منډيګک
افغان تاريخ

ايمل خان

0 153

د خپلواکۍ جذبه او د خپلې خاورې او ناموس سره مينه خدای د پُښتون قام پهٔ خټه کې لهٔ ازله ورګډه کړې ده. کهٔ څهٔ هم د حالاتو د ستم او جبر او يا د زماني مجبوريتونو لهٔ کبله دغه جذبه او مينه کله کله پهٔ عارضي توګه ټکڼۍ شوې يا غلې شوې هم ده خو هېڅکله هم لهٔ منځه تللې نهٔ ده. د دې قام د تاريخ پهٔ هره پاڼه کې د دغه جذبې او مينې بلها ثبوتونه او داستانونه شته.
کهٔ تاريخ وګورو نو هر جابر، غاصب او يرغلګر دا هڅه کړې ده چې د دې قام غرور مات کړي خو پهٔ دغه هڅه کې يې اکثر خپل تکبر او ککرۍ ماته کړې ده خو د پُښتون سر يې نهٔ دی ټيټ کړی.
مغل هم د خپل وخت ستر جابر او زورواکی سامراج ؤ. لهٔ وړومبۍ ورځې نه يې د پُښتون اولس سره ګسه وه او تل يې د دې قام د راپرځولو او د خپل مټ نه د لاندې ساتلو هره هڅه کوله ځکه چې د دې سيمې واک مغلو هم د دې قام نه پهٔ زور راتروړلی ؤ نو همدغه لامل ؤ چې مغلو تل پُښتون خپل واک او تاج و تخت ته خطر ګڼلو.
پُښتنو هم وخت پهٔ وخت او ځای پهٔ ځای د مغلي سامراج د مخې نيولو هڅې ښهٔ پهٔ نره کړې دي او وخت پهٔ وخت يې ډېر ستر تاريخي پاڅونونه کړې دي او هر ځل يې د غيرت، مېړانې او ننګ يؤ نوی تاريخ جوړ کړی دی. د غيرت، مېړانې، خپلواکۍ او خپلې خاورې پهٔ ميينو پُښتنو کې يؤ نوم د ايمل خان هم دی چې د کړپې پهٔ مشهوره جګړه کې يې مغلي لښکر له تاريخي ماتې ورکړې وه.
د ايمل خان د زېږون کره نېټه يا کال نهٔ دی څرګند خو غالب ګومان دا دی چې د خوشحال خان خټک همعصر ؤ او شا و خوا پهٔ کال 1613م کې زېږېدلې ؤ. د هغهٔ د کلي او کورپهٔ اړه هم دوه ډول مالومات دي. يؤ دا چې هغه د ننګرهار د چکنور ؤ او بل دا چې هغه د باړې ؤ. خو دواړه سرچينې وايي چې دی پهٔ خټه کوکوزی مومند ؤ.
پهٔ باړې کې ” اېمل تالاب او “اېمل چوتره” د هغهٔ د جنګي پلانونو مرکز ؤ. خو د ننګرهار پهٔ مومند دره کې د ” ايمل کوټ” پهٔ اړه هم ليکنې شوي دي چې ځينې يې د هغه د استوګنځي او د ټبر نښې ګڼي.
د کال 1671م پهٔ اوړي کې اورنګزيب د محمد آمين پهٔ ځای د ګولکندې (دکن) د مير جُمله زوې او خپل يؤ ډير باوري کس نواب محمد آمين خان د دې سيمې صوبه دار وټاکلو. هغه پهٔ وړومبو ورځو کې کابل ته او د ژمي د پېل سره سم پېښور ته راغلو.
د راتګ پهٔ وخت کې نواب محمد آمين خان ته د اټک سره پهٔ اباسين د خټکو مشر او هغه وخت پهٔ دې سيمه کې د مغلو د مفاداتو ساتونکي خوشحال خان خټک تود هر کلی ووېلو او د هغهٔ مېلمستيا يې وکړه..
په جمرود کې د دهٔ د پړاو پر وخت ځينې پښتانه سرداران د ده ليدو ته ورغلل. د محمد آمين نايب حسېن بېګ د دې مشرانو د راتګ اعلان پهٔ پارسي ژبه کې وکړو چې پښتانهٔ پرې نهٔ پوهېدل. يؤ تاريخي متن وايي چې حسېن بيګ دا الفاظ وکارول، ”د نواب څو سپي سلام ته حاضر شوي دي”.
دوېمه پېښه د دې نه زياته خطرناکه وه. د محمد آمين يؤ شمېر عسکر د حسين بيګ نومې يؤ کس(چې د محمد آمين نايب هم ؤ) تر مشرۍ لاندې پهٔ کونړ کې مېشته وو. د دغه عسکرو څو تنو د ساپيانو يوې مېرمنې ته لاس اچولي وو. ساپيانو پهٔ دغه تور کې د مغل درې تنه پوځيان ووژل. حسېن بيگ د ساپيانو نه د قاتلانو د سپارلو غوښتنه وکړه خو د ساپي قبيلې مشرانو هغوي ته انکار وکړو حسېن بيگ د ساپيانو نه د قاتلانو د سپارلو غوښتنه وکړه خو د ساپي قبيلې مشرانو هغوي ته انکار وکړو.
په دې سيمه کې مغلو د ځينو قبايلو د مشرانو سره د امتيازاتو پهٔ بدل کې لوظنامه کړې وه چې کهٔ پهٔ سرکاري پوځ حمله وشوه نو دوی به د سرکاري پوځ دفاع کوي. د تړون لهٔ مخې حسېن بېګ پهٔ قبايلو غږ وکړو چې حکومت سره دې مرسته وکړي. قبايلو مشرانو ساپيانو ته پهٔ پټه سوال جواب وکړل چې تاسو د پُښتو او ننګ کار کړی دی خو بلخوا يې د خپلو جاګېرونو او امتيازاتو لهٔ خاطره د حسېن بيګ پهٔ ملاتړ پهٔ ساپيانوبريد وکړو چې پکې ساپيانو ته ډېر ځاني تاوان واړېدلو خو مومندو دا جنګ ناروا کار وبللو او د اېمل خان لخوا يې ورته يوه جرګه واستوله. ساپيانو ته يې ووېل چې هر څهٔ وي، مومند به بل ځل د حکومت سره مرسته نهٔ کوي. ورپسې مومندو او ساپيانو پهٔ خپلو کې هم تړون وکړو او د کونړ نه تر تيراه ټول پُښتانهٔ راپاڅېدل او د ايمل خان پهٔ مشرۍ کې يې پهٔ حسېن بېګ حمله وکړه او هغه ته يې ماتې ورکړه.
حسين بيګ نواب محمد آمين خان خبر کړو، هغه ډېر زيات غُصه شو او لهٔ ډېره تاوه د 1672م د ژمي لهٔ وتلو نه وړاندې هغه د يوهٔ ستر لښکر، ګڼ شمېر هاتيانو، توپخانې، شاهي خزانې او د حرم د ښځو او نورو خلکو سره کابل ته روان شو. پهٔ دغه لښکر کې د بلها نورو پُښتنو مشرانو سره سره د اورکزو ګڼ شمېر ملکانان، خوشحال خان خټک او د مومندو د هوارو سيمو د نورو نوموړو ملکانو سره سره ملک مُستجاب خان ارباب هم د محمد آمين خان سره ملګري ؤ. محمد آمين خان غوښتل چې پهٔ لاره مومندو او ساپيانو ته د حسين بيګ سره د جنګ کولو او هغهٔ له د ماتې ورکولو سزا ورکړي.
ساپيان هم د محمد آمين خان لهٔ دغه ارادې نه خبر وو. هغوی د مومندو، آپريدو او شنوارو نه د پُښتو او پُښتون پهٔ نوم مرسته وغوښتله او دغه قبايلو يې ډېر پهٔ نره ملاتړ وکړو او پهٔ يؤ ځای راپاڅېدل. کله چې محمد آمين خان او د هغهٔ لښکر جمرود ته راورسېدلو نو هغه خبر شو چې د پُښتنو يؤ ستر لښکر هغه ته د خېبر لاره بنده کړې ده او د دغه لښکر مشري ايمل خان او دريا خان کوي.
نواب محمد آمين وړومبی د خوشحال خان خټک سره مشوره وکړه چې بايد څهٔ وکړو خو هغهٔ ورته وويل چې د جنګ نه بايد ډډه وکړی شي. محمد آمين هغهٔ ته د پېغور پهٔ انداز وويل چې کله بندي وې نو ما به دې د بنده د راخوشي کولو لپاره سفارشونه کول او اوس زما پهٔ مقابله کې د پُښتنو سره همدردي کوې. بيا يې د مومندو د مستجاب خان ارباب پهٔ مشرۍ کې قبايلو ته يوه جرګه ورواستوله چې د درې لاره ورته خلاصه کړي ګنې ښه به درله نهٔ وي خو هغوی ورسره و نهٔ منله. محمد آمين خپل لښکر ته وويل چې اوس به پهٔ زور دغه لاره خلاصوو.
کله چې د هغهٔ لښکر پهٔ لواړګي کې د لنډي خانې او لنډي کوتل سره نږدې يوهٔ تنګي ته ورسېدلو نو پُښتنو د مغلو دغه لښکر را ايسار کړو او د غشو او تيږو باران يې پرې پېل کړو، مغل پوځ د خپل زور او اسلحې سر بېره ماتې وخوړه، د لښکر ګڼ شمېر خلک يې ووژل شول او يا پهٔ تېښته بريالي شول. محمد آمين خان ته دغه وخت چا وويل چې بله لاره هم شته بايد د لنډي کوتل پهٔ سويل کې د تاترې د غرهٔ پهٔ لمن کې د سين پهٔ غاړه کابل ته خپل لښکر واوړې. دغه لاره نهٔ يواځې دا چې خوندې ده بلکې د سيند سره د نژدې والي لهٔ کبله به درته د اوبو ستونزه هم نهٔ وي. محمد آمين خان دغه خبره وومنله او پاتې لښکر سره د تاترې پۀ لور روان شو.
پهٔ لاره ورته يؤ سړي پهٔ پټه وويل چې کېدی شي د تاترې پهٔ غرونو کې ورک شې نو ښه به دا وي چې لهٔ همدې ځايه ستون شې. محمد آمين خان د هغه سړي پهٔ مرسته د څلور تنه نورو ملګرو سره پېښور ته پهٔ پټه راوتښتېدلو خو کله چې يې لښکر تاترې ته ورسېدلو نو دلته پرې نورو پښتنو بريد وکړو او رؤ ګودر يې ترې خطا کړو. د مغلو لښکر دغه ځای يؤ ځل بيا ماتې وخوړه، هر څهٔ يې لهٔ لاسه ورکړل. د محمد آمين خان او نورو مغلو کورنۍ او ښځې بندي شوې، خزانه يې لوټ شوه، او ګڼ شمېر خلکو يې ژوند لهٔ لاسه ورکړو. د محمد آمين خان مور، خور، لور او ځينې نورې ښځې د تاوان پهٔ بدل راخوشې کړی شوې خو د محمد آمين خان ښځه د شرم نه بيرته رانغله، د دُنيا نه ګوښه شوه او هم پهٔ هغه حالت کې مړه شوه.
لکه څنګه چې مې وړاندې يادونه وکړه چې خوشحال خان خټک هم د مغلو پهٔ دغه لښکر کې د خپل محسن محمد آمين خان سره ملګری ؤ، د هغهٔ د وينا تر مخه پهٔ دغه جنګ کې د مغلو شا و خوا څلوېښت زره لښکر تباه شوی ؤ چې پکې د محمد آمين خان زوی مرزا عبدالله او د خور خاوند مرزا سُلطان کربلايي هم ؤ.
د دغه تاريخي او پرله پسې ماتې خوړولو نه پس اورنګ زيب د نواب محمد آمين پهٔ ځای يؤ پخوانی والي مهابت خان کابل ته ورواستاو. مهابت خان د زور او جګړې پهٔ ځای د سولې او پخلاينې نه کار واخيست، هغهٔ د راتلو سره سم د پښتنو سردارانو سره د خبرو اترو او جرګو لړۍ پېل کړه. خو اورنګزيب د مهابت خان دغه تګلاره خوښه نهٔ کړه او پهٔ 14م نومبر 1673م کې يې خپل دوه نور سرداران شجاعت خان او مهاراجه جسونت سنگهـ د جمرود فوجدار وټاکل.
شجاعت خان پهٔ نژې وختونو کې د پنجاب پهٔ ځينې بغاوتونو چقولو کې غټ نوم پيدا کړی ؤ او پهٔ ډېره لږه موده کې يې ځان د مغلو پهٔ دربار کې پورته رسولی ؤ. مهاراجه جسونت سنګهـ د هغهٔ مرستيال ؤ او پهٔ زياتره جګړو کې به د هغهٔ سره ملګری ؤ.
د 1674م د فرورۍ پهٔ مياشت کې شجاعت خان او مهاراجه جسونت سنګهـ د يؤ ډېر ستر لښکر، اسلحې، فوځي ساز و سامان، مال دولت او د ځانګړي سامراجي دبدبې او تکبر سره سم پېښور ته راورسېدلو. د څو ورځو دمې نه پس پهٔ يوشتمه فرورۍ 1674م د پېښور نه د اوسني مومندو د ګنداو پهٔ لور روان شو. جسونت سنګهـ ورته ډېر وويل چې پکار ده چې پهٔ پېښور کې يؤ څو ورځې نوره دمه وکړو خو شجاعت خان پهٔ خپل زور او مټ دومره مغروره ؤ چې د هغهٔ خبره يې پهٔ غوږ نهٔ ورتله او ويل يې چې غواړم زر تر زره پښتنو له ماتې ورکړم او غچ ترې واخلم.
شجاعت خان چې د اوسني شبقدر شمال لوېديز اړخ ته د مومندو پهٔ غرنۍ سيمه کې، د کړپې پهٔ دره کې د کڅي کڼداؤ ته ورسېدلو نو شپه پرې راغله. پهٔ دغه شپه ډېر ګڼ باران ورېدلو او ورسره د ژمي لړزونکې یخني، زول او بادامه هم سمه پهٔ زور وه. د مغلو پهٔ فوځي کيمپ د باران اوبهٔ ورغلې، خيمې او کالي يې ورله لامدهٔ کړل، لهٔ پاسه پرې یخنۍ زور وکړو نو مغلي لښکر يې ډېر بې وسه کړو. د پُښتنو لښکر ورته هم د ايمل خان پهٔ مشرۍ کې د غرهٔ پهٔ څنډو کې ناست ؤ، لهٔ دواړه اړخه يې پرې بريد وکړو، د کڅي کنډاؤ او د غرهٔ د سر لارې يې ورته هم بندې کړې.
د ژمي باران او يخنۍ، د شپې تورتم او د پُښتنو ناڅاپي بريد د مغلو پهٔ لښکر کې ويره خوره کړه، ټول تري تم شول او رؤ ګودر ترې بيخي خطا شو. نهٔ مخکې تللی شول او نهٔ ورته د شا تګ لاره ښکارېدله. ټوله شپه پهٔ دې هڅه کې وو چې خپل سرونه څنګه بچ کړي. شجاعت خان ووژلی شو، د لښکر ګڼ شمېر جنګيالي يې يا خو د پُښتنو د غشو، تور او ډبرو ښکار شول او يا د ډېرې يخنۍ لهٔ کبله شل ګوډ شول او مړهٔ شول.
مهاراجه جسونت سنګهـ د شجاعت خان د کومک لپاره د پنځهٔ سوه راجپوتانو يؤ نوی لښکر وروستلو خو ايمل خان هغه لښکر ته هم ماتې ورکړه، شا و خوا درې سوه راجپوتان يې ووژل او جسونت سنگهـ د پاتې دوه سوه کسانو سره پيښور ته پهٔ تېښته بريالی شو.
اورنګ زيب چې کله د مغلي لښکر دغه پرله پسې تاريخي ماتې وليدله نو پرېکړه يې وکړه چې پهٔ زور هېڅکله هم پُښتانهٔ نشم راپرځولی، بايد نور د ټګۍ برګۍ نه کار واخيستل شي. د دغه غرض لپاره پخپله پهٔ شپويشتم جون 1674م کې د لاهور نه حسن ابدال ته ورسيدو.
پښتانهٔ چې کله هم د خپل حق غوښتلو لپاره او د سامراجي جبر خلاف راپورته شوي دي نو د غليم نه زيات پخپله د دې قام ځينې بې ناموسه وګړو او د کور دننه بې پته او بې ضميره خلکو د دغه هر پاڅون مخه نيولې ده او د خپل قام غږ يې پخپله کمزوری کړی دی او د يؤ څو پيسو پهٔ عوض يې خپل قامي غيرت، خپل ناموس، ننګ او غرور خرڅ کړی او خپله شمله يې پخپله د خپل دُشمن پهٔ پښو کې غورځولې ده. اورنګزيب هم لهٔ دغه لارې پهٔ پُښتون قام کې دننه قام خرڅي ملکان او سرداران پهٔ بيه واخيستل، پېسې، جاګيرونه او نور امتيازات يې ورکړل او د د ايمل خان خلاف يي د مغلو ملګرتيا ته اماده کړل.
بلخوا د اورنګزيب پهٔ حُکم قام خرڅی مستجاب خان ارباب پهٔ دې شک قتل کړی شو چې ګنې هغه پُښتانهٔ بغاوت او پاڅون ته لمسوي. محمد آمين خان يې هم د خپلې دندې نه لرې کړو او مهابت خان يې يؤ ځل بیا ګورنر وټاکلو. هغهٔ ګومان کولو چې يواځې مهابت خان دا قبايل آرامولی شي. مهابت خان د خوشحال خان خټک نه مرسته وغوښتله خو هغهٔ ورته چوټ انکار وکړو او ليک يې ورته واستولو چې زهٔ نور د مغلو د کړهٔ وړهٔ نه بيخي ستړی شوی يم او سر لهٔ نن نه ستاسو ملګرتيا پرېږدم. او همدغه وخت ؤ چې خوشحال خټک د افغان پهٔ ننګ توره وتړله او د هغوی خلاف يې وسلواله مبارزه پېل کړه. هغهٔ د خټکو مشري هم پرېښودله او د هغهٔ زوی اشرف خان هجري د خټکو خان شو.
خوشحال خان خټک د ايمل خان او دريا خان سره پهٔ ګډه د مغلو خلاف ګوريلا جنګ پېل کړو، د هغوی د جنګونو مرکز د خيبر د تيراه غرونه او د کابل پيښور لويه لاره وه. زيات جنګونه يې پهٔ دره ادم خيلو کې د اپريدو پهٔ سيمو کې شوي دي.
خوشحال خان خټک پهٔ خپله شاعرۍ کې ايمل خان او دريا خان او د هغوی بې کچه مېړانه او غيرت ډېر زيات ستايلی دی.
دا څرګنده نه ده چې اېمل خان د جنګ په مېدان کې او کهٔ پهٔ خپل مرګ مړ شو، پهٔ دغه اړه ډېر اختلاف دی خو قبر يې په کره ثبوتو سره د ننکرهارولایت د لالپورې ولسوالۍ اړوند د چکنور پهٔ کلی کې دی. همدا راز پهٔ هزارناؤ کې، چی پخوانی نوم یی امان کوټ ؤ، نوسيان او د هغهٔ د وروڼو باورخان (چی په تیروتنه کی مورخین بهادرخان لیکی) مزار هم په چکنور کی دی. بل ورور یی فتح خان نومیده, د دوی اولاده لا تر ننه په هزارناؤ کی میشته ده.
بايد خپل دغه اتلان لهٔ ياده و نهٔ باسو او د هغوی ورکړې قُربانۍ او ګاللې سختې او تکليفونه پهٔ خپل ځان او ټول پُښتون قام احسان وګڼو. اروا يې ښاده او ياد يې تل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کتابيات:
پُښتانهٔ(دي پټانز): سر اولف کيرو (ژباړه: الحاج شير محمد کريمي)
افغاني سردارن او مغل: ريتا جوشي (ژباړه: الحاج شير محمد کريمي)
ايمل خان: ميرا جان سيال
تاريخ خټک: سرفراز خان عقاب خټک
تاريخ مرصع: افضل خان خټک
پهٔ ارمغان خوشحال د سيد رسول رسا مقدمه
د آغلې صفيه حليم ليکنه
او نور…………..!

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!