منډيګک
افغان تاريخ

له کندهاره و کابل ته د مغزي فرار تاریخي پروسه (۱۷۷۳-۱۹۹۰)

د کندهار عامه کتابخانه: "دې عکس کي پروين ملال، بريښنا، عبدالکريم طالب، روسۍ پښتو پوهه ګريسموا، احمد صميم، عبدالقدوس نجيب، علی محمد رسولی، احمدالله سرپاس راسته خوا ته کريمه فيض زاده رسولي، غلام محي الدين ايوبي ښکار
0 60

مقدمه:
نن سبا، د مغزي فرار مسله نه یوازي یو بشري او بین المللي پرابلم دی، بلکي اقتصادي او انکشافي مسله هم ګرځېدلې ده. په ۲۱ پېړۍ کي، د بشري پانګو د فرار پروسه نه یوازي له غریبو ملکونو څخه و غربي او پر مختللو هیوادونو ته په زیاتېدونکي توګه چټکه کېږي، بلکي دننه په غربي دنیا او نورو پرمختللو صنعتي ملکونه کي همدا مشکل په مختلفو شکلونو باندي موجود دی. د افغانستان په شان په یوه وروسته پاتي او زراعتي ملک کي، مغزي فرار عموما له کلیو څخه و سترو ښارونو ته کېږي، او یا مدام له نورو ښارونو څخه و پایتخت ته کېږي.
البته، د یوې ټولني لپاره د انساني او معنوي پانګي دا فرار ځکه زیانمن دی چي تحصیل کرده بشري ثروت د یوې جامعې تر ټولو مهمه پانګه ده، په تېره بیا نن ورځ چي هر څه په علم او تکنالوژي پوري تړلي دي. د یوې ټولني تحصیل کرده خلګ د هغې جامعې د رشد او پرمختګ لوکوموتیف وي. هغوی په صنعتي او پر مختللو ټولنو کي د اختراع او کشف محرکه قوه وي. د اوسني عصر د مدنیت اساس پر عاقل، نقاد، او اګاه انسان باندي اېښودل سوی دی. په نننیو عصري ټولنو کي، متخصص او مسلکي بشري ثروت د یوې جامعې ثبات، پرمختګ، او ډاینمیزم تضمینوي.
په یوه کلام کي، د یوې ټولني د دومداره امن، خوشحالي، او پرمختګ یوزانی ډاډمن ضامن یوه تحصیل کرده، اباده، او په سیاسي چارو کي دخیله بشري پانګه ده. د همدې انساني پانګي زیاتره استازي د یوې جامعې د مینځنۍ طبقې وتلي قشرونه وي. اوس نو، واضح خبره ده چي دوامداره مغزي فرار د ټولني فکري او اقتصادي زیربنا خرابوي. له یوې ټولني څخه د فکري نخبه ګانو مدام فرار هره جامعه بالاخره له فکري رکود، زوال، او سقوط سره مخامخ کوي. لنډه دا چي هیڅ جامعه له دوامداره مغزي فرار سره مقابله نه سي کولای.
د نړیوالتوب پدې روان پېر کی، د بشري او معنوي منابعو د فرار پرابلم له مختلفو زاویو څخه مطالعه او څېړل سوی دی. اکاډمیک مطالعاتو او تحقیقاتو دا خبره بار بار تایید کړې ده چي د مغزي فرار یو عمده عامل اقتصادي دی. په بل عبارت، مغزي فرار د علمي او مسلکي کدرونو هغه انساني تلاښ دی چي د بهتره ژوند د پیدا کولو په غرض ئې کوي. ځیني وخت مغزي فرار سیاسي، اجتماعي، فرهنګي، او مذهبي عوامل هم لري. دغه راز، بې ثباتي او نا امني هم عمده عوامل بلل کېږي. مګر ځیني خلګ بیا له درېیمې نړۍ څخه و غرب ته د انساني پانګي فرار د غرب یوه پلان سوې دسیسه ګڼي. هغوی وايي چي غرب له درېیمي نړۍ څخه ځوان مسلکي او علمي کدرونه، متخصصین، او تحصیل کرده خلګ په ارزانه توګه خپلو ملکونو ته واردوي.
همدارنګه، له کندهاره و کابل ته د څه باندي ۲۰۰ کلن مغزي فرار هم مختلف عوامل لرل چي لاندي به په لنډه توګه شرح سي.

متن:
دلته به له (۱۷۷۳ – ۱۹۹۰) پوري له کندهاره و کابل ته د انساني منابعو د انتقال پروسه څه تشریح او بیا تحلیل او تجزیه سي. خو په اول سر کي باید دا ووایم چي له کندهاره و کابل ته دغه څه باندي ۲۰۰ کلن دوامداره مغزي فرار اکثرا اقتصادي عامل درلورد. مانا همدا د انساني منابعو فرار د کندهاري ځوانانو لپاره د کار پیدا کولو، د شخصي ارتقا، فرهنګي برېښ، شهرت، او د شخصي تبارز مسله هم وه، ځکه د کندهار په مقایسه په کابل کي د فردي پرمختګ لپاره فرصتونه زیاتول. مګر په ځینو لسیزو کي (۱۹۳۰-۱۹۵۰) همدا مغزي فرار د حکومت د څه فشار نتیجه وه. ځکه په همدې لسیزو کي د کابل ډارن سلطنت په یوه ځای کي د زیاتو منورینو تجمع او تمرکز نه غوښت، او تل ئې د ځپلو او تیت و پرک کولو کوښښ کاوه. د همدې هدف د حاصلولو په منظور حکومت په لوی لاس د کندهار فرهنګي او مدني ټولني او حتی تاریخي ابدات ړنګول. او کله بیا (۱۹۸۰-۱۹۹۰) امنیتي او جنګي مسایل ول چي خلګ ئې دېته مجبورول چي له کندهاره و کابل او یا نورو ملکونو ته کډه وکړي.
البته، واضح خبره ده چي له کندهاره و کابل ته دا څه باندي ۲۰۰ کلن مغزي فرار بالاخره د ۱۹۷۰ په اخرو کلونو کي د کندهار د فکري او مدني ټولنو ملا غبرګه ور ماته کړه. د ۱۹۷۰ په پای کي، د کندهار ښاري مدنیت له ښکاره رکود سره مخامخ و. او دا فکري او اقتصادي رکود د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ په لسیزو کي د پوره زوال او سقوط تر سرحده پوري ورسېدی. حقیقت دا دی چي د ۱۹۷۰ په اخرو کلونو کي، مانا د داود خان د جمهوریت په دوران کي، له کندهاره و کابل ته د انساني منابعو همدې دوامداره فرار د کندهار سیاسي، فرهنګي، او مدني جوړښت له بېخه متزلزل او ضعیف کړي و. په همدې کلونو کي، د کندهار فکري رکود او انحطاط د ښار مدنیت او فرهنګي میراث د اوینو په شان پخپل بطن کي خوړی. که څه هم په کابل کي مېشته کندهاري منورینو او علمي کدرونو د خپل پلرني ښار سره د پاخه سړک له برکته مدام تګ راتګ لاره، خو د ۱۹۷۰ په اخرو کلونو کي د کندهار د فرهنګي او اجتماعي رکود او زوال نښي نښانې له ورایه محسوسي وې.
په بل عبارت، همدې ۲۰۰ کلن مغزي فرار د کندهار ښار له داسي بنیادي چلنجونو سره مخاخ کړ چي د ۱۹۷۹ د شوروي اشغال او ور پسې جهادي دورې همدا چلنجونه نور هم پراخ او بحراني کړل. ځکه تر دې وخت پوري نه په کندهار کي پوهنتون و چي خپل ځوان استعدادونه له فرار څخه را وګرځوي، نه کندهار نور داسي د عالي علومو موسسات لرل چي خپل علمي کدرونو ته د کار او تحقیق موقع دننه په ښار کي برابره کاندي. نه هم په کندهار کي راډیو، تیلویزون، تیاتر، او ازاد مطبوعات ول چي خپل مسلکي، هنري، او فرهنګي نخبه ګانو ته په ښار کي د کار او خدمت فرصت برابر کړي. او نه هم نور داسي انکشافي پروګرامونه ول چي د کندهار تحصیل کردګان دي په ښار کي و استوګن کېدو ته تشویق کړي، بلکي په مقابل کي د تېښتي لپاره هر موجه محرک چمتو و، او هره قانع کونکې پلمه موجوده وه.
د افغانستان په معاصر تاریخ کي ښايي بل هیڅ ښار پدې اندازه له مغزي فراره نه وي زیانمن سوي،‌لکه کندهار چي له ۱۷۷۳ څخه د ۱۹۹۰ تر اخرو کلونو پوري تاواني سو. د دې اوږدې پروسې د منفي اثراتو تلافي ښايي ډېري زمانې ونیسي.
تاریخ:
په معاصر تاریخ کي، له کندهاره و کابل ته د انساني او بشري پانګي لومړی ستر مغزي فرار په ۱۷۷۳ کي شروع سو. پدې کال کي، تیمورشاه له کندهاره و کابل ته د افغانستان پایتخت انتقال کړ. لدې عظیم سیاسي انتقال سره خوجت، له کندهاره زیات شمېر نخبه ګان، سیاسي او نظامي مشران، د حاکمي ارسټاکراسي مقتدر سیاسي کسان او کورنۍ، او دغه راز دوی ته مربوط ښاري او مدني قشرونه هم کابل ته وکوچېدل. کابل ته د پلازمېنې له انتقال سره سم، د دولت عالي رتبه مامورین مجبوره سول چي کابل ته ورو ورو کډه وکړي. هلته کورونه، کوڅې، محلې، او جایګرونه جوړ کړي.
د احمد شاه بابا د ستر جنرال سردار جهان خان پوپلزی په نامه په کابل کي یوه کوڅه ونومول سوه، او اولادونه ئې په کابل کي میشته او ځايي سول. دغه راز، د شاه ولي خان بامیزي کورني او زامن هم و کابل ته وکوچېدل. سردار پاینده محمد خان بارګزی او کورنۍ ئې هم تدریجا و نوي پلازمېني ته کډه سول. همدا رنګه، د اڅګزو کوڅه،د مراد خان پوپلزي په نامه کوڅه، او په کابل کي تر ۱۸۲۰ پوري داسي نوري محلې او کوڅې هم په کندهاري مشرانو او اقوامو پسې ونومول سوې (حبیبې، پېښلیک، مخ – ۱۶۶). لدې ستر سیاسي- اجتماعي انتقال سره سم، په سلهاوو مخور، تجار، او نور مسلکي خلګ له کندهاره و کابل ته وکوچېدل.
که څه هم د ۱۷۷۰ د کلونو په جریان کي له کندهاره و کابل ته دغه هر اړخیز مغزي او معنوي فرار د کندهار د ښاري طبقې او ښاري مدنیت لپاره ګران تمام سو، خو بیا هم دا انتقال څه تدریجي او سوکه غوندي و. ځکه هله د ټرانسپورټ مشکل و. د تګ راتګ ښه وسیله اس او یا اوښ و. نو بنا، اکثرو کندهاري مشرانو چي کابل ته کډه سوي ول په کندهار کي نژدې دوستان، یاران، او ملکیتونه لرل. همدې عاطفي او مادي کششونو هغوی له کندهاره سره په مختلفو انواعو د ډیرو زمانو لپاره وصل او نژدې ساتلي ول. همدا سبب و چي د کندهار لپاره دا جامع او عظیمه د انساني پانګي د لاسه ورکول تر ډېره حده پوري د زغمولو سوه، او حتی د کلونو په بهیر کرار کرار تلافي سوه.
د سیاسي بربادي، پاچاګښتۍ، او فکري رکود قرن (۱۸۰۰):
د ۱۸۰۰ په بحراني لسیزو کي، د سدوزو پاچاهانو تر مینځ خپلمینځي جنګونه، پر افغانستان باندي د برتانوي امپریالیزم دوې ورانونکې حملې، له سدوزو څخه و بارګزو ته د سیاسي قدرت اوږد او خونړی انتقال، د بارګزي وړونو تر منیځ اوږده او تباه کونکي داخلي جنګونه، د انارشي اوږده کلونه، او داسي نورو سیاسي او اجتماعي بحرانونو او ناکراریو له کندهار څخه و کابل ته د مغزي فرار پروسه څه سوکه کړې وه. د انارشي، خارجي مداخلو، او وارلاډیزم پدې پېړۍ کي، هر چا کوښښ کاوه چي پر خپل کور او مېنه باندي پاته سي.
اما د ۱۸۷۰ په لسیزه کي، کله چي د امیر شیرعلي خان په دوره کي یوه نسبي کراري او امنیت برقراره سو، په تاریخ کي له کندهاره و کابل ته د څو مهمو اشخاصو او کورنیو د تګ مسله یو وار بیا درجېږي. پدې ډله کي، د غلام محمد خان طرزي، مولوي محمد جان خان الکوزی د مولوي محمد سرور واصف پلار، او د مولوي عبدالروف خان کندهاري کورنۍ شاملي دي.
خو په عمومي توګه د ۱۹ پېړۍ په بهیر کي، افغانستان له یو لړ حیاتي تهدیدونو سره مخامخ وو، او ورو ورو د دوو اروپايي امپراتوریو –یعني برتانیې او روسیې- په مینځ کي تقسیم او میده کېده. څو بالاخره د یوه بفر سټیټ په چوکاټ کي د برتانیوي امپریالیزم تر چتر لاندي او د افغان پاچاهانو په مستقیم کومک او همکاري تر ۱۹۱۹ پوري په یوې اوږدې او تباه کونکي فرهنګي او اجتماعي انزوا کي وساتل سو. له جهان او عصري انکشافاتو څخه د دې اوږده لیري والي او تجرید بد عواقب حتی نن ورځ هم احساسېږي. په نتیجه کي، افغانستان په منطقه کي تر ټولو وروسته پاتي ملک سو. د نوولسمي پېړۍ په جریان کي، افغانستان په یوه جانانه رینټیر (مطلق وابسته) دولت باندي بدل سو، او دا لړۍ له بده مرغه تر نن ورځي پوري دوام لري. همدې تړاو او رینټیر توب په افغانستان کي د یوه ملي، باثباته،‌او ځان بسیا دولت د تاریخي جوړېدو مخه نیولې ده. همدا د رینټیر دولت پرابلم د افغان سیاسي بقا تر ټولو مهمه خبره ده.
د امیر غضب تور دوران (۱۸۸۰ – ۱۹۰۰):
د امیر عبدالرحمن خان په رکودي دوره کي، په کندهار کي د نور افغانستان په شان عصري تعلیم او عصري پرمختګ په برخه کي توره تیاره وه. که څه هم د خپل ژوند په جریان کي ئې په شمال او هند کي د معاصر مدنیت نښي نښانې پخپلو سترګو ولېدلې، خو د هغه پر دماغ ئې چندان اثر نه و کړی. عبدالرحمن خان په سیکالوژي لحاظ یو جبار شخص و. نهایت شکاک، کینه توزه، او محافظه کاره سړی و. هغه پخپل لالهانده ژوند کي دا زده کړي ول چي پر هیچا باید اعتماد و نه کړي.
که څه هم امیر عبدالرحمن خان په افغانستان کي د تلګراف او د ټرین له خط سره مخالفت کوي، خو له انګریزي «سرکاره» مستمري اخلي او حتی چنې هم ورسره وهي. عبدالرحمن خان پخپلو خاطراتو تاج التورایخ کي د وطن د ترقي او ابادي لپاره هیڅ کوم عالي هدف او تګلاره نه بیانوي. له تاج التورایخ څخه داسي ښکاري چي د «فولادي امیر» یوازنی لوی هدف دا دی چي څرنګه سلطنت پخپلو بچیانو کي ـ البته د پرنګي سرکار په موافقه – موروثي او ابدي کاندي.
خو د امیر عبدالرحمن خان په لومړي کلونو کي (۱۸۸۰)، له کندهاره زیات شمېر نخبه ګان او انګریز ضد کورنۍ و هند او نورو وطنونو ته فراري سوې. پدې فراري اشخاصو او کورنیو کي غازي محمد ایوب خان او کورنۍ ئې، جنرال تاج محمد خان پوپلزی او فامیل ئې، غلام محمد خان طرزي، ځوان ۱۶ کلن محمود طرزي او کورنۍ ئې، او داسي نوري منوري کورنۍ مجبوره سولې چي له کندهاره و هند، شام، ایران، او نورو ملکونو ته د اوږدې مودې لپاره مهاجري سي.
لنډه دا چي عبدالرحمن خان پخپل شل کلن رکودي دوران کي د تنویر او عصري معارف د انکشاف لپاره هیڅ عملي ګام وا نه خیست. حال دا چي پدې وخت کي په شاوخوا ګاونډي اسلامي ملکونه کي، د نوي مدنیت موسسات، عصري معارف، او حتی پوهنتونونه جوړ سوي ول. په ترکیې، هند، ایران، او مصر کي د عصري پوهنتونونو جوړېدل له ۱۸۳۰ څخه راپېلېږي. خو په افغانستان کي د کابل پوهنتون په ۱۹۳۲ کي افتتاح سو. پدې وخت کي د سید جمال الدین افغان، طهطهاوې، محمد عبده، کواکبي، سید احمد خان، او داسي نورو مسلمانو منورینو مبارزې خلګ را ویښ کړي ول، مګر په افغانستان کي په همدې وخت کي د عبدالرحمن استبداد تاریخي او تلپاته قومي او سمتي درزونه ایجادول.
اما بیا هم د عبدالرحمن خان په اخرو کلونو کي،‌کله چي افغانستان کاملا ارام سوی و، یو لړ کندهاري فامیلونه لکه د بابا عبدالعزیز الکوزی، د عبدالهادي داوی، د عبدالرحمن لودین، او داسي نور کابل ته وخوځېدل. ځکه عبدالهادي داوی او عبدالرحمن لودین دواړه په کابل کي زېږېدلي دي، او دواړه د حبیبیې د لیسې د انقلابي دورې شاګردان ول. خو بیا هم دواړو معززو کندهاري منورینو د خپل مورني ښار سره نژدې اړیکي ساتلې، او کله نا کله به ئې په کندهار کي ژوند او ماموریت هم کاوه (حبیبي، مشروطیت، مخونه، ۱۳۷- ۱۴۶).
د عصري افکارو او مشروطیت د غوړیدا پېر (۱۹۰۰-۱۹۲۰):
د ۱۹۰۰ په بهیر کي، له کندهاره و کابل ته نه یوازي د سیاسي او حکومتي اشخاصو او کورنیو مغزي فرار یو ځل بیا تر پخوا لا په شدت را شروع سو، بلکي د کندهار د بشري سرمایې نوري ډلي لکه متخصصین، فرهنګي نخبه ګان، علمي او مسلکي کدرونه، تجاران او کورنۍ ئې، هنري څېري، او ځوان استعدادونه و کابل ته کډه سول. د ۱۹۰۰ په لومړۍ لسیزه کي مانا د امیر حبیب الله په سلطنت کي، څو کندهاري تبعیدي کورنۍ واپس وطن ته راستنې سوې، او اکثره په کابل کي مېشتې سوې. د مثال په توګه، یوه د محمود طرزي کورنۍ ده چي ۱۹۰۰ په سر کي کابل ته راستنه سوه.
کله چي په ۱۹۰۳ کي د حبیبیې عصري مکتب په کابل کي تاسیس سو، د حبیبیې مکتب د مترقي افکارو او د سیاسي فعالیتونو مرکز و ګرځېد. همدا مکتب تر ۱۹۰۹ پوري کله چي د اول مشروطیت مشران اعدامېږي، په افغانستان کي د ګونده وو سیاسي نخبه ګانو د تعلیم او سبق مکتب و (غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، مخ – ۷۱۷). پدې وخت کي، مولوی محمد سرور واصف کندهاري، غلام محی الدین افغان کندهاري، مولوي عبدالرب اخند زاده کندهاري د حبیبیې لیسې وتلي استادان ول. هغوی پدې وخت کي د کابل په ټولنه کي د راسپړېدونکو سیاسي څېرو لارښود مشران او رول ماډل هم ول.
واصف:
محمد سرور واصف، د اول مشروطیت منلي مشر، زوروره کریزما او تېره منطق لرل. صداقت او صراحت د بیان ئې خلګ سمدستي متاثر کول. د محمد سرور واصف مقناطیسي شخصیت هغه په خپل ماحول کي محبوب کړی و، او په کابل کي د سیاسي ګرداوونو بارز محور ګرځېدلی و. د واصف علم، سیاسي تقوا، او نه لړزېدنکی ایمان خپل شاګردان او پېروان اغېزمن کول. هغه د خپل وخت وتلی لیکوال، ظریف، او خوش طبع شخص و. واصف د جهاني روابطو، ‌سیاست، او مترقي مفکورو په اړه ژوره مطالعه درلوده، او د قوي حافظې خاوند و. په اسلامي علومو کي استاد و، په څو خارجي ژبو ئې مطالعه کوله. ښه تکړه ترجمان و.‌ هغه یو داسي استاد و « که مدرسهٌ حبیبیه نظیرش باز به چشم ندیده.» (حبیبي، مشروطیت، مخ – ۱۵)
د محمد سرور تر څنګ نور کندهاري مبارز او منور شخصیتونه لکه ایوب خان پوپلزی او بابا عبدالعزيز الکوزی هم په کابل کي فعاله ول. ‌او اکثرو د مشروطیت او قانونیت په لاره کي ستري قربانۍ ورکړې. په همدې کلونو کي، د حبیبیې د لیسې همدا ملي او مبارز استادان په افغانستان کي د لومړی مشروطیت موسسین او معماران سول. د هغوی کریزما زیات ځوانان ورجلب کړي ول، او د کابل په ښار کي ئې مختلفي سیاسي حلقې پر ځان راغونډي کړي وې. هغوی په ګډه د افغان په ځوان نسل کي د وطپالني افکار، د جهان او مدنیت په ارتباط نوي نظريې، د عصري معارفو عامول، او په حکومت کي خلګو ته د ونډه ورکولو د حق ترویج خوراوه. د خلګو ملي حاکمیت ئې تدریساوه. د هغوی اساسي مفکوره د سلطنت په رامهارولو باندي راڅرخېده. په همدې زمان کي، په ایران، مصر، او نورو اسلامي ملکونه کي د مشروطیت په شان ورته سیاسي نهضتونه راسپړېدلي ول.
په ۱۹۰۶ کي، کله چي د سراج الاخبار لومړۍ ګڼه خپرېدله، د سراج الاخبار د انجمن ریس مولوی عبدالروف کندهاري و، او یو مرستیال او قلمي همکار ئې محمد سرور واصف و. دغه راز، بابا عبدالعزیز خان الکوزی، مولوي عبدالواسع، او غلام محی الدین افغان ئې ځوان همسنګره او همفکره ول.
غلام محی الدین افغان د کابل په شور بازار کي کوټه لرله چي د سیاسي ګرداوونو او نویو مترقي مفکور د جر و بحث میدان و. د غلام محی الدین افغان شخصیت او کریزما د کابل په ښار کي زیات وطنپال او با شعوره سیاسي ځوانان پر ځان باندي راغونډ کړي ول. افغان په لارهو کي درس ویلي و،‌او په هند کي ئې ژوند کړی و. په اردو او څه انګریزي پوهېدی. ښايي همدا د جهان ګښت او په څو خارجي ژبو خبري کول د هغه شخصي کشش څه نور هم زورور کړی وي. ځکه هغه د خپل وخت په ځوانانو کي سخت محبوب و. د ژوري مطالعې خاوند و. بلخوا، افغان د پښتو ژبي له لومړیو معاصرو لیکوالانو څخه دی. د هغه په کوټه کي به دیګ باندي و، او د افغان نسل د شلمي پېړۍ د اوایلو صادق زامن به په سیاسي او فرهنګي بحثونو لګیا ول. همدا ځای د ځوانانو د تجمع مرکز و. همدلته، د اجتماعي او علمي بحثونو په دریځ کي نوي ځوانان روزل کېدل. (حبیبي، مشروطیت).
طرزي:
کابل ته محمود طرزي له راستنېدو سره سم (۱۹۰۵)، د افغانستان په تنویر او فکري انکشاف کي یو نه هېرېدونکی ستوری ور اضافه سو. هغه نه یوزاي د نوو مفکورو سره راغلی و،‌ بلکي هغه د دې اراده لرله چي د یو نوي افغان نسل لپاره معلم او فکري لارښود سي. هغه داسي ځوانان وروزل لکه غازي امان الله خان،‌عبدالهادي داوی، او عبدالرحمن لودین.
محمود طرزي ۱۶ کلن زلمی و چي د جلا وطنۍ تریخ خوند ئې ولید، او مهاجر سو. هغه جمعا ۲۳ کاله په تبعید کي د خپل پلار غلام محمد خان طرزي سره په کراچي، بغداد، دمشق، او استامبول کي تېر کړل. ځوان محمود طرزي د شاعرانه ذوق خاوند و، د تجسس او تحقیق فکري تنده ئې لرله. د افغان وطنپالني او نشنلیزم پوخ فکري میراث ئې له ځان سره لاره، او د علم د زده کولو لپاره ئې یو خدايي استعداد لاره. د طرزي ارام او متین شخصیت، د هغه پراخه علمي او جهاني تجربه، او د هغه شیکه او معاصره سلیقه د نویو افغان ځوانانو لپاره د علم او تنور ډکه چینه وه. په هر صورت، د ۲۳ کلن مهاجرت په جریان،‌محمود طرزي یو مبتکر لیکوال،‌د تجدد او مترقي افکارو یو الهام بخښونکی منور شخص، او د افغان نشنلیزم یو ځلانده او تلپاته څلي را وخوت. هغه د خپل ټول مصروف ژوند سره سره نه یوازي څو کتابه ولیکل،‌بلکي څو اثره ئې په خورا روانه او عصري فارسي ترجمه کړل.
محمود طرزي پخپلو جالبو خاطراتو کي خپل د ژوند داستان په خورا روانه او نوې فارسي باندي لیکي. د طرزي خاطرات د ۱۸۷۰ د کابل د سیاسي جوړښت او د افغان – انګلیس د دوهم جنګ په باب اول لاس معلومات راکوي. طرزي د خپل وخت د کابل ښه تصویر راته ښيي. هغه په خپلو خاطراتو کي د کابل اصیل اصطلاحات لکه «کتره» ویل، «چوني» او «کنچني» استعمالوي.
طرزي پخپلو خاطراتو کي نهایت صادق او روک دی. هغه د خپلو ښو او بدو ورځو یاد په صداقت سره کوي. هغه لیکي: کله چي مي پلار په کابل کي مفلس سو، هغه د کور سماوار، پتنوس، او غوري خرڅ کړل،او څو شپې مو په همدې پیسو ښه غوړ «سماوار پلو و غوري پلو» وخوړ. محمود طرزي په خپلو مشاهداتو کي لیکي: د انګریزانو په مقابل کي د افغان سلطنتي عسکرو جنګي روحیه نه درلوده. هغوی یوازي د «پرېټ» لپاره ښه ول. او چي چانس به برابر سو، افغان عسکرو عموما «چور» کاوه. طرزی لیکي: کله چي انګریزانو د دوهم ځل لپاره پر افغانستان باندي تجاوز وکړ، ځینو سردارانو او د کابل ځینو اقلیتونو د فرنګي راتګ ته خوشحالي کوله، او ویل ئې چي «نان شان پخته شد» (محمود طرزي، خاطرات، مخ ۸۸).
په هر صورت، د مشروطیت د اعضاو د ۱۹۰۹ د قتل عام زلزلې، له کندهاره و کابل ته د نویو کورنیو کډه کول څه وځنډول. پدې قتل عام او بندي ګریو کي د اول مشروطیت سالار محمد سرور واصف، ورور ئې سعدالله خان، ایوب خان پوپلزی، عبدالقیوم الکوزی بندیان ول. مولوي عبدالواسع اخند زاده، مولوي عبدالرب اخند زاده، غلام محی الدین افغان، کاکا سید احمد خان لودین کندهاري، عبدالرحمن لودین او عبدالهادي خان داوي شامل ول. پدې سیاسي اعدامونو او بندي ګیرو کي ډیر زیات کندهاري فامیلونه خوږ او وزهیرېدل. د زیاتو خلګو عزیزان د ابد لپاره نیست او یا هم د کابل د تورو زندانونو د اږدو کلونو هستوګن ستول.
غازي امان الله خان (۱۹۱۹-۱۹۲۹) د کندهار د رشد او غوړېدا دوره:
د ۱۹۱۹ را پدې خوا، د غازي امان الله خان په دوره کي په کندهار کي د عصري مکتبونو او فرهنګي موسساتو پرانیستل د مغزي فرار پروسه ډېره سوکه کړه، ځکه په کندهار کي دننه معلمینو او استادانو ته ضرورت پیدا سو. د غازي امان الله خان په دوره کي په کندهار کي لومړی ابتدايي مکتب د «تجار» په نامه په ۱۹۲۱ کي پرانیستل سو. د امان الله خان په روښانه دوره کي، په کندهار کي د تلګراف کورس هم جوړ سو چي د پنځم صنف هلکانو ئې په کښي داخل سول (رشاد، دوهم جلد، مخ ۲۳۹). د همدې کورس اکثره شاګردان د امان الله خان کلک پلویان ول. او په راوروسته زمانو کي، د کندهار د ښاري طبقې مخکښ او مخور کسان سول، او د ۱۹۴۰ په کلونو کي زیاتره د وېښ زلمیانو غړي سول.
په ۱۹۲۱ کي، له کندهاره د طلوع افغان اوونیز جریده د مولوي صالح محمد هوتک په مشرۍ د لومړی ځل لپاره خپره سوه ( رشاد،‌مخ ۲۳۴-۲۳۵). د طلوع افغان لومړي مدیران او قلمي همکاران د کندهار د شلمي پېړۍ د نخبه ګانو په جمله کي حسابېږي. د طلوع افغان په جریده کي څو نسله کندهاري منورین او ځوان لیکوالان تربیه او ټرین سول. د طلوع افغان دفتر په کندهار کي د یوه فرهنګي مرکز حیثیت لاره. په راوروسته لسیزو کي، د طلوع افغان دفتر د کندهاري لیکوالانو لپاره یوه کلب ته پاته کېدی. د امان الله خان په دوره کي، بابا عبدالعزیز د طلوع افغان مدیریت تېر کړی دی. او عبدالرحمن خان لودین د کندهار د ښاروال و. پدې وخت کي، دواړه له کابله و کندهاره ته راغلی دی.
لنډه دا چي د امان الله په منوره دوره کي له کندهاره و کابل ته د مغزي فرار پروسه نه یوازي څه سوکه سوه، بلکي حتی په ځینو مواردو کي ځیني کندهاري منورین له کابل بېرته و کندهار ته په څټ راغلل. ښايي له کندهاره څخه و کابل د مغزي فرار په څه باندي ۲۰۰ کلن بهیر کي دا لومړي ځل وي چي له کابله و کندهاره ته د منورینو او تحصیل کرده ګانو ریورس مهاجرت کېږي. او د دې په څټ تګ لوی عامل په کندهار کي د لومړي ځل لپاره د عصري مدنیت د ځینو موسساتو او مکتبونو پرانیستل ول.
غازي امان الله خان شخصا د کندهار له انکشاف او پرمختګ سره خاصه علاقه لرله. هغه د خپل سلطنت په دوران کي شپږ ځله کندهار ته سفر وکړ. د همدې سفرونو په ترڅ کي، امان الله خان د ښار له مختلفو طبقو او اقشارو سره وکتل. په ښار ازادنه ګرځېدی. او تل ئې په ښار کي د عصري معارفو وده تشویقول. همدا سبب وو چي په کندهار کي د امان الله خان لپاره زښته زیاته سمپتي ایجاده سوې وه. لنډه دا چي غازي امان الله خان و اکثرو کندهاریانو ته ګران او محبوب و. دا پلوي په ښاري طبقاتو کي نهایت زیاته وه، او لا تر اوسه پوري په ښځینه او نارینه کندهاریانو کي ژوندۍ ده. په ۱۹۲۹ کي، کله چي د بچه سقاو ارتجاعي او ایله جاري قواوو کابل ونیو، د غازي امان الله خان اخري سنګر د کندهار ښار او ښاریان ول. پدې وخت کي، د کندهار ښاریان د غازي امالله لپاره و هر راز قربانۍ ته چمتو ول، او تر غزني پوري ورسره مل ول.
کندهار د نادر خان – هاشم خان (۱۹۳۰-۱۹۴۶) په دوران کي:
د کندهار د انکشاف او پرمتختګ لپاره د نادرخان او هاشم خان دورې (۱۹۲۹-۱۹۴۶) د سیاسي اختناق، اجتماعي عقبګرد، او مغزي فرار زمانه ده. پدې دوره کي،‌سلطنت هڅه کوله چي په کندهار کي د غازي امان الله خان محبوبیت او سمپتي ختمه کړي. د هغه پلویان مشخص او تیت و پرک کاندي، او د مشروطیت او ازادۍ فعالان خفه کړي. په عمومي صورت، ډارن سلطنت د منورینو له تجمع څخه بېرېدی، په تېره بیا له داسي منورینو څخه چي د غازي امان الله خان سره ئې خواخوږي او فکري تړاو درلود. نادر خان په لومړي سر کي په مختلفو پلمو د مشروعیت باقي پاتي کسان قتل او یا هم بندي کړل. د نادر خان تر وژل کېدو راوروسته، د هاشم خان په دوره کي سیاسي اختناق، د ضبط احوالات وهم، د سیاسي مخالفانو د تصیفه کاریو پروسه نوره هم پراخه سوه. بابا عبدالعزیز، عبدالهادي داوی، او غلام محی الدین افغان بیا زنداني سول. پدې باره کي، د میر غلام محمد غبار (افغانستان در مسیر تاریخ، دوهم جلد) په تفصیل بیان کوي، او د نادر – هاشم خان د توري دورې محبسونه، بندیان، د بندیانو تحقیر او توهین، او سلطنت شکنجه ګران په نامه یادوي (غبار، ۱۱۰-۱۵۰).
د نادر خان – هاشم خان په دوره کي، د امان الله خان د پلویانو د تصفیه کارۍ او د منورینو د تیت و پرک کولو په منظور ئې وزیر محمد ګل خان د کندهار نائب الحکومه مقرر کړ. محمد ګل خان محمد په خورا غضب او هیبت د سلطنت پاليسي په کندهار کي عملي کړه. که څه هم‌د وزیر محمد ګل خان په دوران کي په کندهار کي د (پښتو ادبي انجمن) جوړ سو، خو همدا فرهنګي موسسه بېرته په ۱۹۳۵ کي کابل ته انتقال سوه، او بالاخره په پښتو ټولنه کي ادغام سوه (رشاد، مخونه ۲۳۲-۲۳۳). داسي ښکارېده چي سلطنت هیڅکله د امان الله خان لپاره د کندهاریانو ملاتړ هېر نه کړ. سلطنت پدې برخه کي له کندهار سره خاصه کینه اخیستې وه، او دا کینه حتی د کندهار د زاړه ښار تر د یوالونو، د پخواني ابداتو تر ورانولو پوري هم ورسېده.
بلخوا، په کندهار کي د ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ په کلونو کي اقتصاد مخ پر ښه کېدو و، او ښايي یو علت ئې نسبي امنیت و. بل سبب ئې دوهم نړیوال جنګ و. پدې جنګ کي افغانستان بې طرفي غوره کړه، او د جنګ په دوران او راوروسته کي ئې څه اقتصادي ګټي ترلاسه کړې. د ۱۹۴۰ په لسیزه کي، د کندهار ملي بورژوازي له شرایطو څخه ګټه واخیسته، او خپل کاروبار ئې پراخ او منظم کړ. ځکه د کندهار بورژوازي ډینامیک او مبتکره وه. د ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ په لسیزو کي په کندهار څو خصوصي شرکتونه، لکه پښتون شرکت، د وطن شرکت، زرغون شرکت او د ویسا شرکت، تاسیس سول. همدې اقتصادي ودي د کندهاري ځوانانو لپاره دننه په ښار کي کار او په خصوصي سکتور کي د استخدامېدو فرصت برابر کړی و. په همدې کلونو کي، د کندهار د برق لپاره د کوچنیو سټېشنونو د جوړېدو کارونه پیل سول، او سمدستي په ښار کي د فابریکو د ایجادولو لپاره زمینه برابره سوه (محمد ولي ځلمي، کندهار، ۲۳۷ – ۲۴۱).
له کندهاره و کابل ته د نوي مغزي فرار څپه (۱۹۵۰ – ۱۹۷۰):
د دوهم جهاني جنګ را وروسته د شاه محمود خان په دوره کي (۱۹۴۶-۱۹۵۳)، سلطنت د ملي او بین المللي شرایطو او ایجاباتو له تقاضاوو سره سم پخپل سیاسي نظام کي یو لړ نسبي سیاسي اصلاحات معرفي کړل. پدې اصلاحاتو کي، څه نسبي د بیان ازادي، د سیاسي اجتماعاتو څه تحمل، د سیاسي بندیانو خوشي کول، او د نادر خان – هاشم خان د ظلمونو او قتلونو د تلافي کولو لپاره هڅي شاملي وې.
یلخوا، په کابل کي په ۱۹۳۲ کي د پوهنتون تاسیسېدل، د ۱۹۴۰ په سر کي د کندهاري محصلینو تعداد کرار کرار پیل سو. په پوهنتون کي، لومړي کندهاري محصلین

لکه فیض محمد انګار، عبدالرحیم هاتف، عزیزالله واصفي، محمد بني خان، محمد ولي ځلمي، عبدالعزیز فقیري، محمد نادر ایوبي، کاکا رازق، لالا واسع، ډاکټر رنځور یار، فرید خان، او نور شامل ول.

د کندهار عامه کتابخانه:
“دې عکس کي پروين ملال، بريښنا، عبدالکريم طالب، روسۍ پښتو پوهه ګريسموا، احمد صميم، عبدالقدوس نجيب، علی محمد رسولی، احمدالله سرپاس راسته خوا ته کريمه فيض زاده رسولي، غلام محي الدين ايوبي ښکار

همدې نسبي ازادي په افغانستان کي د نوو احزابو د تاسیس لپاره لاره خلاصه کړه. د ۱۹۴۰ په کلونو کي، د وېښ زلمینانو مفکوره هم په ځینو کندهاري منورینو کي راپیدا سوه، څو بالاخره په ۱۹۴۷ کي د وېښ زلمیانو حزب تاسیس سو. په کندهار کي، د وېښ زلمیانو له مشهور مشرانو څخه عبدالروف بېنوا، فیض محمد انګار، عبدالشکور رشاد، محمد ابراهیم خواخوږی، محمد علم بڅرکی، عبدالهادي خان توخی، محمد رسول پښتون، غلام جیلاني خان، او یو لړ نور داسي کندهاري منورین، لیکوالان، او نخبه ګان ول چي ځیني ئې د شلمي پېړۍ په جریان کي د کابل پوهنتون نامتو استادان، سکالران، او لیکوالان سول.
خو د محمد داود د صدرات (۱۹۵۳-۱۹۶۳) له شروع کېدو سره سم، د وېښ زلمیانو زیاتره کندهاري غړي بندیان سول، او کابل ته واستول سول. له همدې ډلي څخه بېنوا، خواخوږی، حبیبي، او رشاد په کابل کي پاته سول. د هغوی ولادونه، چي اکثره ئې د عالي تحصیلاتو خاوندان دي، قریب ټول په کابل کي پاته سول، او د ۱۹۸۰ په کلونو کي د غرب په ملکونو کي مهاجر سول. دغه راز، د نورو مشهورو کندهاري وېښ زلمیانو تحصیل کرده او مسلکي زامن او لوڼي هم زیاتره د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ په کلونو کي کابل ته کډه سول.
اما هغو کندهاري نخبه ګانو چي په کابل کي پوهنتون ووایه،‌هغوی برعکس اکثره بېرته کندهار ته راغل،‌څو بالاخره د ۱۹۸۰ په کلونو کي مجبورا کابل او نورو ملکونو ته وکوچېدل.
په کابل کي د پوهنتون، راډیو د پرانیستلو سره سم، د ۱۹۳۰ ۱۹۴۰، او ۱۹۵۰په لسیزو کي له کندهاره و کابل ته د همدې مغزي فرار پروسه تدریجا چټکه کېده. په همدې کلونو کي، زیات شمېر کندهاري منورین،‌لیکوالان، د عصري تحصیلاتو ځوان او لایق څېرې، با استعداده علمي او مسلکي کدرونه، هنري استعدادونه، او حتی په خصوصي سکتور کي د کندهار د ښاري بورژوا د طبقې بسته فامیلونه وکوچېدل.
همدارنګه، په کندهار کي د ویښ زلمیانو پر خلاف د ۱۹۵۰ تصفیه کاریو ځیني کندهاري ښاري ځوانان دېته اړ ایستل چي کابل ته ولاړ سي. حتي ځیني خو د ویښ زلمیانو د غړیتوب په نا حقه تهمت کابل ته جزايي واستول سول. په همدې وخت کي، ډارن سلطنت د همدې سیاسي تصفیې لپاره عبدالغني خان قلعه بیګي د کندهار د والي حیث مقرره کړ، او عبدالرحیم خان د ولایت د معارفو د ریس په توګه په کندهار کي مقرره سو. دواړو د دولت د سیاسي مخالفانو په زهیرولو او ځپولو کي خاص شهرت لاره (هاتف ۱۵-۱۸). دغه راز، محمد ابراهیم خواخوږی هم په کابل کي «په اوسېدلو مجبور سو» (ځلمی، ۳۳۶).

د ادبي انجمن د لغت څانګه.
له ښي لوري: ګل باچا الفت، مولوي صالح محمد هوتک [د پښتو مرکې غړی] محمد عظم ايازي [مدير] عبدالخالق اخلاص، عبدالصمد کاتب
پاکستان سره جنجال (۱۹۵۰- ۱۹۷۰):
دغه راز د ۱۹۵۰، ۱۹۶۰، او ۱۹۷۰ په لسیزو کي، له پاکستان سره د افغان حکومت دوامداره ټکر او جنجال د کندهار، تجار، بزنسي شبکې، او په مجموع کي خصوصي سکتور او ملي بورژوازي سخت تاواني کړل. د پاکستان سره همدې مزمن تقابل حتی د کندهار بزګران او فیوډالان هم نقصاني کړل. د کندهار تجارو او ملي بورژوازي لپاره دننه په ښار کي د ګټوري پانګوني او انکشاف فرصتونه بېخي کم سول. په تجارانو کي، پر سیاسي اوضاع باندي بې اعتمادي ډېره سوه. لنډه دا چي هر هغه تحصیل کرده کندهاري ځوان/ځواني چي کار او کرییر غوښت، په کندهار کي د هغوی لپاره فرصت او زمینه نه وه برابره. هغوی مجبوره ول چي کابل او یا خارج ته فرار وکړي.
د افغانستان او پاکستان تر مینځ د پښتونستان پر سر لانجه په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کي څو ځله د افغانستان او پاکستان سرحدونه وتړل. د افغانستان د اقتصادي مجازاتو او د افغان تجارو د تاواني کولو په غرض به پاکستان د افغان تجارو لپاره د ټرانزیټ په برخه کي راز راز مشکلات خلقول. د سرحد بندېدل به د افغانانو مالونه وراسته او یا تر وخت تېر کړل، په تېره بیا د تازه مېوو کاروبار سخت زیانونه وګالل. کله به پاکستان د افغان صادراتو او وارداتو لپاره په کافي اندازه د ټرین ګاډي نه برابرولې، او پدې ترتیب به د افغان تجارو سامان الات د پاکستان په بندرونو کي معطل او پالتو پراته ول. او کله به بیا د پاکستان عمدي ځنډ د افغان سوداګرو مالونه داغي او خراب کړ (دوپري، مخونه ۴۸۵-۴۹۱).
بلخوا، په ۱۹۷۰ کي د ۱۹۴۰، ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ د لسیزو بر عکس په کندهار کي د خصوصي شرکتونونو او کمپنیانو رکود او زوال هم تسریع سو. خصوصي شرکتونونه لکه پښتون شرکت، وطن شرکت، زرغون شرکت، ویسا شرکت، د میوې شرکت، او داسي نور خصوصي شرکتونه، کمپنیاني، او تجارتي شبکې ورځ په ورځ کمېدلې. د کندهار د ښار په خصوصي سکتور کي د ځوانو تحصیل کرده ګانو لپاره کارونه په محسوسه توګه لږېدل.
د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ په کلونو کي، زیات شمېر کندهاري ځوانان د کابل په پوهنتون کي محصلین ول. اکثره په پوهنتون کي ښه ځلېدل، لایق او د سیاسي شعور خاوندان ځوان ول. پدې وخت کي، په کندهاري ځوانانو او محصلینو کي ملي، مترقي، او چپي مفکورو زیات پلویان لرل. کله چي په ۱۹۶۰ کي سلطنت یوه نیم بنده دیموکراسي اعلان کړه، اکثره همدا ځوانان د وخت په سیاسي احزابو کي فعاله ونډه لرله. د احزابو د تشکیل سره سم، د کندهار مکتبي او ښاري ځوانان هم سمدستي په مختلف احزابو کي څه منظم سول.
د ۱۹۷۰ په کلونو کي، د کندهار نفوس څه د پاسه یو لک دیرش رزه و. د کندهار په ښار کي، شپږ د هلکانو لیسې او دوې د انجوني لیسې فعاله وې. په هر حال پدې کلونو کي، په زرهاوو هلکان او انجوبي له مکتبونو څخه فارغېدل. حال دا چي په ۱۹۷۰ کي د هرات ښار یوازي دوې د هلکانو لیسې (جامي او سلطان) او یوه د انجونو لسیه لرله. د محمد داود خان د جمهوریت په دوره کي، د کندهار ښار د مدنیت او تنور له لحاظه تر کابل راوروسته په وطن کي دوهم مقام لاره. د بېنوا صاحب په (اوسني لیکوال) کتاب کي، له ۲۲۹ لیکوالانو له جملې څخه قریب ۶۰ تنه کندهاریان دي‌چي د کل ۲۵٪ فیصده تشکیلوي، حال دا چي څو تنه له قلمه پاته سوي دي د دې عصر اکثره تحصیل کرده کندهاریان د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ په لسیزو کي له کندهار او کابل څخه د خارجي ملکونو په لور مهاجرت ته اړ سول. د دې دورې ډېر غړی نن سبا په امریکا، کاناډا، اروپا، هند، پاکستان، او نورو ملکونو کي ژوند کوي.
دغه راز، د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په لسیزو کي، اکثره امریکايي انکشافي پروژې تکمیل سوې،‌او حکومت د نویو پروژو د عملي کولو لپاره کوم لوی پروګرام نه لاره. د امریکايي پروژو بندېدل په کندهار کي زیات با استعداده ځوانان، مسلکي کارګران، او عام خلګ بېکاره کړل. په ۱۹۵۳ کي، کجکي د بند کار خلاص سو، او په ۱۹۶۲ کي د کندهار د میدان د جوړولو پروسه هم تکمیله سوه. په همدې امریکايي پروژو پوري مربوطو امریکايي او خارجي اتباعو په کندهار کي دفترونه او کورونه لرل. یوازي د ۱۹۵۹ د بلوا په کال کي، قریب ۴۵ امریکایان او ۳۵ تنه فلیپانیان د کندهار د ښار په مختلفو محلو او کورونو کي د عادي ښاریانو غوندي اوسېدل. همدې امریکايي پروژو په ښار کي کورونه او نور تعمیرات کرایه کړي ول (فرید میوندي). په همدې لسیزو کي، امریکايي انکشافي پروژې نهایت ګټوري وې، خو متاسفانه امریکایانو همدا شان پروژې د خپل ۱۵ کلن نظامي مداخلې په جریان کي عملي نه کړې، حتی هغه پخوانۍ ئې ترمیم هم نه کړې.
د ۱۹۷۰ د لسیزي په جریان کي په کندهار کي، د ښاري ځوانانو لپاره کاري او تحصیلي اسانتیاوي په هیڅ کي حسابېدلې. کندهار نه پوهنتون لاره چي خپل با استعداده ځوانان له فراره را وګرځوي، نه ئې د عالي تحصیلاتو نور داسي موسسات لرل چي خپلو پخو علمي کدرونو ته په ښار کي دننه د کار او تدریس فرصت برابر کړي. نه ئې هم راډیو، تیلویزیون، او تیاتر درلود چي و خپل با استعداده ځوانو کدرونو ته د کار، د ځان د تبارز، او فرهنګي برېښ زمینه برابر کړي. او نه ئې هم د ژبي د تقویې لپاره داسي فرهنګي تحقیقاتي موسسات لرل چي و خپلو فرهنګي هستيو او وتلو لیکوالانو ته په خپل پلرني ښار کي د کار او خدمت زمینه برابره کړي. حتی هغه یو و ینم مدني او فرهنګي موسسات چي کندهاریانو پخپله جوړل کړي ول، هغه هم کابل ته انتقال سول.
د کلونو په تېرېدو سره، همدې اقتصادي او معنوي رکود او زوال کرار کرار د کندهار ښار څېره او جوړښت ور بدل کړ. د ښار په هوټلونو کي، د سیاسي ګرادوونو جوړونکي فرهنګي دود ورو ورو بېخي ورک سو. د سیاسي ګرداوونو بارز او وتلي محورونه او محرک شخصیتونه څه د داودخان استبداد وځپل،او څه نور و کابل ته ولاړل. باقي پاته یا بېخي سپین ږیري سوي ول، او یا هم وفات سوي ول.
د کاملي تباهي لسیزي (۱۹۸۰- ۱۹۹۰):
د ۱۹۸۰ په کلونو کي یعني د کمونسټانو په دوران کي، د کندهار ښار او ښاري طبقې داسي نه جبرانېدونکې صدمې ولیدلې چي کندهار په خپل ګرده معاصر تاریخ کي د ۱۹۸۰ لسیزي غوندي له هر اړخیز تخریب او بربادي سره نه وو مخامخ سوی. د شوروي متجاوز قواوو او د هغوی بومي خلقي – پرچمي مزدورانو د کندهار په تخریب او تباهي کي خپل پوره کوښښ وکړ. په افغانستان کي، د امریکايي قواو ستر قومندان جنرال مک کرسټل پدې باب پخپل کتاب کي داسي کاږي: په ۱۹۸۶ کي، شورویانو د کندهار د تاریخي ښار د اېلولو نیت وکړ. شورویانو و خپل هدف ته د رسېدو په منظور د کندهار ښار او اطراف بې امانه بمباري کړل. د شوروي عسکرو به د شپې غټ او روښانه پانوسونه د ښار په مختلفو ګوټونو کي وغورځول او بمباري به ئې شروع کړه. په ۱۹۷۸ کي، شورویانو د کندهار ښار بشپړ خراب او سټ کړ‌(مک کرسټل، مخ ۳۸۱).
په بل عبارت، د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزي د غم، مهاجرت، او د نه بیانېدونکي ظلم او وحشت زمانې وې. په یوه کلام کي، د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزي ښايي د کندهار په ټول تاریخ کي د فرهنګي او اقتصادي سقوط په ارتباط تر ټولو بدي لسیزي حساب سي. د ۱۹۸۰ په کلونو کي، د شورویانو پر خلاف جهاد او مبارزه همدا مغزي فرار لا ګړندی کړ، او په نتیجه کي د کندهار د مدني او ښاري ټولنو ملا ماته سوه. و کابل ته د تګ تر څنګ، د کندهار د ښاري طبقې غړي او بسته کورنۍ بهر ته د مهاجرو د څپو سره ملګري سول، او سربسته فامیلونه و پاکستان، ایران، غرب، او نورو ملکونو ته مهاجر سول.

د ادبي انجمن د لغت څانګه.
له ښي لوري: ګل باچا الفت، مولوي صالح محمد هوتک [د پښتو مرکې غړی] محمد عظم ايازي [مدير] عبدالخالق اخلاص، عبدالصمد کاتب
د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ په لسیزو کي په ښار کي، د عصریت او مدنیت سره ښکاره مخالفت يو ډول سیاسي موډ وګرځېد. ملایان او جهادي قومندانان په سیاسي مشرانو باندي بدل سول. د کندهار د سیاسي قدرت پخوانی انډول او جوړښت کاملا خراب سو. سیاسي وفادراي عوض سوه.
د ۱۹۹۰ په لسیزه کي، د مجاهدینو او طالبانو په حکومتونو کي د کندهار ښاري ژوند او مدنیت له مطلق سقوط سره مخامخ سو. کندهار په جهان کي بد معرفي سو. په بین المللي اذهانو کي، د کندهار نوم د مجاهدینو او طالبانو له تورو کارنامو سره جوخت سو.
په بین المللي اذهانو کي، د کندهار د بد معرفي کولو پروسه و دې حد ته ورسېده چي په کندهار کي د مجاهدینو او طالبانو د دورانونو دوه پاخه او دقیق خارجي محقیقین او د (یو دښمن چي موږ خلق کړ) د کتاب با معلوماته لیکوالان د کندهار و فکري او فرهنګي میراث ته په داسي ساده شکل ګوري چي توقع ئې له داسي زبردستو لیکوالانو څخه نه کېږي، ځکه دواړو قابلو لیکوالانو څو کاله په کندهار کي ژوند کړی دی (لینشوتن او کیوهن، مخ- ۱۳). هغوی پدې تاریخي ښار کي یوازي د مجاهدینو او طالبانو رېښې څېړلي دي، او نور هر څه ئې هېر کړي دي.
په همدې لړ کي، حتی د کندهار د سیاسي مسایلو دقیقه او با تجربه امریکايي لیکواله سرا چېس په خپل جالب کتاب (د تقوا مجازات) کي د پېړیو په بهیر کي د کندهار د تجارتي، ټرانزیټي، سیاسي، او ستراتیژیک اهمیت په باب یو ځانګړی فصل لیکي. د کندهار د تاریخ په باب جالبي او نوي خبري کوي. خو د کندهار د فکري او فرهنګي تاریخ په اړه حتی اشاره قدري هم نه کوي. د سرا چېس او هغو نورو غربي لیکوالانو، چي په کندهار کي ئې کلونه کلونه ژوند او تحقیق کړي دي، اشتباه دا ده چي د هغوی محلي مشاورینو او ځايي تحقیقاتي مخبرانو ، البته د شخصي اغراضو او یا هم د مطلقي ناپوهۍ په خاطر، غلط معلومات ور کړي دي. په نتیجه کي د لیکوال تحلیل او درک سست، ساده، او یو اړخیز سوی دی.
خو تاریخي واقعیت دا دی چي د کندهار په اقلا ۵۰۰ کلن سیاسي تاریخ کي دا لومړی ځل و چي ملایان او طالبان سیاسي قدرت ته ورسېدل. او همدا سیاسي بدعت د کندهار د مدنیت او ښاریانو لپاره ډیر ګران تمام سو. او څو نسله پر له پسې ضایع او تباه سول. البته پدې کي شک نسته چي په مختلفو تاریخي دورو کي مذهبي علماوو او ملایانو د پردیو په مقابل کي د افغانستان په ساتنه کي مهم رول لوبولی دی، خو هیڅکله ئې سیاسي مشري نه وه کړې. خو د روسانو پر ضد د جهاد په دوران کي یو لړ خارجي قوتونه د ملایانو او مذهبي مشرانو په قدرت رسولو کي ډېر موثر واقع سول.
پاي:
امریکايي دوران (۲۰۰۱ – ۲۰۱۶):
د طالبانو له سقوط سره سم (۲۰۰۱)، یو ځل بیا ځیني تحصیل کرده کندهاریان د خپل مورني ښار په لور و خوځېدل. په عمومي توګه، پدې وخت کي په خلګو کي یو ډول خوشبیني ایجاده سوې وه. خلګو د ښه او امن مستقبل د راتګ هیلمن ول. ځيني کندهاریان حتی له امریکا او اروپا څخه بېرته کندهار ته کډه سول. خو له بده مرغه دا خوشبینۍ ډېره لنډه وه، ځکه کندهاریانو په خپلو سترګو ولیدل چي د امریکا په ډالرو مست نوي وارلاډان هغه پخواني فراري توپکیان دي چي د طالبانو له ډاره په کوټه، پېښور، او نورو ملکونو کي چپ او خپ ناست ول. په بل عبارت، امریکا هغه مافیايي سیاسي کړۍ بېرته راژوندۍ کړه چي د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ په کلونو کي د اوږده جنګ او انارشي په بطن کي حاکمه سوې وه، او د کندهار په فکري او اقتصادي تباهۍ کي ئې پوره لاس درلود.
د امریکا او جنګسالارانو تر مینځ دې ناروا ایتلاف، سمدستي د کندهار اګاه او دردمن خلګ اندېښمن کړل، ځکه هغوی پوهېدل چي په داسي خلګو باندي د افغانستان باثباتول او ابادول یو خوب او خیال دی. ځکه د همدې وارلاډانو ظلم او بد حکومت و چي د افغانستان خلګو په لومړیو میاشتو او کلونو کي د طالبانو د راتګ نسبي هرکلی وکړ. خو کله چي خلګو د امریکا غوندي د ډیموکراسۍ ستر داعي د افغان د تاریخ له مشهورو ډاکوګانو سره یو ځای په مېلو، چکر، او هواخوري کي ولید، د امریکا د ډیموکراسۍ او ښه حکومتوالۍ وعدې سستي او درواغجني ورته ښکاره سوې. د قانون د حاکمیت او عدالت شعارونه ئې د عامو خلګو د غولول لپاره یو چل ول او فضیحت ورته معلوم سو.
د امریکا په خبرو او عمل کي همدې بربنډ تضاد د امریکا و حیثیت او اعتبار ته سخته صدمه ورسوله. په افغانستان کي د امریکا لخوا د جنګسالارنو نصب او حمایت د شوروي د اشغال بدي ورځي، تریخي خاطرې، او خطرناکه عواقب یو ځل بیا د خلګو په ذهنونو کي راژوندي کړل. ځکه شوروي هم د خپل لس کلن اشغال په دروان کي، جنګسالاران وروزل، قومي ملیشاووي ئې جوړي کړې، او د افغانستان د قومي درزونو په پراخولو او حادولو کي ئې مستقیم رول ولوبوی. د روسانو په شان، امریکایان هم په کندهار او نور افغانستان کي د مدني او فرهنګي ټولنو د تقویه کولو پر ځای زورواک او دیموکرات ضد اشخاص او مافیايي بانډونه غښتلي کوي. په بل عبارت په امریکايي دوران کي، د بنیادي موسساتو او پروژو د عملي کولو پر ځای، کوم چي د ډیموکراسۍ اساسي رکن دی، برعکس د شوروي اتحاد غوندي پر قومي او سکتوري قومندانانو باندي پانګونه کوي. هغوی پالي او حمایت ئې کوي.
بلخوا، و کندهاریانو ته دا خبره ډېر ژر ثابته سوه چي امریکا د افغانستان د ابادېدو کوم بنیادي پلان نه لري، بلکي مازي لوټه اږدي او ګام پر اخلي. د امریکا په عمل او خبرو کي همدې څرګند تناقض د امریکا نوري وعدې او خبري هم بابېزه کړې. همدې سیاسي واقعیت ډېر ژر خلګ د امریکا په ملاتړ له نوي حکومت څخه ناامیده او ناراضه کړل. د طالبانو د بیا راژوندي کېدو او قدرتمنېدو یو عمده عامل همدا د امریکا په خبرو او عمل کي ښکاره تضاد او د بدنامو زورواکانو نصب او دوامداره سیاسي او اقتصادي ملاتړ دی. د واشنګټن همدا غلطه پالیسي به بالاخره په افغانستان کي د امریکا د مطلقي ناکامۍ باعث سي.
په هر حال د امریکا له مداخلې سره سم (۲۰۰۱)، سمدستي د کندهار پخواني وارلارډانو د امریکا تر مستقیم نظارت او حمایت لاندي په کندهار کي پر مهمو مقامونو باندي ولکه ټینګه کړه. سمدستي،‌د سي ای اې او سپېشل فورس ډالري قرار دادونو د همدې فاسدو زورواکانو او د هغوی د خپلوانو او یارانو جېبونه ور ډک کړل. لدې سره جوخت، د سي ای اې د همدې بېشمارو ډالرو په زور ځینو پخوانيو جنګسالارانو په کندهار کي د ځان لپاره وړې او محقرې پاچاهۍ جوړي کړې. د امریکا په پیسو ئې په لنډ وخت کي په ډوبۍ کي مجلل قصرونه او جایدادونه واخیستل. په کندهار او کابل کي ئې تجارتي مارکیټونه او ماڼۍ رانیولې. مځکي ئې غضب کړې، او بانکونه ئې لوټ کړل. همدې اني ثروت او شهرت ځیني داسي مست او مد هوښه کړل چي سمدستي ئې د هندي فلمونو د ډاکوګانو غوندي اکټونه پېل کړل.
د امریکا همدې ناروا سخاوت، د کندهار د ښار زاړه او نوي وارلاډان او د مخدره موادو شبکې سره متحدي او منظمي کړې. او په نتیجه کي یو نوی مافیايي سیاسي نظام شکل ونیو. د همدې مافیايي سیسټم انجن لا اوس هم د امریکا په پیسو او د ارګ په مستقیم سیاسي ملاتړ باندي چلېږي. لنډه دا چي د امریکا د اشغال تر چتر لاندي د یوې اوږدې او تباه کونکي انارشي په بطن کي یو نوی مافیايي سیاسي سیسټم حاکم سو.
د امریکا په ملاتړ د نوي مافیايي نظام لویه او خطرناکه بدي دا ده چي د همدې زورواکانو ظلم او غصب د کندهار او شاوخوا عام خلګ له وچه مجبوریته د طالبانو او نورو مذهبي افراطیانو لمنو ته لوېدلي دي. ځکه د کندهار مدني ټولني ویني چي په ښار کي د امریکا لوی ملګري په عین زمان کي نه یوازي ظالم او بې پروا حاکمان دي، بلکي په مختلفو نا مشروع کاروبارونو هم باندي لیګا دي. ځکه خو په سیمه کي افراطي مذهبي تمایلات زیات سوي دي. ځوانان د مدني او ملي نظریاتو په مقابل کي یو نوع غلط احساس او درک پیدا کړی دی. ملایان او طالبان پرېمانه سوي دي، او هر څه مذهبي رنګ اخیستی دی. په مقابل کي مترقي او ډیموکراتیک نظریات پیکه سوي دي. ډیموکراسي ریشخند او بدنامه سوې ده.
په اخر کي، که څه هم نن ورځ کندهار هم پوهنتون، هم راډیوګاني، او هم تیلویزونونه لري، خو له بده مرغه امنیت او ښه حکومت نه لري. دردمن او متعهد سیاسي مشران نه لري. د ماموریت او ارمان خاوند لیډران نه لري، او د تېر په شان د مستقبل لپاره هیڅ پلان نه لري. نن ورځ، د امنیت او ښه حکومت نسته والی د دې باعث سوی دی چي ډیری کندهاریان دېته زړه ښه نه کړي چي پخپل پلرني ښار کي ژوند او کار وکړي. خپل اولادونه هلته وروزي، او یا هم هلته پانګه واچوي. نن سبا بد امنیت او بد حکومت د کندهار ښار له خپل عظیم بالقوه انکشاف او پرمختګ څخه محرومه کړی دی.
نوټ: پدې لیکنه کي له لاندي منابعو او اثارو څخه استفاده سوې ده.
۱. عبدالحی حبیبي، د افغانستان پېښلیک.۱۹۷۱. کابل.
۲. عبدالحی حبیبي، جنبش مشروطیت در افغانستان. (۱۳۷-۱۴۶).
۳.میر غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ.
۴. خاطرات محمود طرزي، ګرد آورنده و نویسنده ي مقدمه: داکتر روان فرهادي.
۵. پوهاند عبدالشکور رشاد، د کندهار یاداښتونه. ترتیب او سمون محمد معصوم هوتک.
۶. محمد ولي ځلمی، کندهار، اول او دوهم ټوک.
۷. میر غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، دوهم جلد.
۸. فرید میوندي، فیسبوک تبصره.
۱۱. عبدالرحیم هاتف، اوتوبیوګرافي، مخونه ۱۵-۱۸. د لراوبر ډیجټل کتابتون.
۱۲. محمد ولي ځلمي، ملي د استبداد او مطلقیت په مقابل کي د ځینو افغانانو ملي مبارزې. مخ ۳۳۶.
۱۳. عبدالروف بېنوا، اوسني لیکوال.ترتیب او زیاتوني، مطیع الله روهیال.
انګلیسي اثار:
1. General Stanley McChrystal. My Share of the Task. 2013.
2. M. Hassan Kakar. Afghanistan. Berkeley. University of California Press. 1995. (pp.113-114.)
3. Alex Strick Van Linschoten and Felix Kuehn. An Enemy We Created.
4. Sarah Chayes. The Punishment of Virtue.
5. Louis Dupree. Afghanistan.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!