منډيګک
افغان تاريخ

ملي هنداري ته یوه سیاسي او اجتماعي کتنه

0 71

فتح خان بړېڅ: اتفاق او خویشخوري

د داستان اناټومي

د فتح خان بړېڅ او رابیا داستان د کندهار په سیمه کي پېلېږي. د فتخ پلار اسلم خان د بست پاچا دئ. فتح خان ۶۰ یاران لري، او ګرده پر یوه هاڼ او همسنه دي. یو ځای سبق وايي. یو ځای ګرځي، او باسواده دي. د هلمند د مست سیند ځوان فتح خان د ښکار او مېلو شوقي دئ. فتح خان یو بل همسنه ورور هم لري چي نوم ئې کرم خان دئ، او پدې نکل کي د «کرمي» په نامه یادېږي.

که څه هم کرم خان شجاع او وفاداره شخص دئ، خو په عین زمان کي فاسد، قاتل، درواغجن، او فتنه ګر کرکټر دئ. یوه ورځ، کرم خان خپل مشر ورور فتح خان دېته هڅوي چي د کلي او ښار نجونو ته ازار ور کړي. د هغوی د اوبو منګي ور ماته کړي، او د اوبو ژي ئې په غښو ور سوري کړي. د ښار نجوني اسلم خان پاچا ته شکایت کوي. د فتح خان پلار خپل زوی ور غواړي، نصیحت ورته کوي. څرنګه چي فتح خان یو ناز دانه او حساس شهزاده دئ، د پلار سلوک بد پرې لګېږي، او د پلار او زوی تر مینځ ورابط خرابېږي.

کرم خان د پلار او زوی تر مینځ همدې فامیلي خوابدۍ ته لمن وهي، او فتح خان دېته تشویقوي چي وطن پرې ږدي. فتح خان د خپلو شپېتو ملګرو، کوزدو، او معشوقو سره فیصله کوي چي د خپل پلار پاچاهي خوشي کړي، او هندوستان ته ولاړ سي. هلته د خپل ځان لپاره یوه بل کوچینی مستقل سلطنت جوړ کړي. د فتح خان مور خپل ټول کوښښ کوي چي خپل زوی راوګرځوي. د قوم مشران او رابیا باندي جرګه کوي، خو هیڅ ګټه نه کوي.

کله چي فتح خان او ۶۰ یاران ئې د بست له ښاره مخ د هند په لور خوځېږي، د دې افغان ماجراجو ځوانانو بې چون چرا کاریزماتیک مشر فتح خان دئ. فتح خان نه یوازي د پاچا زوی دئ، بلکي د سیاسي مشرتوب څرګنده کاریزما هم لري. په بل عبارت، هغه یو منل سوی مشر دئ. کله چي د بست له ښاره د وتلو فیصله کوي، د خپلو ملګرو لخوا له هیڅ جدي مخالفت سره نه مخامخ کېږي، بلکي سمدستي ئې اطاعت کېږي، او حتی د ملګرو ۶۰ پښتنې کوزدې او معشوقې ئې هم ملګرتیا کوي. د فتح خان په لښکر او کاروان کي د هغه همزولی او اخښی پر دل خان هم شامل دئ. پر دل خان د رابیا ورور دئ، او د اسلم خان د وزیر زوی دئ. پر دل خان نهایت شجاع او پهلوان شخص دئ. د پر دل خان په مرګ سره د فتح خان یو قوي مټ ماتېږي، او د پښتنو یو ستر نظامي سردار د مرګ ګوله کېږي.

فتح خان او یاران ئې په هند کي یو کوچینی ریاست جوړوي، خو وروسته د مغل پاچا شمس الدین او فتح خان تر مینځ د مالیاتو پر سر شدید اختلافات پېښېږي، او د دواړو تر مینځ خونړي جنګونه کېږي. پدې افسانوي معرکه کي فتح خان او ټول یاران ئې وژل کېږي، او بالاخره رابیا د همدې ریاست چاري په لاس کي اخلي.

سیاسي درسونه: اول درس

د فتح خان د سیاسي مشرتوب یو بارز خصوصیت دا دئ چي هغه عموما د خپلو یارانو سره سلا مشورې کوي. جمعي فیصله کوي، او مدام یاران اتفاق او اتحاد ته وربولي. د خپل اوږده سفر او لنډ سیاسي حاکمیت په دوران کي د خپلي ښځي په شمول د خپلو ټولو ملګرو سره په مصلحت کارونه کوي. د فتح خان د حکومت سلوک آزاد او دیموکراتیک دئ، ځکه هغه پوهېږي چي همدا روش د یارانو له روح او روان سره اړخ لګوي. فتح خان د یو سیاسي مشر په حیث د جرګو شوقي دئ. مصالحه او روغه جوړه خوښوي، خو په عین وخت کي قاطع، بهادر، او ماجراجو هم دئ.

کله چي د فتح خان لښکر د افغانستان له خاوري څخه وزي، او د هند ساحې ته ننوزي، فتح خان ګرده ورځ سواره مزل کوي، او د شپې د هندواڼو یوه کلي ته رسېږي. فتح خان خپلو یارانو ته امر کوي چي خپل آسان او بوده ګان د کلیوالو په پټیو او کښتونو کي خوشي کړي، څو وڅرېږي او ځانونه ماړه کړي. خو «د دې کلي خلګ ټول په اتفاق وه.» هغوی په یوه سلا د فتح خان د لښکر آسان او بوده ګان له خپلو پټیو څخه راجمع کوي، او بېرته ئې د فتح خان کمپ ته ور ولي. هندي کلیوال فتح خان ته شکایت کوي چي باید خپل حیوانات وساتي، او د هغوي کښت په خراب نه کړي.

فتح خان خپلو ملګرو ته وايي،«د آسانو له ایله کېدو څخه مي مقصد دا و چي ما د دې خلګو اتفاق او بې اتفاقي معلوموله.» په بل عبارت، زما هدف د هغوی د پټیو خرابول نه ول، «موږ باید داسي ځای ته ولاړ سو چي مخلوق یې بې اتفاقه وي، او د دوی له بې اتفاقۍ څخه موږ پوره نتیجه او ګټه واخلو.» خو بر عکس «موږ باید تل په اتفاق یو، ټوله یاران خپل ځانونه یو تن وبولو.» ځکه بې اتفاقي او نفاق ډېر بد عواقب لري.

د فتح خان پدې ژورو سیاسي خبرو کي کلیدي کلمات د کلیوالو د «اتفاق» او «بې اتفاقي» اندازه لګول دي. هغه پوهېږي چي په یوه خارجي ملک کي د یوه مهاجم طاقت پاېښت پدې پوري اړه لري چي ایا بومي خلګ خپلمینځي اتحاد او اتفاق لري او کنه. د یوه خارجي او اشغالګر نظامي قدرت لپاره په یوه ځای کي پاته کېدل هله ممکنېږي چي محلي خلګ متحد نه وي، او د وحدت روحیه ئې کمزورې وي. خپلمینځني اختلافات پکي پرېمانه وي. او د ګډ کار او همکارۍ روحیه پکي کمزوروي. دا اصل د ټولو استعماري طاقتونو د حاکمیت او تسلط یوه پخه او منل سوې قاعده ده.

په هر صورت، فتح خان فیصله کوي چي دا کلی د هغوی د اشغال لپاره چمتو او مناسب نه دئ. نو لهذا، فتح خان سهار وختي د کوچ امر کوي، او هله هله هله مزل پر مزل د شپې د مغلو او ګواریانو یو بل کلي ته رسېږي. فتح خان یو کرت بیا خپلو یارانو ته وايي چي خپل آسان او بوده ګان د کلیوالو په کښتونو او پټیو کي د څړ لپاره ایله کړي. خو دا پلا بیا کلیوال په ګډه د فتح خان د فوج ټول حیوانات له خپلو کښتونو څخه راغونډوي، او د فتخ خان کمپ ته ئې ور ولي. فتح خان په حیرت وايي، «دا کلی هم په اتفاق وو.»

په درېیمه ورځ، فتح خان بیا د هند په ستره خاوره کي اوږد د آس مزل کوي، او ټوله ورځ وهي. بالاخره د مغلو او ګواریانو یوه بل کلي ته رسېږي. فتح خان د پخوا په څېر د تمېدو امر کوي، او دلته بیا خپلو یارانو ته وايي چي خپل آسان او حیوانات د خلګو په کښتونو خوشي کړي. د دې کلي خلګ «بې اتفافه او بلرغو عالم دئ.» دلته یوه مطلقه ځانځاني او انارشي حاکمه ده. هیڅ ډلو جمعي فکر او اتحاد نسته. هر کلیوال صرف دونه کوي چي د فتح خان د پوځ آسان فقط له خپله کښته راباسي، او د خپل ګاونډي او یا تربور پر پټي یې ور برابروي. ها بل یې د بل چا پر کښت ور سموي. مطلب دا چي هر سړی د ځان په غم کي دئ. ټوله شپه همدا لوبه روانه وې. پدې ترڅ کي، د فتح خان د لښکر آسان او بوده ګان ښه ماړه سي.

کله چي فتح خان د دې کلي بې اتفاقي او ځانځاني ګوري، هغه کرمي او پر دل خان ته وايي،«زموږ ځای همدا دئ. دلې به اوسو. ټولو یارانو یې ورسره خوښه کړه چي هوکې دا کلی بې اتفاقه دئ. اتفاق نه لري، نو زموږ همدغه ځای وړ دئ.»

فتح خان سمدستي امر کوي چي د دې ښارګوټي مرکزي کلا باید فتح سي. کله چي خلګ افغان اشغالګران ویني، په عجله د کلا دروازې تړي، او ځانونه هلته خوندي کوي. خو وروسته د کرمي، پر دل خان، او فتح خان د کوښښونو او هیبت له برکته د کلا خلګ دېته مجبوره کېږي چي د کلا دروازه ورته خلاصه کړي.

وزیر فتح خان، انځورګر: غفور برېښنا

د کلا تر نیولو راوروسته، فتح خان د خپلو یارانو یوه عمومي جرګه راغونډوي، او د هغوی سره «سلا» کوي. «ټولو یارانو ئې وویل چي خوښه ستا ده، هر ډول چي ئې کوې زموږ در سره خوښه ده.» فتح خان سمدستي امر کوي چي د کلا ګرده اوسېدونکی ګواریان باید سهار له کلا څخه ووزي،« که نه وي بیا مو ګیله د ځانه ده.»

دوهم سیاسي درس: په حکومت کي خویشخوري او اداري فساد د حکومت آداڼې لړزانه وي

فتح خان سوکه سوکه پر سیمي باندي خپل حاکمیت تثبتوي. البته، طبعا ځیني ګواریان د مغل، پاچا شمس الدین، ته عرض کوي، او له هغه څخه د دې نویو اشغالګرانو د ایستلو لپاره کومک غواړي. خو د مغل پاچا د فتح خان سره د جنګ اراده نه لري، او هندواڼو ته وايي،«پرې ږدئ مسافر دي.» د مغل پاچا همدا سیاسي اغماض او لټي د فتح خان د سلطې د خورېدو لپاره لاره هواروي، او فتح خان او ملګري ئې لا زوړور کېږي. ماکیاولي پخپل تلپاته کتاب «شهزاده» کي وايي یو حاکم باید هیڅکله په خپله خاوره کي خارجي عسکرو ته د اوسېدو اجازه ور نه کړي، ځکه بالاخره به همدا خارجي عسکر د زمامدار سر وخوري. خو شمس الدین پاچا پر دې جدي خطر باندي سترګي پټوي، او له اغماضه کار اخلي.

البته، واضح خبره ده چي هیڅ حکومت پرته له پیسو څخه نه چلېږي. هر حکومت مالیاتو ته اړتیا لري، او د مالیاتو منبع خلګ دي. جالبه خبره دا ده چي پدې نکل کي مالیات «غم» یادېږي! فتح خان او ملګري ئې د خلګو څخه د مالیاتو په راټولو پیل کوي. خو څرنګه چي اکثره جنګونه اقتصادي او سیاسي رېښې لري، د فتح خان او شمس الدین جنګ هم اقتصادي شکل او محتوا اخلي.

په یوې حادثې کي، کرم خان د شمس الدین د مالیاتو یا «غم» سپاهیان وژني، خو شمس الدین جنګ نه کوي، حال پلن اچوي، او فتح خان ته خط لیکي،«چي دغه شاوخوا مځکي ئې ستا او محصول او غم هم در ایله دئ، خو دغسي باره مه کوه.»

بست کلا

اما د مالیاتو په راټولو کي کرم خان زور زیاتی او ظلم کوي، څو ځله د شمس الدین سپاهیان وژني. فتح خان په قضیه باندي خبرېږي، کرمي ته نصیحت کوي«چي بله پلا داسي مه کوه.»

په همدې ترڅ کي، یوه ورځ د باچا خزانه په دې سیمه کي تېرېږي. کرم خان په خبرېږي، او د فتح خان «په پټه» پر کاروان باندي حمله کوي. د باچا د کاروان زیات کسان وژني، او له ځینو څخه ژبي پرې کوي. د پاچا خزانه د ځان لپاره ګرځوي. ژب پرې کړي سپاهیان راځي او شمس الدین ته عرض کوي. شمس الدین سمدستي فوج جوړوي، او د فتح خان کلا محاصره کوي. او دواړو ریاستونو تر مینځ جنګ ښخېږي.

که څه هم فتح خان د کرمی په کرکټر باندي پوره واقف دئ، خو هیڅکله د کرمي د راکنټرولو لپاره جدي اقدامات نه کوي. فتح خان پوهېږي چي «کرمی خوشي یو ورګدي سړی دئ»، خو تل د ورورلي رشته باندي غلبه کوي، ځکه «ډېر پر ګران وو.» او د کرمي پر ظلم او ناروا باندي سترګي پټوي.

فتح خان یو باوجدانه او صادق سړی وو، «هیڅکله په ډېر شر نه وو خوشحاله.» خو هیڅکله یې کرمی د دوامداره تخلفونو له وجهي مجازات نه کړ، او نه یې هم په حکومتي چارو کي د هغه مداخله ختمه کړه. په حکومتوالي کي فساد او خویشخوري هله خورېږي چي یو مشر خپل دوستان او یاران پرېږدي چي فساد، ظلم او ناروا وکړي. فتح خان ته پکار وه چي د کرمي له اول تخلف راوروسته یې د هغه مراقبت کړی وای، او نور ئې په حکومتي چارو کي د هغه لاس ور لنډ کړی وای. خو فتح خان پدې برخه کي یو ناکامه مشر وو. د فتح خان په لیډرشیپ کي همدا یوه مهمه کمزوري ده، او بالاخره همدې کمزورۍ ئې سر وخوړ.

بست دروازه

درېیم سیاسي درس: ښه حکومتوالي

کله چي د فتح خان حکومت پدې سیمه کي تثبیتېږي، د خلګو سره ښه او نرم سلوک کوي. د هغوی عرض اوري، او مشکلات ئې ور حلوي. مدام هڅه کوي چي خلګو ته نژدې واوسي. کله چي د محل خلګ ترې غواړي د دوو کلیو تر مینځ روغه جوړه وکړي، فتح خان سمدستي اقدام کوي. فتح خان متجاوز کلي ته ورځي، او هغوی ته وايي،«زموږ به یو ناز اخلئ.» هغوی ئې ورسره قبولوي، او د ښه ګاونډیتوب وعده ورکوي. پدې مناسبت ښه مېلمستیا کېږي، او شخړه فیصله کېږي. د فتح خان دا اقدام دا ښيي چي هغه د خلګو مشر وو، د خلګو ورځني مشکلاتو ته ئې جدي پام کاوه، تل ئې هڅه کوله چي د عمل ابتکار د ځان سره ولري.

څلرم سیاسي درس: د قواوو انډول

لکه څنګه چي مو مخکي وویل فتح خان د خپلو شپېتو یارانو او جمع معشوقو سره د بست ښار د هند په نیت پرې ښود. د فتح خان ټول یاران جنګیالي، تورزن، او په نظامي امورو کي وارد خلګ ول. په اولو وختونو کي یې زیاتي سوبي په نصیب سوې، خو دا کم شمېر په یوه پردې ملک کي په هیڅ وجه کافي نه وو.

بلخوا، د فتح خان دا فیصله چي د یو بسته فوج په جنګ ور سي، د یو عاقل او هوښیار نظامي مشر کار نه وو. یو نظامي مشر باید تل د قواوو انډول مد نظر و نیسي. ناپیلیون وايي،«په جنګ کي روحیه د فزیکي قوې درې چنده طاقت لري.» مګر د فتح خان او شمس الدین په جنګ کي د قواوو انډول بېخي نابرابره وو. د شمس الدین فوج په زرهاوو کسان ول، او د فتح خان لښکر فقط شپېته کسان ول. دا ډول نابرابره جنګ فقط یوه عمدي خود کشي ده، او د ځان تباه کول دي. د فتح خان بله نظامي اشتباه دا وه چي د بسته لښکر سره یې جبهه يي جنګ ته ملا وتړله.

بله موضوع دا ده چي فتح خان او لښکر ئې د خپل وطن څخه لیري جنګېږي. هیڅ ډول کومک نه ورسېږي، او هیڅ تازه دمه نظامي قوې ته لاسرسی نه لري. همدا وجه ده چي فتح خان په آخر کي پخپلي اشتباه پوهېږي، او وايي:

که پاخه دي لویه خدایه د کندهار انار پاخه دي
اسلم خان بابا دې خوري پر ما ترخه دي

د عبرت اجتماعي درسونه:

د فتح خان او رابیا نکل د جامعې د حاکمي طبقې نماینده ګي کوي. د فتح خان ټول یاران د وزیرانو، د عالي رتبه مامورینو، او د لوړ کلاس زامن دي. دغه راز، د هغوی کوزدې او معشوقي هم په همدې کلاس پوري اړه لري. د دې داستان یو بارز اړخ دا دئ چي ټول یاران باسواده دي. ټولو سبق لوستی دئ، په اصطلاح د ټولني ټاپ خلګ دي.

اول اجتماعي درس: د فتح خان او رابیا په نکل کي د پښتني مېرمنو نقش

د فتح خان او رابیا د نکل یو مهم اړخ دا دئ چي د ښځو او نارینه تر مینځ روابط ډیر ازاد او لبیرال دئ. البته د ملي هنداري په ګردو داستانونو کي ښځه یو مطیع، فرمانبرداره، او عاجزه مخلوقه نه ده، بلکي ښځه یوه فعاله او د خیال او فکر خاونده ده. اکثره اتلاني په خپله خوښه واده کوي. ځیني په یوازي سر سفرونه کوي. بعضي په نظامي عملیاتو کي فعاله ونډه اخلي. د فتح خان او رابیا په داستان کي نجوني او هلکان ازادانه خبري سره کوي. او په ټولنه کي د جندر تر مینځ روابط لږ و ډېر مساویانه او برابر دي.

کله چي فتح خان د سفر موزې پښو کوي، د فتح خان او یارانو کوزدې او معشوقې د هلمند د تپانده سیند پر غاړه په یوه باغ کي مېله کوي. دلته همدا پښتني پېغلي اټونونه کوي، او سندري وايي. فتح خان خپل ورور کرم خان باغ ته وراستوي چي د هغوی احوال ور وړي. خو په په عین زمان کي په زغرده ورته وايي،«ګوره پام کوه چي دې نجونو ته ږغ و نه کې، په نشه کي یې ور و نه خېژې، څو خپل سات تېر کي. هر وخت که کورو ته تلې، پر ما ږغ وکه.»

کله چي فتح خان، رابیا، او نور ملګري ئې له بست څخه د هند پر لور روانېږي، د نجونو پلرونه اسلم خان پاچا ته عرض کوي چي فتح خان زموږ نجوني د ځان سره هندوستان ته بوتلې. اسلم خان ئې په جواب کي وايي،«هغه ټوله پېغلاني وې، خپل مېړونه یې پیدا کړل، او تاسي هر یو د خپلي لور یا خور پوره ولور زما څخه واخلئ. زیاته نو څه غواړي؟»

د اسلم خان په جواب کي څو کلیدي کلمات دا دي: هغوی ټوله «پېغلاني» وې. د ځان لپاره ئې «مېړونه» پیدا کړل. زه به مو پوره «ولور» درکړم، او «زیاته نو څه غواړئ؟» دلته خلګ د پېغور مسله نه مطرح کوي. د شرم او بدنامۍ خبره نسته. بلکي اسلم خان وايي چي د ځان لپاره ئې سیال مېړونه پیدا کړل. البته، که چیري نن ورځ په افغان ټولنه کي داسي حادثه پېښه سي، دا به یو ستره هنګامه وي. د غیرت او ننګ په نامه به ډېر خلګ ووژل سي. خو د اسلم خان په زمانه کي د هلمند د مست سیند پر غاړه هله دا مسله دونه جدي نه وه. او پښتني پېغلو داسي ازادي او اجتماعي حیثیت لاره چي نن ورځ یې نه لري.

بلخوا، پدې نکل کي ښځي نه یوازي دا چي د خپل خاوند د انتخاب حق لري، بلکي په جنګونو کي د خپلو مېړونو سره اوږه په اوږه ولاړي وي. کله چي د شمس الدین پاچا او فتح خان تر مینځ جنګ ښخ سي، رابیا د ځوانانو په تشویق او ترغیب کي فعاله ونډه اخلي، او فتح خان دېته هڅوي چي ژر تر ژره د جنګ میدان ته ورسي. رابیا دغه راز د شهیدانو په ښخولو کي فعال نقش لوبوي. د رابیا بي بي شجاعت پر شمس الدین پاچا باندي دونه تاثیر کوي چي کله غالب سي، د فتح خان ریاست رابیا ته ور خوشي کوي، او رابیا یې اداره او سمبالوي.

د فتح خان او رابیا په نکل کي، رابیا د پښتني نشنلیزم استازیتوب کوي. په نکل کي څو ځایه پښتني ښځي د افغان نشنلیزم نارې وهي.

ملي هنداره دلته

د ملي هنداري همدا نکلونه د انګریزي استعمار مخکي پېښ سوي دي، همدا وجه ده چي پدې داستانونو کي اصلا د انګریز نوم نه اخیستل کېږي. هندوستان او اصفهان یادېږي، خو د انګریز نوم نسته. ښايي د پښتني جامعې د لیبرال بودن یو مهم عامل همدا وي، ځکه هله افغان ټولنه د یوه غیر مسلمان بهرني اشغالګر سره نوه مواجه سوې، او د جهاد هنګامه لا نه وه ګرمه سوې. پدې برخه کي به د نورو نکلونو د شرح په وخت کي مفصل بحثونه وسي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!