منډيګک
افغان تاريخ

د غزني بالاحصار

0 4

[ ۱ ]
پخوا به حصارونه او بالاحصارونه د ښارونو د حفاظت او ساتنې لپاره جوړېدل، د خپل وخت درنې وسلې به پكې ځاى پرځاى شوې وې او د نظاميانو منظم تشكيلات به پكې مېشت وو، كله كله به د وخت پاچايانو هم هلته ماڼۍ درلودې او په خوندي توگه به يې ژوند پكې كاوه.
د افغانستان په بېلابېلو برخو كې حصارونه او بالاحصارونه موجود دي، چې د يرغلگرو د تېري پر وخت به له دې بالاحصارونو نه د فاع كېدله او دوښمن به يې نه پرېښود، چې د ښار په فتح بريالى شي. همداراز په كورنيو جگړو او بغاوتونو كې هم له همدې بالاحصارونو نه استفاده كېدله او د ښار د دفاع لپاره به كار ترې اخيستل كېده.

په اتلسمه پېړۍ کي د غزني بالاحصار

[ ۲ ]
له دې بالاحصارونو څخه يو هم د غزني بالاحصار دى، چې پر يوې غونډۍ له پاسه جوړ شوى دى او لا تر اوسه ولاړ دى او كنډوالې يې پر زاړه عظمت او برم گواهي وركوي.
د غزني ښار له نن نه څه د باندې زر كاله وړاندې د غزني واكمنو له خوا دومره ښكلى جوړ شوى و، چې عروس البلاد يعنې د ښارونو ناوې لقب وركړل شوى و. دې ښار پخې مانۍ، حمامونه، سالونونه او سټېډيمونه درلودل او ورسره يې د بېلابېلو كسبگرو او كسبونو لپاره ځانگړي بازارونه درلودل او د ښكلو صنعتونو كارگاوې او كارخانې پكې موجودې وې.
د غزني بالاحصار ډېر لرغونى دى، مخكې له دې، چې غزنى د غزنويانو پايتخت شي، د غزني د اوسني بالاحصار پر غونډۍ د څار يوه لويه كلا موجوده وه، چې د كابل _ كندهار لويه لار به يې څارله او ساتله.

د غزني بالاحصار ۱۹۲۹ع

[ ۳ ]
غزنويانو پر دې غونډې يو لوى پوخ بالاحصار جوړ كړ، تر ځمكه لاندې پټې ودانۍ يې پكې جوړې كړې، چې يوازې باوري كسان ورتلاى او په كې گرځېدلاى شواى.
دې بالاحصار پېرړ او پاخه دېوالونه درلودل، ترې لاندې بازارونه ترې تاو شوي وو، چې اكثره يې سرپټي وو او په هره برخه كې يې د بېلابېلو توكيو دوكانونه او كسبگران وو.
د پوستين گڼدلو بازار، د مسگرۍ بازار، د رختونو بازار او نور بېلابېل بازارونه يې درلودل. د بالاحصار كلا څلور دروازې درلودې او د شپې له خوا به تړل كېدلې.
بالاحصار د غزني پرښار يوه حاكمه سيمه وه او ساتونكو يې د يرغلگرو پر وړاندې اوږده مقاومتونه كړي دي.

د غزني بالاحصار، د انګليس سره په جګړه کي

[ ۴ ]
د غزني په مقابل كې د غور واكمني وه، چې ترمنځ يې سخت رقابت موجود و. غزنويانو هڅه درلوده، چې د غور سيمې ونيسي او خپله واكمني هلته وغځوي؛ غوريانو هم ورته هڅه درلوده او د خپلې دفاع په ترڅ كې تل په دې هڅه كې وو، چې غزنى ونيسي.
د مخالفتونو لړۍ لږه اوږده شوه، د بهرامشاه غزنوي په وخت كې سلطان سيف الدين غوري پر غزني بريد وكړ، سلطان بهرامشاه و تښتېد او غزنى سيف الدين غوري ونيو. د ژمي په راتلو چې د غور لارې بندې وې، بهرمشاه درنه حمله پرې وكړه، سيف الدين ترې وتښتېد او د وروستي غشي تر ويشتلو پورې يې مقابله ورسره وكړه؛ خو د وسلې له تمامېدو سره ايسار شو او بهرامشاه سيف الدين له وزير سره يې د غزني پ ه ښار كې په اوښانو سواره كړل او خلكو ته يې امر وكړ، چې له بامونو نه چټلۍ پرې راوغورځوي او بيا يې تر دې سپكاوي وروسته په بېرحمۍ ووژل.

په شلمه پېړۍ کي د غزني بالاحصار

[ ۵ ]
غوري واكمن سلطان علاوالدين غوري چې د سيف الدين ورور و، د خپل ورور د وژل كېدو او سپكاوي د خبر په اورېدو لښكرې تيارې كړې او پر غزني يې حمله وكړه، بهرامشاه يې مات كړ او د خپل ورور د توهين او ظالمانه وژنې په بدل كې يې غزني ته اور ورته كړ او اووه شپې او ورځې غزنى وسوځېد او چې قهر يې سوړ شو؛ نو غزنى او غزنويان يې وبښل.
په دې سوځولو كې د غزني بالاحصار او ډك بازارونه هم وسوځېدل او عروس البلاد د زړې بوډۍ بڼه غوره كړه.

د بالاحصار دروازه

[ ۶ ]
په دې ترتيب د غزني بالاحصار څوڅو ځله د جگړو او پېښو په ترڅ كې وران او بېرته ودان شو.
څلورلسيزې وړاندې د غزني هغه سرپټ بازار، چې له بالاحصار سره نښتى و او د بېلابېلو اجناسو ځانگړې كوڅې پكې وې او ښكلى جوړښت يې درلود، د غزني يوه والي په دې نيت، چې نوى ښار جوړوي، وران كړ او د افغانستان له يوه ښكلي تاريخي بازار څخه يې چې ځانگړى سبك او د كسبگرو او دوكاندارانو وېش يې درلود، محروم كړو او اوس تش د بالاحصار كڼدوالې راپاتې دي.
د لرغونو ودانيو د ساتنې مسوولان بايد د دې تاريخي بالاحصار راپاتې برخې تر خپله ساتنه لاندې راولي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!