منډيګک
افغان تاريخ

د استاد داوي ورځپاڼه لیکنه

0 98

ځوان عبدالهادي داوى د هېواد په یوازیني علمي مرکز حبیبه لېسه کي داسي وخت زده کړي وکړې چي له همدې لیسې نه د هېواد لومړنى روشنفکري غورځنګ یعني مشروطیت هم راولاړ شوی وو او د هېواد د آزادۍ او پرمختګ لپاره ئې په ډېر جرئت د سر او مال قربانۍ ورکولې او د توپ په خوله کي به ئې ویل:
ترک مال و ترک جان و ترک سر
در ره، مشــــروطه اول منزلست
په داسي چاپېریال کي دی د مبارزې او انقلاب په روحیه وروزل شو او د یوه روڼ اندي ځوان په توګه ئې د هېواد پالني پر لاره ګامونه کښېښودل.
ده ته خدای پیاوړى قلمي او ادبي استعداد ورکړی وو، له همدې امله ده خپله مبارزه د وخت په یوازیني اخبار سراج الاخبار افغانیه کي د شعر او نثر په لیکلو پېل کړه او د افغانستان د ژورنالیزم له پلار علامه محمود طرزي سره ئې په دې اخبار کې د محرر په توګه کار پيل کړ، اخبار لیکنه او اخبار چلونه ئې زده کړه او له دې سنګر نه ئې خپله ادبي او انقلابي مبارزه پيل کړه.
تر داوي صاحب څو لسیزې وړاندي د هېواد یو بل نابغه زوی سید جمال الدین افغان له کورنۍ زورواکۍ او بهرني ښکېلاک سره د مبارزې یوه داسي لاره جوړه کړې وه چي اسلامي او ختیځ هېوادونه له کورني استبداد او بهرني ښکېلاک سره داسي اغېزمنه مبارزه وکړي چي هم کورنى استبداد او هم بهرنى ښکېلاک چي یو له بل سره تړلي یو په بل پسې را نسکور کړي، د داسي مبارزې د کامیابۍ لپاره ئې د مفاهمې لاره هم تجویز کړې وه او د قلم آمیزي مبارزې لاره هم. همدا سبب وو چي ده له مستبدو واکمنو او بهرني ښکېلاکګړو سره مفاهمې کولې او په شرقي او اسلامي هېوادو کي ئې ځوانان هم د انقلابي او قلم آمیزې مبارزې لپاره روزل او د استبداد او ښکېلاک د رانسکورولو په لاره کي ئې علمي ګامونه هم اخيستل.
د هېواد د مشروطیت غورځنګ هم د علامه سید همدا لاره خوښه کړې وه او د دې لاري ځوان لاروي عبدالهادي داوي هم دا لاره پاللـه، انقلابي مقالې او شعرونه به ئې لیکل او په سراج الاخبار افغانیه کي خپرول، ده د (بلبل ګرفتار) د انقلابي مسدس په لیکلو سره هم کورني استبداد ته ټکانونه ورکړل او هم ئې د انګریزي ښکېلاک ماڼۍ په لندن کي ولړزوله او هم ئې د فکري او عملي مبارزې دواړو د پر مخ بېولو کلک هوډ کړى وو او د خپل انقلابي ملګري عبدالرحمن لودین په ملتیا ئې د یوه وسله وال اقدام په کولو سره وغوښتل چي د وخت مستبد او انګرېز نوکره پاچا له منځه یوسي خو ګولۍ خطا ولاړه او ځوان عبدالهادي او لودین د یوسفي زندان مېلمانه شول او خپل د ځوانۍ آزاد ژوند ئې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره په بند کي تېر کړ. ډېره موده نه وه وتلې چي د دوی خطا شوې ګولۍ د یوه بل هېواد پال هېوادوال په لاس په هماغه ککرۍ کي خښه شوه چې له استبداد ډکه او د پردي ښکېلاک د دوام لپاره ئې کار کاوه.

د ارواښاد داوي د ځوانۍ د وخت تصوير

حساس او با احساسه ځوان عبدالهادي خان او ملګري ئې داسي وخت له زندانه راووتل چي ځوان شهزاده عین الدوله امان الله خان د خپلي پاچايۍ اعلان او د خپل هېواد داستقلال اذان د عیدګاه په لوی جامع جومات کي په جرئت او ډېر لوړ غږ کړى او ویلي ئې وو: “زه به دا د سفربرۍ جامې تر هغې له تنه ونه باسم څو چي د هېواد مور ته د خپلواکۍ او استقلال جامې وروانه غوندم او زه به دا خپله توره تر هغه تیکي ته وانه چوم څو چي د خپل هېواد د ازادۍ دښمن پر ځای کښېنوم!”.
له زندان نه د استاد عبدالهادي داوي په راوتلو سره کورني استبداد رانسکور شوی او له بهرني ښکېلاک سره هم غزا پيل شوې وه، هېواد اړه درلوده چي هېوادپال ځوانان ئې خدمت ته ملا وتړي او داوي صاحب ارزو درلوده چي د خپل ځوان نظام او خپل خپلواک هېواد لپاره له لوی نه لوی خدمت وکړي نو ځوان حکومت هم د خپلو ادارو د چلولو لپاره د وړ ځوانانو موندلو او مقررولو هڅي پيل کړې.
په دې لړ کي داوي صاحب هم وروغوښتل شو او یوه داسي ځای ته بوتلل شو چي د وخت ځوان پاچا اعلیحضرت غازي امان الله خان، د وخت صدراعظم سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله او د باندنیو چارو وزیر علامه محمود طرزي هلته ناست ول او په دې ډله کي دا موضوع مطرح شوه چي په دې حساس وخت کي چي د ازادۍ جګړه روانه ده باید اخبار هم بېرته را ژوندى شي او د آزادۍ په لاره کي تبلیغ وکړي.
استاد داوي په یوه مرکه کي څرګنده کړې چي په دې واړه خو درانه مجلس کي لومړی دا مطرح شوه چي جریده دي هماغه د سراج الاخبار په نامه وي که په بل نامه؟ تر بحث وروسته پرېکړه پر دې وشوه چي اخبار دي په نوي نامه خپور شي چي بیا ما یو شمېر نومونه دوی ته وړاندي کړل او په هغو کي د (امان افغان) نوم هم وو. دا نوم په یوه خوله ومنل شو او زه تر دې وروسته د اخبار د رااېستلو په کار بوخت شوم!
دا ډېر ښه انتخاب او وړ کار وو، ځکه استاد داوي په سراج الاخبار کي خپله د اخبار لیکني تجربه پخه کړې وه او په دې حساس وخت کي ئې د ورځپاڼه لیکني له لاري د انګریز په وړاندي جهاد او غزا ته ښه اوږه ورکولای شوه.
د انګریز په وړاندي وسله واله غزا په تېزۍ روانه وه چي استاد داوي د ۱۲۹۸لمریز کال د وري پر ۲۲ (۱۹۱۹کال د اپریل ۱۲مه) نېټه د امان افغان په را اېستلو سره قلمي غزا هم پېل کړه. ده د اخبار کرښه – کرښه په مسئولیت وړاندي کوله او د خپلواکۍ د تر لاسه کولو او ساتلو سپېڅلې دنده به ئې پکښې څېړله. جریده اونیزه وه او اطلاعات باید ورځ په ورځ رسېدلي وای نو کله به چي مهم خبر راغى ده به په بېړه په یوه وړوکې پاڼه کي چاپ کړ او پر خلکو به ئې وړیا ووېشه، پر دې پاڼه به لیکلي ول: (فوق العاده امان افغان – رایګان) په دې پاڼو کي یو مهم خبر دا وو چي د پکتیا په پټان سیمه کي یوه انګریزۍ الوتکه چي پر غازیانو ئې بمباري کوله د غازیانو له خوا په ټوپک وویشتله شوه چي له سرحد نه په اوښتو سره راولوېده او له منځه ولاړه.
همدا راز اخبار په خپلو عادي ګڼو کي د خپلواکۍ پر ارزښت د ولس پر وحدت، د دښمن په مکارۍ او غدارۍ درنې مقالې لیکلې چي له هېواد نه بهر برتانوي هند او انګلستان ته هم رسېدلې.
د ۱۲۹۸کال د وري پر پنځلسمه نېټه د افغانستان د سولي هیئت د علامه محمود طرزي په مشري د هندوستان پر لوري روان شو په دې هیات کي داوي صاحب هم وو او هیئت غوښتل چي د برتانوي هند له حکومت سره د افغانستان د خپلواکۍ د پاته مسایلو په اړه خبرې وکړي، داوي صاحب په یوه مرکه کي څرګنده کړې: یوه ورځ چي د مجلس په ترڅ کي د انګلیس هیات مشر وپوهېده چې زه د امان افغان مدیر یم نو وئې ویل: “امان افغان زموږ دښمن دئ!”.
هو! د انګریزانو دې دښمن اخبار چي استاد داوي چلاوه خپله ملي دنده پر مخ بېوله.
دې اخبار به لیکل:
“در دنیا نخواهد بود که برای مدافعه زنده ګی خود آخرترین کوششهایی که میتواند و تدبیر های که میداند به کار نیز … حتی در راه دفع ضرر از زنده ګی خود بارها زنده ګی خود را تلف هم میکند. یعنی چیزیکه آنرا انسان دوست دارد، حیات خودش است، حیات را به جان و دل باید دوست داشت و هر چیز را نسبت به آن فدا باید کرد اما یک چیز.
آن چیز چیست که انسان حیات خود را هم فدای آن کند؟
آنهم حیات است تفصیل آنرا بشنوید:
در دنیا دو حیات است:
– حیات شخصی
– حیات ملی
بیا په تفصیل لیکي چي د ملي حیات لپاره شخصي حیات قربانول ملتپالنه او هېواد پالنه وه.
په دې برخه کي د نړۍ د بېلا بېلو ملتونه د شخصي ژوند قربانېدلو له عبرته ډکي نمونې ورکوي او خپلو هېوادوالو ته د ملي ژوند د بقا لپاره د شخصي ژوند د قربانۍ درسونه ورکوي.
ده خپل کار د ملي مسئولیت د لوړ احساس په روڼا کي کاوه، که مقالې ئې خپرولې، که تبصرې ئې خپرولې او که خبرونه به ئې خپرول په ټولو کي به ئې ملي هدف په نظر کي وو.
کله چي دى د ۱۲۹۸کال د وري له پنځلسمي بیا د زمری تر لسمي نېټې پوري په هند کي وو نو چې را ستون شو او د ده په غیاب کي د اخبار چاپ شوي ګڼې ئې وکتلې خوښې ئې نه شوې او معیاري ورته ښکاره نه شوې نو خبره ئې له خپلو لوستونکو سره شریکه کړه او وئې لیکل: په دې وروستیو کي د امان افغان خپروني کمزوري شوي، موږ به هڅه کوو چي دا کمزوري په راتلونکو ګڼو کي له منځه یوسو!
ارواښاد استاد داوي د ۱۲۹۹کال د لېندۍ تر نهمي نېټې پوري د امان افغان مدیر وو، بیا د هېواد د سیاسي نماینده یعني سفیر په توګه بخارا ته ولېږل شو او بیا یو وخت په انګلستان کي هم لوی سفیر وو چي سیاسي ماموریتونه ئې بېله څېړنه غواړي.
په دې ترتیب استاد عبدالهادي داوي د هېواد یو لوی هېوادپال، ملي، انقلابي، فداکار او خدمتګار شخصیت وو او په دې لاره کي هري قربانۍ ته حاضر وو او په عاشقانه ډول ئې خپل شخصي ژوند له ملي ژوند نه قربانۍ ته وقف کړى وو او په دې لاره کي ئې ډېر کړاوونه او اوږده جهنمي زندانونه ګاللي خو موږ دا هر څه هېر کړي او یو یاد ئې هم نه شو کولای.

د امان افغان يوه ګڼه ۱۹۱۹۱

همدا اوس دی د حال په ژبه موږ ته وايي:
زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده
په اور وسوځه دا توري قلمونه

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!