ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
ملالۍ، څوک، چيري او څنګه اتله سوه؟

پوره ۱۳۹ کاله د مخه په نننۍ ورځ، د۱۸۸۰ع کال د جولای ۲۷ د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار لوېدځ ميوند په سوځنده دښته کي د محمد ایوب خان تر مشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي افغان ښځو هم پکښي ګډون لاره.
د نړۍ په دې مشهوره جګړه کي د افغان لښکر له يوه قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چي [ملالۍ]نومېده. ملاله د کندهار ختيځ ميوند د خوګياڼو کارېز وه چي د شفاهي رواياتو او قبر د جوړښت له امله په ونه دنګه پېغله ښکاري.

سهار پيل سوې خونړۍ جګړه په داسي حال کي غرمې ته ورسېده چي ايوب خان د ځان ماته پکښي حتمي وبلله، د دريو زرو انګرېزي او ملاتړي هندي ځواک په وړاندي اوس يوازي پنځه سوه افغانان په نيم ژواندي حالت کي ولاړ وه، په دې بدمرغه شېبه کي افغان بيرغچي هم ولګېد او د ملي مبارزې بيرغ[سور/سپين] پر مځکه ولوېد، دا چي ملاله او [سردارو*] د جګړې شاته دوې پېغلي وې، ملاله د بيرغ اوچتولو ته ور وړاندي سوه او د ناره ئې کړه:
خال به د يار له وينو کښېږدم
چي شينکي باغ کي ګل ګلاب وشرموينه
که په ميوند کي شهيد نه سوې
خدایږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه
په دې اړه نور مالومات دلته
دې چغي د افغان ځواکونو لوېدلي مورال داسي وننګاوه چي په يوه پرېکنده بريد ئې د دښمن ملا غوټه ورماته کړه او ددې ورځي جګړه د انګرېز په تېښته پای ته ورسېده.

د افغان جسدونو ټولولو په وخت کي د يوې پېغلي جسد هم وموندل سو چي د ايوب خان لخوا امر وسو چي همدلته دي د نورو افغانانو سره د مانده پر شمال غاړه ښخه کړل سي
احمدصميم په يوه ليکنه کي ليکي چي ده ته حاجي لالي اڅکزي چي عمر ئې ۱۳۰کاله وو، او د ميوند په جګړه کي ئې ګډون کړی وو؛ کيسه وکړه چي ملاله ئې پخپله لېدلې ده چي د اغا محمد خوګاڼي لور وه او کيږدۍ ئې د خیگ کارېز پر بارانه ولاړه وه.
موږ د کلي خلګ پر یوه دوکانچه/تنګاچه سره ناست وو چي یوه چټه پېغله راغله؛ سور ټیکری ئې تر سر تړلی وو، او سپین ټکری ئې د یوې لښتي پر سر غوټه کړی وو، او د جنګ پر لور ولاړه.

ويل کېږي چي د ملالۍ خپلوان اوس د هرات په (سینگران) کي پراته دي او له هغې ورځي خپل مړي د ميوند په هديره کي ښخوي.
د میوند نوم د غزنوي دربار نامتو وزير حسن ميمندي ته منسوب دئ او هم د شهيدانو پر هديره تاريخي څلی لري چي په ليدولو ارزي.

د میوند کلی د کندهار د ښار د شمال غرب په ۴۵ میلي کی پروت او د میوند په نامه د کندهار د ولایت په ولایتي تشکیلاتو کی یوه لویه ولسوالي هم د میوند په نامه سته چي د ولسوالۍ مرکز یې د کندهار- هرات پر لویه لاره د کشک نخود په ساحه کي موقعیت لری.
کوم وخت چه محمدګل خان مومند (دکندهار ريس تنظیمه) د میوند د جنګ د شهیدانو په یاد د دغه منار او باغ د جوړولو طرح عملي کوله، نو هغه ځائ چه د ده ورسره ملګرو انتخاب کړئ، مځکه یئ د میوند په محمدزو “د فريد ميوندي په کورني” پوره اړه لرله.
د نوموړې پروژې کار په ۱۹۳۲ میلادي کال کی تکمیل سو. د شهیدانو څلی ټوله د میوند د سپین غره د ډبری څخه په ډيره ښایسته هندسی شکل جوړ سوئ دئ. اول د مځګی د سطحي څخه دوه یا درې متره یو لوړ تراس لری چه د څلورو خواؤ څخه ډبرینی ځینې ورختلي دي. او بیا د دغه تراس د منځه څخه یو مخروطي شکله جګ څلی یا منار لوړ ختلئ دئ. ددغه تراس څخه د شااوخوا زراعتي شنو مځکو ، باغو، او د نورو کلیو او دښتو نظاره هم کېدلائ سی. د انارباغ شااوخوا هم یو دېوال را چاپېر سوئ دئ او یوه عمومی د موټر دروازه لری. د څلي و جنوب ته د شهیدانو قبرونه او شمال ته یې د انارو ګڼ باغ دئ.
د فريد ميوندي څخه نوټ
د ميوند تاريخي ماتي وروسته په لندن کي پارلمان په۱۲۰ رايو سره د کندهار تخليه رسماً منظور او پاس کړه. برتانوي پوځ د پروګرام له مخه د ۱۸۸۱ع کال د اپريل تر ۲۷ له کندهاره ووت او هغه ئې عبدالرحمن خان ته وسپارﺉ. د برتانيې بيرغ د يوويشت توپونو په سلامۍ سره په اوسني ولايت کي راکښته او انګرېزان او افغانان دواړه په دې توګه د مبتلا مصيبته خلاص سول، خو دا چي د کندهار ځيني برخي لکه سيوۍ، کوټه، چاغی، ږوب، پښين او چم ند انګرېزانو سره پاته سول، مانا دا چي هغوی نيم کندهار په خپله واکمني کي مدغم او له افغانستانه بېل کړ، په داسي حال کي چي امير عبدالرحمن د مرکزي کندهار په وړيا اخيستو سره دومره خوشحاله سو، چي د پاته کندهار غوښتنه ئې هېره کړه.
د افغانانو په سياسي تاريخ کي د ميوند انګرېز ماتي خورا ستر چانس وو خو چنداني سمه ګټه ورڅخه وانه خيستل سو. ياده دي وي چي د کندهار ښار د شهيدانو څلور لاري توپونه د همدې ورځي دي چي افغانانو ته په لاس ورغلل.
انګرېزي سرچينو کي تر ټولو ښه تشريح Illustrated London News ورکړې ده چي يو خبريال ئې په دې جګړه کي ګډون لاره.
*[سردارو بيا تر ډېره ژوندۍ وه او وروسته مړه سوه]





عکاس: جان بورګ







په منځ کي د کندهار د وخت مشهور عالم عمر جان صاحبزاده مشور په صاحب اغا چي د ایوب خان سخت ملاتړی وو، ښکاري. ۱۸۸۰ع

انځورګر: تپاند