منډيګک
افغان تاريخ

ډاکټر پينل

0 67

د ۱۹ میلادي پېړۍ په وروستي لسیزه کې د بنو ځوانان د فټ بال لوبې سره اشنا شول. هلته یو انګریز ډاکټر چې “پينل” نومیدو، د خپل ښوونځي هلکانو ته دا لوبه ورزده کړه.
خو پینل مهمه دنده د پښتنو په دغه قبایلي سیمې کې د ډاکټرۍ نه علاوه د عیسایی دین تبلیغ و. په ۱۸۷۹ م کې د صوبه سرحد لومری مسیحي مبلغه ټولنه (مشنري سوسایټي) په پیښور کې جوړه شوه. دوی په کراچي کې خپل تبلیغي مرکز ته څو وارې خواست وکړو چې د دوی ډاکټران پکار دي. هغه وخت ځوان ډاکټر پينل د خپلې مور سره د انګلستان نه کراچي ته رسیدلې و. ده ته امر وشو چې په قبایلي سیمه کې کار لپاره دې، ډېره اسمعیل خان ته ورشي.
د ډاکټر پينل پوره نوم، تهیوډورلېټن پينل او دی په ۱۸۶۷ م کې د انګلستان په برسټل کې زیږېدلې و. پلار يې مړ شو نو د خپلې مور سره “ایسټ بورن” ساحلي ښار ته کډه شو. مور يې ډېره دینداره او تهیوډور د انجیل او نورو دیني کتابونو مطالعې ته راهڅوو. په ۱۸۸۵ م کې ده د طبي زدکړو نه وروسته په لندن کې ډاکټري شروع کړه نو مورهم ورسره وه. تهیوډور لوړدنګ ځوان او د طب په ډګرکې د سرو زرو مېډلونه يې ګټلي وو.
پينل خپل خدمات کلیسا ته وړاندې کړل نو هغوی ورته هند ته د تلو وویل. بیا مور او زوی څو میاشتې هندوستانی ژبه ذده کوله او په ۱۸۹۲ م کې ددوی بېړۍ د کراچي بندرته ورسیده. په کراچي کې د چرچ مشن بلډنګ دومره لوی او ښایسته و چې پينل ورته ګوته په غاښ پاتې شو. وروسته پينل د هند په مسیحیانو دغه نیوکې کولې چې د دین تبلیغ په ځای په ارام او اسایش ژوند يې کوو.

ډاکټر پينل

پينل او مور يې شا و خوا ۵ نیم سوه میله اوږد ریل ګاډي، ټانګې او پلي سفر نه وروسته، ډېره اسمعیل خان ته ورسیدل. پینل خپل استوګنځي کې د څو کسانو درملنه وکړه نو په سیمه کې خبر خپور شو چې یو پېرنګې ډاکټر د ناروغو مفت علاج کوي. لنډه موده کې پينل د ناروغ درملنې لپاره د خلکو کور ته تلل شروع کړل. دی په سر کې د ځایی خلکو په کلچر او دین خبر نه و. په ډېره اسمعیل خان کې هندوان هم اوسېدل. یوه ورځ هندو ماشوم يې ورته راوستلو چې ډېر خوار و نو پينل ورته د “غواد غوښې یخني” ورکولو وویل. د ماشوم مور پلار هک پک شول. بیا چا ورته وویل چې هندوان د غویی غوښه نه خوري.
ده خپل کړه وړه د پښتنو په شان کړل، اوږد کمیس او پرتوګ، په اوږه لوی څادر، په پښو کې څپلۍ او په سر پټکی. بیا لیرې پرتو سیمو ته د ورتلو هوډ يې وکړو چې لومړی سفر يې ګومل درې ته و. پينل یو معاون ځان سره بوتلو چې په اردو او پښتو پوهیدو او د ده ترجماني به يې کوله. د ده ارام خویی او نرمو خبرو له کبله پښتنو به ورته درناوی کوو او د میلمه پالنې په توګه به يې ورته شیدی، خواږه او نور شیان راوړل. ده ته به يې ست کوو چې څو ورځې ورسره پاتې شي.
په ۱۸۹۳ م کې دی ټانک او بیا بنو ته ورغلو. هلته د مسیدو او وزیرو سره يې اړیکې جوړې کړې. هغه وخت په سیمه کې د انګریز او قبایلو ترمنځ جنګونه روان وو. خو ډاکټر به خپل کور وسله وال محافظ نه ساتلو. ده به ویل، ” زمونږ تر ټولو ښه وسله د قبایلو سره د مینې رابطه ساتل دي. ټوپک او نوره وسله زمونږ ساتنه نشي کولې.”
د ده دوېم سفر “ټانک” ته او ورپسې “شیخ بدین” ته لاړو. هلته په یوې لوړې غونډۍ پنیاله نومې ځای کې انګریزانو څو بنګلې جوړې کړې وې. مزدورانو به هره ورځ هلته پخپلو اوږو سامان وړلو. پينل چې په دغه لاره روان و نو مزدوران يې ولیدل چې په سختې ګرمۍ کې يې درانه بارونه وړل. دی د خپلې ټانګې نه ښکته شو او د یو کس نه يې بار واخیستو. په شیخ بدین کې پينل او مور يې ډېروخت تېر کړو او هلته يې پښتو زده کړه. وروسته دی بنو ته کډه شو او د تبلیغ لپاره يې هغه غوره وګڼلو ځکه د هر ځای تجارتي قافلې به له بنو تیرېدې. تر هغې يې پښتو ژبه هم روانه زده وه. ده د مفت درملنې سره سره افغانستان ته تلونکو راتلونکو ته د مسیحیت تبلیغ هم کوو او په هغوی به يې کتابونه او پاڼې خرڅولې.
یوه ورځ ده په بنو بازارکې د خپل دین تبلیغ کوو چې یو افغان ورنزدې شو او د پينل ګوته يې وخوړه. هغه کس پولیسو ونیولو خو په عدالت کې پينل د ده د پریښودو خواست وکړو. وایی چې وروسته د ده په چلن درې افغانان عیسایی دین ومنلو. د لغمان اوسیدونکې جهان خان هغه لومړی افغان و چې عیسایی شو. د سیمې ملایان د پينل د تبلیغ نه خوشاله نه وو او خلکو ته به يې ویل چې د هغه دارو دې نه خوري ځکه په دې کې شراب او د خوږ وینه ګډه وي. که دوی مري نو د مسلمان په توګه دې مړه شي. ځینو خلکو به د پينل نه د عیسایی کیدو معلومات اخیستل خو خپلوانو به ترټل. دوه کسان، طیب خان او سید باچا چې عیسای شول نو خپلوانو ووژل.
په ۱۸۹۵ م کې پينل د خپلې مورپه پېسو په بنو کې یو وړوکې روغتون او د هلکانو ښوونځی جوړکړل. د ښوونځي سره هاسټل (لیلیه) هم وه او هلکانو به پکې د فټبال لوبه کوله. دوه کاله وروسته ده بنو ته د چاپ مشین راوړو او یو اخبار په خپرولو يې لاس پورې کړو. د پېړۍ تر پای ډاکټر پينل فارسي اوعربي ژبې هم یادې کړې او پنجابي په زدکړې بوخت شو.
په ۱۹۰۳ م کې د ده په لاس عیسایی شوې جهان خان د مبلغ په توګه خلیج او مومباسه (ختیځ افریقه) ته لاړو. ډاکټر پينل پخپله د یو بل افغان په بدرګه په بایسکل د پنجاب په لر و بر کې وګرځیدو. دی د سادهو(پقیر) په شان کړه وړه لرل او پېسې به ورسره نه وې. د کلي والو خلکو ژوند يې ولیدو او د هغو هندي مسیحیانو د عالیشان بنګلو سره يې پرتله کول چې د ولس نه لیرې وسیدل. دی پخپلو یادښتونو کې وایی چې د پنجاب په هریو کلي کې مې یوعیسایی ولیدو او په دې ډېرخوشاله شوم. خو خفه په دې وم چې ډېر يې د عیسایت به مانا نه پوهیدل. تبلیغ کوونکو دغه ټول خلک بپتسمه (عیسایی کولو مراسم) کړي او د انګریزانو نومونه يې ورله ورکړي وو خو ازموینه يې نه ده کړې. د دوی چلن په مسیحیت یو داغ دی. پینل خپله وېره څرګنده کړه چې هندي عیسایانو ته دومره امتیازات ورکړې شوي دي چې له کبله يې د لوړې طبقې هندوان او مسلمانان د دوی دین ته په بده سترګه ګوري. د دې نه علاوه پادریان د مسیحیانو شمیرې زیاتولو ته دومره لیواله دي چې په دین کې ناروا کارونه پېل شوي دي. د ده اندیښنه وه چې ډېرخلک د “وریژوعیسایان” وو. یاني د پېسو لپاره يې دین ته کار کوو.

پينل د سوالګر جامو کي …

په ۱۹۰۸ م کې دی ناروغه شو او ۱۶ کاله وروسته مور سره بیرته انګلستان ته ورغلو. هلته مور يې مړه شوه او کله چې هند ته راوګرځیدو نو یوې پارسي ډاکټرې ایلس سهراب جي سره يې واده وکړو. په ۱۹۰۹ م کې دی په بنو کې بیا ناروغه شو. له رغیدو وروسته یو ځلې بیا د خلکو درملنه شروع کړه او درې کاله يې خپله دنده سر ته رسوله. په ۱۵ مارچ ۱۹۱۲ م کې په بنو روغتون کې یو ناروغ د خطرناک انفکشن سره راوستل شو. هلته یو بل ډاکټر ویلیم هال بارنیټ د دغه مریض اپریشن وکړو خو پخپله ناروغه شو. پینل د ډاکټر بارنیټ د ژوند ژغورلو هڅه وکړه خو هغه مړ شو او دوه ورځې وروسته ۴۵ کلن ډاکټر پینل هم د انفکشن قرباني شو لاسه مړ شو.
د ده له خوا جوړ شوې ” پينل های سکول” او مشن هسپتال اوس هم په بنو کې شته. د خپلو خدماتو لپاره هغه ته د ملکه وکټوریه له خوا د ” قیصرهند” میډل ورکړې شو. د ده ده خپل یادښتونه ” د افغان سرحد د وحشی قبایلو په منځ کې” په ۱۹۰۸ م کې چاپ شول.
سرچینې
۱. د بنو پينل- اې- ایل. د کلیسا مشنري ټولنه سالسبري سکوېر- اي .سي.۱۹۱۳ م.
2. Doctor Pennel, Afghan Pioneer by Ernest H. Hayes. London Seeley Service and Co Limited. 1924.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!