منډيګک
افغان تاريخ

ستر ملی مشر حاجی میرویس خان نیکه

خپلواک غوربند

0 60

دمیرویس نیکه پاڅون دایران صفوی دولت پرضد(۱۷۰۹ز)

سریزه:
په ۱۵۰۰ ز کال کې په ماوراء الهنر کې شېبانی او په ۱۵۰۲ ز کال کې په ایران کې صفوی دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابری (گورگانی) دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هندوستان کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هېواد یې په درېو شمالی ، لوېدېځو او ختېزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوی دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولی پاچایانو له منگلو یې قندهارونېو. او د هند بابری دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال پر غزنی او پر ۱۵۰۸ ز کال پر ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پرکندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نېول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شېبانی دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تېمور وروستنې پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگانی دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کښېښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را ووښت او بلخ یې ونېو. یو کال وروسته (۱۵۰۷ ز کال) محمد خان شیبانی (شیبک خان) له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تېموری شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونېو (۱)

پدې ډول د دوه نېمو پېړیو په اوږدو کې له ۱۵۰۶ ز تر ۱۷۰۹ ز کال پورې په لوېدېځ او سوېل لوېدېځو ولاتیونو او تر ۱۷۴۷ز کال پورې په ختېزو ولایتونو کې د پردیو د واکمنی لړۍ را وغځېدله. د هېواد په گڼو نېول شویو سېمو کې د پردیو واکمنو او کورنېو چوپړ مارانو دنده یوازې نېواک گرو واکمنانو ته په زور زیاتۍ د وگړو غاړه را ټیټونه او د مالیاتو را ټولونه او د خپلواکې غوښتنې د هر ډول پاڅون او غږ وژل ول.
د صفوی د واکمنۍ پر مهال د شېعه گروهنه د دولت د رسمی مذهب په توگه گڼل کېدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسی مذهبی په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکمېزې ، گروهنېزې او غیر شیعه مذهبی ډلې تل ځورول کېدلې ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کېدلې او ان دا چې په ټولېزه ډول به وژل یا ځورول کېدلې او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او مذهبی تگلارې څخه لاس پر سر او پر شېعه مذهب را واوړی.

ستر مبارز الحاج میر ویس خان نیکه دشاه عالم خان هوتک زوی دکرم خان هوتک لمسئ په۱۶۷۳ زېږنده کال کی په کندهار کی زېږېدلی دی په قوم هوتک وو چی دغلزی دقبېلې یوه ستر پښه ګڼل کیږی چی زیاتره په کلات او کندهار کی مېشت دی او دهغه غیرتمنه مور نازو اناوه چی دسلطان ملخی توخی لور وه (توخی هم دغلزی له پښته یوه پښه ده چی زیاتره په زابل کی مېشت دی . د میرویس خان نیکه درې وړونه وه چی عبدالعزیز خان ، عبدالقادر خان او یحیی خان نومیدل . همدا راز الحاج میرویس خان نیکه دجعفرخان ابدالی دپتمنی لورچی خانزاده نومیده واده کړی وو او دژوند په ۴۲ تم کال (۲۵ دسمبر ۱۷۱۵ زېږنده او۲۸ ذوالحجه ۱۱۲۷ سپوږمیږ)په کندهار کی له دې فانی نړۍ وکوچید .
نامتو ایرانی پوه داکټر شفا لېکی چې: صفوی اسماعیل شاه خپل پاچاهۍ په تبرېز کې د شل زرو سنیانو له وژلو پیل کړ او کله چې مشهد ته را ورسېد نود هغه قـِزلباشو سرتیرو د پاچا د وېنې تویولو د تندې د ماتولو په پار په طبسین کې اته زره وگړی له چړو تېر کړل. لومړی شاه عباس خپل دوه وروڼه ، یو وراره ، اکا او خپل دوه زامن (محمد میرزا او امام قلی میرزا) ړانده کړل او خپل دریم ځای ناستی زوی (وصفی میرزا) یې په ډیرې سخت زړۍ وواژه. د هغه وروستـنی زوی د ړندېدلو وسه نه درلودله اوځان وژنه یې وکړه. او په دې ډول د شاه عباس له پښته هېڅ نارېنه ماشوم ژوندی پاتې نشو.

د حاجي ميرويس خان نيکه کور /عکاس: عبدالعلي افغان

د لومړی شاه عباس ځای ناستی د صفی میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نېکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنې په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼده ټولوژنه له خپلو خپلوانورا پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسېدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شېدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ.
د وصفی پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کېدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سلېمان را واړاوه د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پېلېزو شېبو څخه د دربار یو شمېر مخورسپین روبی ، سیاسی مشران ، دربار ته نېږدې ځمکوال او پوځی لارښوده بولندویان له چړو تېر کړل. د شاه سلېمان زوی سلطان حسین چې څو زره حدېثه یې له یاده زده ول او کوشنی کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپېڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو (جامونو) کې د لمېسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، لېوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښندېز (افراطی) ډول په ډیرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسېدله چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځېدل او هر چیرې چې به یې ښاېښته نجونې یا ښځې ولېدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه پر خدای مین او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت وو؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسېدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سېمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولې ، پاچا او اړوندو کسانو ته به یې حرمسرای ته ور ولېږلې. (۲)

د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شېعه د روحانېت مذهبی تنگ الواکی ( تعصب) دومره زیاته شوه چې له امله یې د ایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبی لږکېو پاڅونونو ته لاس واچاوه. د بېلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـی کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنېنانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختېز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغېتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شیروان کې د تسنن د ډلې د مذهبی خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټېدو شوې او د حاجې داؤد مـُدَرِس تر مشرۍ لاندې یې پر شماخی کرسی شیروان یرغل او له څلورو تر پېنځو زرو شېعه گان یې له چړو تېر او د عثمانی ترکېې په پلوی یې غږونه راپورته کړل. (۴)

دکندهار په کوکران کی دستر ملی مبارز الحاج میرویس خان نیکه مزار ۱۹۶۰

لنډه دا چې د صفوی سلطان حسین د پاچاهۍ په وخت کې د لسگونو نورو نېمگړتیاو تر څنگ د اداری چارو ناسمبالتیا او گډ وډی ، د درباریانو په منځ کې تربگنی او دیوبل پروړاندې دروهه (توطـﺋـه) جوړونه ، بډې خوړنه او د صفوی د خپل سرو واکمنانو تیرغمالی او ناتار او د روانو قوانېنو نه پلی کولو، د غیر شېعه ډلو پر وړاندې د شېعه دولت مذهبی تنگ الواکی، د خلکو کوکارو او نارو ته د تیریو د ډیرېدا له امله غوږ نه نېول، د وگړو له زوره وتلې مالېې او د وروسته پاتې مالېې د ترلاسه کولو لپاره له زبېښاک او زور زیاتې کار اخېستنه ټول ددې لامل گرځېدل چې د ټولنې اغیزمن کسان د لارو چارو د موندلو په لټه کې شی او د خپلې سېمې او د ملی خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړی او له دغسې وَړَندو او مناسبو حالاتو څخه په گټه اخیستنې اړېنه گټه پورته کړی.

نو د اتلسمې زیږدېزې پیړۍ په پېل کې د کندهار بیا د هرات او سیستان وگړو چې له تأریخی – جغرافیوی ، اقتصادی او دودیزپلوه له یو بل سره ډیرې گډې ځانگړتیاوې لری او په خټه کې یې د مېړانې ، رښتنگلوۍ ، همغږۍ ، ځان تېرېدنې او خپلواکۍ غوښتنې سپېڅلی احساسات ډیر پیاوړی دی د صفوی بې کفایته دولت له ناتار او تېریو څخه د ځان ژغورنې لپاره یو په بل پسې مټې را بډ وهلې اوپه سمبال شوې توگې د صفوی دولت د زور زیاتۍ ، لنډپارۍ او لنډگروهنې پر وړاندې په پښو ودرېدل ، پاڅون یې وکړ او د سپېڅلې جگړې لړۍ یې په سرښندنې د بشپړې خپلواکې د ترلاسه کولوتر شېبې پورې بهانده وساتله او بیرته په پښو کښېنـناستل. د هغوی موخه د پردۍ واکمنۍ له منگولو څخه د وگړو خپلواکی وه. د خپلواکۍ لپاره د وگړو پاڅونونو نه یوازې په خپله خټه کې لارښودیز پېلوزی او مشعلونه روښانه کړل بلکه په ایران ، افغانستان او نورو سېموکې یې خوځښتونه را وپارول او لدې چې د دغو پاڅونونو په تومنه کې د موخو او اهدافو څرگندوالی وو نو ځکه پایله یې په بریا واوښتله.
د کندهار پر نېونې شخړه:
له هغې شېبې وروسته چې د کندهار د نېونې سکالو (موضوع) د ایران او هند د دولتونو تر منځ را برسیره شوه ، نو دواړه د ایران صفوی دولت او د مغولی هند د سترواکۍ سترواکان د کندهار د نېونې پر سر له یو بل سره په شخړو کې را پرېوتل او څو څو ځله شاه جهان او عالمگیر د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرۍ پردغې سېمې را تاو کړې. په ۱۵۲۰ ز کال کې مخکې لدې چې بابـُرد هند پر لور خپلې لښکرې سمې کړې نو د لومړی ځل لپاره یې کندهار ونېو او خپل زوی کامران مېرزا یې د هغه ځای د حکومت واکمن و ټاکه. خو د ډیرې لنډې مودې له تېرېدلو وروسته صفوی سام مېرزا (د هرات واکمن) په همدغه کال( ۱۵۲۰ ز) کې د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرې سمبال کړې او دغه ښار یې کلابندی کړ. خو کامران مېرزا د سام مېرزا پر وړاندې مقاومت وکړ او د سام مېرزا کلابندی یې ور ماته کړه او سام مېرزا اړ شو چې په شاشی ،سیستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیرته هرات ته ستون شو (۴) . خو د بابـُر زوی او ځای ناستی همایون، صفوی دولت ته د صفوی دولت له هغې مرستې څخه چې د افغانی سورویانو له لاسه یې د ډیلی پاچاهی بیرته نېولی وو په ۱۵۴۴ ز کې کندهاریې ایران ته ورکړ. د شهزاد گی مـُراد تر سروالۍ لاندې صفوی لښکرو قندهار په لاس کې واخیست خو دغه شهزادگی یو کال وروسته په کندهار کې ومړ او همایون کندهار بیرم خان ته وسپاره او د ایران لښکر یې رخصت کړ (۱۵۴۵ ز). خو د صفوی دولت له زړه څخه د کندهار د دولت هېله هېڅکله ونه وتله او یو ځل بیا یې د هغه د نېولو لپاره لښکر ور ولېږه.

د ميرويس نيکه پر مهال د کندهار نقشه

په ۱۵۵۶ ز = ۹۶۴ ق کې لومړی شاه طهاسب کندهار له هندی مغولو څخه ونېو خو د هند پاچا اکبر هغه ځای بېرته د ایران له منگولو را خپل کړ. لومړی شاه عباس ، په ۱۶۲۲ ز = ۱۰۳۲ ق دغه ولایت د هند له سترواک جهانگیر څخه ونېو ، خو شپاړلس کاله وروسته (۱۶۳۸ ز) جهانگیر بېرته دغه ځای ونېو. په ۱۶۴۸ ز (۱۰۵۸ ق ) کې دویم شاه عباس د خپلو پنځوس زرو سرتیرو پر مټ یو ځل بیا دغه ولایت ونېو او دا ځل یې بـُست او زمېنداوَر هم د واکمنۍ په لمنه کې را گډ کړل. صفوی شاه د مهراب خان تر مشرۍ لاندې خپل لس زره سرتیری په کندهار کې پرېښودل او د فراه او هرات له لارې مشهد او بیا اصفهان ته ستون شو. له هغه وروسته تر ۶۰ کالو (تر ۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ ق پورې) کندهار د ایرانی صفویانو په لاس کې پاتې شو او هندی پاچایانو ونه شوای کولای چې پر دغه ولایت بر لاسی شی (۵). په دې توگه له ۱۵۲۰ ز تر ۱۷۰۹ ز پورې کندهار تر پنځوسو کالو د هندی پاچایانو او تر یو سلو شلو کالو پورې د ایران د صفوی دولت په ولکه کې را گېر پاتې شو.

د کندهار د ښاراو د ټول ولایت د نېولو لپاره هندی او ایرانی دولتونو د افغانی توکمونو او ټبرونو همکارې او همغاړۍ ته اړ ول نو له دې امله شک اوشوپیان نسته چې د خپلې موخې د تر سره کېدلو لپاره یې لومړی د افغانی ټبرونو مشران د بډې او ډالېو، د وړیا ځمکواو (آړوتو یا شرطی ځمکو) او نورو توپیرپالو برلاسېو د ورکړې له لارې ځانته را لېواله ول او بیا به یې د هغوی پر ځمکو لښکرې ور وځغلولې . په دغه اکر یا حالت کې د واکمنۍ د تــَلې پله د دواړو سیالو ډلو په گټه را تاوېدله او سوبمنو دولتی واکمنانو به د توکمونو همغږی مشران تر پالنې لاندې ونېول او مخالف توکمونه به یې تر هغه و ټکول او و به یې زبېښل چې له خپل پلرنی ټاټوبی څخه کډوال کېدلو ته اړ کېدل . لدې لارې به یې د خپلې واکمنۍ د غځولو او دوام لپاره د افغانی توکمونو په منځ کې د بېلتون پالنې پر اور نورې خځلې او تیل ور واچول او اور لړونې به یې ورته وواهه . په خواشېنۍ کله چې د افغانی توکمونو مشران د هند یا ایران د پیاوړو دولتونو تر پام او پالنې لاندې راتلل، نو په ناپوهۍ به یې د بیلتون پالنې په تبر خپلې رېښې ووهلی او په سر کې یې د خپل خېل او ټبر چاڼـَونې ته مټې را بډ وهلې دی.

ستر ملی مبارز الحاج میرویس خان نیکه

سدوزی دولت خان کله چې د خپلې واکمنۍ د سېمې لمنه ترغزنی او له غزنی د سلېمان تر غرونو وغځوله نو له یوې خوا یې په کندهار کې د صفوی واکمن پر وړاندې سرغړاونه وکړه او د خپلواکۍ او کورواکۍ غږ یې پورته کړ ( چې مخکې مو ورته گوته ونېوله) خو له بل پلوه یې خپل د اکا زوی حیات سلطان دومره وزبېښه چې دې ته اړ شو چې له خپلې ټولې شتمنې او پلرنې ځمکې لاس پرسر او له خپل ورور لښکر خان او څه ناڅه د ابدالی ټبر له شپږ زرو کورنېو سره یو ځای ملتان ته په کډوال کېدنې اړ شو (۶) سدوزی دولت خان ښایی د خپلې کورنۍ د سیالانو له زورواکۍ کډوالۍ څخه ځان سوبمن باله ،خو د خپلې ځواکمنۍ او بریا په شېبو کې یې د صفوی بیگلربیگی اغیزه د کندهار د پوځی کلا په کوټوالۍ کې هم ور لنډ کړې وه.
فرهنگ د دغې بلوا لامل د کندهار د یوه ځمکوال سدوزی دولت خان سرغړاوی بولی او لېکې : د صفوی د لړۍ وروستنی پاچا شاه حسین چې په ۱۶۹۴ ز کال کې یې د اصفهان پر پاچاهت ډه ډه ولگوله یو بې واکه ،بې پرېکړې ، ضعېف النفس او خرافاتی سړی وو. د هغه د دربار لوړپوړو چارواکو له یو بل سره سیالی کوله او د هغوی د دروهو او دسېسو له امله د دولت اغیزه په مرکز او ولایاتو کې بې اغېزې شوې وه. د ابدالی د ټـبر راهېټ یا کلانتر(ښاروال) سدوزی دولت خان چې د سدو خان (د دغه توکم یو مشر) له پښته وو د خپلې توکمېزې اغېزې په ملاتړ په کندهار کې له صفوی والی څخه سرغړاوی وکړ او په هغې سېمې کې اکر یا حالت خړپړشو. د اصفهان دربار پرېکړه وکړه چې د دولت خان د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک (سختگیر او با انظباط) والی و ټاکی او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د گئورگى و ختنک په نامه تن نوی مسلمان شوی گـُرجی چې په تاوتریخوالی ،پرغزناکۍ یا قهر او بد چال چلند کې یې نوم درلود و ټاکه . گئورگى چې افغانانو د گرگین پر نامه پېژانده د شاهنواز خان ، بیگلر بیگی یا حاکم اعلی د درناو نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یوه ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سېمه یېزو واکمنو اغیزمن مختورتوب ته د پای ټکی کښېږدی او په کندهار کې د مرکزتر نېغې څارنې لاندې یوه اداره رامنځ ته کړی. خو گرگین له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلن سړی هم وو او په لومړی سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالی مشرانو سره د همغږۍ اومېنې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیرخان چې د میرویس په نامه پیژندل کیږی د پاموړ و گرځاوه (۷)

هرگوره ، گرگین په دوه مخۍ او درغلۍ د سدوزی دولت خان له منځه وړلو څخه مخکې ، د میرویس خان پر وړاندې خپله هر ډول بد نیتی پټه وساتله او خپل ټول پام یې د دولتخان او د هغه د ټبر پر پرځورولو او دړې وړې کولو ور نېغ کړ . هغه د ابدالی د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوی څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشېنۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو (عزت خان او اتل خان سدوزی) د یوې شپې په نېمایی تور تم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا ته (د کندهارد ختېزپه ۳۰ مایلی واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا وَر یې ور مات کړ او د کلا پر انگړ ور ننوتل. دولت خان د تېښتې پرځای د گرگین د ښه راغلاست لپاره دباندې راووت او گرگین د سترگو په رپ کې دولتخان وواژه بیا یې زوی نظر محمد خان د گرجی لښکر په غیشواو شلگرو مړکړ. رستم خان او محمد زمان خان د دولتخان دوه نور زامن، د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالی شول او ځانونه یې ارغسان د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې په خبرېدا د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېد او سولې ته یې غاړه کښېښودله او د دولتخان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسمېت وپیژانده او د ابدالی ټـبرد راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د یرغمل په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې وساتل سی. گرگین څلور کاله وروسته رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ . او بیا یې د شلگرې یا نېزې په زورد ارغسان له سېمې څخه ټول ابدالیان د گرشک او فراه ترمنځ ( په بې اوبو او بې وَښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوی بوخت شی او یوه برخه یې د هرات د ولایت او اسفزار په څېرمو سیمو کې خوره وره شوه او یو شمېر یې کـِرمان ته په شړونې اړ شول. ۱۱۱۹ ق /۱۷۰۷ ز

ګرګين

څرنگه چې وویل شول د گرگین سرتیری چې ټول د هغه هېوادوال گـُرجیان ول د سوبمن لښکر په توگه یې د کندهار پر وگړو له ډیر ناتار او تیرغمالۍ ( ظلم) څخه کار اخېست او د (پښتو تأریخ ) پروینا د هغوی له لاسه نه سپین ږیری ، نه ځوان او نه ښځې هېڅ چا ښه ورځ نه درلودله (۹). له دې امله ورځ په ورځ د صفوی د واکمنۍ پر وړاندې د ناراضیانو شمېر زیاتېده. د دغو ناراضی کسانو په ډله کې یو پوه اودور اندېشه سړی د مېرویس خان پر نامه وو چې په پوهې او هوښیارۍ یې د یوه لوی پاڅون لپاره لاره پرانېستله.
د مېرویس خان پوهه او کړنه:

میروېس خان په ۱۶۷۳ ز کال کې زېږېدلی د شاه عالمخان هوتک او د (نازو انا) زوی وو او په دغه وخت کې پلارېې د غلزیو د توکم لارښود مشر وو اوله پوپلزیو سره د خپلوۍ له امله گڼې ابدالی هم بلل کېده. میرویس په خپلو سترگو او له ډیر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرنی حکومت توپیر پالنه لېدله. اوهم یې د سوداگرۍ د کسب له لارې لېدل چې په څه ډول د قندهارد بې سر او پایې سوداگریزې پانگې گټه بهرنیو جیبونوته ورتلله. همداشان هغه لېدل چې په کندهار کې پراته ۳۰ زره بهرنی سرتیری باید د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه سی چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسی او هم دې د ایرانی واکمنو د توپیرپالنې د بډیایۍ یا تکبر دروند پیټې هم پر اوږو یوسی. له دې امله مېرویس خان د توکم د خورو ورو ځواکونو یو والی ته لستوڼی را بډ وهل، بهرنۍ واکمنی یې ړنگه او ملت یې د پردیو له مرییتوبه و ژغوره . د توکمونو خانانو لا مخکې هغه پیژانده او مېرویس یې په خپلو ډلو کې د ځان په څیر یو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خیرغوښتونکی ، دروند او سپیڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی وو او پر هغه یې ډاډ درلود. یوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکی وه او دا د یوه پوځی حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله.
نوځکه مېرویس خان له مېرڅی سره د دوستۍ له لارې ور وړاندې کیږی او له سر زورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلا او مشورو، خـوَلې تویونې، د اداری چارو د سمبالتیا اود ټولو اداری چارو د واگو د لاس ته راوستلو له لارې گرگین یې دومره ځانته را نېږدې کړ چې گرگین هوتکی مېرویس د هغه د پوهې او ژورلېد او ځیرکوالی له امله د کندهار د ښار د راهیټ یا کلانتر په توگه و گوماره او دغه دریز په هغه وخت کې د نن ورځې د ښاروال له دریز سره برابر دی. د دغې دندې د تر سره کولو په ترڅ کې مېرویس خان د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړی پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډکې اړیکی وساتلې او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله.

دهوتکی دور پلازمینه او د کندهاردزاړه ښار تاریخی کلا (دنارنج ماڼۍ )

خو وگړی د حکومت له ناتار او شډلتیا څخه تر دوه وو سوږمو را رسېدلی ول او د لارو چارو د موندلو او لټولو په موخه یې مېرویس خان ته را مخه کړه. مېرویس خان د صفوی شاه حسین پر نامه یو لېک ولېکه او په ترڅ کې یې د گرگین له لاسه غاو یا احتجاج او د چارو د سماونې غوښتنه کړې وه او پدې هېله چې د گرگین او د هغه د ناتارگر ځواک لاسونه د خلکو له گریوانونو څخه خلاص شی نو د مېرویس خان او د ښار د نورو مخورو مشرانو له لاسلېکونو وروسته دغه لېکنه د توکم د پاپوټکرو یا صادقو کسانو له لارې د اصفهان دربادر ته ولېږل شوه. خو د صفوی خوسا او ککړ دربار دغسې سرټکونو ته د ځواب وسه نه درلودله. گرگین هم د خپل ورور له پلوه چې د صفوی په دربار کې یې د دیوان بیگی دنده درلودله له دغې سرټکونې څخه خبر سو،مېرویس خان یې له دندې گوښه او هر چا چې په دغه لېک کې لاسلېک کړی وو له مېرویس خان سره یې یو ځای د سرتیرو تر څار اود تورو تر سیوری لاندې د ایران دربار ته ولېږه او هغوی یې د ایران د دولت یو میرڅی او دښمن ور وپیژندل (۱۰۷) .
د یوه لېږد یا روایت پربنسټ صفوی دولت مېرویس خان او د هغه نور ملگری دربار ته نېږدې یوه زندان ته ولېږل (۱۰). مېرویس خان ډیر ژر د خپل بند په موده کې د پاچا پر ځان پالنې ، وږو سولو او ناپوهې چې د خواجه سرایانو او ملایانو د لاس ناوکۍ گرځېدلې وو پوه شو. نو مېرویس خان لارې چارې و پلټلې او ځان یې د گرگین له تورونو څخه خلاص کړ. همدا شان هغه د دولت خټه او تومنه په ځیـر ولېدله او پوه شو چې دربار په خوسا لوخړو کې ډوب دی ، پاچا بېوړه یا بې کفایته سړی او د دربار مأمورین خپل سری او لټ دی. په کار پوه کسان او بولندویان رټل شوی او د هغوی ځای بیکاره، بډی خوړونکو او خرافاتی کسانو ته ځای ورکړل شوی. اداری چارې گډې وډې او پاچا د حرم له انډایوالانو سره پر تعویذونو ، دعاگانو ، فال لېدلو ، جفر یا علم الحروف او باڼدارونو بوخت او د دولت د چار واکو، خانانو او ملایانو د ناتار اود ملاماتوونکو مالیاتو تر دروند پیټی لاندې اوبه د وگړو تر ترخځه رارسېدلې دی. مېرویس خان ډاډه شو چې له دغسې یوې ککړې دولتی ادارې څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول اسانه کار دی خو د هغې د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د وگړو ملی یو والی لومړنی آړ یا شرط دی ، له بلې خوا د خلکو لارښوونه د سېمه ییزو پیاوړو ځمکوالو ، خانانو او ملایانو په لاس کې ده او دغه خانان په یوه ډول نه په یوه ډول له صفوی چارواکو سره غاړه غړۍ او په خپلو منځو کې لاس او گریوان او په سیالۍ کې ډوب دی او ملایانو هم وگړی د اسلامی وروڼو پرمخ د تورو له را ایستلو څخه بیرول (۱۱)
کروسینسکی یو لهستانی یا پولندی کشېش دی چې د مېرویس د جلا وطنې په وخت کې په اصفهان کې وواو هم په ۱۷۲۲ ز کال کې په همدغه ښار کې کله چې افغانانو اصفهان کلابندی کړی وو بیا هم په اصفهان کې وو ؛ کروسینسکی د یوه یاددښت لېک په ترڅ کې د میرویس خان د پوهې ، ننگ و ناموس او ملی پت پالنې په اړه لېکلی دی: مېرویس خان د افغانی ټبرونو او توکمونو په منځ کې پر ټولو گران او د درناوی وړ سړی وو. له حده وتلی له ویاړ او پرتمه ډک ، کارپوه ، هوښیار، ځېرک د تورې او ډ گر سړی وو او له دې چې افغانانو ورته ډیر درناوی اوغاړه اېښوونه درلودله نو ډیرپر ځان ډاډه وو او د هندوستان وگړو ته ډیر لېواله وو. د ډیرو پانگو په لرلو یې سفرونه کول او له شماره وتلې گټه یې را ټوله کړې وه. گرگین خان د خپلې نېنگلتیا (طمعې) ، غړک یا حسد د ډیروالی له امله د مېرویس خان د شتمنۍ د نیولو او هغه ته د سپکاوی لستوڼی رابډ وهل، هغه یې را وغوښت ،د هغه درناوی او پالنه یې وکړه او د ځان له پلوه یې ورته ډاډ ورکړ او په دې پلمه چې ته یو پوه او هوښیار مشر یې نو د خپلو یو شمیر کارونو او چارو د سمبالتیا لپاره غواړم تا اصفهان ته واستوم ، هغه ته یې له درناوی ډکې ژمنې وکړې او د هېلو ټولې کړکۍ یې پرمخ ور پرانیستلې (۱۲)

شاه اشرف هوتک د هوتکی کورنی څلرم واکمن … شاه اشرف د حاجی میرویس خان نیکه وراره او د عبدالعزیز هوتک زوی وو د شاه محمود هوتک وروسته د اصفهان ْواکمن تیر سوی

کروسېنسکی په خپل کتاب کې چې د اصفهان پرځېدنه نومېږی د مېرویس خان په اړه لیکی : مېرویس خان د کندهار راهېټ یا ښاروال وو ، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاری ډگر کې یو ازمویل شوی سړی وو او د گرگین په سترگو کې ویره را پیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له قندهاره یې لېرې کړی. گرگین خان د مېرویس خان په اړه، پاچا ته د خپل گزارش په ترڅ کې خپله بدگومانی لېکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شی. ….. شکمن مېرویس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکی پر وینا د پاچهت د پلاز یا تخت له وزیرانو سره یې د زړه خواله و موندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو وو. مېرویس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نېوله اجباری جلا وطنی او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شېبه وه او له دغې شېبې څخه په گټې اخیستنې هغه و کولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسی . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدی و څېړلې او د فرانسوی کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومی او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړی او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانیزې چې د یوې ډلې شک او شوپیان هم پرې ونه لگیږېږی(۱۳). وروسته مېرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوبه په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر (اعتمادالدوله) او د دیوان بیگی پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوی او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړی او د کروسینسکی پر وینا له چې دې ډیر پوه وو نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډیر ځیر سنجولې او د دغې پوهې له برکته صفوی پاچا نه یوازې مېرویس خان د بندیتوب له منگولو خوشې کړ،بلکه هغه ته یې کندهار ته د بیرته تگ اجازه هم ورکړه.

خو مېرویس خان کندهار ته له راتگه مخکې حج ته ولاړ. حج ته د مېرویس خان سفرپه خپلې تومنې کې د کندهار د وگړو په پاڅون کې د پام وړ پایلې وزېږولې. ښایی مېرویس خان غوښتل د کندهار د وگړو پاڅون ته مذهبی بڼه ورکړی ځکه یوازې دینی پاڅون کولای شوای د افغان د ټولو توکمونو په منځ کې یو والی رامنځ ته کړی چې ټول وگړی به پرته له توپیره د پاڅون سرمشرۍ ته غاړه کېږدی. نو مېرویس خان په دغه سفر کې په دین کې له پوهو کسانو سره د خبرو اترو پرټغرکښېناسته او د کروسېنسکی پر وینا هغوی ته یې وویل:
له یوه اوږده وخته را پدېخوا عجم پاچایان پرموږ واک چلوی چې رعیت یې گرځېدلی یو. له شماره وتلی ناتاراوتیری کوی او اوس یې یو ناپوه او لیونی واکوال سره له بې ایمانه لښکر چې هغه هم تیری گر، ناتارگر، برماڼو او وحشی دی پر وگړو واکمن کړېدی. پرموږ یې د ناورین ډول ډول اورونه بل کړی داسې ساتونکی یې را تپلی چې د شریعت له ټولو حکمونو څخه یې پښه اوږده غځولې ده. پرموږ زور زیاتی کوی زموږ ټاټوبی او ناموس ته لاسونه را اوږدوی. میړانه او زړه سواندی نه لری. زموږ کوشنیان په بلوسنی یا غضب او غلا له مېندو تښتوی، گرجستان ته یې لېږی، هلته یې پلوری او زموږ ښځمنی د تورو په زور ځانته واده کوی. که موږ پت، غیرت او دین ولرو، آیا د شریعت له مخې موږ اجازه لرو چې د هغوی پرمخ تورې را وباسو او هر چیرې یې چې ووېنو ویې وژنو، یا په یوه موټی یا په مورچلونو کې ورسره جگړه وکړو؟ که جگړه وکړو آیا موږ ته روا ده چې خپلې جگړې ته د جهاد نوم ورکړو او آیا زموږ وژل شوی کسان د لوی څښتن په لاره کې شهید گڼل کیږی؟ که موږ جگړه وگټو او سوبه وکړو آیا د هغوی د ناموس پلورل او وېنه موږ ته حلاله ده. …. د خبرو رېښتنوالی ته په کتلو موږ ته په خپل قلم فتوی ولېکـﺊ چې پر خپل کار پوه شو (۱۴). په دې ډول مېرویس خان د مکې له مذهبی پوهانو څخه د افغانستان د وگړو په نامه خپل د خوښې وړ فتوی تر لاسه کړه.

د شاه عباس د پاچاهت پرمهال هم د مکې دیڼې پوهانو د رافضیانو پروړاندې د تورې په مټ د پاڅون جواز ورکړی وو. د حجاز د پوهانو په فتوی کې راغلی ول چې : که یو مسلمان یو مسیحی جنگیالی ووژنی نو ثواب یې گټلی دی. خو که څوک یو ایرانی شیعه ووژنی نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې د هغه په پرتله ۷۰ ځله زیات دی (۱۵)
مېرویس خان له دغې مذهبی فتوی سره چې یو پیاوړی لاسوندی گڼل کېده لومړی اصفهان ته راغی او له شاه حسین او وزیرانو سره یې وکتل. په دربار کې د گرگین مخالفینو د پاچا په غوږونو کې څڅولی ول چې مېرویس خان له گرگین سره د سیالۍ او مخامختیا وړتیا لری او پاچا د خپل استازی په مخکې د گرگین له ناخوښۍ سره سره یو ځل بیا مېرویس خان د کندهارد راهېټ یا ښاروال (کلانتر) په توگه دیوه فرمان د لېږلوله لارې وټاکه او د ډالېو او سوغاتونو په ورکولو یې ښه و پنځاوه او درناوی یې وکړ. مېرویس خان د خپلې لارې په اوږدو کې هر چیرې چې توکمونه او خانان او اغېزمن ملایان لېدل نو د خبرو اترو ټغر به یې ورسره وغوړاوه له هغوی سره به یې د ایران په دربار کې د ککړتیا او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړتیا خبرې وکړې او د مکې د مذهبی پوهانو فتوی یې ورته د یوه پیاوړی لاسوندی په توگه ور ښکاره کوله. مېرویس خان تل د توکمونو ، خانانو او روحانی ملایانو پر یووالی او یو موټی توب ټینگار کاوه او ټول یې په کندهار کې د یوه ولسی پاڅون د راپورته کولو لپاره سترگې په لاره کښېنول. له سیستان ، فراه او هلمنده د کندهار تر زړه پورې ټول وگړی د هغه لارې پرسر په خوځښت ول ؛ دغو وگړو ، که له هر ټبر او توکمه ول ، ټولو د مېرویس خان دغې روغ نیتۍ ته غاړه ایښودله (۱۶). مېرویس خان په ۱۷۰۹ ز کال کې په ډیر برم او پرتم د کندهار ښارته راغی او په ټولې هوښیارۍ یې له گرگین سره خپلې اړیکې په صفوی دربار کې د گرگین د پلویانو او د هغه د ورور په گډون چې (په صفوی دربارکې یې د دیوان بیگی دریز درلود) د لېکونواو پیامونوله لارې په ښه والی ټېنگې کړې.

ښار صفا، عکاس: بصير قايم

په مانجه کې جرگه او د پاڅون پیل:
کله چې مېرویس خان کندهار ته را ورسېد، نو په سرې ورې یا ظاهرې توگه یې له گرگین سره د دار ومدار کړکۍ پرانیستله خو په زړه کې او پټه یې د ابدالیو او غلیزو توکمونو په گډون د نورو توکمونو له مشرانو سره د کندهارپه ښار کې دننه او د باندې د یوه لوی پاڅون تابیا ونېوله. د توکمونو له مشرانو سره د مېرویس خان لومړۍ جرگه د کندهار د لوېدېځ په شپږ مایلی واټن کې د کوکران په سېمه کې ترسره شوه او په جرگه کې یې د صفوی د دربار د اکر او حالت په تړاو خبرې وکړې ، د خپل د حج دسفرپه ترڅ کې یې د حجاز او مکې له دینی پوهانو سره د خپلو لېدنو کتنو په اړه څرگندونې ورکړې او د نورو پخو گامونو د را اوچتولو لپاره یې د هغوی یووالی وغوښت او له هغوې څخه یې ژمنه تر لاسه کړه (۱۷). له هغه وروسته مېرویس خپلو هلو ځلو ته چټکتیا ورکړه او له یو مودې وروسته یې د کندهار د ختېز په ۲۰ مایلی واټڼ کې د مانجه په سېمه کې وگړی را وبلل او په جرگې کې ناستو ولسی مشرانو ته یې د مکې د دینی پوهانو فتوی ښکاره کړه او څرگنده یې کړه چې د گرگین او دهغه د ناتارگرې ډلې پر وړاندې دې پاڅون ته شرعی بڼه ورکړل شی. په دغې جرگې کې دغه ولسی مشران او خانان ول: سیدالخان ناصری ، بابوجان بابی ، بهادر خان ، ملا پیر محمد میاجی ، نورمحمد هوتک چې وگړو د حاجی انگوپرنامه پیژانده ، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزی ، گلخان بابر ، نورخان بـَړېـڅ ،نصرو خان الکوزی ، د مېرویس خان ورور یحیی خان ، د هغه وراره محمد خان ،یونس خان کاکړ او نورو (۱۸). له اوږدو خبرو اترو او پر قرآن له سوگنده وروسته د جرگې غړو ټینگه هوډمنه پرېکړه وکړه چې گرگین او دهغه لښکر به دړې وړې کوی او په خپله به یو ملی یو موټی او خپلواک دولت جوړکړی. په جرگه کې د ولسی مشرانو او د توکمونو دندې وټاکل شوې چې د خپلواکۍ د ساتلو او د صفوی دولت له هر ډول پوځی ښکېوالی سره د لاس او گریوان کېدلو چمتو والی او وړتیا ولری. د مېرویس خان پرله پسې هلې ځلې ، پوهه، وړتیا او نوښت ددې لامل شول چې جرگه په ډیرې خوښۍ د مېرویس خان مشرۍ او لارښونېزه درېځ ته تن کښېښږدی او د ولسی ځواک په منځ کې یې د مخښکه مشر او لارښود بولندوی په توگه ومنی. د غبار پر وېنا : د دغې تأریخی ټاکونکی جرگې یوه څرگنده ځانگړتیا دا وه چې د پخوابرخلاف د اغیزمنو مخورو ملایانو په گډون د ابدالیو ، غلزیو ، تاجیکو ، هزاره ، بلوڅو او نورو توکمونو مشران د یوه ولسی ځواک په توگه پره یوه ټغر را ټول او خوځنده ولسی ځواک یې رامنځ ته کړ. له دې چې د کندهار ښار په منځ کې دننه د صفوی لښکر شمېره زیاته وه نو د جرگې یوه تگلاره دا وه چې د داسې لارو چارو دې غور وکړی چې دغه شمېره راټېټه کړی.
ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره و پتیل شوه چې د بلوڅو د تیرین آباد د سېمې یو تن مشر بلوڅ دې په ټېنگه د مالېې له ورکړې سرغړاونه وکړی. له بله پلوه مېرویس خان گرگین و هڅاوه چې خپل پوځی ډلگی دې د بلوڅانو د ټکولو او له تیرین آباد څخه د مالیاتو د راټولو لپاره ولېږی . همدا ډول په ارغسان کې کاکړو د مالېې له ورکړې سر و غړواوه. او گرگین د دریو زرو سرتیرو په مشرۍ د سرغړاوونکو وگړو د غوږونو د تاوولو په پار له ښاره ووت او مېرویس خان ته یې دنده وسپارله چې له ولسی ځواکونو سره دې یو ځای دهغه د ملاتړ لپاره ورپسې ورشی. مېرویس خان د سترگو په رپ کې له ولسی ځواکونو سره یو ځای ارغسان ته را ورسېد او د ارغسان د شېخانو په کلی کې یې گرگین یوې ماښامنۍ مېلمستیا ته را وباله. شپه نېمایی شوه ، مېرویس خان له خپلو زړه ورو غچ اخیستونکو میړنیو او توریالیو جنگیالیو سره یو ځای د میرڅی د لښکر پر زړه ور ننوت او داسې وژنه او له چـَړو تېرونه یې وکړه چې له مېرڅی څخه یو تن ژوندی پاتې نشو. له هغه وروسته مېرویس خان پرته له ځنډه د میرڅی درې زره اسونه او وسلې را واخیستل او د ښار پر لورېې را ودانگل. د ښار په لښکرکوټ کې صفوی ساتونکو د گورگین په گومان په تېروتنې د لښکر کوټ وَر د مېرویس خان او د ولسی لښکر پرمخ پرانیست ځکه مېرویس خان په خپله د گرگین جامه په تن کړې وه او ولسی وگړو د گرگین د وژل شویو سرتیرو پوځی جامې اغوستلې وې. مېرویس خان لومړۍ گرجی ساتونکی ووژل او د هغوی پر ځای یې خپل ساتونکی و درول ځکه د گرگین یو شمیر سرتیری له ښاره د باندې ول او مېرویس خان ښار او لښکرکوټ ته د هغوی مخنیوی غوښت. د سهار د لمر تر راختلو پورې د صفوی او گرجی لښکر یو تن هم ژوندی نه وو پاتې او د لمر پر راختلو مېرویس خان د لومړی ځل لپاره د دښمن د لښکر د دړې وړې کېدلو او د زور د ماڼۍ د نړلېدلو خبر ورکړ. (۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ هق) (۱۹)
مېرویس خان ، د خپلواکۍ او کورواکۍ مخکښ گټونکی:
مېرویس خان چې د ځان او هېواد خطرناک دریز یې د دوه وو سترکواکېو په منځ کې لېده نو د کندهار سروالان او مخـَوُرمشران یې راوبلل او وروسته له هغه چې د دوه وو ختېزو او لوېدېځو دولتونو او د سمبال شویوپوځونو په منځ کې یې د افغان ملت سیاسی درېز و څېړه د خپلو څرگندونو په ترڅ کې یې زیاته کړه چې : که تاسو ماته لاس راکړی نو د خپلواکۍ او آزادېـپالنۍ بیرغ به تل رپانده وساتم او هېڅکله به پرې نږدم چې د پردیو د مرییتوب پړی زموږ په غاړه کې واچول شی. څوک چې خپلواکی نه خوښوی او د پردی د مرییتوب پړی غوره گڼی نو موږ نه له هغه سره اړېکه او نه ورسره وروری لرو او داسې ځای ته دې ولاړ سی چې هلته یو ناتارگر پاچا پری واک وچلوی. (۲۰) د مېرویس خان دغه خبرې د کندهار د آزادېپالو وگړو په زړونو کې د بهاندو ویالو په توگه په خوځېدو شوې او ټولو وگړو مېرویس خان د توکم د مشرپه توگه ومانه. وروسته د صفوی پاچا د تیرایستنې په موخه یې هغه ته یو لېک ولیږه او بل لېک یې د هند سترواک ته د مرستو د غوښتلو په موخه واستاوه. مېرویس خان، د واک په نېولو سره د دی پرځای چې ځان پاچا اعلان کړی نو د ځان پروړاندې د خانانو د رخې سخې (حسادت) او د هغوی د سیالې د راپارېدلو د مخنیوی په موخه یې ځان له نورو سېمه ییزو مشرانو سره د یوه برابر توکمېزه مشرپه توگه وروپېژانده. پدې توگه مېرویس خان د دښمن د رټلو،ماتولو او ایستلو په لاره کې و کولای شول د توکمونو مشران تر پایه همغږی او یو موټی و ساتی. کله چې دغه ویرلړلی خبر اصفهان ته ورسېده نو شاه حسین خپل یو استازی کندهار ته را ولېږه چې مېرویس خان د وینا ،سلا او بیرولو له لارې د خپلواکۍ له غوښتنې څخه لاس پر سر کړی. خو مېرویس خان د صفوی د دربار استازی زندانی کړ. سیدجمال الدین افغانی د [البیان فی التأریخ افغان] دبشپړېزې برخې په پای کې لیکی چې صفوی دربار خپل استازی محمد جامی خان له مېرویس خان سره د کتلو لپاره کندهار ته ولېږه او استازی د مخالفینو د ویرولو لپاره د ایران د دولت له ځواک ، پیاوړتیا او ستروۍ څخه تودې ښکرورې خبرې وکړی. د هغه په ځواب کې مېرویس خان وویل: آیا تاسو گومان نه کوﺉ چې حکمت او پوهه به د شتمونو او زورواکو له ککرو پرته ،د افغانستان د غرونو په وگړو کې ونه موندل شی؟ که ستاسو د پاچا له لاسه څه کېدل نو زموږ د ټکولو لپاره ستا رالېږلو ته اړتیا نه لېدل کېدله او دا څرگندوی چې ته اَوتی بـَوتې او پوچ اندې خبرې کوﺉ. له هغه وروسته په لوړ او زیږه غږ یې پر خپلو ساتونکو نارې کړې چې دی بندی کړﺉ. (۲۱) پاچا د بیرنو درباریانو پر سلا کندهار ته بل استازی ولیږه. دغه دویم استازی د هرات والی محمد خان بلوڅ وو چې د حج په سفر کې له مېرویس خان سره ملگری شوی وو. مېرویس دویم استازی ته وویل : له لوی څښتنه خوښ اوسه چې زما او ستا ملگرتوب د هر څه خنډ گرځی که نه تاته به مې بل څه په لاس در کړی ول ، د غرونو آزادېـپاله گوربتان د چا مریی نه شی کېدلای ، قهرژلیو زمریو ځنځیرونه شلولی او ځلانده تورې بیا په تېکو کې نه کښېښودل کیږی. (۲۲) او ورغبرگه یې کړه چې که ستا د ملگرتوب پیټی زما پر اوږو نه وو نو ته مې هم زندان ته لیږلې خو تا د یوه مېلمه په سترگه پالم. دویم استازی هم تر څار لاندې ونیول شو او هرات او صفوی دربار ته د هغه د ورتگ مخه ونېول شوه. او پدې توگه د ډیروخت په گټلو د ایران له پوځ سره د مخامخېدا چمتوالې ونېول شو. کله چې اصفهان ته د دویم استازی د نېول کېدلو خبر ورسېده نو د هغه دولت وزیرانو ته څرگنده شوه چې نشو کولای مېرویس خان د ژمنو یا ویرې له لارې له خپلې ژمنې بیرته را وگرځوو ، نو پرېکړه یې وکړه چې کندهار ته ځواک ولیږی. خو د دې پر ځای چې کندهار ته له مرکزه دولتی ځواک را واستول شی په هرات کې مېشت ایرانی لښکر ته بولنده ورکړل شوه چې د میرویس خان د غوږونو د تاوولو لپاره دې د کندهار پر لور ودرومی. مېرویس خان له پینځه زرو ولسی جنگیالیو سره د صفوی ځواک پر وړاندې چمتو شو. د جگړې په ډگر کې مېرویس خان سوبمن او بریالی شو او صفوی لښکر له ماتې وروسته بیرته هرات ته ستون شو. (۱۷۱۰ ز).

ترهغه وروسته د اتلسو مېاشتو په اوږو کې اصفهان څلور ځله پر کندهار ناکامه لښکرې را تاو کړې خو اصفهانی یرغلگرو ته پرته له درندو تاوانونو بل څه په برخه نه شول. وروستـنی بولندوی یې د تبریز واکمن محمد خان وو چې د یوه پینځه زریز ځواک په مشرۍ له کندهاری جنگیالیو سره لاس او گریوان شو. ویل کېږی چې مېرویس خان د هغوی مخې ته یوازې پینځه سوه افغانی جنگیالی واستول او د میرڅی زره تنه یا مړه یا ټپیان شول او نور یې په تېښته پښې دوه کړې خو د ځواک مشربولندوی محمد خان له دریو زامنو سره ونیول شول. بیا صفوی دولت د گرگین وراره خسرو خان یې له ۲۵۰۰۰ تنو سرتېرو سره د کندهار د نېولو لپاره را ولېږه (۱۷۱۰ ز). د مېرویس خان ځواک چې له غلجیو او بلوڅو جوړ وو چې مشری یې داؤد خان د پټې خزانې د کتاب د لېکوال پلار کوله د فراه پر لور د خسرو خان پر وړاندې راووت. لدې چې د خسرو خان د سرتېرو شمېر زیات وو نو د مېرویس خان ځواکونه په شا شول او د هلمند د سیند پر غاړه د گرشک په سېمې کې دښمن ته سترگې په لاره کښېناستل او مورچلونه یې ونېول. دلته د مېرویس خان ځواکونو داسې بې سارې مېړانه او توریالیتوب وکړ چې د خسرو خان لښکریې دړې وړې کړ، خو خسرو بیا خپلې لښکرې سمبال کړی او دا ځل غلزیو ماته وخوړه او کندهار د صفوی ځواکونو په کلابندۍ کې را گیرشو (۱۷۱۲ ز = ۱۱۲۳ ق). خو دغه بریا لنډ مهاله وه ځکه ښاریانو په توره اومېړانې د ښار ساتنه کوله او مېرویس خان له ښاره دباندې د تیرین ، بلوڅو او پشین وگړی د میرڅی پروړاندې هڅول چې له یوه شپاړلس زریزجنگیالی لښکر سره یې پر دښمن راودانگل او د لنډ وخت په موده کې کندهار د پردیو له منگولو خلاص شو او د کیخسرو خان او دهغه د ټول ۲۵ زریز لښکر غاړې د کندهاری جنگیالیو له چړو تیرې شوې او د جان ملکم پر وینا د ایران له ۲۵ زریز تیری کوونکی لښکر څخه یوازې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو پورې ژوندی پاتې شول او نور ټول یې ووژل شول (۲۳).

د میرویس خان نیکه کور

کندهار، د ميرويس نيکه کور…📝 ويډيو ترتيب او اوډنه: د هيواد ټلويزيون همکار د ميرويس نيکه د کور په اړه له ښاغلي عزيزاحمد عزيز سره د هغه د کور په اړه ږغېږي◀️د نورو تاريخي ويډيوګانو د پاره دا پاڼه خوښه او شريکه کړئ.ــــــــــــــــــــــــــــــکه مو ويډيو خوښه سوې وي، منډيګک پاڼه خوښه او دغه ویډيو له ملګرو سره شريک کړئ✅#منډيګک_تاريخي_بنسټ

Geplaatst door Mundigak video op Dinsdag 10 september 2019

د مېرویس خان پر لاس د کندهار له خپلواکولو وروسته ، پاچا سلطان حسین د خپل حرم له ټولو غړو او چوپړیانو سره چې شمېر یې له ۶۰ زرو تنو څخه زیات وو د مشهد زیارت ته ولاړ . هغه په دغه سفر کې بې شمېره پانگه ولگوله او فرانسوی کشېش دوسرسو وایی چې که ددغې پانگې نېمایی برخه د کندهار په نېولو کې کارول شوې وای نو کندهار بیرته د صفوی لښکر لاس ته ور پریوت (۲۴). صفوی دولت په ۱۷۱۴ ز کال کې دوه لښکرې یوه یې د رستم خان تر مشرۍ او بل یې د محمد زمانخان ترمشرۍ لاندې د کندهار پر لور را ولېږلې خو د لښکرو لېږنې هېڅ گټه نه درلودله په ځانگړی ډول هغه لښکر چې له کرمانه د محمد زمانخان قورچی تر مشرۍ لاندې را لېږل شوی وو د لارې په اوږدو کې بلوڅی جنگیالیو دړې وړې کړ. له هغه وروسته صفوی دربار کندهار ته د لښکر د لېږلو زړه ښه نه کړ ، ځکه تر دغه دمه مېرویس خان له فراه نېولې د کندهار تر ووروستنی گوټه له قلاته تر مقره سېمې د یوې ملی ولسی اداری تر سیورې لاندې را ټولې او یو اداری واحد یې جوړ کړ او د دغو ولایاتو ټولو وگړو میرویس خان د ملی اتل او ولسی مشر په توگه پیژانده (۲۵) .

مېرویس خان یو ستر ولسی ، جگړیال او مبارز شخصیت وو او له سیاسی اکر او حالته په ځانگړی ډول د گاونډیو دغو ،او دواکمنۍ او حکومت له چارو ښه خبروو. هغه په خپلواکۍ ۸ کاله د وگړو مشری وکړه او هره شېبه به یې د هغوی له دردونو ځان خبراوه او وگړو هم هغه ته ډیر دروند درناوی درلود او هغه ته به یې د درناوی له مخې نیکه ویل. مېرویس خان ، دغه مبارز او نوښتگرسیاستوال او د کندهار د هوتکو د لړۍ بنسټ اېښودنکی چې د افغانستان په یوه گوټ کې یې په عملی ډول د پردیو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره لاره پرانېستلې وه ، ډیر لنډ ژوند درلود. هغه خپله تگلاره لا نه وه بشپړه کړې چې په ۱۷۱۵ ز (۲۸ ذیحجه ۱۱۲۷ هجری) په ۴۱ کلنۍ د توکم له ۸ کلنۍ مشرۍ وروسته سترگې له نړۍ پټې کړې (۲۶) او د کندهار په لوېدېځ کې د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو او دهغه د قبر پر لوحې دغه شعر لېدل کېږی:
برسرمرقدما چون گذرى همت خواه
که زیارتگه مردان جهان خواهد بود
اوس هم په کندهار کې وگړی د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوری او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروی او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتونی اخلاص څرگندونه کوی .

افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه وروستـنۍ وینا دا وه چې ستاسو چارې ټولې حق تعالی ته سپارم ، دویم باید د دښمن پروړاندې د زړه له کومی هڅه او سرښندنه وکړی او خپله مېړانه ، ننگ، ورغ او پرتم لوړ وساتـﺊ. ټول باید یو موټی او یولاسی اوسـﺊ او مېرڅی ته سر مه ټیټوﺉ او دهغه د بد وړوالی یا مضرت په له منځه وړلو کې هڅه وکړﺉ ځکه عجم په خپل منځ کې له دښمنۍ او بېلتونپالنې سره لاس او گریوان دی او دولت یې مخ پر نړېدلو دﺉ ، دزړه پر یو والی او یو موټی توب یو ځای وخوځېږﺉ او پر لوی څښتن متوکل سړی به پرهغوی لاس بری شی او اصفهان به ونیسی. (۲۷). د دغو خبرو له ویلو وروسته مېرویس خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو (۲۸). له هغه وروسته د مېرویس خان ورور میر عبدالعزیز د واکمنۍ چاروته غوره شو. میر عبدالعزیز نرم خویه سړی وو او له صفوی دولت سره یې د جوړښت او جوړ جاړی خوب په سر کې لېده او له دې امله یې د ایران د پاچا پر نامه یو لېک ولېکه او په هغه کې یې پاچا ته د ځان له اطاعته نغوته کړې وه. د مېرویس خان زوی محمود تـل له خپل اکا سره اوسېده، د محمود سترگې د صفوی پاچا پر نامه د خپل د اکا پر لاس پر دغه لېکل شوی لېک ولگېدلې. محمود د پلار د مړینې پر مهال د پلار د بالښت تر څنگ ناست وو او د پلار خبرې یې په غوږونو کې انگازې خپرولې ، د لېک په لېدلو یې زړه په ځوښ راغی ، توره یې پورته کړه او د اکا د بالښت څنگ ته ورغی او له دې چې اکا یې په خوب بېده وو نود تورې په یوه شرنگ یې د هغه پر ژوند همدلته د پای ټکې کښېښود ، له کوره دباندې راووت او وگړی یې د صفوی دولت پر وړاندې د قرآنی آیاتو له لارښوونې سره سم جهاد ته را وبلل او ویې ویل : اکا مې میر عبدالله له ولس سره ډوکه او خیانت کړی، موږاو تاسو لنډه موده کېږی چې بښگلوی او راحت لرو ، هغه غوښتل چې زموږ گریوانونو ته بیا د مېرڅی لاسونه را وغځېږی (۲۹). بیا یې د ایران د پاچا پر نامه د خپل اکا لېک ولس ته ولوست . افغانانو چې په جگړو کې د هغه زړورتیا او مېړانه لېدلې وه او پرې گران وو ، پرته له ځنډه یې د پلار د ځای ناستی په توگه و مانه (۱۷۱۶). په دغه وخت کې محمود ۱۸ کلن وو.
اخځونه او لمنلېکونه
١-حبیبى، تاریخ مختصر افغانستان ، پ ١٩٥ -١٩٩، غبار، افغانستان در مسیرتاریخ، پ ٢٨٢
۲-پس از١٤٠٠سال ټوک ٢،پاڼې، ٧٤٢، ٧٤٣، ٧٤٩،٧٥١،٧٥٥
۳- لکهارت، انقراض سلسله صفویه ، پ ١٤٦
۴- غبار ، افغانستان در مسیرتاریخ ، ټوک١ ، پ ٢٩٤-٢٩٥
٥ – لکهارت، انقراض سلسله صفویه، پ٩٥ ح
۶- حبیبى ، تاریخ مختصر افغانستان، ابدالیان پ ٢٣٥
۷- فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ١، پ ٧٥
۸- میرغلام محمدغبار، احمدشاه بابا، دویم چاپ ، پېښاور ١٣٧٨، پ ١١
۹- قاضى عطاءالله – دپښتنو تاریخ، ټوک ١ پ ٥٦ د حربی پوهنتون چاپ ١٣٥٦
۱۰- ایران ، کلده وشوش، تألیف د میرمن ژان دیولافوا، او شوالیه لژیون دونور، پاریس١٨٨٧، د على محمدفره وشى ژباړه ، د تهران دپوهنتون چاپ ١٣٧١ ش ،پ ٢٥٦
۱۱- غبار، ص ٣١٨، تاریخ قاضى عطاءالله خان ټوک ١ پ ٥٦-٥٧، ملسون، تاریخ افغانستان، د منشى احمد‌جان ژباړه پ ٢٠٦-٢٠٩
۱۲- تاریخ سیاح مسیحى، تحشیه او تعلیق فقیرمحمد خیرخواه . ١٣٦٣ کابل،پ ١٨
۱۳-سقوط اصفهان، بروایت کروسنیسکى ،بیا لېکنه د سید جواد طباطبائى، پ٣١- ٣٢،چاپ ١٣٨٢ ش
۱۴- کروسینسکى ، تاریخ سیاح مسیحى،د فقیرمحمدخیرخواه پر اهتمام، پ ٢١
۱۵- سقوط اصفهان، بروایت کروسنیسکى ، پ ٣٢
۱۶- سقوط اصفهان ، بروایت کروسنیسکى ، پ ٣٣
۱۷- حبیبى ، تاریخ مختصر افغانستان ، د پښاور چاپ، پ ٢٤٣
۱۸- حبیبى ، تاریخ مختصر افغانستان ، پ۲۴۴
۱۹- غبار، افغانستان در مسیر تاریخ پ ٣١٨-٣١٩، پرتله دې شی د ،قاضى عطاءاﷲ ، دپښتنو تأریخ، ټوک ١، پ ٥٥
۲۰-حبیبى، تاریخ مختصر افغانستان، ټوک ٢، پ ٧٣، هوتکى‌ها، د عبدالرئوف بینوا چاپ ١٣٣٥، پ ٤٤
۲۱- سیدجمال الدین افغان، تتمه البیان فى التاریخ افغان، د محمدامین خوگیانى ژباړه، ١٣١٨، کابل، پ ١٩-٢٠، دغه وینا میرزا ملکم خان هم د خپلې لېکنې د ایران په تأریخ کې راوړې او ارواښاد حبیبى هغه په مختصرافغانستان په ٢٤٥را نقل کړېده.
۲۲- تاریخ مختصر افغانستان ، پ ٢٤٦
۲۳- حبیبى ، تاریخ مختصر افغانستان پ ٢٤٦
۲۴- سقوط اصفهان به روایت کروسنیسکى ، پ ٢٠
۲۵- غبار، پ ٣٢٠ پرتله دې شی له : تاریخ افغانستان از ملسون، د پیښاور چاپ پ ٢١٠
۲۶-غبار ، هماغه ځای ، پ ٣٢٠
۲۷- کروسینسکى ،هماغه ځای، پ ٢٨
۲۸- هوتکى‌ها د عبدالروف بینوا طبع ١٣٣٥ پ ٧٩، غبار پ ٢٢٣.
۲۹- کروسینسکى، پ ٢٨-٢٩

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!