منډيګک
افغان تاريخ

پر هند د محمود غزنوي د حملو لاملونه

په غزني کي د محمود غزنوي قبر
0 99

 

هندوستان بس يوه خوبي لري او هغه دا چې پراخه ملک دی، سره او سپين په کې ډېر دي.
ظهيرالدين بابر

هند ډېر لرغونی تاريخ لري. لومړنی معلوم تمدن چې په لرغوني هند کې رامنځته شو هغه په سند کې د موهنجوداړو او هړپه تمدنونه دي چې د خپل مهال يوه روښانه، پرمختللې او هنديانو ته له وياړونو ډکه دوره ده. اوسني هنديان اصلا اريايان دي، چې هند ته په مهاجر کېدو سره يې د هغه ځای اصلي اوسېدونکي يا له منځه يوړل اويا يې د ځان تابع وګرځول. د هند په ټول تاريخ کې هندوان (د هندي مذهب پېروان) دوه يا درې ځله په دې توانېدلي چې خپل سراسري حکومت جوړ کړي. دوی د تاريخ په اوږدو کې ښه ډېره موده د نورو د حکومت او امر لاندې ژوند تېر کړی دی.
کوروش به شايد لومړنی واکمن وي چې په هند يې يرغل وکړ او هغه يې د خپلې سترې پاچاهۍ برخه وګرځوله. ورپسې مقدوني سکندر و چې په هند يې حمله وکړه، له مقدوني سکندر وروسته څه موده د ګوپتا کورنۍ واکمنه وه چې تر ټولو پېژندل شوی واکمن يې اشوکا دی. په اتمه زيږدي پېړۍ کې مسلمانان د هند په لور راوخوځېدل او له همدې مهاله و چې په هند کې د مسلمانانو د حکومت بنسټ کېښودل شو. له اتمې پېړۍ نيولې تر د محمود غزنوي د واکمنۍ تر پېله پورې، په هند کې کوچني ځايي حکومتونه موجود وو. د دغو ځايي حکومتونو مشري د هندوانو او مسلمانانو په لاس کې وه چې هر چا به خپله سيمه اداره کوله.
د سبګتګين تر مړينې (۹۹۷ز) کال وروسته يې زوی محمود غزنوي واک ترلاسه کړ. د دوی پلازمېنه د اوسني افغانستان مرکزي ولايت غزني وه. واک ته له رسېدو وروسته يې د خپلې واکمنۍ د شاوخوا سيمو د نيولو کوښښ پېل کړ، چې هند هم په کې شامل و. دا چې محمود غزنوي ولې پر هند حملې کولې او د حملو اصلي لاملونه او انګېزه يې څه وه، همدا د دې کرښو موضوع ده.
د محمود غزنوي د حملو لاملونه:
هند ډېر شتمن هېواد و چې قيمتي خزانې په کې موجودې وې، په تاريخ کې ليدل کيږي چې زياتره يرغلګرو پر هند د همدغو خزانو (شتمنيو) د لاسته راوړلو لپاره حملې کړي دي. د څوارلسمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې په هند باندې د تيمور يرغل دا راښيي چې هند ته د تلو مهم لامل يې د هند ثروت و. مفتي شوکت علي ليکي چې هند ته له روانېدو وړاندې يې په خپل يوه تقرير کې خپلو جنرالانو ته د جهاد او کافرو د وژلو په اړه خبرې وکړې او دوی يې په دې ډول تر اغېز لاندې راوستل تر څو په هند باندې د حملې ملاتړ يې وکړي؛ خو چې هند ته لاړل، ټول هند په ځانګړي ډول ډيلی يې لوټ کړ او د هندوانو سربېره مسلمانان يې ووژل او جوماتونه يې ورته وران کړل. د اتلسمې زېږدي پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې نادر افشار د افغانستان له لارې په هند حمله وکړه او له هغه ځايه يې په خروارو سره او سپين زر راوړل، ويل کيږي دومره ډېره خزانه يې راوړې وه چې له امله يې څو کاله خپل رعيت ته ماليه هم معاف کړه.
هند د شتمنوالي سربېره د ځمکې د پراخوالي له نظره هم ډېر پراخه وه او همدا هغه بل لامل دی چې يرغلګرو يې د نيولو کوښښ کاوه، د بهرنيو يرغلګرو سربېره، په هند کې داسې ډېر کم ليدل شوي چې يو واکمن دې په يوه وخت کې ټول هند اداره کړی وي؛ ځکه لوی پراخوالی يې د يوه مرکزي حکومت د رامنځته کېدو په لار کې ستر خنډ و. د زياترو مسلمانو حمله کوونکو په اړه ويل کيږي چې د اسلام د دين د خپرولو لپاره يې په هند حملې کړي دي، تر څو هلته د اسلام مبارک دين خپور کړي او ځينو مؤرخينو په هند باندې د مسلمانانو د حملو يو مهم او اصلي لامل همدا ښوولی دی.
خو يوازې بهرنيان نه وو چې هند ته د پورته دوه، لومړنيو ذکر شويو لاملونو له وجې يې په هند حملې کولې؛ بلکې که د هند د تاريخ زياته برخه وګورو، ښکاري چې داخلي واکمنو يې د تاج و تخت، د ځمکو د نيولو او د شتمنۍ د لاسته راوړلو پر سر د يو بل سره ډېرې جګړې کړي دي.

د هندي انځورګر ؟ لخوا د سومنات د ماتولو افسانوي انځورګري

سلطان محمود غزنوي هم د هغو واکمنو په ډله کې دی چې په هند يې د مختلفو لاملونو له امله اوولس (۱۷) حملې کړي دي چې د هرې حملې لامل او انګېزه يې ښايي جلا وي.
هغه مهال هند د نړۍ د سترو شتمنو، ثروت لرونکو او د بې پايه خزانو لرونکی هېواد و. څومره حمله کوونکو چې په هند باندې حملې کړي، د زياترو موخه يې د هند د شتمنی لاسته راوړل وه. ګوډ تيمور، نادر افشار او ځينې نور، هغه واکمن وو چې هند يې د پراخوالي سربېره د شتمنوالي له امله د حملو لاندې ونيوه، دوی يوازې د دې لپاره يرغلونه وکړل تر څو شتمنۍ يې ترلاسه کړي؛ خو دوی هېڅکله هم هلته پاتې نشول، هند يې لوټ کړ او بيا ستانه شول. نادر افشار خو په خروارو سره زر له ځان سره وړي وو. ظهيرالدين بابر هم په خپل کتاب کې د هند شتمنوالي ته اشاره کوي او وايي چې د هند يوازينی خوبي داده چې پراخه ملک دی او سره او سپين زر په کې ډېر دي.
د محمود غزنوي د حملو په اړه چې مؤرخينو او څېړونکو کوم لاملونه ښوولي، يو تر ټولو مهم او پام وړ په کې همدا د هند شتمنۍ ښوول شوی چې محمود يې په هند باندې حملو ته تشويق کوه.
د غزنوي مهال مؤرخينو د محمود غزنوي د حملو لامل په هند کې د اسلام خپرېدل او د کفارو د حاکميت پای ته رسول ښوولي دي؛ خو هغوی ته په پوره احترام ويلای شو چې د حملو اساسي لامل (موخه) د خپلې واکمنۍ د ساحې پراخول او د جګړې نه د پاتې شويو غنيمتونو ترلاسه کول وو. همداسې د فارسي ژبې خپرول او په جګړه کې د سرتېرو ښکېل کول د سلطان محمود د مهمو اهدافو څخه وو.
جواهر لال نهرو چې د هند لومړنی صدراعظم وه او د نړۍ تاريخ اړوند يې کتاب ليکلی دی، پر هند د محمود غزنوي د حملو په اړه ليکي: محمود د نظامي فتحو او د غنيمتونو د لاسته راوړلو لپاره هند ته راغی او هغه کار يې وکړ چې متأسفانه سربازان (عسکر) يې کوي. ډاکټر ابوالقاسم فروزاني هم يو ځای په هند باندې د محمود غزنوي د حملو موخه د شرق (هند) ثروت او شتمني ښيي، چې دغې (شتمنۍ) کولای شول د غزنوي لښکر مادي غوښتنې پوره کړي. په عبادتځايونو (بتخانو) کې د خزانو موجوديت، سلطان محمود او فوځيان يې دې ته لېواله کړل چې فوځي حملې وکړي.
دا چې محمود غزنوي په هند باندې د دې لپاره حمله کوله چې د کفارو سره غزا وکړي، د دې سربېره دا هم ور زياتولای شو چې په دې حملو کې د هند ثروت او قدرت غوښتنه هم څرګنده ده. سلطان محمود د خپل پلار د لښکرکشيو پر مهال د هند د سلاطينو د بې پايه دولت او ثروت په اړه کيسې او افسانې اورېدلې وې او ترې خبر و او دې کار د سلطان حرص او طمع زياته کړې وه. د محمود غزنوي لخوا په هند باندې د حملو اصلي لامل چې د هند ثروت ښوول شوی، هغه مهم لامل دی چې ډېرو لږو کورنيو (افغان) او شايد ډېرو بهرنيو مؤرخينو تائيد کړی وي.
عباس پرويز هند ته د سلطان محمود د دويم ځل سفر په اړه ليکي:

کله چې سلطان محمود د خلف بن احمد او د سيستان اړوند مسائلو نه فارغ شو؛ نو هند ته د تلو او له هغه ځايه د کفر د بېخ د ويستو اراده يې وکړه. خليل الله خليلي ليکي، چې سلطان غوښتل د سومنات د وره (دروازې) په پرانستو هغه (هند) کې هم د اسلام دين خپور کړي. خليلي بل ځای ليکي، د اسيا له دغې برخې (هند) څخه د سترواکۍ واک وچلوي او د نړۍ هغه برخه چې دين نه لري، په يو ښه دين مشرف کړي. د همدې موخې لپاره يې د يو قوي سياسي واک د تشکيل د جوړولو هڅه وکړه تر څو د هغې سيمې خلک د يووالي، عقيدې او فکر منلو ته غاړه کيږي. په هغه سيمه کې د اسلام د سپېڅلي دين، ژبې، ادب، فرهنګ او اسلامي او افغاني هنر رامنځته کړي. په دوی کې خو ځينو د محمود غزنوي لخوا د بتانو ماتول بلکل د هغه (محمود) مذهب (اسلام) ته ډېر نږدې کېدل او د هغه مذهبي تعصب ښوولی دی، لکه پروېز چې ليکي، دغه پاچا چې د اسلام په مذهب کې يې قوي تعصب درلود او د کفارو له منځه وړل (سرکوبی کفار) يې د (خپلو) فرضو له جملې ګڼل. مرحوم غبار، سلطان محمود په هند کې د اسلام خپروونکی بولي او ليکي چې هغه په مذهب کې متعصب و او له اسلام پرته يې د هر مذهب او فلسفې مخالفت کاوه. هغه ليکي، پر هندوستان د محمود يرغلونو مالي نه؛ بلکې مذهبي بڼه درلوده. يوازې ځيني اوسني ليکوال نه دي چې هند ته د محمود غزنوي د حملو لومړنی او مهم لامل يې د دين پر بنسټ د هندوانو سره دښمني ښوولې ده؛ بلکې د هغه هممهاله مؤرخينو او شاعرانو هم همدغه لامل ته اشاره کړې ده. البته د محمود شاوخوا موجودو خلکو په ځانګړي ډول شاعرانو او د دربار مداحانو د دې حملو لپاره يوه لامل ته اشاره کړې ده او هغه غزا او د کفارو له منځه وړل دي. عنصري بلخې په خپلو شعرونو کې، هند ته د محمود لښکرکشيو ته اشاره کړې ده او هغه يې يوازې د اسلام د پراختيا لپاره ښوولي دي؛ خو ډاکټر ناظم په څرګندو ټکو ليکي چې سلطان محمود، په هند کې هېڅکله هم کوم هندو دې ته نه دی مجبور کړی چې هغه دې مسلمان شي او يا دې يې کوم هندو د هغه د مذهب (هندو والي) په نوم وژلی وي. هغه ليکي: هيچا نه دي ويلي چې سلطان دې په هند کې کوم تن د هندو والي په خاطر وژلی وي، يا يې د هندو مذهب پرېښودلو ته مجبور کړی وي.

د سومنات جګړه:
زياتره مؤرخينو د سومنات د جګړې لامل سياسي ښوولی دی. ويل کيږي چې سومنات د هندوانو ستر او مشر بت و او د هندوانو نورو ټولو کوچنيو بتانو ته په قهر شوی و؛ نو د سومنات بت د قهر له امله و چې محمود غزنوي راغی او ټول يې له منځه يوړل. کله چې زياتره بتان او عبادتځايونه د محمود غزنوي لخوا وران شول، د هندي مذهب زياتره مشران او عام وګړي په سومنات راټول شول او د خلاصون دعاګانې يې کولې. دغه ځای (د سومنات د بت مندر) د محمود غزنوي پر ضد د منفي تبليغاتو د خپرولو په يو ستر مرکز بدل شو، له همدې ځای نه د محمود پر ضد پروپاګند کېده، هندي راجاګان او عام خلک د محمود پر ضد جګړو او پاڅون ته هڅول کېدل. محمود غزنوي مجبور شو چې دلته راشي او دغه د خپل ځان پر ضد د پروپاګند ستر مرکز له منځه يوسي. دا چې دلته دغه بت موجود و؛ نو ړنګول يې حتمي شول، محمود غزنوي دغه بت مات کړ او په بت شکن مشهور شو؛ نو د محمود غزنوي لخوا د دغه بت (سومنات) ماتول سياسي اړخ لري، که په ښکاره ټکو ووايو، د محمود لخوا د سومنات د بت ماتول هېڅکله هم مذهبي اړخ نه درلود.
د سومنات بت چې د هندوانو لپاره د ټولو بتانو نه ډېر محترم او نږدې د ټولو بتانو مشر بت ګڼل کېده، محمود غزنوي هغه ټوټې ټوټې کړ. په همدې بتخانه کې يوه ډېره لويه خزانه هم وه چې محمود يې له ماتولو وروسته ډېر څه ترلاسه کړل او بت يې د يوه روايت له مخې څلور ټوټې کړ، دوه ټوټې يې مکې شريفې ته ولېږلې او دوه يې غزني ته راوړې. هغه په خپلو دغو حملو کې د سومنات د بتخانې د ثروت د ترلاسه کولو لپاره په ۱۰۲۴ز کال هغې خواته لښکر کشي وکړه، تر څو د سرو زرو هغه قيمتي خزانه چې د پېړيو په اوږدو کې راټوله شوې وه، ترلاسه يې کړي. دا چې محمود غزنوي ولې په سومنات او د هندوانو په نورو مندرونو (عبادتځايونو) حملې وکړې، په اړه يې ليکوالو بېلابېل نظرونه ورکړي دي. ځينې (د خليلي او غبار په ګډون) کوښښ کوي چې د محمود غزنوي دې کار ته ديني (اسلامي) رنګ ورکړي او داسې وښيي چې محمود غزنوي دا کار د هندي مذهب د دښمنۍ، په هند کې د اسلام د خپرېدو او د هغوی د مذهب د له منځه وړلو لپاره کړی دی.
ډاکټر ناظم او مفتي شوکت علي فهمي د محمود غزنوي لخوا د بتانو ماتولو په اړه د نورو ليکوالانو نه جلا نظر لري. دوی د محمود لخوا د بتانو ماتولو ته ديني رنګ نه ورکوي او هغه متعصب او مذهبي فرقه پرست (ډلګۍ خوښوونکی) نه ګڼي. ډاکټر ناظم ليکي په واقيعيت کې مذهبي مسائل په يوه فاتح باندې ډېره لږه اغېزه کوي، هېڅ داسې نه ښکاري چې سلطان دې د خپلو فتوحاتو په نقشه کې له هغو څخه اغېزمن شوی وي. فهمي ليکي چې د بتانو د ماتولو يو لامل خپله هندوان هم دي چې دوی په مندرونو (عبادتځايونو) کې د محمود غزنوي پر ضد منفي تبليغات کول او هغه يې د محمود غزنوي پر ضد د کرکې او نفرت د خپرولو مرکزونه ګرځولي وو. هغه ليکي، دغه د بتانو د ماتولو مرض هغه مهال محمود ته پېدا شو، کله چې د محمود په فوځ کې د مسلمانانو سربېره هندوان هم شامل شوي و. حقيقت دادی چې د محمود په لاس د نګرکوټ، متهرا او د سومنات د عبادتځايونو او بتانو ماتول د (مذهبي) فرقه پرستۍ له جذبې سره هېڅ اړيکه نه درلوده؛ بلکې د پنډتانو بې عقلۍ، فتنه اچونې او د غرض خوښوونکو جاسوسۍ سلطان محمود مندرونو ته متوجه کړ. ورپسې ليکي، که چېرته محمود له مندرونو او بتانو نه کرکه درلوده؛ هغه به يوازې دغه يو يا دوه مندرونه نه وای وران کړي؛ بلکې د متهرا پاتې ټول (زر) مندرونه به يې هم ويجاړ کړي وو او همداسې په پنجاب کې به يې يو مندر هم نه وای پريښی، په داسې حال کې چې په پنجاب کې يې يوه مندر ته هم لاس ورنه وړه. د مندرونو د دولت (خزانو) پرته هغه څه چې محمود يې دغو مندرونو ته په مخ اړولو مجبور کړ، هغه د برهمنانو او پنډتانو هغه پروپاګند و چې دوی به په همدې مندرونو کې د محمود پر ضد کوه او د مرکز په توګه به يې ترې استفاده کوله. همدا هغه څه و چې محمود غزنوي يې د سومنات له منځه وړلو ته مجبور کړ.

سومنات

ډاکټر ناظم زمونږ پام دې خبرې ته اړوي چې که چېرته سلطان محمود د هندو مذهب او هندوانو سخت مخالف و؛ نو په غزني کې، چې د هغه مرکز و، ولې بې شمېره هندوانو هوسا او ارام ژوند درلود؟. هغه ليکي، هغه هندوان چې د سلطان د لارښوونې لاندې وو، هوسا ژوند يې تېروه او په غزني کې ورته کورونه ورکړل شوي و او ورته اجازه وه چې په ښکاره خپل مذهبي مراسم ترسره کړي. همداسې د هېواد د ختيځو سيمو اوسېدونکي لا په بشپړ ډول مسلمانان شوي نه و او دلته بې شمېره هندوان او بودايان او هم يې عبادتځايونه موجود و، که چېرې محمود غزنوي هند ته د هندوانو د مسلمانولو لپاره تللو او جهاد يې کوه؛ نو ولې يې د خپل شاوخوا کافر اوسېدونکي د اسلام دين ته نه رابلل. په معاصر تاريخ کې ګورو چې نورستان (کافرستان) د امير عبدالرحمن خان د واکمنۍ تر مهاله لا په اسلام نه و مشرف شوی. که محمود غزنوي د هندوانو د بتانو دښمن وای؛ نو ولې يې په خپل ګاونډ کې د بودا دوه سترې مجسمې روغې پاتې شوې. ډاکټر ناظم ليکي، اصل خبره داده چې محمود نه بت شکن و، نه د هندوانو دښمن او نه هم کوم متعصب ملا، هغه يو اوالعزم پاچا و، له دې زيات هېڅ نه و. د ډاکټر ناظم او مفتي شوکت علي فهمي له ليکنو څرګندېږي چې د سلطان محمود لخوا د بتانو ماتول د مذهب (اسلام) سره هېڅ اړيکه نه لري او هغه دا (د بتانو ماتول) او په هند باندې حملې کول، د اسلام د خپراوي لپاره نه دي کړي. په هند کې د هندوانو د موجوديت او هغوی ته د حقوقو په اړه يو هندي پروفيسور شري واستا داسې ليکي، عجيبه داده دغه هوښيار سلطان حتی په غزنه (غزني) کې هم هندوانو ته خپل حقوق ورکړي او ځينې پوه هندوان يې په خپل فوځ کې نيولي و.
خليل الله خليلي يې په کشمير باندې د حملې په اړه ليکي، چې کشمير ښکلې او سمسوره سيمه وه او سلطان غوښتل چې دغه ښکلې سيمه خپله او دښمن ترې وباسي او د خپل واک لاندې يې راولي. د کالنجر په کلا باندې يې د حملې په اړه ليکي، کله چې د کالنجر د کلا مشر د سولې غوښتنه وکړه، سلطان د جزيې په نوم په سمدستي توګه د دود له مخې د درې سوه پيلانو غوښتنه وکړه او د کلا مشر پيلان ورکړل. دلته ګورو چې د دغو دوه حملو لامل د سومنات د حملې سره په ټکر کې دی او سلطان محمود د کشمير ښکلا ته په کتو او د کالنجر د کلا له مشر نه د مادياتو (پيلانو) د لاسته راوړو نه وروسته، هلته پرتو هندوانو او بتانو ته هېڅ زيان نه دی رسولی او نه يې هم کوم هندو د هندو والي له امله وژلی دی. ډاکتر ناظم يو ځای ليکي، هيچا هېڅکله نه دي ويلي چې سلطان دې د سولې پر مهال کوم معبد لوټ کړی وي. يعنې کله چې محمود غزنوي جګړې کولې او مخې ته يې د هندوانو بتان راتلل؛ نو هغه يې وران کړي؛ خو له جګړې پرته يې کله هم کوم بت نه دی مات کړی او نه يې هم د مذهب په نوم کوم هندو وژلی دی.. غوث خيبري د رياست علي ندوي له کتابه ليکي، په سلطان محمود غزنوي دا الزام لګول کيږي چې هغه يو متعصب مسلمان و او د يرغل هدف او مقصد يې يوازې دا و چې مندرونه ويجاړ او بتان مات کړي، ټول شته لکه طلا او نور يې لاسته راوړي؛ لېکن حقيقت دادی چې دغه نوميالي پادشا دسولې او امن په وخت کې هېڅکله کوم مندر و يجاړ نکړاو د بتانو ماتولو هېڅ يوه واقعه منځته رانغله.
هر واکمن دا کوښښ کوي چې د خپلې واکمنۍ په مقابل کې پراته خنډونه له مخې لرې کړي، تر څو دغه واکمن ته په راتلونکي کې د سر درد جوړ نه شي. محمود غزنوي د هندوانو سربېره په هغو مسلمانو واکمنو هم حملې کړي، کوم چې د خراسان په نورو سيمو کې پراته وو، د هغوی سره يې جګړې وکړې او له منځه يې يوړل؛ ځکه دغه واکمن د محمود غزنوي د واکمنۍ لپاره يو ستر ګواښ و او که چېرته محمود غزنوي دوی پرېښي وای؛ نو دوی به قوي شوي وای او سلطنت به يې ورته له منځه وړی وای، لکه د ده د زوی (سلطان مسعود) واکمني يې چې له منځه يوړه او هغه يې هند ته په مهاجر کېدو مجبوره کړ. مفتي شوکت علي په هند باندې د محمود غزنوي د حملو په مهمو لاملونو کې همدې (د ګواښونو) موجوديت ته هم اشاره کوي. هغه ليکي، محمود غزنوي غوښتل هغه ګواښونه چې له پنجاب نه ورته پېداکيږي، هغه لرې کړي. دا زمونږ خيال نه بلکې باور دی که چېرته راجه جيپال د سبګتګين او محمود د حکومتونو پر مهال په غزني حملې او (هغې خواته) پرمختګ نه وای کړای؛ نو کېدای شي چې سبګتګين او زوی يې (محمود) د هند خواته هېڅ مخه نه وای کړې؛ ځکه محمود د هند پر ځای د منځنۍ اسيا د اسلامي هېوادونو د فتحې (نيولو) سره ډېره علاقه درلوده؛ خو جيپال، انند پال او دويم جيپال (جيپال ثاني) څو څو ځله سبګتګين او محمود په تنګ او تړونونه يې مات کړل او هغوی يې په هند باندې په ځوابي حملو کولو باندې مجبور کړل.
محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ پر مهال د هند پرته په نورو مسلمانو واکمنو هم حملې کړي دي. د هغه د حملو بل مهم لامل شايد د خپل ځان دفاع او هم د خپلې واکمنۍ د قلمرو (ساحې) پراخول وښيو. يو ځل يې په هرات او بلخ د دې لپاره حمله وکړه چې ايلک خان دغه دوه سيمې له محمود نه نيولې وې. همداسې د غور واکمن (امير محمد سوري) چې مسلمان و، حمله يې پرې وکړه او ويې نيوه، ځکه خو مفتي شوکت علي ليکي که چېرته محمود غزنوي د دې لامله د هندوانو دښمن ګڼل کيږي چې د هندي راجه ګانو پر ضد يې حملې کړي؛ نو له دې زياتې حملې خو يې په غزني، ترکستان، بلخ، بخارا، سيستان، خراسان، غور، خوارزم او نورو اسلامي هېوادونو باندې کړي دي. حقيقت دادی چې محمود غزنوي يو باحوصله جنرال وه، چې د خپلې واکمنۍ په مقابل کې يې نه د کوم مسلمان او نه هم د کوم هندو پروا کوله، هر څوک چې يې مقابل کې راغلل، هغوی سره يې جګړه وکړه او لاندې يې کړل. زمونږ خيال دادی، که چېرته په هند کې د جيپال، انندپال او جيپال ثاني او د نورو هندي راجا ګانو پر ځای کوم مسلمان پاچا وای او هغوی د دغو راجا ګانو په څېر محمود په تنګ کړی وای؛ نو محمود به ورسره هغه سلوک کړی وای، کوم چې يې د دغو راجا ګانو سره وکړ. حقيقت دادی چې محمود د نويو فتحو غوښتونکی (شوقي) و او د (مذهبي) فرقه پرستۍ تور لګول پرې بلکل درست نه دي. ډاکټر ناظم ليکي، که چېرې سلطان (محمود) د هند راجا ګانو ته اذيت رسوه (ورکوه) نو د ايران او ماوراءالنهر اسلامي پاچان يې په هم کرار نه پرېښودل. نو په هند باندې د محمود غزنوي د حملو يو تر ټولو مهم لامل هم همدا، د خپلې قلمرو د ساحې او د هېواد پرخوالی ګڼلای شو. محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ د ساحې پراخوالی غوښت، که دغه ساحه د مسلمانانو وي او که د هندوانو؛ خو چې د سلطان محمود غزنوي تر لاس لاندې وي.
سلطان محمود چې په هند باندې هره حمله کړې، لکه دمخه چې مې وويل، د هرې حملې لامل يې جلا دی او ډېر کم يا هېڅکله هم نه ليدل کيږي چې هغه دې د اسلام په نوم يا هم د کوم هندو د مسلمانېدو لپاره، په هند حمله کړې وي. دا د محمود غزنوي د مهال يا هم وروستي تاريخ ليکونکي دي چې د هغه دغو حملو ته يې مذهبي رنګ ورکړی دی او کوښښ کوي چې محمود غزنوي د هندي مذهب، د هندوانو او د هغوی د بتانو دښمن معرفي کړي. لکه دمخه چې مې ذکر کړل، که محمود غزنوي د هندوانو يا د هغوی د بتانو دښمن وای؛ نو له هند نه ورته ډېر نږدې په خپل هېواد کې، د بودايانو او هندوانو په سلګونو معبدونه موجود و، ولې يې دغه معبدونه نه ورانول او يا دا چې په خپل هېواد حتی په خپله پلازمېنه (غزني) کې يې پراته هندوان ولې نه مسلمانول.

په غزني کي د محمود غزنوي قبر

په پای کې ويلای شو چې هغه مهال د سلطان محمود غزنوي د حملو ظاهري لامل همدا (دين) ګڼل کېده، چې د هغه هممهالو او ځينو وروستيو مؤرخينو هم تائيد کړی او داسې يې ښوده چې محمود غزنوي د اسلام د خپراوي، د هندوانو د بتانو د ماتولو او د هندي مذهب د له منځه وړلو لپاره حملې کوي؛ خو ګورو چې يوازې د اسلام خبره نه وه؛ بلکې د هندوستان شتمنوالي، پراخوالي او د سلطنت په مخکې يې د پرتو ګواښونو له منځه وړلو او يا يې کمزوري کولو، محمود غزنوي تشويقوه، چې په هند حملې وکړي. ځينو يې چې د اسلام د خپراوي خبره لومړۍ کړې، شايد چې له دې پورته لاملونو وروسته يې ومنو.
حوالې
هند، پاکستان، بنګلاديش او نيپال پخوا ټول لوی هند وه.
Journal of Subcontinent Researches, Reasons and consequences of Ghaznavid invasion of India, By Fatemeh Amin, Baluchistan University. P 154.
پرفيض د نهرو د کتاب په حواله. افغانستان در عصر محمود غزنوي.
تاريخ غزنويان، از پيدايش تا فروپاشي ص ۱۱۲.
Journal of Subcontinent Researches, Reasons and consequences of Ghaznavid invasion of India. P 163.
ياري، ياسمين، علل لشكركشي مسلمانان به هند در قرون اوليه اسلامي، ۲۰۰۸، پرتال نشریات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم.
پزويز، عباس (۱۳۶۳) تاريخ ديالمه وغزنويان،ص۲۰۱.
خليلي، خليل الله د افغانستان تاريخ، د غزنويانو برخه، ژباړن، اورنګزېب ارشاد، ۴۸۱ مخ، دانش خپرندويه ټولنه.
خليلي، غزنويان، د افغانستان تاريخ،۴۴۹-۵۰ مخونه،
پرويز، ذکر شوی اثر، ۲۷۵مخ.
غبار، مير غلام محمد (۱۳۹۳) افغانستان د تاريخ په بهير کې،۱۳۳-۳۴ مخونه، ژباړن، اورنګزېب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه.
علل لشكركشي مسلمانان به هند در قرون اوليه اسلامي، ياسمين ياري، ۲۰۰۸، پرتال نشريات دفتر تبليغات اسلامی حوزه علميه قم.
عالمي، سيد محمد رضا، سومنات، سخن تاريخ شماره هفتم، زمستان ۱۳۸۸ ص ۳۵.
فهمي، مفتي شوکت علي (۲۰۱۲) هندوستان پر اسلامي حکومت، مطبع برکت اينډ سنز، ۸۶ مخ.
ناظم، ډاکټر محمد (۱۳۸۵) سلطان محمود غزنوي، ژباړن، محمد بشير دوديال، ميوند خپرندويه ټولنه، ۲۳۱ مخ
فهمي، ۸۶ مخ.
خيبري،غوث (۱۳۶۷) نومياليافغانانپههندکې،۴ مخ،داطلاعاتواوکلتوروزارت.
خيبري، غوث ذکر شوی اثر، د رياست علي ندوي د کتاب په حواله،۸-۹ مخونه.
فهمي، ۸۴ مخ.
فهمي، ۸۵ مخ.
ډاکټر ناظم، ۲۳۳ مخ.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!