منډيګک
افغان تاريخ

قيس عبدالرشيد (يوه بې بنياده افسانه)

0 49

پهٔ نني دور کې کهٔ يؤ اړخ ته علم اسان شوی بلکې ويړيا شوی دی او پهٔ اسانه هر انسان هر رنګ مالوماتو ته لاس رسی لري نو بل اړخ ته د علم دا اسانتيا ډېرې بدې اغېزې هم لري، د تحقيق او څېړنې پهٔ ځای خلک بې بنياده او بې دليله څيزونو له اهميت ورکوي او یقين پرې کوي. د پښتون اولس تاريخ هم خورا څېړنو او پلټونو ته اړتيا لري، ځکه دغه تاريخ زياتره پهٔ اساطيري کيسو او اورېدلو خبرو اډاڼه دی. کهٔ څهٔ هم ځيني څېړنکارانو ډېر پهٔ زړهٔ پورې لټون او څېړنې کړې دي خو پښتانهٔ اوس هم پهٔ پخوانيو اساطيري او اورېدلو کيسو یقين ساتي او د تحقيق او څېړنې نه نهٔ پخپله کار اخلي او نهٔ د شويو څېړنو د لوستلو زخمت پورته کوي.
پهٔ دغه اساطيري تاريخ کې يؤ نوم د قيس عبدالرشيد هم دی، دغه افسانوي کردار د پښتون پهٔ عظيم تاريخ تر ټولو لوی رشخند او ملنډه ده. لومړۍ خبره خو دا ده چې دغه دروغژنه افسانه او د پښتنو د بني اسرائيليت نظريه نعمت الله هروي د خان جهان لودهي پۀ وينا لهٔ ځانه جوړه کړې ده. د دغه پېښې شاه ليد څهٔ داسې ؤ چې د مغولي واکمن جهانګير پهٔ دربار کې يؤ سړی ؤ، لهٔ ځانه به يې د دروغو کيسې جوړولې او جهانګير به د هغهٔ لهٔ دغه دروغژنو کيسو خوند اغيستو او ساعت تېری به يې پرې کولو. خان جهان لودهي هم د جهانګير پهٔ دربار کې څوکۍ لرله او د بادشاه نزدې ملګری ؤ.
يوه ورځ هغه دروغژن کيسه کونکي کيسه وکړه چې يؤ ځل د يؤ هېواد خوا ته يؤ نوی قام راغلو او هغه هېواد ته نژدې پهٔ غرونو کې دېره شول. د هغوی ښځې ډېرې ښکلې وې. کله چې بادشاه ته دغه خبره مالومه شوه نو خپل عسکر يې ولېږل چې د دغه خلکو نه ښځې راولئ. عکسر چې لاړل، د هغه خلکو سره يې جنګ وکړو او د ماتې ورکولو نه پس يې ترې څو تنه ښځې لهٔ ځان سره د بادشاه لپاره راروانې کړې خو پهٔ لاره پرې پهٔ يؤ ځنګل کې شپه راغله، دوی چې کله اودهٔ شول نو ديوان راغلل او د هغه ښځو سره يې بدکاري وکړه او بيا وتښتېدل.
کله چې عسکرو هغه ښځې بادشاه له راوستلې او پهٔ ځنګل کې راپېښه شوې ټوله کيسه يې ورته تېره کړه نو هغه بادشاه وويل چې دا ښځې اوس زما د کار نهٔ دي، دا پرېږدئ چې ځي. او کله چې د هغه ښځو بچي پيدا شول کوم چې پهٔ اصل کې د هغه ديوانو اولاد ؤ نو پښتون قام ترې جوړ شو. جهانګير او پهٔ دربار کې ناستو ټولو خلکو ډېر زيات وخندل خو خان جهان لودهي ډېر خفه شو او قسم يې وکړو چې زما دې قسم وي چې زهٔ به پښتانهٔ د پيغمبرانو اولاد ثابتووم، د دغه کار لپاره يې د هغه وخت د يؤ ليکوال او د مغولي دربار د يؤ نوموړي ژباړن نعمت الله هروي سره تماس ونيولو او پهٔ ټوله کيسه يې پوه کړو، او پهٔ بدل کې ورته ښې ډېرې پيسې او نور مراعات ورکړل. نعمت الله هروي د مخزن افغاني پهٔ نوم يؤ کتاب وليکلو چې د تاريخي شواهدو او ثبوتونو لهٔ پلوه ډېر نيمګړتياوې او کمی لري.
د قيس عبدالرشيد دغه افسانه د مخزن افغاني نه پرته بل هېڅ کوم تاريخي دليل او بنسټ نهٔ لري. نهٔ د اسلامي تاريخ پهٔ کوم کتاب کې داسې کومه پېښه ياده شوې ده، اُسد الغابه في حياة الصحابه ؓ يؤ مشهور او مستند تاريخي کتاب دی چې د ټولو صحابه کرامو ؓ نومونه، حسب نسب او تاريخ پکې راټول شوی دی، پهٔ خصوصي توګه پکې د هغه صحابه کرامو ؓ تفصيلي يادونه شوې ده چې لهٔ بهره راغلي دي او اسلام يې قبول کړی دی، پهٔ دغه کتاب کې نهٔ خو د قيس عبدالرشيد څهٔ ذکر شته او نهٔ پکې د پښتنو د کوم وفد يادونه شوې ده چې حجاز مقدس ته تلی ؤ. نهٔ د عربو پهٔ تاريخ کې د دغه نامهٔ او واقعې ذکر شته، نهٔ دغه نوم د پښتنو نوم کېدای شي او نهٔ پښتانهٔ د مسلمانېدلو لپاره مکې يا مدينې ته تلي دي بلکې پښتنو د عربو پهٔ کندهار د يرغل نه ډېر وخت پس پهٔ جزوي توګه اسلام قبول کړی دی. عربو درې سوه کاله پرله پسې د پښتنو سره جنګونه کړي دي. پهٔ دغه جنګونو کې پښتنو ته د سر، مال او عزت ډېر ستر زيانونه اوړېدلي دي چې د عربو تاريخي کتابونه پرې شاهدي کوي. د دغه درې پېړيو د جنګونو پهٔ ترڅ کې اکثريت پښتانهٔ د عربو لهٔ خوا ووژل شول او يؤ څهٔ لږ ډېر پاتې شول چې پهٔ هر لحاظ ډېر کمزوري او بې وسه وو. دغه پاتې خلکو يا اسلام وومنلو او يا پرې وومنلی شو.
پهٔ عقلي دليل هم قيس عبدالرشيد دغه اساطيري افسانه بالکل د منلو وړ نهٔ ده. ځکه د دغه افسانې ترمخه قيس عبدالرشيد د خپلو دوه اويا نورو ملګرو سره حجاز مقدس ته لاړو، د اسلام د ستر پيغمبر محمد  سره يې وليدل، اسلام يې قبول کړو او د عربو د يوې ښځې(د خالد بن وليد ؓ د لور يا خور) سره يې وادهٔ وکړو او بيا ترې د پښتنو اوسنۍ ټولې قبيلې پيدا شوې. کهٔ دغه خبره وومنو نو دلته سوال دا دی چې قيس عبدالرشيد د چا اولاد ؤ؟ د هغهٔ خپل خپلوان او خاندان څوک وو؟ او هغوی د چرته نه راغلي وو او چرته لاړل؟ بله دا چې د يوهٔ قيس عبدالرشيد د اولاد نه دومره بلها قبيلې پيدا شوې نو د هغه نورو اويا کسانو يا دوه اويا کسانو اولادونه چرته لاړل؟ چې د يوهٔ قيس عبدالرشيد د اولاد نه پهٔ څوارلس پېړيو کې د اتهٔ سوه نه زياتې قبيلې او خېلونه جوړېدای شي نو د دوه اويا کسانو د اولاد نه به څومره قبيلې او خېلونه جوړېږي؟ او هغه دوه اويا کسان وو څوک؟ د هغوی مشران او نيکونه څوک وو؟ او اولادونه يې اوس چرته دي؟ او کهٔ د تېرو څوارلس پېړيو پهٔ وخت کې دا دومره لوی پښتون قام جوړ شو نو پهٔ زرګونو کلونو کې يوازې يؤ قيس عبدالرشيد او د هغهٔ يؤ څو ملګري………..؟ دا نو کوم عقل مني؟
پهٔ دغه اړه ډېرو پښتنو څېړنکارانو ژورې او پهٔ زړهٔ پورې څېړنې کړې دي او پهٔ کره او کوټلو دليلونو کې يې د قيس عبدالرشيد او د پښتنو د بني اسرائيليت افسانه رد کړې ده، لکه ښاغلي احمد علي کهزاد صېب ډېره پهٔ زړهٔ پورې او ښکلې څېړنه کړې ده، د افغانستان پخوانی تاريخ، پهٔ دغه نوم يې يؤ ستر کتاب ليکلی دی. د ښاغلي ډاکټر باقي دراني صېب کتاب پښتانهٔ د تهذيب پهٔ څپو کې هم يؤ مستند دستاويز دی. د ښاغلي مجاور احمد زيار صېب کتاب پښتو او پښتانهٔ د ژبپوهنې پهٔ رڼا کې هم يؤ کوټلی سند دی او پهٔ ساينسي اوصولو يې پهٔ پښتون تاريخ ډېر ښکلی تحقيق کړی دی. د ښاغلي دوست شينواري صېب کتاب افغانستان پهٔ اويستا کې هم يؤ ښکلی کاوش دی. او ګڼ شمېر نور مستند او تاريخي کتابونه او څېړنې هم شته چې د کوټلو دليلونو او تاريخي شواهدو پهٔ مرسته دغه رنګ بې بنسټه افسانې او الف ليلوي او اساطيري کيسې او افسانوي کردارونه ردوي.
د ميلاد نه څو زره کاله وړاندې يونانيان دلته راغلي وو، د هغوی پهٔ کتابونو کې هم د دې خاورې او اولس پهٔ اړه بلها مالومات شته، پهٔ خاصه توګه د هېروډوټس کتاب تاريخ او د ميګستهينس کتاب انډيکا د کتلو وړ دي، هغوی د دې خاورې د جغرافيې او دلته د مېشته اولسونو پهٔ اړه ډېر ژور تفصيلات ليکلي دي.
لنډه دا چې پښتانهٔ نهٔ خو د عربو لمسي دي، نهٔ د بني اسرايلو کومه ورکه قبيله ده او نهٔ دلته لهٔ بل کومه ځايه د کوم باشاه لهٔ ويرې پهٔ کډه راغلي دي، او دا خبره نن پهٔ ساينسي بنيادونو هم ثابته شوې ده او دلته قدم پهٔ قدم موجو لرغوني اثار هم دا شاهدي ورکوي چې دا وطن د زرګونو کلونو نه ودان دی او انسانان پکې مېشت وو، تهذيب ؤ، کلتور ؤ، پرمختګ ؤ، ښارونه وو، علمي او څېړنيز مرکزونه وو، علم ؤ، پوهه وه او فنون وو. د پښتون وطن د جغرافيايي ځانګړتيا لهٔ کبله دلته ګڼ شمېر تهذيبونه، کلتورونه، ژبې او بلها يرغلګر قامونه راغلل خو د دې خاورې تهذيب، کلتور، ژبه، پښتونواله او پښتانهٔ يې پهٔ ځان کې ورک نهٔ کړل.

د يونانيانو او نورو يرغلګرو د يرغلونو نه ډېره موده پس عربو پهٔ پښتنه خاوره يرغل وکړو. دغه يرغل د پښتون قام او پښتون وطن ټول قامي، کلتوري او تهذيبي ارزښتونه، ادب، آرټ، دود، دستور او تاريخ هر څهٔ تس نس او تالا ترغه کړل. لۀ دوه نيمو يا درې پېړیو پرله پسې جنګونو او وينخړ سربېره عربو پۀ پښتنو بری و نۀ موندو. دغه مودې ته پۀ پښتون تاريخ کې عرب واله وايي. پهٔ دغه موده کې د پښتنو پهٔ خاوره د ظلم او جبر يؤ نوی تاريخ رقم کړی شو.
بيا عربو د پښتنو پۀ شمال يا منځنۍ اسيا کې منګول، سلجوق، ترک، تاتاريان او غزنويان لومړی خپل غلامان کړل او بيا یې د دغه غلامانو څخه يؤ ستر لښکر جوړ کړو چې پۀ تاريخ کې د Slave Army يا د غلامانو د پوځ پۀ نامۀ ياديږي. د غلامانو دغه لښکر شا و خوا زر کلونه پۀ پښتنه خاوره د خپل بادار پۀ ملاتړ خپل جبر او زور زياتی دوامدار وساتلو او د پښتون کلتور، ژبې، تاريخ، ادب، آرټ، دود دستور او پښتني ارزښتونو جرړې یې وویستلې. دغه مودې ته پۀ تاريخ کې مغل واله وايي.
د قيس عبدالرشيد د افسانې تر شا کهٔ يؤ اړخ ته پهٔ ښکاره توګه د خان جهان لودهي لاس ؤ نو بل خوا د دغه دروغژنې او بې بنسټه افسانې پهٔ مرسته پهٔ مرموزه توګه دوه هڅې نورې هم شوې دي؛
لومړۍ؛ د عربوالې او مغولوالې پهٔ ناوړه ظلمونو او ستم پرده اچول، ځکه دغه موده د تاريخ يؤ ډېر ناولی، ناوړه او تور باب دی چې سراسر د دغه دواړه ډلو لهٔ جبر او ظلم څخه ډک دی، نن هم پهٔ دغه تاريخ خبره کول جرم ګڼل کېږي او زياتره حقيقتونه د عام اولس نه پټ دي.
دوهمه؛ د پښتنو تاريخ د زرګونو کلونو نه يؤ څو پېړيو ته رالنډول د دغه افسانې تر ټولو لوی هدف او مهم مقصد ؤ او د دغه کار لپاره يې پهٔ لوی دغه افسانې ته ترويج ورکړو او لهٔ بده مرغه پښتنو ورسره پهٔ پټو سترګو ومنله هم او لا تر نن ورځې د منطق، دليل او ثبوت نه پهٔ بشپړه توګه خالي دغه افسانه يؤ حقيقت بولي حالانکې د دغه افسانې منل د خپل اولس، خپل تاريخ، خپلې خاورې او خپلو مشرانو او نيکونو ستر سپکاوی دی.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!