منډيګک
افغان تاريخ

د تاريخ نه پخوا دورو ته يوه كتنه

0 251

انسان تل په دې فكر كې ؤ چې خپل معلومات زيات كړي او هر كله چې په يو كار كې يو حد ته رسېدلى دى، نو په دې فكر كې لويدلى دى چې يو ګام وړاندې لاړ شي او نوي نوي معلومات تر لاسه كړي، دغه هيلې او ارزوګانې په عمومي ډول د وخت او ځاى په غوښتنه او اغيزه څه نا څه قوي كېږي او كمزورې كېږي او په هر ځاى كې يې پرمختګ يو راز نه وي. مګر په دې دوو وروستيو پېړيو كې دې مفكورې په نوې زمانه كې هر ځاى او خصوصاً په غرب كې ډېر قوت او زور پيدا كړى دى او ډېر كوچني موضوعات چې پخوا به چا ورته توجه نه كوله، نن هماغه موضوعات د خلكو په نظر كې اهميت لري او غور پكې كوي، بلكه دومره اهميت يې موندلى دى چې ځان ته علم ياديو جلا علم څانګه ګرځيدلې دى. تاريخ تل د بشر سره يو ځاى ؤ او دى او دده د ژوندانه د لارې مل دى او دكومې نوې منبع له مخه چې ځينې معلومات ورځنې لاس ته راځي، هم كوم تازه او نوى شى نه دى، بلكه هغه د بشر د پوهې د ډېرو پخوانيو مظاهرو څخه ګڼل كيږي، ځكه كه انسان هر وخت او زمانې ته رجوع وكړي نو هغه ته به دا خبره ښكاره شي چې انسان په يوه خاص رنګ او تعبير سره په دې لاره كې كار كړى دی، كه د قصې په ډول وي او كه د شفاهي داستانو او نكلونو په رنګ، او كه د غرونو په څمڅو او تيږو كې د پېښو د نقش په ډول او كه تصويري او نيم تصويري او صوتي او د بل رسم الخط د بېلو بېلو اقسامو په صورت وي، نو له دې كبله د تاريخ له حيثه د تاريخ د پخواني والي او قدامت په مفكوره كې هېڅ شك نشته. مګر څرنګه چې د بشري پوهې نورو څانګو تر دې اندازې پورې پراختيا موندلې ده چې په ځينو موضوعاتو كې يې بېخي نوې څانګې پيدا كړې دي نو تاريخ هم تغيير موندلى او پراختيا يې پيدا كړې او يوه سلسله نوي علوم: انتروپولوژي (د انسان طبيعي تاريخ), اتنولوژي (د بشر د نژادو د بدني خصوصياتو بيان), خلك پېژندل, د پخوانيو آثارو (عتيقه) پېژندل, فولكلور او داسې نور نور علوم ميدان ته راوتلي دي او پخپله هر يوه يې نن ورځ دومره پراختيا پيدا كړې ده چې جلا جلا څانګې او ښاخونه لري. مګر دغه ټول په حقيقت كې د يو مقصد د پاره چې تاريخ دی كار كوي.
پلټونكى انسان تل په دې فكر كې و او دی چې د ګمان او خيال په قوت او د روغ عقل او فكر په رڼا كې د تېرو زمانو او پېړيو تورې تيارې پردې ليرې كړي او د زرګونو كلونو پخواني واقعات وګوري او ددغې كتنې په مرسته څو قدمه وړاندې لاړ شي او د خپل ژوندون او شاوخوا، او د نورو كيفيتونو مجهول اسرار ځانته څرګند كړي او له هغو واقعاتو څخه چې او س في الحال پېښېږي تر هغو پورې چې په ډېرو پخوانيو زمانو كې تير شوى او لا تراوسه پورې د بشر فكر د هغو په كشفولو بريالى شوى نه دى دغه ټول بې له اسثتثنا د تاريخ جز دی، او يوه بېلوونكې كرښه دغه اوږده دوره په دوو برخو جلا كوي او هغه رسم الخط او ليكنه ده.
موږ وويل چې انسان تل په دې فكر كې و او دی چې د خپل شاوخوا ژوندون پټ واقعات راوسپړي او په هغو باندې پوه شي. دغه لوى او مهم كار يعنې د تېرو او پخوانيو زمانو په پټو واقعاتو باندې پوهېدل او په هغو باندې رڼا اچول يواځې د ګمان او خيال په مرسته نه كېږي. كوم څراغ چې په دې لاره په مثبت ډول رڼا اچولى شي هغه رسم الخط او ليكنه ده چې پر خاورينو پخو، او اومو ټوټو، دننه غرونو كې او پر هډوكو، تيږو، خاورينو لوښو، او دونو پر پوټكو او د څارويو پر پوستكو او پر ډول ډول ټوكرانو او كاغذونو باندې د تېرو او پخوانيو پېښو او واقعاتو څرنګوالى ساتلى او تر موږ پورې يې رارسولى دی.
نو هغو دورو ته چې د رسم الخط د پيدا كېدو نه پخوا تېرې شوې دي په عمومي ډول: (قبل التاريخ زمانه) ويل كېږي، او هغه زمانې او پېړۍ چې د رسم الخط د پيدا كېدو د وخت نه راپه دېخوا دي د (تاريخ عصر) بلل كېږي. او له دې جلاوالي څخه اساسي مقصد يواځې د كار اسانول او د موضوع روښانول دي. لكه چې هر څومره خپلو دورو ته نژدې كېږوله بېلا بېلو طبقه بنديونه كار اخلو. بايد دا خبره په نظر كې ونيول شي چې هر كله چې رسم الخط په ټوله دنيا كې يو ځل او يو وخت كې نه دى پيدا شوى، نو د دنيا تاريخي د قبل التاريخ دوره هم يو شريك حد نه لري، او يو، واحد خط په ټوله دنيا كې دغه دوه برخې سره نشي بيلولى. بلكه هره برخه حتى هر مملكت او هر قوم ځانته جلا جلا حدود لري چې د ټاكلي تاريخ سره تصادف كوي، په بل عبارت په حقيقت كې موږ دوه ډوله تاريخ او دوه ډوله قبل التاريخ لرو:
يو د هر مملكت، هر قوم او هرې برخې خصوصي تاريخ او قبل التاريخ دى او بل د دنيا عمومي تاريخ او قبل التاريخ دى چې لومړى صورت د يو قوم او د يو مملكت د خلكو د ژوندانه په مرحلو پورې اړه لري او دوهم صورت يې دب شر د ډېرې پخوانۍ ټولنې د ژوندانه معيار د مدنيت په مراتبو كې خاص بيا د رسم الخط په پيدا كولو كې استاذ نيسي
قبل التاريخ د بشرد ژوندون په مراتبو كې د يو عصر څخه عبارت نه دى، بلكه د فكري او مادي قواؤ د پراختيا مرحله ده، او بشري ټولنو په بيلو بيلو ځايو او جلا جلا زمانو او عصرونو كې دغه مرحله وهلې ده او په دې زمينه كې زمانه فرعي رول لوبوي، زياتره بايد د بشر د ژوندانه څرنګوالى او تحول په نظر كې ونيول شي.

په لرغونې زمانه کي د ساعت تيري ځای

دا خبره هم بايد په نظر كې ولرو چې يواځې د رسم الخط وجود هم زموږ مطلب حاصلولى نشي بلكه د هغه په لوستلو هم زموږ قدرت شرط دى، ځكه چې ډيرو قومونو رسم الخط او ليكنه درلودله او موږ لوستلى نشوه او استفاده مو ورځنې كولى نه شوه، نو په دې صورت كې د رسم الخط شته والى او نشتوالى فرق نكوي؛ له دې كبله (اتروسكيان) د ايټاليا پخواني اوسېدونكي (هيتيتيان) چې په كوچنۍ اسيا كې يې ژوند كاوه؛ سره ددې چې رسم الخط يې درلود په قبل التاريخي مرحلو كې شمېرل شوى وو او كرار كرار د هغوى د رسم الخط او ليكنو (كتيبو) په لوستلو سره تاريخي دورې ته راغلل. هر كله چې تصويري او صورتي رسم الخط په مصر او بين النهرين كې د (3500- او 3000ق م) په شاوخوا كې پيدا شوى دى د شرق د تاريخي او قبل التاريخ دورو فاصل حدود دري نيم زره ق م كلونه ټاكل شوي دي. د تارېخ نه پخوا وختو (قبل التارېخ) پلټنې او ګروېږنې دټولو نه لومړى په فرانسه او غربي اروپا كې او وروسته بيا د نيل په ناوه او بين النهرين كې زياتې او ډيرې شوې او كرار كرار دغه كار لږ او ډېر په فارس، هند، چين، جاپان د شرق الهند په جزيرو، اسټراليا او امريكا كې عموميت پيدا كړ او تر اوسه پورې په زړه پورې صورت په ټوله دنيا كې دغه كار عملي شوى نه دئ او سره ددې چې ددغو پلټنو لمن په ځينو ځايو كې لويه شوې ده مګر په عمومي ډول يې وسعت ندى پيدا كړى. دغه كار زموږ په مملكت كې د 1936كال نه راپه دېخوا شروع شوى دئ چې د يو څو ضروري مقدمو له بيانولو نه وروسته به په دغه فصل كې ددې موضوع په باب د خپلو معلوماتو له مخې بحث وكړو.
په قبل التاريخ دورو كې د بشر ژوندون تقريباٌ په ټولو ځايو كې يو ډول او په يو شكل سره ؤ او د خاورې او نژاد په اختلاف سره څه ډير فرق پكې نه ؤ، د لمر خاته او لمر پرېواته خواؤ خلكو، او ماليزي او د مركزي افريقا خلكو او د آريانا، هند، چين، بين النهرين، مصر او د فارس اوسيدونكو تقريبا ّټولو يو ډول تحول كړى دى او هغه مواد چې دوى د خپلو او لومړنيو او پخوانيو ادواتو او آلاتو د جوړولو دپاره په كار كړي دي په ټولو ځايو كې د چقماق طبيعي ډبره توږل شوې او صيقل شوې ډبره او هډوكي دي ددوى ادواتو او آلاتو د جوړښت اصول او شكل لكه چړې چوړكۍ, تبر او نور د سوري كولو، وهلو، ټكولو او پرېكولو مخصوص آلات يو بل ته سره ورته دي او د مقاېسې وړ دي. له دې كبله ددغه ډول پلټنو او تجسساتو تدقيق كونكي او پوهان په بيلو بيلو ځايو كې د ډبرينو آلاتو او ادواتو له څيړنو او كتنو نه وروسته دهرې ډبرينې دورې دپاره په جلا جلا اشكالو، مميزاتو او نومونو قائل شوي دي او د ژوندانه د بيلو بيلو او مختلفو اړخونو او جزئياتو د كتنونه وروسته د هرې دورې دپاره يې معين چوكاټونه ټاكلي دي چې په حقيقت كې مقصد د كار آسانتيا او د بشر د استعداد د تحولاتو او د زمانې د تېرېدلو طبقه بندي ده، چې د رسم الخط د نشتوالي په صورت كې كله د هغه په ځاى له ډبرينو ادواتو څخه كار اخلي او كله د كودړو د لوښو څخه او يو وخت هم له ډبرينو آلاتو نه.

کرنه

موږ بې له دې چې په جزئياتو كې داخل شو’ د موضوع د تسلسل دپاره د هغو نومونه اخلو:
د ډبرو لومړنۍ دوره د تيږو پخوانۍ دوره, د ډبرو منځنۍ دوره, د ډبرو نوې دوره. چې ځينو په ساده ډول حجرې دوره د ډبرو په (پخوانۍ) او (نوې) دوو مرحلو تقسيم كړې ده او د لومړنۍ دورې دپاره د الف ب په دوو دورو قائلېږي مګر اصولي وېش او تقسيم يې هماغه لومړنى ويش دى چې دغه موضوع يې په دريو پخوانۍ منځنۍ او نوې دوره تقسيم كړې ده چې په لومړۍ دوره كې ډبرينو ادواتو زياتره طبيعي شكل درلود او په دوهمه دوره كې يې زياتره لاس خوړلى او تغير پكې راغلى دى او په درېيمه دوره كې صيقل شوي دي. هر كله چې ددې دورې په وروستنيو مرحلو كې د صيقلي ډبرو ترڅنګ خاورين او فلزي لوښي هم پيداشوي دي او دغه دوره د (كلكولي تيك) يا (انه اولي تيك) په جلانوم يادېږي.
زموږ په مملكت افغانستان كې لا تراوسه پورې ددغو دورو په باب تحقيقات نه دي شوي. نو له دې كبله مونږ نېغ په نېغه د (كلكولي تيك) يا (انه اولې تيك) دورې ته راځو او په بحث يې پيل كوو.

د كلكولي تيك دوره:
د ډبرو آخرنۍ نوې دوره يا د صيقلي شوو ډبرو دوره په شرق كې عموماٌ په دوو برخو وېشل كېږي، يوه ډېره اوږده دوره ده چې د فلزاتو د كشفېدو نه پخوا زمانې پكې راځي او بله هغه دوره ده چې صيقلې شوې ډبرې او خاورين او فلزي لوښي يو ځاى په كې استعمال شوي دي او د پخوانيو برخو څخه د تميز او جدا كيدو دپاره په دغو پاسنيو نومونو يادېږي –
د شرق د ډبرې په نوې دوره كې د خاورينو لوښو پيدا كېدل د (20) زره كلونو ق م په شاؤ خوا كې شروع شوي دي لكه چې په مصر كې يې ځينې آثار پيدا شوي دي. مګر د شرق نورې برخې په دې زمانو او مختلفو وختو كې دغې دورې ته داخلې شوې دي او مظاهر ېې بې د فلزو له ګډون څخه ډېر لږ ليدل شوي دي. لكه چې ثابته شوې ده مس په شرقي خاورو كې لومړى ځل د اكسوس (مروې ته نژدې انو) په حوزه كې او د قفقاز په شاؤ خوا كې (6000ق م) په حدودو كې پيدا شوي دي او له دغو ځايو څخه د (5500ق م) په شاوخوا كې په (عيلام ) كې او د (5000 ق م) په شاوخوا كې په مصر كې او د (۴۰۰۰ ق م) په حدودو كې دفارس د خليج او خزر د سواحلو تر منځ ځمكو كې پيدا شوي دي او ځينې مؤرخين په دې عقيده دي چې فلزات د سومريانو سره د اكسوس له حوزې نه غربي ځمكو ته تللي دي لنډه دا چې د كلكولي تيك يا دانه اولي تيك دوره په مصر كې په دوو مرحلو وېشل كېږي چې لومړۍ مرحله ېې له ۷۵۰۰ نه تر ۵۰۰۰ ق م پورې او دويمه ېې له ۵۰۰۰ق م. نه تر ۳۵۰۰ پورې ده چې د رسم الخط د پيدا كېدو او د تاريخي دورې شروع ده. عمومي عقيده دا ده چې هغه د ښكار ژوندون چې د جګو ځايو د غرونو په لمنو كې دوام درلود. په مصر كې د ۷۵۰۰ ق م په شاؤخوا كې پاى ته رسېدلې او خلك په دغه وخت كې جلګو او د سېندونو غاړو ته راښكته شوي دي او د ځمكو او كرهڼې سره يې ډېره علاقه او روابط پيداكړي دي له دې كبله د استوګنې د ځاى نښې او آثار او قبرونه له هغه خط نه پاس كشف شوي دي چې د نيل د سيند طغيان ورته رسيدلى نه دي او داسې خاورين لوښي ښكاره او كشف شوي دي چې په آزاد اور كې پاخه شوي دي په دوهمه مرحله كې عمراني آثار او نور شيان هم پيدا شوي دي چې بيان ته يې څه ضرورت نه لرو. د بين النهرين او عيلام ځمكې د جوړښت (ساختمان) په لحاظ د نيل د دلما سره ډېر شباهت لري. د بين النهرين په تلونو او د سوزيان په غونډيو كې د استوګنې ځايونه او آباد او ودان نقاط ليدل شوي دي او د ځينو محلي مميزاتو له كبله ددغې دورې خصوصيات په دې ځاى كې د لومړي سوز او دوهم سوز په نامه وېشل شوي دي. همدارنګه ددې دورې مظاهر چې هغو ته د كلكولي تيك مدنيت ويل كېږي په لومړي، دوهم، دريم، څلورم او پنځم زر-ق. م كلونو كې د حفرياتو او پلټنې د پرمختګ له مخې د فارس په مختلفو غونډيو، په پخواني آريانا، داكسوس په حوزه د هيرمند په حوزه او په بلوچستان كې د نال او جالاوان او د اندوس (سند) په حوزه كې هم پيدا شوي او ثابته شوې ده چې دغه مدنيت د اندوس له حوزې نه د نيل تر ناوې پورې پراخ ميدان نيولى ؤ. لومړى دهغه مميزات په عمومي ډول او بيا د آريانا له خاورې نه د باندې دهغه د وجود په بيان او شرح او ورسته بيا د هغو پلټنو او تجسساتو په بيانولو پيل كوو چې د ۱۹۳۶ كال نه راپه دې خوا دننه په مملكت كې شوي دي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!