منډيګک
افغان تاريخ

کوټه زما کوټه

در محمد کاسی

0 236

هر څوک چي دا خواهش او ارزو لري چي د کندهار د تهذيب، تاريخ او اولسي ژوند ژوره جائزه واخلي نو و هغه ته د جنوبي پښتونخوا د مرکز او تر ټولو اهم او تاريخي ښار کوټي په باره کښي معلومات حاصلول ضروري دی ولي چي دا مځکه په تاريخي، سياسي او لساني توګه له ډېر پخوا وختونو څه د کندهار برخه شوې ده.

د کوټي وادي په شمال او مغرب کښي د نن جديد افغانستان دی. د مشرق و خواته سيوۍ او د لورالائي او ژوب ضلعې دي. په جنوب کښي مستونګ، ساروان او د قلات ضلعې دي او د جنوب مشرق و خواته تاريخي دره بولان دی چي د سندهـ او هند دپاره ډېره اهمه او تاريخي لار ده.

د کوټي قديم تاريخ ډېر اهم او دلچسپ دی، په The country of Baluchistan نامي کتاب کښي په ۱۸۷۶ کښي د کوټي په باره کښي داسي ليکل شوي دي چي د دې ښار په منځ کښي د خاورو يوه اوچته قلعه ده، او په دې کښي درې غټي دروازې دي. و جنوبي دروازې ته ښکار پوري دروازه وئيل کېږي او شمالي دروازې ته کندهارۍ دروازه. په دې ښار کښي يوه اوچته غونډۍ ده او که له دې ځايه د کوټي وادي نظاره اوکړل شي نو ټوله علاقه صفا ښکاري. په دې قلعه کښي تقريباً څلور زره خلګ استوګن دي او دا ټوله کاسي افغانان دي.

په کال ۱۸۷۶ کښي د لارډ سنډيمن د دوهم مشن پس انګرېزانو دا فېصله وکړه چي په کوټه باندي به مستقلاً قبضه کوي او غټه چهاوڼۍ به جوړوي. ولي چي د کوټي دفاعي او فوجي اهميت دا ؤ چي که چېري دلته ښه تربيت يافته فوج موجود وي نو دا يوه مضبوطه او ناقابل تسخير علاقه ده او هم د دې قبضې په ذريعه له کندهار څه د بولان په لاره له سندهـ او بيا د قلات و خواته په تجارتي قافلو باندي دسترس حاصلېدی شي او په کاکړ خراسان، ژوب، لورالائي، تهل چټيالي او د پنجاب په لارو باندي هم دسترس حاصلول ډېر اسانه دی.

يوه دلچسپه خبره دا هم ده چي په کال ۱۸۵۴ کښي لارډ جيکب په خپل يو ليک کښي و وائسرائی هند ته ليکلي وو چي:

له روس سره جنګ عين ممکن دی ځکه نو ضروري ده چي په کوټه باندي قبضه وکړل شي او د دې مقصد دپاره د بولان په لاره پوخ سړک او ريلوې لائن جوړ کړل شي.”

له دې څه دا اندازه لګېدلی شي چي انګرېزانو ډېر پخوا لا په کوټه باندي د قبضي منصوبه بندي کړې وه. لارډ جيکب په هرات او سينټرل ايشيا باندي د قبضې او دسترس دپاره دره بولان ته تر دره خيبر څه هم زيات اهميت ورکوی. د دۀ دغه خيال په ۱۸۵۶ کښي په ايراني مهم کښي په اول ځل په کار راوستل شو او په دې مهم کښي دۀ خپله هم برخه اخستې وه. ځکه دۀ و وائسرائی هند لارډ کيننګم ته دا تجويز وړاندي کړ چي “بايد برطانوي حکومت په کوټه قبضه وکړي او دلته ۵۰۰۰ برطانوي فوج ولګوي“. دۀ د دې منصوبې ټول تفصيلات هم حکومت ته وړاندي کړه. ځکه دا وئيلي شو چي په کوټه باندي د حقيقي قبضې څه شل کاله وړاندي هم و لارډ جيکب ته په کوټه باندي د قبضې کولو فائدې معلومي وې.

اولف کيرو په خپل کتاب “دي پټهان” صفحه ۵۱۵ کښي داسي ليکي چي د کوټي وادي له قلات څه د شمال په خوا سل ميله ليري ده او د کوټي په خوا کښي اهم دره “دره بولان” ده چي د دوو قامونو او نسلونو يعني پښتون او بلوڅ د سرحدونو حد دی. د دې وادي په مرکز کښي کوټه ښار دی او په دې کښي پښتانۀ اباد دي او د دې په شمالي برخه کښي ټوله سيمه د پښتون قبائلو سيمه ده، په دې قبائلو کښي کاسيان، ترين اڅکزی، کاکړ ټول شامل دي. دی وائي چي “د بلوچستان په ټوله ابادي کښي تقريباً نيمه ابادي پښتانۀ دي او نيم بلوڅ او براهوي. پښتانۀ د شمال او شمالي مشرق و خواته په زياته زرخيزه او زرغونه سيمه کښي اباد دي.

بولان دره د انګرېز د لومړي يرغل پر مهال

د کال ۱۸۷۷ په شروع کښي برطانوي فوج په کوټه باندي قبضه وکړه او ډېر ژر ئې د چهاوڼۍ او سول افسرانو دپاره د استوګني انتظامات شروع کړل. د انګرېزانو په کوټه باندي د قبضې دوه بنيادي مقاصد وو، اول دا چي د دې ځائ په پښتني قبائلو باندي د افغان اثراتو خاتمه وکړل شي او دوهم او چي هم په دغه لاره د افغانستان په جنوبي سيمو باندي سياسي او فوجي اثرات او اقدامات په اساني سره واچول شي.

په اول اپريل ۱۸۸۳ کښي د کوټي او پښين يوه ضلع جوړه کړل شوه او ښاغلی ايچ بي بارنس د دې نوي ضلعې اولين پوليټکل ايجنټ وټاکل شو. نن هم بارنس روډ د دۀ په نامۀ دی.

د Country of Balochistan مولف په کال ۱۸۷۷ کښي د کوټي ښار داسي بيانوي.

“د کوټي اب و هوا ډېره ښه ده. په ژمي کښي ښه ډېر بارانونه او واوره اوري. د ښار ټوله ابادي پښتانۀ دي دا ډېر بااخلاقه او صفا خلګ دي. کوټه همېشه د افغانستان برخه وه او د دې ځائ د خلګو روح هم له افغانستان سره تړلی دی.”

په اپريل ۱۸۸۰ کښي دلته يوه مضبوطه فوجي چهاوڼۍ جوړه کړل شوه او په اول سر کښي دلته ۱۲ زره فوج ؤ چي اوس تر لکهونو رسېدلی دی. د کوټي په چهاوڼۍ کښي د ټول برصغير تر ټولو پخوانی د فوجي سازو سامان زخيره وه او دغه The oldest arsenal په ۷ فروري ۱۸۸۰ کښي جوړ کړل شو. د E.M.E په بهرني ګېټ نن هم دغه تاريخ ليکل شوی دی.

د کوټي پخوانی تاريخ ډېر زوړ دی او په دې باندي ډېر څۀ ليکل کېدائ شي، خو زۀ دلته هغه څۀ وئيل غواړم چي ما په خپلو سترګو ليدلي يا له خپلو مشرانو اورېدلي دي. زۀ د انګرېز په زمانه کښي د پاکستان تر جوړېدلو تقريباً دوه کاله وړآندي په ميکانګي روډ باندي په مشهور ليډي ډفران هسپتال کښي پېدا شوم. زما مورکۍ به راته وئيل چي:

“په دې وخت ډېره واوره اورېدلې وه. کندهارۍ هوا چلېدله، سخته يخني وه. له چتونو څه تر مځکي پوري د يخي لړو سکيان زړېدل. له خوني او وارډ څه بهر وتل ډېر ګران ؤ. ما ډېري شپې په هسپتال کښي ځکه تېري کړې چي تۀ مي له يخني څه بچ کول غوښتې، بيا د يوې هفتې پس د خپل اکا په ټانګه کښي کورته راغلم. هغه وخت د اس ټانګه تر ټولو ښه شاهي سواري وه. او په ټول ښار کښي د ځيني افسرانو او خانانو علاوه بل هيچا ګاډۍ نۀ درلودلې.”

دا هغه ماحول ؤ چي زۀ پېدا شوم، زموږ کور د کاسيانو په پراخه کلا کښي ؤ. او دا کلا د مهردار غرۀ په لمن کښي وه. کله چي به موږ د خپل کور په چت اوختلو نو دا غر به په ژمي تک سپين ؤ او له نومبر څه تر اپريل پوري به ټول ژمی په واوره او بارانو کښي تېرېدی. موږ به کله کله د ډېري واوري په سوب په شپه شپه کښي خپل د کورنو چت څو څو ځله له واوري صفا کوی، ولي چي دا خطره وه چي له ډېري واوري څه چتونه ړنګ نۀ شي. د کال ۱۹۳۵ د زلزلې پس اکثر کورونه 7 Type جوړ کړل شوي وو. د نوي بلډنګ کوډ مطابق درانۀ او کچه کورونو او تعميراتو باندي سخته پابندي وه.

سهار به مو بيا په پراخو حوپليانو کښي د بهر وتلو دپاره په ژوره واوره کښي تګ راتګ دپاره لاري جوړي کړې. له چتونو څه تر مځکي پوري به د يخي پنډ پنډ لړو کسيان څو څو ورځي ځړېدلې. د لمر اثر به ختم شو او کندهارۍ هوا به خپل راج کوی. په هر کور کښي به د ژمي يوه مخصوصه خونه وه چېرته چي به د ضرورت ټول شيان وو او ټوله کورنۍ به دلته ژوند کوی.

د کاسيانو د کلي په پراخ او ښائسته جمات کښي به ځوانانو واوره و سائې ته راغونډ کړه او په سايه کښي به ئې لويه غونډۍ جوړه کړه، بيا به کلي والو هفته دو هفتې له دې صفا واوري څه شربتان او ائسکريم جوړول، دغه حال د بارانو هم وو. په ژمي کښي بې کچه بارانونه اورېدل. د کوټي د ژمي دومره يخ ؤ چي اکثر هست مند خلګ به له نومبر څه تر اپريل پوري سندهـ او کراچي ته ولاړ. تر دې حده چي مشن هسپتال به هم په ژمي کښي ښکارپور ته ولاړ او په بهار کښي به بېرته کوټي ته راوستل شو.

په بهار او اوړي کښي به کوټه زرغونه شوه، هره خواته به د سندتي او ګلابو خوشبو خوره شوه، باغونه به ګل ګلزار شو، د چشمو او کاريزونو اوبۀ به په مستي او غورځنګ شوې. له کچلاغ څه تر سرياب پوري تقريباً سل کاريزونه وو او هر کاريز به تر سل ايکړه څه زياته مځکه اوبوله، د دې علاوه بې شمېره قدرتي چشمې وې چي شپه ورځ به ئې خوږې اوبه شندلې. ټوله سيمه زرغونه وه، فصلونه وو، باغونه وو، خصوصاً غنم، اوربشي، شپشتي، سيب، بادام، انار، انګور، الوچې، زردالو، شفتالو او هر قسم سبزياني کرل کېدلې. پسونه، اوزې، غوائي او نور څاروي بې حسابه وو، ولي چي قدرتي واښه او ځنګلات ډېر زيات وو.

د کوټي ښار د شا و خوا په غرونو کښي بې کچه قدرتي ځنګلات وو، خصوصاً د صنوبر او شنو ځنګلات وو. په مهردار، زرغون او تکتو غرونو کښي دومره واښه، اوچت قدرتي بوټي، ځنګلات او چشمې وې چي دا د قدرتي حيات دپاره ډېره ښائسته نرسري وه. په دې غرونو کښي ځنګلي پسونه، سويان، اوزې، پړانګان، لېوان، کوږ، ګيدړي، هر څه ډېر وو، خو مسئله دا وه چي د ښار او کلو دپاره په دومره يخني کښي هم د کورني ضرورت دپاره نۀ خو بجلي وه، نۀ ګيس او نۀ کوئله. ځکه ټول ګزران په دې ځنګلي بوټو او ونو باندي ؤ. په هر کور کښي يوه دوه خرۀ ساتل ضروري ؤ، ولي چي د کورني ضرورت او د ژمي دپاره خاشاک جمع کول ضروري ؤ. په هغه وخت له سندهـ څه د سوځلو دپاره ډېر لرګي راتلل، ځکه په ښار کښي به ځائ په ځائ د لرګيو ټالونه وو. خو غربت او ناداري وه او د ا رزاني په دې وخت کښي هم ډېرو خلګو د سوځلو لرګي نۀ شو رانيولی. ځکه ئې له غرو څه خاشاک راوړل. زموږ يو شناخته محمد نور اکا او سيد محمد اکا او نورو ډېرو خلګو خو دا خپل روزګار جوړ کړی ؤ چي له غرۀ څه به ئې د صنوبر لرګي او خاشاک راوړل او په کلي والو به ئې خرڅول. زما يادېږي چي د خرۀ د يو بار بيعه څورالس انې يا يوه روپۍ وه. يو ځل د محمد نور اکا خر په زرغون غرۀ کښي پړانګانو وخوړی، ځکه هغه ډېر خفه ؤ ولي چي پړانګانو يوازي د دۀ خر نۀ ؤ خوړلی بلکې د دۀ روزګار ئې ختم کړی ؤ. د کلي خلګو ورته وئيل. ” تۀ فکر مۀ کوه موږ پيسې درکوو ځان لره بل خر رانيسه او بيا ئې ډېري پيسې ورکړې او محمد نور اکا د يو پر ځائ دوه خرۀ رانيول.

د ښار خلګ د ښکار ډېر شوقين وو. چا به توپکان په اوږه اخستي په غرۀ مخه کړه او چا به زبردسته ښکاري سپي يعني “تازيان” ساتلي وو. د حکومت لخوا په ځنګلاتو شکولو، او ښکار باندي هيڅ بنديز نۀ ؤ او نۀ اوس شته، ځکه دا قدرتي ځنګلات او ځنګلي حيات رو رو ختمېدل.، ما چي څه وخت د کوټي او کاسيانو کتاب ليکی نو يوه ځوان راته وئيل چي زما پلار دومره اوچت ښکاري ؤ چي دۀ درې سوه ځنګلي پسونه Ibex ويشتلي وو. دغه ډول ټولو بهادرانو به په فخر دا وئيل چي دوئ د دې ځنګلي حيات په تباهي کښي څومره لويه برخه اخستې ده. نن تش د نامۀ په قدرتي پارک چلتن غرۀ کښي ځيني حيوانان موجود دي. محکمه ځنګلات د دې په نامۀ باندي تنخواوي او مراعات اخلي. زما يقين دی چي د دې چلتن مار خور تر شمېر د محکمې افسران او ملازمين ډېر دي. دغه چلتن غر د سېل ځائ ؤ. د شنو پراخ ځنګل ؤ. قدرتي چشمې وې. د يوه ژمي واوره به تر دوهم ژمي پوري پرته وه. دومره بوټي او ځنګل ؤ چي په اساني لاره پېدا کول ګران کار ؤ. خو اوس هلته هم د National park باوجود هيڅ نشته، سيوائې د يو وړوکي ميوزيم چېرته چي د مار خور پړانګانو او ځنګل تصويرونه په دېوالونو را ځړېږي او بس.

زۀ چي لا ډېر ماشوم وم نو په کلي کښي بجلي نۀ وه، خو قسم قسم څراغونه به د هر کور زينت وو. له ماځيګر څه به د دې څراغونو صفائي تېل يعني ګاسليټ شيشې او پليتې صفا کېدلې. چا به وئيل دا انګرېزي څراغ دی او چا به وئيل دا هندوستاني. په هر کور او کوټې په مخ يا کنج کښي به د اور دپاره يو نغری ؤ، چېرته چي به اور بلېدلی، خونه به که څه هم دودنه وه خو توده به وه. په دغه نغري کښي به چائ. ډوډۍ، کټوه او د اوبو تودولو لوشي هم پراته وو. دغه ډول دا نغري کثير المقاصد کار کوی. ټول خاندان به په دې راغونډ ؤ، نۀ ريډيو وه، نۀ اخبار. ځکه به اولسي مجلسونه د علم خبرتيا او دانش ذريعه ؤ.

زما يادېږي چي کله به موږ د غنمو فصل اخست نو د علاقې ډېر خوار غريب به راټول شول، دا يو روايت ؤ چي د حشر يا د غريبانو د حق په توګه و هر چاته مناسبه برخه ورکول کېدله. و چا ته جواب ورکول ګناه او بې قدري ګڼل کېده. د مېلمستيا دا حال ؤ چي تقريباً په هر کور کښي مهمان خانه يا غټ بيټهک ضروري ګڼل کېدی. يو له بل سره به روا داري، مېلمستيا، عزت او احترام لازمي ګڼل کېدی. زما انا به قصه کوله چي “زموږ په کلي کښي يو هندو بهګوان يا بوان داس استوګن ؤ. او اکثر به زموږ کره د ډوډۍ دپاره راتلی، او کله کله به ما ټوکه ورسره کوله چي هلکه نن خو موږ د غوائي غوښه پخ کړې ده او هندوان د غوائي غوښه نۀ خوري. نو دۀ به په خندا خندا راته وئيل چي انا هر شی په بسم الله بسم الله پخوئ ځکه د هغې د لاس هر شی حلال دی، راواچوه چي نن ئې زۀ خپل کورته هم يوسم.

که څۀ هم د چادري يا برقعې رواج ډېر کم ؤ خو زنانو به غټ غټ سپين پړوني په سر کړي وو او د پردې به ئې خاص خيال ساتی. د کاسيانو د کلا په منځ کښي لوئ جامع مسجد ؤ او د دې جمات دباندي ښه ښائسته رنګيني د سيمټو پخې تهړي جوړي کړل شوي وې. دا د کوټي ښار تر ټولو غټ، ښائسته او تاريخي جمات ؤ، د کلي مشران به اکثر د ماځيګر څه تر ماښام لمانځه تر وخته دلته په دې تهړه ناست وو او ګپي به ئې کولې، د دوئ د احترام دا حد ؤ چي په دې وخت کښي به د کلي زناني د ضروري غرض دپاره هم له کورو څه نۀ راوتلې. او موږ هلکان به په ډېر ادب او احترام داسي تېرېدلو لکه موږ چي فرشتې يو، او هيڅ کله مو هيڅ بد نۀ وي کړي. د کلي هر ماشوم د هر چا زوئ ؤ او هره زنانه لور وه، ځکه د دوئ خيال ساتنه او عزت يوه اجتماعي ذمه واري ګڼل کېده. د کلي په هر کور کښي د عام ضرورت علاوه هم د خصوصي وختونو او مواقع دپاره لوښي، دېګونه، غالۍ، کمبلي د ناستي او ودېدلو بسترې جوړول او ايښول ضروري ؤ، ولي چي د کلي غم، ښادي مشترکه وه. هر چا به د ضرورت شيان سره شريک کړل. هغه وخت د بازاري پوخت او ښادي هال تصور هم نۀ ؤ. کورونه غټ وو او زړونه تر هغه لا هم ډېر غټ وو.

زما پلار راته وئيل چي دا څه وخت په کال ۱۹۲۹ کښي د غازي امان الله خان کورنۍ کوټي ته راغله. نو څو مياشتي دلته زموږ په کلي کښي د ملک جان محمد کاسي مېلمانۀ وو. د کلي ټولو خلګو له خپل خپل کورونو نوي لوښي، نوي بسترې، نيالياني، بالښتان ور وړل چي د باچا صاحب د کورنۍ عزت او احترام په شاهي انداز وکړل شي، هره ورځ به څو څو پسونه حلالېدل او د کلي هر هست مند به په دې کښي خپله خپله برخه کوله.

د څه وخت پس په کلي کښي د بجلۍ کمبې ولګول شوې او خلګو بجلۍ ولګولې او د څراغونو له جنجال څه خلاص شول، دا وړوکی بجلي ګهر د چاوڼۍ په حد کښي په موجوده زرغون روډ باندي په بجلي ګهر روډ ښاغلي برجومل جوړ کړی، اورېدل مو چي دا يو پرائيوټ بجلي ګهر ؤ. خو د دې باوجود چي ډېر وړوکی ؤ خو و ټول ښار چهاوڼۍ ته ئې بجلي ور کوله. هغه وخت په ډکشنري کښي د لوډ شيډنګ ټکی نۀ ؤ. ټول کورونه او ښار روڼ ؤ.

د کوټي ښار د مئ ۱۹۳۵ پس له نوي سره ترتيب او جوړ شو. د هغه وخت له حسابه دا ډېر پراخ بازارونه او سړکونه وو. مشرانو به وئيل چي انګرېزانو د راتلونکي پنځوس کلو د ضرورياتو مطابق دا نوی ښار جوړ کړی ؤ، او دا هم حقيقت دی چي له کال ۱۹۳۵ څه تر کال ۱۹۷۰ پوري د ښاري ضرورت ټول سهوليات موجود وو، نۀ د اوبو مسئله وه، نۀ د نکاسي مسئله، نۀ کله ټريفک جام شو او نۀ د صفائي مسئله جوړه شوه. د ښار په بازارونو، ګلۍ، کوڅو کښي د سړکونو په غاړه بې شمېره زرغونې وني وې. د صدا بهارونو او چنار د يخي سائې په سوب و موجوده زرغون روډ ته ټهنډي سړک وئيل کېدی. په ميکانګي روډ صادق شهيد روډ او کندهاري بازار کښي د کاريز روڼي او يخي والې بهېدلې. په دواړو اړخو د شهتوت اوچتي وني وې. کندهاري بازار د غټو غټو راشن دکانونو او د فالودې، د دکانونو دپاره ډېر شهرت درلود. نور محمد اکا به په دوبي له مهردار غرۀ څه قدرتي واوره راوړله او د فالودې په دکانو به ئې خرڅوله. له دې څه اندازه کېدائ شي چي په اوړي کښي هم د کوټي موسم څومره خنک ؤ.

د پرنس روډ يوه جالبه انځورګري

يو وخت په الګيلاني روډ زموږ د سيبو باغ ؤ، د دې باغ په وتاک کښي يو درې څلور فټه کډی ؤ او د اوبو چشمه وه. په ژمي کښي به ئې نيم باغ اوبوی او په اوړي کښي به درې څلور فټه ژوره وه. باغوانانو به له دې چشمې څه د لاس په بالټۍ اوبه را ايستلې، بيا په کال ۱۹۷۲ کښي ما دلته نوی کور جوړ کړ او د اوبو دپاره مي وړوکی څاه اووهي نو تقريباً په شل فټه دومره اوبه را ووتلې چي تقريباً پنځلسه کاله زموږ د کور او ګلانو دپاره بس وې.

زموږ په ځواني کښي د جان محمد روډ، الګيلاني روډ او تر سرياب پاټکه پوري ؤ. دې علاقې ته زياتيان وئيل کېدل، ما يوه ورځ له خپل خدائ بخښلي پلار څه تپوس وکړ چي و دې ته زياتيان ولي وائي؟. نو دۀ ر اته ووئيل بچيه! په دې مځکه کښي دومره اوبه چشمې او دلدل دی چي دلته د قدرتي واښو سيوا بل هيڅ فصل نۀ کېږي، ځکه و دې ته زياتيان يا ا ضافي مځکه وئيل کېږي. هم دغه حال د بروري لوړې د شا و خوا د مځکو ؤ، چېرته چي د قدرتي چشمو شمېر نۀ شو کېدلائ. په دېبه او ترخه کښي موږ د اوبو دپاره يو وړوکی څاه کيندلی ؤ، هغه به سر و کال ډک ؤ او په ژمي يا د بارانو په موسم کښي به د څاه اوبه په خپل مخ رابهېدلې. زما پلار د دې څه شا و خوا يو وړوکی دېوال ځکه ووهی چي څوک ور ونۀ لوېږي.

د اخوند بابا زيارت له څنګه د لوړې و خواته و ماشومانو ته د تګ ځکه اجازه نۀ وه چي دا ډېره دلدلي مځکه وه او لوړه به هم ټول کال د نهر غوندي له اوبو ډکه وه هم دغه زموږ دپاره د پکنک ښائسته ځائ ؤ. ټول کاسيانو به د کوزدې، ودونو سرکلي او نورو د خوشحالي په وخت هم دلته د اخوند بابا په زيارت کښي مېلې کولې.

او عجبه خبره دا ده چي د ګاډيانو سرکاري رجسټرېشن نمبر پر ځائ په هغو باندي تش د سينيټر MPA. MNA علاوه د قبائلو نومونه ليکلي شوي وو. لکه مينګل، زهري، ساتکزی، مګسي، جمالي، اچکزی، کاکړ وغيره. په زرغون روډ او شا و خوا کښي د ګورنر، وزيراعلٰی او نورو معتبرينو غټ غټ تصويرونه لګېدلي دي لکه دوئ چي هيڅوک نۀ پېژني؟

د امن، خوشحالۍ او ښه سباوون ټولي لاري بندي شوي دي، يوازي د کرپشن او زور زوروري لاري ورځ په ورځ زياتېږي، دغه دی زموږ ښار زموږ وطن او زموږ د ځوانانو او راتلونکي نسل تور سباوون.

د دغه کندهاري بازار له څنګه سره د وزير محمد روډ په شا و خوا کښي يو غټ بازار حسن ؤ، چېرته چي له انډيا او پنجاب څه ډېرو ښائستو نازنينو د خپل حسن نندارې ښکاره کولې. او د ښار اميرانو او ځوانانو به د حسن او رقص مزې اخستلې. زۀ په ژوند کښي اول ځل دې بازار ته هغه وخت ورغلم چي په ټي وي کښي پروډيوسر شوم.

قصه داسي وه چي زموږ يو سينئير پروډيوسر په ټي وي پروګرام کښي د دې بازار يوه ښائسته رقاصه محموده بټ راغوښتې وه، هغې به په خپرونه کښي رقص کوی. خو په ټاکلي وخت رانغله ځکه صاحب وماته امر وکړ چي ګاډۍ بوځه او محموده بټ راوله. زۀ ډېر حيران او پريشانه شوم، ولي چي ما دا بازار کله هم نۀ ؤ ليدلی، ځکه مي ډېري بهانې ورته وکړې خو ډيوټي هم کول ؤ، ځکه مجبوراً ورغلم، و ډرائيور ته کوټه معلومه وه، زۀ ئې نېغ ور ورسولم. دا واقعي ښائسته ښځه او ښه رقاصه وه. ما ټي وي سينټر ته په خاموشي راورسوله او و خپل سينئير پروډيوسر ته مي په لاس ورکړه، خو له ډېري خواشينۍ هغه ټوله شپه ما روڼه تېره کړه او دا فکر مي کوی چي آخر ولي؟ څۀ سوب دی چي زموږ د هېواد ځواني او ښائسته ښځي و دې کاروبار ته مجبوره کړل شوي دي. بيا په کال ۱۹۷۷ کښي دا بازار بند شو.

د ښار د صفائي دا حال ؤ چي سهار وختي به په ټول ښار کښي د ميونسپل جمعه دارانا راوتلي وو، ټول سړکونه لاري او نالۍ به صفا شوي وې. ځائ په ځائ به بشتيانو اوبه هم پاشلي وې. زما يادېږي چي د کوټي ميونسپلټي يو سپين ږيری مشر محترم الکوزی صاحب، چيئرمين ؤ. هغه به ډنډه په لاس کښي په ښار کښي پېدل ګشت کوی، هره نالۍ او کچره دان به ئې پخپله کتی او د هيڅ قسم رعايت روا داره نۀ ؤ. د مونسپلټي انسپکټرانو به د خپلو علاقو ذمه واري پوره کوله.

د کوټي چهاوڼۍ دومره ګل ګلزار او ښائسته وه چي خلګ ئې په ديد نۀ مړېدل. د ښار سفيد پوشه خلګو به نيمه ورځ په چهاوڼۍ کښي په سېل او واک تېره کړه. نۀ څه بنديزونه وو، نۀ چا تپوس کوی. فوج و ځان ته حکمران نۀ بلکې تنخوا داره ملازم وئيل. او اوس دوئ حکمرانان دي او اولس غلامان.

په ميکانګي روډ باندي د ښار دوه ډېر اهم سکولان اسلاميه هائي سکول او ټيکنيکل هائي سکول ؤ. دا دواړه سکولان ډېر پراخ وو او داسي ښکارېدل لکه دا چي سکولان نۀ بلکې باغونه وي. په دې کښي دسېب او زردالو او چمبيلي ډېري وني وې. د دواړو سکولونو په منځ کښي مالي باغ ؤ. دا د ښار په منځ کښي يو ډېر ښائسته پارک ؤ. دلته هم د مېوې وني، چينارونه او د چلغوزې اوچتي وني وې. دغه مالي باغ د ښار سياسي، ثقافتي او د لوبو لوئ مرکز ؤ. زۀ چي ډېر وړوکی وم نو هغه وخت دلته يوه سياسي جلسه شوې وه. ما په ژوند کښي په اول ځل خان عبدالغفار خان او خان عبدالصمد خان هم په دغه جلسه کښي ليدلي وو. د مالي باغ، پارک، سټيډيم او دواړو سکولونو مځکه کاسيانو وقف کړې وه.

مالي باغ د اختر په شپو کښي د ثقافتي ژوند مرکز ؤ. دلته به د غېږي مقابلې او د بېلو بېلو قبائلو اولسي اتڼونه کېدل. په دې کښي په خصوصي سره ناصري او بړېڅي اتڼونه دومره ښکلي وو چي زړونه به ئې مست کړه او هر چا به غوښت چي کاش که ما هم داسي اتڼ کولائ شو. ډولونه دوه دوه درې درې وو. د چا به رنګين دسمالونه په لاس کښي وو او چابه توري رقصولې. د کاکړانو اتڼونه له هارمونيم باجې سره کېدل. بړېچانو به د کورس په انداز کښي د اتڼ ټپې هم وئيلې. هيچا نۀ ګلان شوکول نۀ ئې چمن خرابوی. د مالي باغ دا ټوله پارک او د څنګ سکولونه د تازي کاريز په اوبو زرغونه وو.

د دې علاوه هم دغه مالي باغ د اختر په شپو کښي د اولسي مېلې مېدان ؤ. دلته به له ټولي پښتونخوا او کندهار څه ښه ښاغلي سندرغاړي راغلل. درې څلور شپې به د راګ رنګ د موسيقي اهنګ او اوازونه پورته کېدل. تمبوګان به اولګېدل، په لوئ شمېر به د دې سندرغاړو د هنر د ستائيني دپاره خلګ راتلل. خلګو به په خوشحالي د دې سندرغاړو مالي مرسته هم کوله. په حقيقت کښي د کوټي شېخ مانده، پښين ،ګلستان او چمن دغه اختريزه ثقافتي مېلې د فن او هنر نرسرياني وې، ولي چي تر دې وخته لا په کوټه کښي نۀ خو ريډيو وه، نۀ ټيلي ويژن راغلی ؤ. دغه ډول د هري خوشحالي په وخت لکه کوزدې، ودونه وغيره کښي به خلګو سندرغاړي راغوښتل او ټوله شپه به د اتڼ رقص او موسيقي او خوشحاله محفلونه کېدل.

هم په دغه مالي باغ کښي صادق شهيد فټ بال ګراؤنډ ؤ. ما په اولي ځواني کښي ملک صادق شهيد هم په دغه فټ بال ګراونډ کښي ليدلی ؤ، هغه وخت دی د ګل غوندي ښائسته ځوان سياست دان نۀ ؤ بلکې د پوليس انسپکټر ؤ. وئيل کېدی چي صادق شهيد د پوليس ټريننګ په دوران کښي هم د خپل صلاحيت په سوب خصوصي تمغه Sward of Honour اخستی ؤ. په دې ګراؤنډ کښي له سپرلي څه تر مني پوري هره ورځ له ماپښين څه تر ماښام پوري د فټ بال لوبي کېدلې. د ټول پاکستان څه بهترين ټيمونه راتلل او پرله پسې ټورنامنټس کېدل. د ټيکنيکل سکول و خواته به سټيج لګېدلی ؤ. په ګراموفون باجا به مستي او مشهوره انډين نغمې ږغېدلې. کله کله به سرکاري بېنډهم راغلی، خصوصاً د فائنل ميچونو دپاره هر کله به دا ګراؤنډ له انسانانو ډک ؤ. ولي چي د بلوچستان ټولو خلګو به دا لوبه ډېره خوښوله. و لوبغاړو ته به انعامونه ورکول کېدل او و دوئ ته به د هيرو غوندي عزت ورکول کېدی. په هغه وخت کښي د کوټي ډېر فټ بالران په قامي ډول شهرت درلود او اول په ال انډيا ټيم او بيا د ازادۍ پس د پاکستان په قامي ټيم کښي لوبغاړي وو. په دې مشهوره فټ بالرانو کښي اوس هم زما د ځيني خلګو نومونه يادېږي لکه تاج محمد سينئير، محمد رفيق کاسی، اغا زمان شاه، حاجي بمبار، تاج جونئير، اسماعيل درانی، قيوم چنګېزي وغيره. دا ګراؤنډ د کاسيانو له کلي سره ډېر نږدې ؤ ځکه به هر ماځيګر موږ دلته راتلو. ډېر د خوشحالۍ امن او قدر وخت ؤ. نۀ کله جهګړه وشوه نۀ څه فساد.

د دې علاوه په ښار کښي تقريباً اتۀ سينماوي وې. هغه وخت خلګو و سينما ته بائسکوپ وئيل. په دې سينماؤ کښي انګرېزي، انډين او پاکستاني فلومونه چلېدل. تر ټولو زيات شهرت انډين فلمو درلود، په هره سينما به رش جوړ ؤ. اکثر فلمونه عشقيه ؤ. ډېر اعلٰی تخليقي فلمونه ؤ او د موسيقي او نغمو د شهرت ئې دا حال ؤ چي نن هم د اويا اتيا کلو پس د لتا، محمد رفيع، طلعت، مکېش او کشور کمار نغمې خلګ په ډېر شوق اوري او و دې ته سدا بهار موسيقي وائي. په ښار کښي بې شمېره داسي خلګ هم وو چي يو فلم ئې نۀ قضا کوی او چي کوم فلم به ئې خوښ شو نو اتۀ يا لس واره به ئي کتی، هغه وخت دليپ کمار، راج کپور، مدعو بالا، وجنتي مالا، نور جهان، سدهير، درپن، صبيحه او نور فلمي اداکاران د خلګو هېروز وو. دا يو Idealsit دور ؤ. په خيالي دنيا کښي خلګو د ميني او ښه سباوون خوبونه ليدل.

د ښار په هر روډ باندي خصوصاً اينډرسن روډ يعني موجوده جناح روډ، کندهاري بازار، او لياقت روډ باندي ډېر ښائسته صفا او پراخ هوټلان وو، چېرته چي به مشران، خانان، ملکان، سياست دانان او ځوانان راتله. چائ، ډوډۍ به ئې خوړلې او مجلسونه به ئې هم کول. په حقيقت کښي دا هوټلان د تهذيب، ثقافت، اولسي تړون او تعلق مرکزونه وو، ما پخپلو سترګو خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی، ارباب عبدالقادر، نواب جوګيزی، نواب اکبر بګټی، خېر بخش مري، ملک عبدالصادق کاسی، او ملک عثمان کاسي غوندي سياسي رهبران په دغو هوټلانو کښي ليدلي دي. په ګراموفون باجا به په لوئ ږغ هندي فلمي نغمې ژغېدلې، ډېرو خلګو خو يوازي د دې نغمو د اورېدلو دپاره په دې هوټلانو کښي ورځي تېرولې. يو وخت زۀ له خپل ماما سره يو هوټل ته ورغلم هلته هغه وخت د داغ فلم يوه نغمه “چاند ایک بیوہ کی جوڑی کی طرح ٹوٹا ہوا” چلېدله او دا نغمه څو څو واره وچلېدله، زما ماما په کاونټر باندي ناست له سړي تپوس وکړی “ولي دي دا يو ريکارډ په ايښی دی” هغه اوخندل او بيا ئې و يو سړي ته اشاره وکړه او وئيل ئې. ” و هغه عاشق ته وګوره. دا په عشق کښي لېونی دی او دا نغمه د دۀ د زړۀ ږغ دی، هره ورځ راسي او دا يوه نغمه پنځه شپږ واره اوري. که موږ انکار ورته وکړو نو خپل سر له دې ټيبل سره وهي ځکه نو موږ مجبوراً د دۀ فرمائش پوره کوو.” دغه عشقيه انداز بې شمېره ځوانانو خپل کړی ؤ. دا د عشق، ميني او ورورولي دور ؤ.

د هغه وخت د کوټي په ښار کښي نۀ خو څه پرائيوټ تجارتي هسپتالونه وو، نۀ غټ غټ ډاکټري فيسان. په ټول ښار کښي شپږ اتۀ شريفه انسان دوسته او خدائ ترسه ډاکټران وو، لکه خدائ بخښلی ډاکټر شير محمد، ډاکټر يوسف طور، ډاکټر عبدالجبار، کيپټن ډاکټر محمد ايوب، ډاکټر ياسين او ډاکټر حميد کاکړ. دې ډاکټرانو د اميرانو او غريبانو مفت علاج کوی. د دوئ ټول فيس دوې درې روپۍ وې، او په دې کښي د ستني او دوا خرڅ هم شامل ؤ. الله پاک مهربانه ؤ او هم د دې ډاکټرانو په لاس کښي دومره شفا وه چي هر مرض علاج به په ډېر کم خرڅ وشو.

سول هسپتال په حقيقي معنٰی يو ښه هسپتال ؤ. د دې ايم ايس ډاکټر عبدالخالق کاسی ؤ چي ډېر ښه ډاکټر ؤ او اعلٰی منظم ؤ. د دې علاوه ډاکټر الله بخش، ډاکټر جعفر، ارباب محمد يوسف، ډاکټر عبدالمالک او نور ډېر بې لوثه خدمت ګاره ډاکټران وو. ټول علاج او دوا مفته وه، و هيچا ته د کراچي يا لاهور د علاج حاجت نۀ ؤ. خو نن ټول ښار په پرائيوټ هسپتالونو ډک دی، او کروړونو روپو په لګښت هسپتالونه ځائ په ځائ جوړ شوي دي او ډاکټران قصابان جوړ شوي دي. فيس او دوا د اميرانو د وسه هم تير دي خو بيا هم شفا نشته. د غريب تپوس هيڅوک نۀ کوي.

په ټول ښار او بلوچستان کښي امن و امان ؤ. خلګ غريبان وو لاکن زړونه غټ وو. د تعليم او هنر قدر ؤ، نۀ سفارش ؤ، نۀ رشوت ؤ، بس يوازي صلاحيت اوچت معيار ؤ. د ښار ډېرو هست مند خلګو و لوستونکو ته باقاعده تعليمي وظيفې ورکولې او په هره توګه ئې د هنر منده او باصلاحيت ځوانانو مرسته خپل قامي فريضه ګڼله.

بيا په کال ۱۹۷۱ کښي د ون يونټ د ماتېدلو پس صوبائي حکومت جوړ شو او ناتار شروع شو. د اقتدار هوس، د معتبري خواهش د سردارانو، نوابانو او ملايانو د اقتدار وخت راغلی. هيچا د کوټي ښار او ښاريانو د خوشحالي او سباوون فکر او نکړ، ملايانو فتوې شروع کړې چي مېلې، ډهول، سرنا، اتڼونه، لوبي او خوشحالياني غير اسلامي او ناروا دي. د انډيا فلمونه بند شول. د حسن بازار ړنګ شو، په ښار باندي له هري خوا څه د انسانانو سېلاب راغلی. ډېر ژر د يو لکهو ابادي تر دېرش لکهه څه زياته شوه. د افغانستان انقلاب په اور باندي پېټرول واچول. لا قانو نيت، قتل و غارت ګري، خودکش دهماکې، د اسلحې بې درېغه نمائش، سرزوري و خپل انتها ته ورسېدله، نن شريفه او سفيد پوشه خلګ په خپلو کورو کښي هم محفوظ نۀ دي. د بينکونو سرکاري او غير سرکاري ماڼيو، غټو دکانونو او شاپنګ پلازو شمېر ممکن نۀ دی، خو هر ځائ سکيورټي ګارډز، پوليس، ايف سي او فوج لګېدلی دی. ولي چي هيڅوک محفوظ نۀ دي. د کوټي ښائسته چهاوڼۍ د اولس دپاره بنده کړل شوه او و هري خواته چيک پوسټونه ولګول شو، فوج پاکستاني دی او اولس غدار او دهشت ګرد.

هره ورځ چي د فوج، ايف سي، پوليس خلګ وژل کېږي نو د عام سړي د ځان او د مال حفاظت به څۀ حال وي؟ دغه ښائسته ښار چي يو وخت وړوکی پيرس نومېدی نن په بلا ککڼ دی. انګرېز د ۱۹۳۵ د زلزلې پس چي کومه منصوبه بندي جوړه کړې وه له هغه پس د مستقبل دپاره هيچا هيڅ فکر هيڅ منصوبه نۀ کړه جوړه. ځکه نن په ښار کښي نۀ خود بلډنګ کوډ چا خيال وساتی، نۀ د اوبو او نکاسي. د صفائي حالت تر ټولو زيات خراب دی. په يوه باران ټول روډونه دريابونه جوړ شي. له وخت سره سره په جائز ناجائز لارو دولت پرېواته شو. اوس په هر کور کښي بې شمېره ګاډياني دي، په هر روډ باندي ټريفک جام دی. د دوه کلو ميټره فاصله په دوو ګهنټو کښي پوره کول ګران دی.

هغه ښار چېرته چي د اوبو هيڅ کمی نۀ ؤ نن د اوبو غوړپ ته هوسېږي. سرکاري نلکې بندي دي او يو ټينکر اوبه په زر پنځلس سوه روپۍ دی. لاکن د حکومتي واکدارانو څۀ پرواه؟ هر چا په سرکاري خرچ په خپلو محلونو کښي ټيوب ويلز وهلي دي. مځکه سورۍ سورۍ شوه اوبه تر زر فټه ژوري شوې.

نن مي په زړۀ ډېر درد دی، دومره درد چي د هغه بيان نۀ شم کولائ. بس دومره خبره ده چي سترګي مي له اوښکو ډکي دي. ولي چي نن ۱۴ اګست ۲۰۱۷ دی د پاکستان د ازادۍ ۷۰ کاله پوره شو زما خدائ بخښلی پلار ټول کلی صوفي صاحب بلی، ځکه موږ هم و هغه ته بابا نۀ وئيل بلکې صوفي صاحب مو بلی. دغه د دۀ اصلي نوم ؤ. دی چي په ۱۹۹۸ کښي په حق ورسېدی نو د دۀ د فاتحه په درېيمه ورځ زموږ د جماعت امام صاحب لما څه تپوس وکړی چي د صوفي صاحب نوم څۀ ؤ. زۀ حيران شوم ما ورته وئيل “مولوي صاحب زما پلار يو لمونځ نۀ قضا کوی. پنځه وخته به ئې ستا په امامت کښي د کلو کلو څه لمونځ کول، تۀ د دۀ په نامۀ نۀ ئې خبر؟” دۀ راته ووئيل چي ټولو خلګو دی صوفي صاحب بلی ځکه موږ هم دغه ورته وئيلِ” ما ورته ووئيل “د هغه نوم صوفي غلام محمد ؤ. خو له وړوکوالي څه ډېر نمازه پرهېز ګاره او صوفي سړی ؤ ځکه خپل پلار وروڼو، زما مور او موږ ټولو و هغه ته دغه وئيل”.

صوفي صاحب چي څه وخت ځواني ته ورسېدی نو په هندوستان کښي د انګرېز له غلامي څه د ازادۍ تحريک شروع شوی ؤ. او مسلمانانو دا غوښت چي د انګرېز علاوه له هندوانو څه هم بايد چي ازادي حاصله کړل شي. ولي چي د مخلصه مسلمانانو دا غوښتنه وه چي په دې پاک هېواد کښي به دوئ د اسلامي طرز ژوند تېروي. مسلم ليګ د اولس د دې غوښتني په خاطر دغه نعره خپله کړه چي د پاکستان د جوړېدلو پس به دلته اسلام وي، جمهوريت به وي، ازادي به وي، د وګړو عزت او احترام به وي، انګراېزانو او هندوانو چي دوئ له کومو حقوقو څه محرومه کړي دي اوس به هغه هر څه ورکول کېږي. ځکه صوفي صاحب هم دغه تبليغ کوی. ولي چي هغه ښه مخلصه مسلمان ؤ او په دې اميد ئې دغه زيار کوی چي په هېواد باندي به محمدي بېرغ پورته کېږي. دی په ښار کښي د څه عهدې بغير ډېر متحرکه مسلم ليګي ؤ او د خپل وارډ جنرل سيکټر ؤ.

هم د دغسي مخلصه خلګو د کلو د زيار پس پاکستان جوړ او ازاد شو. هر کله چي به محمد علي جناح يا لياقت علي خان د کوټي په دوره راتلی نو و صوفي صاحب ته به هم د شرکت دعوت نامه ضرور راتله. يو ځل داسي اوشو چي دعوت نامه راغله، ماځيګر پنځه بجې په موجوده ګورنر هاؤس کښي غونډه کېدله. صوفي صاحب سهار له کوره ووتی په بروري روډ کښي ئې خپل د زمينداري کار کوی او په پنځه بجې له هغه ځايه ګورنر هاؤس ته له دعوت نامې سره ورغلی. ظاهره ده چي دی نۀ خو ملک ؤ، نۀ سردار او نواب چي په دغسي موقع به ئې غټي غټي سپيني پګړياني او مخصوص درباري لباس اغوستی ؤ، دی خو يو عام خواري کښه زميندار ؤ، ټوله ورځ ئې په خواري تېره کړې وه او د دې پرواه ئې هم نۀ کوله چي درباري اداب څۀ دي. دۀ به وئيل چي “زۀ په دغه خپل ساده لباس کښي د ټول کائنات د خالق دربارته هر ورځ پنځه وخته ورځم ځکه چي څه يم په خپله عاجزي خوشحاله يم.”

صوفي صاحب چي و شاهي محل ته له دعوت نامې سره ورغلی نو په ګېټ کښي ځيني پوليس جاسوسان او نوي نوي خلګ ولاړ وو او و دۀ ته ئې وئيل چي “صوفي صاحب تۀ څنګه راغلی ئې؟ صوفي صاحب دعوت نامه ور ښکاره کړه او ورته ووئيل ئې ” چي زۀ خو تاسي راغوښتی وم ځکه د قائد د ملاقات دپاره راغلم.” هغو و صوفي صاحب ته په غور يو ځل پورته او کتل بيا کښته. ظاهره ده چي سړي ټوله ورځ زيار کړی وي د هغه په لباس او بوټانو باندي به څۀ نۀ څۀ دوړه يا خاوره خو وي. ځکه د ګېټ چوکيدارانو و صوفي صاحب ته ووئيل. چي دا غونډه خو د ډېرو غټو غټو سردارانو او نوابانو غونډه ده، و تاته دا دعوت نامه په غلطي کښي درکول شوې ده. صوفي صاحب په دې جواب هک پک حيران شو، او نور څه خو ئې نۀ ووئيل. بس دومره خبره ئې وکړه “ښه نو موږ د پاکستان د دې مقصد دپاره جوړ کړی ؤ؟” او بيا له هغه ځايه کورته راغلی. له دې پس هم دۀ لره ډېري دعوت نامې راغلې خو دی هيڅکله ورنغلی او اکثر به ئې وئيل چي “دا رهبران او دا هېواد د اولس دپاره نۀ دی. او دې غټو خلګو دا پاک هېواد له ټوله خوبيانو پاک کړ. څوک چي الله سره کړې وعده پوره نۀ کړي هغه به د اولس سره کومه وعده پوره کړي.”

صوفي صاحب يوه بله قصه هم راته کوله. دۀ وئيل چي څه وخت پاکستان او هندوستان ازاد شول نو ډېر لوئ هجرت اوشو. ډېر مسلمانان راغله، ډېر هندوان ولاړه، خو ځيني مسلمانان سړي او ښځي له ډاره نۀ شو راتلی، ځکه نو ځيني کميټياني جوړي کړل شوې چي هغه هندوستان ته ولاړي شي او دغه حصار شوي مسلماناني ښځي او نور خلګ په حفاظت راولي. په دې کميټۍ کښي په يوه کښي د صوفي ٍنوم هم ؤ خو د دې کميټۍ مشر د کوټي ښار ډېر معروفه بد معاشان او قاتلان ټاکل شوي وو. ځکه صوفي صاحب انکار وکړ او وئيل ئې چي زۀ د يو بدمعاش په سر براهي کښي د څه کار خېر هيله نۀ لرم، ځکه نۀ ځم. چي له اولي ورځي د بد معاشانو د عزت دغه حال دی نو د هېواد سباوون ډېر صفا ښکاري.” دا هېواد د بدمعاشانو په لاس ورکول لويه غداري ده.

موږ په وړوکوالي او ځواني کښي دا هسي خبري ګڼلې او څه اهميت مو نۀ ورکوی او بيا په تېر ۷۰ کلو کښي مو ډېر څه په خپلو سترګو اوليدل ځکه مو په زړۀ درد دی.

د هېواد د ميني درد، د ښه سباوون درد، د نظام د تنزل درد، د ادارو د تباهي درد، د خودکش دهماکو درد او د امن او خوشحالي د ختمېدلو درد. ټول هېواد زخم زخم او سوری سوری دی. د اميرانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي خو غريب اولس نۀ حق لري، نۀ روزګار لري. دا زموږ د اوويا کلو ګټه ده.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!