم ځای و. دغه راز د ارمني وسله جوړوونکو په ګډون، دلته بېلا بېل ټبرونه اوسېدل چې خپلې کوچنۍ کلیساوې یې درلودې. د اوسیدونکو لپاره پکې یو لوی بازار هم جوړ شوی وو.

په ۱۸۳۹ کې چې کله شاه شجاع الملک د انګریزانو او هندیانو په بدرګه کابل ته راغی، شاه شجاع د بالا حصار ماڼۍ ته ولا نه ړ، او د هوارې ځمکې پر مخ يې د کابل سین شمال لور ته د اوسېدو لوی کېږدۍ کوټ ودراوه. دغه کمپ پر سم ځای جوړ نه و، ځکه چې شاوخوا یې غونډۍوې او د جګړو پر مهال، په آسانه نیول کېده. کله چې په ۱۸۴۱ کې جګړه ونښته، د انګریزانو او د هغوی پلویانو ته ډېره ګرانه وه چې پر کمپ ولکه وساتي. له همدې امله، په ۱۸۴۲ کې دوی په بشپړه توګه ماته وخوړه او له هېواده وتلو ته اړ شول.

لومړۍ د شېرپور کلا او بیا د ارګ ماڼۍ

په ۱۸۷۰ کې امیر شېر علی خان یوه بله لویه کلا جوړه کړه. ده دا نوې کلا پر هواره ځمکه د بی بی مهرو (بیمارو)  غونډۍ څنګ ته چې د کابل ښار شمال لوري ته په درې کیلومترۍ کې پرته وه، جوړه کړه. امیر شیر علی خان دې مېنې ته خپل نوم ورکړ او «شېر پور کلا» شوه چې هېڅکله یې کار پای ته ونه رسید. ورسره جوخت یې د بالا حصار په لاندينۍ برخه کې بله ماڼۍ هم جوړه کړه.

همدې کلا ته څېرمه یو استوګنځی هم و چې پر ۱۸۷۹ د افغان – انګلیس د دویمې جګړې په درشل کې، د برتانیی استازي سر لویس کوګنارې ته ورکړل شوی و. پنځه اوونۍ یې لا په دې مېنه کې تېرې کړې نه وې چې د برتانیی استازی همدلته د افغان ځواکونو تر برید لاندې راغی. دوی تنخوایي عسکر وو، خوله امیر څخه یې خپلې پیسې ترلاسه کولی نه شوای. پرځای یې هڅه وکړه چې د برتانیې له استازې څخه یې واخلې. کوګنارې او د هغه ډله د دغو ځواکونو له خوا ووژل شولاو د اوسېدو کور یې لوټ او تالان شو.

شېر پور:
د کابل کمیساري، کابل، کال۱۸۷۹میلادی.
دغه ښارګوټي امير شېرعلي خان جوړ کړ خو شل کاله وړاندي د دولت د اوسنيو چارواکو له لوري غصب او ورک سو 🙁
پخوانيو اريايانو به د پاچا د اوسېدلو ځای ته ( پور ) وايه چي دا نومونه تر اوسه هم په شېر پور، ويس او بگرام کي ليدل کيږي.
عکاس: جان بورک

دې کار په کابل کې جګړه بل پړاو ته بوتله او برتانوي ځواکونه د ۱۸۷۹ په اکټوبر کېد کابل پر لور لا نور راوړاندې شول. دوی  په لومړي سر کې له بالاحصاره ټول اوسېدونکي و ایستل او بیا یې ونیوله، خو ډېر ژر په کلا کې چاودنه وشوه چې اټکل دی  تصادفې به وه. چاودونه د کلا په وسله تون کې رامنځته شوې وه. هغې ځاني او مالي زیان واړاوه،  خو هومره نه و چې یادونه یې کېږي. د نورو چاودنو له وېرې، برتانوي ځواکونه د لنډې مودې لپاره له بالا حصاره ووتل او په شېر پور کې چې نیم کاره پاته وه، ځای پر ځای شول. ورسره جوخت یې د بالا حصار لاندینۍ برخې ورانې کړې او هغه یې د شېرپور ځواکونو له پاره په استوګنځيو واړولې او خپله دفاع یې پیاوړې کړه.

د ۱۸۷۹ په وروستیو کې، کله چې افغان قومي مشران د کابل شاوخوا ته راورسېدل، ښار یې ونیو او په شېر پور کې یې برتانوي ځواکونه کلابند کړل او پر جګړو ورسره کېوتل. په هغه مهال برتانویانو د کلا پر شمال – لوېدېځه څنډه یوه هدیره جوړه کړه چې اوس هم په کابل کې د عیسویانو د حضیرِي په نامه یادیږی او پرځای ده. په دغه حضیره کې د ۱۸۷۹ – ۱۸۸۰ کال د مړو خازې اوس هم ولاړې دي. د ۱۸۸۰ په لومړیو کې برتانوي ځواکونو یو ځل بیا بالا حصار ونیو. دا ځل دوی د کلا چاپیره دیوالونه لا هم پیاوړي کړل، خو د کلا دننه یې نورې آبادۍ هم ویجاړې کړېچې د دفاع لپاره یې ډګر لا پراخ شي. دوی دا کار په ځانګړي ډول د کلا په هغو برخو کې وکړ چې دوی ترې زیانمن شوي وو. په کلا کې نورې آبادۍ که څه هم لږ څه ویجاړې شوې وې، خو بیا هم ځواکونه پکې ځای پرځای شوي وو. په ۱۸۸۰ کې کله چې برتانویانو د افغانستان د شمال برخې ولکه امیر عبدالرحمن خان ته سپارله، د بالا حصار حالت داسې وو چې د کلا چاپیره دیوالونه جوړ او پیاوړي، خو دننه ودانۍ یې کنډوالې وې. کلا د امیر عبدالرحمن خان د لښکر د یوه غونډ لخوا ونیول شوه، خو امیر ته دا کلا د اوسیدنې وړ ونه برېښېده او ځان ته یې بل ځای غوره کړ.

د امیر لنډ مهالې استوګنځی له کابل سین سره د مراد خانۍ په ښارګوټي کې و. مراد خاني له هغه ځای سره نژدې وه چې عبدالرحمن خان غوښتل نوې ټینګه ودانۍ یعنې د ارګ ماڼۍ پرې ودانه کړي. د ارګ ټکی په منځنۍ آسیا کې د یوه ښار له نامه اخیستل شوی چې امیر په کې د جلاوطنۍ شپې ورځې تېرې کړې وې. د بالاحصار خلاف، د ارګ ماڼۍ په جوړولو کې دفاعې سیسټم په پام کې نیول شوی نه و، بلکې د بڼونو ترمنځ پر هواره ځمکه د سړک پر اوږدو ودانه شوې وه.  دا سړک د لومړي ځل لپاره مغولو جوړ کړی و. د ارګ پر ماڼۍ کار په ۱۸۸۰ کې پیل شو. د دې ودانۍ لپاره جوړه شوې طرحه، د منځنۍ آسیا له پاره نوې نه وه. د ارګ ماڼۍڅلور ګوټیزه (مربع وزمه) ودانۍ ده چې شاوخوا پرې ټینګ دیوالونه راتاو شوي دي. د ودانۍ پرهر کنج او د دریو دیوالونو ترمنځ ګردي برجونه هسک شوي دي. د څلورم دیوال ترمنځ، ماڼۍ ته د ننوتلو لویه دروازه ولاړه ده او پر شاوخوا یې لویه کنده وه. دغې کندې ته اوبه له کابل له سینده ورتېرې شوې وې.

د کابل د بالاحصار دروازه چي انګرېزانو په توپ والوزول سوه.
. کابل، کال۱۸۷۹میلادی.
عکاس: جان بورک

د ارګ پر شاوخوا بڼ چې د شمال – ختیځ لوري ته پروت و، دربار یا محکمه جوړه وه. دغه دربار یې سلام خانه نومولې وه چې نن هم د دولتي مراسمو لپاره کارېږي. د سلام خانې په یوه سر کې د مېلمنو لپاره ځای هم جوړ شوی و چې پر ۱۸۹۴کال په کېد برتانیی د پارلمان غړی جورج کورزن چې وروسته د هندوستان واکمن شو، د یوې لیدنې پر مهال د څه مودې لپاره اوسېدلی دی. جورج کورزن لندن ټایمز ته په یوه لیک کې دارګ یادونه کړی وه. د کلا د دیوالونو پرسرونو کنګرې یا سوري چمتو شوي وو چې له هغو څخه یې د وسلو خولې بهر ایستلې. له لوی وره چې به ننوتې، د ونو تر منځ یو لوی دربار مخې ته راته. له منځ څخه یې د تېرې شوې لارې پر یوه خوا خزانه او پر دا بله یې وسله تون جوړ و. د همدې منځني سړک مخامخ د ماڼۍ دننه ودانۍ وې چې پکې د وسلو شخصي زېرمه هم وه. د کلا لوېدیځ ګوټ کې یوه باغچه ګۍ وه چې دیوالونه یې له بڼ جوړ شوي وو. دغه باغچه ګۍ د کوټي باغچه په نامه یادېده او امیر پخپله جوړه کړی وه. دغه باغچه پدې وروستیو کې بېرته له سره رغول شوی ده. د کلا دننه د نورو کارکوونکو او خدمتګارانو لپاره د اوسېدو ځایونه هم په پام کې نیول شوي وو.

امیر نورې ماڼۍ هم درلودې چې یوه یې بوستان سرای نومیده. کله چې په ۱۹۰۱ کې امیر وفات شو، بوستان سرای یې په مقبرې واوښته. د هغه زوی امیر حبیب الله خان، بیا د کلا شمال لور ته د دلکشا په نامه بله ماڼۍ جوړه کړه. امیر حبیب الله خان د دلکشا ماڼۍ په اروپايې ډیزاین چمتو کړی وه. کله چې حبیب الله خان په جلال آباد کې د یوه بنسټ پال لخوا ووژل شو، د هغه درېیم زوی امان الله خان بریالی شو چې په کابل کې د چارو واګې تر ګوتو کړي. امان الله خان د ارګ ماڼۍ، د ارګ خزانه او په کلا کې د وسلو زیرمه هم ونیوله.

د همدې کال په وروستیو کې کله چې امان الله خان خپلواکي اعلان کړه، یو شمېر شاهي ودانۍ  یې بهرنیو سفارتونو او ښوونځیو ته ورکړې. خو ورسره جوخت یې خپلو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه  چې په پغمان کې ورته دوبنی استوګنځی هم جوړ کړي. ده دغه راز، د کابل سوېل– لوېديځ لور ته نوې ماڼۍ چې دارالامان نومیده، جوړه کړه. خو د ۱۹۲۹ په اړودوړ کې چې دی په کې له واکه وغورځېد، پر دغې ماڼۍ هم کار ودرید. تر یو لړ ناکراریو وروسته، چې پکې د ارګ محاصره کیدل ډېر مهم و، یوې نوې سلطنتي کورنۍ واک ترلاسه کړ. که څه هم په دغو ودانیو کې ډېر بدلون راغلی، خو بیا هم تر جوړېدو راهیسې، ارګ د طالبانو له پېر پرته چې هېواد یې له کندهاره سمبالاوه، واک ته درسیدو یو مهم مرکز پاتې شوی دی . که څه هم د ارګ شاوخوا کندې ټولې ډکې شوې او اوس د ارګ چارچاپېر ودانۍ ټولې دولتي ادارې دي، له دغه ځایه لنډمهالي امنیتي دیوالونه راچاپیر دي چې د کلا بهرنی دفاعي ملاوستنی (کمربند) یې جوړ کړی دی.

د کابل له ټینګو کلاوو کومې لا پاته دي؟

د بالا حصار او شېرپور له کلاګانو څه پاتې دي؟ د شېرپور نیم کاره کلا په ۱۹۲۰ کې له ځمکې سره هواره شوه او د کابل لومړنی هوایې ډګر پرې جوړ شو. په وروستیو کلونو کې دلته یو ښارګوټی مخ په پراخیدو دی او د امیر شېر علي خان د کلا دلویې پروژې یوه نښه هم پاته نه شوه. خو که د سیمې عکس چېله سپوږمکۍ اخیستل شوی وګورو،  د سړکونو له غځېدلو جوتېږي چې د کلا دیوالونه به پر کومو سیمو تېر شوي وو. داسې ښکارې چې د شېرپور کلا د بي بي مهرود سوېلي غاړې په اوږدو کې وه. د بالاحصار په کلا کې هم ډېر بدلون راغلی دی. امیر عبدالرحمن خان په لوی لاس د بالاحصار کلا پرېښوده چې لاندینۍ برخې یې ویجاړې شي. دغه کار هغه وخت لا نور هم ګړندی شو چې د کلا له نړېدلو موادو یې بل ځای جوړاوه. ددغې سیمې په انځورونو کې چې پر۱۸۹۰ کال اخیستل شوي، د کلا دېوالونه نیم نیم ښکاري. له بلې خوا، د کلا له پورتنۍ برخې څخه د دولتي زندان کار اخیستل کېده او پر ۱۹۳۰ کال د کلا په لاندینۍ برخه کې نظامي اکاډمی جوړه شوه .

د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د بالاحصار کلا د دوو جګړو شاهده وه. د ۱۹۷۹ په آګسټ کې کله چې د کمونیسټ حکومت په وړاندې مخالفتونه رامنځته شول، جګړه لومړی په بالاحصار کې پیل شوه. خو دولتي ځواکونو دا ځای محاصره کړ او کلا یې بېرته ونیوله. د ۱۹۹۰ کلونو په منځ کې د کورنیو جګړو پر مهال، دوو ډلو بالاحصار ونیو چې پر ۱۹۹۴ کالپه یوه لوی ویجاړوونکي برید پسې چې الوتکې په کې كارېدلې وې، له بالاحصاره وتلو ته اړ شوې. له ۲۰۰۱ کال وروسته د بالاحصار په لاندینۍ برخه کې بله پوځې اډه جوړه شوه. د هغه ځای ټولې ودانۍ چې پوځي اکاډمې پرې ودانه وه او په جګړو کې وسوځېده،  ونړول شوې او نوې ودانۍ پرې له سره جوړه شوه.

د بالاحصار پورتنۍ برخه په پراخه کچه د ۱۹۹۰کلونو په کورنیو جګړو کې هم زیانمنه شوی وه او له هغې وروسته د وخت په تېریدو سره نوره هم ړنګه شوه. په بالاحصار کې اوس هم لږ ودانیز کارونه شته خو هغه څه چې امیر عبدالرحمن خان جوړ کړي وو، له هغو ډېر لږ څه پاتې دي. هغه نیمګړي دیوالونه او برجونه چې له بهره ښکاري، یا د مغولو د پېر کار دی او یا هم د افغانستان د پخوانیو ودانیونښې دي. دا کلا د افغانستان د دفاع وزارت تر کنټرول لاندې ده او د ننوتلو لپاره یې د اجازې اخیستل خورا ګران دي. که څه هم د بالاحصار په لاندینۍ برخه کې لرغون پېژندونکې څېړنې شوې، خو پر ټوله کلا هېڅکله هم هر اړخیزه څیړنه ترسره نه شوه. د کلا دننه پاتې شوني او شاوخوا یې ښایيتر ۱۵۰۰ کلونو ډېر عمر ولري او د افغانستان له خورا مهمو تاریخې ځایونو څخه یو دی چې کلک غور او پاملرنې ته اړتیا لري او پوره مسلکي کتل غواړي.

د افغانستان راتلونکی ولسمشر،که هرڅوک وي، د ارګ له ماڼۍ به هېواد اداره کوي اوحامد کرزی به چې اوسنی ولسمشر دی، ارګ ته نژدې اوسي. خو دغه ټینګه ماڼۍ له عامه خلکو ډېره پټه پاتې ده او یوازې هله سمه د لیدو وړ ګرځي چې ماڼۍ ته نژدېد کابل داسې یوه غره ته وخېژې چې هغه ترې له لېرې ولیدل شي.‌ د غره له سره به ووینئ چې د ماڼۍ دننه بڼونه څومره شنه او ښایسته دي. خو د بالاحصار پاتې ویجاړې نښې اوس هم پرزاړه کابل  برې پرتې دي او د افغانستان په تاریخ کې په ښکاره د ټینګو کلاګانو یادونه کوي.

بیل ووډبورن د برتانیې متقاعد پوځي انجنیر دی چې په منځنۍ او سویلې آسیا کې یې پر ټینګو کلاګانو ژورېڅېړنې کړې دي. دی څو ځل افغانستان ته د سیلاني په ډول راغلی دی.‌ ووډبورن د افغانستان پر بالاحصار پوره څېړنه او اوږده لیکنه کړې چې دلته یې موندلی شئ.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!