منډيګک
افغان تاريخ

راجا مهیندرا پراتاپ سینګ؛ د افغانستان د پاچاهانو خاص استازی

0 103

هند او افغانستان په قرنونو ګډ تاریخ لري؛ کله د هند ډیره زیاته سیمه له بلخ، غزني، غور، هرات، کندهار او کابل څخه اداره سوې او پښتنو پاچاهانو په هند کي دننه پاچهی کړی دي، او کله د کابل او کندهار چاري د اګرې او ډهلي څخه اداره سوي دي. تصادفي نه ده چي د شلمي پېړۍ په دوهمه لسیزه کي، چي له یوې خوا برتانوي استعمار د افغانستان او هند په څېر مظلوم اولسونه په استعماري منګولو کی نیولي، او له بلي خوا د لومړي نړۍ وال جنګ لمبو د اسیا او افریقا هیوادونه یو په بل پسې تهدیدول، د هند مسلمانو او هندو مبارزینو، د راجا مهندرا پرتاپ سینګه په مشری، په کابل کي، د هند د خپلواکۍ په منظور، د موقتي حکومت خښته کښېښودله.

راجا مهندرا پراتاپ د ۱۸۸۶ کال د ډسامبر پر لومړۍ نېټه د هند د اتارپرېش په ایالت کي دنیا ته راغی او تر ۱۹۷۹ کال پوري یې د خپل اوږده عمر ډېره زیاته برخه د ظلم او تېري څخه د بشریت او په خاصه توګه د هند د اوسېدونکو ژغورلو ته وقف کړه. د الیګړ په پوهنتون کي د تحصیلاتو له ختمولو څخه وروسته یې، له اته ویشت کلنۍ څخه، د انګرېزي استعمار پر ضد فعاله مبارزه پیل کړه؛ او نوم یې له هغه وخته څخه د سیمي د تاریخي پېښو ملګری سو چي د مولوي برکت الله، مولوی عبیدالله، او نورو هندو او مسلمانو هندي منورینو سره یو ځای یې ، د ۱۹۱۵ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د هند د خپلواکی ګټلو په منظور، په کابل کي، د موقتي حکومت اساس کښېښود.

مهندرا پرتاب سېنگ

مهیندرا پراتاپ له لومړي سره په ډېر پراخ نظر د ټولو مظلومانو له حقوقو څخه د دفاع په منظور د سیاسي مبارزې میدان ته داخل سو او د عمر تر پایه پوري همدغه پراخ نظر ته وفادار پاته سو. هغه د خپل ژوند د پنځوس کلنو خاطراتو په مقدمه کي لیکي« ټوا مذهبونه د بشر د ښېګڼو او خیر لپاره منځته راغلی دي…. د مذهب هدف دا دی چي په روحي لحاظ زموږ روغتیا وساتي. هغه خلک چي د مذهبونو پر سر جګړې کوي، هغوی چنداني مذهب ته عقیده نه لري. زه له هیڅ مذهب سره جګړه نه لرم. زما مذهب د ټولو مذهبونو وحدت دی. زما مذهب د میني مذهب دی» My life storyمقدمه ص ۲

مهیندرا پراتاپ انارشیسټ نه وو، خو د هغه په عقیده د وخت ټول حکومتونه ځکه محکوم دي چي د خپلو خلکو او ګاونډیانو له لوټلو پرته بل کار نه لري« واړه او لوی حکومتونه باید په خپلو پراخو او وړو سیمو کي د سولي د ټینګولو او ساتلو هڅي وکړي. خو د نني ورځي حکومتونه د سولي تر ټولو سخت دښمنان دي. دوی لکه لوی غله او داړه ماران تل د خپلو ګاونډیانو په لوټلو لګیا وي. زما په عقیده د دې لوی علت دا دی چی بېسواده او نا اهلو خلکو ته لوی حکومتي چوکۍ ور سپارلي سوي دي او هغوی له خپلو اداري صلاحیتونو او واک څخه غلطه استفاده کوي. دوی چي قدرت ته ورسېږي نو لکه سمندري غله پرته له لوټلو بل کار نه لري. زه په دې عقیده یم چي حکومتونه باید داسي لایقو او وړ کسانو ته وسپارل سي چي د خپلو خلکو په چوپړ کي ودرېږي. دوی باید د نورو شته منیو ته سترګي خړي نه کړي او له سهاره تر ماښامه د جایدادونو او شته منیو په ډیرولو لګیا نه وي. دوی باید خپل ځانونه د بشریت خدمت ته وقف کړي» هغه کتاب ص ص ۲-۳

« زما په عقیده د بشر ټول نژادونه یو شان دي. زما په عقیده ښځي او نر د ښه ژوند کولو لپاره مساوي حقوق لري. هغه کسان چي خدای تر نورو پوه کړي او د فوق العاده استعدادونو څښتنان کړي دي، هغوی باید د نورو د خدمت لپاره ملا وتړي. ټول هغه کسان چي د خپلو خدای ورکړو استعدادونو څخه یوازي د خپلو شخصي ګټو لپاره کار اخلي، تیټ او شریر اختلاس ګران دي…. زه وایم چي که هر چاته د هغه د استعداد او لیاقت سره سم وظیفه وسپارله سي ټول شخصي عداوتونه او دښمنی به له منځه ولاړي سي» هغه کتاب هغه مخ

عبدالباري جهاني

مهیندرا پراتاپ په عمل کي وښودله چي د بشریت مساوات ته ریښتونې عقیده لري. هغه په تېره بیا په هند کي د ظالمانه او ضد بشري طبقاتي سسټم کیسټ سسټمcast system پر ضد عملي مبارزې په ترڅ کي، د یوه راجا په صفت، چي د هند تر ټولو لوړه طبقه وه، د ټیټي طبقې د هغو کسانو کورته ورغی او ماښامنی یې ورسره وخوړه چي له هغوی سره تماس نیول او حتی خبري کول منع وه او اچوت یا هغه کسان چي تماس ورسره منع دیAchuth بلل کېدل. په ۱۹۱۱ کال کي یې د دغي طبقې د ټاماټا له یوې کورنۍ او په ۱۹۱۲ کي یې د میهټار طبقې له یوې کورنۍ سره، چي دواړه اچوت وه، ماښامنۍ وخوړه او یوه لویه هنګامه یې منځته راوړه.

په تنکۍ ځواني کي یې د هند د ازادی غوښتونکو مبارزینو ویناوي اورېدلې او ورځ تر بلي یې په زړه کي د هند د خپلواکی ګټلو آرزو زور اخیست. د برټانوي هند حکومت د مهیندرا پراتاپ په څېر اورنیو زلمیو تحمل نه درلود؛ او هغه مجبور سو چي د خپل ارمان د پوره کولو او د برټانوي استعمار څخه د خپل هیواد او سیمي د آزادولو لپاره په بهر کي د مرستو تر لاسه کولو لپاره، په اته ویشت کلنۍ کي، اروپا ته سفر وکړي. مهیندرا پراتاپ په سویس کي وو چي په جرمني کي، د هند لپاره، د برلین، د نوي تاسیس سوي کمېټې رييس وریندرانات چاټو پاړیا Verendra nath Chatopadia۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸۸ته اطلاع ورسېده او هغه د، ۱۹۱۵ کال د جنوري په میاشت کي، د هند د خپلواکی ګټلو لپاره د جرمني څخه د مرستو ترلاسه کولو او د جرمني د پاچا کیزر دوهم ویلهلم Whilhelm 2nd د کتلو بلنه ورکړه. کیزر هغه په خلاصه غېږه ومانه او د اپریل په میاشت کي یې د مولوي برکت الله جرمني ډیپلوماټ وان هینټیګ Hentig او یو شمیر جرمنیانو، هندیانو او د صوبه سرحد د ځینو پښتنو سره یو ځای د افغانستان پر لور واستاوه او په خپل قلم یې د افغانستان د پاچا امیرحبیب الله خان لپاره پیغام ورکړ.

د ۱۹۱۵ کال د جولای په میاشت کي، د برټانوي هند حکومت امیر حبیب الله خان ته خبرداری ورکړی وو چي د جرمنیانو، اطریشیانو، ترکانو، ارمنیانو او هندیانو یوه ډله په نظر کي لري چي د افغانستان خاوري ته ننوزي؛ امیر باید د هغوی مخه ونیسي، وسلې ورڅخه واخلي او د جنګ تر ختمېدلو پوري یې په بندیخانو کي وساتي. امیر حبیب الله خان د برټانوي هند له حکومت سره ژمنه وکړه چي د دغو کسانو سره به د برټانوي هند د حکومت له غوښتني سره سم چلند وکړي. امیر هغوی ته ولیکل چي د هرات والي نایب الحکومته ته یې هدایت ورکړی دی چي د هغوی مخه ونیسي او وایسرا باید چي هیڅ اندېښنه ونه لري.Afghanistan Diplomatic History 1900_1923 له ۱۹۰۰ څخه تر ۱۹۲۳پوري ۱۵۷ مخ

له دې څخه وړاندي، د ۱۹۱۴ کال په مني کي، په تهران کي د ترکیې سفیر امیر حبیب الله خان ته د خپل یوه ایلچي په لاس، د هرات له ښار څخه، یو پیغام لېږلی وو او له امیر څخه یې غوښتي وه چي په لومړي نړی وال جنګ کي د ترکیې په ملاتړ برخه واخلي. امیر د خپل یوه ایلچي په لاس، د ترکیې د سفیر د لیک جواب ورکړ خو په هرات کي یې د ترکیې د سفیر ایلچي ته هدایت ورکړ چي د امیر پیغام ټکي په ټکي په یاد کړي او په شفاهي توګه یې خپل سفیر ته ورسوي. امیر حبیب الله خان په خپل پیغام کي ویلي وه چي په دې لوی جنګ کي، چي ټول اروپايي قدرتونه برخه پکښي لري، سړی سمدستي تصمیم نه سي نیولای. زه یوه ښه فرصت ته ګورم او دا ډېره ممکنه ده چي دا فرصت به برابر سي او په جنګ کي د برخي اخیستلو وخت به را ورسېږي. زه خپل ټول لازم تیاری نیسم؛ هر وخت چي فرصت برابر سي زه به خپله اسلامي وظیفه سرته رسوم. زه نه غواړم چي اسلامي نړۍ لعنت را باندي ووايي. Afghanistan Foreign Affairs ص ۲۱

پرتاب له جرمني استازي سره، هرات

امیر حبیب الله خان له یوې خوا د برټانیې سره د دوستی تړون درلود او هغه هیواد هر کال اته لس لکه روپۍ مرسته ورسره کوله، له بلي خوا د برټانیې د امپراطورۍ زور ورته معلوم وو او په دې ښه پوهېدی چي ترکیه او جرمني د افغانستان پولو ته ځانونه نه سي رسولای او تر ده پوري یې پوځي او نغدي مرستي نه رسېږي؛ خو د ترکیې د سفیر پیغام یې ځکه نه سو ردولای چي د افغانستان او د ډیورنډ د پولي ها خواته اکثریت پښتانه او د هند اکثریت مسلمانان د ترکیې د خلیفه طرفداران ول او د هغه په ګټه په جنګ کي شاملېدل یې جهاد باله. دغه راز امیر مجبور وو چي د خپل ورور سردار نصرالله خان، زامنو، شهزاده امان الله خان او شهزاده عنایت الله خان، سردار محمدنادر خان او نورو ګڼو سردارانو، چي د ترکیې په ملاتړ له انګریزانو سره د جنګ طرفداران ول، خیال وساتي. ځکه یې نو ترکیې ته رټ جواب نه سو ورکولای.

د جرمني هر ډول مالي او پوځي مرستي باید د ترکیې له لاري د اېران په خاوره کي تېري سوي او افغانستان ته رسېدلي وای. اېران ، که څه هم چي په لومړي نړی وال جنګ کي خپله بېطرفي اعلان کړې وه، تقریبا ټول د روسیې او برتانیې قواوو اشغال کړی وو. روسیې د هغه هیواد شمالي سیمي او آذربایجان نیولی او خپل پوځیان یې پکښي ګومارلي ول او برټانیې بندرعباس، ترشیز او شیراز تقریبا ټول نیولي ول. د اېران پاچا احمدشاه قاجار، چي دا وخت ایله اووه لس کلن وو، هیڅ ډول واک اخیتار نه درلود او د خپلو درباریانو د لاس آله وو. د اېران حکومت دا وخت دونه کمزوری وو چي په عمومي جنګ کي د ښکېلو قواوو ترمنځ یې د ټاکلي پالیسی درلودلو او تعقیبولو توان نه درلود. په دې برخه کي د اېران له تش په نامه مقاماتو سره  هم هیڅ ډول تفاهم نه وو سوی او دا دروند هیات، چي شمېر یې څه باندي دوو سوو تنو ته رسېدی، د اېران په خاوره کي هم د غلو او داړه مارانو او هم د انګرېز او روسانو د جاسوسي قواو او منظمو عسکري قوتونو له حملو سره مخامخ سو او هم یې لا ځیني غړي په غرونو او دښتونو کي د لوږو او تندو، ناروغیو او ستړتیاوو په اثر تلف سول. په هر صورت ، دا هیات بالاخره افغانستان ته ورسېدی. مهیندراپراتاپ لیکي چي د خدای په فضل او د کپټان نیدرمایر د ستراتیژی په برکت موږ، له اصفهان څخه، د دښمن په لیکو کي را تېر سولو او د نیډرمایر له هیات سره یو ځای مو سفر پیل کړ. بالاخره، که څه هم چي ډیر زیات مالونه او بارونه مو له لاسه ورکړل، ډیر اسناد مو ورک او ضایع سول او ځیني ملګري مو مړه او تلف سول، خو په پای کي صحي سلامت افغانستان ته ورسېدو. My life Story ۴۷ مخ

مهیندرا پراتاپ او ورسره هیات یې په هرات کي یوه میاشت تېره کړه. هغه په خپلو خاطراتو کي د هرات د نایب الحکومه محمد سرور خان د فوق العاده ښه هرکلي څخه ډیر زیات ښه خاطرات لري او وايي چي شاهانه هرکلی یې وسو. دی وايی د اېران په خاوره کي د غرونو او دښتونو په مزلونو کي د ټولو جامې ریښکی ریښکی سوي وې او نایب الحکومه د هیات ټولو غړو او نوکرانو ته، هر یوه ته د خپل مقام سره سم، نوي او اعلی جامې ورکړې. د هرات په ښار او تاریخي ځایونو کي یې وګرځولو او حتی د هرات په تاریخي جومات کي یې د عسکري موزو ایستلو ته هم مجبور نه کړو.  هغه کتاب ۴۸ مخ

د دې تاوده هرکلي معنی دا ده چي امیر حبیب الله خان د برټانوي هند له حکومت سره د کړي وعدې په خلاف، چي د هیات غړي به بندیانوي، د هرات والي ته د ښه هرکلي کولو هدایت ورکړی وو؛ ځکه چي د هرات والي په خپل سر د یوه خارجي هیات، هغه هم د نړۍ وال جنګ په وخت کي، دونه تود هرکلی کولای نه سو.

دغه هیات د هزاره جات له لاري کابل ته ورسېدی او د افغانستان د مقاماتو له لوري یې تود هرکلی وسو. هیات په باغ بابر کي دېره سو او د امیر حبیب الله خان سره د کتلو په انتظار یې شپې ورځي شمېرلې. هیات تقریبا څلور هفتې په باغ بابر کي، پرته له دې چي د وتلو اجازه دي ورکړه سي، تېري کړې. امیر حبیب الله خان ایله د اکټوبر پر شپږویشتمه هغوی د پغمان په قصر کي د لیدلو لپاره ومنل. امیر د خبرو په پیل کي د هیات غړو ته وویل چي زه تاسي ته د سوداګرو په سترګه ګورم چي مالونه یې د خرڅلاو لپاره راوړي وي. زه به وګورم چي تاسي څه راوړي دي او موږ څشي خوښوو. نیدرمایر په خپلو خاطراتو  کي لیکي چي د امیر دې خبري چي موږ یې له سوداګرو سره مقایسه کړو زموږ د هیات مسلمان غړي، چي د سپېڅلي جهاد په نیت راغلي ول، ډیر ناهیلي کړل. نیدرمایر ۷۴ مخ

کابل ۱۹۱۶

جرمنیانو د امیر دې خبري ته چنداني جواب نه درلود؛ ځکه چي د هغوی او هندیانو او ترکانو هیات په داسي حال کي افغانستان ته رسېدلی وو چي د اېران په خاوره کي یې د سختو ګرمیو، داړه مارانو له حملو او ستړیاوو له لاسه هم څاروي او سړي مړه سوي او وژل سوي ول؛ هم یې ملګري په لاره کي ورڅخه تښتېدلي ول او هم یې مالونه لوټ سوي او ورک سوي ول. دوی به له امیر سره، د انګرېزانو په مقابل کي د جهاد د اعلانولو په صورت کي، د وسلو، پیسو او منظمو پوځیانو څه مرسته کړې وای او څه ژمنه یې کولای سوای؟ یوازي د جرمنيانو سره یو څو طلايي ساعتونه او واړه سوغاتونه پاته وه چي د المان د صدراعظم د لیکونو سره یو ځای یې نایب السلطنته سردار نصرالله خان ته تسلیم کړل.

مهیندرا پراتاپ هم په خپلو خاطراتو کي لیکي چي تقریبا درې هفتې په باغ بابر کي معطل و اوسېدل؛ له باغ څخه  دباندي و وتلو اجازه نه ورکوله کېدله  او د باغ له دنني څخه یې د کابل د ښکلا او طبیعي مناظرو ننداره کوله. څو بالاخره له امیر سره د لیدلو ورځ را ورسېده او دوي یې په دریو لوکسو رولزرایس انګریزي موټرونو کي د امیر حبیب الله خان د پغمان قصر ته بوتلل. مهیندرا پراتاپ د امیر سره د لومړۍ لیدني څخه خوښي ښکاره کوي او وايي چي امیر به تل دی له ښي اړخ سره جوخت کښېناوه او وروسته نو ډاکټروان هینټګ، کپتان نیدرمایر، کپټان کاظم بېګ او مولنا برکت الله کښېنستل. My life storyمخ ۴۹

په دې لومړۍ غونډه کي، چي څو ساعتونه اوږده سوه، مهیندرا پراتاپ امیر حبیب الله خان ته په اروپا کي د جنګ د وضع او حالاتو په باب توضیحات ورکړل او له امیر څخه یې وپوښتل چي د هند د خپلواکه کېدلو لپاره باید څه وسي. وان هینټیګ د جرمني او افغانستان د راتلونکو اړېکو په باره کي خبري وکړې. نیدرمایر د افغانستان سره د پوځي مرستو په باره کي وږغېدی. کاظم بېګ د اسلامي هیوادونو او قوتونو د یووالي په باره کي وینا وکړه او مولنا برکت الله هم د جهاد پر اهمیت باندي وږغېدی. د هیات غړو وویل چي که افغانستان په جنګ کي برخه واخلي او که بېطرف پاته کېږي، له دغه هیواد سره باید سمدستي اقتصادي او پوځي مرستي وسي.

امیر په جواب کي ورته وویل چي افغانستان به خپله اسلامي وظیفه سرته ورسوي، خو په دې شرط چي وسایل او منابع ولري. ده وویل چي د افغانستان خلک د خپلي خاوري څخه  د دفاع لپاره ډېر تکړه دي او دښمن ته له خپلي خاوري شړلای سي خو له اروپايی قوتونو سره د منظم جنګ توان او وسایل نه لري. Foreign Affairsص ص ۳۳-۳۴

مهیندراپراتاپ خو وايي چي له هند څخه یو شمېر محصلین د ترکیې او اسلام څخه د دفاع لپاره افغانستان ته اوښتي ول او دلته بندیان ول. تر دوی مخکي د اسلام مشهور عالم او مبارز مولوی عبیدالله سیندي هم کابل ته تللی او مقاماتو بندي کړی وو. په بندیانو کي هغه دوه تنه سیکهان هم ول چي په هند کي د بمونو د چاودنو تور ورباندي لګېدلی او افغانستان ته تښدېدلي ول؛ خو کله چي ده له سردارنصرالله خان څخه د هغوی د خوشي کېدلو غوښتنه وکړه نو امیر حبیب الله هم امر وکړ چي هغوی دي سمدستي، له محاکمې پرته، خوشي سي.

مهیندراپراتاپ وايی چي د سردارنصرالله خان او امیر حبیب الله خان سره یې څو ځله وکتل او پر بېلو بېلو موضوعاتو یې خبري ورسره وکړې. بالاخره یې د ۱۹۱۵ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه، د هند د خپلواکی لپاره، په کابل کي، د موقتي حکومت اساس کښېښود.  مهیندراپراتاپ د دې حکومت جمهورریس، مولوی برکت الله صدراعظم او مولوی عبیدالله سیندهي د داخله وزیر په حیث وټاکل سول. مهیندراپرتاپ خاطرات ۵۰-۵۱ مخونه

کابل ته د مولوي عبیدالله سیندي له روانېدلو څخه لږ وروسته، د دیوبند د مدرسې رییس او موسس مولنا محمودالحسن، د میا انصاري سره یو ځای حجاز ته روان سو. دوی په حجاز کي د ترکانو د پوځي ګورنر غالب پاشا سره وکتل او له هغه څخه یې د برټانیې پر ضد د جهاد فتوا ترلاسه کړه. میا انصاري د جهاد دغه فتوا، چي غالب نامه یې بلله، کابل ته ورسره یووړه؛ او کابل ته په لاره کي یې د غالب نامې نسخې په هند او د سرحد په پښتني قبایلو کي خپرې کړې. انصاري چي کابل ته ورسېدی ویې لیدل چي د افغانستان پاچا د هندي انقلابیونو ښه هرکلی کړی دی او هغوی په کابل کي موقتي حکومت جوړ کړی دی. عبیدالله دې بري ډېر زړه ور کړ او مولنا محمودالحسن ته یې په یوه اوږده خط کي ولیکل چي د ترکیې له حکومت او د مکې له شریف سره فعاله همکاري پیل کړي. عبیدالله سیندهي، مولنا محمودالحسن ته د یوه اسلامي پوځ د جوړولو په باب لیکلي وه چي نوم به یې جندالله یا د خدای پوځ وي؛ مرکز به یې په مدینه کي وي او څانګي به یې په استانبول، تهران او کابل کي وي. له دې سره څو نور لیکونه هم وه چي په کابل کي یې د انقلابي فعالیتونو د پرمختګونو به باره کي معلومات ورکول. دغه لیکونه یې، چي پر ژړو ورېښمو لیکل سوي وه او وروسته په وریښمینو لیکونو مشهور سول، د ۱۹۱۶ کال د جولای په میاشت کي د یوه محصل په لاس، چی ویل کېږي پخپله د انګریزانو جاسوس وو او د انقلابي محصلینو په صفوفو کي یې ځای نیولی وو، واستول؛ او د هغه په واسکټ کي یې وګنډل. لیکونه باید په سیند کي د مولوي عبیدالله یوه اعتباري سړي ته ورکړه سوي او بیا نو سعودي عربستان ته رسېدلي وای. لیکونه د انګرېزانو د حکومت لاسته ورغلل او د هندیانو انقلابي تحریک ته یې سخته صدمه ورسوله. البته مهیندرا پراتاپ، عبیدالله سیندهي او نورو ځوانو انقلابیونو په پوره زړه ورتیا خپلو مبارزو ته دوام ورکړ.

د هرات والي سرور خان

مهیندرا پراتاپ وايی چي د شهزاده عنایت الله خان او شهزاده امان الله خان سره یې، چي بیا وروسته پاچا سو، ډیر نیژدې اړېکي درلودل. دی وايی په هغو شپو ورځو کي سردار نادرخان هم د شهزاده امان الله خان په ډله کي وو. دی وايی ما له ده او د ده د کورنۍ له غړو سره ډیر مجلسونه وکړل. دی او دده وروڼه په دې ډېر مشهور ول چي هیڅ وخت یې رشوت نه اخیستی. هغه کتاب ۵۲ مخ

د برټانوي هند حکومت، د بېطرفی پر پالیسی باندي د امیر د ښه ټینګولو، او خپل باور د زیاتولو په غرض، هغه ته د انګلستان د پاچا پنځم جورج له خوا، د ده په عنوان، یو لیک واستاوه، چي دا پخپله د برټانیې د واکمن لپاره یو بې ساری اقدام وو؛ ځکه چي د افغانستان امیرانو به معمولا د برټانوي هند له مقاماتو سره تماس ټینګاوه. د بلي خوا یې د امیر په کلنۍ مستمري کي دوه لکه روپۍ زیاتوالی راووست چي امیر د خپلي بېطرفی د پالیسي د غوره کولو په مقابل کي چنداني مناسب انعام ونه باله. که څه هم چي د هند وایسرا په لندن کي خارجه وزارت ته په خپل رپوټ کي د امیر د پالیسی ستاینه وکړه؛ هغه یې په ختیځ کي یو له ترټولو هوښیارو سیاستمدارانو څخه وباله او حکومت ته یې اطمینان ورکړ چي د جرمني او ترکيې پر هیات باندي په باغ بابر کي، د هغوی په هستوګنځي کي، داسي درنې پیرې ولاړي دي چي هغوی بېخي د بندیانو حیثیت لري. فارین افیرز ص ص ۳۶-۳۷

د ۱۹۱۶ کال د جنوري پر څلېرویشتمه امیر حبیب الله خان د جرمني له هیات سره تړون لاسلیک کړ. په هغه تړون کي، افغانستان داسي غوښتني کړي وې چي د جرمني لپاره یې پوره کول غیر ممکن کار وو. په حقیقت کي، دا مرستي  هغه وخت ممکني وې چي جرمني یا اېران په بشپړه توګه نیولی او یا یې په  جنګ کي ورسره ملګری کړی وای؛ چي دا دواړي خبري له امکانه لیري وې. د دې تړون په اساس جرمني ژمنه وکړه چي د افغانستان حکومت ته به سل زره نوي توپکونه، درې سوه توپونه، هر ډول سپکي او درنې وسلې او مهمات او لس میلیونه پونډه ورکوي. نیدرمایر ۱۳۱مخ

په داسي حال کي چي د هینټیګ او نیدرمایر هیات، په څه باندي یوه میاشت کي، له ترکیې څخه هرات ته، په داسي حال کي ورسېدی چي ورسره اخیستي سوغاتونه یې داړه مارانو ورڅخه اخیستي او د ګرمیو، خواریو او ناروغیو له لاسه یې ډیر زیات ملګري تلف سوي ول او په تقریبا تشو لاسونو یې ایله ځانونه د افغانستان خاوري ته رسولي ول.

امیر حبیب الله خان د جرمني د هیات سره د تړون د لاسلیک کولو څخه یوه ورځ وروسته په کابل کي د برټانیې استازی ور وباله او هغه ته یې د افغانستان د بېطرفی په برخه کي ااطمینان ورکړ.

هینټیګ پوه سو چي د امیر څخه څه نه جوړېږي؛ ځکه چي هغه هر څه له نیژدې څارل او په دې خبري پوه سوی وو چي امیر د خپلي بېطرفی او له برټانیې سره د دوستی په دریځ کي تغییر نه راولي. بالاخره سردار نصرالله خان د جرمني هیات ته، د امیر له خولې، وویل چي افغانستان به یوازي هغه وخت په جنګ کي برخه واخلي چي د ترکانو او جرمنیانو لږترلږه شل زره په وسلو سمبال پوځ د افغانستان مرستي ته راسي او په ټول هند کي د برټانیې پر ضد یو عمومي بریالی پاڅون پیل سي. هینټیګ، له افغانستان څخه د وتلو په برخه کي، له امیر څخه اجازه وغوښته. امیر د هیڅ ډول خاصي مرستي ژمنه ورسره ونه کړه. بالاخره، د جرمني د هیات مشرانو د ۱۹۱۶ کال د مې پر یوویشتمه له کابل څخه حرکت وکړ. نیدرمایر د روسي ترکستان له لاري ایران ته او له هغه ځایه د ترکیې تر اشغال لاندي سیمو ته ولاړ؛ په داسي حال کي چي هینټیګ د واخان له لاري چین، او د متحده ایالاتو له لاري جرمني ته ورسېدی. فارین افیرز ص ۴۰

مهیندرا پراتاپ او هندو او مسلمان مبارزین، چي د هند د خپلواکی په منظور یې موقتي حکومت تاسیس کړی وو، په کابل کي پاته سول او د پخوا په شان یې خپلي مبارزې ته دوام ورکړ. مهیندراپراتاپ د امیر حبیب الله خان له سلوک څخه خوښي ښکاره کوي او لیکي چي دوی هیڅ فکر نه کاوه چي د برټانیې دغه طرفدار امیر دي د دوی  فعالیتونه آزاد پرېږدي او سترګي دي ورباندي پټي کړي. مهیندراپراتاپ وايي په حقیقت کي دوی کوم پټ جنایت هم نه کاوه بلک ضد مشروع مبارزه یې کوله. موږ په هند کي د برټانیې پر ضد مبارزه کوله او ترکیې او جرمني ځکه مرسته راسره کوله چي د برتانیې سره په جنګ کي وه. په دې کار کي هیڅ دسیسه نه وه. مهیندراپراتاپ ص ۵۵

مهیندرا پراتاپ خو موږ ته وايی چي د ۱۹۱۶ کال د ژمي په یوه سړه شپه کي، چي امیر حبیب الله خان هندیانو او د ترکانو او جرمنیانو هیات ته مېلمستیا کړې وه، ما امیر ته په غوږ کي وویل بهتره به نه وي چي روسان خپلي خواته را واړوو؟ دې خبري په مجلس کي یو نوی کش پیدا کړ؛ ځکه چي امیر سمدستي زما خبره واخیستله او ماته یې وویل چي د خپل پلان تفصیلات له سردار نصرالله خان سره طرح کړم. هغه کتاب هغه مخ

مهیندرا پراتاپ د امیر له اجازې پرته د شوروي اتحاد له مقاماتو سره په تاشکند کي خبري کوي، وروسته جرمني او ترکیې ته د افغانستان په پاسپورټ سفرونه کوي؛ په سویس زرلینډ کي یې د امریکا له سفیر سره د هند د خپلواکی مسله طرح کړې ده، البته هغه چنداني علاقه نه ده ښودلې؛ او په زوریخ کي د امیر حبیب الله د قتلېدلو په موضوع خبر سوی دی. هغه کتاب ص ص ۵۸-۵۹

هيئت په افغانستان کي د تګ پر مهال

 داسي ښکاري چي د افغانستان څخه د جرمني د هیات له وتلو سره ډېر ژر مهیندراپراتاپ او مولوي برکت الله هم د روسيې خاوري ته تللي وي او په دې توګه په کابل کي د موقتي حکومت فعالیتونه له زوره لوېدلي وي. خو مهیندراپراتاپ په اروپا کي وو چي روسیه کي بلشویکي انقلاب وسو. د شوروي نوي کمونیسټ حکومت په افغانستان کي پېښي تعقیبولې او کله چي مهیندراپراتاپ او مولوي برکت الله هغه هیواد ته ورغلل نو د نوي یهودي اصله سفیر زوریتس سره یو ځای یې مهیندراپراتاپ، مولوی برکت الله، عبدالرب او ټیرمل اچاریا کابل ته واستول. پراتاپ خو حتی وايی چي  زوریتس یې اعلیحضرت امان الله خان ته معرفي کړ. خبري چي هر ډول وي، د برتانیې پر ضد پروپاګنډې او تبلیغاتو زور واخیست. په دغه وخت کي د موقتي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف منځته راغی. مهیندراپراتاپ او مولوی عبیدالله سیندهي د ټول اسلام د یو کېدلو لپاره مبارزه کوله او د برټانیې پر ضد تبلیغاتو کي یې له دغي وسلې څخه کار اخیستی. په داسي حال کي چي عبدالرب ، ټیرمل اچاریا او د دوی طرفداران د بلشویکي تبلیغاتو طرفدارول. اعلیحضرت امان الله خان هم له برټانیې سره دښمني درلوده خو نه یې غوښتل چي د دې مبارزې واک د کمونیستانو لاسونو ته ورسي. ځکه یې نو له عبدالرب او اچاریا څخه وغوښتل چي له کابل څخه ووزي. India and Afghanistanص ص ۱۵۴-۱۵۵

مهیندراپراتاپ د اروپا له سفر څخه د راستنېدلو په لاره کي، د ولادیمیر لینین په شمول، عالي رتبه شوروي مقاماتو سره ګوري او کله چي کابل ته را ستنېږي نو دا ځل یې قدر تر پخوا ډېر زیات سوی او د سردارنصرالله خان په قصر کي دېره کېږي. مهیندراپرتاپ وايی د ۱۹۲۰ کال په پسرلي چي اعلیحضرت امان الله خان د خپل کار په دفتر کي ولیدلم او د اوو هیوادونو د مشرانو تبت، چین، جاپان، تایلینډ، متحده ایالاتو، جرمني او ترکیې د مشرانو لپاره یې لیکونه راکړل… په غېږ کي یې ونیولم، رخصت یې کړم او د پامیر پر لور مي حرکت وکړ. دی وايي هغه ورځ مي نه هېرېږي چي افغانانو د تل په جبهه کي پر انګرېزیانو باندي یو ستر بری تر لاسه کړی وو. برټانیې په جلال آباد کي پر افغاني پوځیانو باندي د خپل بري په اړه لاپي شاپي کولې، مګر بالاخره د دواړو هیوادونو ترمنځ جګړه د پاچا امان الله خان د شرایطو سره سمه پای ته ورسېده. My life Story ۶۲- ۶۳ مخونه

هيئت په افغانستان کي د تګ پر مهال

مهیندرا پراتاپ د واخان د لاري د چین په سرحدی سیمه کي د مقاماتو سره ګوري او نور د مخته تللو اجازه نه ورکوله کېږي. د اعلیحضرت امان الله خان لیک د چین سرحدي مقاماتو ته سپاري او د تاشګند پر لور حرکت کوي. دی وايی په تاشکند کي د افغانستان په قونسلګري کي وم چي د خارجه وزیر محمودطرزي لیک را ورسېدی او پکښي لیکلي یې وه چي افغانستان او اینګلینډ سوله سره وکړه. زما ماموریت نور ختم دی او زه باید هغه لیکونه چي اعلیحضرت د بهرنیو ملکونو د مشرانو لپاره راکړي وه بیرته کابل ته واستوم. مهیوندراپراتاپ وايی محمود طرزي لیکلي وه چي زه هم کابل ته ورتللای سم او هم په روسیه کي پاتېدلای سم. هغه کتاب ۷۰ یم مخ

مهیندراپراتاپ له جرمني او امریکا څخه نیولې تر جاپان او چین پوري د افغانستان په پاسپورټ سفرونه وکړل؛ په هر هیواد او هره رسمي او غیر رسمي غونډه کي یې د افغانستان په استازیتوب خبري وکړې او د دې هیواد تونزو ته یې د خلکو، منورینو او هیوادونو د مشرانو توجه واړوله. تر ټولو په زړه پوري یې په ۱۹۲۸ کال کي په جاپان کي د اوساکا مانیچي د ورځپاڼي هغه خبر دی چي وايی افغان وطن پالونکی ښاغلی مهیندراپراتاپ د کوبي د ښار څخه د روانېدلو نه مخکي اوساکا مانیچي ته ورغی. ده د جاپان او چین د دوستانه اړېکو د ټینګېدلو او همکاریو د ضرورت په باب خپل نظریات ورکړل. چین ته روانېدلو څخه مخکي به یوه د مخه ښې مېلمستیا ورته جوړه سي. هغه کتاب ۱۴۹ مخ

مهیندرا پراتاپ د ۱۹۲۹ کال په پای کي له جرمني څخه کابل ته ولاړ. دی لیکي« زه د ډسمبر پر شلمه کابل ته ورسېدم او پوره درې میاشتي د افغانستان د حکومت مېلمه وم. د حیرانتیا خبره دا وه چي په پایتخت کي هر څه منظم او پر لار وه. کله چي سړي د کابل بازارونه او لاري کوڅې لیدلې نو د وروستیو غلاوو، داړه ماریو او هغو ونیو تويېدلو نښي یې نه په سترګو کی لیدلې چي په نیژدې شپو ورځو کي د سقاو د زوی د حکومت په وخت کي دې ښار او شاوخوا لیدلي وې.

ما د خارجه وزیر له مرستیال، خارجه وزیر، د دفاع وزیر او صدراعظم سره وکتل. اعلیحضرت نادرشاه هم وبللم. د دوی ټولو له خبرو څخه ښکارېدله چي په ریشتیا هم غواړي خپلو خلکو ته ریښتنۍ سوله راولي. کله چي د کابل په هره ګوښه کي د خلکو سره خبري کولې او هغوی د پاچا امان الله خان د هغو خدمتونو یادونه او مننه کوله چي خپل هیواد ته یې کړي وه نو ماته به یې ډېر ښه خوند راکړ. د وخت په تېرېدو سره به د افغانستان خلک نور هم په دې پوه سي او د پاچا امان الله خان د هغو خدمتونو یادونه او مننه به وکړي چي هغه خپل هیواد ته کړي او به خیال کي یې لرل.

د افغانستان حکومت ماته په ډېري مهربانی سره زما د سفر د لګښتونو پیسې راکړې او له ما څخه یې وغوښتل چي متحده ایالاتو ته ولاړ سم؛ ځکه چي حکومت غوړاي امریکا د مرکزي اسیا په هغه هیواد پانګه اچونه وکړي.

د مځکي پر مخ به بل هیڅ هیواد، د افغانستان په څېر، د پانګي اچوني لپاره مساعد نه وي. په دې ښار کي چي نهه میاشتي د غلو او داړه مارانو پاچهي وه او په زرهاوو کسان، په ډېره بېرحمي، قتل سول او د بېګناه خلکو ویني تویی سوي؛ خو یوه خارجي ته چا آزار ورنه کړ. هغه جرمنی ډاکټر چي د کابل د ښار په لارو کوڅو کي آزاد ګرځېدی، د حکومت او مخالفینو دواړو په درد خوړ. د جرمني د شرکت آمر خپل دفتر بیرته پرانیست؛ لکه په ښار کي چي هیڅ پېښه سوې نه وي. افغانستان دغسي هیواد دی» هغه کتاب ۱۵۹ مخ

مهیندرا پراتاپ په خپلو یاداشتونو کي لیکي چي زه دا دی امریکا ته روان یم. زه به ځینو سرمایه دارانو ته خواست وکړم چي د افغانستان د شرایطو په باب پلټني وکړی. دی وايی زه ګومان کوم چي زما دغه ماموریت به بریالی وي ځکه چي د افغانستان پاچا پخپله اعلان وکړ چي که د امریکا دوه تنه سرمایه داران افغانستان ته راسي او دلته تحقیقات وکړي نو دوی ته به څرګنده سي چي دا هیواد د پانګه اچوني لپاره څومره مساعد دی. هغه کتاب ۱۵۹- ۱۶۰ مخونه

راجا مهیندرا پراتاپ، امریکې ته د تګ په لاره کي، روم ته ولاړ او هلته یې د اعلیحضرت امان الله خان سره وکتل. راجا لیکی« روم ته له رسېدلو سره سم د اعلیحضرت امان الله خان ساده او خواره بوښکي کورته ورغلم. اعلیحضرت د انتظار کوټې ته راغی او زه یې د مېلمنو خوني ته بوتلم. یوه د زړه سوي صحنه وه. دلته هغه سړی اوسېدی چي لس کاله د افغانستان پاچا وو؛ او هغه هیواد یې د ترقی پر لور رهبري کړ. اوس یې دلته په یوه خارجي هیواد کي د یوه عادي مهاجر په حیث ژوند کاوه. د ده له سترګو او هر حرکت څخه سړی پوهېدی چي تر ستم لاندي خلکو دښمنان اوس هم دغه مظلوم او بې ګناه انسان تهدیدوي. د ده یوازینی ګناه دا ده چي زموږ د ټولني د بېرحمو اهریمنانو له فرمان څخه یې سرکښي کړې وه.

د پرتاب د ژوند کيسه دده په قلم، دلته

ده ټینګار کاوه چي زه تر ده لوړ کښېنم. هغه وخت چي دی پاچا وو ما به د هغه له دغه ډول مهربانۍ څخه مننه کوله او د ده بلنه به مي منله مګر اوس دا ممکنه نه وه. موږ څنګ پر څنګ کښېنستلو او ډېراوږد مجلس مو وکړ» هغه کتاب ۱۶۴ مخ

راجا مهیندرا پراتاپ، په بهر کي له دوه دیرشو کالو تېرولو څخه وروسته، په ۱۹۴۶ کال کي خپل هیواد ته ستون سو. تر هر حه مخکي یې د هند د خپلواکی د نهضت له روح او زړه مهاتما ګاندهي سره وکتل او بیایې نه په خپلواک هند کي د خپل ارمان لپاره، چي عادي خلکو ته د قدرت د سپارلو نظریه وه، مبارزه پیل کړه. د عمر تر وروستیو شېبو پوري د خپل اولس تر څنګ ودرېدی. راجا مهیندراپراتاپ په ۱۹۷۹ کال کي، له اوږده او ثمره ډک ژوند تېرولو څخه وروسته، وفات سو.

مهیندراپرتاپ تر مرګه، او په تېره بیا د هند د بشپړي خپلواکی تر وخته، د برټانوي استعمار ډیر سخت دښمن پاته سو. کله چی په ۱۹۲۲ کال کي په جرمني کي وو نو جنرال محمدولي خان، چي په اروپا کي د اعلیحضرت امان الله خان ګرځنده سفیر وو، له ده سره د جاپان د وېزې اخیستلو په کار کي ډیره مرسته کړې وه. دی وايی کله چي په جرمني کي د فرانسې سفارت ته ورغلم او له هغوی څخه مي وغوښتل چي غواړم د فرانسې له لاري جاپان ته ولاړ سم ځکه چي نه غواړم د برټانیې له بندرونو څخه تېر سم نو د فرانسې د سفارت مامور راته وویل چي ته خو د جنګ په ورخو شپو کي زموږ د دښمنانو ملګری وې، ما ورته وویل چي د برټانیې پر ضد له شیطان سره هم ملګری کېږم. او مامور سمدستي وېزه راکړه. هغه کتاب ۷۷یم مخ

مأخذونه:

Pratap Mahendra, My Life Story of Fifty Years. Rajans Press, sadar Bazar, Delhi 1947

Adamec Ludwig. Afghanistan’s Foreign Affairs to the Mid Twentieth Century.University of Arizona press 1974

Adamec Ludwig. Afghanistan 1900-1923. University of California press 1967

Sareen Anuradha, India and Afghanistan. Delhi 1981

اوسکار نیدر مایر، افغانستان د هند دروازه. مترجم خوشال انځور. د افغانستان کلتوري ودي ټولنهو جرمني  کال ۲۰۰۰

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!