منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان نومیالی | محمود طرزی

لیکوال: فضل الرحمن فاضل | پښتو ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

0 23

(لومړی برخه)

۱- محمود طرزی

محمود طرزی

په افغانستان کې کېدای شی تر ټولو پخوانی سند چې په هغه کې د سید جمال الدین افغانی یادونه شوې ده، د خدای بخښلی  محمود طرزی په مدیریت د سراج الاخبار جریده وی. د هغې جریدې د شپږم کال په درېیمه گڼه (د ۱۲۹۵ لمریز کال د وږی د میاشتې په ۲۲ مه نېټې چې د ۱۹۱۶کال د سپتمبر له ۱۳مه   سره برابره ده)، د سید جمال الدین افغانی په اړه، د سلطان محمد خان کابلی (۱) هغه مقاله خپره شوې ده چې د “الهلال“ له مجلې نه، فارسی ژبې ته راژباړل شوې ده.

د “الهلال“ د مجلې په اړه باید یادونه وکړل شی چې د مصر، د علمی ادبی مجلو، له خورا پېژندل شویو مجلو نه یوه مجله وه. دا مجله، مشهور عرب لیکوال او مؤرخ، جرجی زیدان، په ۱۸۹۲ م کال په قاهره کې تأسیس کړه.

ده د خپل مرگ: ۱۹۱۴ کال پورې دا خپرونه وچلوله. د هغه تر مرگه وروسته د هغه زامنو: امیل زیدان او شکری زیدان د خپل پلار لارې ته دوام ورکړ.

زه داسې فکر کوم چې د سیدجمال الدین په اړه چې کومه مقاله سلطان محمد کابلی ژباړلې ده، هغه لیکنه وی چې د  «خاطرات سید جمال الدین افغانی – آراء و افکار» د کتاب لیکوال، محمد مخزومی لیکلې او بیا یې جرجی زیدان ته د “الهلال“ خپرونې ته ورلېږلې ده. محمد مخزومی، بیا د خپل کتاب په پنځه ویشتم مخ کې په گیله منده ژبه یادونه کوی چې جرجی زیدان، د سید جمال الدین د ژوند لیک یوه برخه خپره کړې ده او د مقالې د ځېنو برخو له خپرولو یې غاړه غړولې ده.

شیخ محمد رشید رضا، هم په خپل کتاب“تاریخ الاستاذ الامام“ کې د “الهلال“ د خپرونې له خوا، د سید جمال الدین  د ژوند یادونه کړې، خو د هغې د خپرېدو نېټه یې یاده کړې نه ده.

دغه راز جرجی زیدان، یو بل پېژندل شوی کتاب هم لری. دا کتاب “مشاهیر الشرق“ نومېږی او په هغه کتاب کې هم د سید ژوند لیک راغلی دی.

په هر حال، هغه څه چې دلته د یادولو وړ دی، هغه دا چې: د محمود طرزی تبصره، د سلطان محمد کابلی، د هماغې مقالې پر ژباړه ده. دا تبصره، د مقالې تر خپرېدو یوه میاشت وروسته، محمود طرزی د سراج الاخبار د شپږم کال په پنځمه گڼه کې چاپ کړې ده. خدای بخښلی محمود طرزی لیکی: «د سراج الاخبار افغانیه، د شپږم کال په درېیمه گڼه کې، د ختیځ د پېژندل شوی علامه– السید جمال الدین افغانی- ژوندلیک، چې زموږ یوه فاضل او گران هېوادوال لیکلی دی، د خپرېدو ویاړ موندلی دی. په پای کې مو وعده کړې وه چې په راتلونکې گڼه کې به خپله سراج الاخبار افغانیه هم هغه څه چې په دې اړه یې لری، د خپلو درنو لوستونکو مخې ته کېږدی. دا دی د خپلې وعدې د پوره کولو لپاره وایو چې خپله دا مدیر او دا عاجز سرمحرر، په خپله له جناب مشار الیه سره له دوو پلوو پېژندگلوی لرم. یو خو هغه چې د هغه په اړه مې اورېدلی دی او بل هغه چې مې د هغه په اړه لیدلی دی، خو زما اورېدلی (شنیده کی بود مانند دیده) هم باید اورېدل ونه گڼل شی، ځکه د هغو اورېدلو دریځ او شرف او اعتبار، د لیدو په شان موثقه او معتبره دی.

که ووایم چې ما عاجز، د جناب علامه نوم، د خپل لومړنی لیک لوست له وخته زده کړی او پر ژبه مې تکرار کړی دی، هېڅ ډول مبالغه به مې کړې نه وی او هغه له دې امله چې زما ماجد او مغفور والد – حضرت طرزی – یو غرا مدحیی قصیده، د دغه جناب مشار الیه په ستاینه کې انشاد کړې وه او د هغه د شعرونو په کلیاتو کې – چې د ژوند اوبه دی –  نغښتې ده…».

محمود طرزي د خپلي مېرمني سره

خدای بخښلی محمود طرزی، بیا د “نسیم صبح در گلشن وزید از جانب صحرا“ قصیدې ته اشاره کوی او د هغې د ځېنو بیتونو په یادولو سره لیکی: «… از کلیات حضرت طرزی، مطبوعۀ کراچی، از قسم قصاید، صحیفه ۷۱، در کلیات مطبوع، اگر چه سید جلال الدین چاپ شده، اما در اصل سید جمال الدین است.»

مرحوم محمود طرزی، داسې دوام ورکوی: “ د مرحوم سید په اړه زما دغه عاجزانه معلومات، پر اوریدو او لیدو ولاړ دی. ځینې عجیبی مسئلې او غریب اسرار دی چې د حضرت سید په ژوند لیک کې، چې د – الهلال ـ مصری جریدې هغه په عربی ژبې خپاره کړی او بیا سلطان محمد کابلی، هغه فارسی ته اړولی دی، ور زیات شی. مثلاً که ناڅاپه ووایو چې جناب سید، په افغانستان کې، – په سید جمال الدین رومی ـ مشهور او پېژندل شوی دی، نه په – سید جمال الدین افغانی ـ آیا ټوله مقاله چور نه بدلوی؟ ولې یې نه بدلوی! حال دا چې په مصر، شام، قسطنطنیه، هند، حجاز او اروپا کې د سید جمال الدین افغانی په نامه شهرت موندلی وی او خپله افغانانو یوازې څو کاله هغه لیدلی وی. او هغه هم، د – سید جمال الدین رومی– په نامه، لیدلی او پېژندلی وی او هغه یې د سید – رومی – په نامه یاد کړی وی. د هغه په اړه یې ستاینې لیکلی وی. آیا دا به د تعجب وړ نه وی؟؟

د حضرت علامه په اړه زما اورېدنې، هغه خبرې دی چې خپل بزرگوار پلار، مرحوم حضرت طرزی صاحب او خپل استاد مرحوم ملا محمد اکرم او خپل بزگوار ورور خازن الکتب صاحب نه مې اورېدلې وې. هغوی به فرمایل چې: د -اعلیحضرت محمد اعظم خان ـ مرحوم د سلطنت پر وخت، د روم د اجله علماوو حخه، د کراچۍ له لارې، لومړی قندهار او بیا کابل ته راغلی و، چې په نقلیه او عقلیه علومو کې، د لوی لاس خاوند او په حکمت او فلسفه کې بې ساری، لباس او څېره یې، د روم د علماوو لباس او څیرو ته ورته و. یو خدمتگار ووایم او یا که یې یو شاگرد ووایم، هم درلود، هغه عربی مصری و او ډېر با تربیه او با ادبه و. علامه له هغه سره په عربی ژبې غږېده. “(۲)

هر څه یې چې ویل، د روم د دولت، (۳) د لویوالی او پرتم څرگندول وو. له ادیانو نه خبر او د علومو او فنونو یوه خزانه و. د حضرت پلار او سید تر منځ ملگرتوب او صمیمیت پیدا و. اعلیحضرت امیر محمد اعظم خان، هم د علامه د فضل او کمالاتو لېوال شوی، د هغه مقام ته یې ډېر درناوی کاوه. سید د امیر محمد اعظم خان د حکومت د راپرزېدو او د امیرشیرعلی واک ته تر رسېدو وروسته، له کابله پېښاور او بیا هند ته ولاړ.

زما دغه معلومات، هغه څه و چې ما د علامه سید جمال الدین په اړه، له خپل مرحوم پلاره، په کابل کې تر ۱۳۰۰ قمری کال (۱۸۸۲-۸۳  م) کاله مخکې اورېدلی او حفظ کړی وو. زما دغه معلومات له هغو معلوماتو سره چې د سید د ژوندلیک په ژباړه کې راغلی، هومره توپیر نه لری، خو هغه څه چې د پام، دقت او اهمیت وړ دی، هغه دادی چې خدای بخښلی  جناب علامه، په افغانستان کې په سید جمال الدین رومی او په بهر کې په سید جمال الدین افغانی یاد شوی دی. تر دې لا عجیبه خو داده چې ایرانیان، هغه د سیدجمال الدین اسعد آبادی ( اسد آبادی –  ف ) همدانی په نامه یادوی.

دغه شفاهی معلومات چې مې د خدای بخښلی حضرت غلام محمد طرزی له مبارکې خولې، د سید د حال احوال په اړه اورېدلی د افغانیه تاریخ او موثقو روایاتو نه، گڼل کېږی. ځکه هغه ما په خپلو سترگو لیدلی او په خپلو غوږو یې اورېدلی او ماته ویل شوی دی.

 د امیر محمد اعظم خان پر وخت د سید په اړه خپله هېڅ ډول معلومات نه لرم. البته، هر هغه څه چې د هغه د ژوند په اړه د الهلال عربی مجلې نه راژباړل شوی و، او په درېیمه گڼه کې خپاره شوی دی، خو دا چې هغه د اعلیحضرت امیر محمد اعظم خان پر وخت کې افغانستان ته راغلی وی او د رومی، په نامه یې شهرت درلود او دا قصیده چې څو کرښې یې پاس ولیکل شوې او حضرت طرزی په خپله د سید په ستاینه کې انشاد کړی دی، په هغو کې یوه ذره هم باید شک ونه کړای شی. د یادې شوې قصیدې په دې بیت کې: “ نه ماه روم و شامستی… “الخ…د هغه د رومی والی تلمیح کړې ده. حال دا چې په بله یوه قصیده کې، د مشار الیه په هڅونه او تشویق، چې حضرت طرزی د خدای بخښلی اعلیحضرت عبدالعزیز خان، په ستاینه کې انشاد کړې ده. د هغې له ځېنې بیتونو نه چې د سید د حال تصویر باسی څرګنده او واضحه، د هغه مشار الیه رومی والی څرگندوی.

“د هغې قصیدې ځېنې بیتونه د استشهاد په توگه دلته رالیکو. د سلطان عبدالعزیز خان په ستاینه کې، د سیدجمال الدین رومی په سپارښتنه قصیده. “

مرحوم طرزی، د هغه قصیدې ۲۰ بیته له مطلعې او “حکایت ته له گریز” او “مدحې ته گریز “درج کړی او زیاتوی:زموږ اورېدل شوی همدومره وو چې عرض شول. له دې معلوماتو نه، همدومره نتیجه اخیستل کېږی چې افغانستان ته د مرحوم سید سفر، استانبول (۴) ته د هغه تر لومړی سفره وروسته شوی دی.

سراج اخبار

اوس به خپلو لیدل شویو معلوماتو ته راشو، چې اهمیت او موقعیت یې خورا زیات دی. او دا زما هغه لیدنې کتنې دې او هغه گټې او استفاضې دی، چې د شپږ اوو میاشتو په اوږدو کې، یو بافیضه عمر مې، په استانبول کې، د علم او عرفان  هغه ژور سیند (سید جمال الدین) سره تیرې کړې دی.

غالباً، ۱۳۱۴ هجری قمری کال و چې د ورځپاڼو په پاڼو کې، د سید جمال الدین افغانی د تشریف راوړلو پېښې ولیدل شوې. هغه وخت په شام کې استوگن وم. حضرت پلار په څېړنو پیل وکړ: علامه هماغه  علامه و چې په افغانستان کې لیدل شوی و. په دې هم پوه شوی و چې پخوانۍ یادونې، مصلحتاً لازمې نه دی. له هماغې ورځې نه، خپل دا احقر زوی، له لازمو تنبیهاتو، سپارښتنو، نصایحو او واجبه وصایایو، له یوه ډېر ادیبانه او حکیمانه (۵) لیک سره، یوازې د هغه فرزانه حکیم له علمی فیضیاتو نه د ګټې اخېستنې لپاره له شامه د استانبول پلو ولېږه. د اوو میاشتو په اوږدو کې د “بشکطاش“ د«عقارات همایونی»په مېلمستون کې استوگن شوم. هره ورځ، زیاتره وخت، د حضرت سید د کورنی عرفانی محفل، په” نشان طاش” کې، چې د هغه استوگنی ځای ته نېږدې و، حاضریدم.

مشار الیه علامه، د عرفان یو معدن و. هر څوک د خپلو الاتو د استعداد او د خپل دماغیه اداوتو د حواسو په اندازه، له هغه معدنه، د بری فضایلو په را ایستلو لگیا و. دغه اوو میاشتنی مصاحبت د اویا کالونو سیاحت سره برابر و. د دهر، ددغه علامه د حضور په بزم کې هره ورځ، علمیه، حکمیه، فلسفیه، سیاسیه، اجتماعیه او نور بحثونه روان وو. د هغه هره جمله او هر عبارت، د کتابونو او رسالو لیکلو ته اړتیا لری. دلته د هغه د بیاناتو د یادونی لپاره زموږ د اخبار حوصله کمِ کوی. یوازې د هغه د ژوند لیک په ځینو برخو کې د معلوماتو د زیاتولو په لړ کې، چې د ژوند په وروستیو وختونو، په استانبول کې، زما د خپلو سترگو تر مخې تیرشوی دی او د “الهلال” د جریده په لیکنې، او ژباړه کې راغلی نه دی او هغه ژباړه زموږ د اخبار په درېیمه گڼه کې درج شوی دی، دلته یادونه کوو.

د علامه سید جمال الدین، د اصل او نسب په اړه معلومات چې د کنر د ساداتو جلیل الشأنه کورنۍ ده او دده مبارک نسب، په رښتیا هغې ته رسېږی په بالفعل توگه په کنر او په معززې او محترمې دارالسطنې کې معروفه ده. البته سراج الاخبار افغانیه یې مطالعه کړی ده او که د هغې مبارکې په سلسله کې “سید صفدر” او د هغه د زوی “سیدجمال الدین “شتوالی ولری، بشریت د خدمت په نامه به، د یوه دوو لیکل شویو کلمو له لارې موږ ته د مهربانی له مخې لارښوونه وکړی. (۶)، خو هغه چې ما خپله د علامه له خپلې مبارکې ژبې نه په دې اړه اورېدلی دی، په ډې ډول دی:

یوه ورځ و چې د علم او پوهې زیات خاوندان، د سید د استوگنې په لوی دالان کې راټول شوی وو. په هغه ورځ سید لږ اور مزاجه و. د حاضرینو له ډلې نه یو چا، چې د جرایدو او خبریالانو تر منځ، د علامه د قام او ځای په اړه د ناندریو پوښتنه او خبرې رامنځ ته کړې. په رښتیا چې زه د زړه له کومې ددغو خبرو له پېلېدو خوشحاله شوم. او هیله مې پیدا شوه چې کېدای شی، علامه جناب یو څه ووایی. څو هغه شک چې تل یې زما زړه زوراوه، لرې شی، خو په زر واره افسوس، چې دا هیله مې هدر لاړه. ځکه د جناب علامه له مبارکې ژبې مې هېڅ داسې کومه خبره وا نه اورېده چې اختلاف یا شک لرې کړی. نه یوازې دا، بلکې خبره یې لا پسې جړه او غوټه کړه، ځکه هغه وفرمایل:

“ښه به دا وی چې افغانی ماته افغانی و نه وایی، ایرانی ما ایرانی و نه گڼی. ترکی ما ترکی او اوروپایی ما د اروپایی په نامه ونه پیژنی، خو دا به کوم پدر سوخته وی چې زړه وکړی او ووایی چې: جمال الدین د آدم او حوا له نسله نه دی؟؟… “

دا خبره یې داسې په تندۍ او ترخه وکړه چې طبیعتاً، هغه بحث کړکیچن او لا نورې خبرې یې رامنځ ته کړې.

هوکې! د نړۍ، هېڅ فرد، به دا جرئت، خپل خیال او خاطر ته راوړی نه شی چې علامه دې، نه یوازې د آدم له نسله بلکې په هغو ملتونو کې چې ختیځ ملتونه یې د بنی آدم له نسله جوړ کړی، یو نادرالوجود، وجود و نه گڼی. “سید جمال الدین “صحیح النسب سید او افغانی الاصلی (۷) و. افغانستان باید پر هغه ویاړیدای، چې له دغه ملته یو داسې نادرالوجود موجود راپیدا شوی دی، چې د دنیا ټول دولتونه او ملتونه هغه وپېژنی، د هغه درناوی او قدر دانی وکړی او ځېنې خوله هغه د ولې د ونې په شان ورېږدی. خو دا د حیرت خبره ده چې په خپله د افغانستان په ملت کې، هغه حکمت نشان ذات، لکه یو خورا قیمتی جوهر چې خپل کان ترې خبر نه وی، ناپېژندل شوی پاتې دی! آیا دا د حیرت خبره نه ده چې، نه د تاریخ په کومه صحنه کې، نه په کومه کتابتون کې، کوم یادښت او نه په عمومی خبرو اترو کې د هغه د نوم یادونه پاتې وی او نه د هغه کومه نښه راڅرگنده شوې یې. (۸)

خدای بخښلی محمود طرزی، د خپلې همدې گټورې مقالې په دوام کې، د میرزا رضا کرمانی، د ناصرالدین شاه د قاتل، د ابوالهدی د حالات، چې سید هغه د ابوالضلال په نامه یاد کړی دی، د سید، د تداوۍ، ناروغۍ او مرگ یادونه کوی.

د سید په اړه د محمود طرزی له مقالې نه ښکلا، درناوی او عزت اورېږی او ځان د سید د پلویانو او ارادتمنوانو  له ډلې نه یو تن گڼی، که څه هم پوهاند سید سعدالدین هاشمی، د خدای بخښلی  عبدالهادی داوی له خولې، لیکی: “که څه هم محمود طرزی د سید جمال الدین افغانی د شاگردۍ ویاړ درلود، خو د سید جمال الدین په اړه یې نیک او مساعد نظر نه درلود. “ (۹)

د سید په اړه د افغانستان په مطبوعاتو کې د لومړنۍ مقالې په توگه، د خدای بخښلی محمود طرزی، د مقالې عالی محتوا ته په پام سره سره، په هېواد کې د مطبوعاتو د برخې یوه غوره مخکښ ته، په ډېر او لوړ درناوی، د نوموړی پر مقالې د تبصرې په توگه، دا لاندې حقایق د یادونې وړ گڼم:

۱-    دا چې خدای بخښلی محمود طرزی وایی چې سیدجمال الدین د امیر محمد اعظم خان د واکمنۍ پر وخت افغانستان ته راغلی دی، له هغو اسناد سره چې اوس له موږ سره شته، د محمود طرزی خبرې دقیقې نه برېښی. ځکه سید جمال الدین پر ۱۲۸۳ قمری کال، د امیر محمد افضل خان په وخت کې، د “مرآه العارفین فی ملتمس زین العابدین“ په نامه یوه رساله په کندهار کې لیکلې ده او ټول په دې پوهېږی چې د امیرمحمد افضل خان واکمنی، د امیر محمد اعظم خان تر پادشاهۍ تر مخې ده.

۲ –  محمود طرزی وایی چې سید جمال الدین په افغانستان کې د «رومی“په نامه مشهور و، نه په “ افغانی “. حال دا چې سید جمال الدین پر ۱۲۸۳ قمری کې د “مرآه العارفین“رسالې په پای کې،

“کتبه عبدالله جمال الدین الافغانی الکابلی… “ لیکلی. دلته نه یوازې دا چې د “رومی “ نخښه نه شته او د امیر محمد اعظم تر واکمنۍ مخکې سید جمال الدین نه یوازې ځان” افغانی“بلکې “کابلی“هم گڼلی دی.

۳ –  محمود طرزی، د هغه سند له مخې چې د سید په قلم لیکل شوی دی او ځان ته یې “د کنړ د ساداتو له جملې څخه» (من سادات کنر) ویلی دی، خبر نه دی او کنه داسې به یې ویلی نه و. ځکه دا اسناد د مرحوم طرزی، پر وخت کې خپاره شوی نه و.

۴ –  موږ خورا مخور خلک لرو. سره له هغه چې د سیمې خلک هغه په دقیقه توګه پېژنی، خو پر هغه نور نومونه ږدی. د ساری په توګه میر سید خان العلوی، چې په قاهره کې د شیخ رواق الافغان، په نامه مشهور دی. هغه د ۱۳۴۸ لمریز کال د مرغومی پر ۱۴ چې د ۱۹۷۰ کال د جنوری له ۴ مې سره برابره ده، په قاهره کې مړ شوی دی. دی اصلاً د کوهدامن د فرهاد د کلی اوسیدونکی دی. هغه په خپل کلی او سیمه کې د شیخ مصری په نامه شهرت درلود. او علت یې دادی چې میر سید خان العلوی، یا شیخ رواق الافغان په مصرکې تحصیل کړی دی او همالته په مصر کې یې استوګنه درلوده.

[حی علی الفلاح]
د محمود طرزي د هغي مقالې عنوان دئ چي خلګ یې خپلواکۍ اخیستلو او ملي پاڅون ته هڅول

بل مشهور څوک هم مولوی سید هدایت الله، د تخار د چاه اب اوسیدونکی و. هغه د تره کی د واکمنۍ پر وخت شهید شوی دی او په خپله مېنه «چاه آب» کې د مولوی کابلی په نامه شهرت موندلی دی.

۵  –  زموږ ځېنې هېوادوالو د خدای بخښلی سید جمال الدین له خولې نه د“پدرسوخته“ترکیب، چې محمود طرزی نقل کړی دی، د سید د ایران والی نخښه گڼلې ده. زما په اند پر دې دلیل اتکا کېدای نه شی. د ساری په توگه په جرمنی کې چې زموږ وطنداران په هر ژبه خبرې کوی، زموږ هدف ټولې ژبې: ازبکی، بلوچی، پښتو او فارسی او… دی، بانکی شمېرې ته“کونتو نمبر” وایی او د کتنې وخت ته، «ترمین» چې د کوربه ژبې اغیز دی، وایی. په تېره بیا هغه کلمې چې زیاتې کارول کېږی او زموږ ایرانی گاونډیان هم د “پدرسوخته“ اصطلاح ډېره کاروی او آن زما سیمه وال د بدخشان خلک او په ځانګړی توگه د درواز د ولسوالۍ خلک چې په ایران کې یې زیاته موده فزیکی کارونه کړی وی، د “پدر سوخته” مشهوره اصطلاح یې تل پر ژبه گرځی.

بله بېلگه یې چې په سعودی عربستان کې، زموږ عادی کارگر هېوادوال، په خپل منځ کې سره غږېږی د “موټر د کلۍ“پر ځای د «مفتاح سیاره» وایی. نو له دې کبله سید جمال الدین هم چې یو څه وخت یې په ایران کې تیر کړی دی، که موږ د هغه له خوا د “پدر سوخته“د عبارت کارول، د نورو د لایلو تر څنگ، د هغه د ایران والی لپاره وکاروو، یو بې بنیاده دلیل به وی.

۶ – محمود طرزی خپله د خپل پلار غلام محمد طرزی او سید جمال الدین تر منځ د “خورا صمیمی آشنایۍ او ملگرتوب“یادونه کوی، چې هرو مرو د امیر دوست محمد خان او د هغه د اعقابو، په وخت کې، د هغو دوو تنو آشنایی ته رسی. ځکه غلام محمد خان طرزی، د امیر دوست محمد خان په دربار کې د “ارجمند دانشمند“ لقب درلود. او هماغه شان چې ویل شوی دی سید هم د هرات په جگړه کې د امیر دوست محمد خان همرکابه و.

۷ – آن، محمود طرزی هم د سراج الاخبار په همدې مقاله کې لیکلی دی چې: “ که ووایم چې دې عاجز، د جناب علامه نوم، له هماغه وخته چې مې، په لس کلنۍ کې د فارسی لوستل او لیکل زده کړی دی، پر ژبه گرځولی دی، هېڅ مبالغه به مې کړې نه وی… “ نو له دې کبله محمود طرزی چې پر ۱۳۸۲ هجری قمری کال کې چې له ۱۸۶۵ کال سره برابره ده، په غزنی کې زېږېدلی، که یې په لس کلنې کې د فارسی ژبې لیک لوست زده کړی وی، د سید جمال الدین له نامه سره تر ۱۸۷۵ کاله مخکې آشنایی لرلې ده او دا آشنایی له ۱۸۷۵ کاله مخکې زمانو ته رسېږی.

۸  – محمود طرزی، هغې قصېدې ته چې په هغه کې “نه ماه روم و شامستی“ ته چې د سید جمال الدین په ستاینه کې ویل شوې ده، اشاره کوی او د هغه پر رومی والی ټینگار شوی دی.(۱۱)

محمود طرزی، ان له دې هم وړاندې تللی او د سلطان عبدالعزیز خان په ستاینه کې یې د خپل پلار “طلوعیه“ نومې قصېدې په اړه وایی: «… د هغه له ځېنو بیتونو نه چې د سید تصویر انځوروی، په صریحه او څرگنده د مشار الیه رومی والی عیانیږی ! “هغه چې پورته مې د هغه «پر رومی والی» تبصره کړې وه. خو د دې بیت: “نه ماه روم و شامستی“ په اړه باید ووایم چې د مرحوم غلام محمد خان طرزی په دیوان کې د یاد شوی بیت پر ځای دا بیت: “نه ماه مصر و شامستی…” راغلی دی.(۱۲)

 لمن لیکونه:

۱- سلطان محمد خان کابلی، چې محمود طرزی د ۱۲۹۵ لمریز کال د میزان د میاشتې، د سراج الاخبار په پنځمه گڼه کې خپل گران هموطن گڼلی دی، د هندوستان، د اتراپرادیش (یو- پی )، د فرخ آباد د سیمې، په مشن سکول کې، د فارسی او عربی ژبو د ښوونکی دنده لری.

۲- سید جمال الدین د ۱۸۶۹ کال په جولای کې، د هند بمبی له لارې، ځان قاهرې ته رسوی او دا له قاهرې نه د هغه لومړنۍ کتنه ده. هغه په قاهرې کې د څلویښتو ورځو له تېرېدو وروسته، استانبول ته ځی. له دې مأخذ نه زما د لیکلو موخه دا وه چې مرحوم طرزی دا ادعا لری چې سید د محمد اعظم خان د پادشاهۍ پر وخت کابل ته راغلی دی او یو عربی چوپړ(خادم) یې هم ورسره مل و. دا په داسې حال کې دی چې د امیر محمد اعظم خان پادشاهی د ۱۸۶۷ کال په اکتوبر کې پېلېږی او د ۱۸۶۸ کال په سپتمبر کې د امیرشیرعلی خان له خوا ماته خوری او ایران ته تښتی او همالته مری. نو له دې کبله د مصری عربی چوپړ (خادم ) درلودل چې مرحوم طرزی د هغه یادونه کړې ده، رښتیا ته ورته نه دی .

۳-  د روم نه مقصد، د عثمانیه دولت دی.

۴-  زیاتره هغو کسانو چې د سید ژوندلیکونه لیکلی دی. استانبول ته د سید لومړنۍ سفر، هغه وخت گڼی چې سید د امیر شیرعلی خان په وخت کې (پر ۱۲۸۵ قمری او د ۱۸۶۸ کال وروستی وختونو کې ) د وروستی ځل لپاره له افغانستانه وتلی دی. شیخ محمد عبده، د امیر شیرعلی خان د واکمنۍ پر وخت، له افغانستانه تر وتلو وروسته، استانبول ته د هغه د لومړی سفر په اړه داسې وایی: بمبیی ته سفر، بیا په قاهره کې څلویښت ورځې پاتې کېدل او بیا د لومړی ځل لپاره استانبول ته سفر.

۵- د “مجموعۀ اسناد و مدارک چاپ نشده در بارۀ سید جمال الدین مشهور به افغانی“ د خپرو شویو اسنادو او مداروکو په ډله کې: ښاغلو اصغر مهدوی او ایرج افشار د مهمې ټولگې او ټکو راټولوونکی، تنظیموونکی او درج کوونکی دی. لوستونکی د هغو په دغه ټولگه کې د غلام محمد خان طرزی او افغانی سید جمال الدین ترمنځ د اړیکو ځینو اشارو ته پام کېږی. سید جمال الدین د خپلو یادښتونو د کتابچې په ۶۶ مخ کې لیکلی دی: «غزلی از طرزی افغان» دغه راز له سید جمال الدین د پاتې شویو اسنادو او مدارکو په منځ کې، د یادې شوې ټولگه د ۷۸مخ، په ۳۳۰ شمېره کې دا عبارت راغلی دی:“د طرزی افغان د شعرونو د جزوې محتوا، په ښه نستعلیق خط (اته پاڼې)” او په ۳۳۱ شمېره کې د “د طرزی افغان غزل او رباعی“ عبارت راغلی دی، که ښاغلو مهدوی او ایرج افشار، هغه سرودونه خپاره کړی وای، کېدای شی له هغو نه به خورا مهم ټکی راڅرگند شوی وای.

۶- د مرحوم محمود طرزی دا غوښتنه چې، که څوک د سید صفدر او د هغه د زوی سید جمال الدین په اړه معلومات لری، باید سراج الاخبار ته یې ور ولېږی. ظاهراً بې ځوابه پاتې ده. ځکه په سراج الاخبار کې، د هغه تر وروستۍ گڼې پورې څه نوی خپاره شوې نه دی. بیا همدا غوښتنه، تر محمود طرزی نه شپږ کاله وروسته، ښاغلی تقی زاده، له برلینه خپریدونکې د “کاوه“ د جریدې مسوول مدیر، د ۱۹۲۱ کال د مارچ د میاشتې د ۱۱مه د درېیمې گڼې د خپلې یوې مقالې په پای کې مطرح کړې ده: “له لوستونکو نه ځانگړې غوښتنه کېږی چې د حقیقت او دهېواد ملی تاریخ ته د چوپړ په خاطر، هر هغه څه چې ددغه ستر بې لقبه ایرانی په اړه، پوهېږی، مهربانی وکړئ د کاوه د خپرونې ادارې ته یې ولیکئ. د امتنان وړ به شی»، د کاوه، بشپړ کلکسیون، ۴۸۵ مخ.

۷- په دې برخه کې باید په ویاړ یادونه وکړم چې افغانستان پورې اړوندو مطبوعاتو، له ایرانی اړوندو مطبوعاتو نه تر مخه د سید یادونه کړې ده. ځکه زما د اطلاعاتو له مخې، هغه لومړنۍ ایرانی خپرونې چې د سید ژوندلیک یې خپور کړی دی، له برلینه خپریدونکې د کاوه جریده وه. دا جریده چې د سیدحسن تقی زاده په مدیریت خپرېده د خپلې نوې دورې د دویم کال په ۳ یمه گڼه کې. یعنې د ۱۹۲۱ کال د مارچ د میاشتې په ۱۱ مه (د ۱۳۳۹ قمری کال رجب) په پنځم مخ کې د “د ختیځ او عربو د خلکو مشاهیر” تر سرلیک لاندې، د سید جمال الدین ژوند لیک خپور کړی دی. او بل وار د همدې جریدې په ۹ گڼه کې، چې د ۱۹۲۱ کال د سپتمبر په ۴ (د ۱۳۳۰ کال محرم ) کې د “تکلمه راجع به شرح تاریخ زندگی سید جمال الدین اسدآبادی، معروف به افغانی“ یوه مقاله خپره کړې ده. په دې ډول سراج الاخبار څه کم شپږ کاله په دې برخه کې تر «کاوه” نه د مخه شوی دی.

لومړنۍ مقاله د «کاوه» د بشپړ کلکسیون په ۴۷۹ مخ او دویمه مقاله یې په ۶۱۰ مخ کې خپره شوې ده.

۸- مقالات محمود طرزی، ۴۳۵-۴۴۵ مخونه.

د یادونې وړ دی چې، دغه مهمه مقاله د “احوال سید جمال الدین افغانی“ تر سر لیک لاندې، د هېواد د ستر دانشمند دوکتور روان فرهادی له خوا د “مقالات محمود طرزی در سراج الاخبار افغانیه ۱۲۹۰-۱۲۹۷ش“ نومی پنډ کتاب کې راغلې ده چې، پر ۱۳۵۵ کال کې په ۹۰۰ مخونو کې، په کابل کې خپور شوی دی.

۹-  «نخستین کتاب در باره جنبش مشروطه خواهی افغانستان “د پوهاند سید سعدالدین هاشمی، د ۵۸ مخ پاورقی.

۱۰ – د طرزی افغان د دیوان مقدمه، ۱۴ مخ.

۱۱- همدا قصیده ځېنې لیکوال په دې دلیل چې په اصلی کتاب کې د سید جلال الدین تر سرلیک لاندې راغلې ده، د بل چا په ستاینه کې بولی، نه د سید جمال الدین په اړه، خو محمود طرزی او د شاعر مشر زوی خازن الکتب د طرزی افغان د دیوان خطاط، تر ټولو ښه پوهېږی چې شعر د سید جمال الدین افغان په ستاینه کې دی. که څه هم اوویا کاله وروسته ښاغلی محقق حسین نایل، په خپل تحقیقی اثر کې وایی: “د هېواد ځېنې پوه څېړونکی او متتبعین، لکه مرحوم میر غلام محمد غبار…او مرحوم ژوبل…هغه د هېواد د معروف، نومیالی سید جمال الدین په ستاینه کې گڼلې ده او یا یې مصلحتاً جلال الدین په جمال الدین اړولی او ضبط کړی دی “سیری در ادبیات سدۀ سیزدهم، ۲۱۱ مخ

خدای بخښلی پوهاند جاوید هم لیکلی دی:

وایی چې سردار غلامحمد طرزی، د سید جمال الدین افغانی په ستاینه کې یوه قصیده لری، چې د هغه په دیوان کې (د هغه په خپل ښکلی خط ) د سید جلال الدین په نامه درج او ضبطه ده. ظاهراً ستایل شوی څوک سید جمال الدین افغانی دی، چې د کوم مصلحت له مخې یې هغه بدل کړی دی. د قصیدې مطلع دا ده:

نسیم صبح در گلشن وزید از جانب صحرا

عبیر آمیز و روح انگیز و جان افزا

په تخلص کې وایی:

جلال الدین نام آوار سخن سنج و سخن پرور

خردمند هنر گستر فلک قدر و ملک سیما

دا دوه بیته د افغانستان په مطبوعاتو کې لیدل کېږی، خو په چاپی قصیده کې نه شته.

تو نور افغانستان اخگر تو عود افغانستان مجمر

تو جان افغانستان پیکرتو روح افغانستان اعضا

نه ماه مصر و شام استی که خورشید تمام استی

تو افغان را نظام استی ز رای روشن والا

د استاد جاوید د خبرو په تایید، دا ټکی هم باید ورزیاتې کړو، چې د سید جمال الدین په ستاینه کې قصیده، د شاعر په ښکلی خط نه، بلکې د هغه د مشر زوی، سردار محمد زمان خان خازن الکتب، د کتاب خطاط، په ښکلی خط لیکل شوې ده، خو د سید جمال الدین افغانی په اړه، د سردار غلام محمد خان طرزی د کتابونو او اسنادو په منځ کې ځېنې اشعار دده په ښکلی خط هم وی، چې له بدمرغه زموږ همکیشه ایرانیانو، هغه سرودونه، د “مجموعه اسناد و مدارک چاپ نشده در باره سید جمال الدین مشهور به افغانی“ په ټولگه کې خپاره کړی نه دی.

۱۲-  د طرزی د دیوان کلیات، ۶۷۶ مخ.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!